RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
26.2K subscribers
4.45K photos
3.44K videos
1 file
5.48K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع

http://www.youtube.com/@RTATaranum
Download Telegram
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
د نن پنجشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کاپیسا ولایت د پاسپورټ مدیریت تېر کال څه باندې ۱۷ زره پاسپورټونه وېشلي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ دغه مدیریت د وېشل شویو پاسپورټونو د وېش له لارې ۹۰ میلیونه او ۹۷۷ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو.

د یاد وزارت په وینا: تېره شپه په لومړنۍ الوتنه کې له افغانستان څخه شاوخوا ۲۳۰ حاجیان مدینې منورې ته ولېږدول شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د افغان حاجیانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې ویلي، چې سږکال حاجیانو ته د ښه خدمتونو ترسراوي په موخه د کاري کمېټو کارکوونکي تر نورو کلونو مخکې مدینې منورې ته لیږل شوي دي.
#ملي‌تلویزیون
د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د کاپیسا په مرکز محمود‌‌راقي کې د "زیړ ګل" په دودیزه مشاعره کې له شاعرانو غوښتي، چې د یووالي او وحدت لپاره شعر ولیکي او له تعصبه ډډه وکړي.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي پنجشېر کې ولسي غونډې ته ویلي، چې نړۍ دې له اسلامي امارت سره د شریعت په رڼا کې تعامل وکړي.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د کاپیسا په مرکز محمود‌‌راقي کې د "زېړ ګل" په دودیزه مشاعره کې ویلي، چې هېواد کې له حاکمې سوله‌ییزې فضاه او صمیمیت څخه په ګټې اخیستنې، باید ټول په ګډه د اسلام او هېوادوالو لپاره کار وکړو.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړې؛ نړیوالو ته باید په ډاګه کړو، چې افغانان په خپل هېواد کې په خپلواکۍ، یووالي او بشپړ امنیت کې ژوند کوي.
#ملي‌‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانان ویاړمن خلک دي، په حاکم امن او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې به ښه راتلونکی ولري.
نوموړي زیاته کړې: "موږ به هم خولې تویې کړو، سختې به وزغمو او د پرمختګ په مسیر کې به واقع شو."
دغه راز دې لیدنه کې اغلې یودیچه د امن د دوام او افغانانو ته د ښې راتلونکې هیله څرګنده کړې ده.
#ملي‌‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې خبر ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو د رفح ښار په ختیځه برخه کې بریدونه پراخه کړي، چې له امله یې ۱۱۰ زره فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې تر دې مهاله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون له ۳۵زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان او څه‌ باندې ۸۳زره نور ټپيان شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
شیریی کړی ملګرو 👆👆👆👆
د مولوي سيد سبحاني آغا ویډیویی ترانه
تاسوزموږدیوټیوب چینل کی کتلی شئ چینل سبسکرایب کړئ
ملي ترانه  یوټوب کانال سبسکرایب کړی او ګټوري اسلامي ویډیوګاني ترلاسه کړی.
پته:
https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum
د نن شنبې ورځې تاريخ!
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د يوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره له امنیت شورا غوښتي چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پيژندنې دې له سره کتنه وکړي.
دغه پرېکړه‌لیک کې دغه راز راغلي، چې فلسطین باید د ۱۹۴م هېواد په توګه د ملګرو ملتونو سازمان رسمي غړی شي.
ورته مهال د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسول جوزیف بورل یوې اروپایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي؛ ښایي اسپانیا، ایرلنډ، سلوانیا او یوه شمېر نور هېوادونه هم د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پیژندلو پلان د روانې مې میاشتې په ۲۱مه نیټه اعلان کړي.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆
د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د هوایي بریدونو له امله شاوخوا ۴۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي.
په دغه بریدونو کې د جبلیه کډوالو کمپ کې د سیمه‌ییز خبریال بهاء عکاشه پر کورهم برید شوی، چې له امله یې دغه خبریال، مېرمن او یوه زوی شهیدان شوي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې تر دې دمه په غزه او لویدیځه غاړه کې د ۱۴زره او ۶۱۴ ماشومانو په ګډون له ۳۵زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۸۳زره نور ټپیان دي.
#ملي‌تلویزیون

https://youtube.com/@RTATaranum
https://youtube.com/@RTATaranum
محترمو مینوالو دا زما د یوټوپ چینل دی
حتمن چينل درسره سبسکرایب کړی👆