المحمدی بصری څانګه
2.26K subscribers
38 photos
3 videos
41 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
زما ګران افغانستان

خپل جوندون به صدقه کړمه له تانه
درنــه ځـار شـم زما ګران افغانستانه

تـــه د ټــــولــې اسـلامي نړۍ اتل یې
خــــدای دې وســــاتـــه اتــله قهرمانه

تــــل د مـــیــنــی تـرانې ویه بــلـبــلــه
د نــــفـــــرت سندرې مه وایه شیطانه

مـونـږه سـپـینه لار نیولې ده روان یو
تـــــر مــــنــــــزلـــه بــه رسیږمه جانانه

کـــه د مـــات زړګــي دردونه دی لیدلی
بــــیـــا بـــــه تــــا نـــه هیرولمه درمانه

زه مــنــهـاج الله زهیر په تا زهیر شوم
چـــی مــــې ولیدلو ستا څیری ګریوانه

منهاج الله زهیر
دشهید امانت

فکر او پام دي په مسؤلیت  ساته
د شهید ماتي هیلي تل امانت ساته

ها چي د وینو زخم څخې زګېروي راخیږي
هغه ټوک ټوک صدري په لیاقت ساته

ته دڅرخیځي څوکی شولی خاوند نوی
دی د شهید برکت تل دغه نیت ساته

ها چي په یوغږ به یې سفينه ماڼې لړزېده
ها د تکبیر ږغونه همېش اوچت ساته

تل هڅک او تاند ږغېږه راشد ولي فراهي
دقلم نوک دي مدام په فهامت ساته

راشد ولي فراهي
#النبوي_بصري_څانګه
غزل/سهیل درمل

سترګو کې مې اښکې لاهم تمې دي
زړه کې مې د دردڅړیکې مبهمې دي

څنګه ترینه لري یمه خدایهﷻ نو
یار پسې مې وتې شونډې سمې دي

هرڅومره که و بهیږې ستا یاد کې
اښکې مې لا لیه لا هم کمې دي

ته چې یې پرې تللی ښکلومه یې
ستادپلونو خاورې محترمې دي

وبخښه ترتا پورې درتلائ نه شې
هیلې د سهیل ټولې نا سمې دي

سهیل
نعتیه غزل

پر زړه هجوم کوي د وصل تلوسي حبیبهﷺ
چې ستا تر ښار ځي د عشاقو قافلي حبیبه

نا ارام زړه به په ســــــینه کي بیا ارام و مومي
که مي دروغواړي خپل کلي ته څو شپي حبیبه

نُزُل درحم وای حرم وای او کچکول وای لپې
مروارید اوښکي مې لیمو کي وای پرتي حبیبه

لمر د حیات مي د ممات په نام غروب ونه کړي
را سره تم پاتې بس داسي اندیښني حبیبه

خود به د عشق د سپیڅلتیا انداز ورکیږي ترینه
چي دي ولاړ وسی و مخ ته  د روضي حبیبه

کــــه رویبار راوړ دا د میني د وصال  زیرۍ
الیاس به ږدم رب ته د شکر سجدي حبیبهﷺ

الیاس طالب
المحمدی بصری څانګه pinned «نعتیه غزل پر زړه هجوم کوي د وصل تلوسي حبیبهﷺ چې ستا تر ښار ځي د عشاقو قافلي حبیبه نا ارام زړه به په ســــــینه کي بیا ارام و مومي که مي دروغواړي خپل کلي ته څو شپي حبیبه نُزُل درحم وای حرم وای او کچکول وای لپې مروارید اوښکي مې لیمو کي وای پرتي حبیبه لمر…»
نعتیه غزل

ستا پــــــر جبین حبیبهﷺ
بیله لیده عاشق یم
څوک چې پر تا عاشق دی
او پر هغه عاشق یم

زړه کي یې ساتم مدام
ستا پر نامه عاشق یم
د قــــــدمَینو خــــاورې
راکړه رانجه عاشق یم

ستا پر سیرت باندي کړم
مُطالعه عاشق یم
که دي شم عشق کي لوګۍ
بیا څومره ښه عاشق یم

لتا نه ځار او قربان
مي شه هر څه عاشق یم
د وصال تنده او زه
جام راکـــــوه عاشق یم

دُرود سلام  نسیمه
ور وړه  تحفه عاشق یم
ستا د وطن حبیبه
پر ورځ او شپه عاشق یم

الیاس عــــجم کي پاتي
ځفلۍ زړه عاشق یم
خدایهﷻ د یار په ښار کي
راکړي دمه عاشق یم

الیاس طالب
لقد وعد ببناء وطنه الحبيب.
لقد اتخذ قادتنا هذا القرار بالفعل.

