ابوبکر خپلواک
5.25K subscribers
72 photos
201 videos
8 files
103 links
Download Telegram
افغانان کله هم متجاوز ندي پاتې شوي خو کله چې جنګ، جګړه او یرغل پرې تپل شوی، بیا یې سر هسک وړی، میدان یې ګټلې او پردیو ته یې پر مخ د عبرت څپېړه ورکړې.
نن ته چې موږ د خپل تاریخ له زاویې ګورو، باوري یو چې د پوځي رژیم بدمعاشان به حتمي پیښمانه کیږي. ددې خاورې او ملت د دښمنۍ پور ډېر دروند دی.
❤12👍1
له ایران او اکراین سره د بدماشانو په جنګ کې معلومه شوه چې له هوا ټکان وېره خپرولی شي، تاوان او تلفات اړولی شي خو معادله نشي بدلولی. د میدان نهایي بری د هغوی دی چا صف، فکر او روایت درلود، دغه ترازو کې موږ هر وخت بریالي یو. ان شاءالله العزیز.
❤15👍1
دا د کابل خپله اصلي، طبعي او بومي څېره ده. تاریخ وایي، دغه پلازمینه په تېرو څو لسیزو کې دغسې نه وه غوړېدلې، د پردیو د شتون له وجې به یې تندی تریو و – اوس یې ایله خپل رنګ اخیستی.

نام‌خدا

له یوې ویډیو سره دا متن خپور شوی.
❤10👍1
نه یوازې دا چې پوځي رژيم د بلوچستان او پښتونخواه له ناحیو ډیر تر فشار لاندې دی، بلکې اسلام‌اباد ته ورڅېرمه سل ستونزې ورته متوجه دي
ښکاري داسې چې دغه تپل شوې جغرافیه نور خپل ځان ویش او تقسیم ته عیاروي، ځکه مقبوضه خاروې کله هم پر یوه حال نه پاتېږي.
❤8👍2
د ملل متحد د تالار فضا سږ د تېرو کالو خلاف ډېره متفاوته وه، هغه اټکل نور عملي اړخ خپلوي چې ویل کېدل به اوسنی نړیوال نظم په ماتېدو دی.
امید دی په رامنځ ته کېدونکي څو قطبه جهان کې اسلامي نړۍ څه موقف خپل کړي، که هر څومره دا امید نشي کېدی خو که څو محدود اسلامي هیوادونه هم پر يوه کرښه څه سره متحد شي، بیا د عزت او سیالۍ ډېر خوبونه تعبیر پیدا کولی شي، اوس خو فاصلو کنډو کپر کړي یو.
❤15👍1
«خو حقاني صاحب په میاشتو میاشتو په هماغه لوړه څوکه کې د یو ستر کمر په ډډه کې شپې تېرولې، دده مخ درې ځلې پوستکي واچول، ضد یې بولې که هوډ، که د جهاد جذبه چې نه یې سختۍ مخه نیولای شوه، نه یخني او نه د مرګ ګواښ، الوتکو به ټوله ورځ د سټو کنډو په غرو او غونډیو بمونه غورځول، داسې بمونه چې سلګونه نور یې خپرول، دا یې خوشه‌یي بمونه بلل چې هرې ډېرې او کمره ته رسېدل.»

شهرت ننګیال، په سکروټو کې مزلونه، مخ: [٥٤]
😢8❤7👍1
د جنګ د میدان فقط خبرې او حکایت خوږ وي، نور یې عملاً پالل د هر اوباش کار ندی، چې صف دې امارت نه وي، خپله مجاهد نه یې او انګیزه دې اسلامي نه وي – کوم فکر او مرام به تا سرښندنې ته تیار کا.

متعهد ځواکونه
❤13👍2🙏1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
دا مرکه تقریباً ٣٠ کاله وړاندې له بي‌بي‌سي سره شوې – لدې ښکاري چې ا.ا. په ابتدا کې د علم او عرفان د تر ټولو منلي او مطرح مرکز ملاتړ له ځان سره درلود.

امین مجددي:
❤11👍2😢1
پا مو وي، دا نن چې د کوم واخان نوم یادېده، دا هماغه واخان دی کوم چې کال وړاندې د دښمن رسنیو پاکیستان ته تسلیم کړی و – هیله ده د شرعي نظام د مخالف ادرس خبره نور د درواغو مترادف حساب کړئ.
❤17👍1
مولوي ګل یمین حقاني زموږ د سیمې هغه صابر پلار و چې خپل پنځه بچیان یې د اشغال ضد جهاد کې شهیدان شول. نن یې خپله هم روح حقیقي مالک ته وسپاره او ډله یتیمان له بابا هم یتیم پاتې شول.

