هر اړخیزه معلومات
7 subscribers
7 photos
16 videos
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
طبابت کی هم لکه د مستري به پانې او چکوش کاری 😊
د خوب کموالی (Sleep Deprivation) – پټه ستونزه، لویې پایلې!

د خوب کموالی څه دی؟
کله چې یو شخص کافي او آرام خوب و نه کړي، نو بدن او دماغ سمه دنده نه شي ترسره کولی. دا ستونزه د فزیکي او رواني روغتیا جدي زیانمنېدو لامل کېږي.

مهمې نښې:

⚠️ دوامداره ستړیا او انرژي کمښت
⚠️ د تمرکز او حافظې کمزوري
⚠️ د بدن دفاعي سیستم کمزوري کېدل
⚠️ د مزاج خرابوالی، خپګان یا ژور فشار
⚠️ د سترګو سوځېدل یا دروندوالی
⚠️ د وزن زیاتوالی او اشتها ډېروالی

عام لاملونه:

د موبایل، کمپیوټر یا تلویزون زیات استعمال
د شپې ناوخته خوراک یا کافین څښل
ژور فشار، اضطراب یا افسردګي
نامنظم خوب، د کار یا درس فشار
ځینې طبي ناروغۍ (لکه بې‌خوبه – Insomnia)

د مخنیوي او درملنې لارې:

د خوب لپاره منظمه برنامه جوړول
له خوب وړاندې د موبایل او سکرین کارول بندول
د کافین او درنو خوړو څخه د شپې پرهېز
د خوب خونې ارام او تیاره ساتل
د تمریناتو او ذهني ارامتیا طریقو تمرین کول

کافي خوب د ښه روغتیا بنسټ دی – که د خوب کموالی دوام ولري، د ډاکتر مشوره واخلئ!
کاپی
دا نو د علم برکت دی 🩺
په زړه پورې مالومات:

۱_ دانسان په وجود کې(۹۶۵۴۰۰۰۰) متره دوینې رګونه شتون لري۰
۲_ په(۶۰) ثانیو کې دوینې یو دوران دانسان په وجود کې تکمیلیږي۰
۳_ هر انسان دخپل عمر په دوران کې ۲۰kg پوستکی له لاسه ورکوي۰
۴_ په متوسطه کچه یوه ښځه په ورځ کې ۷۰۰۰ کلیمې او یو نارینه ۲۰۰۰ کلمې استفاده کوي۰
۵_ دانسان ماغزه دانسان دوجود ۲% وزن تشکیلوي، په داسې حال کې چې ۲۰% انرژي مصرفوي۰
۶_ په متوسطه او نورمال ډول سره هر انسان په ورځ کې له ۴۰ څخه تر ۱۰۰ تاره ویښته له لاسه ورکوي۰
۷_ هر انسان په متوسط ډول پخپل ژوند کې ۷۸۵۳ لیتره اوبه څښي۰
۸_ ۸۰% مکروب دلاسونو له لارې انتقالیږي۰
۹_ تقریباً دهر انسان وریځې ( ابرو ) ۵۵۰ تاره ویښته لري۰
۱۰_ ترټولو قوي ماهیچه دانسان په وجود کې ژبه ده۰
۱۱_ دانسان په وجود کې تر ټولو کلک هډوکی دانسان دژامې هډوکی ده۰
#ژباړه
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
دوه ګوتی یوځای دی
وګوری چی سنګه یی د جراحي په واسطه بیلوی
د پښو تلي سوزیدل یا د ستنې چوخیدو احساس د کومو ناروغیو نښه ده؟
دغه تجربه به زیاتره کسانو ته وي چې کله یې د پښو تلي سوزي یا داسې ورته بریښي چې د پښو تليو کې یې ستنې چوخیږي «جګیږي»، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې له یو څه شیبې وروسته پښو ته حرکت ورکړل شي.

په عام حالاتو کې د پښو سوزېدل هغه مهال کیږي کله چې انسان د پښو په سر کښیني یا داسې ناسته وشي چې په پښو زور راځي، دغه مهال پښې د اعصابو فشار سره مخ کیږي چې پښو ته په حرکت ورکولو له منځه ځي.

که دغې پيښې سره هر وخت مخ کیږئ په ځانګړي ډول پښو ته له حرکت ورکولو وروسته هم که سوز سره مخ کیږئ دا بیا تاسې ته د ناروغۍ ګواښونه دي چې دردناک هم وي، ددې یو شمېر لاملونه په لاندې ډول دي:

شکر ناروغي

د شکر ناروغۍ یوه نښه داده چې د ناروغ پښې اکثره وخت سوزیږي او د ستنې په څېر څه ورچوښیږي، ددې لامل لوړ فشار دی چې پایله کې یې اعصابو ته زیان رسیږي، د شکر نورې هم ډيرې نښې دي، لکه زیاتې بولې راتلل، زیات تږي کېدل، د خولې وچېدل، د پوستکي خارښ، په پښو یا لاسونو کې درد یا بې حسه کېدل، لوږه زیاتېدل، ناڅاپي وزن کمېدل او د ټپ ژر نه ښه کېدل د شکر ناروغۍ نښې دي.

