دشاعرانو ادبي جونګړه
903 subscribers
195 photos
42 videos
436 links
https://t.me/Jonghara_235
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه
Download Telegram
غزل!!!!!


زه ښکلی نه يمه هـــــــغه ښکلې ده
دهـــــــېواد هره يــــــوه دره ښکلې

دوطن هر يؤ مـــــــــــجاهد اتل دی
دطـــــــــالب هر کار نامه ښکلې ده

دمتقي صاحب دريځ نــــــــــر دریځ
دمتقي  صاحب څــــــهره ښکلې ده

دهلمند سیند کي دي دژوند رنګونه
ترنک امو او قوشتــــيپه ښکلې ده

دزاهـــــــــد نـــظم په لوستونه ارزي!
خو دپی مخي یار ټپـــــــــه ښکلې ده


هدایت الله زاهد
غزل

امت به یې اخر واوري د ټوک ټوک اولاد غږ
غ-زه به تر وروستۍ سلګۍ کوي د ج~هاد غږ

تعلیم دی، کار دی، امن دی، قانون دی او حدود دي
دا څو دانې خبرې دي د ګرده هېواد غږ

د زړه کیسې مې شعر کړم او خپل ځان ته یې وایم
په خلکو کې مړ شوی دی د ډاډ او د داد غږ

دا زړه مې ورپسې نن له خپل ځای بې ځایه شوی
چټي مې په زړه اوري د پلارجان 'ارواښاد' غږ

له ځانه چې ښیښې او درنې وسپنې را تاو کړې
نو څنګه به در رسي د مظلوم د فریاد غږ؟

ړنده کڼه نړۍ کې د عظمت څلي ته ژاړم
څښتنه که مې واورې د یو ستړي مراد غږ

وطن مو ازاد شوی دی "جانانه" ازادي ده
خو موږ پکې لا هم کولای نه شو ازاد غږ

جانان خدرخېل

١٤٠٤/١/٣٠
‏د ارمان سیوری

هیلې مِ زندۍ دي ناست ې سیوري ته یم غلی
ژونــد تـــه پــه تـمــامـه مـانـا پـاتـې یـم راغلی

تـه ووایه څنګـه پـه تـاوان بـه یـې قبول کړي
دغه مات زړګی به چیرته وغواړي کوم ښکلی

هسې نه په غیږه کې در ړنـګ شـم لـه ناکامـه
نشـتون دې یـم داسـې یــوه حال تـه رسـولی

سترګې مې لـه ډیـرې مـایـوسۍ را ډکې شوي
وه کـوه پـر خدای بـاور چـې نـه شـم در کتلی

لوری رانـه ورک دی د سکـون له سخته هجره
ستوری مې د بخت پر یـو سړي پسې لویدلی

بار به یې پر زړه دومـره درانـه یادونه نه وای
چـیـرتـه کـه ګـربـز مستغفـر هیڅ نـه پيژندلی

Mustaghfir Gurbaz
اعتبار !

کډه یه کړي له دي کلي له دي ښار،اعتبار
ځکه څوک نه کوي پر،ورور،اونه پریار،اعتبار

زړونه هغسي ندي زړونه له کیني ډک سوي
مینه خفه ده اوس اخستۍ دۍ ازار ،اعتبار

بعضو وژلی دۍ اوبعضو له مرۍ نیولۍ
په وینوسور داسي کټ مټ لکه انار،اعتبار

چي وعده ماته کړي یوځل یي پسي بیاماته کړي
نوته وانه بشي په دارقم په دار ،اعتبار

زه مهاجر،هم اوس حیران پرڅلورلارو،پاتي
چي به اوس تللۍ وي پر کُمه کُمه لار،اعتبار

مهاجرهروي
غزل

ته مې پیر زه دې مورید د تورو سترګو
ډیر عجیب کیف کوي دید د تورو سترګو

زه دې تږی د لیدو ېم درته راغلم
دیدن را نوی جدید د تورو سترګو

په لیدلو کې دې خوند پروت دی زړګیه
کړه دیدن راته تمدید د تورو سترګو

له اثره یې تر ډیر وخته خومار یم
تا لیدلی نه دی برید د تورو سترګو

د جنت حورې یې حسن ته سلام کړي
بلا واخلم د شهید د تورو سترګو

زه غمجن بهیر له مینې درته ګورم
پام خالي نه کړې شرید د تورو سترګو
دګل بهار ورک دی?