في الماضي، كانت الحروب شرسة في وطننا.
انتهى اليوم احتلال هذا البلد الجميل.

لقد رحلت روحه في رحلة الآخرة.
لقد تم عمل قافلة القرابين من قريتنا.

أنت لا تعتبرنا أبطالًا دوليين.
لقد استخدموا المدارس فقط كذريعة للنساء.

استجاب زعيم خيبر باختونخوا للأمر.
وقد جعل والدنا أمير المؤمنين هذا الاعتقاد

إن الكفار الذين يسمون أنفسهم بالكفار لا يفهمون الحكومة.
لقد كانوا يقاتلوننا لمدة عشرين عامًا.

من طين الجنة بنينا برج السلام.
لقد همس لنا عارف وفا بالسلام.

الشاعر ومؤلف: عارف وفا الأفغاني الفرأهـی
وه سترګو تې رانجه به کړمه خاوري د حرم
حاجي صاحبه راوړه یو څه حال مي د صنم

کاروان د سپینو سترو راروان دی څومره خوند کا
له هری ګناه پاک دی او مینځلې په زم زم

چي هرڅومره دي ګورمه خو زه نه په مړيږم
ستا ټول وجود سپېڅلی دی ستا هر قدم قدم

د ميني په دریاب کې مي لاهو که زه به موړ سم
سلام مي پر نبی اخر زمان دي وي هردم

ښارونو کې وتلی دی ښايسته د جانان کلې
افتخاره یاديږي هميشه مي په قلم

افتخار افغان
وطنه

دامن لمریې پردونیاوطنه
خداي خودي مه ورانه بیاوطنه

ستاپه دفاع کي ترخدای ورسیدل
ستاپه دفاع کي شول فداوطنه

خیرکه جنت نه یي تشبیه بدي کړم
لکه جنت داسي زیباوطنه

ستادشمشاد،اودپامیر،پرغرونو
کوي تک سپین بیرغ نڅاوطنه

په ایماني زیور پوښلۍ ښه یې
لرې پرکُل جهان ځلا وطنه

ځان ځاره وي ستابه ساتنه کوي
دۍ مهاجرهَرَوي !ستاوطنه

مهاجرهَرَوي
Forwarded from !! رحماني وصال !!
سینې ته د خوږو دردو الهام راوړي ماښام
تیارو کې ستا د یاد رڼا مدام راوړي ماښام

پــوهېږم منصوري مینه مې تاته رسوي
رسۍ راته ځوړندې د اعدام راوړي ماښام

هم څړیکې دخوړین زړۀ د درد پۀ ګوته ویښوي
هم تورو تورو سترګو کې ارام راوړي ماښام

شل پروت یم پۀ عجم کې لۀ قسمته مرور
احساس بیا بیا د وصل د قیام راوړي ماښام

د فکر وم اسمان ته رحماني وصال بیا لاړ
دستا پۀ یادښتو موزن کلام راوړي ماښام

م رحماني وصال
کاڼې یعقوت خاورې سره زر
لال او ګـــــــوهر لال او ګوهر
غرونه عدن ســـــــیمې نښتر
لال او ګـــــــوهر لال او ګوهر

د جــــــنتونو په مثال
کړو به یې جوړ په ښه کمال
یو رغــــــــونې ته یو ژمن
توکـــل په پاک رب لایزال
وینه او مـــــــــینه ور کوو
درمل یې کړو به هر فرهر

لاس ور کـــــوو د اخــــوت
شو به را ټول په یو وحدت
له بــــدو ســـــترګو په امان
افغانســـتان جــــنت جـنت
په قـــــوي هوډ یې جوړوو
ورتـــه مو کـــــــړی دی اشر