برای تاریخ:
❤5😢2👍1
د اُمت په وجود د جوړ شوي ټپ درد لا هم هغسې تازه دی، فقط نوم او عنوان یې د رسنیو له سرخط لوېدلی... غزه ایمانونه امتحانوي.
❤5😢2
د فلسطین مشروع اسلامي مقاومت ته چې څومره روح او بقا د شهید یحیی سنوار شهادت بښلې تصور یې نه کیږي. د مقاومت او قربانۍ دغه څراغ چې د بیت المقدس حرم کې بل دی، نور له خاموشېدو وتلی!

از یک زاویه دیګر
❤8👍1
ټول شهیدان د الله تعالی مقرب بندګان دي. هر یو یې خپل جذب او کشش لري. په یاد سره یې د سړي کیفیت بدلیږي. خو د غزې میړنی شهید؛ یحیی سنوار تقبله الله د مؤمنانو حالت ور دیګرګون کوي.

مرد میدان بود
❤8👍1
په عموم کې اووم د اکتوبر، بلخصوص د شهید یحیی سنوار "تقبله الله" شهادت چې د فلسطین او بیت المقدس قضیه څومره مطرح کړه، وړاندې لدې یې سوچ هم نه کېدو.
اوس د تمدنونو د ټکر په رأس کې ده، امت که کله هم د خپل واک څښتن شو، د لومړۍ قبلې استقلال به ورته اولویت وي، ځکه اوس له هېرېدو وتلې!
❤12👍1
نن سبا ډېری د لوستي، عالم او اګاه شخصیت دعوه‌دار دي خو په تول پوره، علمي او د کتاب ملګري خلک بیا ډېر کم پیدا دي.
د ا.ا. د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د تازه چاپ شوي کتاب په اړه د ځینو لوستو اربکیانو تبصرې پر مخه راغلې، یوه هم علمي جهت ندي نیولی چې د کتاب کومه برخه له مطالعې وروسته په صحيح ډول نقد کړي، بلکې یو مخ یې لکه د لېونو خولې اچولې او د معمول مطابق یې توهین کړی. لدې ښکاري چې دغه طبقه خلک رواني نارغان او د لوستو تر نامه لاندې کلک ناپوهان دي. تاسو یې وګورئ.
❤16👍2
پنځه کاله وړاندې چې افغانانو د جهاد پر مټ خپل استقلال ترلاسه کړ، الله تعالی بخي له زیاتو ستونزو خلاص کړل، مرګ ژوبله او امنیتي پېښې تقریبا صفر ته نژدې شوې. یوه ستونزې چې باقي پاتې او لا هم د هیوادوالو ژوند اخلي، هغه ترافیکي حوادث دي.
دغه وبا کاش څه مهار شي، روزانه ډېرې کورنۍ د غم په ټغر کېنوي.
❤8👍2
اصل خبره داده چې اربکیان په غلامۍ معتاد خلک دي، دغه یې کار او پېشه ده، شل کاله چې د شنو کفارو سره په یوه صف کې ودرېدل، د پوځي رژیم غلامۍ خو ور عادي موضوع ده.
❤4👍2🙏1
د اربکیانو اساسي ستونزه داده چې دوی کوم معلوم ارزښتونه نلري، له ښه هویت او روایت بې برخې دي. لکه پسان هر چا چې ورباندې ډانګ کېښود بس د هغوی دي.
❤6👍2🙏1
ټول هغه کسان چې د افغانانو په وړاندې دریږي، مزاحمت ورته ایجادوي، امن یې اخلالوي او ستونزې یې زیاتوي د وطن ناخلفه زامن دي. حکومت یې باید د عمومي مصلحت پر بنا د عبرت په درنده څپېړه ووهي!
❤9👍1🙏1
دا ډېر لوی جرم دی چې څوک دې د اولس، هیواد او نظام په مقابل کې د پردیو استخباراتو مزدور شي. د مصلحت تقاضا ده چې د پلیتو پلانونو له پلي کېدو وړاندې دا خلک باید له عدالت سره مخ شي!
❤10👍1🤔1