دشاعرانو ادبي جونګړه
904 subscribers
195 photos
42 videos
436 links
https://t.me/Jonghara_235
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه
Download Telegram
د پلار نیکه وطنه
ــــــــــــــــــــــــــ

پوره مو کړه کنه تاسره کړې هره ژمنه
د پلار نیکه وطنه
موږ څومره په عزت خلاص کړې له هر مکار دښمنه
د پلار نیکه وطنه

موږ ستا په پت او نوم باندې قربان کړل خپل ځانونه
پرې ورمو کړل سرونه
ساتلي مو ژوندي دي ستا د برم تاریخونه
پرې ورمو کړل سرونه
یو تیر ده ستا دفاع ته له خپل ماله او له تنه
د پلار نیکه وطنه

ټاټوبی د ابدال یې د محمود او میرویس کور یې
زموږ د سترګو تور یې
د دین په مقابل کې دښمنانو ته سور اور یې
زموږ د سترګو تور یې
تا کړې ده مدام ده دې امت له حق ساتنه
د پلار نیکه وطنه

په هر میدان کې هر وخت ګړندی پر مخ روان یې
برلاسی په جهان یې
له ظلم له زیاتي او ظالمانو سره وران یې
برلاسی په جهان یې
خپلواک یې خپل پلوی یې ویاړمنه قدرمنه
د پلار نیکه وطنه

ستا خاوره ده شهیده ده ستا کاڼي اتلان دي
او غرونه د غازیان دي
روزلي د په غیږ کې جهادونو ته ځوانان دي
او غرونه د غازیان دي
ستا حق ده په مخبت وردګ د خپل تاریخ ستاینه
د پلار نیکه وطنه

مخبت وردګ
غم¿
ولـې مـې د غاړي شـو لـی هار غمه
لاړ شه نور مې پرېږده په قرار غمه

ما چـې درنه پټ کـړلو فریاد د زړه
تــه مـې لا ځــپـي ولـې اسرار غمه

نـور دې د یارۍ تمـه له زړه باستم
مـه راګـرځـه بـیـا ای زماد یار غمه

سترګو نه مي خوب تللی ارام نشته
ته راځـې هـر ځـل لـکـه ګـذار غمه

هـــســي مــي دزړه دزړه ژړا وژنــي
هـر غم نه نوګـیر تـه مـي شرارغمه

زړه مې اوس ډک شوی دزخمونونه
تــه یـی دمـسـتغفر دزړه ښکارغمه

ش ق !!مستغفر!!
مونږ د تورو شپو په غیږ کې،درڼا په تمه تمه
ژوند مو نیم تیر شو تیارو کې،دسبا په تمه تمه

لا تر څو دا حال روان ده،دتیارو غیږ کې لوبیږو
چاودې شونډې غم زپلې،د خندا په تمه تمه

څه تنکۍ ځوانی وې ربهﷻ،څه تنکۍ ځوانۍ درځار شوې
ځان یی اور ته ور رهي کړ،د وفا په تمه تمه

د خوبو تعبیر مې داده،چې ارمان مې پوره کیږي
دا چې تم ده مورې تم ده،ستا دعا په تمه تمه

ستا د وصل په ارمان ده،مدام ستا په تمه تمه
په همدې ارمان به مړ شي، عبدالله په تمه تمه
عبدالله الکوزی
Forwarded from انس حماسی
شه هر رنځ ته مې شِفاء درپسې ګورم
لټوم دې هره خوا درپسې ګورم

ستا د یاد تصویر ته کړم د زړه خواله خو
هیڅ نه وایي کړم ژړا درپسې ګورم

زړه مي بیا دردونو غېږه کې نيولی
ای ټپي زړه ته دوا درپسې ګورم

رنځور زړه ستا په وعدو قرارومه
رانه ورکه بې وفا؟ درپسې ګورم

هسي نه چي دې ظالم مرګی جدا کړي
زړه نا زړه یمه تر شا درپسې ګورم

هله راشۀ ځنکدن ته مي حاضر شۀ
رخصت اخلم له دنیا درپسې ګورم

نه صبریږي په یو ځل کتو زړګی مې
حماسي أنـس بیا بیا درپسې ګورم

أنـس حـمّاسي
بلوو هر لور ډېوې درسونه وایو
ورکوو تورې تېارې درسونه وایو

د طالب او د محصل لارمو یوه ده
د مکتب او مدرسې درسونه وایو

د ټوپک زدکړۀ لۀ یادۀ هم نۀ باسو
د قلم او کتابچې درسونه وایو

د هیواد د ابادۍ لپاره بوخت یو
هم د ورځې هم دشپې درسونه وایو

انجینر که معلم که مولوي صیب
دي دپوهي سرچینې درسونه وایو

را جذب کړي مو لۀ هرڅۀ دي ذهنونه
مونږ په پاکي عقیدې درسونه وایو

په ارامۀ په سکون أنـس حـمّاسي
کرځوو جګي شملې درسونه وایو

أنـس حـمّاسي
#النبوي_بصري_څانګه
ښې ډیرې به وژاړمه تاته یار
ولې مې پریګدې ستړې دنیا ته یار

