دشاعرانوادبي جونګړه
1.75K subscribers
75 photos
1 video
1 file
283 links
https://t.me/Jonghara_233
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه!

دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ
@Umar876
Download Telegram
څه نښـــــترونه راړنګ شوي انقلاب خوړلي
بیا پوري غاړي ته ګلونه تور پنجاب خـــوړلي

د ډیرو پیـغلو ارمانونه شول تر خاورو لاندي
د ډیرو پیغلو امیدونه ستر قصاب خوړلي

د هــند غزا سالاره ستا د بڼ ګلان چیــرته دي
راته ښکاریږي تورخزان یاسورافتاب خوړلي

دلته هم حوري بینوا شوي بي جانانه شولي
تنکي زلمي د جنت حوري ستا حجاب خوړلي

دا کوم جنون ده چي لمبي ورته ګلونه ښکاري
داکوم یوراز ده چي سرونه بي حساب خوړلي

انــقلابــونه رانه غـــــواړي ده دي وخت اتلان
څوک توروغرونوڅوک شهیدجومات مهراب خوړلي

عمرعلي احــــــــمده دي په خپلو وینو لامده
دا د مرمـــــیو شـرنګ خوړلي. نه رباب خوړلي

عمرعلي احمد
تقبله الله المتعال

لکه حمزه لکه خبیب لکه منصور منصوره
ډک له غیرت وې میړنیه ډک له نور منصوره

ستاآفسانې به وې دنیاکې ښې تر ډیره پاتې
ستا دایثار ستا دنثار ګرانه غیور منصوره

دوخت کفار دې له نامې څخه په ویره ولو
ته وې غښتلي او تورزن ته وې باتور منصوره

ستابرکت وو چې هرخوا ددښمن ماتې ولې
سترګو ته خار ولې دهر یوه مغرور منصوره

په ایمان ښکلی وې دګرمو سنګرو اتله
زمونږ د زخمي زړه پرهرو ته وې ټکور منصوره

زما بدرالدین ځلاند له زړه نه لا وتلی نه یې
په خیال کې وينمه تل ستا دمخ انځور منصوره

بدرالدین ځلاند
تم به نه شم وخت یمه روان یمه
وار،په وارله ژونده سره وران یمه

اوبه نه یمه زه پټې خبرې یم
اوښکه یم روانه پرګرېوان یمـه

زماپه اعتبار،چي استــهزاءڪوي
ځڪه خوخفه مي له جانان یمه

زه دوخت یوسف یمه لیلام شومه
ستا،پیرزو،ده زه چي قدردان یمه

څوک به مي په درد،باندي خبر نشي
زړه یمه سینه کي یم پنهان یمه

ډک یمه له درد،اوله زخموځخــه
زه خودطالب جواد،داستان یمـــه


طالب جواد
له ټــول اُمـــت نه ګـــیلمني ســترګي
د یوي ماشومي خور خوږمني سترګي

وجــــود یی ټول بمـــي پرچو نیولی
په سپین دُسمال تړي خپل زني سترګي

تــش په نامه مســــلـــمانانو غرق شي
خدای مو حلاک کړه مُکرجني سترګي

غزه کـــباب شــوه د یهـــــودو په لاس
نور یی ړندي شـــه زهرجني ستـــرګي

د مکــر اوښـــــــکي تویــــه وي عربان
نور مـــو شه پټي دروغجني ســـترګي

خدایه چي دغه حالات مــونږ نه لیدای
یا مو اقــــصیَ کي وای دفــني سترګي

عـــمرعلي بیا ارام خــــوب نه ورځي
چــــي وي په دین باندي میني سترګي

عمرعلي احمد
دشهېد زعیم ملا اخترمحمد منصور تقبله الله دنهم تلین په مناسبت!!!!


بې رحمه ګزارو دډرون خوړلی ګران منصو
امــیر وو دعمر غوندي پیاوړی ګران منصور

له روعبه يې دهر يوه منافق زړه په لړزان وو
ښاغلی ګران منصور وو او منلی ګران منصور

اورونــــــو کي يې ځان کړ لولپه زموږ ســالار
پر خپله وعده ټینګ وو درېدلـــی ګران منصو

يوبېلګه دتــــــقوا وه او يــؤ څلـی دغــــــیرت
اخ تــــللی ګران منصور را نړېدلی ګران منصور

زاهــــــــده داتــــش نوم به يې وي باب دکتابو
تاریخ که ګټی خامخاه ګـــــــټلی ګران  منصور


هدایت الله زاهد

1404/2/31چهار شنبه
5:30
داشعر دسعودی باچا (سلمان بن عبدالعزیز)
دناوړه او بد کاره چلند اود مکې معظمې بې حرمتې
اودمدینې دجانان سره دخیانت کولو په
موخه ما چمتو اوتاسو ته وړاندی کی
خدای(ج)دی وکړی چې خوښ موشې


