المحمدی بصری څانګه
2.26K subscribers
38 photos
3 videos
41 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
Forwarded from مطیع الله حازم 💘حازم💔
بې له شیطانه بندګي به څه وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زندګي ښه ده خوپه شتون دیوچا
چې یې نشتون وي زندګي به څه وي

شیطان خوښه ده چې بنده معلوم شي
بې له شیطانه بندګي به څه وي

دجهاد غږ چې یې له خولې نه وځي
علم به څه وي داسړي به څه وي

چې اوښکې تویې نیمه شپه کې نشي
دهغه لوی ذات غلامي به څه وي

په سخته ورځ کې معلومیږي چې نه
پریږده ددغوملګري به څه وي

مدام چې زړه کې دالله نوم نوي
بې له ګلانوپسرلي به څه وي

چې دې وه خپل مرګ لره زړه اونسي
وایه نوداسې جدایي به څه وي

چې یې جذبه دچااوچته نکړه
حازِمه داسې شاعري به څه وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
ط مطیع الله حازم
1404 / 2 / 23
Forwarded from !! رحماني وصال !!
د ننګ نشان منصوره:

پۀ دین فیدا پۀ دین قربان منصوره!
د مسلمه امت ارمــــان منصوره!

د قـــربانۍ او د ایــثار منار دې
رسیږي ان تر کهکشان منصوره!

تا د حمزه پۀ پلۀ قـــدم کېښودو
غشوکې مات دې کړلو ځان منصوره!

د تللي بـــــرم اِعاده دې وکړه
یې د امت د ننګ نشان منصوره!

ماده پرستو ته دې زور وښودو
د عقېدې او د ایمان منصوره!

تۀ وې امام د حقیقي عشاقو
د قافــلې او د کاروان منصوره!

بیا رحماني وصال غزل ته ایښی
ستانوم ردیف او هم عنوان منصوره!

رحماني وصال.
Forwarded from شاعر نصرت آغا طالب
*مدبر شهید آمیر المؤمنین*
*منصور تقبله الله*

د غیــرت او شـــــــجــاعت یو نمونه وه
د مــېړانې او شـــــــــهامت یو نمونه وه

منصور دار کــړلــــو بدل په سره انګاره
شو قــربان د شــــــــهادت یو نمونه وه

ګــــران امیــــــر المؤمنین زعیم رهبره
د سپېـــــــڅلي امـــــارت یو نمونه وه

وو د خــپل عصـر خــالد ابن ولید وو
د لوړ عـــزم عــــــدالت یو نمونه وه

د نړۍ سوپر طاقـت یي په ګونډو.کړو
هیبتي هوډ د مـــــــروت یو نمونه وه

د سنګر او دفــــــــــتر د زیار سړی وو
د غزا او ریاضـــــــــــــت یو نمونه وه

زموږ د سپــینې قافلي سپۀ سالار وو
د هیبـــــــــــت او دِیانت یو نمونه وه

زه نصرت آغـا ېې تل صــفت را ژباړم
د عزمت او ڪرامـــــت یو نمونه وه

نصرت آغا طالب
شهید امیر

په غېرت شجاعت
ؤ لوې غر د همت
ګران شهید ؤ منصور ؤ ؤ ؤ
شو قربان هم له دین
په خپل وینو رنګین
شې به خدای ته منظور ؤ ؤ ؤ

ته د خپل عصر او وخت یو نر اتل وې
ته د ثالث محمد عمر د لاري مل وې
مشره ستا ها لښکر
دي محکم  په هنر
اوس دي هر یو باطور ؤ ؤ ؤ

ته مو دهیلو لمر وې ای ګرانه مشره
په تا ښایسته هیواد ؤ قربانه مشره
ته ټوټه ټوټه شوې
ته لمبه لمبه شوې
په خپل وینو شوې سور ؤ ؤ ؤ

امیرالمومینینه ته مو ځیګر  وې
موږ هم لتا قربان ؤ ته مو رهبر وې
د راشد ولي زړه
وې شهید منصور ته
جوړ په زړه یې انځور ؤ ؤ ؤ

