روان | Rawan
1.96K subscribers
2.61K photos
671 videos
11 files
54 links
1% Club
Figures don't lie, but liars figure.
د پسرلي د ښايستونو کيسه وچې پاڼې.
Download Telegram
د کتاب وروستۍ پاڼه


دې خوا پر څوکۍ ناست کس رانه وپوښتل:

مهاجره یې؟

ومې ویل: هو!
سړی وویل:
ولې په خپل هېواد کې زده‌کړې نه کوې؟

ما د کړکۍ له شیشې بهر وکتل،
څو شېبې چوپه وم،
بیا مې وویل:

واورئ، یوه نجلۍ وه. هر سهار به یې کتاب په غېږ کې نیوه،
یونیفورم به یې اغوست او د ښوونځي پر لور به روانېدله؛
هغې به فکر کاوه چې د ژوند لاره یې له همدې کوچني کتابه تر پوهنتونه رسېږي.
یوه ورځ هر څه بدل شول؛
د ښوونځي دروازه یې پر مخ وتړل شوه.
له هغې ورځې وروسته یې یونیفورم په المارۍ کې ځوړند پاتې شو، کتابونه یې د خونې په یوه کونج کې چوپ شول، او هغه قلم چې پرې یې د خپل راتلونکي انځورونه کښل، وچ شو.
یوه ورځ یې پلار د لور کتاب پرانیسته.
په وروستۍ پاڼه کې یې دا کرښې ولیدې:
زه ډېر څه نه غواړم؛
یوازې غواړم یو ځل بیا کتاب پرانیزم،
څو پوه شم چې زما راتلونکی هم د نورو نجونو په څېر د ژوند حق لري.
د لور غوښتنه دومره کوچنۍ وه چې د یوه کتاب په څو کرښو کې ځایېده؛
خو د پلار لپاره دومره ستره وه چې د لور د دې هیلې د ژوندي ساتلو لپاره یې خپل وطن پرېښود.
نه د شتمنۍ لپاره، نه د سفر د خوند او شوق لپاره؛
یوازې د دې لپاره چې لور یې یوه ورځ بیا کتاب پرانیزي او وویني چې د هغې راتلونکی لا په بشپړه توګه نه دی مړ شوی.
سړي په غمجنه لهجه وويل:
افغانه یې کنه؟
هو: افغانه یم..!!

#حسینه_صافۍ
❤‍🔥9👍4💔3🥰2💯21🔥1
د کتاب وروستۍ پاڼه
🥰10💔4❤‍🔥2👍1🔥1💯1
اولاد باید له خپل مور او پلار څخه راضي وي؛
نه دا چې مور او پلار تل د اولاد څخه د رضایت تمه ولري.
ځکه مورتوب او پلار توب د حق دعوه نه،
بلکې د مسؤولیت منل دي.
اولاد مور او پلار ملکیت نه دی؛
بلکې امانت دی.
نو د ژوند دروازه ورته پرانيزي،
خو د لارې دی ټاکلو حق یې خپل دی.
غوره والدين هغه دي،
چې اولاد یې د دوی په سیوري کې ځان ومومي،
نه دا چې د خپل مور او پلار د مينې محبت لاندې ځان ورک کړي..!!


#حسینه_صافۍ
❤‍🔥83👍1🔥1🥰1💯1💔1
لطفاً، د خپل تېر له امله مه ناهیلي کېږئ!