بیا د جګړې له تــور ماښام
نور راوتلی زمــــــونږ قــام
د تـــیارو ګډه شـــــوله بار
وشو د پاک رب ستر انعام
لپې لاســــــــــونه په دعاء
کړه مو هیواد له ستورو بر

یخې چـــــینې مسته هوأ
شیندي عطرونه یې فضاء
لکه حــــــصـه د جــــنتو
ته یــــې را و ساتې بــــقا
بدري ټاټوبی د منــــصور
د ګران یاسر او د عـــــمر

#بدري طالب
ته به نه وې !!!

څه صحنې د بېلتانه وې تېرېدلې
ته به نه وې ما به ستا لارې څارلې

دنګه ياره! ستا تصوير پر ما شاهد دى
چې به ما څنګه پرې اوښکې تويولې

سام اخيستى وم، وجود به مې لړزه کړل
ستا په مخکې زده خبرې هيرېدلې

تللى خلګ به مې واړه را په زړه سوه
لمره! ټه چې به تر غرو پناء کېدلې

ستا وعدې به ما په دا رنګه ساتلې
ورځې، شپې به مې پر ګوتو حسابلې

د عشاقو ښار ته تلم نبيل شباب
ما د ماتو زړو ټوټې راټولولې

مولوي نبيل شباب
نعتیه غزل/

له غرابته خالې،
له فصاحته ډکې

چې ستاله فم وتلي
له حقیقته ډکي

سترګې دي هم ښکلي وې
له محبته ډکي

کافر ترې ډار کولو،
وې له هیبته ډکي

خبرې ستاښکلي وې
له بلاغته ډکي

په ورین تندې دې کړلي
له شفقته ډکي

سهیل چې سوپري مین
وې له رحمته ډکي

سهیل جان
چي لویدلی له هر فکر او له فام یم
نو محروم به خود دمینې له انعام یم

دا چي نن دخپل زړګي په غم اخته یي
زه دهغه مات زړګي د درد انجام یم

بي وفا شوي که قاصد راته رقیب شو
نه درورسیدم دمینې پیغام یم

ته مې خدای ته پریږده یاره خلګ پریږده
زه دښُکلو په نیز بد سړی بدنام یم

ما په دار کړی خو تري نه تیریږم خلګو
زه له وخته دهغه جانان پر نام یم

زه به سپینې وایـــــم ای ذاکرمسجونه
که منصور غوندي ټوټه ټوټه اعدام یم

م: ذاکرمسجون
غزې او امت

له سرو اورونو لاندې ده سوځیږي او ړنګیږي
غزه او مقدس قدس مو ورانیږي او ړنګیږي

که چغې یې د زړه په غوږو هر مؤمن وانه وري
په حق کې د غزې به تباه کیږي او ړنګیږي

تر څو چې له امت د غرب لاس پوڅي محوه نشي
امت به ورځ په ورځ کمزوری کیږي او ړنګیږي

لږ شرم دې په تش نامه عربو ته پکار دی
اسلام نن په چړچو ترې پاتې کیږي او ړنګیږي

یو وخت کې دبدبه د ترکستان په دې جهان وه
هغوی هم د ناټو په مټ ختمیږي او ړنګیږي

تر څو چې وي هیر کړی دې امت تیر شوی برم
یووالی او وحدت به یې ورکیږي او ړنګیږي

مسلمه رابیدار شه د هر څه پوښتنه وکړه
جومات او مدرسې شهیدانیږي او ړنګیږي

امت په زوال شوی که مخبت دی په غلطه
خو هر څه مو دې سترګو وړاندې لویږي او ړنګیږي

مخبت وردګ
Forwarded from !! رحماني وصال !!
زما ازار دې وهي:

