د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې یوه چینایي پانګوال د دې وزارت له مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره په لیدنه کې په افغانستان کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سولرونو د نصب او تولید کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې.
ورته مهال ښاغلي زاهد چينایي لوري ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او ويلي یې دي، هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په کتو اړتیا ده چې د نوي کېدو وړ انرژي په تولید پانوګونه وشي.
#مليتلویزیون
ورته مهال ښاغلي زاهد چينایي لوري ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او ويلي یې دي، هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په کتو اړتیا ده چې د نوي کېدو وړ انرژي په تولید پانوګونه وشي.
#مليتلویزیون
افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ نوي رییس عرفات جمال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر خلیلالرحمن حقاني سره په لیدنه کې ويلي، چې له کډوالو چارو وزارت سره د کډوالو د ستونزو د دایمي حل په موخه د غوره کړنلارو، د راستنېدنې پروسې د اسانه کولو او د بېرته راستنېدونکو لپاره د روغتیا او تعلیم په برخو کې ګډ کار ته چمتو دي.
ورته مهال دې لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر ټینګار کړی، چې مرستندویه موسسې دې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته مرستې د کار په بدل کې ورکړي او خپل تمرکز دې د اړمنو په ستونزو زیات کړي.
#مليتلویزیون
ورته مهال دې لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر ټینګار کړی، چې مرستندویه موسسې دې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته مرستې د کار په بدل کې ورکړي او خپل تمرکز دې د اړمنو په ستونزو زیات کړي.
#مليتلویزیون
د فراه ولایت په مرکز کې د درې میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
#مليتلویزیون
#مليتلویزیون
د نورو په زړه پورې ترانو له پاره زموږ یوټیوب چینل سبسکرایب کړئ👇
http://www.youtube.com/@RTATaranum
http://www.youtube.com/@RTATaranum
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
رویآوردن یک کوهنورد #روسی به دین مبین اسلام؛
استاد محمد هارون یاسر، سرباز مجاهد وزارت دفاع ملی امارت اسلامی پس از کسب مقام نخست در مسابقه کوهنوردی، رقیب روسیاش را به دین مبین اسلام مشرف ساخت.
#مليتلویزیون
استاد محمد هارون یاسر، سرباز مجاهد وزارت دفاع ملی امارت اسلامی پس از کسب مقام نخست در مسابقه کوهنوردی، رقیب روسیاش را به دین مبین اسلام مشرف ساخت.
#مليتلویزیون
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی به په یادو مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا او د کډوالو ستونزو د حل په موخه له یو شمېر ایراني چارواکو سره هم خبرې اترې ولري.

یو شمېر رسنیو د وینزولا د ټاکنو ملي شورا له قوله خبر ورکړی، چې نېکلاس مادورو د ۵۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو بریا خپله کړې.
د یادې شورا په وینا؛ د رایو شمېرنه ښیي، چې مادورو د ۵۱ سلنې رایو په ترلاسه کولو له خپل سیال ګونزالس څخه چې ۴۴سلنه رایې یې ترلاسه کړي مخکښ دی.
#مليتلویزیون
د یادې شورا په وینا؛ د رایو شمېرنه ښیي، چې مادورو د ۵۱ سلنې رایو په ترلاسه کولو له خپل سیال ګونزالس څخه چې ۴۴سلنه رایې یې ترلاسه کړي مخکښ دی.
#مليتلویزیون
د یو شمېر ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس سبا ( سهشنبه، د زمري نهمه) د ایران د نوي ولسمشر مسعود بزشکیان د لوړې مراسم ترسره کېږي.
دغو مراسمو ته تر ٧٠ د ډېرو هېوادونو چارواکي او استازي ورغوښتل شوي او شاوخوا ٦٠٠ خبریالان به یادو مراسو ته خبري پوښښ ورکړي.
#مليتلویزیون
دغو مراسمو ته تر ٧٠ د ډېرو هېوادونو چارواکي او استازي ورغوښتل شوي او شاوخوا ٦٠٠ خبریالان به یادو مراسو ته خبري پوښښ ورکړي.
#مليتلویزیون
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۶۴۲ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی.
د یادې ادرې په وینا؛ ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ۳۷ښځینهوو په ګډون یو زره او ۵۰۱بهرني وګړي د لرغونو او تاریخي ځایونو څخه د لیدنې او کار په موخه هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینهوو په ګډون، یو زره او ۱۴۱ له هېواد څخه وتلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې د هرات زلزله ځپلو او د وروستيو طبیعي پېښو له امله د زیانمن شویو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د اندونیزیا له لوري، د نړیوال فدراسیون په همکارۍ ۵۰ ټني مرسته کابل هوایي ډګر کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوه.
د دې ټولنې په وینا؛ په یاده مرسته کې نهه قلمه غیرې خوراکي توکي شامل دي، چې په نږدې راتلونکي کې به پېښځپلو او زلزله ځپلو هېوادوالو ته د يو منظم پلان له مخې ووېشل شي.
#مليتلویزیون
د دې ټولنې په وینا؛ په یاده مرسته کې نهه قلمه غیرې خوراکي توکي شامل دي، چې په نږدې راتلونکي کې به پېښځپلو او زلزله ځپلو هېوادوالو ته د يو منظم پلان له مخې ووېشل شي.
#مليتلویزیون