RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
4.09K subscribers
28.3K photos
13.9K videos
4 files
4.87K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال، د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.
#ملي‌تلویزیون
د نیکاراګوا ولسمشر ډانیل اورتېګا ویلي، چې پر ایران د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ برید دا څرګندوي چې نوموړی له رواني پلوه «بې‌ثباته» دی.

د ډانیل اورتېګا په وینا: "هغه جګړه چې د امریکا ولسمشر یې پرمخ وړي، د هغه چا لپاره معمول دی چې خپل عقل یې له لاسه ورکړی وي او فکر کوي، هر څه (هر ډول ظلم) چې وغواړي کولای یې شي."

نوموړي دغه راز ویلي، د ټرمپ له‌خوا دغې پیل شوې جګړې منځنی ختیځ او نړیوال اقتصاد ګډوډ کړی دی.
#ملي‌تلویزیون
د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او ګوته په ماشه دي.

نوموړي ټینګار کړی، که د ایران پر وړاندې هر ډول اقدام وشي، له خنډ پرته به پر هغو موخو «پیاوړی برید» وشي چې له وړاندې په نښه شوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران له‌خوا د طرحې سپارلو پورې اوربند وغځاوه.
#ملي‌تلویزیون
2👍1
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، امریکا له ایران سره په جګړه کې د خپل هوایي دفاع توغندیو نږدې نیمایي برخه او د شپږو نورو بېلابېلو مهمو کټګوریو پراخه کچه توغندي مصرف کړي دي.

دغو رسنیو د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د تحلیل پر اساس ویلي، چې امریکا په دغه جګړه کې د پېټریوټ او ټاډ هوایي دفاع توغندیو نږدې ۵۰ سلنه او (PrSMs) برید کوونکو توغندیو ۴۵ سلنه مصرف کړي.
#ملي‌تلویزیون
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق وايي، چې کابل به سبا ( پنجشنبه، د غویي درېیمه) د نړیوالو سياليو کوربه وي.

په دې سیالیو کې به له افغانستان، تاجېکستان، اوزبېکستان، قرغزستان، ترکمنستان، ترکیه او ایران څخه شاوخوا ۱۶۰ لوبغاړي ګډون وکړي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه پر ملي‌سپورټ خپریږي.
#ملي‌تلویزیون
2
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي فاریاب کې د یاد ولایت له ځايي مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي حنفي د امنیت ټینګښت او د خلکو هوساینه د اسلامي امارت لومړیتوب بللی او ټینګار یې کړی، چې د خدماتو وړاندې کولو برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

دغه راز د یاد ولایت علماوو او قومي مشرانو د کاري فرصتونو رامنځته کولو، پروژو پلي کولو او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لا ‌ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
#ملي‌تلویزیون
1
د اریانا افغان هوایي شرکت وایي، یوه چارتر الوتکه چې د ایران له یوې کمپنۍ سره یې د یوه کال مودې لپاره تړون شوې، د کابل نړیوال هوایي ډګر ته را ورسېده.

دغه شرکت وایي، یاده الوتکه چې د ۱۲۶ مسافرو د لېږد رالېږد ظرفیت لري، په کورنيو او نړيوالو الوتنو کې به ترې ګټه واخيستل شي.

د اریانا افغان هوایي شرکت په وینا، دغه ګام د مسافر وړونکو خدمتونو د پراختيا او د مسافرو لپاره د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو په موخه ترسره شوی دی.
#ملي‌تلویزیون
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف سره وکتل.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او له افغانستان څخه اوزبیکستان ته صادراتو زیاتولي برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کړي.

دغه راز دې کتنه کې افغانستان ته د اوزبیکستان د والیانو په سفر او بلخ ولایت کې د افغانستان صادراتو، تولیداتو او محصولاتو د مرکز په جوړېدو هم خبرې شوې دي.
#ملي‌تلویزیون
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم، د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي جیلز برټرنډ سره وکتل.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او دوامداره همکاریو پر پراختیا خبرې شوې.

دې کتنه کې د یاد وزارت مرستیال د متقابل درناوي پر بنسټ پر متوازنو اړیکو ټینګار کړی او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې افغانستان سره کېدونکې مرستې په دوامدارو پرمختیایي پروګرامونو بدلې کړي.

همدا راز د یادې ټولنې ځانګړي استازي له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د اروپا دروازې د افغانستان د صادراتو پر مخ خلاصې دي.

ښاغلي برټرنډ ویلي، چې اروپایي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
#ملي‌تلویزیون
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۴م نندارتون په پرانیست‌غونډه کې ویلي، چې اوس‌مهال پر بهرنیو کرنیزو محصولاتو د افغانستان تکیه پام وړ راښکته شوې ده.

د ښاغلي عمري په وینا؛ اوس‌مهال هېڅ بهرنۍ مېوه، سبزي او حبوبات په کورني بازار کې شتون نه لري او ټول له کورنیو تولیداتو او محصولاتو تمویلېږي.
#ملي‌تلویزیون
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د بزګر مېلې او د کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون پرانیستې مراسمو کې وویل، سږ کال د خوراکي توکو له اړخه د ځان‌بسیاینې کال دی.
#ملي‌تلویزیون
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۴م نندارتون نن (چهارشنبه، د غويي ۲مه) په کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري پرانیستل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دغه نندارتون به د روانې میاشتې له دویمې نېټې څخه تر پینځمې پرانیستی وي.

د یاد ننداتون په پرانیست‌غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، ډیپلوماټانو او سلګونه سوداګرو، متشبثینو او بزګرو ګډون کړی وو.
#ملي‌تلویزیون
د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د روسیې له سفیر، دیمتري ژیرنوف سره وکتل.

عامې روغتیا وزارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د درملو په برخه کې د پانګونې او د روغتیایي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

د دغه وزارت په وینا، ښاغلي جلالي پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او د روغتیا په سکټور کې یې د روسیې له تجربو هرکلی کړی دی.

ورته مهال، د روسیې سفیر هم ډاډ ورکړی چې هېواد یې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان لابراتوارونو او ډاکټرانو د ظرفیتونو په لوړولو یې ټینګار کړی دی.
#ملي‌تلویزیون
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور: تېر کال د هېواد په کلیو کې شاوخوا شپږ زره او ۵۰۰ پراختیایي پروژې پلې شوې دي.
#ملي‌تلویزیون
افغان پلاوي د اوزبیکستان د پنبې د کښت له فارم او نساجي کارخونو څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد نمنګان ولایت د پنبې د کښت له فارم او نساجي کارخونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې د نمنګان له والي، عبدالرازق‌اوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړوالي، اوزبیکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز اوزبیکستاني سوداګرو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې د نساجي کارخونو جوړولو، د معدني توکو د پروسس او د درملو تولید برخه کې پانګونه وکړي.
#ملي‌تلویزیون
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ لوړپوړي افغان پلاوي د اذربایجان هېواد د اقتصاد وزارت له مرستیال انار اخندوف، سره وکتل.

په دې کتنه کې اروپايي هېوادونو ته د افغاني محصولاتو پر صادراتو، ټرانزیټي اسانتیاوو، د افغانستان د نفتو او ګازو امارتي شرکت او د سوکار شرکت مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د پانګونې پر فرصتونو او ګډو همکاریو پر زیاتوالي خبرې شوي.
#ملي‌تلویزیون