راشد ولي فراهي
غزل

زړه سپکه ومه تویوم درته قطار،اوښکي
ته یه قبولي کړه دانه دانه په شمار،اوښکي

دغزي خوري ستاله ماتو،اسویلیو قربان
له درانه غمه دي راغلي پر،رخسار،اوښکي

دوخت زامن بیخي نااهله دي وفانه لري
وړه لورکۍ ده پاکوي څنګه دپلار ،اوښکي

غرونه خفه دي ستادیدن غواړې غازي طالبه
هیڅ نه دریږي دنښتر اودچنار اوښکي

په شنه سهاریي ستایتیم بچۍ ترلاس نیولۍ
موردي راغلې تویه وي دي پرمزار،اوښکي

زه مهاجریمه بي وسه نورمي وس ختم دۍ
بس تویه وم دي کله کله پریادګار،اوښکي

مهاجرهروي
Forwarded from شاعر نصرت آغا طالب
سترګي ګلاب😘

ګل لڪـــه ګلاب سترګي
ستا لڪه افتاب سترګي

توري خـــماري ســترګي
حيـسنې مــهتاب سترګي

ښڪلي ځلــېدونکې دي
سړی کړې جذاب سترګي

ډڪې له مفــهومه دي
سم لڪه ڪتاب سترګي

ښکلي یاسمينې سترګي
ستا لکه عقاب سترګي

ستاخواږه خواږه کاته
کوي اِجتِراب ســترګي

زړه وړې رانــــه زما تل
ساته په حجاب سترګي

ګرانې دې نصـرت آغاته
دا په څه سباب سترګي

نصرت آغا طالب
غزل

لاره ورکه نه کړې او مسیر ته به د پام کوې
و ګرانه طالبه خپل تدبیر ته به د پام کوې

ساتې به د خپلې قافلې دغه عظیم عظمت
ګوره محتاط اوسه روڼ بهیر ته به د پام کوې

نفس او عقیده به د سپیڅلي مقدس ساتې
پاک احساس به غواړې او ضمیر ته به د پام کوې

موږ له تا په دغه آزادۍ کې نور څه نه غواړو
بس د شل کلن دور تصویر ته به د پام کوې

څه چې درولی نن یې ته په خپلو پښو باندې
دغسې محکم او اساس تیر ته به د پام کوې

ځان که پر مخ تللی غواړې ته په ننني عصر
بس مخبت وردګه هر تغیر ته به د پام کوې

مخبت وردګ
پام به پری ډیر کړی

درنــه ونـشي خیانت پام به پرې ډیر کړې
دا نــیــظام دی امانت پام به پرې ډیر کړې

دا د ســــــتـــــــرو قــــربــانـــیـو نتیجه ده
دا راغـــلــې شــریعت پام به پرې ډیر کړې

د یــــتـــیـــم په وچــو شونډو مسکا راغله
چی حـاکم شو امارت پام به پرې ډیر کړې

چــــی پـــه خـپـــله قربانی مغروره نه شی
وو د پــاک الله نصرت پام به پرې ډیر کړې

عــــدالـــت غـــــواړي له تـا څخه ورورجانه
دغــــه خـلــک دا مـلت پام به پرې ډیر ګړې

بــــیـــت الــمـــال درنه ضـایع نه شي زړګي
تــل یې ساته په دیقت پام به پرې ډیر کړې

