دقرآن‌الکریم تفسیر پښتو
69 subscribers
2 photos
1 video
30 links
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

دوستانو اوملګرو ما دا کانال یاچینل خاص دالله درضاه لپاره جوړکړئ
پدې چینل کې خاص دقرآن کریم پښتو ژباړه اوتفسیر پورته کېږي
زمانشرات کپي کړئ اونورو ګروپو ته ېې پورته کړئ ترڅوماته ېې په قبر کې هم ثواب ورسېږي
شفاعت آیوبي
Download Telegram
سورة ٱلْبَقَرَة
وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿130﴾
اوڅوك دى چې د ابراهیم له ملت نه مخ اړوي، سِوا له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او یقینًا یقینًا مونږه هغه (ابراهیم) په دنیا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى
سورة ٱلْبَقَرَة
إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿131﴾
كله چې هغه ته خپل رب وویل: حكم منونكى شه، هغه وویل: زه د رب العلمین لپاره حكم منونكى شوم
سورة ٱلْبَقَرَة
وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿132﴾
او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ
(تفسير : زامنو ته دابراهيم (عليه السلام) وصيت: دهغه ملت اومذهب چې شرف مذکور شو، دهمدې ملت وصيت حضرت ابراهيم(عليه السلام) اوحضرت يعقوب(عليه السلام) خپلو اولادو ته فرمايلى و، نوهرهغه څوک چې داوصيت نه مني، نودى دهغو له ويناوو څخه هم سر غړوي، يهودان وايي چې حضرت يعقوب(عليه السلام) خپلو اولادو ته د يهوديت وصيت فرمايلى دى، دا وينا بالکل دروغ ده، لکه چې په وروستي آيت کې راځي. ( له دې آيت څخه مقصد نهى ده؛ له ترکه د اسلامه نه، له مرګه، لکه چې ويلى شي چې ( لا تصل الا و انت خاشع !) يعنې لمونځ مه کوه خويواځې په هغه حال کې چې يې ته وېرېدونکى له الله(ج) څخه.
سورة ٱلْبَقَرَة
أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنْ بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَهَكَ وَإِلَهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿133﴾
ایا تاسو هغه وخت موجود وئ چې یعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وویل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وویل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهیم، او اسمٰعیل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د یو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي یو
(تفسير : يعنې تاسې دحضرت يعقوب (عليه السلام) دوصيت په وخت کې له سره موجود نه وئ، دوى خو د همغو ستايل شويو انبياوو ملت ته ارشاد فرمايلى و اوتاسې داسې وکړل چې يهودانو وويل چې پرته له مونږ او نصرانيانو وويل چې پرته له مونږ، نور ټول بې دينان دي اوله اسلام څخه چې حق مذهب دى دواړه مخالف شول اوپه دغه عمل يې چې بېخي دروغ او افترا ده د وصيت نوم کېښود.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
درنو خلکو!
راشئ، د تنکيو ماشومانو په اواز را سره د خوږ پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) ‎#نسب واورئ او خپلو اولادونو ته يې ور زده کړئ.

https://whatsapp.com/channel/0029VaD5bec7dmeZcatTom3z

دواټساپ چینل فالو کړئ ملګرو مننه ☝️
1
سورة ٱلْبَقَرَة
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿134﴾
دغه یوه ډله وه چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى، او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي
(تفسير : هرڅوک به دخپل عمل ځواب وايي: يعنې يهودانو اونصرانيانو يقين درلود چې دمور اوپلار په ګناوو به زامن نيول کيږي اودهغوى په ثوابو کې به هم برخه اخلي، دا وينا بېخي غلطه او چټي ده، بلکې دهرچا عمل دده دلارې مل دى، اوچاره يې ترغاړې ده، څه يې چې کرلي وي هغه به ريبي اوهرڅه چې يې کړي هغه به يې په مخ کې راځي، ښه وي که بد.
سورة ٱلْبَقَرَة
وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى تَهْتَدُوا قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿135﴾
او دوى ویل چې تاسو یهودیان شئ، یا نصرانیان، نو نېغه لار به ومومئ۔، ته (دوى ته) ووایه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهیم د ملت (تابع كېږو) چې حنیف (توحید والا) و او دى له مشركانو څخه نه و
((تفسير : مطلب دادى چې يهودان مسلمانانو ته وايي چې يهودان شئ ! او نصرانيان دوى ته وايي چې نصرانيان شئ چې هدايت مو په برخه شي.
((قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 135))
(تفسير : يعنى اى محمده(ص) ! دوى ته ووايه چې ستاسې دا وينا هېڅ دمنلو وړ نه ده، بلکې مونږ د ابراهيم(عليه السلام) له هغه ملت سره بالکل سم اوموافق يو چې له ګردو خرابو مذاهبو څخه جلا او بېل دى، په دې خبره کې چې ( نه و دى له شرک کوونکو څخه ) دې خبرې ته اشاره ده چې تاسې دواړه فرقې په شرک کې اخته يئ ، بلکې دعربو نور مشرکان هم چې دابراهيمي مذهب مدعيان وو دشرک او کفر په سيندکې لاهو وو، له دې آيت څخه په هغو هم ترديد وشو ، د انصاف له مخې اوس له دې دوو فرقو څخه هېڅ يوه هم په ابراهيمي مذهب باندې نه ده او يواځې مونږ مسلمانان په ابراهيمي مذهب پاتې يو.
فائده: په هر شرېعت کې دوې خبرې وي:
١ ــــ عقائد لکه توحيد، نبوت اونور مؤمن بِهِ شيان ، نوپه دې کې ټول اسماني دين لرونکي شامل او شريک اوموافق دي او اختلاف له سره پکې ممکن نه دي.
٢ ــــ دشرېعت کليه قواعد چې له هغو څخه جزئيات اوفرعي مسائل حاصليږي، اوپه ټولو جزئياتو کې تل همغه کليات ملحوظ او تر کتنې لاندې وي اوفى الحقيقت ملت دهمدې اصولو او کلياتو نوم دى اود حضرت محمد(ص) د ملت ( دين ) اود ابراهيمي ملت توافق او اتحاد هم په همدغو کلياتو کې دي. چې ددې خلاصه داسې شوه چې دحضرت محمد(ص) اوحضرت ابراهيم خليل الله(عليه السلام) ملت سره يو دى، اوددوى شرېعتونه سره بېل بېل دي.
سورة ٱلْبَقَرَة
قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿136﴾
تاسو ووایئ: مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو
((تفسير : يعنې مونږ په ټولو انبياوو اوکتابونو ايمان راوړو اوټول حق ګڼو اوهريو له دوى ځنې په خپله زمانه کې واجب الاتباع بولو، مونږ دالله تعالى(ج) حکم منونکي يو او وايو چې په هره زمانه کې هر نبي(عليه السلام) چې هر الهي حکم له ځانه سره راوړى دى دهغو منل او اتباع ضروري ده، پرته له کتابيانو ځنې چې له خپل دين څخه په غير، د نورو ټولو اديانو تکذيب کوي، اګر که ددوى دين منسوخ شوى هم وي اود انبياوو هغه احکام دروغ ګڼي چې دالله تعالى(ج) احکام دي.
سورة ٱلْبَقَرَة
فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿137﴾
نو كه دوى هغه شان ایمان راوړي څنګه چې تاسو په دې (كتاب) ایمان راوړى دى، نو یقینًا دوى سمه لاره وموندله او كه مخ يې وګرځاوه، نو همدا خبره ده چې دوى په سخت مخالفت كې دي، نو ژر ده چې د دوى مقابلې ته به تا لپاره الله كافي شي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
(تفسير : يعنې ددوى له دښمنۍ اوضد څخه مه وېرېږئ! پاک الله(ج) دهغوى له شر اوضرر څخه ستاسې ساتونکى دى، هغوى تاسې ته هېڅ ورانى نشي رسولى، الله تعالى(ج) د ټولو خبرې اوري اوپه ټولو احوالو او نيتونو خبر اوپوه دى.
سورة ٱلْبَقَرَة
صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ ﴿138﴾
(مونږ) د الله رنګ (قبول كړى دى) او له الله نه په رنګ كې څوك ډېر ښه دى! او مونږ خاص د هغه عبادت كوونكي یو
(تفسير : دخداى(ج) رنګ په ټولو رنګونوکې غوره رنګ دى: يهودان له دې آيتونو څخه واوښتل او اسلام يې ونه مانه، او نصرانيانو هم انکار وکړ اود لاپو اوباټو په ضمن کې به يې ويل چې له مونږ سره داسې يو رنګ شته چې له مسلمانانو سره نشته. د نصرانيانو دا دود و چې يوډول زېړ رنګ يې جوړ کړى و اوکله به چې په دوى کې کوم وړوکى پيدا کېده، يابه کوم سړى ددوى په دين کې داخلېده؛ نو دوى به په هغه رنګ رنګاوه اوپه هغه کې به يې غوټه کاوه چې سوچه او ستره نصراني شي، نو پاک الله(ج) فرمايي چې : ( اى مسلمانانو! ووايئ چې مونږ دالله تعالى(ج) په رنګ سره رنګ شوي يو چې ايمان دى، حق دين مو منلى دى چې ددې حق دين له منلو اوننوتلو څخه وروسته ټولې ناپاکۍ او ناولتياوې اونور کثافات بېخي لرې کيږي اوهرمسلمان پکې پاک، صاف اوسپېڅلى کيږي.