هېڅوک نه شي کولای زما تېر وخت زما پر وړاندې د وسلې په توګه وکاروي؛
ځکه زه له خپل تېر څخه نه تښتم، بلکې ورسره مخامخ درېږم.
زه نه خپلې ماتې هېروم او نه هغه ورځې چې پکې مې خپل ځان له لاسه ورکړی و. هره تېروتنه مې درس ګرځولې، هره ماتې مې د بیا پیل ټکی بللی او هر زخم مې د کمزورۍ پر ځای د پوخوالي نښه ګڼلې ده.
ما له خپل ژوند له هغو تورو فصلونو سره هم روغه کړې چې یوه ورځ مې د نوم اخیستلو توان نه درلود؛
ځکه اوس پوهېږم چې انسان یوازې د خپلو رڼو ورځو زېږنده نه دی، بلکې له خپلو تیارو هم راټوکېږي.
هغه څه چې ستا لپاره د غیبت موضوع ده، زما لپاره د تجربې یوه پاڼه ده؛
او هغه څه چې ته یې زما کمزوري ګڼې، ما ترې خپل ځواک جوړ کړی دی.
زه د بې‌عیبه ژوند دعوه نه لرم؛
یوازې دومره وایم چې له خپلو ماتو ټوټو مې ځان بېرته جوړ کړی دی.
نو که زما تېر وخت زما پر وړاندې راوړې، اغېز به درباندې ونه کړي؛
ځکه زه له هغې زمانې تېر شوی یم، خو درسونه یې لا هم زما په شخصیت کې ژوندي دي.
خپل تېر وخت مه شرموه؛
که ترې راوتلې یې، نو همدا ستا د ځواک یوه برخه ده.

#حسینه_صافۍ
8❤‍🔥7👍3💯2🔥1🥰1💔1
څوک په ۲۳ کلنۍ کې واده کوي،
خو لس کاله وروسته یې د لومړي ماشوم د راتګ خوښي تجربه کوي؛
بل په ۳۹ کلنۍ کې واده کوي او یوازې یو کال وروسته یې لومړی ماشوم د ژوند په غېږ کې راځي.
یو څوک په ۳۰ کلنۍ کې د مشرتابه مقام ته رسېږي،
خو په ۴۰ کلنۍ کې یې د ژوند سفر پای ته رسېږي؛
بل په ۴۵ کلنۍ کې هماغه مقام ترلاسه کوي او تر ۹۰ کلنۍ پورې ژوند کوي.
نو خپل ژوند د بل چا له ساعت سره مه سنجوئ.
ته نه له چا وړاندې یې او نه له چا وروسته؛
ته د خپل تقدیر په ټاکلي موسم کې غوړېږې.
د ژوند هر انسان خپله شېبه،
خپل موسم او خپله لاره لري.
ځکه بریا تل د وخت په چټکتیا نه سنجول کېږي؛
ځینې ګلونه ژر غوړېږي،
خو ځینې نور د اوږدې خاموشۍ وروسته داسې رنګ اخلي چې د انتظار ټول کلونه پرې ارزېږي.
نو زړه دې مه ستړی کوه،
ځان د نورو له ژوند سره مه پرتله کوه او د ځنډ په نوم خپل ارزښت مه کموله..!!


#حسینه_صافۍ
🥰114💯4🔥1❤‍🔥1💔1
انسان د عقل له مخې تل هغه څه نه کوي چې د ده په ګټه وي؛
کله ناکله یوازې د دې لپاره خپل زیان غواړي چې ثابت کړي لا هم د انتخاب واک لري.


#داستایفسکي
🥰103🔥3❤‍🔥1💯1💔1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ویل یې: ستاسو په اړیکه کې اختلاف شته؟
ومې ویل: نه!
البرټ الیس د توپیراو اختلاف ترمنځ ډېر ژور فرق بیانوي:
که ته چای خوښوې او هغه قهوه؛ نو دا یوازې د ذوقونو توپیر دی.
خو که ته ټینګار کوې چې هغه باید ستا په څېر چای خوښ کړي، نو بیا دا اختلاف دی..!!


#حسینه_صافۍ
12💯4🥰3❤‍🔥2🔥1💔1
زه او هغه؛
د عقل پر خلاف، د ژمنو پر خلاف، د سولې پر خلاف، د هیلو پر خلاف، د خوښۍ پر خلاف؛ د هرې هغې ناهیلۍ وروسته مې بیا هم هغه غوښت..!!

