پښتو ټپی او شعرونه
35 subscribers
25 photos
6 links
د پښتو ټپو، شعرونو او لنډيو چینل ته ښه راغلاست.
Download Telegram
د زندګی مزه مې نشته
کم اصل یار په بېلتانه سپارلی یمه


#ټپه

🥀❤️😔
Your attitude for success

#self_growht
دا سوچ پریږده چی همیم به
له تا وروسته چاته خاندی.

🥀
#ټپه
نزدیک نمی‌شوی به صورت
وز دیده‌ی دل نمی‌شوی دور

#سعدی
پښتو ټپی او شعرونه
https://rohi.af/news/92625
لیکنه: شوپنهاور او مرګ لومړی برخه
پښتو ټپی او شعرونه
https://rohi.af/news/92704
لیکنه: شوپنهاور او مرګ دوهمه برخه
زما به ته یادیږي یاره
که د جنت په منارو ولاړه یمه


#ټپه
ملګرو لایکونه مو نه ښکاري فعاليت نه کوی
ګروپ کې مونږ سره برخه واخلی که چېرې تاسو خپله شعرونه ټپې او یا ادبي ټوټې لری مونږ سره یې شریک کړی ترڅو یې خپرې کړو یا یې تاسو خپله شریکی کړی.
_ باغوان

هر سهار کوښښ کوم ترڅو امیلونه جوړ کړم، مګر ګلونه می له لاسه ښویږی او لویږی.
ته هلته په پټنځای کی ناسته او د څارونکو سترګو له کونجه ګوری.
له هغو سترګو چی د تیر ایستلو تور شرارت تري پاریږی، وپوښته چی نظر د چا وه؟
فکر کوم هڅه کوم چی یوه نغمه راوټکوم، مګر بی ځایه او چیټی کړاو ګالم.
ستا په شونډو کې پټه موسکا ریږدي.
زما ماتي، له دې موسکا وپوښته.
پریږده ستا موسکی شونډي قسم وګړي چې زما آواز څنګه د چوپتیا په منځ کې خپل ځان ورک کړي، لکه یوه بی سده کوونکې غومبسه چې د نیلوفر په منځ کې پټیږي.
ماښام دی د دې وخت دی چې ګلونه خپلې ګلپاڼې راغونډې کړي.
اجازه راکړه چې څنګ ته دې کښینم.
پرېږده زما شونډې هغه کار چې په خاموشي او د ستورو په خفیفه رڼا کې کیږي وکړي.


_د رابندرنات تاګور اثر
ــ دری ژباړه ؛ عبدالرحمن پژواک
ــ پښتو ژباړه ؛ ص. حمید
له ماتو څیزونو څخه څه زده کولی شو؟

زموږ ژوند له ماتو شیانو سره تړلی دی. د دروازې دستکه چې څو کاله کېږي بندېږي او ځان ته وایو چې یوه ورځ به یې ورغوو، هغه د عکاسي کامره چې غورځېدلې ده، خو لا هم عکس اخلي، یا بکس او بوټ چې زیانمن شوي خو لا هم کار کوي. موږ له دغو ماتو شیانو سره ځانګړی تړاو پیدا کوو، داسې احساس کوو چې یوازې موږ د دوی له تېر وخت او له پټو رازونو خبر یو. له همدې امله عجیبه نه ده چې ډېری خلک نه غواړي مات شوي شیان په نوو بدل کړي.

حتی ځینې وختونه مات شوي شیان له خپلو سالمو ډولونو هم غوره وي. مات شوي شیان موږ د پاملرنې، شفقت او پرانیستې ذهنیت خوا ته رابولي.
کېدای شي هغه وخت چې یو شی ماتیږي تازه هماغه وخت وي چې موږ یې په رښتیا پېژندلی او رغولی شو.

داسې فلسفې هم شته چې ماتېدو ته ځانګړې معنا ورکوي. د بېلګې په توګه د جاپاني وابي‌سابي دود چې ښکلا په ناپایښت، نیمګړتیا او فرسوده گي کې ویني او ورته درناوی کوي. د وخت تېرېدلو نښې نه پټوي بلکې مني یې او آن درناوی یې کوي. د دې ښکاره بېلګه د «کینتسوګي» هنر دی. یوه ماته پیاله چې د سرو زرو یا نورو فلزاتو له پوډر سره د ګډ لاک په وسیله رغول کېږي، په داسې ډول چې ترکونه نه پټېږي بلکې ښکاره او ښکلي کېږي.
دا پیاله اوس د دوام، اصالت، منلو او پاملرنې کیسه کوي.

د هایدګر له نظره هغه شی چې له کاره لوېدلی وي، ډېری وخت د سالم شي په پرتله زموږ په وړاندې حاضریږي. موږ یې نور له پامه نه شو غورځولی، سترګو ته راځي، معاینه یې کوو او هڅه کوو چې پوه شو څنګه یې ورغوو.