سورة ٱلْبَقَرَة
قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ ﴿139﴾
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو زمونږ سره د الله په باره كې جګړه كوئ؟ حال دا چې هغه زمونږ رب دى او ستاسو (هم) رب دى۔، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي اومونږ خاص د هغه لپاره اخلاص كوونكي یو
(((تفسير : يعنې دالله تعالى(ج) په نسبت ستاسې داسې نزاع اوجګړې کول اوداسې ګڼل چې دالله تعالى(ج) درحمت لائق ( وړ ) اومستحق پرته له مونږ څخه بل هيڅوک نشته؛ خوشې بېکاره او چټي خبره ده، اوهغه پاک ذات همغسې چې ستاسې رب دى زمونږ رب هم دى اومونږ څه عملونه چې کوو خالص الله تعالى (ج) لره يې کوو، مونږ تاسې غوندې يواځې په خپلو پلرونو اونيکونو افتخار نه کوو اوپه تعصب، نفسانيت، رخه اوحسد کې اخته نه يو، نوبيا څله زمونږ عملونه د پاک رب په دربار کې نه منل کيږي؟ اويواځې ستاسې اعمال به منل کېږي.
سورة ٱلْبَقَرَة
أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنْتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿140﴾
ایا تاسو (دا) وایئ چې بېشكه ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) اولاده یهودیان، یا نصرانیان وو؟ ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو ډېر پوه یئ، یا كه الله؟ او له هغه كس نه زیات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د الله له جانبه ده؟ او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
🌅 نبوي ملغلرې
د مازدیګر د لمانځه اهمیت:

📚 عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ  قَالَ: «الَّذِي تَفُوتُهُ صَلاةُ الْعَصْرِ كَأَنَّمَا وُتِرَ أَهْلُهُ وَمَالُهُ»
        
🍃 (بخارى:552)🍃

📚عبد الله بن عمر رضی الله عنهما فرمایی چې :
رسول الله ﷺ وفرمایل:  د چاچې د مازدیګر لمونځ قضا او فوت شی، داسی دی لکه ( هغه چې خپل) اهل او مال له لاسه ورکړی وي.

https://whatsapp.com/channel/0029VaD5bec7dmeZcatTom3z

دواټساپ چینل فالو کړئ ملګرو مننه ☝️☝️
سورة ٱلْبَقَرَة
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿141﴾
دغه یوه ډله ده چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه (عمل) چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي
(((تفسير : همدا آيت په وړاندې مخ کې تېر شوى دى، هرکله چې ددې کتابوالو په زړونوکې تکبر او غرور ځاى نيولى و اوداسې يې ګڼل چې زمونږ اعمال هرڅومره چې خراب وي، بيابه هم زمونږ پلرونه شفاعت کوي اوبښنه به راته غواړي، نوځکه دداسې چټي خيالاتو د لا ښه ترديد کېدلو له پاره يې هغه آيت بيا مکرر بيان وفرمايه، داسې وپوهيږئ چې په پخواني آيت کې کتابوالو ته خطاب و، اوپه دې آيت کې له محمدي امت سره مخاطبه ده، چې په دې چټي خيال کې دهغوى متابعت او پيروي مه کوئ! ځکه چې دا راز هيلې او توقعات هر سړى دخپلو مشرانو او مړو څخه په خپل زړه کې کولى شئ چې داسې تخيلات او توقعات بيخي غلط او چټي دي، اوس وروسته له دې نه ديهودانو او نورو مشرکانو د يوې بلې ناپوهۍ او حماقت څخه اطلاع ورکوله کيږي چې د قبلې دتحويل په نسبت نزدې دى.
سورة ٱلْبَقَرَة
سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿142﴾
له خلقو څخه بې وقوفان به ژر ووايي چې دوى له خپلې هغه قبلې نه څه شي واړول چې دوى په هغې باندې وو؟ ته (ورته) ووایه: خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، سمې (نېغې) لارې ته هدایت كوي چا ته چې يې وغواړي
تفسير : کله چې رسول الله(ص) له مکې شريفې څخه مدينې منورې ته تشريف راووړ تر ١٦، ١٧ مياشتو پورې يې د بيت المقدس په لوري لمونځ کاوه، وروسته دکعبې شريفې په لوري مامور شول ، چې خپل مخ وګرځوي، دلته يهوديان اومشرکان، منافقان اوځينې ضعيف الاعتقاده مسلمانان په اندېښنو او شبهوکې ولوېدل ، اومخالفانو په ټوکو اومسخرو لاسونه پورې کړل، اوداسې به يې ويل: ( دوى خو تراوسه پورې د بيت المقدس په لوري چې دټولو انبياوو عليهم السلام قبله وه، لمونځ کاوه، نو اوس په دوى څه وشول چې هغه دپخوانيو انبياوو قبله يې پرېښوده؟ اودکعبې په لوري يې مخ وګرځاوه؟ چا به ويل چې ديهوديانو د رخې، حسد اوعداوت له امله يې داسې وکړل ، ځينو به ويل چې دى په خپل دين کې متردد اومتحير دى، چې له دې چارو ځنې دده تذبذب اوعدم نبوت راښکاره کيږي، دمخالفانو له دې اعتراضونو اوله هغه ځواب څخه چې الله تعالى(ج) يې وروسته فرمايي ؛ داجګړه داسې پاى ته ورسېده چې دهغه له اورېدلو ځنې هيچاته نور هېڅ تردد اواندېښنه نه پاتې کيږي.
