المحمدی بصری څانګه
2.27K subscribers
38 photos
3 videos
39 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
Forwarded from صالح محمد اسحاق (صالح م اسحاق)
غزل

آینې زړونه چي څوک ولي په درنو خبرو
وروسته ادب کي پاته شوي دپښتو خبرو

يوخت دميني ليک له يو ښاره تر بل ښاره تلی
اوس باور وشه کا باور کيږي په درو خبرو

چاته دفکر تصور په مېنځ کي پرق ورکوې
زه تصور دي په تصوير کړم دزړو خبرو

چي دي له تګ وړاندي وماته څو جملې پرېښودې
کم زوری ژوند کيږي لا اوس هم په هغو خبرو

څوک چي په نېک اخلاق پوره وي نو خوږې به وایې
اسحاقه څنګه خوله خوږه شي په ترخو خبرو

صالح محمد اسحاق
Forwarded from مهاجرهروي
دغنم رنګ یاد💔

راپاته په خــنداکی دی تصـویر دی غنم رنګه
ملنګ دی دغمـویم غـــم دی پیردی غنم رنګه

بیلتون دی لیونی کړم هیڅ قدم وهلای نشم
وپښوته می لویدلی سم ځنځیردی غنم رنګه

په ژوندبه موجــوړه جـوړه دمینی یارانه وه
خـــونن دی دفــراق پرماتأثیــردی غنـم رنګه

دانن چِ په جـنت کی ته دحوروکلیوال شوی
داټوله دریښتنی خــوب تعـــبیردی غنم رنګه

چ راشمه حجری ته په کتاب هیڅ نه پوهیږم
زړګی می ســـتاغمـونوکی راګیردی غنم رنګه

زړګیه ((مهاجرته))چي په یاد کي کله ورشي
بیخــوبه وي داټوله شپه شبګیردی غنم رنګه

مهاجرهروي
Forwarded from مهاجرهروي
محمدﷺ

نه دي سیال نه دي مثال شته محمدهﷺ
نه دچــادومــره جــمال شــته محمدهﷺ

چــي راټوله ددنیاټول کـمــــــالات کې
نه دچــادومـــره کــمال شــته محمدهﷺ

که هرڅومره دي کفارنوم تمسخرکړي
نه دي کــــم نه دي زیوال شـته محمدﷺ

نوردهـــرنبي کـــتاب مـــنسوخه شوی
ســتاکــتاب خـــولامــحال شته محمدﷺ

په نامـــه کــي دي پــراته دي ثوابونه
په دوردکــي دي وصــال شــته محمدﷺ

مهاجـرـ دي بس په نوم باندي پاچادی
نه جــایداد اونه یی مال شته محمدهﷺ

مهاجرهروي
Forwarded from مهاجرهروي
غزل

دزړه له درده مي زخـــمونوته مـلهم لټوم
ځـــه یمه تږی خــپلي تتدي ته زمزم لټوم

مـــادي لیـدلي دچاسـترګي هیروایه نشم
دبیالیدلوپه ارمــان کي یه هـــردم لټووم

بس دوصال لاري یه بندي په اغذن تارونو
لکه ډیورنډلاس ته راوړلوته یی چم لټوم

دپسرلي غوندي زړګی مي وُخزان خزان شو
ځـه دخــزان پردښـته بیاځلي شبنم لټوم

زمامهاجرهیلي شوي ورکي پیداشوي ندي
ځکه هروخت یی ځه داوښکوپه نم نم لټوم

مهاجرهروي
Forwarded from مهاجرهروي
غزل

قلم پلاس کي ستاتصویرپرکتابچي جوړوم
له ډیره درده مي زخمونه پرسـیني جـوړوم

تایادوم  ســتاله  یادو ســــره ګـذران کــومه
زړه صــبروم  ورته دمـیني  بهــاني جـوړوم

ماچــي دزړه لدرده کومـي آیني مـاتي کــړي
یار هـــیروم  بیــرته  لســـره  آیني  جـوړوم

ولي به ځـه له غـمه دومره ځـولانه ګـرځـمه
قـرارقـرارمي دتازه ژوندون قـیصی جوړوم

یارخـــو وفـاونه کـړه ځه هـسي بربادوخـتم
یواځـی ناست یمـه لځان سره ګیلي جوړوم

ځـه مهــاجـردي نورله میني نه توبه اوباسم
ځان به عادت کړمه داوښکو پیماني جوړوم

مهاجرهروي
طالبه پام

په وینوفــرش دی داوطـن چي نارواونه کړي
طــالبه پام  له  ارمــانو  سـره جـفــاونه کــړي

ســتادشهــید لالي په وینو  ګـټل شـوی نظــام
چي رشوت وانخلي په غوښویه سوداونه کړي

سترګي په لاردفلسطــین هایتیم شوی ماشوم
جــذبه دي کمــه دپیســوســـره هـــوا ونه کړي

