دټولو ملګرو دې پام وي
نور (دلرېش عمرزی) په (راتب ریان)بدل شو
داچې ولې او څنګه بدل شو
دا په ویلو سړی ستړی کوي
بس داغسي یې ومنئ
مننه
ورور مو محمد داود راتب
نور (دلرېش عمرزی) په (راتب ریان)بدل شو
داچې ولې او څنګه بدل شو
دا په ویلو سړی ستړی کوي
بس داغسي یې ومنئ
مننه
ورور مو محمد داود راتب
رسيږي او بنسټګر يې فرانسوي مرنټن بلل شوی، چې په ( ۱۵۸۰ م ) کال يې د دې ډول ليکنو ټولګه چاپ شوې ده، وروسته له هغې بيا ډاکتر جانسن، اسټيل او نورو د دې ادبي ژانر په وده او پرمختيا کې ونډه واخيسته او دې ژانر ته وده او پرمختيا ور کړه چې له کبله يې دا ادبي ژانر د لويديځو ادبياتو په منځ کې د يو ځانګړي ژانر په توګه پوره عموميت پيدا کړ.
په پښتو ادب کې د دې ډول ليکنو تاريخي بهير په دوه سترو جغرافيوي برخو يا حوزو کې مطالعه کوو :
الف – په پښتونخوا کې د ادبي ټوټې ليکنې بهير :
په پښتونخوا کې د ادبي ټوټې يا ( لطيف ادب ) ليکنې بهير له انګريزي او اردو ادب څخه په مستقيم يا غير مستقيمې اغېزمنتيا سره د شلمې مېلادي پېړۍ په لومړيو لسيزو کې پيل کيږي.
د ( زرينې څانګې ) اثر ليکوال د څرګندونو له مخې په پښتو ادب کې لومړي ځل لپاره د منثور شعر يا ادبي ټوټې چې په پښتونخوا کې ورته لطيف ادب وايي ليکنه ارواښاد سيد راحت زاخيلي پيل کړې ده، نوموړی لومړنی ليکوال دی چې په پښتو ادب کې يې د لطيف ادب د بنسټ ډبره ايښې ده او کله چې د پښتو د نورو هنري نثرونو ( لنډه کيسه، ناول، طنز او ...) غوندې په دې برخه کې هم کاميابه او بريالۍ تجربه کړې ده، له سيد راحت زاخيلي وروسته چې چا د دغه ځانګړي ژانر په ليکنه کې خپل قلمي ځواک ازمويلی او ليکنۍ تجربه يې کړې ده، په هغه کې صنوبر کاکاجي، امير حمزه شينواري، عبدالخالق خان خليق، ماسټر عبدالکريم، دوست محمد کامل، ميا احمد شاه، مهدي شاه مهدي، محمد اشرف مفتون، قلندر مومند، رشيد علي دهقان، محمد لطيف وهمي، همېش خليل، مراد شينواری، ربنواز مايل، سليم راز، ايوب صابر، سعدالله جان برق، اجمل خټک او نورو نومونه د يادونې وړ دي.
د دغو ليکوالو د ادبي ټوټو بېلګې په بېلابېلو موقته خپرونو کې وخت په وخت خپرې شوي دي، خو د ځانګړو ټولګو يې چا د چاپولو او خپرولو هڅه نه ده کړی، البته د دې ادبي ټوټو ځينې بېلګې له تکلونو او نورو ادبي ليکنو سره يوځای د راحت په افسانو نوي کتاب کې او همدارنګه د ماسټر عبدالکريم په ( ځولۍ ګلونه ) او د حمزه شينواري په ( ژور فکرونه ) نومې اثر کې موندلای شو.
د يادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې د ادبي ټوټې نثءي ژانر لازمه وده او پرمختيا نه ده کړې او دې نثري ژانر ته د ليکوالو لازمه پاملرنه نه ده وراوښتې، ښايي يو ستر لامل يې هلته پر شعر او شاعرۍ برسېره د نورو نثري هنري ادبي ژانرونو په ځانګړې توګه د لنډې کيسې، ناول، ډرامې او نورو ډېره وده او پرمختيا وي، چې د ي، خانګړي ادبي ژانر په توګه د ادبي ټوټې د پرمختګ او ورته د ليکوالو د پاملرنې مخه يې لږ و ډېر نيولې وي.

