《◈دنَبِی کَرِیمﷺحَدِیثُونَه◈》
5.69K subscribers
299 photos
119 videos
4 files
165 links
ګرانو مینوالو کوشش وکړی چی ددی بیکاره مجازی نړی سه شه ګټه واخلو دغه ټلکرام باید ستاسو دثواب دګټولو وصیله شی نه دعذاب سبب ومن الله توفیق
Download Telegram
ایا ښځه به هم تکبیرات تشریق وايي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد
دغه تکبیرات تشریق د نهمې د ذوالحجی (د عرفات) د ورځې د سهار دلمانځه څخه وروسته شروع کیږي بیا د ذوالحجې تر ۱۳ د مازیګر تر لمانځه پوري، چي ټول ۲۳ لمونځونه کیږی، ددې تکبیراتو ویل پر هر نر، ښځه، مقیم، مسافر، امام، مقتدی او منفرد باندي واجب دي، نر بې په لوړ اواز سره وايي او ښځه بې په ټیټ اواز سره وايي.
(وقالا بوجوبه فور کل فرض مطلقا) و لو منفرداً او مسافرل او امرأة لانه تبع للمکتوبة الی عصر الیوم الخامس (أخر ایام التشریق و علیه الاعتماد) والعمل والفتوی علی عامة الامصار و کافة الاعصار. (الدر المختار شامی ج: ۲ ص: ۱۷۹ )لکن المرأة تخافت. (الدر المختار شامی ج: ۲ ص: ۱۸۰ سعید)
په تکبیرات تشریق کي څو ضروري مسئلې سته:
۱: تکبیرات تشریق به د سلام ګرځولو څخه فوراً وروسته ویل کیږي، که چیري یا اودس مات سي او یا خبرې وسي دغه د تشریق تکبیرونه ساقط سوه او نه صحیح کیږي.
۲: که د تشریق د تکبیرو پر مهال کوم لمونځ قضاء سي او وروسته یې راګرځوئ، د تکبیرو ورځې نه وي ختمي سوي ضرور به د سلام ګرځولو څخه وروسته د تشریق تکبیرونه وایاست.
۳: تکبیر تشریق صرف یو ځل ویل واجب دي، زیات ویل یې واجب نه دي.
۴: که چا د تشریق تکبیرونه هېر سول، ددې تکبیرو قضا نسته خو د الله ﷻ څخه به معافي غواړي.
۵: په دغو مبارکو شپو او ورځو کي تر تکبیر تشریق بل افضله ذکر نسته، کوښښ وکړئ دا خپل عام ذکر وګرځوئ.
یادونه: حجاج په منی کي سر له سبا د شنبې په ورځ او په افغانستان او پاکستان کي به د يک شنبې په ورځ د سهار د لمانځه څخه وروسته به د تشریق تکبیرونه شروع کوي .
د اختري مسائل (6 برخه)
عبدالغفار جُبیر
مسئله: #۳۸
که په اختری کی د شریکانو د یوه نیت د غوښو لپاره وی یعنی لاندی کول یا د غوښو خرڅولو لپاره ؤ نو د ټولو شریکانو اختری نه صحیح کیږی، با ید داسی کسان سره شریکان سی چی د ټولو نیت د اختری کولو وی.
(ردالمحتارج۵ص ۲۲۹)
مسئله: #۳۹:
ښه خبره داده چی غوښی دری برخی شی، یوه برخه ئې خپل اولاد ته پریږدی، یوه برخه ئې دوستانو ته ورکړی او یوه برخه ئې خیرات کړی.
د اختری غوښی که غنی او یا هم مسکین ته ورکړی صحیح کیږی،ځینی کسان وایی چی فلانی اختری کړیدی غوښی مه ورکوی دا غلته ده، که ئې اختری کړی وی که ئې نه وی کړی خیرات ورته صحیح کیږی او که یو سړی عیال داره وی او مسکین وی نو کولای شی چی ټوله پخپله و خوری بلکې ښه کار دی. (درمختارعلی هامش ردالمحتارج۵ ص ۲۳۰)
مسئله: #۴۰:
که په شریکانو کی یو شریک کافر ؤ، شیعه ؤ، بریلوی ؤ او یا ئې عقیده د کفر وه نو دا اختری نه صحیح کیږی، ټول به درست مسلمانان وی.
(احسن الفتاوا ج۷ص ۵۰۹ بحواله شامی)
مسئله: #۴۱:
د لیونی حیوان اختری صحیح کیږی.
(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۱۲)
مسئله: #۴۲:
که یو سړی غوا واخستل او د رانیولو په وخت کی ئې دا نیت ؤ چې که چیری بل څوک پیدا شو راسره شریک به ئې کړم نو اوس که نور خلګ ورسره شریکان شی د ټولو اختری صحیح دی او که د را نیولو په وخت کی ئې د شریکانو نیت نه وکړی بلکې د پوره غوایی نیت ئې کړی ؤ چی زه به دغه غوایی یواځی اختری کوم اوس که یو څوک له ځانه سره شریک کړی روا دی مګر مکروه کار دی شراکت هم هغه وخت صحیح کیږی چی دغه غوا اخیستونکی شتمن سړی وی که مسکین ؤبیا څوک له ځانه سره نشی شریکولای ځکه چی ځنی علماء ‌کرام وایی چی پر مسکین باندی اختری په رانیولو نذ ر کیږی نو چی نذر شو نور څوک له ځانه سره نشی شریکولای.
(هندیه ج۵ص ۳۰۴)
مسئله: #۴۳:
غوښی به په وزن سره جلا کوی، د بیلګی په ډول سره کله چی په غوایی کی ۷ کسان شریکان شی نو دا غوښی دی په ترازو سره جلا کوی په اټکل سره دی نه ویشی ځکه که د یوه لږه اندازه او د بل کس ډیره اندازه شی بیا سود پکښی راځی او سود اخیستونکی او سود ورکونکی دواړه ګناه کاره دی. دا په هغه صورت کی که چیری دوی تقسیم سره کاوه او که یی تقسیم نه سره کاوه بیایی وېش نه دی ضروری، لکه د یوه کور خلک.
او که چیری د غوښو سره سر پښی لری کلمې او پوست هم شریک کړی نو هر طرفته چی سر یا پښی یا پوست یا لری او کلمې وی که د هغه څخه غوښی کمی شی پروا نلری او که په کوم طرف کی چی لری، کلمې، سر، پښی او پوست وی که د هغه طرف غوښی ډیری شی بیا هم سود دی او دا ناروا دی او شریکان ګناه کاران دی که یو بل ته بخشیش وکړی هم دواړه ګناهکاره دی پکار داده چی په ویش کی پوره احتیاط وشی.
(شامی ج۵ ص ۲۲۳)
مسئله: #۴۴:
پوښتنه:
د اختری شیدی او خوشایی کارول یعنی شیدی خوړل او خوشایی سوځول پخپل په کور کی روا دی که نه؟