نه کیږي بیخي خندا په مات زړګې
هر څو که ځان جوړ کړمه خندا ته یار

یاره زړه دې تور کړ له یاري راته
نن نه وروسته نه وایمه چاته یار

درد ده مینه دې درد کې سکون پروت ده
اور بیلتون،جنت وصل دې ماته یار

ای د غټو شنو سترګو خاونده خیر
یو ځل خو ته ووایې عبدالله ته یاره
عبدالله الکوزی
💔غزل💔

ځواني مې تیره هره هله مې بوډاشوله
نه شومه مجنون نه مې څوک لیلی شوه

زه هم له وختوڅخه دګل غیږه کې پروتومه
نه شومه ګلاب اونه مې څوک بورا شوله


زندګي مې له بې ننګوجفاګروسره تیره شوه
نه چیرته ملنګه شوه اونه چیرته پاچاشوله

کله چې به چاته دمسکاپه حال کې ورغلم
زیاته بې غوصه شوله ورکه بې خندا شوله


ژوندمې له بې ننګو سره تیر کړلو
زړه په اورونوشوزیاته مې جفاشوله

تاته چې راغلی یم یاره داسې غلی یم
تاته مې جانان وویل تاته مې اسراشوله

بیاقلم کاغذ په لاس ناست دی (مسعوداعزام)
بیایې غزلونوته څه ناڅه سودا شوله

ة=======================ة
شاعرحافظ قاری مسعوداعزام صاحب
بې هدفه زندګې😭


دهجر له تاسیر څخه مې ډکه زندګي ده
بس ماروانه ګړې بې همته زندګي ده

نه پوهیږم نه مې چل دزندګۍ هم چیرته زده دی
هدف مې معلوم نه دی بې هدفه زندګي ده

خوشحالې ده رانه ورکه په غمونو باندي سریم
بس ځان مې پرې تړلی څومره کلکه زندګي ده


که چادرنه زمادزندګۍ تفوس هم وکړو
بس داسې ورته وایه بې مهلته زندګي ده


که څوک درته دمینې په خبرو باندې بوخت وو
عاشق دی ورته وایه چې ستاسخته زندګي ده


(مسعوداعزامه)نورنویومسیرځان ته اختیارکړه
په تیروخت کې دی کړې څه بدبخته زندګي ده

شاعرحافظ قاری مسعوداعزام صاحب
غزل

په دب دبه راځي په شور راځي
زما د زړه په خټین کور راځي

ستا د خوږې مینې د یاد باران
جانانه ستا غوندې په زور راځي

زړه خپلول بیا ماتول د زړه
ګوره همدغه ټول په پور راځي

زما د زړه کور ته د ټول راځي
د محبت خلک که نور راځي

خدایه په هغه ورځ مې ژوند واخله
که دلته بیا د جګړې اور راځي

په انتظار مې که ویښته سپین شي
کله زما د سترګو تور راځي

ده ستا تر څنګ د روح سکون اخلي
مخبت چې هر وخت ستا په لور راځي

مخبت وردګ
څه په پټه څه په شرنګ درته ماتېږې
ښکلې څه دي خو په څنګ درته ماتېږې

په خندا خندا دې هم دې را خپل کړې
هم په سوله هم په جنګ درته ماتېږې

خوشبويې او د رنګونو يې امام شوې
که ګلاب دئ که لونګ درته ماتېږې

ستا په ياد وېده راوېښ شي له خپل خوبه
مل د وجد او د بنګ درته ماتېږې

که په ملا دې درته څانګې غوټې ماتې
خو چنار په ونه دنګ درته ماتېږې

د قرآن په آياتونو کې دې نوم دئ
په دې وجه د زړه زنګ درته ماتېږې

هدېرې دې څه عجېبې دې خاموشې
که باد شاه دئ که ملنګ درته ماتېږې

مهربانه يې چي عشق دې پېرزو کړ
که ډېوه ده که پتنګ درته ماتېږې

د‌ ذاهب غزله مات مات را روان يې
په لفظو د شوڼډو رنګ درته ماتېږې

ذاهب الغزنوي
غزل!!!!!