په افغانستان کې د ادبي ټوټې ليکنې بهير:سمول
زمونږ په هېواد کې په پښتو ادبياتو کې د ادبي ټوټې ليکنې پيلامه د روانې هجري لمريزې پېړۍ لومړيو دوو لسيزو ته رسيږي او بنسټګر يې ارواښاد استاد پوهاند عبدالحی حبيبي ګڼل شوی او منل شوی، چې د لنډې کيسې او ډرامې په څېر د ادبي ټوټو او تکلونو مرغلرې يې هم پېيلې دي، تر ده وروسته بيا نورو ډېرو ليکوالو په دغه ډګر کې خپل قلمي ځواک ازمويلی او د يو ځانګړي ادبي نثري ژانر په توګه يې د روانې هجري لمريزې پېړۍ په درېمه او څلورمه لسيزه کې پوره وده او پرمختګ وکړ چې په هغې کې د ليکوال د علمي او ادبي روزنې لپاره ډېر علمي ادبي فرهنګي مرکز په توګه د پښتو ټولنې شته والی او په درېمه لسيزه کې د ويښ زلميانو د سياسي غورځنګ رامنځته کېدو ډېر ارزښتناک رول ترسره کړی دی، د دغې لومړۍ دورې په ليکوالو کې د ارواښاد ګل پاچا الفت، ارواښاد استاد قيام الدين خادم، ارواښاد استاد پوهاند صديق الله رښتين، ارواښاد محمد موسی شفيق او په دوهمه دوره کې د ارواښاد عبدالشکور رشاد، اوراښاد عبدالله بختانی خدمتګار، محمددين ژواک، حبيب الله تږی، سعدالدين شپون،ارواښاد محمد ګل نوري او په نوې درېمه دوره کې د محمد جان فنا، پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار، حبيب الله رفېع، سليمان لايق، عبدالرؤف قتيل خوږياڼی او نورو نومونه د ادبي ټوټو د پياوړو ليکوالو په توګه د يادونې وړ دي.
د لومړۍ او دوهمې دورې ليکوالو سربېره پر دې چې ډېرې ادبي ټوټې يې د هېواد په بېلابېلو موقتو خپرونو کې وخت پر وخت خپرې شوي دي، د ادبي ټوټو غورچاڼ ځانګړې ټولګې يې هم چاپ شوي دي، چې د هغې له جملې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت بله ډيوه، نوی سبک او نوی ادب او غوره نثرونه، د استاد قيام الدين خادم نوي ژوندون او خيلي دونيا، د استاد صديق الله رښتين د ښکلا وږمه او د ژوند پلوشې، د استاد بې نوا پرېشانه افکار ( چې په پرله پسې توګه په کابل مجله کې خپره شوې )، د عبدالله بختاني خدمتګار، مرغلرې، د محمد دين ژواک راز او نياز او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
د يادونې وړ ده چې وروسته هم تر ننه پورې د دغه ادبي ژانر د ليکنې لپاره وخت پر وخت هڅې او هلې ځلې کيږي، ځينې ليکنې د ادبي ټوټو په نوم په خپرونو کې خپرې شوي او لا هم خپرېږي او ځانګړو ټولګو په توګه هم چاپ شوي، خو زياتره يې د معيار له مخې ناپوره او ناکره دي، چې ښايي يو ډېر ستر لامل يې پر شعر سربېره نورو هنري نثري ادبي ژانرونو لکه لنډې کيسې، ناول، ډرامې او نورو ليکنو ليکلو ته د ليکوالو زياته پاملرنه وي، چې په اوسني وخت کې يې د دې ادبي ژانر د ليکلو ، ودې او پرمختګ مخه نيولې وي.
