المحمدی بصری څانګه
2.25K subscribers
38 photos
3 videos
41 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
پـه ګـنهـګـارو لـپو او پـه ناچـارو لپو
ربه بښنـه غـواړم زه په بـیـکـارو لپو

غواړم درحم اوبه عصیان وهلي زړه ته
رحم ته وکړه ربه زماپه خوارو لپو

دژوند کښتۍډوبیږي دګناهوپه سیندکي
څنګه به یې کړم قابوپه دې پرهارو لپو

منم بي حده یمه زه ګنهګار ای ربه
یم طلبګار د عفوې په شرمسارو لپو

ای دجهان مالکه ستادرحمت په هیله
فیض الهام ده ولاړ په انتظارو لپو
غزل

هسکې مو پګړۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ
سپېنه!خپلواکۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ!!!!

غوره!! تر دونیا او مافیها ګوره همدغه ده
خپل دتن تړۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ!

چاوېل چې لالیه دا چوکۍ پيسې بقاه لري
پاتیږي! نړۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ

خوښ نکړې دښار دا رنګینئ او دماحول ژوند
خوند د ملنګۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ

ګیر نشې دنفس په خواهېشاتو دې قدم وهه
ځان له دونیاګۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ

ورکړئ غېږه ورکړئ اتحاد او اتفاق لره!!!!
مینه ورورولۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ

پام! بدرنګه نه یې چي بدرنګه قافيله نکړې
حسُن شاپيرۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ

ټولو شاعرانو ته روحاني بادغیسوال وایم
شعِر او کړۍ لکه ایمان هم داسې وساتئ

روحاني بادغیسواا
حجان

زهره مي چوي چي حجان په ډلو ډلو درځي
دخدای ج حبېبه ستا ترکلي او ترکور در درومي

ورا دحجانو چي دا ستا تر کلي ورسېده
درد دسينې چي څومره ؤ دومره لا نور زیاتوي

زه خو بیا پاتې شوم او بیا په ژړا ځان سر کوم
قسمت مي وکړه ناځوانې ما تر تا نه در ولي

د تېر په څېر بیا په عجم کي نا قرار ګرزمه
د تېر په څېر مي ژوندون بیا په سره انګار آړوي

خوږ پېغمبرﷺ د زړه سره یو ځل ومي غواړه
دبیلتانه څړېکه مي ورځ په ورځ ژوندون تنګوي

ستړی ستومانه لالهانده سرګردان ګرزېږي
ستا روحاني بادغیسوال ستا کلئ هر دم یادوي

روحاني بادغیسوال
💔نوی غمجن نظم 🔻...خفه یار..؟😞

زړه دې تنــګ وو هســې بنـد پـه بهانه وې
داسې څه نه وو چې دومره پرې خفه وې

مازدیګره چې مې زړه ورباندې ټول وو
مازدیګره مــا بایللــی هغـــه یـــــــار دی
مازدیګره اوس مې ډیر زړګی تنـګیــږي
مازدیګره زه تنــها یـــم پـــردی ښار دی

انډیواله چې لـه څنګـــه رانـه لاړې
انډیواله دا وختونه ډیرترخه شول
انډیواله زنده ګۍ مزه مـې نشتــه
انډیواله بې معنا راته هرڅه شول

تللیه یاره راشــــــه دا اسانــــه نــــده
تللیه یاره دومــره زر دې نــه هیریږم
تللیه یاره لکه څنګه دې چې پریښوم
تللیه یاره ګوره بیـا بــــه دې یادیــږم

لیونیه تـــه یـې ولـــې ضِـد نیولی
لیونیه زما وخـت هیڅ نـه تیریږي
لیونیه غمازان دې خـوشحال کړي
لیونیه له خفګانـــه څـه جوړیــږي

نظم واوره ټـــول یې تاپســـې لیکلی
نظم واوره ستا شاعر بیخي خفه وو
نظم واوره اوس حامـدبــلال تنها دی
نظم واوره بیا راتلو ته دې که زړه وو
اوس ښه کارونه د وطن پر پاکه ځمکه کیږي..
نه څوک بي اَمْنه دی او نه هم د چا ورکه کیږي..

په دومره کاڼو کي یې ستړي یار ته ځاي ورنکړ..
په دې خاطر مې اوس له غره څخه هم کرکه کیږي

هغه سپین سرې مور چي هر ځل هدیرې ته راځی.
هغه زما د شهید شوي یار ادکه کیږي.