#حسینه_صافۍ
🥰85❤‍🔥3🔥1💯1💔1
ويې ویل: کله واده کوي؟
ومې ویل: ډېر ژر!
د هغه تر تلو وروسته،
تر څنګ ناستې ملګرې مې په حيرانتيا وپوښتل:
تا کله دا پرېکړه وکړه چې واده وکړې!؟
ومې ویل:
دا چې پوښتنه کوی؛
هغوی زما د واده په تمه نه دي چې زما په خوشحالی خوشال شي؛
دوي يوازې دي ته په تمه دي چې وګوري، د دوی له دومره ډېرو ردولو وروسته،
ما په پای کې د خپل ژوند لپاره څوک ټاکلی دی..!!

#حسینه_صافۍ
🥰82💔2🔥1❤‍🔥1💯1
Forwarded from رشخند تر اخره حده پورې (قــربان)
عادت وکړه ملګريه؛
ته د داسې خلکو ترمنځ ژوند کوې،
چې له خوبه دې راویښوي یوازې د دې لپاره چې درنه وپوښتي: ته ویده یې

نور خبر نه دي چې مونږ په ويښه ويده ملت يو...
🫣

ښه شپه
52❤‍🔥2🔥1🥰1💯1💔1
هغه نړۍ چې زما په ذهن کې ده،
له هغې نړۍ ډېره پراخه ده؛
کوم چې مې د سترګو لاندې ده..!!

#حسینه_صافۍ
🥰93🔥2❤‍🔥1💯1💔1
کله ناکله موږ داسې ډاډ ورکوونکو ځوابونو ته اړتیا لرو چې ښايي منطقي نه وي،
خو زړه مو پرې ډاډه شي..!!


#حسینه_صافۍ
11👍3❤‍🔥2🔥1🥰1💯1💔1
هغه څوک چې د ژوند لپاره دلیل ولري،
نږدې هر ډول څنګه زغملای شي.



فریدریش نیچه
❤‍🔥9👍2🥰2💯2💔2🔥1
یو هغه کار چې ما په خپل ژوند کې کړی، دا دی چې ما د نړۍ د نورو خلکو ژوند تر یوه بریده مطالعه کړی دی.
پوهېږئ، دې کار څه وکړل؟
دې کار راته دا احساس راکړ چې اوس د ډېرو افغانانو له ژوند، فکر او د ژوند له تګلارې څخه کرکه کوم.


#ځان_لپاره
#عابد_روان 🚶‍♂️
🥰84👍2❤‍🔥2🔥1💯1
ټول کبان په یوه سمندر کې لامبي؛
خو پر ترازو یې بیې یو شان نه وي..!!

#حسینه_صافۍ
❤‍🔥127🔥3👍1🥰1💯1
په کتابونو وه مئینه جلې
ځکه الفاظ يې هم شعرونه لري

#حسینه_صافۍ
🥰8🔥42❤‍🔥1💯1
زه خپلې ټولې هیله تا ته استوم،
او تا یې پالنه وکړه؛
ای هغه ذاته چې د سجدو تر منځ د زړونو درزاوې اورې..!!

#حسینه_صافۍ
14❤‍🔥4💯3👍1🔥1🥰1
زه د ډېرو هغو شیانو پروا نه لرم؛
چې خلک یې د ترلاسه کولو لپاره خپل ټول ژوند قربانوي..!!



#عابد_روان 🚶
🥰10👍2❤‍🔥2💯21🔥1
رب ويل: څه غواړي چې در يې کړم مخلصه بنده!؟
د هغه څنګ
دی پکتيا غر
دي چيني غاړه
يوه خيمه
تور ماښامې
تته ډيوه
رنګين موسم
رباب نغمه
خوږه شيبه
نا کرار زړه
بلها کيسې
تکيه هغه
د ژوند دوام
نه پکی غم
نه اندېښنه
زه او هغه
د غنی شعر
د هغه غږ
شې به جنت
همدا تمام!


#حسینه_صافۍ
🥰95👍2❤‍🔥2🤷‍♀1🔥1💯1
ځینې حالتونه د قهوې په څېر وي؛
خوند یې تریخ وي، خو انسان ویښوي او هوښیاروي..!!

#حسینه_صافۍ
7👍3🥰3❤‍🔥2🔥1💯1💔1