المحمدی بصری څانګه
2.28K subscribers
38 photos
3 videos
39 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
امارت

امارت! دبت شکن عمر یادګار دی
امارت! دعظمتونو دنګ منار دی

امارت! مو د شهید منصور ارمان دی
امارت! د حقاني جلال ایثار دی

امارت! د اتحاد زرین سمبول دی
امارت! په اخوت باندې سینګار دی

امارت! د وخت اتل د غزا پیر دی
امارت! وهلی سر له استعمار دی

امارت! چي درنه ښکار د خیانت نه سي
امارت! مو امانت د شهید یار دی

امارت! د بورو میندو په دعاءو
امارت! په قربانیو برقرار دی

امارت! دی ستر رحمت احمدالیاسه
امارت! د مسلمه امت وقار دی

احمد الیاس
Forwarded from شعرونه
زخمونه گنډو

مونږ په خپل فکر پرهرونه گنډو
مونږ د زخمي وطن زخمونه گنډو

هیواد مو کار غواړﻱ، پالنه غواړﻱ
مونږ په هنر یې سمې غرونه گنډو

چې کړل کفارو یې خراب فِکرونه
مونږ د هغو خلکو فِکرونه گنډو

اوس مو نیت کړی تر اټک پورې ځو
ددې هیواد ټول سرحدونه گنډو

دلته تعلیم ته پراختیا ورکوو
د نوې نسل ښه ذهنونه گنډو

ددې اولس په پرهرو گډو پټۍ
لگیا یو مونږ یې زخمی زړونه گنډو

له دې هیواد څخه نفرت ورکوو
مونږه د مینې نه جوړ پلونه گنډو

عبدالجلیل جهادیار دا وایمه
مونږ په هنر باندې خیالونه گنډو

عبدالجلیل جهادیار
مرحوم امیر المؤمنین ثالث عمر رحمه الله ارواح ته

زموږ د امارت ستر مؤسس او بنسټګر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر
لارښود د جهادي مسیر امام د پاک لښکر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر

ؤ څلی د غیرت یو دنګ منار د شهامت ؤ
ولي ؤ په ریښتیا دریم عمر ده دې امت ؤ
ساتلی یې په تش لاس ؤ همیش د حق سنګر

راپورته یې جهاد ته څو پیړۍ وروسته ځوانان کړل
راویښ یې افغانان کړل راویښ یې افغانان کړل
د حق ناره یې وکړه د جهاد له هر ممبر

ژوندی د وي تاریخ او روح د ښاد شه ای امینه
امیرالمؤمنینه امیر المؤمینیه
په تش لاس د وهلی ټول جهان ته ؤ ټټر

مخبت وردګ
داســـــــتا له غم
اخیــــر بـــه مرم
نــــور بــه دي زه
نـــــــــــــه یادوم

تـــــه ژی زړګـــی
وړم لیــــــــــونی
ای بــــــــــي اوفا
زه درنــــــــــه زم

غـــــــــم ده اشنا
کـــــــــــړم زه تبا
ځي اوښکــي زما
پــه مـــــخ نم نم

راغلــــــی بیلتون
کــړم.بـــي.سکون
غمــــــــجن زړګی
نــــــــور صبر وم

کـــړم زه بي واک
غـــــــــم ده فراق
اخیـــــــــــر به زه
تــــــــــــا هیر وم

جــــــــــــانان زما
ســـــــــــو بي وفا
خـــــــــوار جلالي
اشــــــــنا تایادوم

جلالي اشنا
ثالث عمر

رحمتونه دي پر ګور شۀ
مخالف دي سور په اور شۀ
یه ملنګ ثالث عمره
د رب نور داستا په لور شۀ

اې مومن آمین رهبره
اې مین په دین رهبره
ته د شر ریښې ایستونکی
قلندر رښتین رهبره

ته بدلون وې د حالاتو
اوښتون وې د حالاتو
ته د حق خوځښت رهبر وې
سباوون وې د حالاتو

ته الګو د حق ټولۍ وې
ته مثال د ملنګۍ وې
شملور غازي عمره
سر خوږی د دنیاګۍ وې

ته د خیر القرون یاد وې
ته رهیر د حق جهاد وې
ته د هر سنګر امیر وې
ته سالار د استشهاد وې

د خالد تسل امیره
اې د هر مورچل امیره
معرکه کې بریالی وې
یه غازي اتل امیره

خالد تسل
هدیرې ته..