ځواب:
د دغو درو ډوله اختریانو پر شیدو او خوشایو نفع اخیستل روا دی:
۱: چی د خپل کور ساتلی حیوان وی
۲: چی د اختری په نیت یی نه وی رانیولی
۳: د اختری په نیت یی خو اخیستی وی مګر ټول خوراک یی د خپله کوره وی یعنی په صحرا کی پخپله خوله خوراک نه کوی؛ او که چیری یی په صحرا کی خوراک کاوه بیا نو احتیاط دادی چی سړی خپله ددی اختری شیدی او خوشایی استعمال نکړی او خیرات یی کړی.
(احسن الفتاوی ج۷ص۴۷۸ بحواله قاضی خان)

نور بيا ...
أبوبکر رضي الله عنه خالد بن ولید رضي الله عنه ته لیک ولېږلو، ورته یې لیکلي وو:

“د کافرو خلاف جهاد کې تېزي کوه، نرمي ورسره مه کوه، په هغه کافرو چې مسلمانان یې ش ه ي دان کړي برلاسی شوی پرې سخت عذاب ورکړه، ویې وژنه”.

د اسد، غطفان او د عربو نورو مرتدو قبیلو چې کله د خالد رضي الله عنه د سخت جنګ ترخه وڅکل، ابوبکر رضي الله عنه ته مدینې ته راغلل د صلحې او جوړ جاړي غوښتنه یې ترې کوله
ابوبکر رضي الله عنه ورته دوه اختیاره ورکړل چې یا سخت جنګ ته تیار شئ او یا زما شرطونو او خبرو ته غاړ کېږدئ

دوی وویل:
جنګ خو مونږ تجربه کړ او مونږ پکې تاوانیان شو، خو دا دوهم اړخ یې څه دی؟

أبوبکر رضي الله عنه ورته وویل:
“له تاسو څخه به اسلحې او اسونه اخستل کېږي، او په داسې حال کې به پرېښودل کېږئ چې د اوښانو د لکیو پسې به اوسئ، اوښان به څروئ او ځمکې به پامولوئ، چې دا کار په عربو کې شرم او پېغور ګڼل کېدو
بله دا چې له مونږ څخه مو چې څوک شهيدان کړي او زخمیان کړي د هغوی دیت به ورکوئ، او له تاسو چې څوک وژل شوي د هغوی دیت مونږ نه درکوو،
او دا ګواهي به ورکوئ چې زمونږ شهیدان په جنت کې دي او ستاسو وژل شوي په اور کې دي”

عمر رضي الله عنه وویل:
“ستا دا خبره چې زمونږ د شهیدانو دیت به ورکوئ ، دا ناسمه ده، ځکه زمونږ ملګري د الله په دین شهیدان شوي، نو دیت یې نشته”
ابوبکر رضي الله عنه له دې خبرې په شا شو چې د شهداو دیت واخلي

عمر رضي الله عنه یې د نورو خبرو په اړه وویل:
“ ډېره ښه نظریه دې وړاندې کړه”.

البدایه والنهایة

اسلامي أمت چې کله پیاوړي او عزتمن و کافرو ته یې شرطونه ایښودل، د الله د دښمنانو سره یې نرمي نه کوله، بلکې سختي یې ورسره کوله تر هغې چې د الله شرعې ته تسلیم او غاړه کېږدي.

*رضي الله عن الصحابة الکرام*
‏رسول الله ﷺ فرمایي:

هغه کس ډېر تاواني دی، چې الله ﷻ یې په زړه
کې د هیڅ انسان لپاره نرمښت نه وي پیداکړی.

(صحیح الجامع ٣٢٠٥)




~*♡پـ۪ٜـ۪ٜه۪ ز۪ٜ‌ړه۪ پـ۪ٜـ۪ٜࢪهـ۪ٜـ۪ٜࢪ♡*~
قال رسول الله ﷺ: لاَ يَدْخُلُ الْجَنّةَ خِبٌ وَلاَ بَخِيْلٌ وَلاَ مَنَّانٌ

(ترمذی)

ژباړه:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: فريب کاره، بخیل او هغه څوک چې خپل احسان پر بل چا اچوي، جنت ته به داخل نه شي.

🪻🌾🏔️⛰️

📚📝🏞️
*رسول الله ﷺ فرمایلي دي:*
*په زکات سره د خپلو مالونو ساتنه وکړئ ، په صدقې سره د خپلو ناروغيو علاج وکړئ او په دعا سره مو خپل مصائب رد کړئ. (بيهقي)*🪻🌾🏔️⛰️
د عرفې په ورځ لاندې کارونو ته متوجه شئ!

