دشاعرانو ادبي جونګړه
713 subscribers
195 photos
42 videos
442 links
https://t.me/Jonghara_235
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه
دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې دلته رابطه وکړۍ
@umar7889

هغه بل نمبر بلاک شو
Download Telegram
غزل !!!!


له خپل پرهر پرهر زړګي سره مي جنګ راسي
چـــي دمغروره یار له بندي شمېرې زنګ راسي

دځـــــــینو ځــــــــینوملګرتیا پرسړي وغـميږي
دځــــینو ځینو له روغبــــــړه سړی تنګ راسي

چـــي يې پــــوښـتنه دتصویر له تصوره وکړم
ناڅاپــه خولې ته مي لاچي لاچي لونګ راسې

چي په غزل کي ادم خان سم دورخانۍ خاوره وي
شؤق مي ښه ډېر پر خپل ادب او په فرهنګ راسې

زاهد او دومره بخت په خدای که دچا زړه ته لويږي
چــــــي دپی مخو په قطار کي دا ملنګ راسي


زاهد ملا
شاعر او لیکوال ته

مکړه قیصې نور د لیلا او مجنون
څه به وي دا د مجاز عشَق ژوندون

د حقیقي عــاشق ستاینه و کــړه
چي مزین دي شي لیکــلي متون

د خپل قلم کرښي عـادي مه بوله
دا د راتلــونکو د تګلاري قــانون

پاڅه را پیل کړه تصفیه د ذهنو
پرېوه چټلي مفکورې په صابون

شاعــره بـرم د امت ته بیــا ځل
ورکړه روحیه فکر په څیر دپرون

خبیبه هغه دي خدای تل ښاد لري
تل چي یې ذهن کي وي سوچ د یوون

طالب خبیب اِل یاسین
1
لېونيه!

کرار کرار مي ژوند دا دی ختميږي لېونيه
ځوانې مې ستا نشتون کي برباديږي لېونيه

رنځور شمه چي ستا حالونه ووينم دلبره
کردار د يارانې دې اوس کميږي ليونيه

يو دا محشر مي وليدو چي تۀ روانېدلې
لۀ ها وخته مي زړۀ ورو ورو ماتيږي لېونيه

ځولۍ لۀ اوښکو ډکې نن تر تا پوري در وړمه
حتماً درځم زړګی مي نه صبريږي لېونيه

دردېږمه را لوېږمه آخير ديدن دی راشه
پر ما دي څنګه دومره درد لوريږي لېونيه

برياله! چي يې تاته فيصلې د مرګ کولې
هغه بۀ دي نن پښو لرۀ خميږي لېونيه

بريال هلمندی
2
مرګه داسي حال کې راشه چي ایمان وي راسره
په لار کې دجهاد غشی کمان وي راسره


وجود زره زره مي الهی عشق ته قربان وي
شهید دسنګر غیږ کي وم غازیان وي راسره


په جګو جګو سترګو ستا حضور ته درشم ربه!
خوشحال به  یمه چې څنګ کې شهیدان وي راسره


زه ستا ده دیدار تګی یم حضور ته مې درغواړه
همداسي زما په څیر نور عاشقان وي راسره


شمس الله ایوبي وایم ارمان به مې پوره شي
جنت چي وې  نبي اخیر زمان وي راسره

          شاعرشمس الله ایوبي
👍1
پر مخ مو خلاصې دروازې دي د تعلیم راځئ
نظام مو شاته کلک ولاړ دی، مستقیم راځئ

تیارې رڼا کړئ په دیني او په عصري علومو
پام به کوئ علم مو پاتې نشي نیم راځئ

تنکي ګلونه ماشومان مو کړئ مین په علم
ورته وریاد کړئ الف با تا ثا او جیم راځئ

بل کړئ په هر طرف د زده کړو څراغونه راشئ
بدل د پوهې په رنګونو کړئ اقلیم راځئ

په هغه ړنګ ویجاړ غمجن او کړېدلي وطن
له مودو پس لګي د امن مست نسیم راځئ

دانش ملنګه ستا هیواد ته دنیا کار په کار دی
علم کې ښکاري ستا وطن لکه یتیم راځئ
3
سړی وژني زړه تنګون ،له ښې یې باسي
ستا یادونه او بیلتون ،له ښې یې باسي

