شعر پیژندنه
4.64K subscribers
31 photos
11 files
50 links
السلام علیکم محترمو ګډونوالو دلته تاسي ته دشعر په اړه درسونه او معلومات نشروو
او تل به دلته راسره پاته وي
هیله ده راسره اوسئ
تبادلې لپاره👇
@tashfin123
Download Telegram
د شعر موسیقي پۀ څو ډوله ده؟
قطعه:
اندېښنه که پر غره کېږدې
غر به هم لکه وېښته کا
خوار سړی ملامت نه دی
که په غم کې ځان اوبه کا

هندسي جوړښت یې
a
b
c
b
رباعي
طامع همېش وي په انتیزار کې
اب یې دمخ ځي په هر دربار کې

ګنج چې دصبر پیرمحمد بیا موند
توانګر باله شي په دا دیار کې
هندسي جوړښت یې
a
a
b
a
غزل:
چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دي دوطن اخیري جنګ شي
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي
تر څو به دوی په کلي کلي ګرځي دا به وایي
چې دا مېنه دي ورانه شي او هغه کور دي ړنګ شي
زموږ زلمي چې جنګ ته هڅوي نو ورته وایي
چې هسې که مو کېښودې نو تورې به مو زنګ شي
که ګورې له لستوڼي به یې سور خنجر راوځي
دروېشه چې روان درسره دلته څوک په څنګ شي
هندسي جوړښت یې
a
a

b
a

c
a

d
a

e
.....
غزل:
a
a
b
a
c
a
d
a

e
a
........

رباعي هندسي جوړښت
a
a
b
a

قطعه هندسي جوړښت
a
b
c
b