سپرلی بې رنگه شو
د ګـل بـهار ورک دی
چـمن خـزان نـیـولی
بلبل یې زار ورک دی

د زړه امـیـدیی نشته
پـه انـتـظار ورک دی
هـره خــوږه وعده یی
بـې اعتبـار ورک دی

یارچي راځي نه بېرته
سفر یـې پار ورک دی
نه یـې شته پته دیار
نـه هـم آثـار ورک دی

شپه بي سرورتیریږي
مینه پـه نار ورک دی
خاموشي هرځای خوره
نـغـمـه ګـذار ورک دی

وعدي پخي نه شولي
عـقـل لـیـار ورک دی
خوبونه ړنګ پراته دي
دیـار بـازار ورک دی

سپوږمۍ پنا چي شوله
د شپې سهار ورک دی
لـمـبـود هـجـر ســـوی
مـسـتـغـفریار ورک دی


ش ق !!مستغفر!!
غزل:
ــــــــ.       م منصور درمان

د نیمګړو ارمانو پۀ څوکو ځانګم
لکه اوښکه د بڼو پۀ څوکو ځانګم


د ناځوانه بېلتانۀ لۀ رندو څړیکو
مات زړګی یم، د آهو پۀ څوکو ځانګم

خوبیولی د دیدن پۀ هیله ناست یم
د وصال د تلؤسو پۀ څوکو ځانګم

د تقدیر د خطر غشو یم ویشتلی
د تدبیر د خاطرو پۀ څوکو ځانګم

د بائللي ورک ارمان پۀ لټه ګرځم 
ستا د رحم د اسرو پۀ څوکو ځانګم

د خزان وهلې پاڼې پۀ څېر رېږدم
د هجران د ګړنګو پۀ څوکو ځانګم

تغزل یم، مهاجر منصور درمانه!
ستا د تاندو غزلو پۀ څوکو ځانګم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ.
وګوره اوښبه راوړی بار د ګلابونو دی
خوب وینم، بلبله وایي وار د ګلابونو دی

غرونو ته سوما ختلي کلي ته نرګس روان
بس باچا ګلاب دی او ټول ښار د ګلابونو دی

تللی هغه وخت چې تار د بم یې و تر څانګو تاو
وایي له ژوندون سره اوس تار د ګلابونو دی

راغله بلبلکه پر هندارو یې وزر موښل
ځان به پکې ګوري پرې غبار د ګلابونو دی

خوا کې يې راشین شو تر کړۍ يې څانګې څانګې تاو
دار که خونړی و خو نن یار د ګلابونو دی

دواړه په لانجه وو خو شاعر یې شو ترمنځه برید
شپه د سپینو ستورو شوه سهار د ګلابونو دی

وګورﺉ کاروان ته له نغمو نه یې وږمې راغلې
دا سړی شاعر نه دی عطار د ګلابونو دی

پیرمحمد کاروان
میّن ازار لري، میینان مه بیلوئ
عشق ګنا نه ده،عاشقان مه بیلوئ

د دوه یارانو تر منځ،منافقت بس کړئ
سره خواږه دې وي،دوه یاران مه بیلوئ

په مونږ مو څه غرض، مونږ سره کار مه لرئ
سره خوشحاله یو،زه او جانان مه بیلوئ

د ښکلو زړونه صفا،ورته یی مات نه کړئ
ای له ځانه څخه،جنتیان مه بیلوئ

په ښکلو پام کوئ ،چې ترې یی لرې نه کړئ
له عبدالله څخه ،طبیبان مه بیلوئ
عبدالله الکوزی
دجنت په چکر?

راځـه جـانانه د رحمت پـه چـکر
داځـلـي لاړشـو د جنت پـه چکر

تاته مې شوق دمحبت ښکاره دی
ما تـه خـوشـالي د عزت په چکر

پـر ګـناهــونـو مـو تـوبـه وباسه
لاسـونـه پـورته دنـعمت پـه چکر

هـلتـه باغـونـه دي د نور او مینې
مـست شـو دعـشـق دعبادت چکر

په حوضِ کوثرکې لمبه کړو یوځای
وروسته به لاړ شو د الفت په چکر

نه غـم فـراق نه جدایی شته هلته
وصال وي تـلـلی دمحبت په چکر

فـرشــتـي وایی سـلام عـلـیـکـم
پـه درناوی کـوي خدمت په چکر

هـلـتـه دحـورو مـینه هــم حـلالـه
دمـستغـفـرلاس کي سنت په چکر

ش ق !!مستغفر!!
مناجات!!!