شهادت یې که ژوندی په غیږ کې ساتي
خو زمونږه د ژوندون، له ښې یې باسي

د عشق کار د مینې کار ته خو دې پام دی
روغ بدل کړي په مجنون، له ښې یې باسي

خدای دې نه کا چاته یو یې زلفې سترګې
خو چې وه کړي پیوستون، له ښې یې باسي

دې وطن ته چې طالبه نه یې بل څوک
ورکوی نه شي سکون،له ښې یې باسي

عبدالله نفس دې بیا  تن کې د روح ستا
بیخي ډیر کوي لټون،  له ښې یې باسي
عبدالله الکوزی
مُناجات!!!


درته ټیټ کړی مي سر
رابــــــــاندي وکــړه نظر
عـــــــاجز بنده دي یمه
نه لــــــــــرم ربه بل در

تــــــــه يې احد او صمد
لـــــــــم یلِد ولــــــم یُولد
پنـــــــاه کـــېدونکي موږ
تـــــــــــــــــــه يې ابدالأبد

په قــــــــــــــدرتو دي ګواه
اِنـــــــــــس وجِن دبحروبر

ستــــــــــا نعمتونه ډېر دي
ستـــــــــــا قدرتو ته سلام
اوصـــاف دي نه لري شمار
ســــــــتا رحمــتو ته سلام

تــــــــــه يې رحمن الرحیم
پـــــــــــــر ګنــــــهګاره بشر

ټـــــــول اسمانونه دي ستا
داجګ جګ غرونه دي ستا
تـــــــه مو خالِق يې خدایه
زمــــــــــوږ ځانونه دي ستا

کړې شــــــفاعت مونصیـب
دنبـــــــــــــــي نــــــورالبصر

نـــــــه لـــرې سيال څېښتنه
اونــــــه مثـــــــــال څېښتنه
ذات دي اقــــــــدس مقـدس
يــــــــــه لایــــــزال څیښـتنه

بخښـــــــــــنه غــــواړم درنه
زاهـــــــــــــد ماښام او سحر

زاهد مُلا
1
کابل جان

د امن کور کابله
ډک یې له شور کابله

خپلو بچو ته جنت
پردو ته ګور کابله

چې درکتل چا په چپ
بل کړه پرې اور کابله

غاړه دې هسکه وړه اوس
خلاص له پیغور کابله

دود سپیلنی شه تاته
پنجاب لاهور کابله

ډیر هیوادونه درته
په زړه دي تور کابله

یې عبدالله ته جنت
نور ته نور کابله

عبدالله الکوزی
1
غزل

چې درنه پرې د دې خلکو شکرانه ده
ښامارانو ته يې پاتې خزانه ده

څوک قحطۍ وژلي، څوک وړي سېلاب دي
ته وا بد نظر وهلې زمانه ده

چې موسکا د یار له شونډو کډه کړې
په موږ شوې د هرمز تنګي کانه ده

ځان پرې سوځي، مګر يار له اوره باسي
د دې خلکو داسې سوې يارانه ده

د غزل وږمې شي ټولې رانه ورکې
خياله تا چې کله کړې بهانه ده

عدل سخت دی دوه او دریو کې انسه!
زندګي د یوې ښځې درمیانه ده

انس حقاني
د غیږې زیب زینت دې دي وطنه! محصلین
ګــــــــــنډلــــي دې ګلونه په لمنه محصلین