هره لاره د هر ښار ځي هدیرې ته
هر بې وسه هر واکدار ځي هدیرې ته

هدیره د جسدونو آرامګاه ده
هر ناپوه او هر هوښیار ځي هدیرې ته

هدیره کې ارزښتمن بې ارزښت نشته
هر شتمن کس او هر خوار ځي هدیرې ته

هدیره قدر د نیک عمل تل کاندي
نیک عمله بې له ډار ځي هدیرې ته

هدیرې کړلې هستۍ تر خاورو لاندې
هر ورځ مړي بېشمار ځي هدیرې ته

هدیرې ته به خالد تسل هم درومي
د کفن هر خریدار ځي هدیرې ته

خالد تسل
غزل

ښه دی د ورځې لمر رڼا شیندي
د شپې دي یاد سپوږمۍ په ما شیندي

لوری د ژوند به مې بدل ولي شي
د هجر درد مې په صحرا شیندي

ستا د اوصافو قصیده لولمه
معیار په ما لکه مسکا شیندي

د فراق تریخ غړپ مې له ستونې تیر دی
درد مې په تیر باندې د ملا شیندي

خالد تسله د وصال لمر به
یو ورځ په تا باندې لقاء شیندي

خالد تسل
‏د عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د دولسم تلين په مناسبت
ثالث عمر رحمه الله

صدقه دې له غیرت ثالث عمره!
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره!

په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې
وې لایق د خلافت ثالث عمره!

يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله!
وې مؤسس د امارت ثالث عمره!

د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره!

‏د جهاد ستر بنسټګر وې زموږ مشره!
قربان ستا له سیاست ثالث عمره!

پیشګویي دې شوه ثابت د زړو رهبره!
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره!

د اسلافو په قدم باندې روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره!

زه تپاند زُهاد په هر کردار دې ویاړم
ستا سره مې محبت ثالث عمره!

شاعر تپاند زُهاد
د ملامحمد عمر مجاهد روح ته ډالۍ

د مسلمه امت سرلاری وې عمره مشره
زړه د تاریخ ولې شرشاره زړوره مشره

لمرین تاریخ دې افغانانو ته ځل بل پاته شو
تل دې پر ګور شه رحمتونه بختوره مشره

ته یو ملنګ آمیر وې ته یو قلندر سړی وې
د کاڼې کرښه وله ستا هره خبره مشره

د ننګ په توره دې بې ننګ سرونه ووهلو
د شجاعت او غیرتونو دنګه غره مشره

تر خپل هدف رښتینی ولاړلې په صبر صبر
ولې کامل ولې رښتیا ته بهادره مشره

مهاجر ستا په ننګ لیکم د افتخار شعرونه
ستا وه پاک روح ته یې بښمه معتبره مشره

عبدالباقي مهاجر
Forwarded from مهاجرهروي
دوصل ارمان

ډیرمي ناقراردۍ په عجـم کي ژوند
کاش چي تیریدلای په حرم کي ژوند
ولي به بیمـــار زه له وخــــتونو وم
نه به تیریدلاي زماپه غـــم کي ژوند