((قُل لِّلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ 142))
تفسير : يعنې اى محمده! (ص) دغوناپوهانو ته ووايه چې نه مونږ ديهودانو له عداوته اونه دبل کوم نفساني تعصب له امله اونه دخپلې شخصي رايې له متابعته ، خپله قبله بدله کړې ده بلکې مونږ يواځې دالله تعالى(ج) دفرمان په اثر، چې زمونږ دحق دين اساس دى دا قبله بدله کړه ، ترهغه وخته پورې چې مونږ مامور وو چې د بيت المقدس په لوري لمونځ وکړو نومونږ هغه حکم ومانه ، اوس چې مونږ مامور شوي يو چې دکعبې شريفې په لوري مخ وګرځوئ ! نومونږ دزړه له کومي داحکم هم ومانه، نو ددې په نسبت له مونږ څخه داسې پوښتنې، اوپرمونږ دا راز اعتراضونه کول سخت حماقت دى، د الله تعالى(ج) په حکم منونکي تابع بنده داسې اعتراض کول چې ده پخواله دې نه داسې کار کاوه او اوس ولې داسې کار کوي؟ دا دپوهانو اوعاقلانو کار نه دى، که دداسې مختلفو احکامو اسرار لټول مو په کار وي نودالله تعالى(ج) دټولو احکامو په اسرارو څوک پوهېدى شي؟ اوتاسې ناپوهان څوک پوهولى شي؟ هو! په دومره خبره هرڅوک پوهېدى شي ، اومونږ هم هرڅوک پوهولى شو چې مقصد د قبلې له ټاکلو ځنې دعبادت دطريقې ښوول دي، او اصلي عبادت نه دى، اوپه دې مورد کې د پاک الله(ج) معامله جلا جلا ده، ځينوته دخپلې لورينې ، حکمت او رحمت له مخې يوه لاره ورښيي، اوځينو ته بله، دټولو ځايونو اومواقعو څښتن او مالک الله(ج) دى، هرچاته په هر وخت کې چې اراده وکړي ، داسې لاره ورښيي چې له نورو ټولو لارو څخه ښه، سمه او لنډه وي، لکه چې اوس يې مونږ ته داسې قبله را وټاکله اوهدايت يې راته وفرمايه چې له ټولو قبلوڅخه غوره او بهتره ده.
سورة ٱلْبَقَرَة
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿143﴾
او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو په خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي۔ اوهغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږه نه وه مقرره كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې په خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر په هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضابع كړي، یقینًا الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

(تفسير : دمحمدي امت غوره والى: يعنې همغسې چې ستاسو قبله کعبه ده اودحضرت ابراهيم(عليه السلام) قبله اوله ټولو قبلو څخه افضله ده ، همدا راز مې تاسې هم له ټولو امتونو افضل او ستاسې رسول مې له ټولو نبيانو او رسولانو څخه اکمل منتخب اوغوره کړى دى، چې ددې فضيلت اوکمال له سببه تاسې دنورو ټولو امتونو په مقابل کې داسې شاهدان چې مقبول الشهادت وي ؛ منل کيږئ او محمدرسول الله(ص) ستاسې په عدالت او صداقت شاهدي ورکوي، لکه چې په احاديثو کې راغلي دي: ( کله چې دپخوانيو امتونو کافران دخپلو رسولانو د دعوى تکذيب وکړي او ووايي چې مونږ ته په دنيا کې دهيچا له خوا هدايت او لارښوونه نه ده شوې، نوپه دغه وخت کې محمدي امت د رسولانو ددعوې په صداقت باندې شاهدي ورکوي او حضرت محمد مصطفى (ص) چې دخپلو امتيانو له احوالو څخه پوره واقف دى ددوى په صداقت او عدالت باندې شاهدي ورکوي، دلته به نور امتيان وايي چې ( دوى نه زمونږ په زمانه کې و ، اونه بيخي مونږ اودوى سره ليدلي دي ) نو ددوى شاهدي په مونږ څرنګه اورېدله کيږي؟ دلته به محمدي امت داسې ځواب ورکوي چې : ( مونږ ته داټولې خبرې د الله تعالى(ج) له کتابه اود رسول الله(ص) له ښوونې څخه راڅرګندې شوي ، اودغه امر مونږ ته د ( علم اليقين ) ترحده رسېدلى دى، نوځکه مونږ پر تاسې شاهدي لولو.
فائده: د ( وسط ) يعنې معتدل مطلب دادى چې محمدي امت بېخي په سمه لاره دى، چې په هېڅ ډول دهېڅ شانې کوږوالي شائبه پکې نشته اوله افراط او تفريط څخه بېخي پاک دى.
((وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ ))
(تفسير : يعنې ستاسې اصلي قبله خو همدغه کعبه وه، چې دحضرت ابراهيم(عليه السلام) له زمانې راهيسې پاتې ده، دڅو ورځوله مخې چې ستاسې قبله بيت المقدس ټاکلى شوې وه ؛ يواځې دامتحان له پاره و، چې څوک له تاسې امر منونکي پاتې کيږي؟ اوڅوک مخ اړوي؟ نورهرڅوک له دوى څخه چې پر ايمان باندې ولاړ پاتې دي، دهغوى درجې لوړې دي.
فائده: په دې آيت کې ( لنعلم ) چې دمستقبل صيغه ده اوپه ( حتى نعلم ، فليعلمن ، لما يعلم الله، لنبلونکم ، الا لنعلم ) اونورو آيتونو کې چې دمستقبل کلمې راغلي دي له دغو ټولو څخه له ورايه داسې معلوميږي چې نعوذ بالله د الله تعالى(ج) علم پردغو پېښو باندې وروسته حاصل شوى دى، اوپخوا له دې نه پردې شيانو دالله تعالى علم نه و،حال داچې د پاک الله (ج) علم په هرشي قديمي دى: ( کان الله بکل شئ عليماً ) علماوو ددې ځواب په څو ډولو سره ورکړى دى: ځينې له ( علم ) څخه متميز او بېل بيل کول مرادوي، ځينې يې آزموينه او امتحان بولي، ځينو دداسې علم معنا رؤيت ګڼلى دى، ځينودا دمضارع صيغې دماضي په معنا تعبير کړي دي، ځينو د ( علم ) حدوث نبي کريم(ص) اومؤمنانو ته راجع کړى دى، يايې دمخاطبينو په لوري ګرځولى دى، ځينې لوى محققين هغه ( علم ) حالي بولي، چې له وجود څخه وروسته ښکاره اومتحقق کيږي، اوپه هغه باندې جزا او سزا، مدح اوذم مترتب کيږي، اوهمدا يې غوره کړى دى، ځينو راسخينو مدققينو ددې په نسبت دوه دقيق او انيق بيانونه فرمايلي دي: د يوه خلاصه داده چې د ( أن الله قد احاط بکل شيئ علماً ) له ارشاد سره سم ټول شيان له اوله تر آخره ، له حقير اوعظيم نه نيولې تر قليل او کثير پورې د پاک الله(ج) په حضور کې موجود دي، اودټولو شيانو علم له هغه سره غونډ اويوځاى دى، دهغه په علم کې هېڅ ډول تقدم اوتاخر بيخي نشته، مګر داموجودات بېشکه په تناسب سره يو له بله وړاندې وروسته شمېرل کيږي، خو د الله تعالى(ج) په علم کې ټول سره يوځاى لکه يوشى موجود دي، نوځکه دلته ماضي ، حال ، استقبال اېستل بېخي غلط کار دى، البته په هغه تقدم اوتاخر کې چې دوى يې يو له بله سره لري ؛ دا درې واړه زمانې
بالبداهت جلال جلا څرګنديږي، نو الله تعالى(ج) په خپل کلام کې دمقام اوحکمت په لحاظ کله په شيانو کې له هغه څه نه چې ده ته معلوم دي له خپل علم سره سم کلام فرمايي اوکله ددې واقعاتو دتقدم او تاخر لحاظ کوي، په ړومبني صورت کې ديوه دقيق فرق په لحاظ تل دماضي يا دحال صيغه استعماليږي، اود استقبال صيغه هېڅ نه مستعمليږي اوپه بل صورت کې دماضي په ځاى ماضي اودمستقبل په موقع استقبال اودحال په مهال کې حال استعماليږي، په هرځاى کې چې راتلونکي واقعات د ماضي په الفاظو سره بيان فرمايي لکه: ( ونادى اصحاب الجنة ) اوداسې نور، نو هلته دا لحاظ شوى دى چې دحق تعالى(ج) په مخ کې هغه ټول سره مستحضر اوتر نظر لاندې دي، اوهرچيرې چې تيرى شوى وخت د استقبال په صيغه سره بيان شوى دى لکه ( الا لنعلم ) اونور نوهلته د استقبال لاندې ده چې دماقبل په نسبت مستقبل دى مگر دالله (ج) دعلم په نسبت مستقبل نه دى چې دهغه دعلم په نسبت دحدوث توهم وشي