ویټامن بي ۱۲ کمي

بدن کې د ویټامن بي ۱۲ کميدل د اعصابو حجرو ته زیان رسوي، چې په پایله کې يې په پښو او لاسو کې د ستنې چوښيدلو یا سوزیدلو حس کیږي، که دا له پامه وغورځول شي نو دغه ناروغي په بدن کې دایمي ګرځي، بن کې دغه ویټامن کمیدل د ملا تیر، عصبي حجرو او د بدن نورو برخو ته هم زیان رسوي چې په پایله کې د انسان ملا کږه یا کړوپه شي.

د وینې جریان کې ستونزې

کله چې د بدن غړو ته په سمه توګه وینه نه انتقالیږي نو پښې او لاسونه یخ او بې حسه شي، کله چې په موټر یا بل ځای کې تنګ کښینئ او پښې مو له بل سره جختې نښتې وي، داسې حال کې د پښې ټولې برخې ته وینه نه رسیږي چې له کبله یې پښې یخې، بې حسه او د ستنې چوخیدو احساس وشي.

پښتورګي «ګردې» له منځه تلل

د پښتورګو له منځه تللو له ډیرو نښو څخه یې یوه دا هم ده چې د ستنې چوښيدو یا پښو او لاسو د سوزېدو احساس کیږي، نورې نښې یې لکه په پښو کې دردونه، بې حسه کېدل، د عضلاتو او بندونو کمزوري کېدل دي.

آټوامین ناروغۍ

آټوامین یعنې هغه ناروغۍ په کوم کې چې د بدن دفاعي سیستم یا د بدن حجرې د بدن په روغو غړو حمله وکړي، چې پایله کې يې په پښو کې د ستنې چوښیدلو یا سوزیدلو احساس کیږي.

دغه ډول د پښو سوزیدلو، بې حسه کېدلو یا د ستنې چوښیدلو احساس نور لاملونه هم شته، لکه زیات وزن پورته کول چې اعصابو ته زیان رسوي، انفیکشن زیاتیدل، یا ځینې درمل (د زړه، لوړ فشار، سرطان) استعمالولو په پایله کې هم دغه پيښه رامنځته کیږي، باید هیڅکله دغه لاملونه له پامه ونه غورځول شي، او ژر تر ژره یې د مخنیوي لپاره ډاکټر ته رجوع وکړئ.

*Dr Mohabat Ullah Mohaqqique*
Channel name was changed to «هر اړخیزه معلومات»
Channel photo updated
دلته د ٧ مهمو رواني تخنیکونو څخه درته یادونه کوم چه تر اوسه د انسانانو په تعامل کې ډېر اغېزناکه ثابت شوی دی!

۱. چې خبرې وکړي، چوپ پاته شه، چوپتیا خلک مجبوروي چې نور حقیقتونه هم درته څرګند کړي.

۲. چې تاثیر ښودل غواړي، یخ او بی پروا چلند کول غوره کړه، نو دوی به نور هم هڅه وکړي چې ستا تایید ترلاسه کړي.

۳. د خلکو نومونه زده کړه، دا ستاسو په اړیکو که نږدېوالی جوړوي او د دفاعي حالت دیوالونه پکی راښکته کوي.

۴. یوه وړه مرسته ترې وغواړه، دا مقابل طرف ته دا احساس ورکوي چې ته پرې باور لرې، او هغوی مو لا نور ستا وه طرف ته جذبیږي.

۵. د هغوی حرکات ورسره برابر کړه، بې له خبرو به ژور تفاهم پیدا کوي.

۶. په مستقیمه توګه خبری مه کوه، د mafia له قانون څخه په استفاده رمز لرونکی خبری کوه.

۷. خلکو ته داسې وښیه چې دا پلان د دوی دی، مقاومت به کم شي، او ته به په دوی کنټرول ولرې.
ــــــــــــــــــــــــــــ
تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
وايي هندي ښځې دومره زر لري چې د ټولې نړۍ %11 سلنه زر جوړوي.مانا د دوی سره زر 24,000 ټُنه اټکل سوي دي چې دا شمېره د نړۍ د مشهورو هېوادونو لکه:امریکا،روسیه،فرانسه او نورو چې د نړۍ ډېر سره زر تولیدوي هم ډېره ده.
بله جالِبه پکې داده که د هند د ټولو ښځو څخه همدا شمېر سره زر را ټول سي نو قیمت به یې،2400 میلیارده ډالر جوړ کړي.یوه هندي کس بیا پکې دا ټوکه کړې وه چې زموږ دغه اندازه سره زر د پاکستا.ن د ټول هېواد ملي عایدو څخه 6 چنده زیاته ده.

تاسي پکې څه وایاست؟