ډیردي ارمان جـــــن یم د دیدن یاره
پټ یی تیرومه په ســـیتم کي ژوند

ناست یمه په نوم دي ګـــــذاره کوم
لوندمِ شوګریوان دسترګونم کي ژوند

ومي غــواړه ځانه ته ستاوصال راکړه
نه شمه زغــملاي په هردم کي ژوند

تاته چي قـــریب شمه نوخه به شم
هله به مي تیرشي په کرم کي ژوند

نیسه مهاجــردشــــفاعت غـــیږ کي
نوریی کړه بیغمــه هرقدم کي ژوند

مهاجرهروي
Forwarded from شاعرمحمدنسیم عرفاني (محمدنسیم عرفاني)
دواړه خواږه
شاعر
#محمدنسیم
عرفاني

یو وخت دبارانه بل ستادیاد دواړه خواږه دي
ژوندون دمدرسي او دجهاد دواړه خواږه دي

وطن ابادوي او دنړۍ سره به ســـــیال سي
دازده کړئ یو تعلیم اوبل اعداددواړه خواږه دي

متین عزم یې مات کړله کفري یاغي سرونه
یو ګران طالب اشنا بل داهیواد دواړه خواږه دي

ټول ډک دی له ښکلاووشیني دري ښایسته سیندونه
خو غرو کي یې پامیر اوبل شمشاد دواړه خواږه دي

راځي داجل غشــې په هر نفس باندي تیریږي
خو مرګ دتورګړنګ او استشهاددواړه خواږه دي

نظام تل باقي ساتي پراغیارو به غالب وي
یو زړونو کي تقوا بل اتحاد دواړه خواږه دي

په سخـتو کړاوونو تکلیفو کي درسره وي
یو رب سره پټ راز بل انقیاد دواړه خواږه دي

ډېر ګران وي عرفاني ته خو ارمان شهات یوړي
بیرغ دي پر مزار ښوروي باد دواړه خواږه دي
Forwarded from مهاجرهروي
🚶خپل مزل دی څاره🚶

خپل مزل دی څاره دمزل پوره سامان ګوره
بل باندی نظـــرمــکوه خپل ګټه تاوان ګوره

لاره لږ اځغنه ده په پای کی هیڅ ازغی نسته
هــلته انعــامات دی هلته درد اوناروغی نسته
شل دی مزل نګړی دادلوی الله فرمان ګوره

نن دی حساب وکه څودی ګټه څوتاوان کړی
څوک دی تخریب کړی اوپرچادی نن بهتان کړی
نورکه دی غیبت کوی ته لاره دغفران ګوره

مه لټوه عیب دچاخپل عیب باندی نظرکوه
ځان دی کړه اصلاح په عباداتوکی هنرکوه
پل په پل مزل کی دهغه دژوندداستان ګوره

داخودی منه مه چی دنیاښه حلاوت لری
هرچاته معلومه چی غمونه هم ذلت لری
ټوله انعامات دی دجنت ښکلی عنوان ګوره

ګـوره مهــاجره دعـــمل توښه دی ښه ساته
پام چی خــطا ونه کړی له بدونه توبه ساته
قــبرته به ځی خوعذابونه دســـبحان ګوره

مهاجرهروي
د جانان د صحابو په صفت کې یو کلام

د صدیق له صدقت څخه قربان شم
د عـــمـــر له عدالت څخه قربان شم
ګران عثمان د حیا غر وو په دنیا کې
د عــلـي له شجاعت څخه قربان شم

سومره ښکلي وو جانان صحابه دی
نـــــازوالــــي وو جـانانه صحابه دی
د توحید بیرغ یی پورته په جهان کړو
سه سیپیڅلي وو جانانه صحابه دی
عیــرتي وو د غیرت میثال یی نه وو
د دی ټــولو د غیرت څخه قربان شم

ټــــول د مـینی مـحبته څخه ډک وو
د یــــوالي او وحـــداته څخه ډک وو
لکه ورونه د یــــو کــــور وو نـازولي
د ســـپیـڅلي اوخووته څخه ډک وو
د اخـــلاقو یی مـــیثــال نه وو زړګیه
زه یی ځار له هر صفت څخه قربان شم