دانقـــلاب وخـــتونه تل انځـــوروه په سـترګو
دمحــبت غــیږه کـړه تاوظـــلم پرچـاونه کـړي

پرعــقــیده دي لاتردغــه ښـه محـکم پاته سـه
دامـــریکـــاپر  بندیزونو هـــیڅ پروا ونه کـړي

نومهــاجــــره ته دي هم ځان له افــراطوساته
وچـاته  بد  وچـاته  رد  چـاته  ښـــراونه کـړي

مهاجرهروي
دمدیني جانانه  دشني روضی جانانه
درود سلام دی وي پرتا دزړګي سره نبي
خیرالبشره نبي   نورالبصره نبي

لمر ڪه سپوګمي درته خیجل دی
داســتا له حُســـنه مڪمّل دي
ثاني دی نشته یی عجیبه منــوّره نبي

یم له وخـتونــه ملا ماله
جانانه رادی ڪړه وِصاله
ده دیدن تګي دی یم وه زما دِلبره نبي

ستا توري سترګي تورزلفانه
زه پــــری مین یمه قـــربانــه
ڪله به درشمه ترتا  شمسُ القمره نبي

زړه مي زخمي دی اوپـرهاردی 
دلتـــــه عـجـم ڪي راحِـصار دی
نور مي درخپل ڪړه له عجمه پیغمبره نبي

زه عبـیده وِصال دې یار یـــــم
داستا په مینه ڪي خمار یـــم
ده عبـــیده دزړګی سره معتبره نبي



ش:: عبــیده وِصال
له زړه می نه وځي ستاشین ګومبت مزار مبارک
ڪله بــه درشم ستا تـــــرڪلي او ترښار مبارک

له رب نه شڪر چــی یـــی
زه ستا له اُمت څخه ڪړم
زه یـــــی داستا له پاڪی
مینی محبت څــخه ڪـــړم
درود درلیــــږم همیـشــه  زه هـــزار بار مـــبارک

دالله دوسته زموږ رهــبره
زمــــــــــوږ امام رســـــــوله
لتا قربان شم ستا دیـــــــدن
غــــواړم ګل پام رســـــــوله
ستا په دیدن به ڪله موړ ڪم خپل رخصار مبارک

چی ستاغلام وایی ستاحرم
مـــــــي ښڪولـــولی نبــــي
ستا دمـــــزار په دیــــد مـــی
سترګي مــــړه ولي نبـــــــي
نــــو هـــره ورځ به وایی اخــتر ماتــه بهار مبارک

نورمـــــي دروغــواړه حبیـبه
ســـــــــتا وطــــــــــن یاده وم
چي پـــه ڪي تـــه اوسي هغه
ستـــا ګل مســـڪـــن یاده وم
داستا په مینه ڪي یــــم زه ګرانـــه خمار مبارک

دعبـــــــیده وصـال قســــمت
داســـــــی واپـــس پاتـــــی دی
قسمت یاري نه ڪــــړي عجـم
ڪـــــي داســــی بس پاتــی دی
دعبـــیده وصـــــال یادیــــږی ستا مـــــــزار مبارک