په هر صورت د روانې هجري پېړۍ په درېمه او څلورمه لسيزه کې زمونږ په هېواد کې دغه ادبي ژانر ښه وده او پرمختګ کړی دی، ډېر عموميت يې پيدا کړی دی، ډېرو پياوړو ليکوالانو دې ډګر ته مټې رانغاړلې دي، هغه د ( زرينې څانګې ) د ليکوال په وينا چې ( ځينې په دې لار کې د استادۍ درجې ته رسيدلي او منثور شعرونه ( ادبي ټوټې ) يې د ادبي معراج لوړ پوړ ته رسولي دي، ارواښاد استاد الفت او ارواښاد محمد جان فنا د ادبي ټوټې د ادبي معراج لوړو پوړيو ته ورختلي دي).

دنظم او نثر ترمینځ توپیر
موږ ټول په دې پوهېږو چې ادبيات د څرنګوالي له مخې په دوو ډلو ويشل شوي دي چې يو یې نظم او بل یې نثر دی او باید په دې پوه شو چې د نظم او نثر ترمنځ خورا ډېر توپیرونه شته، له همدې امله ما خپله دغه لیکنه د نثر او نظم د توپیرونو د سرلیک لاندې جوړه کړې ده. د دغې لیکنې په پيل کې مې د نظم او نثر بېل بېل تعريفونه کړي دي او ورپسې مې د دواړو ترمنځ توپیرونه تشريح کړي دي.
نظم
نظم په لغت کې د مرغلرو پييلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې موزون او قافيه وال وي. يا په بل عبارت: نظم د هنري ادبياتو هغې برخې ته وايي، چې په اشعارو کې بېلابېل مفاهيم پراته او د نثر نه يې توپير وشي.
شعر
عربو شعر داسې تعريف کړی دی: شعر په لغت کې پوهې او خبرېدو ته وايي. اصطلاحاً هر بليغ کلام او سپيڅلې خوندورې وينا ته چې وزن او قافيه ولري شعر وايي، نو وزن او تول د شعر مهم رکن دی.
صديق الله رښتين شعر داسې راپيژني:
شعر د هغو لطيفو، نازکو احساساتو، تخيلاتو او هغو معانيو څخه عبارت دی، چې د موزونو او رنګينو الفاظو په جامه کې راوړل شي.
دالفت صاحب په وينا: شعر هغه وينا ده، چې الفاظ يې ښکلي وي او ويونکي په کې فکر، پوهه، ذوق، د زړه هيجان او د روح اغېزه سره ګډه کړي.
محمد صديق روهي شعر داسې راپېژني: د آهنګ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقيعت تخيلي او بيا ځلي انځورولو ته شعر ويل کيږي.
د احسان طبري په اند شعر د څلورو ضروري شيانو درلودونکی وي:
۱_ مفکوره (اندېشه)
۲_ احساس
۳_ تخيل
۴_ آهنګ او وزن
د شعر ډولونه:
پښتو ژبه دوه ډوله شعرونه او نظمونه لري: چې يو ډول يې ولسي او ملي شعرونه دی، چې ځانته خاص ملي وزن لري؛ لکه: لنډۍ، نارې، کاکړې، غاړې، نيمکۍ، بګتۍ، چاربيتې، بدلې او داسې نور. همدارنګه دوړې، متلونه، د کمکيانو وزمينې سندرې، ساندې، فالونه، للوګانې او نور هم د ولسي ادب په چوکاټ کې راتلای شي.
بل ډول يې ديواني او عروضي شعرونه دي، چې د عربي او فارسي سره برابر په يوه قاعده ويل شوي دي. په عروضي ډوله شعرونو کې: قطعه، رباعي، غزل، بوللـــه يا قصيده، مثنوي، مربع، مخمس، مسدس، ترکيب بند، ترجيح بند او نور شامل دي.
نثر
نثر په لغت کې پاشلو، شيندلو، تيتولو او خورولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې د وزن له قيد نه خالي او ازاد وي.
په خبرو اترو کې نثر د شعر او نظم نه ړومبی دی، خو د پښتو ادب په لاس ته راغلو ليکلو آثارو کې شعر د نثر څخه دمخه ميندل شوی او لاس ته راغلی دی.