۱- کوښښ وکړئ چې پدې مبارکه ورځ روژه ونيسئ، ځکه د رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه به ورته معاف کړي. (سبحان الله څومره بهترین چانس)

۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي، تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي، چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي، چې هېر يې نه کړئ.

د تکبير الفاظ دا دي:
الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰه ﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.

۴- غوره ذکر پکې دا دی:
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- دا يوه ورځ ده، ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.

۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتماً وکړه ځکه د مرګ نېټه معلومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې توبی وخت پيدا نشي.

۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.

۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.

يادونه؛ راتلونکې یکشنبه د عرفې ورځ ده.

د ثواب په نیت یې د نورو ملګرو سره هم شریک کړئ، هر مسلمان چې پرې عمل کوي، نو موږ او تاسې ته به یې ثواب رسېږي .والسلام
*داهم داختري 10مسائل!🌹


مسئله: 01:👇
*که هلک یا انجلی د لوی اختر په ورځو کی بالغان شول او دوی غنیان وه پر هر یوه اختری واجب دی .*
(هندیه ج۵ ص ۲۹۳)

مسئله: 02:👇
*یوه غنی سړي اختری رانیوی او اختری یی لاندی کړی،او وروسته مسکین شو، نو پر دغه سړی اختری نشته.*
(عالمګیری ج۵ ص ۲۹۲)

مسئله: 03:👇
*که شتمن او غنی سړی اختری رانیوی او مړ شو یا ورک شو بل اختری به حلالوی.*
(تحفة الغزنویه بحواله خلاصة الفتاوی)

مسئله: 04:👇
*که مسکین سړی اختری رانیوی وروسته مړ شو، ورک شو او یا هم ورڅخه غلا شو بل اختری پرنشته.*
(بزازیه علی شامی هندیه ج۶ ص ۲۹۲)

مسئله: 05:👇
*پر یوه سړی اختری واجب ؤ د اختری ورځی تیری شوی اختری ئې ونکړ،اوس به دغه سړی د هغه اختری قیمت خیراتوی.*
(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۳۴)

مسئله: 06:👇
پوښتنه:
*که یو سړی د اختری يه نیت بزه، غوا، اوښ یا میږ رانیول او وروسته لنګه شوه په دی به څه کوی؟*
ځواب:
*ددی حیوان بچی دی ددی حیوان سره یو ځای حلال کړی، او ددغه بچی د غوښو خوراک به نکوی که ئې و خوړلی بیا دی قیمت خیرات کړی، او مستحبه خبره داده چې ددې حیوان بچی دی ژوندی و یو مسکین ته ورکړی مننه
*رسول الله ﷺفرمایلي:*
*زما هر امتي ته بخښنه کيږي:*
*مګرهغه چاته نه کيږي چي خلک په خپله ګناه*
*باندي خبروي اوفخر پری کوی...!*

*(بخاري شريف)*


📿📖.



~*♡پـ۪ٜـ۪ٜه۪ ز۪ٜ‌ړه۪ پـ۪ٜـ۪ٜࢪهـ۪ٜـ۪ٜࢪ♡*~
💟هغه لس صحابه كرام چې پر ژوند د جنت زېري ورکړل شوي:
💛1:👈 أبو بكر الصديق رضي الله عنه.
💜2:👈 عمر بن الخطاب رضي الله عنه.
💙3:👈 عثمان بن عفان رضي الله عنه.
4:👈 علي بن أبي طالب رضي الله عنه.
💚5:👈 ابو عبيدة بن الجراح رضي الله عنه.
💛6:👈 سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه.
💜7:👈 زبير بن العوام رضي الله عنه.
8👈: عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه.
💙9:👈 سعيد بن زيد رضي الله عنهما.
💚10:👈 طلحة بن عبيد الله رضي الله عنه.

🔹🔸🔹 🔸🔹🔸🔹 🔸🔹🔸🔹 🔸🔹🔸🔹

🔴🔴🔴قال رسول الله ﷺ :

💛 ١ - أبو بكر في الجنة.
💜٢ - وعمر في الجنة.
٣ - وعثمان في الجنة.
💚٤ - وعلي في الجنة.
💙٥ - وطلحة في الجنة.
💛٦ - والزبير في الجنة.
💜٧ - وعبد الرحمن بن عوف في الجنة.
٨ - وسعد في الجنة.
💚٩ - وسعيد في الجنة.
💙١٠ - وأبو عبيدة بن الجراح في الجنة .

وفي لفظ: "عشرة في الجنة ... "

[ ‏رواه الترمذي ( ٣٧٤٧ )، وقال: حسن_صحيح ] 📚
رضي الله عن الصحابة أجمعين.






~*♡پـ۪ٜـ۪ٜه۪ ز۪ٜ‌ړه۪ پـ۪ٜـ۪ٜࢪهـ۪ٜـ۪ٜࢪ♡*~
وقصاب ته غوښه یا څرمن په اجرت کي ورکول】
مـعـززو مسلمانانـو وروڼـو په اوس زمانه کي په خلګـو کي دا رواج دی چي ګله دقـربانی دحلالولو دپـاره قـصاب راولي نــو بیا دوی وقصاب تـه په اجرت او مزدوری کي غوښه او څرمن ورکوي ايا دا جواز لري كيا .

🌺【الجواب والله الموفق للصواب: حامدًا ومصلیًا】👇
نـو مسئله داده چي زموږ عـلماء او فـقهاء حضرات وائی: چي وقصاب ته څرمن او یا غوښه په مزدوري کي ورکول جواز نه لري بلکي وقصاب ته به جلا مزدوري ورکوي .
البته که بیا هم یو چا وقصاب تـه غوښه او یا څرمن په اجرة او مزدوري کي ورکه نـو دهغه غوښو او څـرمني پـه مـــــقدار قیمت او پیسي صدقه کـول واجب دي: والله سـبحانه وتعالى أعلم بالصواب وإليه المرجع والمآب .