چی په په زرهاوو شازلمیان یې شهیدان کړه دلته..
ددوی پوښتنه سل په سله له مَلَکه کیږي..

زما د شهید یار تصویرونه دي ونه ساتله..
دغه گیله خو مي له تا څخه زړگکه کیږي

قسم په خداي د زړه دردونه مي نور هم زیات شي..
ددي نظام پر هر وگړی چي نیوکه کیږي..

شاید چی ښه به نه یې ډیر بد به یی زښته به یې
د حیدري جانان غزلو ته که سپکه کیږی

مولوي حیدري جانان/
Forwarded from صالح محمد اسحاق (صالح م اسحاق)
دحق لار ښود

د حق نغمه غونډ، د دعا ساز و شور دی
قلم ته الهام دی، کلام ته قبیل دی
د پاکو اخلاقو معیار یې قیامه
د صدق بنسټ دی، د عدل تسجيل دی

نه زړونه شوه ستړي، نه عقل شکمن پرې
یقین تسلي دی، د میني تکمیل دی
تیارو او شګو ته څراغ دی بې شمعي
وجود یې بیان دی، سکوت یې هم قیل دی

نشان د صراحت، بیان د فصاحت
ادا یې بلاغت، نظر یې اصیل دی
نه توره ته اړتیا، نه زور ته تمه کړي
محبت یې فتحه، جمال یې قتیل دی

یقین ته یقینه، شریعت ته زینه
نفس ته فنا دی، دعقل تسهیل دی
د الفاظو تاج دی، د احساس سلطان دی
ازلي پیغام دی، ابدي تحلیل دی

د ذکر فضا کې، د صبر وږمه ده
د ذکر تسبیح دی، د فکر ترتیل دی
اسحاقه په شور کي، د امن ظهور دی
دسترګو عبادت، د زړونو وکیل دی

صالح محمد اسحاق
شيخ صاحب حفظه الله!

ټول جهان ورته حيران دى په کاته دى
هم عالم، هم مجاهد دى، څومره ښه دى

شيخ اميرالمٶمنين دې تل ژوندى وي
زموږ روح دى، زموږ ځان دى، زموږ زړه دى

که تنقيص دى، که تغير او تبديلي ده
يو فرمان يې له حکمته خالي نه دى

قوي عزم، نر دريځ يې عجيب خوند کړي
نېغ روان د لوى ملا صاحب پر پله دى

ته يې ساته د نبيل شباب باداره ج!
پر موږ ګران دى، زموږ سترګې او لېمه دى

مولوي نبيل شباب
غزل

هر څه به هیر شي د دلدار هیرول غیرممکن
د سترګو تور د زړه قرار هیرول غیرممکن

خبره دا نده چې نور صبر له زغم وتلی
خبره دا ده چې د یار هیرول غیرممکن

صبر د مینې او د زړه پیوند تازه ساتي لا
د چا په ستړي انتظار هیرول غیرممکن

چې ته پکې وې او زما خواږه یاران پکې وي
د هغه کلي او د ښار هیرول غیرممکن

موسم سپرلی ؤ ما یې هر غزل په مینه لوستو
مخبت او هغه تیر بهار هیرول غیرممکن

مخبت وردګ
Forwarded from مهاجرهروي
ټوپک اوقلم

ټو پک چـي لري له قــلـم نه شـي
په ګران وطــن به بیاماتم نه شي

هاوجداني غیرت به پاته  پرزړو
دبل  یاغــي بلا به  چــم نه شي

ددي راغــلي نعـمت شــکرباســۍ
هسي نه  بیارا څخـــه تم نه شي

دیتیم زړه  درنه  ازار  وانخلي
چي یه په سترګودرنه نم نه شي

پرځان زاړه مجـاهدین  راټول که
نوي به  رفعــه د سـیتم  نه شــي

دامـهـاجــرپرځــان مـین مـه بوله
که ستاپه خوی ستاپه رقم نه شي

مهاجرهروي
Forwarded from الهام
مدرسې دي شي ابادي

د وطن د ابادۍ په باب فکرونه دې ښه ډیر شي
مدرسې دې شي ابادې مکتبونه دې ښه ډیر شي

د نفرت پر ریښو خدایه ج د سېلیو خزان بر کړه
محبت په تار پېلي سپینکي زړونه دې ښه ډیر شي