د نثر لومړی اثر چې زموږ په تذکرو کې د هغه نوم ذکر شوی هغه د محمد هاشم سرواني د ((سالو وږمه)) نوميږي، چې ورک دی. بيا په ۶۱۲ هجري کال کې د سليمان ماکو تذکرة الاولياء څو پاڼې پيدا شوې دي. د دې سند نه وروسته د روښانيانو په وخت کې مسجع نثر د ميا روښان او اخون دروېزه له خوا را منځ ته شوی دی.
د ۱۰۰۰ هجري نه وروسته ورځ په ورځ نثر ساده شوی او هم يې پرمختيا موندلې او تکامل يې کړی دی، چې د دې لوی اديب او مبتکر په خپله خوشحال خان ؤ، د نثر دا دوره تر ۱۳۰۰ هجري پورې رسيږي.
په اوسنۍ دوره کې د مولوي احمد، منشي احمد جان، مير احمدشاه رضواني او راوروسته د ماسټر عبدالکريم، قيام الدين خادم، عبدالحی حبيبي، ګل پاچا الفت، صديق الله رښتين، عبدالرؤف بېنوا، عبدالشکور رشاد او د کوزې پښتونخوا ليکوالانو نثر ساده او روان دی.
د نظم، شعر او نثر ترمنځ توپیرونه
اوس داسې شعرونه شته، چي قافيه او وزن په کې نه وي، کټ مټ د نثر په ډول وي. ځکه نو د نظم او نثر ترمنځ څه ځانګړې پوله نه شته؛ خو بيا هم زياتره شعرونه، په تېره ديواني شاعري، وزن او قافيه دواړه لري. خو نثرونه له دې قيد څخه ازاد دي. د شعر اصلي شکل کې د جملو څپي سره برابرې وي، خو نثري جملې د څپو د شمېر له بنديز څخه ازادي دي دا ځکه چې د شعر جملو ته مسرې وايي او د نثر واحد ته جمله وايي.
دوهم لوي توپير يي: نثرونه د عملي استفادي لپاره وي، يعني يو مقصد په مخکي لري، عملي ګټه اخيستنه په کې مطرح وي، د ساري په توګه يو څوک تاريخ د تېر په اړه د معلوماتو پيداکولو په مقصد لولي؛ خو شعر د ښايست لوښي دي. موږ ګل ته د دي لپاره ودرېږو، چي ښکلي دي، ښايست لري؛ چې دا شاعرانه کار دي. خو بل تن له ګلاب څخه عرق ګلاب شربت جوړوي او هغه څښي، نو عرق ګلاب چې تري جوړوي، هغه د نثر ليکونکي کار وکړ او ګل چې د ښکلا او ښايست لپاره کري، کار يې شاعرانه دی.
درېيم توپير: په شعر کې هم مانا او هم اهنګ مهم دي. په شعر کي تجنيس وي، وزن په کي وي، اهنګ وي په کې……لنډه دا چي په شعر کې آواز او شکل دواړه مهم دي؛ خو په نثر کې موږ يوازي د کلمو مانا ته ارزښت ورکو. د شعر له کلمو دا انتظار لرو، چي کلمي يي څو څو ماناوې ورکړي. که په شعر کي يو ګل يادو؛ نو مطلب مو هم همدا ګل وي، چي وينو يي، هم مو معشوق ته اشاره کړي وي؛ خو په نثر کې کلمي هماغه يوه مانا ورکوي.