💐【والدلائل علی ما قلنا】👇
قال ابن نجـیم رحـمه الله تعالی: ولایعطی أجـرة الجـزار مـنها شیئا والنهي عنه نهي عن البیع لأنه في معنی البیع لأنه یأخذه بمقابلة عمله فصار معاوضة کالبیع .
البحر الرائق: جـ: ۸: صـ: ۲۰۳: کتاب الأضحیة: أجرة الجزار هل تأخذ من الأضحیة: مطبع: المکتبة الوحیدیة: بشاور .
وهکـذا في رد المحـتار علی الدر المخــتار: جـــ: ۶: صـــ: ۳۲۸: کتاب الأضحیة: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
🌺【والدلیل الثاني】👇
وقال في الهندیة: ولا یعطي أجرة الجزار والذابح منها .
الفتاوی الـهـندیة: جـــ: ۵: صـــ: ۳۰۱: کــتاب الأضحـــیة: الباب السادس في بـ یان مـا یستحب في الأضحیة والانــتفاع بـها: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
وهکــذا فی البدائع الصنائع: جـــ: ۵: صـــ: ۸۱: کتاب التضحیة: فصل في بـیان مـا یستحب قبل التضحیة وبعدها ومـا یکـره: مطبع: المکتبة الوحیدیة: بشاور .
🌺【والدلیل الثالث】👇
ولو اجر لا یجوز وعلیه أن یتصدق بالأجر .
الفتاوی الـهـندیة: جـــ: ۵: صـــ: ۳۰۱: کــتاب الأضحـــیة: الباب السادس في بـ یان مـا یستحب في الأضحیة والانــتفاع بـها: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
وهکـذا في رد المحـتار علی الدر المخــتار: جـــ: ۶: صـــ: ۳۲۸: کتاب الأضحیة: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
محرر المسئلة: عبدالولي وقار
دقربانی غوښه پر (❸) حصو تقسیمول مستحب دي】
مـعـززو مسلمانانو وروڼـو زموږ علماء او فقهاء وائی: دقربانی غــوښه پـر (❸) حـصو باندي تقسیمول مستحب دي پــه هغه درو (۳) حصو کي یـوه حصه وفقـراؤ ته ورکول دوهمه حصه وخپلو قریبانو تـه ورکول یا ددوی میلمستیا په کول او دریمه حصه دخـپل ځان او دخـپلو بچیانـو دپـاره پریښول مستحب او بهتره عمل دی .
او که یـو څوک ټول غوښه دخپل ځان او دخپلو بچیانو دپاره زخیره کي پروا نه لـري بلکي جائز دی: والله ســـبحانه وتعالى أعلم بالصواب، وإليه المرجع والمآب .

💐【والدلیل علی ما قلنا】👇
قال الحصکفي رحــمه الله تعالی: ویأکل مــن لحـم الأضحــیة ویأکل غـنیا ویدخـر، ونـدب أن لا یـنقص التصدق عــن الثلث، وندب ترکه لذي عیال توسعة علیهم .
قال ابن عابدین رحــمه الله: قــوله: (ونـدب) قال فی الـبدائع: والأفضل أن یتصـدق بالثلث، ویتخـذ الثلث ضــیافة لأقـربائه وأصدقائه، ویدخـر الثلث: ویستحب أن یأکل مـنها، ولو حبس الکل لنفسه جــــاز لأن القــربة فی الاراقــة والتصدق باللحــم تطوع .
رد المحتار علی الدرمختار: جــ: ۶: صــ: ۳۲۸: کـتاب الأضحیة: فروع: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته، باکستان: .
د ذوالحجې د میاشتي د لسو ورځو فضیلت

ورځنى حديث

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) [رواه البخاري]

ژباړه: په دنيا کي ددي ورځو (د ذوالحجي د اولو لسو ورځو) په شان نوري ورځي نسته چي الله تعالى ته په کي نېک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه يارسول الله! د جهاد في سبيل الله څه هم ( په دي ورځو کي عمل کول ) ډير غوره دئ، هغه ورته وفرمايل: جهاد في سبيل الله هم ددې (ورځو نيک عمل ته) نسي رسيدلاى، مګر هغه مجاهد چي جهاد ته له خپل ځان او مال سره ولاړ سي او يو هم بيرته را نه وړي (ځان او مال قربان کړي).
{ 33 }
#أصلي أتلان څوک دي؟
خپل اصلي أتلان وپیژنۍ۔
د سپیڅليو أتلانو دجهادونو عبادتونو زهد تقوی غیرتونو او میړانو پیژندنه:
داسلام دسپيځلو أتلانو د سیرت مبارک دري ديرشمه (33)برخه"

