RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
26.2K subscribers
4.45K photos
3.44K videos
1 file
5.48K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع

http://www.youtube.com/@RTATaranum
Download Telegram
نن شنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇
#ملي‌تلویزیون
د اوبو او انرژي وزارت له لوري د غور په تیورې ولسوالۍ کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډیم جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو او انرژي وزارت وایي، چې په یاد چګډیم سره به د سیلابونو د ګواښونو مخنیوي سربېره د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل او آهن سياه درې د سرب، جستو او یو شمېر نورو کانونو څخه لیدنه کړې.
ښاغلي بدري د یادو کانونو له کاري بهیر څخه د لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت له مسولینو سره د همکاریو او ستونزو د حل ژمنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره په لیدنه کې، د روغتیايي سیستم پر پراختیا، لرې پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو رسونې، د ساري ناروغیو سره د مبارزې، د پولیو لابراتوار پر فعالیت او د روغتیايي سیستم لپاره د اغېزمنې پالیسۍ جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې کړې.

دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د یاد سازمان مشر د روغتیايي سیستم د لا پرمختک په موخه د عامې روغتیا وزارت سره د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ژمنه کړې ده.
#ملي‌تلویزیون
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې یوه چینایي پانګوال د دې وزارت له مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره په لیدنه کې په افغانستان کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سولرونو د نصب او تولید کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې.

ورته مهال ښاغلي زاهد چينایي لوري ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او ويلي یې دي، هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په کتو اړتیا ده چې د نوي کېدو وړ انرژي په تولید پانوګونه وشي.
#ملي‌تلویزیون
افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ نوي رییس عرفات جمال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر خلیل‌الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ويلي، چې له کډوالو چارو وزارت سره د کډوالو د ستونزو د دایمي حل په موخه د غوره کړنلارو، د راستنېدنې پروسې د اسانه کولو او د بېرته راستنېدونکو لپاره د روغتیا او تعلیم په برخو کې ګډ کار ته چمتو دي.

ورته مهال دې لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر ټینګار کړی، چې مرستندویه موسسې دې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته مرستې د کار په بدل کې ورکړي او خپل تمرکز دې د اړمنو په ستونزو زیات کړي.
#ملي‌تلویزیون
د فراه ولایت په مرکز کې د درې میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
#ملي‌تلویزیون
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
د نورو په زړه پورې ترانو له پاره زموږ یوټیوب چینل سبسکرایب کړئ👇
http://www.youtube.com/@RTATaranum
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
امارت اسلامی #افغانستان از تصمیم #هند مبنی بر صدور ویزا برای افغان‌ها استقبال کرد.
#ملي‌تلویزیون
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
روی‌آوردن یک کوه‌نورد #روسی به دین مبین اسلام؛

استاد محمد هارون یاسر، سرباز مجاهد وزارت دفاع ملی امارت اسلامی پس از کسب مقام نخست در مسابقه کوه‌نوردی، رقیب روسی‌اش را به دین مبین اسلام مشرف ساخت.
#ملي‌تلویزیون
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تعمیر یک مکتب دخترانه در مرکز ولایت #سرپُل به هزینه ۵۰ هزار دالر ساخته شد.
#ملي‌تلویزیون
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی به په یادو مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا او د کډوالو ستونزو د حل په موخه له یو شمېر ایراني چارواکو سره هم خبرې اترې ولري.
#ملي‌تلویزیون