څلورم توپير: په شعر کي د مسرو ترمنځ ډېر شديد پيوستون ته اړتيا نه شته. شعر د خيال بچوړي دي. خيال لکه خوب داسي؛ په يوه شېبه کې په کابل کې يو، بله شېبه کې پاريس کې، بله شېبه د غره پر سر او بيا هماغه شېبه د سمندر پر څپو سړي وي. دا د خيال ځانګړني دي؛ خو نثر داسې نه وي. له نثر څخه تمه دا ده چې جملي يې پياوړې پيوستون سره ولري. د دي خبري په ځواب کې چې د نثر لپاره يادې شوې ځانګړنې ښايي په شعر کې هم وليدل شي او دا شان د شعر ځانګړني په نثر کې ومومو؛ نو دا لکه چې د نثر او شعر ترمنځ کومې څرګندې پولې نه شته؟
په دې اړه استاد غضنفر ووايي: ځني وګړي وايي چې د نثر او شعر په نامه جلا فورمونه او ژانرونه نه شته! ښکاره ده چي د نثر او شعر ډېرې ښکاره پولي نه شته. د ساري په توګه د ارواښاد ګل پاچا الفت «غوره نثرونه» يوه له هغو نثري بيلګو څخه ده، چې که څه هم قافيه او وزن په کې نه ليدل کېږي؛ خو د شعر زياتره ځانګړنې لري. خو الفت صيب يي بيا د غوره نثرونو په نامه يادوي. داسي نظمونه هم شته چې ورته وايي نظم او شعر؛ خو خبري يي د نثر وي. پخوا يو شمير تعليمي، تاريخي او مذهبي کتابونه و، چې په نظم ليکل شوي و. په لنډه توګه وايم چي د دو دواړو د جلا کولو کومه غوڅه پوله نه شته. خو له دې سره سره ځني ځانګړنې په شعر کي ډېري ليدل کېږي او ځني ځانګړې دي، چې په نثر کې ډېر شتون پيدا کولای شي.
نظم مو تعريف کړ، چې هر موزون او مقفی کلام ته نظم ويل کېږي، خو که دا کلام مقفی هم نه وي، خو چې وزن ولري نو نظم دی، یعني بنسټیز توکی یې وزن دی. د شعر په اړه مو تر اوږدو بحثونو وروسته دې پايلې ته ورسېدو چې شعر مخیل کلام دی او په اهنګینه ژبه د خیال او فکر عاطفي تړون دی. نثر بیا له نظم او شعر سره جوت توپیرونه لري، په نثر کې وزن وجود نه لري او هره عادي وينا هم نثر کېدای شي

د شعر په هکله د پوهانو او عالمانو له خوا بېلابېل تعريفونه شوي دي، د شعر کلمه اصلاً عربي ده، چې د شعور د کلمې څخه مشتق شوې ده، چې معنايې پوهه او فهم دى.
افلاطون د شعر په هکله ويلي دي (زه ډېر ژر وپوهېدم، چې د شاعرانو د کلام تومنه پوهه نه ده، بلکې د دوى ويناوې او شعرونه د طبيعت د ځينو عواطفو، ذوق څخه رامنځته کېږي او وايي: شاعر په خپل اختيار شعر نه وايي او د هغه شعوري هڅه په هغه کې دخل نه لري، بلکې د شعر ښاپېرۍ دي، چې شاعر هرې خواته بيايي او څه چې خوښه يې وي هغه وايي.)
ارسطو شاعري الهام نه بولي، بلکې د انساني کوښښ پايله يې بولي، د افلاطون په وخت کې موذون کلام شعر بلل کېده، خو ارسطو وزن او قافيه د شاعر لپاره اړينه نه بولي او شاعري بايد اسانه او ساده وي، چې هرڅوک پرې پوه شي.
نامانوس کلمات بايد استعمال نه شي، تر ټولو مهمه داده، چې په شعر کې د تشبيه او استعارې څخه مرسته وغوښتل شي او همدارنګه ارسطو مبالغه، اغراق، غلو او افراطي ويناوې په شعر کې روا بولي، خو په دې شرط چې د هغې کارول په هنر سره وشي.
شعر هغه موزون کلام دى چې د مخيلاتو څخه مرکب وي او مخيلات هغه خيالي قضايا دي، چې نفس د انبساط او انقباط باعث ګرځي، شعور د طبيعت د جمال تصوير دى او هر هغه شى چې پر زړه تاثير کوي او په انسان کې تعجب، جوش، جذبه پيدا او تحريک کړي، هغه شعر دى، د پټو حقايقو ظاهري نقش او ښکاره صورت دى.
شعر هغه موزون کلام دى، چې د انسان پر احساساتو او عواطفو کې تحريک پيدا کړي او يا هم شعر هغه ساده وينا ده، چې احساسات او باطني هېجانات ورسره ګډ وي.