ډاډه اوسه سیالانو سره سیال به دې کړي ژر
ایږدي د ابادۍ خال دې پر زنه محصلین

ولاړ دي درته شپه وْ ورځ یې یوه کړې ده په ځان
کــوي دې د زخمونو درملنه محصلین

هنر لــــري کمال لــــري او لوړې ارادې
کوې دې په قلم باندې ساتنه محصلین

په یوه فکر سمبال دي او یو فکر ورسره
خدمت کې دې هیواده تېرله تنه محصلین

صفت یې کړه همدرده لوګرواله! همیشه
هـر یو یو جلا ارزي په ستاینه محصلین

همدردلوګروال
.              ثواب دمینې

څوک چي خبر شي په ثواب دمینې
بــیا بـــه ایـــلـــه نه کـــړي تناب دمینې


دخدای حضور ته به سر لوړي ورځي
چي سرولمبو کې شي کباب دمینې


چي وې مئین خپل دحبیب په سترګو
هـــغــه یــادیـــږي بـــه جناب دمینې


دحقیقې مینې په خوند چي پوه شي
تل به خوشحال وې په عذاب دمینې


پـــه کې دردونـــه کـړاونـــه دې ډیر
چـــاچـــې لــوستــلی وې کتاب دمینې


شمس الله ایـــوبـــي پـــرې ښه خبر یم
ما تـــل کـتــلی دی هـــر بـــاب دمینې

        شاعرشمس الله ایوبي
صلی الله علی النبي الأمي

زیری د وصال هجران وژلی دی
زړه مې د دردو طوفان وژلی دی

زه د عجم سرو بادو وهلی یم
بخت مې ستا درتلو ته توان وژلی دی

ور وړه زما سلام نسیمه هغه ته
چاچي د تیارو کـاروان وژلی دی

ړنګي میکدې او بوتخانې شولې
ستا په راتګ جهل ځــان وژلی دی

خوښ یم چې مې ستامینه کي خوږنبي
حُب د مال او زر! مرجان وژلی دی

صرف خبیب ته نوم د ژوندانه پاتي
نور نو ستا د دید ارمــان وژلی دی

طالب خبیب اِلیاسین
پاتې دنیا

د دنیا ژوندون زېړی مازدیګری دی
زر تېرېږي روان عمـــــر ګړندی دی

نه وفا لـــري او نه یې هـم بقا شته
چې پرې زړه تړي نادان دی لېونی دی

خامخا د زنده ګـــــۍ ګلان رژېږي
اجل باد دی ختمېدونکی پسرلی دی

چا شل نه کړه هر څوک نولسو کې پاتې
له ارمانه ډک ترې تللی هر سړی دی

پکــې کر وړه د نېکو عملـــــونو
ګټه وکــــــړه اخرت ته دا پټی دی

ای! حافظ عاجزملنګه فنا کېــــــږو
که زر کاله وي ژوندی اخر مرګی دی

حافظ عاجزملنګ
1
غلی ناست يم!

ستا د ياد پۀ بارانه کې غلی ناست يم
تور ګړنګ دی او پۀ غره کې غلی ناست يم

لپه کړي مي لاسونه ستا دبار کي
ډير خيجل يم پۀ لمانځه کې غلی ناست يم

د کتاب ملګري لاړه شهيدان شوه
زۀ يې پاتې مدرسه کې غلی ناست يم

دا چې اوښکې تويوې زما نامه تۀ
د يو چا پۀ حافظه کې غلی ناست يم

هغه شپې دې هغه ورځې طالب جانه
ستا پۀ نشتون پنجشنبه کې غلی ناست يم

زۀ پوهېږمه چي زۀ هم درته ياد يم
ستا د خم زړګي پۀ وره کې غلی ناست يم

تۀ چي څۀ ليکې برياله! ياره زۀ هم
ستا غزل او ستا ټپه کې غلی ناست يم

بريال هلمندی
2🥰1
نعت شريف!

تا راوړ آقا فيضان او کرم
مکه او يثرب دي خلاص کړه لۀ غم

طٰهٰ او ياسن د زړونو تسکین
احمد محمد يې خیر الأمم

بهتر لۀ دنيا محبوب مصطفٰی
د سپين حُب مفهوم نبي مکرم

يې نور الهدیٰ! او خيرالوریٰ!
کامل شو پۀ تا د عشق صبحدم

چي راغلې پېشوا رسول مجتبٰی
شو ورک لۀ جهان هر ظُلم ستم

پۀ نور دي روښان دا ځمکه اسمان
معشوق د څښتن رسول محترم

برياله! شوه وران د ځمکې خدايان
چي راوړ جانان دنيا تۀ قدم

بريال هلمندی
کټ به وي پروت د جنازې.! خو زه به نه یم نه یم
په سر به خاورې بادوې.! خو زه به نه یم نه یم