ستا هر امر ته ولاړ لاس په نامه وو
ستا حکمونو ته تیار لاس په نامه وو
ای د ټـــــولــــو مــحـتـــرمو محترمه
تانه ځار وو تانه ځار لاس په نامه وو
ســــومـر لوی فضيلت اللهﷻ ورکړی
د دوی لوی فضيلت څخه قربان شم

ســـومر ښه وو بختور وو هغه خلک
چی په څنګ کې د دلبر وو هغه خلک
ربّ سومر لوی انعام دی وو پری کړی
د هـــر چـــا څـخه بهتر وو هغه خلک
ربّ تـــل بــه دی رضا پسی روان وو
ربّ زه یی له هــمت څخه قربان شم

زمــــا ټــوله زندګي تری نه قربان شه
زمــــا ټـوله شاعري تری نه قربان شه
زه عــــلام یــــم د جــانان د صحابوه
زما جوند زما هستي تری نه قربان شه
ای مــنــهــاج الله زهـیره څه خوږه وو
زه یی مــینــی محبت څخه قربان شم

منهاج الله زهیر
ثالــث عُـمر

زمونږ د قافلو رهبره
ګران مرحوم ثالث عمره
ته وې د غزا سالاره
نه یې اوس د زړګي سره
شکر امارت راغلی
مونږ باندې راحت راغلی
کاش چې ته ژوندی وای ګرانه
خوند به وه په لر او بره

سپین بیرغ رپان په کابل
سومره ښایسته ښکاريږي
ای عمره ستا پوځونه
نن پرې وطن ټول ځلېږي
نن چې دی خوشحال ټول اولس
دا د امارت فضا ده
مینه د طالب کړي اولس
په لېدو یې خوشاليږي
تا پسي ارمان کوي اوس
نن د وطن هر بشره

کفار په ګونډو شول لاړل
ورکړلو شکست طالب جان
مل ورسره پاک الله و
فتحه یې کړه افغانستان
ښکلې ازادي، راغله
ښکلې خوشالي راغله
ورک یې له وطن نه کړلو
کړل یې په ګونډو کافران
د اولس پوره ارمان شو
امن شو په لر او بره

وياړي اوس پرې ټوله اولس
دا د امارت مشران دي
زړونو کې یې ځای ورکړی
دا د زخمي زړو درمان دﻱ
رب دې تل ژوندﻱ لري دوۍ
هر وخت مونږ پرې فخر کوو
دا سومره ښایسته زلمي دي
ټول د امارت طالبان
تل کوي خدمت د اولس
اوس د امارت عسکره

شکر امارت قائم شو
نور به مو جوړيږي وطن
ژمن یٶ یو تر بله مونږه
هر خوا اباديږي وطن
ټول بچي د دې هېواد یو
نور یې جوړوو په خپله
عبدالجلیل جهادیاره
سومره ښه ښکاريږي وطن
اوس نو ژوندون خوند کوي ډېر
نشته هېڅ د جنګ خَطَرَه