ش :: عبیده وصال
نوي غمجني ټپې

زړه ته آرام زړه ته سکون یي
ځکه څو وراره دي زه نوم تکراره ومه

جاردي له توروسترګو یاره
زه دي په توروسترګوبیاویشتلۍ یمه

غُربته ټوله ستادلاسه
چي په یارۍ کي همیشه ناکامه یمه

لالیه مځه رانه واوره
داستاپه تلوبه زماساه وتلي وینه

مرګه لاڅه له انتظاریي
زه مي جانان پرنیمه لاره پري ښودمه

اوښکي میده میده رواني
پراننګومي اوښکو جوړکړه قطارونه

باران په ټک ټک راوریږي
بیایه رایادکړه هغه تیرزاړه وختونه

ټلفون څو وراري راواخلم
زه دي لالیه دجواب په تمه یمه

سترګوته ځیرشه راته ګوره
له څوڅوشپودرته په ویښه پاته یمه

یه زړه دخداي وروی ته ګوره
لږڅه آرام شه اوس به زه لیونۍ شمه

لږخو دزړه قدرته ګوره
که راغلي راغلي کني پړق چوي مَیَنه

داسي کړیږمه له درده
لګه یوڅوک چي کُبرامارچیچلۍ وینه

درده آرام ته مي لږپریږده
دزړه والونه مي یو ،یو،راپري کوینه

سرمي ببر،څیري ګریوان یم
لکه مجنون په یبلو،پښوقدم وهمه

دلاس یادګاردي راسره دی
زه یه راواخلم ورته اوښکي تویه ومه

دلاروڅارنه مي لاس واخله
پرهغي لاري مي نور ،نږدم قدمونه

خلګو داهجرڅه بلادۍ
قرار،قرار،دسړي وینه وچوینه

اوس مي پرځان ویره پیداسي
مادجانان له یارۍ کړي قسمونه

غمه قرارته مي لږپریږده
زه مهاجر،دۍ لیونۍ لیونۍ کړمه

زمامهاجر،،خواره قسمته
څنګه مي پاته شول نیمګړي ارمانونه

مهاجرهروي
دعِشَق فلسفه

دخوږ عِشَق فلسفه وه څومره ښه وه
څه سپیڅلې یارانه وه څومره ښه وه

انتظار کي یې بلها کیف وو رانغښتی
شهادت ته تلوسه وه څومره ښه وه

په خپل خاوره دشرعي نظام نفاظ مو
له پاک رب سره وعده وه څومره ښه وه

ټول جهان یې ددریز په وړاندي خم شو
د عمر څه دبدبه وه څومره ښه وه

چي به کله پر طاغوت دتوري وار وو
دتکبیر به بدرګه وه څومره ښه وه

مونږه ځکه دزړکي ویني ترې ځار کړې
آزادې راته هرڅه وه څومره ښه وه

خیر که تریخ وو انقلاب احمد الیاسه
په ترخو کي یي خوږه څومره ښه وه

احمد الیاس
مرحوم ثالث عمر ته

بت شکن ثالث عمر ؤ
د خپل عصر تیز  خنجر ؤ

په غیرت او په میړانه
منل شوی قلندر ؤ

مجاهد او هم امجد ؤ
توروشپو ته ړون سحر ؤ

په تقوا او عاجزي کي
رسېدلی تر ثمر ؤ

نړۍ ځکه پرې ګوا دی
پېژندلی ځان په نر ؤ

د هیواد د دنګو غرونو
يو زمری ؤ بهادر ؤ

ای راشد ولي فراهي
زموږ د هیلو زرین لمر ؤ

راشد ولي فراهي
افغانان دي لکه ورونه

ټــــول راټول دي افغانان دي لکه ورونه
د یـــــــوا ګــلـــبــڼ ګلان دي لکه ورونه

اتـــــــفــــاق او اتــحــاد او روروالي ده
په خپل منځ کې مومنان دي لکه ورونه

جـهـــاد فــاله اسـلام فاله دي زلمي مو
په یو بل باندې قـــربان دي لکه ورونه

پـــه مــــیـــــړانه دی دیفا کوي وطنه
ســــتـا ساتونکي طالبان دي لکه ورونه

د هــــر شــر او د فـسـاد مخ یی نیولی
د هــیـواد اصلي بچیان دي لکه ورونه

ده دی نـــورو نــــه خبـــر نه یم منهاجه
اســــلام پــــاله شاعران دي لکه ورورنه

منهاج الله زهیر
نعت شریف

ستا له چم نه یمه لیري ستا بیلتون زه نا آرام کړم
د روضې و خوږ سفر ته انتظار زه تل مدام کړم

زړه مې ژاړي حبیب غواړي اې زما د زړه خاونده
زمانې داستا په زړه کې زه لټون د خپل مرام کړم

درناوی یې پروت زما زړه کې او ادب له څښتن غواړم
محمد چې هر ځل یاد شي له زړګي ورته سلام کړم

په عظمت یې مونږ قایل یو رسالت باندې ګواه یو
نوم یې ستر دی نوم یې خوږ دی د نامه یې احترام کړم

ستا صفت رب جلیل کړی زه خالد تسل ناتوان یم
ستا مقام بیان کړای نه شم ملامته ځان ناکام کړم


خالد تسل
مطمئن شۀ

په عزت او په ذلت دي مطمئن شۀ
در پیرزو په هر حالت دي مطمئن شۀ

ستا تقدیر مقدَر شوی له تا مخکې
په نصیب او په قسمت دي مطمئن شۀ

ناشکري او بیزاري دي اعمال سوځي
په خپل صبر متانت دي مطمئن شۀ

پورته شوي قلمونه لیک بند شوی
د ژوندون په هر ساعت دي مطمئن شۀ

احسانونه یې بلا دي فکر وکړۀ
د څښتن په هر نعمت دي مطمئن شۀ

ساه ایستل خالد تسله لوی رحمت دی
په صحت راحت رحمت دي مطمئن شۀ

خالد تسل
حمد

ستا احسان دی مونږ عاصي یو ته قادر یې مُقتدر یې
اُمـــتـیـان سـتـا د نـبي یـو تـه قـادر یې مـقـتــــدر یې

تـه د تـن جـوهر بـدل کـړې ته رڼا په نور تور زړه کړې
ستا پـه امر مونږ ژوندي یو تـه قـادر یې مقــــتدر یې