زه ښکلی نه يمه هـــــــغه ښکلې ده
دهـــــــېواد هره يــــــوه دره ښکلې

دوطن هر يؤ مـــــــــــجاهد اتل دی
دطـــــــــالب هر کار نامه ښکلې ده

دمتقي صاحب دريځ نــــــــــر دریځ
دمتقي  صاحب څــــــهره ښکلې ده

دهلمند سیند کي دي دژوند رنګونه
ترنک امو او قوشتــــيپه ښکلې ده

دزاهـــــــــد نـــظم په لوستونه ارزي!
خو دپی مخي یار ټپـــــــــه ښکلې ده


هدایت الله زاهد
غزل

امت به یې اخر واوري د ټوک ټوک اولاد غږ
غ-زه به تر وروستۍ سلګۍ کوي د ج~هاد غږ

تعلیم دی، کار دی، امن دی، قانون دی او حدود دي
دا څو دانې خبرې دي د ګرده هېواد غږ

د زړه کیسې مې شعر کړم او خپل ځان ته یې وایم
په خلکو کې مړ شوی دی د ډاډ او د داد غږ

دا زړه مې ورپسې نن له خپل ځای بې ځایه شوی
چټي مې په زړه اوري د پلارجان 'ارواښاد' غږ

له ځانه چې ښیښې او درنې وسپنې را تاو کړې
نو څنګه به در رسي د مظلوم د فریاد غږ؟

ړنده کڼه نړۍ کې د عظمت څلي ته ژاړم
څښتنه که مې واورې د یو ستړي مراد غږ

وطن مو ازاد شوی دی "جانانه" ازادي ده
خو موږ پکې لا هم کولای نه شو ازاد غږ

جانان خدرخېل

١٤٠٤/١/٣٠
‏د ارمان سیوری

هیلې مِ زندۍ دي ناست ې سیوري ته یم غلی
ژونــد تـــه پــه تـمــامـه مـانـا پـاتـې یـم راغلی

تـه ووایه څنګـه پـه تـاوان بـه یـې قبول کړي
دغه مات زړګی به چیرته وغواړي کوم ښکلی

هسې نه په غیږه کې در ړنـګ شـم لـه ناکامـه
نشـتون دې یـم داسـې یــوه حال تـه رسـولی

سترګې مې لـه ډیـرې مـایـوسۍ را ډکې شوي
وه کـوه پـر خدای بـاور چـې نـه شـم در کتلی

لوری رانـه ورک دی د سکـون له سخته هجره
ستوری مې د بخت پر یـو سړي پسې لویدلی

بار به یې پر زړه دومـره درانـه یادونه نه وای
چـیـرتـه کـه ګـربـز مستغفـر هیڅ نـه پيژندلی

Mustaghfir Gurbaz
اعتبار !

کډه یه کړي له دي کلي له دي ښار،اعتبار
ځکه څوک نه کوي پر،ورور،اونه پریار،اعتبار

زړونه هغسي ندي زړونه له کیني ډک سوي
مینه خفه ده اوس اخستۍ دۍ ازار ،اعتبار

بعضو وژلی دۍ اوبعضو له مرۍ نیولۍ
په وینوسور داسي کټ مټ لکه انار،اعتبار

چي وعده ماته کړي یوځل یي پسي بیاماته کړي
نوته وانه بشي په دارقم په دار ،اعتبار

زه مهاجر،هم اوس حیران پرڅلورلارو،پاتي
چي به اوس تللۍ وي پر کُمه کُمه لار،اعتبار

مهاجرهروي
غزل

ته مې پیر زه دې مورید د تورو سترګو
ډیر عجیب کیف کوي دید د تورو سترګو

زه دې تږی د لیدو ېم درته راغلم
دیدن را نوی جدید د تورو سترګو

په لیدلو کې دې خوند پروت دی زړګیه
کړه دیدن راته تمدید د تورو سترګو

له اثره یې تر ډیر وخته خومار یم
تا لیدلی نه دی برید د تورو سترګو

د جنت حورې یې حسن ته سلام کړي
بلا واخلم د شهید د تورو سترګو

زه غمجن بهیر له مینې درته ګورم
پام خالي نه کړې شرید د تورو سترګو
دګل بهار ورک دی?