(د أتلانو أتله خَوْلَةْ بِنْتَ الْأَزُور رضي الله عنها او دهغې أتلولي)
کله چې خالدبن وليد رضي الله عنه دجنگ ميدان ته داخل شو نو هغه په آس سپور انسان يي وليدلو چې د زغرو له پاسه يي توري جامي اغوستی په شنه پگړي يي ملا تړلي سينه باندي يي څه شی اچولي بيا يي په اوږه شاته اړولي ددي لپاره چې سيني او مخ يي نه ښکاري فقط سترګې يي معلوميږې اوږده توره ورسره ده هر طرف يي په کافرانو ناتار جوړ کړي خالد‌ بن وليد‌ رضي الله عنه هم د کفارو په صفونو کي وردننه شو هغه غازی چې هلته په جگړه بوخت وه هغوي زيات خوشحاله شول او دتکبير چغې يي ووهلي ټولو په يو آواز په صلیبي دښمن يرغل وکړ غازیانو چي هغه په آس سپور شخص وکتلو د هغه توره چلول يي وکتل نو هغوي فکر کاوه دا د خالدبن وليد رضي الله عنه څخه غير بل څوک نشي کيدلاي خو کله چي له ډيرو صليبيانو وژلو وروسته خالد بن وليد رضي الله عنه د مسلمانانو تسلئ لپاره له صليبي لښکر را ووتو نو ليدونکي حيران شول چي خالد بن وليد رضي الله عنه خو دادي نو دا دتورو جامو اوشني پگړۍ والا به څوک وي دغه وخت کي هغه تورو جامو والا لگيا دي په صليبیانو حملي کوي هر طرف چې آس وزغلوي دمړو امبارونه جوړ کړي لږه شيبه وروسته هغه له صليبي لښکر را ووتله خالد‌ بن وليد رضي الله عنه ورباندي غږ وکړ ځوانه الله جل جلاله دي رحم درباندي وکړي څوك يي مخ ښکاره که !
هغې جواب ورنکړو بيا وګرځیده او په صليبي لښکر وردننه شوه هر طرف يي له توري د وينو دارې وتلي کله به يي په يو خوا صليبیان زغلول کله بل خوا خالد بن وليد رضي الله عنه ته غازیان راغلل ورته يي وويل دا ځوان څوك دي زيات تکړه او بهادر دی هغه ورته وويل ماته يي هم أتلولئ خوند راکړ خو زه يي هم نه پيژنم رَافِع‌ْ بِن عُمَيْرَه رضي الله عنه وويل اي زمونږ اميره هغه زړور شخص اوس هم د صليبي لښکر منځ کي لګيا ده مرسته يي پکار ده خالد بن وليد رضي الله عنه وويل زر شئ مرستي ته ورشۍ مجاهدينو په هماغه طرف يرغل وکړ خالد بن وليد رضي الله عنه وړاندي ؤو او غازیان ورپسی وه دوي هغه صفونه سره بيل او وشیندل چي دټولو مخه يو طرف وه دغه وخت کي هغه تورو جامو شنۍ پگړي والا د کفارو له صفونو راووتله چې په آسونو خلك ورپسي وه هغه يي تعقيبوله خو چې څوک به ورپسي را ورسيد مخ به يي ور گرزاوه په وينو به يي ولړلو بيا به روانه شوه دغه وخت خالد بن وليد رضي الله عنه او ملگرو يي په هماغه طرف حمله وکړه هغه تري را ووتله خالد بن وليد رضي الله عنه بيا ورته وويل څوک يي مخ ښکاره کړه خو هغې جواب نه ورکاوه اخر غازیانو ورته وويل ته څنگه غازی يي چې د خپل امير امر نه مني هغي بيا آس ته پونده ورکړه او په صليبیانو يي هئ ناتار جوړ غازیان هم مرستي ته بيا ور ورسيدل دغه وخت بيا خالد بن وليد رضي الله عنه ورته غږ وکړ ځوانه ځان وښایه چي عزت دي يو په دوه شي ستا ميړانه واقعا د ستايلو ده خو هغه لګيا وه په دښمن يي قيامت جوړ کړي ؤو اخر غازیانو ورته وويل داسې غزا او سرښندنه به څه کړي چې امير ته جواب نه ورکوي دغه وخت هغه د خالد بن وليد رضي الله عنه په طرف ورنژدی شوه خالد بن ولید رضی الله عنه هم ورنژدې شو هغی ورته په ښځينه آواز وويل زمونږ اميره زه معافی غواړم چې جواب مي درنکړو زه شرميدلم زه خَوْلَة بِنتَ الْأَزُور رضي الله عنها يم زما آواز ستر دي ځکه مي هغه وخت جواب در نکړ ما چې د خپل ورور ضِرَار بِنَ الْأَزُور رضي الله عنه د اسارت خبر واوريدو طاقت مي ونشو ميدان ته راغلم د ورور قصاص مي څو چنده واخست خالد بن وليد رضي الله عنه دهغي بهادري وستايله بيا يي ورته وويل اوس بيغمه شه مونږ اوس په شريکه حمله کوو که ستا ورور ژوندي وي ضرور به ور ورسيږو او خلاص به يي کړو بيا يي حمله پيل کړه خوله بنت الأزور رضی الله عنها د خالد بن وليد رضي الله عنه په ښی او چپ طرف جنګيدله هغي به چي هر طرف حمله وکړه هغه ځايونه به يي لټول چې که ورور يي ورته په سترګو ورشي خالد بن وليد رضي الله عنه زيات کوشش وکړو چي مارشال وَرْدَان ته ځان ور ورسوي خو له هغه زرګونه زغره لرونکی عسکر چاپير وه دهغه ساتنه یی کوله هغوي ماتي خوړلو ته نژدي وه خو وردان ورته چغي وهلي مه تختۍ ټينګ شي تر ماسپښين پوري سخته جگړه وشوه وَرْدَان وويل که ټول غازیان ددغه تورو جامو والا پشان جنګيدلاي نو مونږ يي دټينگي نه ؤو بيا ماښام شو د‌جنگ وخت ختم شو ټول طرفونه دعادت مطابق خپلو ځايونو ته لاړل۔
نور بيا ۔زړه راښکونکي برخه مه هيروئ۔
ليکوال۔《حبل الله المتين 》
فتوح الشام للواقدي جلد اول صفحه (62:63)
د اختري مسائل (5 برخه)
عبدالغفار جُبیر
مسئله: #۳۳:
د کوم حیوان چي غوږونه نه وی، یائې غوږونه وی خو د یوه غوږ دریمه برخه یا تر دریمی برخی زیاته برخه ئې پری شوی وی د داسی حیوان اختری نه صحیح کیږی او که یی د پیدایښت په وخت کی غوږونه وه خو خورا زیات کوچنی ؤبیا دداسی حیوان اختری صحیح کیږی.
داخترمسئلی ۱۴۸ بحواله شامی)
مسئله: #۳۴:
د کوم حیوان چی مورزاده ښکرونه نه وی یعنی (کلی وی) یا راغلی وی خو مات سوی وی په اختری کی صحیح کیږی او برعکس که د بیخه ختلی وه او مات شوی وه بیا نه صحیح کیږی.
(داختری مسائل ۱۴۸ بحواله عالم ګیری)
په اختری کی کوم حيوانات صحیح کيږی؟؟؟
مسئله: #۳۵:
پوښتنه:
په اختری کی کوم حیوان صحیح کیږی؟؟؟
ځواب:
په اختری کی دغه حیوانات صحیح کیږی:
پسه، میږ، سیرلی، بزه، غوا، غوایی، ګامیښ، ګامیښه، اوښ او اوښه دغه ټول حیوانات به کورنی وی یعنی صحرایی او وحشی حیوانات لکه هوسۍ، دغره پسه، بزه، او داسی نور په اختری کی نه صحیح کیږی.
(هندیه ج۵۲ ۲۹۷)
مسئله: #۳۶:
پوښتنه:
دغه حیوانات د څو څو کسانو لپاره صحیح کیږی؟
ځواب:
پسه، میږ، بزه او سیرلی به د یوسړی لپاره وی، د دو یا زیاتو لپاره نه صحیح کیږی که څه هم هر څومره غټ وی لکه کرغ یا شین واری پسه .
اوښ، اوښه، غوا اوغوایی به به داوو(۷) کسانو لپاره وی، داوو(۷) څخه د زیاتو لپاره نه صحیح کیږی که څه هم ډیر غټ وی. (هندیه ج۵ ص ۲۹۷)
مسئله: #۳۷:
پوښتنه:
د اختری د حیوان عمر به څومره وی؟
ځواب:
سېرلی ، بزه، پسه او میږ به د یوه کال وی، او که پسه یا میږ د شپږو میاشتو وی او دومری غټ وی لکه د یوه کال پسه یا میږ نو اختری ئې صحیح کیږی.
غوا، غوایی، ګامیښ او ګامیښه به ددوو(۲) کلونو وی، که د دوو کلونو څخه کم وی بیا په اختری کی نه صحیح کیږی.
اوښ یا اوښه به د پنځو کلونو وی که تر پنځو کلونو کم وی ددی اختری نه صحیح کیږی.
(ردالمحتارج۵ ص ۲۲۶)