د پښتو ژبې لومړنى شاعر امير کروړ وه، پښتو شعر له همغه پيل نه د ژوند شعر وه او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه يې په کې منعکسېدل.
نظم کې د وزن اوقافيې په پام کې نيول يو له بنسټيزو شرطو څخه ګڼل کېږي، همدغه شرط دى، چې لارې تنګوي او د مطلب اسانه څرګندولو ته خنډونه جوړوي، خو دا هم کېدلاى شي د نظم او شعر ترمنځ هم لکه د نثر او نظم ترمنځ مناسبت ته ورته يو ډول اړيکې په ګوته شي.
لکه پورته مو، چې د شعر په اړوند بېلابېل تعريفونه ولوستل، شعر زموږ د احساساتو، عواطفو، غريزو او ارزښتناکو اړيکو څرګندونه ده او دا خو ټول هغه ټکي دي چې يوازې د تخيل د خزانې په صندوق کې پيدا کېږي او په شعر کې د شعريت پېغلې ته رنګين اميلونه ورپغاړې کوي.
په شعر کې بايد ډېره قوي او درنه معنا، هنر او ښکلا پرته وي، داسې محتوا چې له لوستلو سره يې لوستونکي په فکرونو کې ډوب شي او له ځانه سره داسې وانګيري چې ګواګې د ده د ژوند له يوې برخې سره اړخ لګوي.
پوهان وايي يو کلام که هرڅومره عالي مفکوره او انکار نه منونکى حقيقت بيان کړي، ډېر ښه وزن او قافيه هم ولري خو که شعريت په کې نه وي، يانې په شعري منطق نه وي ويل شوي او د تخيل عامل يې کمزورى وي نو هغه شعر نه، بلکې نظم دى.
نظم د بډاى تخيل په برکت د شعر ترکچې وده کوي او يوازې له دې برکت اخيستلو نه وروسته دغسې نظم ته شعر ويلاى شو، اما نه هر نظم ته، شعر کېداى شي منظوم يا ازاد وي، مګر د نظم ښکلا يوازې په منظوم والې کې ده، ځينې څېړونکي خو لا د لوړ تخيل لرونکي نثر هم د شعر په نامه يادوي، د بېلګې په توګه که يو چاته څوک ووايي چې (سړيه ګوره ته خپل د زړه ټولې خبرې ماته بې تشويشه وکړه او زه به کوښښ وکړم چې بل چاته يې ونه وايم) دا يو ساده نثر دى مګر که همدغه شى په دې ډول بيان کړو چې (که ته ماته د خپل زړه ورپرانېزې او د هغه غوټې راته وسپړي نو په دې پوه شه چې زما سينه د رازونو يوه داسې ضد وقچه ده چې اووه قلفه او اووه مهرونه ورباندې لګېدلى دى) دا ځل کولاى شو چې نوموړى بيان منثور شعر وبولو.
د الفت صاحب نثري کلياتو کې ډېر داسې مثالونه شته، چې منثور شعر ورته ويلى شو.
(روهي ، د شعر پېژندنې، ٦٥) وايي: د يونان فيلسوف ارسطو نه رانيولې تر نن ورځې پورې عام تصور دادى چې هر نظم شعر نه بلل کېږي، ځکه د شعر اصلي جوهر خيال دى، نو که په نظم کې ذهني انځور او خيال نه وي، دشعر حکم ورباندې نه شي کېداى. د منطق پوهانو په نظر، شعرمخيل کلام دى، وزن او قافيه يې لوازم دى، د دغې مفکورې پر بنسټ ځينو شاعرانو له وزن او قافيې څخه سترګې پټې کړې او داسې شعرونه يې وويل: چې ميترک (تقريباً بيا عروضي) وزنونه او قافيې يې نه درلودل.
ټول (شاعران)شاعران نه دي، ځينې له وزن او قافيې څخه يو اسکليټ تياروي، ځينې بدن انځوروي، ځينې انځور په حرکت راولي او ځينې همدغه حرکت ته معنا او مفهوم وراغوندي او د همېشه توب ټاپه ورباندې لګوي.