سپرلی بې رنگه شو
د ګـل بـهار ورک دی
چـمن خـزان نـیـولی
بلبل یې زار ورک دی

د زړه امـیـدیی نشته
پـه انـتـظار ورک دی
هـره خــوږه وعده یی
بـې اعتبـار ورک دی

یارچي راځي نه بېرته
سفر یـې پار ورک دی
نه یـې شته پته دیار
نـه هـم آثـار ورک دی

شپه بي سرورتیریږي
مینه پـه نار ورک دی
خاموشي هرځای خوره
نـغـمـه ګـذار ورک دی

وعدي پخي نه شولي
عـقـل لـیـار ورک دی
خوبونه ړنګ پراته دي
دیـار بـازار ورک دی

سپوږمۍ پنا چي شوله
د شپې سهار ورک دی
لـمـبـود هـجـر ســـوی
مـسـتـغـفریار ورک دی


ش ق !!مستغفر!!
غزل:
ــــــــ.       م منصور درمان

د نیمګړو ارمانو پۀ څوکو ځانګم
لکه اوښکه د بڼو پۀ څوکو ځانګم


د ناځوانه بېلتانۀ لۀ رندو څړیکو
مات زړګی یم، د آهو پۀ څوکو ځانګم

خوبیولی د دیدن پۀ هیله ناست یم
د وصال د تلؤسو پۀ څوکو ځانګم

د تقدیر د خطر غشو یم ویشتلی
د تدبیر د خاطرو پۀ څوکو ځانګم

د بائللي ورک ارمان پۀ لټه ګرځم 
ستا د رحم د اسرو پۀ څوکو ځانګم

د خزان وهلې پاڼې پۀ څېر رېږدم
د هجران د ګړنګو پۀ څوکو ځانګم

تغزل یم، مهاجر منصور درمانه!
ستا د تاندو غزلو پۀ څوکو ځانګم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ.
وګوره اوښبه راوړی بار د ګلابونو دی
خوب وینم، بلبله وایي وار د ګلابونو دی

غرونو ته سوما ختلي کلي ته نرګس روان
بس باچا ګلاب دی او ټول ښار د ګلابونو دی

تللی هغه وخت چې تار د بم یې و تر څانګو تاو
وایي له ژوندون سره اوس تار د ګلابونو دی

راغله بلبلکه پر هندارو یې وزر موښل
ځان به پکې ګوري پرې غبار د ګلابونو دی

خوا کې يې راشین شو تر کړۍ يې څانګې څانګې تاو
دار که خونړی و خو نن یار د ګلابونو دی

دواړه په لانجه وو خو شاعر یې شو ترمنځه برید
شپه د سپینو ستورو شوه سهار د ګلابونو دی

وګورﺉ کاروان ته له نغمو نه یې وږمې راغلې
دا سړی شاعر نه دی عطار د ګلابونو دی

پیرمحمد کاروان
میّن ازار لري، میینان مه بیلوئ
عشق ګنا نه ده،عاشقان مه بیلوئ

د دوه یارانو تر منځ،منافقت بس کړئ
سره خواږه دې وي،دوه یاران مه بیلوئ

په مونږ مو څه غرض، مونږ سره کار مه لرئ
سره خوشحاله یو،زه او جانان مه بیلوئ

د ښکلو زړونه صفا،ورته یی مات نه کړئ
ای له ځانه څخه،جنتیان مه بیلوئ

په ښکلو پام کوئ ،چې ترې یی لرې نه کړئ
له عبدالله څخه ،طبیبان مه بیلوئ
عبدالله الکوزی
دجنت په چکر?

راځـه جـانانه د رحمت پـه چـکر
داځـلـي لاړشـو د جنت پـه چکر

تاته مې شوق دمحبت ښکاره دی
ما تـه خـوشـالي د عزت په چکر

پـر ګـناهــونـو مـو تـوبـه وباسه
لاسـونـه پـورته دنـعمت پـه چکر

هـلتـه باغـونـه دي د نور او مینې
مـست شـو دعـشـق دعبادت چکر

په حوضِ کوثرکې لمبه کړو یوځای
وروسته به لاړ شو د الفت په چکر

نه غـم فـراق نه جدایی شته هلته
وصال وي تـلـلی دمحبت په چکر

فـرشــتـي وایی سـلام عـلـیـکـم
پـه درناوی کـوي خدمت په چکر

هـلـتـه دحـورو مـینه هــم حـلالـه
دمـستغـفـرلاس کي سنت په چکر

ش ق !!مستغفر!!