نور بيا
*په څومره ساده ځايو کي چي عبادت کيدی هغومره يه خونداو شوق درلودي اوهغومره به توجه برابره وه وه*
هیله ده چی ده تشویق له پاره لایک استعمال کړی
داذان په وخت کي دسپي غپل
سوال:
سلام علیکم ورحمت الله مولوی صاحب اللَّهِ ج دې وکړی چی جوړ اوروغ به یې
ېوه پوښتنه لرم که په مهرباني سره راته ځواب راکړې هغه دا چی
د لمانځه آذان چی شروع وې او حیوانات به خصوص (سپی) ورسره انګولاوې کوی ددې حکم څه دی
مننه.
کچيري داذان په وخت کي سپي غاپي نو دهغه څه وجه کيدی سي ؟

جواب:
وعلیکم السلام ورحمت الله
کله چي مؤذن اذان کوي نو دهغه اذان آواز چی شیطان واوري دهغه سره د شیطان ریح بادونه خارجيږي او دي په ځغاسته وي ،نو بعض وختونه حیواناتو ته هم په نظر راځي دی ويني ؛ ددغه وجه څخه هغه وه بيريږي داذان په وخت کي سپيان غاپي ۔

حدیث شریف :

"حدثنا القعنبي، عن مالك، عن أبي الزناد، عن الأعرج، عن أبي هريرة، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: "إذا نودي بالصلاة أدبر الشيطان وله ضراط حتى لايسمع التأذين، فإذا قضي النداء أقبل حتى إذا ثوب بالصلاة أدبر، حتى إذا قضي التثويب أقبل حتى يخطر بين المرء ونفسه، ويقول: اذكر كذا اذكر كذا لما لم يكن يذكر، حتى يضل الرجل أن يدري كم صلى".

(سنن أبي داود، باب رفع الصوت بالأذان، ج: 1، صفحه: 124، رقم الحدیث: 516، ط: المكتبة العصرية، صيدا - بيروت)

فتاوی محمودیہ :

’’جواب:
اذان چي واوري زموږ دمدرسہ وه مخ ته همیشه یو سپي ژاړی او روان وي ، او په نورو ځایو کي هم داسي کول کیږي، دا دیو پريشاني خبره نده ، شیطان چی کله اذان واوري هغه ځغلي ، بعض وختونه هغه بعض حیوانات هم ويني ، دهغه څخه وبیرږی ژاړی او آوازونه کوي ۔‘‘

(ج: 5، 443، ط: ادارۃ الفاروق کراچی)
واللہ اعلم باالصواب
#قصه👇

په یوه مدرسه کې یوه پېغله معلمه او ښوونکې وه،

هغه ډېره دینداره، هوښیاره او ښایسته وه.

یوه ورځ یې څو استادو ملګرو وپوښتله چې ته دومره پوهه او ډېره ښایسته یې تر اوسه مو ولې واده ندی کړی؟

دې یوه کیسه ورته را واخېستله او هغه کیسه داسې وه:

د یو سړي یوه ښځه وه او له هغې یې پنځه لوڼې وې.