ما پۀ فراق مه ځوروه زما ازار دې وهي
راشه دخپل زړۀ مه منه زما ازار دې وهي

نن دې د وصل په سبا باندې کۀ ختمه نه کړه
یاره! دفصل تـوره شـپه زما ازار دې وهي

د پاتې ژوند مې د خوښیو روڼ سهار لالیه!
د غم پۀ دم مه لمبوه زما ازار دې وهي

ولې مې وړې د مرګ ترخولې هره شیبه پۀ بیلتون
قسم پۀ هـره سیپاره زما ازار دې وهي

خون مې دزړۀ د ماتېدو قصدً پۀ غاړه اخلې
پایله بې ګـوره نه شي ښه زما ازار دې وهي

تۀ هم بیخي اوس رحمانی وصاله! حال نه اخلې
کله ناکله خـو راځـه زما ازار دې وهي

رحمانی وصال
ده راز او نیاز خبری شولی آغاز خبری
له خپل باداره سره کړو په نماز خبری

شروع تکبیر تحریمه او په قیام خبری
بیا په رکوع اِقامه کوو مدام خبری
هم په سجدوکی تصبیح هغه وی شازخبری

په فاتحه کی دعا په قرأت کی سکون
په تشهدشاهدی باندی موتیرشی ژوندون
بیا پر جانان شی درود ده مینی ساز خبری

شی پر سلام خاتمه کړو مناجات له الله
سرکړوځوړندلاس پورته شوپه زاری اودعا
له خپل خالقه غواړو هغه ممتاز خبری

حافظ نصرته ذکر او تلاوت کړه مدام
دا دنیا تیر پانی او آخرت دی مرام
کړه ښه عمل په ژوند کی بیا کړه په ناز خبری
وحدت په کار دی

دلتــه اخلاص او صدقت په کار دی
په هــر زړګي کې محبت په کار دی
دغـــــه هـــیــواد به جوړوو په ګډه
مـــلـــي یوالی او وحدت په کار دی

هرسه به سم شي او سمیږي به نور
وطن به جوړشي اوجوړیږي به نور
لار به وهو د خـپــل هــدف په لوري
راځــئ همت وکړو همت په کار دی

ســومـر سپیڅلی شریعت دی دلته
د خدای رحمت دی امارت دی دلته
راځئ د دی نیظــام ســتـاینه وکړو
د دی ســـتایـنه او صفت په کار دی

راځــئ د خـپـل هیـواد ساتنه وکړو
راځــــئ د خــپــل هیواد پالنه وکړو
راځـــئ چـی ویی کړو دیفا په مینه
د دې هـیواد ښه حفاظت په کار دی

اوس له جهان سره سیالي کوو مونږ
نـــور پـــرمختګ او ترقي کوو مونږ
د خــــــپــــل هـیواد بیا رغـونه کوو
هــیــواد ته کار او مشقت په کار دی

دا د عـــــــویــــورو افـــغانــان وطن
دا د ریـــــښــــتـــیــــنـو اتلانو وطن
مـــنهــاج الله زهیره ویاړ دی زمونږ
دا غیرتي دې پری غیرات په کار دی

منهاج الله زهیر
په سویـــــــــدا دزړه مي
باري تـــــــعالی پوهیږي

پروت پکي یو سړی دی
هــــــــغه په ما پوهیږي

زه به له وخته مـــــړ یم
څه وخت چي دا پوهیږي

دا ستا په قـــــــدر باندي
ټــــــوله دونیا پوهیږي

مابه له تا تا به له مایوسي
مرګ نو په چا پوهیږي

نن دي خنـــــــدلي چاته
زړه مي پــــه تا پوهیږي

په هـــــــر دومخي انسان
مسجـــــون مُلا پوهیږي

ذاکرمسجون
زړه !!!

لا تر څو به يې په هر ښکلې بايلم زړه
څه را پېښه ده ؟ چې بيا ځل ماتوم زړه

څه خيرات نه دى چې هر چا ته يې ورکړم
چې په قدر يې پوهيږي ورکوم زړه

ما د مينې په سودا کې تاوان يووړ
لکه مات لوښى په لپو کې يې وړم زړه

دا دى بيا مې نن د مينې ښار ته راوړى
پر پى مخو يې په نه څه خرڅوم زړه

د هندارې په څېر سم زرې زرې دى
خو بيا هم نبيل شباب راټولوم زړه

مولوي نبيل شباب