دبل تحقيق خلاصه داده چې موږ ته داشياوو علم په دوه ډوله حاصليږي يو بلاواسطه بل په واسطه سره، مثلاً موږ كله اور په خپلو سترګو وينو اوكله مو له سترګوپټ وي اودهغه دلوګي له ليدلو څخه دهغه په وجود باور كوو، اوډېرځلې ددې دواړو علم موږ ته يوځاى اويوله بل سره ګډ حاصليږي، مثلاً كله چې موږ اور په خپل مخ كې ګورو ښكاره ده چې اور اولوګى يې دواړه يوځاى زموږ په نظر كې راځي نوپه دې صورت كې په دواړو قسمونو زموږ علم په اور باندې حاصل شو، هم بلاواسطه ځكه چې موږ اور په خپلو سترګو ګورو، اوهم په واسطه سره، يعنې د اور علم دلوګي په واسطه او دا دواړه علمه يوځاى څرګندشوي دي، وړاندې او وروسته پكې له سره نشته. دلته علم بالواسطه په علم بلا واسطه کې داسې محو او ورک شوى دى چې هغه ته هېڅ فکر اوخيال هم نه ورځي ، همداسې کله ددو شيانو علم هم بلا واسطه يوځاى حاصليږي، مثلاً که لوګى او اور دواړه سره يوځاى ووينو په دې ډول کله ديوه شي علم بلاواسطه اوددوهم شي علم د اول شي دعلم په واسطه يوځاى سره حاصليږي، مثلاً دلوګي علم د اور په واسطه دواړه يوځاى سره پيداکيږي، مګر کله چې قلم په خپل لاس کې اخلو او پرې ليکو، که څه هم لاس اوقلم يوځاى سره خوځيږي؛ خوبياهم داسې ويلى کيږي چې ړومبى لاس وخوځيده اوبيا قلم دهغه په واسطه په حرکت باندې راغى ، نوله دې کبله سره له دې چې علم په دوو شيانو يوځاى حاصل شوى وي مګر بياهم سليم عقل هغه علم چې بې واسطې حاصل شوى وي خامخا پر هغه علم مقدم بولي چې په واسطه سره حاصل شوى وي
څه مهال چې داخبرې درښکاره شوې نو اوس واورئ: کله چې عليم خداى(ج) ته دټولو شيانو علم په دواړو ډولو سره شته يعنې بلاواسطه اوبالواسطه يعنې (دلوازمو سره له ملزوماتو اودملزماتو سره له لوازمو ) اودا دواړه علمونه له ازله سره برابر اويوځاى دي، اګر که ديوه شي بالواسطه علم په بلا واسطه علم کې بېخي ورک اومحو شي اودداسې شي بلاواسطه علم او دبل شي له بالواسطې علم سره برابر او يو ځای دی او دواړه قديم دي ګواکې بلا واسطه علم يې په مذکوره طريقه سره مقدم او بالواسطه علم يې مؤخر وګڼی، نو هرچيرې چې د الله تعالی دعلم ذکر داستقبال په صيغه يا داستقبال په معنی کې ومنده شي هغه د بالواسطې علم په لحاظ دی، او دزمانې په اعتبار هيڅ تفاوت پکې نشته او هرچيرې چې ماضي يا حال مستعمليږي، هلته بلا واسطه علم مراد دى، اود بالواسطې علم په اعتبار سره دکلام په فرمايلو کې داحکمت دى چې دالله تعالى(ج) د کلام مخاطبان بنيادمان دي او انسانانو ته دزياترو شيانو علم بالواسطه وي، نو ځکه هرچېرې چې لوى خداى(ج) دخپل علم ذکر داستقبال په صيغه فرمايلى دى نوداهمغه امور دي چې بنيادمانو ته بلا واسطه نشي معلومېداى، که په داسې ځايونوکې له انسانانو سره بلا واسطې دعلم په اعتبار کلام وکړى شي نو پردوى پوره الزام نه اوړي، اوهرچېرې چې هسې حکمتونه اومصالح تر نظر لاندې نه وي نو هلته د بلاواسطې علم په اعتبار دماضي يا دحال صيغه استعماليږي، مګر کله چې انسانانو ته دهغو شيانو بلاواسطه علم هېڅ په لاس نشي ورتلاى اوددغو وسايطو علم پخوا دهغو له وجوده انسان ته امکان نه لري، اوله همدې امله چې دهغو ټول علوم سره برابر اويوځاى نه حاصليږي نودوى پاک الله په خپلو ځانونو قياسوي، اوداستقبال دصيغې د اورېدلو ځنې د حدوث په فکر کې لويږي، او حيرانيږي چې دالله تعالى(ج) په علم کې حدوث ثابت شو، مګر هغه پوهان چې له هسې نکاتو څخه واقف اوپوه وي داټول سره سم او يوله بله سره مطابق ګڼي. ( والحمد لله ).
((وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ))
(تفسير: بيت المقدس ته دلمانځه حکمت:
ړومبى زمونږ دپيغمبر(ص) له پاره ( بيت الله شريف ) قبله مقرره شوې وه، بيادڅه وخت له پاره د امتحان په توګه ( بيت المقدس ) قبله مقرره شوه، اوټول پوهيږي چې امتحان په هغه شي کې وي چې پر نفس باندې دروند وي، نو پاک الله(ج) فرمايي چې بېشکه دکعبې شريفې په ځاى بيت المقدس قبله ګرځول پر خلکو ښه ونه لګېدل، په عوامو مسلمانانو له دې سببه چې هغوى عموماً عرب او قريش اود کعبې شريفې په افضليت معتقد وو، کله چې په دوى ددوى له خيال، عادت، رسم اورواج ځنې مخالف کار تحميل شو نو متاثر شول، اودخو اصو د وېرېدلو سبب داو چې: دابراهيمي له هغه دين ځنې دا عمل مخالف و چې دوى دهغه په موافقت مامور و، او هغه اخص الخواص چې دسليم ذوق خاوندان اود مراتبو دتمييز لياقت يې درلود هغوى دبيت الله په مقابل کې بيت المقدس ته درېدل معکوسه ترقي ګڼله ، مګر هغه ذوات چې په حکمتو او اسرارو پوهېدل اود ايماني فراست په رڼا کې دکعبې شريفې اود بيت المقدس په مراتبو بېل بېل خبر وو اوددې دواړو په حقيقت اود مراتبو په فرق سره پوه وو، دوى پوهېدل چې حضرت محمد(ص) دټولو انبياوو دکمالاتو جامع اوددوى رسالت ټولو قومونو او ملتونو بلکې ټول عالم ته شامل دى نوځکه داخبره هم ضروري ده چې د بيت المقدس د استقبال وار هم راشي ، د همدې خبرې له امله زمونږ رسول الله(ص) د معراج په شپه کې له ګردو پخوانيو انبياوو سره هم ملاقات وکړ اوهغه نه وروسته د بيت المقدس د استقبال حکم صادر شو. ( والله اعلم ).
((وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ 143))
(تفسير : يهودانو ويل: کله چې مو اصلي قبله بيت الله وه، نو ستاسې د دومره مودې هغه لمونځونه چې د بيت المقدس په طرف مو کړي دي ټول ضائع شول، ځينو مسلمانانو ته داسې شبهې ور ولوېدې چې : کله چې بيت المقدس زمونږ اصلي قبله نه وه نوهغه مسلمانان چې په هغه حالت کې مړه شوي دي دهغوى په ثواب کې به هم نقصان واقع شوى وي البته ژوندي مسلمانان به په راتلونکي زمانه کې دهغه تلافي وکړي؛ نودا آيت نازل شو: ( کله چې تاسې يواځې دخپل ايمان اودپاک خداى (ج) د اطاعت له کبله د بيت المقدس په لوري لمونځ کړى دى نوستاسې اجر او ثواب ته څه زيان نه پېښيږي.
قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ ﴿144﴾
یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چه ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه۔ او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى
(تفسير : کله چې کعبه اصلي قبله اوله محمدي (ص) کمالاتو سره وړ اومناسبه وه نوله ټولو قبلوڅخه افضله اود ابراهيم (عليه السلام) قبله وه ، له بل لوري يهودانو طعنې او پيغورونه ورکول او ويل يي: دا نبي چې زمونږ له شريعت څخه مخالف اوله ابراهيمي دين سره سم کار کوي ولې زمونږ دقبلې په لوري لمونځ کوي؟ نوځکه ددغو سببو له امله په هغه زمانه کې چې دوى د بيت المقدس په لوري لمونځ کاوه نودهغه په زړه کې تل داسې خبرې ګرځېدلې که د الله تعالى (ج) له لوري حکم راکړى شي چې بيا دکعبې په لوري لمونځ وکړم ، اوپه دې شوق کې به يې کله کله د آسمان په لوري مخ اړاوه ، اوهر طرف ته به يې کتل چې ښايي پر هغې پرښتې باندې يې سترګې ولګېږي چې داسې زيرى ورکړي، نوپه دې مناسبت پرې دغه آيت نازل شو اودکعبې شريفې داستقبال داحکم راغى.
((فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ))
(تفسير : کعبې شريفې ته دمخ ګرځولو حکم: يعنې دکعبې شريفې په لوري، ( مسجد الحرام ) يې ځکه بولي چې هلته مقاتله کول، دحيواناتو ښکار کول، د ونو او وښو پرې کول اونورشيان حرام دي، اوبل هېڅ يو مسجد دومره عزت اوحرمت نه لري لکه چې مسجدالحرام دحرمت او عزت ځاى دى، کله چې دقبلې دتحويل داحکم نازل شو رسول اکرم (ص) له معظمو اصحابه وو سره د ( بني سلمه ) په مسجد کې دماسپښين دجماعت په لمانځه ولاړ وو،او دوه رکعته يې دبيت المقدس په لوري ادا کړي و ، په همدې لمانځه کې يې سره له خپلو مقتديانو د کعبې شريفې په لوري مخ وګرځاوه، اوپاتې دوه رکعتونه يې دمسجد الحرام په لوري پاى ته ورسول، نوپه همدې مناسبت ددې مسجد نوم (ذوقبلتين ) يا ( مسجد القبلتين ) کېښودل شو، يعنې د دوو قبلو مسجد.
((وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ))
(تفسير : يعنې په سفر ياپه حضر کې، په مدينې منورې يا په بل ښار کې، په وچه ياپه درياب کې، په غره ياپه ډګر کې، ياپه خپله بيت المقدس ياپه بل کوم ښارکې، هرچېرته چې يئ د بيت الحرام په لوري لمونځ ادا کړئ.!
((وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ 144))
(تفسير : په تورات کې ددواړو قبلو يادونه: يعنې هغه اعتراضونه چې کتابوال يې دقبلې دتحويل په نسبت کوي هغوى ته هېڅ غوږ مه ږدئ! ځکه چې دهغوى په اسماني کتابونوکې داخبره ښکاره ده چې خاتم المرسلين (ص) به د څه مودې له مخې د بيت المقدس په لوري لمونځ اداکوي اوپه پاى کې به دکعبې شريفې په لوري لمونځ کوي، اودا هغو ټولو ته معلوم دي چې دمحمدي امت اصلي اودائمي قبله به دابراهيمي دين سره سمه وي، نوځکه هغوى دا دقبلې تحويل هم حق ګڼي، خود رخې او حسد له مخې هرڅه يې چې په خوله راځي هغه وايي، الله تعالى(ج) ددوى په ټولو خبرو ښه عالم دى اوددوى د ويناوو نتائج به يوه ورځ هغوى ته څرګند کړي.
وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ بِكُلِّ آيَةٍ مَا تَبِعُوا قِبْلَتَكَ وَمَا أَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿145﴾او یقینًا كه ته هغو كسانو ته چې ورته كتاب وركړى شوى دى، هره نښه (هر قسمه دلیل) راوړې (بیا به هم) هغوى ستا د قبلې تابع نشي او ته (هم) د هغوى د قبلې تابع كېدونكى نه يې، او د دوى بعضې د بعضو نورو د قبلې تابع كېدونكي نه دي، او یقینًا له دې نه پس چې تا ته علم راغى، كه چېرې ته د هغوى د خواهشاتو تابع شوې (نو) یقینًا یقینًا ته به په دغه وخت كې له ظالمانو نه يې
(تفسير: کعبې ته دمخ ګرځولو حکم د تل له پاره دى:
يعنې کله چې خبره داسې ده چې کتابوال دا د قبلې استقبال حق ګڼي خو د رخې ، عناد او حسد له امله دهغه له حقيقت څځه سترګې پټوي، نوله هغوى څخه د خپلې قبلې د موافقت هيله بېخي مه لرئ! دوى خوداسې متعصب دي، که ته هغه ټولې ممکن الوقوع نخښې دوى ته وښيې خوبياهم ستا قبله نه مني، دوى خوپه دې غوښتنه او ارزو کې دي چې په څه ډول تاسې دخپل ځان تابع وګرځوي، نو له همدې امله داسې ويناوې کوي : ( که ته زمونږ په موجوده قبله باندې ټينګ پاتې کېداى نو مونږ به باور کاوه چې ته همغه موعود نبي يې، ښه! ددوى مطلب دا و چې ښايي ته بيا د بيت المقدس په لوري لمونځ وکړې! مګر ددوى داخيال چټي او باطل دى، ته هېڅکله دهغوى دقبلې متابعت نشې کولى، ځکه چې دادکعبې استقبال تر قيامته پورې نه شي منسوخ کېداى، او کتابوال دې دنورو متابعت دخپلې قبلې په نسبت وروسته پرېږدي، ړومبى دې په خپلو منځوکې دوى دقبلې جګړه صافه کړي ځکه چې کتابوال يو له بله سره دقبلې په امر کې ډېرې جګړې اوخبرې لري ، ديهودانو قبله د بيت المقدس صخره ده اودنصرانيانو قبله د بيت المقدس هغه شرقي خواده چې دحضرت عيسى (عليه السلام) روح پكې پوکول شوی و، کله چې دوى په خپلو منځوکې نه جوړيږي نو له مسلمانانو څځه ددې نقيضو متابعت غوښتل يواځې جهل او حماقت دى.
((وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذَاً لَّمِنَ الظَّالِمِينَ 145))
(تفسير : يعنې قطع نظر له دغو دلا ئلو څخه که د لږې مودې له مخې دا ومنله شي چې نعوذ باالله زمونږ رسول الله (ص) دکتابيانو دقبلې متابعت د وحيې له نزوله اويقيني علم څخه په خلاف وکړي نوپه دې محالِ تقدير دوى بېشکه د بې انصافو له ډلې څخه شمېرل کېږي، اوله يو نبي څخه دداسې شنيع امر کېدل ممکن الوقوع نه دى، نو ښکاره شوه چې دکتابوالو دقبلې متابعت له تاسې څخه له سره ممکن نه دى، ځکه چې بېخي له علمه چَپ دى، يعنې جهل او ګمراهي ده