که ښه کوې په ژوند یې وکړه چې یې زه ووینم
بیا پر مزار به وي جنډې.! خو زه به نه یم نه یم

زه دې خندا په ژوند کې غواړمه چې بیا په مرګ مې
بې ځایه اوښکې تویوې.! خو زه به نه یم نه یم

اوس راته وایه جار قربان درته ژوندی ګرځمه
بیا به پر قبر کړې نعرې.! خو زه به نه یم نه یم

چې کله نه یمه دنیا کې ته به ګورې حتمًا
د ژوند نیمګړې قافلې .! خو زه به نه یم نه یم

چې کله واورې د شفېع بلآل د مرګ آوازه
درته به یادې شي قیصې.! خو زه به نه یم نه یم

حافظ شفیع الله بلال
2
اوس د تېر په شان..

اوس د تېر په شان ژوندون کې لذت نشته
باور ختم دی او سپین حقیقت نشته

مهربانه خدایه! ستا مدد مو بس دی
په عبادو کې دي دومره جرئت نشته

ورځ روانه ده د هیڅ چا ملتیا نه کړي
خو د شپې غوندي په ورځ کې راحت نشته

د دونیا بازار که هر څومره ګرمیږي
مګر خرید او فروش کې سم عدالت نشته

"جنتي" یمه عاصي در ته دي ژاړم
ربه! ستا له قدرت بل لوی قدرت نشته


ابوالعتيق جنتي مولوي
2
*نوي غزل*

مرور يـــــــم له هر چـــــــــــــانه بېګانه يم
زۀ د عشق په کار کښې ډوب يم مستانه يم

زه يې پــــــاتې ستا فراق پر دې اعراف کړم
نـــه محراب يم د مسجد نــــــه ميخانه يم

نــــــــازولـــی خپل غزل په خپل کردار يم
کـــه ډک جـــــــام يم د زم زم که پيمانه يم

چــــــې څـــــــۀ يمه پــــــه هغه نظر راګوره
خــــړ غُـــبار يـــم کــــــه د ګـــلو پروانه يم

زه"ســـادات"يې ټول يوه لپه کې ځای سوم
محبتــه زه د لــــــــوی پــــند افسانـــه يم

زبيح الله سادات
1
ښاپېرۍ د کوهِ قاف ورته را درومي
پر وطن کوي طواف ورته را درومي 
 
نظـرونه ترې د بدو ستـرګو اخلي
غوړوي پرې سپين غلاف ورته را درومي
 
راوړي ځان سره ښکلاوې پۀ زر چنده 
کړي د حسن اعتکاف ورته را درومي
 
د راحت اوبۀ پر زړونو باندې پاشي  
د غميو غوندې صاف ورته را درومي 
 
نفرتــونه ټــولوي زمـــوږ لۀ کوره
د الفت غمي عفاف ورته را درومي
 
د کينې او کرکې نوم لۀ زړونو باسي
وړي لۀ منځه اختلاف ورته را درومي

تيارې ولي پـــۀ تېرو غـــــشو برياله!
د بريا ستوري شفاف ورته را درومي

بريال هلمندی
امارت!
پر نړۍ بریښي لکه لمر امارت
د ګران امیر ثالث عمر امارت

یادګار د شمس‌الشهدا منصور
دی مکمل شهیدپرور امارت

جنګي سالار جلال‌الدین حقاني
د ورک یاسر او د رهبر امارت

اتل شهید حاجي منان محبوب
بایللی څه د غیرت غر امارت

په کارنامو یې هره سیمه ګویا
د مزمل مردي سنګر امارت

د اتفاق او ورورګلوي کور دی
چېرته دي نسي په نظر امارت

زه  دل فرهار ورباندي ویاړکوم
جار سم زما د زړګي سر امارت

نورآغا دِل فرهار