په شپږم ځل یې چې ښځه حامله شوه مېړه یې ورته وویل: که دا ځل مو هم لور وزېږوله ستا له لور یا تا نه به ځان خلاص کړم!

د زېږون ورځ راغله او شپږمه لور یې وزېږوله.

مېړه یې سخت غوسه شو. ماسختن یې نوې زېږېدلې لور له ځانه سره واخېستله په یو کارټن کې یې واچوله او د جومات خواته یې کېښودله پدې نیت چې په شپه کې یې څوک واخلي او دی ترې ځان خلاص کړي.

سهار چې جومات ته ورغی لور یې چا نه وه وړې! بېرته یې کور ته راوړه. بله شپه یې بیا جومات مخې ته کېښودله سهار بیا چا نه وه وړې په دې ډول یې شپږ اووه ورځې دا لور جومات ته یوړه او بېرته یې راوړه. اخر ستړی شو او پرې یې ښودله په دې سره یې مور هم خوشحاله شوله.

د الله ﷻ شان وګوره دا ښځه چې اووم ځل حامله شوه خدای ﷻ زوی ورکړ خو په لوڼو کې یې یوه مړه شوه!

د وخت په تېریدو سره الله ﷻ دې سړي ته پنځه زامن ورکړل.

خو چې یو زوی به یې پېدا کېدلو یوه لور به یې مړه کېدله!

پنځه زامن یې پوره شول پنځه لوڼې یې وفاتې شوې. یواځې هغه کشره لور یې پاتې شوه چې پلا به یې جومات ته وړه څو ځان ترې خلاص کړي. څه وخت وروسته یې ښځه هم وفات شوه.

ځامن یې ځوانان شول او لور یې پېغله شوه.

ددې سړي زامن چې ځوانان شول او ودونه یې وکړل او هر یو له خپل واده سره ولاړ.

پلار یې له هغه لور سره پاتې شو چې دې به جومات ته وړه چې ځان ترې خلاص کړي. شپې او ورځې تېریږي نن د هغه پلار ډېر کمزوری حالت کې دی.

خپلو ټولو زامنو پریښی دی هر یو په خپله مخه تللی خو هماغه لور یې ساتي چې ددې موجودیت یې نه شو زغملی او څو ځله یې د هغې د ورک کولو کوښښ کړی وو.

معلمې له خپلو ملګرو وپوښتل چې تاسو به دا کیسه نه وي اورېدلي او نه به دا نجلۍ او نه به د هغې پلار پېژنئ!

هغوې وویل نه مونږ یې نه پېژنو؟

معلمې وویل: هغه نجلۍ زه یم.

تاسو له ما پوښتنه وکړه چې ته ولې واده نکوې؟

زه اوس واده نشم کولی ځکه زه خپل پلار یواځې نشم پرېښودلی هغه ډېر کمزوری دی او ساتنه یې زما په غاړه ده.

زامن یې کله په میاشت کې پوښتنې ته راشي او نور هر یو خپل کار کوي.

اوس مې چې پلار ته زما د ماشومتوب کیسه ور یاده شي ډېر خفه او پښېمان شي او سخت وژاړي