چی ګریوان کې دی سر ټیټ نه کړی منهاجه
بل ته مه کړه نصیحت پام به پرې ډیر کړې

منهاج الله زهیر
انصاف او عدالت

د دنیا ژوندون عبس راباندې تېر شو
هیڅ مې و نه کړلو ورځ د آخرت ته

نېک عمل مې بېخي کم ګناه مې ډېره
ټيټې سترګې به ورزم ربُّ العزت ته

په حساب او په کتاب کې به راګیر یم
که ور وړاندې شم انصاف او عدالت ته

که هر څومره د بښنې لائق نه یــــم
خو بیا هم طمعه لرم د خدای رحمت ته

د جانان د ښکلي مخ دیدن به وکــــړم
په دې وجه ډېر خوشحال یمَ قیامت ته

امیدوار یم ما به هم ځــان سره بوځي
محمدﷺ چې خپل امت بیایي جنت ته

ای! عاجزملنګه خدای ډېــر مهربان دی
خــــــو ملا وتـړه نېکیــــــو عبادت ته

حافظ عاجزملنګ
فلسطین ژړېږي

خدایه نصیب کړه آزادي د زورېدلې غزې
ټکــور کړه زخم د زړګي د زورېدلې غزې

سترګې یې ډکې دي له اوښکو فریادونه کوي
خېژي آهــــــونه اسوېلي د زورېدلې غزې

د مظلومیت د بېوسۍ او خوارځواکۍ غېږه کې
یې ماشومان له لوږې مري د زورېدلې غزې

پرې اسرآئیل کوي ظلمونه فلسطین ژړېږي
کلي کــــورونه ورانــــــوي د زورېدلې غزې

عرب عیاش دي تماشې کړي او په حال باندې یې
ځانونه هیڅ نه خـــــبروي د زورېدلې غزې

ویالې د سرو وینو بهېږي هر طرف وګورۍ
شهیدانېږي ګلالــــــــــي د زورېدلې غزې

عاجزملنګه د اقصی په تن زخمونه جوړ دي
له ډېره درده کــړي زګېروي د زورېدلې غزې

حافظ عاجزملنګ
غــــزل

داسـې مات دې له کلـونو درپسې زړه
جوړ به نشې نو مې څله ته ګنډې زړه

چې په هــر ګړنګ هر لاره درسره وه
راته ولې نن په نيمه لار پريږدې زړه

تصــويرو ته دې ژړيــږم وه زړګـــــيه
ته راياد شې تاپسې مې درد کوې زړه

رنـــــــځ وهــلې کـــړيدلې، دريــــدلې
اوس مې ندې ياره هغه پخوانې زړه

عــمري چې زړه مـې هر چاته ورکړی
راســپارلې دې هـــر چا زرې زرې زړه

عمري کندوزوال
تعلیم

تعليم پري وکړي چي محرومه له ثواب نشي..
خداي نکرده راتلونکي نسل مو خراب نشي..

باید معلم مو خپل وي باید چې ډاکتر مو خپل وي..
باید اسلام چاته محتاج نشي کریاب نشي..

زه پري نازیږم چی ده دي وطن ځیرک ماشومان..
چاته بند پاته نشي چاته بي ځواب نشي..

دا چي ډیر پس پاته یو خپل ده بي غَوْري له لاسه
که نا پوهي پرینږدو ذدکړه انتخاب نشي..

وطن جوړیږي نه په څو دانو محدودو خلگو..
چي هر وگړي منافع لکه دریاب نشي..

خلگ یی نه خوښوي خلگ تري ځانونه ساتي..
که په اغزیو کي راشین گل ده گلاب نشي..

خدایه لږ ژوند ورکه مولوي حیدري جانان ته..
نیمگړي پاته یی ده مات زړگي کتاب نشي..

مولوي حیدري جانان
شهید شمس الشهداء امیر المؤمنین تقبله الله


په مینه دي ځواني کړله ایره دربّ په عشق کی
تاریخ به دي نوم لیکی دزړه سره ګران امیره
حمزه غوندی فرهر شولي کباب کباب وجوددي
امیر المؤمنین شهید منصوره ګران امیره



ته نه یی لارویان  دي ټول حاکم افغانستان کی
تاځار کړ خپل وجود سولی واسل ترخپل ارمانه
یتیم دي دی  کاروان هي قلندره ګران امیره


تا لاره کړه تعقیب دګران ثالث عمر جانانه
یادګار دی راته پاته ابن منصور قدردانه
خالي دي نن سنګر سو هی رهبره ګران امیره


الله (ج)دی در پوره کړی هر ارمان ټوټه بشره
جنت دي شه مسکن ای زمونږ امیر زعیم رهبره
کوثر دي شه په برخه زمونږ دلبره ګران امیره


عمریار طالب یم ستا تابعدار زعیم امیره
در ځار مي شه ځوانی هی قلندره قلندره
ته زمونږروحانی پلاروی شمس قمره ګران امیره

مولوي عمریار طالب
Forwarded from !! رحماني وصال !!
څوک مې تاریخ پۀ نویو کرښو لیکي
څوک مې شمله کې را ټومبي ګلونه

څوک مې د علم نور سینې ته راوړي
څوک مې پۀ سر باندې شیندي ګلونه

څوک مې د غرۀ ټپي څېړۍ رغوي
څوک مې پۀ ســمو کې کري ګلونه

څوک مې پۀ سرو شنډو مسکا خوروي
څوک مې پۀ شنه لمن ګنډي ګلونه

اوس مې واکمن شکر اصلي بچي دي
اوس مې لۀ پلوره دي خوندي ګلونه

ټوله نړۍ کې اوس مثال نه لري
ز ما د امــــن د ســــپرلي ګلونه

قلم پۀ لاس مې رحماني وصال دی
د نوم تر څنګ مې رسموي ګلونه

م رحماني وصال
حاجیانو مبارکو
ــــــــــــــــــــــــــ

پر کلي د جانان باندې مې وایئ سلامونه
حاجیانو مبارکو
راځئ چې خپل وطن ته راته رایې وړئ حالونه
حاجیانو مبارکو

د یار څنګ ته ورغلو ای عربو او عجمو
خړوبې مو کړئ تندې ده یار وکړئ دیدنونه
حاجیانو مبارکو

کوڅه په کوڅه وګرځئ مکه او مدینه کې
خوند واخلئ د یار کور کې له دې څو ورځو ژوندونه
حاجیانو مبارکو