عبدالجلیل جهادیار
د ګل ښایست د لمر ړنا کې ته یې
د سپینو ستورو په ښکلا کې ته یې

د عشق سالاره مقتدا د میني
د مشک خوشبو د بڼ نَما کې ته یې

قرآن دې کړي ترجُماني د ژوندون
په هر یو لفظ او معنا کې ته یې

ستا د سپېڅلي یاد وږمې پرې را تاو
حرم زمزم صفا مروا کې ته یې

چې د ګلاب پر خوله مسکا اوروي
د پسرلي نرمه هوا کې ته یې

د حسن وړانګي دې خپرې په هر خوا
د مشالونو تجلا کې ته یې

د هنر، زړه دی ستا په مینه ودان
د خیال انځور د عشق دنیا کې ته یې

هنر افغان
آرواښاد ثالث عمر رح..
ارشد تکل

اې مرحوم ثالث عمره آرواښاده
هېر مو نه یې د زړه سره آرواښاده

لوی ولي وې ولایت کې دي شک نشته
اې محبوبه قلندره آرواښاده

تا چیلنج کړل په تش لاس عصري ځواکونه
په رښتيا وې دلاوره آرواښاده

دا د سرو کفارو دا سپینه ماڼۍ به
ریږدیده ستا له اثره آرواښاده

تاریخونه دي په ننګ او غیرت ویاړي
تاریخ سازه شملوره آرواښاده
غزل

مـــــينه محنت غواړي اسانه نه ده
درد د شـــــدت غواړي اسانه نه ده

د هر چا کار نه ده قربان دى شمه
عـــــــالى هـمت غواړي اسانه نه ده

د پتنګانو پشان نه د فدايانو پشان
بـــــــرم اوچت غواړي اسانه نه ده

خـاص د مــجنون او د ليلا پشانې
پــاک صفا نيـت غواړي اسانه نه ده

چې له ژوندون نه دې زړګى تورشي
داســـــې اذيت غواړې اسانه نه ده

وحــــــدت الله ابوحمزه ډير ترخه
دغــــه خوږلت غواړې اسانه نه ده

وحدت الله ابوحمزه
دا هیواد اتل دی دا هیواد اتل

دغیرت کور دی هرفرعون لره اجل دی
دا هیواد اتل دی
په ښکلا جوړ دی ځلیدلی روڼ مشل دی
دا هیواد اتل دی

دلته یې مات کړه قوتونه هر چا ولیدل
هغه څلویښت کفرې ملکونه هرچا ولیدل
د مرګي غشی دی دهر ظالم قاتل دی
داهیواد اتل دی

ټول ارمانونه یې خنسأ شوه په چغو لاړه
ژړا یې لوړه تر سمأ شوه په چغو لاړه
اوس مو وطن لکه سپین لمر بس ځل و بل دی
داهیواد اتل دی

دمجاهد عمر لښکر و او زور دمنصور
دهیبتې زلمو هنر و او زور دمنصور
هیواد مو نور سهیله مینه او غزل دی

م.سهیل درمل
نوی نعت شریف

یا زه ستا او یا ته زما د زمانې واى
کاش چې زه او ته و یو بل ته نږدې واى

د جنت تر ژوند بهتر به واى و ما ته
چي ستا څنګ وای او بل ښار د مدېنې واى

شل او کوڼ دې واى چې دا ارمان مي پوره واى
چې دوې سترګي مې دا ستا په دید مړې واى

محترم قدم دې پاس را باندي پروت واى
بس چې خاورې دې جانانه د کوڅې واى

ملاقات او صحبت دم په دم کېدلاى
ته سالار زه سپاهي ستا د قافلې واى

ستا د پښو په ګرد غبار شاکریار پټ واى
ته چې هر لورې ته تلای زه درپسې واى

شاکریار
مرحوم امیر المؤمنین ثالث عمر رحمه الله ارواح ته ډالی


ده غیرت غر ده عدل لمر زمونګ رهبر مجاهد
ترخاورو لاندی مرحوم ملا محمد عمرمجاهد

کړلیی ټول باچا یی له یو میلمه نه قربان
له نګه ډک په خویی ملنګ ها قلندر مجاهد

کاش چی ژوندی وای هاستړی قافیلی امیرمو
دهر افغان ډیر دی ارمان دزړګی سر مجاهد

لمرین تاریخ دی افغانانوته ځل بل پاته شو
زړه ده  تاریخ ها بهادر  او  شلور مجاهد

ده نګ په توره یی وهله د پردو سرونه
نه موهیریږی را یادیږی زړه ور  مجاهد

دحقانی تنهاقلم به یی لیکی تل دنګونوکِسی
زمونږ افتخار زمونږ سالار دغیرت غرمجاهد

حقانی تنها