بار په ګناه ډک له عصیانه يمه
پر خپلو بدو کړو پښېمانه يمه
پاکـــــــه  غني پر وردګاره زمــا
سر  پر سجده درته سبحانه يمه

ما دخپل مات زړګي دراز راوړې
ستـــــا ودرګاه ته مې ژړا راوړې
لپې لاسونه مې نـــــــیولي تــاته
پروچو شوڼـــډو مې دوعا راوړې

ای ددې زمکې آسمانو خالقه
عاجز بنده ستـا مهربانه يمه

ته دشاهانو شهنشاه يــــې ربه
مالک دورځې دجزا يــــــې ربه
وقدرتونو دې  خام دي عقـــول
رحمن رحیم قوي اعلی يې ربه

ستا بنده ګي يې سمه نه ده کړې
خپه له خپل ياغي وجــدانه يمه

تا له عدم څخه وجود پیـــــــداکړ
تا هم فرعون هم نمرود پــــیداکـړ
خلیل دې سرو لمبو کي وســـــاتـلو
يؤ خوا دې عاد بل خو ثمود پیداکړ

متأثر يم له  نامه د حبیب
خوښ دبلال له خوږ اذانه يم

له خپله قهره مې سـاته څېښتنه
تــه مې قبوله کړه تـوبه څېښتنه
لــه بــــــــدو لارو نه  مې وګرزوه
پر نېغه لارمې کړه سیده څېښتنه

زاهد دې غرق سمه خوســـتا رحــم کي 
چـــــي ورک زه خپله له خپل ځانه يمه



هدایت الله زاهد
اعتبار سر خوړلی،ټول راته خام ښکاري
بې له هدفه ژوندون،هسې ناکام ښکاري

خپل افغانی کلتور یې، لرې له ځان کړلو
بابا راپورته شه ته،پښتون غلام ښکاري

ریبار مې موسک راروان،غلي خندا کوي.
نن یی راوړی راته،دیار سلام ښکاري

په ګنهګار زړګي مي،لګیږي خوږ هسې
خلکو دا ښکلی زما ،دزړه امام ښکاري

حُسن دې بر لالیه،کبر دې ټیټ ښکاري
عبدالله ستا عُجز ته،نن لاس په نام ښکاري
عبدالله الکوزی
غزه😢

ښه چې ویده نده نو څه ده خو ویده ده امت
د مسلمانې غزي حال ته چوپه خوله ده امت

در ملامته یوو غزې در ملامته ډیو ډیر
د لږو وس نشته خو ډیر بیا په کاته ده امت

پکې هغه ککرۍ نشته د پخوا په شانتې
په خواهشاتو کې غرق شوی ده بی زړه ده امت

شهرت پرسته عشق پرسته دچا غم نه کوي
قدم یې ایښی د کافر په مُردار پله ده امت

تر تیږو لاندې خوږ ماشوم دغزې ویني چُپ ده
عبدالله وایه چې بې ننګه نه نو څه ده آمت
عبدالله الکوزی
دجنت په چکر?

راځـه جـانانه د رحمت پـه چـکر
داځـلـي لاړشـو د جنت پـه چکر

تاته مې شوق دمحبت ښکاره دی
ما تـه خـوشـالي د عزت په چکر

پـر ګـناهــونـو مـو تـوبـه وباسه
لاسـونـه پـورته دنـعمت پـه چکر

هـلتـه باغـونـه دي د نور او مینې
مـست شـو دعـشـق دعبادت چکر

په حوضِ کوثرکې لمبه کړو یوځای
وروسته به لاړ شو د الفت په چکر

نه غـم فـراق نه جدایی شته هلته
وصال وي تـلـلی دمحبت په چکر

فـرشــتـي وایی سـلام عـلـیـکـم
پـه درناوی کـوي خدمت په چکر

هـلـتـه دحـورو مـینه هــم حـلالـه
دمـستغـفـرلاس کي سنت په چکر

ش ق !!مستغفر!!
اصلاحي شعر

مزل کوه په هرقدم باندي دي پام کوه
کشره قرباندي شم دمشر احترام کوه

سترګي څلورکه دنظام دحفاظت لپاره
دهرشریرپه مقابل کي ښه اقدام کوه

چي راتاونَکړي پروجودباندي څادردکبر
په عاجزۍ دي دحیاپوره احرام کوه

دورځي سل ځله الفاظ دشکروایه ګوره
له خدایه شکرباسه شکرد،انعام کوه

که خیرغواړي ددارینو،مهاجرهَروي
نو په اقوالو دهرشیخ دهر،امام کوه

مهاجرهروي
غزل!!!