چې د نور په رڼا وځلي ښکلا یې شي څوچنده
رغونې ته بیل بیل نوې پلانونه دې ښه ډیر شي

چې خپل :دین دپلار وطن له پردو وژغوري په ننګه
چې شي ویاړ د تاریخو دا سي سرونه ښه ډیر شي

چې پرې جوړې شې دمینې ورورولۍزریني کرښي
ایــوبــــي الهامه دا ســې قلمونه دې ښه ډیر شي

ایوبي الهام
زړونه مه مات وﺉ...
غزل/سهیل

خلګو دامه مات وﺉ جار موشمه
د محبت په تار تړلي زړونه

په لږ خبره باندې ټوک ټوک کیږي
داسې نازک اللهﷻجوړکړي زړونه

پام کوه پام چې یې ازاروانه خلی
دخدایﷻله ویرې ژړیدلي زړونه

مطلب مې دا و چې خفه یې نکړﺉ
دا دي بې حده نازولي زړونه

په مینه مینه یې بیتونه لولهْ
سهیل غزل کې راټول کړې زړونه

سهیل درمل
نعت شریف

سومره ښه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
پــه هر سه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ

د ســپـیـڅلې پاکې مینی یې خوند اخلم
زمـا په زړه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ

سومره خوږ دی جانان سومره بهترین دی
ســه درانه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ

لـــکــــه شات لــکــه شکرې تری نه څاڅي
زما په خوله لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ

لـــه خــوږ نوم سره دی شونډی ښکلومه
څــه پـاسته لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ

د مـــنـــهـــاج الله زهــیــر د زړه قـرار دې
ټــول خوږه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ

منهاج الله زهیر
نعت شریف صلي الله علیه وسلم

ستاویصال شو راڅرګند
هـرڅـه  شــولــو مــنظم

پـه دونـــیا اومافـــــیها
جِهل ورک شواوتورتـــم

ته ده ښکلوښکلوښــکلی
لاهـــرچــا ګـران پـــرالله

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مــــــــــــحمدرسول الله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یــې اشــــناه آولـــــــین
هــم خــوږه  اخــریــــن

ته محـبوب تـه شریـــن
ته نیازبـین ته حــاسـین

انتظار یو ستا دیـدن ته
ته ډیرخوږ یې مصطفی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مــــــــــحـمدرسول الله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا صـدیق  ستا عـــمر
ستا عـثمان  ستاحــیدر

نــــــازا ولي  یـــــــاران
ســـتا بــیلال  آبـــــوزر

داغه ټول عشُقان ســتا
ورپـسې  زموږ اقــتداء

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مــــــــــحمدرسول الله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

انــدیــښنې ګـرځــووم
څــــوګــیلې ګرځــووم

داعجم پــه ســـرحـــد
سترګې سرې ګرځووم

بـې دیـدنه یـم جـانانه
هـیبتي ځدراڼ خافــه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مـــــــــحمدرسول الله
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هــــــــــــیبتي ځدراڼ
نعت شریف

زه دي د میني په کتاب مین یم
زه ستا د عشق په هر یو باب مین یم
که دي دیدن د سر په بیه وشي
له سره تېر یم بې حساب مین یم