د یار له لیرې والي مې نور زړه پرهر پرهر دی
درمل د یار له ښار راوړئ چې جوړ مې کړي زخمونه
حاجیانو مبارکو

کړئ زړونه مو سکون او سترګې یخې پر دیدن کړئ
کړئ لیرې مو له زړونو د کلو کلو غمونه
حاجیانو مبارکو

مخبت یم انتظار چې به وصال کله حاصل کړم
چې کله به شي لنډ د انتظار اوږده کالونه
حاجیانو مبارکو

مخبت وردګ
دغزي خوري😰

پرمبارک مخ دي سپيري خاوري پرتي خوري
واه دغزي خوري
څنګه بي کسه یي اوڅنګه بي اسري خوري
واه دغزي خوري

پریږده عرب شیخان دي ټوله پلوونه وهي
پریږده راتاودي وي پر تاباندي لمبي خوري
واه دغزي خوري

کلۍ بمباردی ستادکوروګړي هم پکښي دي
درڅخه ورک دي پسي ګوري جنازي خورې
واه دغزي خوري

ته دډوډۍ پرځاي دردختي پاڼي خوري له لوږي
خومسلمه اومة دي ټول کړي ننداري خورې
واه دغزي خوري

ستادحیاڅادرسوځلۍ دی لمبودراکټ !
څورلس زخومونه دي خوړلي پرسیني خورې
واه دغزي خوري

زه مهاجریي دلیدلو وس هيڅ نه لرمه
چي درد نیولي یې وهې سوي نعري خوري
واه دغزي خوري

مهاجرهروي
Forwarded from صالح محمد اسحاق (صالح م اسحاق)
غزل

زه خبر نه شوم سوداګاني خريدار تړلي
ټول ارمانونه مي د زړه پر اوږو بار تړلي

په ډاډه زړه صبر کولای نشم نه رسېږي
څومره درنۍ اړیکي څه په نري تار تړلي

د روح طواف ته ومه تللی خو ور بند وُ راته
د بڼ لمني وې پرېوتي، زړونه خار تړلي

بس مجرمان د زړه ازاد کړه نور ازار مه اخله
ولي لفظونه دي جانانه داظـهار تړلي

چي مي له ځانه ځان اوچت کړ، رانه ورک شوې ځانه
موږ له خدایي سره ډېر وخت هم د پېکار تړلي

ځیني اړیکي شته اسحاقه تر مطلبه پوري
ماښام خرابي دي که څه هم وي سهار تړلي

صالح محمد اسحاق
Forwarded from م: عمریار طالب
اختریزه ډالې


اختره راشه دخوښیو سمندر شه
راوړه زخمي زړو ته درمل دعشق سحرشه


د سترګو خوږ خوبونه راوله له ځان سره
د هر مجبور ماشوم د هیلو ډک اختر شه


د شپو تور تم که ته رڼا په مـــینه
د درد په کور کي دخنداته تک سپین لمر شه

راشـــه له جــــــنګ نه په امان راوړه
د سولې، ورور ولۍ، محبت ته خبر شه


د هر غریب سترخوان ته راوړه برکت په مینه
ته دناهیلۍ زړه په رحم سپین ، باور شه


زمونږپه کلي، اوهر ښارکی خوشبويي خپره کړه
عمریار طالب ته دهیلــــــو روڼ رهبر شه

مولوی عمریارطالب
دعشق جنون

څومره کېف او شور لري په زړونوکي د عشق ګوزار
اخلو ترې خوندونه موږ
ګرځو بې پروا او سر ببر څېري ګرېوان قرار
اخلو ترې خوندونه موږ

دا د عشق د راز او نیاز ډک ډک کتابونه دي
دا خو بر پای نلري شروع مو درسونه دي
خود به ترېنه خوند اخلو موږ درد لرې دردونه دي
اوړو په سرونو به لېوال یو موږ په څو څو وار
اخلو ترې خوندونه موږ

ډک دی له ترخو شېبو داسي مست خمار ګرځو
نکړو هم د سر پروا ګرځو لاله زار ګرځو
تګ مو دی په سرو اورو هم په سره انګار ګرځو
دغه دی زموږ د عشق جنون چي داسي خوارو ځار
اخلو ترې خوندونه موږ

عشقه ډیر ستي شومه هم لتا بې زار نه یم
تا کي ډیر خوندونه دي زه لا بر قرار نه یم
لا به درنږدې شمه موړ په دید د یار نه یم
زه راشد ولي شومه په غېږ کي د عشق ګرفتار
اخلو ترې خوندونه موږ

راشد ولي فراهي
#النبوي_بصري_څانګه