شکر ـ شکر چې ژوندون مې د ایمان په څراغ بل شو
مکلَّف پـه بـــنـدګي یـو تـه قـادر یې مقتـــــــــــدر یې

د تـدبـیـر خـبـرې بیـلي د تـقـدیـر داسـتـان جــــدا دی
مونـږ پـه هـر حالـت راضي یـو ته قادر یې مقتدر یې

د تـمـام عـالـم خـالـق یې تــــــه ټـولـواکـه د نــړۍ یې
تـه بـاقي یې مـونـږ فـاني یـو تـه قادر مقـــــــتدر یې

مونږ ناتوان یو مونږ حیران یو مونږ روان خالد تسله
سپېــــــــرو خاورو ته رهي یو ته قادر یې مقتدر یې

خالد تسل
مسلمان هیواد

د مخلوق زوره تا ړنګ نه کړم لا دنګ یم
مسلمـان هیـواد غیـرت لرم باننــــــګ یم

زه د خپلو میــــــړنو بچــو یـم ځـــــــاله
زه همکــــــــــاره ورسره په هر ګړنګ یم

د اسلام له دین غیــرت مې دی زده کړی
مسلمان یم د اسلام په لوړ فرهنــــګ یم

زما له غیــږې راټـوکیـــږي همتونــــــــــه
د جــذّابــو هــمتونه جذّاب شـــــرنګ یم

امپــــراطور مې له غـــرور دی اچــــولی
زه ساده فقیـــر د دې عصـــــــر ملنګ یم

د خدایۍ دعــوداران مې ســــر قلم کړل
د خالد تسل د ګران هیـــــــــواد قلنګ یم

خالد تسل
غزل

بوی د نفاق ستا له خبرو راځي
د حسد رنځ دي تر وزرو راځي

د ملګرتیا بنسټ دي لله کښیږدۀ
وفا په خپله تر ملګرو راځي

اخلاص بهیر د ملګرتیا کې اړین
سکون پایښت یې تر اکثرو راځي

د اخلاقي رویې چې تول وشي
قیمت یې لوړ له ملغلرو راځي

چې د منصور په تکل درومي دار ته
لومړی مرکز ته د نښترو راځي

چې د خالد تسل دي څه واوریدل
دغه کلام یې له خبرو راځي

خالد تسل
غزل

ژوند مې پۀ تاپسې ، شېبه شېبه برباد ښۀ دی
لکه پۀ مات وجود کې ساه داسې معتاد ښۀ دی

د ناوسۍ ځنځیر دې زما لۀ مرۍ کلک راتاو دی
پر ما د عشق نوم، د مجنون او د فرهاد ښۀ دی

ګورۀ! وجود مې ستا په مينه کې غرقاب دي اشنا
زړۀ مې بې سده روح مې مړ دا ستا په یاد ښه دي

وړم پر سينه ستا د تېرو بڼو درانۀ وارونه
ستا پۀ کتو مې ټپي زړۀ څۀ ناڅۀ ښاد ښۀ دی

د سترګو تور مې پۀ ژړا درپسې سپین شو آخر
دهجر درد دې زما پۀ زړۀ لکه اوتاد ښۀ دی

د جنون ستړې مرتبه کې سرنیګون غوندې یم
منصوري ستړی ګرېوان څیرې پۀ فریاد ښۀ دی

،سيدمنصوري
غزل

درد   د شــــــدت مو تير کړو
ډيــــــــــــر اذيت مو تير کړو

پـــــــه  ســـر مو  لوبې وکړې
ژونــــــد د غيرت مو تير کړو

پـه  ســـرو  اورو کې ژوندون
پـــــــه  مـــحـبت مو تير کړو

لـــوږې  او  تنــــــــدې  قربان
ټـــــــــــوله  ملت مو تير کړو

چـــــــــې ګـرځو هڅکه غاړه
خـــــوارا  محنت مو تير کړو

شــــــــــکر  هر کلي  کور  ته
څــرک  د حريت مو تير کړو

ابــــــــــوحــمزه  که  څه هم
غـــــربت  غربت مو تير کړو

وحدت الله ابوحمزه
غزل

څه یوه عجیبه فلسفه مو شوه په ژوند کې تیره
د طالبۍ دوره مو څومره شوه په خوند کې تیره

د عشق جذبه وه د جهاد د پاکې مینې زور ؤ
چا زندګي کړه د سنګر چا کړه په بند کې تیره

موږ ته رازده شولې د ننګ ټپې له هغې ورځې
دوره د جنګ چې کړه ملالې په میوند کې تیره

څه په ذلت یې په یوه خوا بل خوا وځغلول
ګولۍ د زهرو یې په دوی کړله په قند کې تیره

مخبته ته چې نن توپیر لرې له نورو سره
تا د دا خپله زندګي کړه څه په پند کې تیره

مخبت وردګ