دَقُرْآن کَرِیْمَ تَرْجُمَهْ (پښتوژبه کی)
5.95K subscribers
7 photos
9 links
ملګرو دلته وتاسوته دقرآن کریم(پښتوترجمه)نشریږی إن شاء الله
نوتاسو داللهﷻ په خاطر دچینل نشرولوکی مرسته وکړی ترڅونور مسلمانان هم داللهﷻدکتاب(قرآن کریم) ترجمه زده کړی

خادم قاری مهاجرفاریابی غفرالله له

ستاسو دعاته محتاج یم
https://t.me/MAHAJARKRAN
تبادله 👆
Download Telegram
وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فٰحِشَةً أَوْ ظَلَمُوٓا أَنفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلٰى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ

او كوم كسان چي داسي دي، چي كله كومه د شرم ناروا چاره ور څخه صادريږي، يا كله د کومي ګناه په كولو هغوى پر خپل ځان ظلم كوي؛ نو ورسره جوخت الله ور یاديږي او له هغه څخه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي؛ ځكه چي له الله پرته بل څوك د ګناهونه وبښونکی دی؟ او هغوى له پوهي او ادراك سره پر خپلو (بدو) کړنو ټينګار نه كوي؛

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《136》پـاره《4》رکــوع《14》
أُولٰٓئِكَ جَزَآؤُهُم مَّغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَجَنّٰتٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَنِعْمَ أَجْرُ الْعٰمِلِينَ

د داسي خلكو بدله د دوى د رب په وړاندي دا ده، چي هغه به ورته بښنه وکړي او په داسي باغونو کښي به یې ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهيږي او هلته به د تل له پاره اوسیږي. د نېک عمله خلكو لپاره څومره ښه بدله ده.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《137》پـاره《4》رکــوع《14》
قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِى الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عٰقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ

ستاسي څخه مخکي ډيري دورې تيري شويدي، په ځمکه کښي وګرځئ، راوګرځئ، وګورئ چي هغه خلك له څه عاقبت سره مخامخ شول، چي (د الله حكمونو او لارښودنو ته ) يې د دروغو نسبتونه وکړل؛

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《138》پـاره《4》رکــوع《14》
هٰذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ

دا د خلكو لپاره ډانګ پيلې تنبيه ده او له الله څخه وېرېدونكيو ته هدايت او نصيحت دى.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《139》پـاره《4》رکــوع《14》
وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

بې زړه کېږئ مه، اندېښمن کېږئ مه. همدا تاسي برلاسي ياست، كه تاسي مؤمنان اوسئ.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《140》پـاره《4》رکــوع《14》
إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُۥ ۚ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَآءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظّٰلِمِينَ

اوس كه تاسي ټپي شوي ياست؛ نو له دې څخه مخکي ستاسي دښمنه ډله هم همداسي ټپيان شويدي. دا د زمانې خوږې ترخې دي چي موږ یې د خلكو تر منځ اړوو را اړوو. پر تاسي دا مرحله ځكه راوستل شوه چي الله دا كتنه غوښتله چي په تاسي کښي رښتيني مؤمنان څوك دي، او د هغو خلكو انتخابول یې غوښتل چي په واقعي توګه (د رښتينولۍ) شاهدان وي؛ ځكه چي ظالمان د الله نه خوښيږي؛

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《141》پـاره《4》رکــوع《14》
وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَيَمْحَقَ الْكٰفِرِينَ

او ددې لپاره چي مومنان بېل چاڼ کړي او كافران هلاک کړي.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《142》پـاره《4》رکــوع《14》
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جٰهَدُوا مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصّٰبِرِينَ

ايا تاسي دا ګڼلې ده چي همداسي به جنت ته لاړ شئ؟ په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پوري الله دا نه ده معلومه کړي (دا ازمېښت یې نه دى کړی) چي په تاسي کښي څوك هغه خلك دي، چي د هغه په لار کښي جهاد كوونكي او صبر كوونكي دي؛

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《143》پـاره《4》رکــوع《14》
وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ

تاسي خو د مرګ هيلي كولې! خو دا د هغه وخت خبره وه چي له مرګ سره مخامخ شوي نه وئ، دا دى اوس ورسره مخامخ شوئ او تاسي هغه په سترګو وليدی.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《144》پـاره《4》رکــوع《15》
وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِين مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلٰىٓ أَعْقٰبِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلٰى عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْـًٔا ۗ وَسَيَجْزِى اللَّهُ الشّٰكِرِينَ

محمد(ص) پرته د پېغمبر څخه نور څه نه دی، له هغه څخه مخکي نور پېغمبران هم تېر شويدي. نو كه هغه ومري يا ووژل شي؛ نو تاسي به په خپلو پوندو په شاګرځئ؟ - په ياد ولرئ! څوك چي په شا واوړي، هغه به الله ته هیڅ زيان ونه رسوي. البته څوك چي د الله شكر ايستونكي بندګان شي، هغو ته به الله ددې بدله ورکړي.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《145》پـاره《4》رکــوع《15》