په دې ترڅ کې د دغو شاعرانو ډلې ته يو مست لېونى شاعر ورګډېږي.
هغوى ټول په جذبه راولي، طغيان ته يې لمسوي، د ده خبرې عادي نه دي، خوږې دي، خو بې مفهومه غوندې ښکاري.

له نن وروسته به هرو ۳ورځو کې یوپوړ معلومات نشریږي
ترڅو تاسي هم ورسره لږ بلد سئ او څه ناڅه مو حافظه کې پاته سي

شعر پیژندنه pinned «له نن وروسته به هرو ۳ورځو کې یوپوړ معلومات نشریږي ترڅو تاسي هم ورسره لږ بلد سئ او څه ناڅه مو حافظه کې پاته سي»
هر ناظم ته شاعر نه يو ويلاى، خو هر شاعر ته د ضرورت په وخت کې ناظم ويلاى شو.
(هاشمي صاحب) وايي: (د نظم اصطلاح معمولاً د شعر مترادفه، يا له هغې سره په يوه مانا استعمالېږي، حال دا چې ترمنځ يې جوت او ښکاره توپېر شته او هغه دا چې: شعر موذونه او تخيل لرونکي وينا ده او نظم موزونه قافيه لرونکې وينا ته وايي په دې حساب موږ په خپل پښتو او درې ادب کې ډېرې داسې منظومې لرو چې شعر نه دى او يوازې نظم يې ګڼلى شو، لکه ځينې ديني، طبيعي او تاريخي منظوم اثار چې ناظمانو نظم کړي، خود شعريت يا تخيل څرک په کې نه لېدل کېږي، يوازې وزن او قافيه لري نو په دې اساس ويلاى شو چې هره قافيه لرونکې وينا شعر نه شو بللى او لکه چې دمخه مو يادونه وکړه د شعر لپاره شعريت يا تخيل بنسټيز توکى دى.

السلام علیڪم ورحمته الله وبرڪاته
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي أدب ګلبڼ
نېټه:۲۶/جماد الاول/۱۴۴۴
ورځ: شروع

لۀ مهال وېش سره سم به نن عملي کره کتنه وي!
د عملي ڪره ڪتنې لپاره مو د محترم (حماد مالیار) تجنیسي کلام انتخاب ڪړی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تجنيسي کلام
ښېګڼې په روپيو، خدمتونه په بدل¹ دي
خويونه او رسمونه، رواجونه اوس بدل² دي
څه لاړې شي بربادې شي په بدو کې يې ورکړي
د ځينو بې اسرې نْجونو ودونه د بدل³ دي
اغيار مې د بښنې له حدودو نه وتلي
بل شوي مې په سترګو کې اورونه د بدل⁴ دي
دا څوک دی سر ببر او ګرېوان څيرې او زړۀ ماتی؟
په پښو يې د مجنون غوندې پيزار ادل بدل⁵ دي
ګلشن ته د خوشبو په تمه مۀ راځه، بلبله!
ماليار يې جعلي شوی او ګلونه هم بدل⁶ دي

وخت: دماپښین له ۳:۳۰ بجې څخه دماښام تر ۹:۰۰ بجو پورې
فقط استادان او ادیبان ڪولی شي چې پر پورتني شعر باندې عملي ڪره ڪتنه وڪړي

د شاعر پېژندنه!
نوم: حماد ماليار
استوګنځی: کابل
ديني زده کړې: تر دوره حديث
عصري زده کړې: لسم ټولګی
د شاعري پيل: ۶ کاله
نوم: حماد ماليار
استوګنځی: کابل
ديني زده کړې: تر دوره حديث
عصري زده کړې: لسم ټولګی
د شاعري پيل: ۶ کاله
*لۀ مهال وېش سره سم لۀ تاسو سره لاندینۍ پوښتنه مطرح کوم!*
*پاراډوکس څه ده!؟*
*د ادبي ژانرونو په ښکلا کې یې لاس لرل تشریح کړئ!؟*