😇🌸
{ 75 }
د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ قِصِې" (75)برخه"
خالد‌ بن وليد رضي الله عنه خپلو ملگرو ته وويل ماسره نژدي شي او خپل مَرْيَه هَمَامْ ته يي وويل دا دقَنْسَرِيْن والي درسره ټينگ وتړه صحابه کرام رضي الله عنهم د هغه شاوخوا نژدې شول عَبْدَالرَّحْمن بن ابي بکر رضي الله عنه يي ښي اړخ ته او رَافِع بن عُمَيْرَ الطَّائِي رضي الله عنه يي کيڼ اړخ ته شو هَمَامْ يي شاته روان ؤو ۔
نصراني عربان دهغوي په طرف رانژدی کيدل جِبِلَّةْ بِن اِیْهَمْ اَلْغَسَّانِیْ يي مخ ته روان ؤو د‌ سرو زرو صَلِيب يي په غاړه کې ؤو د مرغلرو په ځنځيرو کي ځوړند ؤو وريښمينی جامي چي د سروزرو اوبه
ورکول شوي وي په تن وي د سرو زرو فولادي خولۍ يي په سر وه په تاج کي يي هم صليب ودرولي ؤو اوږده نيزه ورسره وه چي څوکه يي لکه بَلْپ ځليده دعَمُوْرِيَّهْ والي هم لکه غټ سنډا روان ؤو هر طرف يي غټ غټ رومي پهلوانان روان وه د عَمُوْرِيَّهْ والي چي خالد بن وليد رضي الله عنه ته وکتل چي د قَنْسَرِيْن والي لُوْقَاء يي بندي کړي نو وويريدلو چي ژر يي مړ نکړي نوجِبِلَّةْ بِن اِیْهَمْ اَلْغَسَّانِیْ ته ورغي هغه ورته وويل زما دي په مسيح قسم وي دغه عربان هم لکه شيطانان دغسي دي ته دوي ته وگوره لس(10) نفره لسو(10000) زرو محاصره کړي پروا يي هم نشته او نه دويري احساس کوي ته دغه عربانو سره په خبره پوهيږې ورته ووايه دغه والي د هِرقَل خاص عزتمند سړي دي را خوشي يي کړئ مونږ به ورسره دا نيکي وکړو چي لاره ورته خوشي کړو کله چي دوي زمونږ د هِرقَل خاص والي راخوشي کړو بيا به ورباندي حمله وکړو او ټول به ووژنو ۔
رافِع‌ْ بِنْ عُمَيْرَةْ اَلطَّائِي رضي الله عنه فرمايي مونږ سره نه ويره وه او نه يي قيصه کي ؤو چي جِبِلَّةْ بِن اِیْهَمْ اَلْغَسَّانِیْ چغي کړي اي د محمد صلي الله عليه وسلم ملگرو تاسو کي څوک صحابي او څوك تابعي شته مونږ ته له هغي وړاندي خبر راکړي چي بريد درباندي وکړو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ د مختلفو قبيلو او قومونو يو مونږ ټول يو هدف لرو مونږ څوك تقسيم کولاي نشي مونږ په کلمه طيبة سره راټول يو جِبِلَّةْ بِن اِیْهَمْ اَلْغَسَّانِیْ چي د خالد بن وليد رضي الله عنه خبري واوريدي زيات په غصه شو ځکه دهغه له خبرو هيڅ د ويری احساس نه کيدلو جِبِلَّةْ بِن اِیْهَمْ اَلْغَسَّانِیْ بيا ورته وويل ايا ته ددوي امير يي خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل زه امير نه بلکه ددوي ورور يم زه خالد بن وليد رضي الله عنه يم ښي لاس ته مي عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنه دي کيڼ لاس ته مي د يَمَنْ دطَئِّ قَبيلي عزتمند شخص رافع بن عَمَير الطائي دي چي زما زوم هم دي او دا نور هم نامتو أتلان دي تاسو په خپل ډيروالي مه نازيږئ ستاسي مثال دهغه مرغيو دي چي څوک جال پري خپور کړي په نصيب به کومه مرغۍ تري خلاصيږې ۔
د خالد بن وليد رضي الله عنه په خبرو جبلة بن ايهم نور هم په غصه شو هغه وويل تاسو چي کله زمونږ د نيزو وارونه ووينئ نو معلومات به درته وشي چي په دغه دشته بيابان کي مو غوښي او هډوکي د ځناورو د خوراك شي
خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ ته دغه کار اسانه دي خبيثه ته هغه بیشرمه عرب يي چي د صليب عبادت کوي زمونږ پوزه دي خړه کړه جبلة بن ايهم ورته وويل زه دغسان د سرتاج او د يمن بادشاه يم ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل زه دي ښه پيژنم ته هغه مرتد شوي بيشرمه مشر يي چي دنيا دي خوښه او اخرت دې خراب کړو عزت دي وبايلودو او ذلت دي په برخه شو ۔
جبلة بن ايهم وويل اي خالد بن وليد رضي الله عنه ډيري خبري مکوه مونږ چې بريد نه کوو فقط دهغه اسير له وجې يي نه کوو چي ستاسي په لاس دي که مونږ بريد وکړو تاسو به هغه ووژنئ نوموړي د هرقل په وړاندي ډير درنښت لري تاسو يي مونږ ته راخوشي کړئ مونږ به دا ځوانره وکړو چي تاسو ته د وتلو لار درکړو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ خو بندي هيڅکله نه خوشي کوو او تا د بريد خبره وکړه نو دا ډيره بي انصافي ده چي لس کسانو باندي لس زره کسان بريد کوي ځوانمردي خو داده چي يو يو ميدان ته سره ووځو چی معلومه شي څوك بهادر دي که تاسو مونږ ووژلو خپل اسير به درته پاتي شي که مونږ بريالي شو نو بيا تاسو ته مرگ ښه دي !
د عموريه والي چي د
خالد بن وليد رضي الله عنه خبري واوريدلي هغه زيات په غصه شو توره يي را وويستله غوښتل يي حمله وکړي خو جبلة بن ايهم ونيوو تر خپل صليب لاندي يي ودراوه پخپله ور وړاندي شو هغه خالد بن وليد رضي الله عنه ته وويل دوي رومي خلك په انصاف نه پوهيږې ښه خبره داده چي يو يو به سره مبارزي ته راوځي اخر به پخپله فيصله وشي ۔
رافع بن عميره الطائي رضي الله عنه فرمايي خالد بن وليد رضي الله عنه اراده وکړه چي خپله ميدان ته ووځي خو عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنهما ورته قسم وخوړ چي ته به نه ورځې زه به ور وځم بيا عبدالرحمن بي ابي بکر رضي الله عنهما ور ووتلو هغه لاړو په رومي عسکرو کي يي آس تاؤ راتاؤ کړو بيا ميدان ته لاړو پنځه کسان تکړه پهلوانان ورته په يو وار ور ووتل عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنهما هغوي ټول په يو وار راڅملول او مړه يي کړل عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنهما غوښتل په ټول لښکر بريد وکړي ځکه چي هغه څو واري غږونه وکړل نور څوك راوځي را دي شي خو چا زړه نه ښه کاوه
جِبِلَة بِن اِيْهَم ته غصه ورغله چي له غټو سټو يي خلاص کړو هغه پخپله ور ووتلو هغه عبدالرحمن بن ابي ابي بکر ته وويل اي ځوانه ډيره ناځواني دي وکړه چي پنځه واړه دي يو په بل څملول بيا دي ووژل مونږ د يو يو سره د مبارزي خبره کړي وه عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنهما ورته وويل ما دوکه نده کړي دوي جنگ ته په يو وار راوتلي وه ځکه مي په يو وار مړه کړل جبلة بن ايهم ورته وويل ته زما سيال نه يي زه تاسره جنگ نه کوم زه يو بادشاه يم ماسره پکاره دي چي لوي عزتمند شخص مقابله وکړم !
عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنهما پوي شو چي دوکه راکوي په خبرو مي غلطوي بیا وار کوي هغه ورته وويل خبيثه زه د علي بن ابي طالب رضي الله عنه شاگرد يم ته ماته دوکه نشي راکولي را وړاندي شه زه ستا سيال يم ۔
نوربيا: راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين:
فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلد اول(164:165:166)