دَقُرْآن کَرِیْمَ تَرْجُمَهْ (پښتوژبه کی)
5.94K subscribers
1 link
ملګرو دلته وتاسوته دقرآن کریم(پښتوترجمه)نشریږی إن شاء الله
نوتاسو داللهﷻ په خاطر دچینل نشرولوکی مرسته وکړی ترڅونور مسلمانان هم داللهﷻدکتاب(قرآن کریم) ترجمه زده کړی

خادم قاری مهاجرفاریابی غفرالله له

ستاسو دعاته محتاج یم
https://t.me/MAHAJARKRAN
تبادله 👆
Download Telegram
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《119》پـاره《4》رکــوع《12》
هٰٓأَنتُمْ أُولَآءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتٰبِ كُلِّهِۦ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ ۚ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُورِ

تاسي له هغو سره مينه كوئ؛ خو هغوى ستاسي سره مينه نه لري، سره له دې چي تاسي ټول اسماني كتابونه منئ. كله چي هغوى ستاسي سره يو ځاى کیږي؛ نو وايي چي موږ هم (ستاسي پېغمبر او ستاسي كتاب) منلي دي؛ خو كله چي در څخه بېلیږي، نو بيا ستاسي پر خلاف له ډېر قهر او غضب څخه خپلي ګوتي چيچي. هغو ته ووايه چي د خپلي غوسي په تاؤ کښي ومرئ، الله آن د زړونو په پټو رازونو پوهیږي.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《120》پـاره《4》رکــوع《12》
إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا ۖ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْـًٔا ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ

كه تاسي ته څه ښېګڼه رسیږي، نو هغوى خپه کیږي؛ او كه پر تاسي څه مصيبت راځي، نو دوی پرې خوشحالیږي. خو د هغوى هیڅ دسيسه ستاسي پر خلاف اغيزمنه کېدای نشي، په دې شرط چي تاسي له صبر څخه كار واخلئ او له الله څخه د وېرېدو سره عمل وکړئ. دوى چي هر څه كوي د الله د علم په چاپېريال کښي دي.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《121》پـاره《4》رکــوع《13》
وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقٰعِدَ لِلْقِتَالِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

[اې پېغمبره (ص)! د مسلمانانو په وړاندي هغه خاطره ياده کړه] چي كله د سهار په توره خړه له خپله كوره وتلى وې او (د اُحد په ميدان کښي دي) مسلمانان د جګړې لپاره پر سنګر نيولو موظف كول. الله ټولي خبري اوري او هغه په هر څه ښه پوه دى.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《122》پـاره《4》رکــوع《13》
إِذْ هَمَّت طَّآئِفَتَانِ مِنكُمْ أَن تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

هغه وخت (یاد کړئ) چي ستاسي څخه دوې ډلي (بنو حارثه او بنو سلمه) دې ته تياري شوي وې چي بې زړه توب وښيي، په داسي حال کي چي الله د هغو د ملاتړ لپاره موجود ؤ؛ او مؤمنان بايد یوازي پر الله ډاډ ولري؛

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《123》پـاره《4》رکــوع《13》
وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

له دې څخه مخکي د بدر په جګړه کي الله ستاسي سره مرسته کړې وه، په داسي حال کي چي په هغه وخت کي تاسي ډېر زيات كمزوري واست. نو اوس پر تاسي دا لازمه ده چي د الله د ناشكرۍ څخه ځان وژغورئ، درته په كار ده چي اوس شكر وباسئ.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《124》پـاره《4》رکــوع《13》
إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيَكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلٰثَةِ ءَالٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓئِكَةِ مُنزَلِينَ

هغه وخت (یاد کړه) چي تا مؤمنانو ته ويل: "ايا تاسي ته دا كافي نه ده چي الله د درې زره پرښتو په را لېږلو درسره مرسته وکړي؟"

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《125》پـاره《4》رکــوع《13》
بَلٰىٓ ۚ إِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ ءَالٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓئِكَةِ مُسَوِّمِينَ

بېشكه، كه تاسي د زغم په لرلو له الله څخه په وېرېدو كار وکړئ، نو په كومه شېبه کښي چي دښمنان درباندي يرغل وکړي، په هماغه شېبه کښي به ستاسي رب (درې زره نه) پر پنځو زرو نښانه دارو پرښتو درسره مرسته وکړي .

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《126》پـاره《4》رکــوع《13》
وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرٰى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِۦ ۗ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

دا خبره الله ددې لپاره درته کړېده چي تاسي خوشحاله شئ او ستاسي زړونه پرې ډاډه شي. برلاسي او مرسته هر څه چي دي، د هغه الله له خوا دي چي ډېر زورور او د حكمت خاوند دى؛

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《127》پـاره《4》رکــوع《13》
لِيَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوٓا أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنقَلِبُوا خَآئِبِينَ

(او دا مرسته به هغه ددې لپاره درسره وکړي) چي د كفر پر لاره د تلونكيو يو مټ غوڅ کړي، يا هغو ته داسي رسوا كوونكې ماته ورکړي چي هغوى ناكام خړ سترګي بېرته ستانه شي.

MQB Apps
پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《128》پـاره《4》رکــوع《13》
لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَىْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظٰلِمُونَ

[اې پېغمبره (ص)!] د فېصلې په واكمنۍ کي ستا څه برخه نشته. د الله واك دى كه یې خوښه شي و به یې بښي او كه وغواړي په سزا به یې ورسوي؛ ځكه چي هغوى تېري كوونكي دي.

MQB Apps