دا موضوع یوازې د شیانو په اړه نه ده بلکې د انسانانو، ټولنیز عرفونو، اړیکو، علمي نظریو او ادارو په اړه هم صدق کوي. تر هغه چې یو څه کار کوي موږ د هغه د شتون نه آګاه یو خو کله چې مات شي ناڅاپه پرې خبر شو، لټه یې کوو او تازه هڅه کوو چې پوه شو. که د دې پوهېدو په لاره کې پرمخ ولاړ شو نو نړۍ ته یو نوی لید پیدا کوو. یو لید چې را په یادوي ښايي موږ انسانان هم په یو ډول «مات شوي شیان» یو یا د ماتېدو په لاره کې یو. او همدا لید موږ زغمونکي او پیاوړي کوي.
If bad people unite for bad deeds, what prevents good people from uniting for good deeds?

from the writer's notebook

Leo Tolstoy
زمونږ اساسي مشکل او بدبختي او په اصل کې د ټولو بدبختيو سرچینه د زده کړې علم او عامه پوهاوي نشتون او کموالی ده. د یوې ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ اساسي شرط د معیاري تعلیم او تحصیل او زده کړه ده، د یو هیواد د اقتصادي ټولنیز او سیاسي پرمختګ لپاره تر ټولو مهم د آسانه او لاسرسي وړ زده کړو زمینه برابرول او آزاده مطالعه ده.
د زده کړو او تحصیل لوړه کچه په ناخوداګاه ډول د هیواد سترې او پیچلي ستونزې حلوي چې په هیڅ ډول پانګه اچونه نه شي کیدای.
مونږ ۳۰ تر ۴۰ کالو پورې په جګړو او بدبختيو کې ګیر وه د زده کړې له نعمت څخه محرومه وه او پایله یې مونږ په تېر شل کلن حکومت کې ولیده. مونږ د دې نالوستي او بیسوادي پایله په دولتي ادارو د قانون په تطبیق او بي ثباته حکومتولي کې ولیده، همدارنګه په خپلو سترګو مو ولیدل چې څنګه د سوکاله او پرمختللي افغانستان د ابادۍ فرصت مو له لاسه ورکړ مونږ شاهدان وه چې څنګه په میلیاردونو ډالرو سره زمونږ هېواد کې هیڅ بدلون رانغی.
تبعیض، خشونت، تعصب قوم پرستي، یو بل نه منل، متقابل احترام نه شتون، د همکاری او لارښوونې دود نشتون دا هرڅه د تعلیم او تحصیل او زده کړو د نشتون له امله دي.
زما په دا سترې ستونزې ډیره ساده حل لاره لري، تر ټولو ساده او آسانه حل لاره یې د مکتب، پوهنتون‌ او تعليمی مراکزو پرانیستل او معیاري زده کړه او تحصیل ته اسانه لاسرسی ده.
د اقتصادي پرمختګ معما او پيچلتيا

لیکنه او تحليل:جانداد جهاني



د پرمختللو هیوادونو د اقتصادي ځواک علت د وګړو د کار مقدار او د کار نتیجه یا مولدیت دی
هرڅومره چې د یو هیواد وګړي ډیر او اغیزمن کار وکړي یعني ډیر مولدیت(Productivity) ولرئ هماغومره هماغه هیواد له اقتصادي اړخه پیاوړی او خلک یې سوکاله وي.

اوس دا چې څنګه مولدیت لوړ شي دا غټه او سخته پوښتنه ده خو که په لنډو کې ځواب ورکوو هغه به دا وي چې د سوداګري ازادي، شفافیت، ددولت عدم دخالت، د وکړو تعلم او د مهارتونو ارتقا او نړیوال نظم کې ادغام د اقتصادي ودې او ملي سوکالي لار پرانیزي.

ګران هبواد افغانستان کې د وګړو له پاره پوتنشیل څخه استفاده نه کېږي.
اول خو مو ٥٠ سلنه باندي ټولي دروازې بندي کړي دي، منظور مي میرمني دي، باقي وګړي نارینه یوه اندازه یې کار کوي نور یا کار نشي کولی، یا کار نه کوي، یا یې د کار لپاره زمینه نده برابره ځکه ټولې دنیا سره مو دروازې تړلي یا دوی دروازې راته تړلي دي.

مخکې لار واضح ده

١. اول باید په هوښ راشو فعلا ٩٠ سلنه نشه یو. لیږ خپل ځان او دنیا وپیژنو

٢. د ټولو وګړو د کار او تعلیم په وړاندي موانع لري کړو.او د ایډیالوژیکو بې ګټې کیسو پرځای په ریاضیاتو ساینس او ټکنالوژي پانګونه وکړو.

٣. شفافیت رامنځه ته کړو دولتی بستونه د ډلې او ډلګۍ په اساس نه بلکې د تخنیکي مهارتونو او پوهې په اساس د یو شفاف میکانیزم په اساس تخصیص کړو.

٤. ځان نړیوال نظم کې مدغم کړو، د نړۍ په اصولو او توافقونو ودریږو د نړیوالو غوښتنې ومنو او خپلې هم ورباندي ومنو.

٥. دداخلي او بهرنیو پانګوالو لپاره افغانستان د پانګونې په جنت بدل کړو داسې چې نه مالیه وي، نه ددولت مداخله

له هغه ورسته به د پرمختګ نور څرکونه هم را پیدا شي او ارام ارام به ځان د سریښو له دې ډنډ څخه وباسو
Forwarded from څار ګره
د پښتو ادب، تاريخ، شاعري، جغرافيه، شخصيات، کتابونه، فوکلور، موسيقي، کلچر او سياست په اړه معلومات پکې وړاندي کيږي ـ له دې سره په پښتو ژبه باندي د نړۍ د ادبياتو، ژباړي تاريخ، شخصياتو او تاريخ په اړه هم علمي موضوعات پکې وړاندي کيږي
https://www.facebook.com/share/176oATC6Cd/