تر آن مزل کوم زه ستا په خوا کي
داسي مین یم چي بې تاب مین یم

ستا د لیدلو لوي ارمان لرمه
دیدن دي راکړه چي کباب مین یم

راشد ولي دي په خوبو کي غواړم
زه ستا د سپین مخ پر ګلاب مین یم

راشد ولي فراهي
نوۍ غزل

پرخپلو اوږو باروړمه تاوان دزندګۍ
چي ولي پوره کیږي نه ارمان دزندګۍ

چي کله مي محفل وي دیارانو بدرګه وي
تنګسه کي پیداکیږي نه یاران دزندګۍ

یه خدایه لږیې واخلې خوبنده یمه عاجزیم
ډیربوج کوي پرماباندي خفګان دزندګۍ

ته راسه غیږه راکړه باورنسته ځي تیریږي
تیریږي راستنیږي نه دوران دزندګۍ

لادنګ پرخپلو پښوباندي ولاړیمه ړنګ نیم
لانه کړمه تسلیم ځانته ګمان دزندګۍ

ځه راسه مهاجره وپاک رب ته پناه یوسو
له غمه راخلاسیږي نه داستان دزندګۍ

مهاجرهروي
چی غدار دی له خپل کوره نوی یاره
بل به څه جرﺉت وکړی ستاپر دیاره

مخامخ درسره خاندی په کټ کټ تل
له شا پښی وهی دا ستا ده قراره

لکه خښته په شپږاړخه راڅرګند شی
مخ او څټ یی نښکاریږی وی غداره

ستاپرښویی سترګی پټی بددی وایی
داسی ژڼی پر دنیاشته وی بی شماره

دا عادت چی کامیاب سړی دردیږی
که پردی نوو نو خپلوکی یی څاره

چی سکه دی نوی ورورګڼل خطاکړی
ورورهغه وی چی پیداله موراو پلاره

وه حافظ نصرت هغه چا درد راکړ
چی ملګری می ده څنګ ؤپه هرلاره
رنګین پرې ټول جهان شو روښان دیثرب ښار
ظهور چې حبیب وکړو تیارو کړه کډه بار

مین دي په اقوالو،مین ستا په جمال دي
ستا هر امتې ژاړي،ټول تږي دوصال دي
درکړی ربﷻلوړ شان دی،یې صاحب رخسار

ایږدم به پرې ګلونه،که ستا په پلونو تلمه
کو څې د مدینې به، په بڼو جارو کومه
دیدن به کله وشې،یم ډیر په انتظار

ته اسود العینین یې،روح ته  دثقلین یې
سبب مو دژوندون شوې،ته زړه دحسنین یې
په سرور سترګو ژړیږي،بلال غم کې د یار

صدیق دی که عمر دی،علې دی که عثمان دی
هر یو دي دڅنګ یاردی،دا هریو په تا ګران دی
زبیر دی،که حمزه دی،ستا مینه کې خمار

نفسې نفسې به وایې،هریو ورځ دمیزان کې
جانان غم دځان نکړې،موږخلاص به له سبحانکې
سهیل درنه قربان شه ،سهیل شه درنه زار


سهیل درمل
تیرې شوې دکُفر ورځي تیرې شوې
دلته اوس د امن مشالونه دي

اوس دخپل هیواد وجوړولو ته
ګران طالب اخیستي قدمونه دي

ورک کړی نفرتونه متحد شئ ټول
دارنګه دشیخ صاب پرمانونه دي

مینه یي پوره پري تقسیم کړې ده
ډک له خوشحالیو اولسونه دي

تنده دوطن به ټوله ماته کړې
یخه قوشتیپه څپاند سندونه دي

خپل هیواد به ښُکلی پرې اباد کړو موږ
زرو باندي بار دهیواد غرونه دي

دا ذاکرمسجون دزړه سکون اخلي
هسک چي په هر برج سپین بیرغونه دي

م:ذاکرمسجون
غزل

درد مې درمان څنګه کړم مینې راته ووایه
زړه او ارمان څنګه کړم مینې راته ووایه

یار راته ډالۍ راکړل خپله خاورو وخوړو
اوس دا ګلان څنګه کړم مینې راته ووایه

نور به سلګۍ نه وهم اوښکې به مې وچې کړم
درد او خپګان څنګه کړم مینې راته ووایه

زړه مې پکې وبایلو ما عشق کې تاوان وکړو
زه دا تاوان څنګه کړم مینې راته ووایه

وخت مې چې د ګټې ؤ ما هسې عبث تیر کړ
اوس یې جبران څنګه کړم مینې راته ووایه

دغه د فتنو وخت کې دا په دې حساس پړاو
زه مې ایمان څنګه کړم مینې راته ووایه

څنګه ورنږدې شمه زه مخبت د یار څنګ ته
ځان ترې قربان څنګه کړم مینې راته ووایه

مخبت وردګ
Forwarded from !! رحماني وصال !!
غزل/ لاړه لاړه:

پۀ خفګان کۀ پۀ خوښي وه لاړه لاړه
يوه شيبه مې دځـــواني وه لاړه لاړه

د یوې هیلې مې دمه کې جوړه نشوه
دومــره ستړې زندګي وه لاړه لاړه

د یو چا په سر د څــو ورځو لپاره
خدای را کړې پاچاهي وه لاړه لاړه

د فراق له تیارو څۀ مهال پسې وم
د وصال سپوږمۍ رهي وه لاړه لاړه

د مسکا رڼا مو شونډو نه ښکار کړې
د هجران تور ماښامي وه لاړه لاړه

رحماني وصاله! زړونه مقدس وو
مــقدسه عاشـــقـي وه لاړه  لاړه

رحماني وصال