RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
26.2K subscribers
4.45K photos
3.44K videos
1 file
5.48K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع

http://www.youtube.com/@RTATaranum
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
وزارت ترانسپورت و هوانوردی می‌گوید، پنج میدان هوایی کشور با معیارهای بین‌المللی مجهز شده‌اند که روزانه پروازهای زیادی از آن‌ها انجام می‌شود.
#ملي‌تلویزیون
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د هېواد یو شمېر ډاکټران وایي، چې پلاستیک د انسان روغتیا ته جدي ګواښ دی او د بېلابېلو تنفسي، پوستکي او سرطاني ناروغیو لامل کېږي.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
يو شمېر په کور د ننه او بهر میشتو افغانانو د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ تنګي درې شهیدانو او یتیمانو کورنيو لپاره قرباني کړې.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د «ختامه مسک» ځانګړې غونډه کې ګډون کړی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر دکتور توفيق بن فوزان الربيعة د اسلامي هېوادونو له وزیرانو څخه په مکه مکرمه کې د حاجیانو د ښه تنظیم او رهبرۍ ستاینه کړې او د نورو هېوادونو ترڅنګ یې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته د راتلونکي کال د حج وثیقه او تفصیلي برنامه سپارلې ده.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا (د غبرګولي ۳۰ او ۳۱مه) د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د نسبتا تیزو بارانونو سېلابونو او بادونو خبرداری ورکړی.

یادو ولایتونو کې بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او بامیان شامل دي.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په تړاو د ملګروملتونو ځینو غړو په ځانګړی ډول د ریچارډ بینټ وروستي راپور ته په غبرګون کې وایي، چې دغه راپور د دوحې راتلونکې ناستې په درشل کې د ذهنونو خرابولو هڅه ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې ملګروملتونو کې ځينې کسان تل دا هڅه کوي، چې دافغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه دڅو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.

نوموړي دغه راز په یاد سازمان کې ځینو هېوادونو له حمایوي دریځ څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې "اسلامي امارت سره باید مثبت او رغنده تعامل وشي، دفشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامیږي او دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا ازمویل دي."
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اختر خدمتګاران؛
د اختر په شپو او ورځو کې د هېوادولو خدمت ته چمتو ځواکونه!
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې تېرو پینځو میاشتو کې د څه باندې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان تولید شوې غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د ویلو ده، چې د افغانستان غالۍ د نړۍ په کچه ځانګړی نوم او ارزښت لري.
#ملي‌تلویزیون
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ۱۰میلیارده افغانیو په ارزښت د کوچنیو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي.
#ملي‌تلویزیون
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب وایي، چې د حج فریضې ادا کولو مراسم په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي او نږدې ورځو کې به هېواد ته د افغان حاجیانو د رالېږد بهیر پیل شي.
#ملي‌تلویزیون
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته تر سفر وروسته د ویتنام پلازمینې هانوي ته رسېدلی.
د راپورنو په اساس؛ نوموړی به له خپل ویتنامي سیال سره د دوه ‌اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړي.
د روسیې د ولسمشر په توګه د پوتین د بیا ټاکلو وروسته دا د نوموړي درېیم بهرنۍ سفر بلل کیږي.
#ملي‌تلویزیون
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا ( د غبرګولي ۳۱مه او چنګاښ لومړۍ نېټه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، کاپیسا، ننکرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، بغلان او پروان ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو، تالنده، برېښنا او سیلابونو اټکل کړی.
یاد ریاست دغه راز د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لویدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل کړی دی.
#ملي‌تلویزیون
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د نښتر دودیزه او کلتوري مشاعره کې ویلي، چې د هېواد لیکوالانو او شاعرانو په تېرو شلو کلونو کې د اشغالګرو پر وړاندې پیاوړې مبارزې کړې ده.
#ملي‌تلویزیون