را بندې کړې مې دي ټولي دروازې ځان پسې
چي مین سوی يمه کړې مي ښېرې ځان پسې

په جادوګر حسن وتلی يمه له ژونده څخه
ماخنده ولې دي ښه ډېري زمانې ځان پسې

ښکلي هم اوس مغروره سوي دي سلام نه کوي
له کبره ورځ کي ګرزوي بلې ډېوې ځان پسې

را ږغه ولي مې پر عشق باندي روڼ آندي خلګ
او ماتې کړې مي دي روغي آئينې ځان پسې

خوښه مې نه ده خو مجبوره يم نو څه وکړمه
دا وچ کلک زور دی چي تړلی یم هغې ځان پسې

هدایت الله زاهد
غزل


چې څوک دې یاد کړي زه لاسونه ږدم په زړه له درده
سر رانه غورځي په قرار په ځنګانه له درده

کلونه وشول چې دې پریښی یم تنها غمو ته
کلونه وشول چې خوږیږي مې باڼه له درده

په ماتو شونډو دخندا تمثیل مې هم وکړلو
څوک مې خبر هم نکړل بیا دژوندانه له درده

زه راغوځیږمه را لویږم را ړنګیږم آشنا
لاسونه ایښي مې دي بیاپه دیواله له درده

زماسینه کې زما زړه هم داسې مات مات ګوره
دا دی چې نن مې کړو انځور په کاغزه له در ده

ځلانده هجر دی ماښام دی تنهایي ده زه یم
څنګه به تیره شي دا دومره اوږده شپه له درده


بدرالدین ځلاند
عالیقدر رحمه الله ته!

عالیقدره! سر راپورته کړه له خاورو
عالیقدره! ګل سړی دې سر ته ناست دی

عالیقدره! چې زموږ سترګې دي پرې یخې
دنګ چنار غوندې زلمی دې سر ته ناست دی

عالیقدره! مولوي محمد یعقوب دی
ددې عصر ننګیالی دې سرته ناست دی

عالیقدره! ته که نه یې خو دا شکر
چې ستا نوم په تاریخونو کې ژوندی دی

عالیقدره! ستا لښکر چې پرې راټول دی
تا پرې ایښی شاته دغسې سړی دی

عالیقدره! موږ ستا مینه ماتوو پرې
شکر پاته درنه دغسې بچی دی

عالیقدره! رب په داسې وخت کې راکړې
چې زموږ درته بیخي زیات ضرورت وو

عالیقدره! تا په داسې حال کې خلاص کړ
چې د کفر په ولکه کې ټول ملت وو

عالیقدره! کفار مات د رب نصرت کړل
او بل دا چې ستا د عزم برکت وو

عالیقدره! زما دغه یو ارمان دی
کاش بریا د خپل لښکر دې وای لیدلې

عالیقدره! ستا لښکرو کړله ماته
نړۍ ولاړه له دې ځایه ژړېدلې

عالیقدره! موږ اوس شکر یو په امن
نه یتیم شته او نه بوره کړېدلې

عالیقدره! ته زموږ زړونو کې ژوندی یې
عالیقدره! نوم دې زر زر ځله وایم

عالیقدره! ستا اوصاف له عقله لوړ دي
عالیقدره! په خبرو کې دې ستا یم

په قیامت کې دې هم څنګ له ربه غواړم
عالیقدره! ستا عسکر (ایاس مُلا) یم

عزیزالرحمن ایاس
1401/08/24
11:46pm
د وخت ابوذر

څومره یک تنها، بې هدیرې د قلندر مزار
دغه د عمر دی که د وخت د ابوذر مزار

صبر قندهاره! خاورې خپل خمیر ته لاړلې
سیوري نه څلور کونجه جهان کړ معطّر مزار

راشئ دا منظر له یوه بله اړخه اوګورو
توره شپه وه، جوړ کړ قافلې پر خپل رهبر مزار

خلګ غواړي زر د ځمکې مینځ څخه را اوباسي
موږ بیا تورو خاورو ته سپارلي دي سره زر مزار

کاش چې هر سهار مو سترګې یخې په زیارت ولای
کاش کې چې یې جوړ وای د شمشاد د غره په سر مزار

خیر دی راشده میړه مري، میړانه پاتې وي
تیرې که پیړۍ شي بیا یې هم لري اثر مزار

راشد کامران
زمــوږ ویــاړ زموږ ســالار زموږ  رهبر ؤ
ثــانې نــه لـــري د وخــت ثالــث عمر ؤ

مقــلــد یې د مـسیــر یــمـــه جـهـانــه
د جــهــاد د اســـمان ستــوری مــنــور ؤ

د وارسا امپراطورې یې کـــړه  نسکوره
یــو اواز یــو امـــارت یــو یې سنـګـر ؤ

د نــفـاق تیارې یې ورکې کړي لـه زړونو
د وحـــدت پــه تــار پـیـلی یې لښـکــر ؤ

د بیـعـت هــار یې پــه غــاړه ځکه وړمه
د اشــغال تـورو تیارو کي زریــن لـمـر ؤ

د زړه چم  یې را سمسور په شریعت کړ
د ولــس پــه زړو کــي ځــکـه مــعتبر ؤ

مـتاثـر یې د تـقــوا لــه نــور بَـشــام یم
د زړه کــور کي چي سـاتلی مي اطهر ؤ

م عصمت اللّٰه بشام