اقصی دی هیره دیهودو درناوی دی وکړ
دفرعونیانو او نمرودو درناوی دی وکړ

اسلام دی پرېښود اواسلام ته دی نظر نه وکړو
ددینِ  کُفر  دحدودو  درناوی  دی  وکړ

تاته موهیلې ولې ته وې دقریشو باچا
خپل دین دی پریښود دمردودودرناوی دی وکړ

ټرمپ ته دی غاړه ورکړه ځان دی دغلام غلام کړ
په مست رباب اوپه سرودو درناوی دی وکړ

دخپل ناموس عزت دی هیر کړدکافر لپاره
په خپله ښځه بې شرودودرناوی دی وکړ

بې حرمتې دې دمکې معظمې وکړه ویده عربه
زه(مسعود)وایم دمسدودو درناوی دی وکړ



مسعوداعزام
د شمس الشهدا عالیقدر امیرالمومینین شهید
ملا اختر محمد منصور تقبله الله د نهم تلین
په مناسبت


د غزاګانو ستـــر سالار وې زموږ رهـبر منـــصوره
د رب په میــــنه لولپه شـــوې د زړه سر منصوره

د ستا غیرت او شجاعت ته دوه لاسي سلام کړم
زنـــدګي تـــیره کړه په غرونو تا اکثر منـــــصوره

ته د مـــرحـــوم ملا عمر د لاس یادګار وې مشره
قدم د ایــــښی وو په پل د ګران عمر منـــــصوره

رب د پرچه پرچه وجود په خپل دربار قبول کړي
کباب کبـــــاب د ګل وجود شو زړور منـــــــصوره

کفـــري نـــړۍ له تا په ډار وله باتـــــوره مشــــره
ورته مطلوب ځکه ته ډیر وې قلندر منــــــــصوره

ستا کار نامې د تاریخ باب کې موږ زرینــې لیکـو
عبدالله شاهد تا تل ستایم په هنـــر مــــــــصوره
د مدبر امیر سید الشهدا امیر الؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله پاک او نازولي روح ته اهداء

چا چې دار په اور بدل کړ
چا چې وینې سوځولې
هغه لوی شهید منصور دی
چا چې غوښې دي شیندلې

چې ښودلی چا دنیا ته
د ایمان زور او قوت ؤ
په تش لاس چې چا مات کړی
د نړۍ سُپر طاقت ؤ
لولپه چې شو خپل دین ته
هغه داسې شخصیت ؤ
هغه لوی شهید منصور دی
چا چې مینه ده پاللې

څوک چې خدای ته قربان شوی
څوک چې ټوک ټوک بدن تللی
چا چې ځان له مینې ځار کړ
چا چې ځان دی سوځولی
چا چې نن په خپلو وینو
د ستر ویاړ تاریخ لیکلی
هغه لوی شهید منصور دی
چې جګړې یې وې ګټلې

چې کاروان د چا محکم دی
امارت یې چې ودان دی
چې یې نن په دنیا رُعب دی
چې حیران نن دا جهان دی
برکت یې دی ده وینو
نن په وړاندې چې روان دی
هغه لوی شهید منصور دی
پرګنې یې چې ځپلې

خدای د وبښه امیره
پر مزار د رڼاګانې
تا ځان ځار کړو خو له موږ نه
د کړې ورکې بلاګانې
زه مخبت چې ورته کړمه
تل له زړه نه دعاګانې
هغه لوی شهید منصور دی
زه د هم شم ورته ویلې

مخبت وردګ
اميره ته که سوې کباب، تاريخ دي سپين وساتی
ته د ايثار وي نمونه، په سر دي دين وساتی

رب و درکړی بصيرت او ځراکت سياسي
د امارت نشان دي هسک،پر دي زمين وساتی

جهان دي ټوله کړ حيران، په رزم بزم د‌جنګ
دفتر دي تود وو د وينا، هم دي کمين وساتی

درپسې ټوله شوه  غمجن،درپسې ټوله خفه
په شهادت دي ټول اولس، څنګه غمګين وساتی

ډير بريالی دي و تاکتيک،د تعروضونو ميره
هم دي کندوز کړلو ازاد،هم دي سنګين وساتی

په هغه ورځ چي سوې شهيد،د پرګنو سالاره
حنيف په زړه کي  يو پرهر، له‌دې ناورين وساتی
د کلِمَةُ اللّٰه عُلیا ته صدقه منصوره
اللّٰه دې تا کړي د جنت کوثر میلمه منصوره

داذادۍ څراغ ته تا د وجود وینه ورکړه
ټیټه دي نکړه د افغان مِلت شمله منصوره

تا د دې ګران هېواد تاریخ ننګ او غیرت و ساتی
ورڅخه تا وکړه دفاع ای نارینه منصوره

ستا د احسان یوو پوروړي د امت محسنه !
هېر به دې نکړو سوځیدلیه لولپه منصوره

د فیدایانو قــــربانیانو شــهیدانو په څېر
هغسي تا کړه ګل ځواني لمبه لمبه منصوره

فضل الرحمن فضلي داستا ستاینه څنګه وکړم
له حد وتلې ستامیړانه حَماسه منصوره

فضل الرحمن فضلي
له دار يې واړوه انګار ته فلسفه د ايثار
کړه را ژوندۍ يې زړو کې تته حماسه د ايثار

ماده پرست يې په قوت د ايمان وننګول
درستې نړۍ يې په حيرت کړه ننداره د ايثار

خالق ورکړى وو بې شانه لوړ سياسي بصيرت
وو بريمن يې هر يو پلان هر نقشه د ايثار

متذلزِل يې نه کړ عزم دجالي منترو
له تفروق يې را خوندي کړه قافله د ايثار

استشهادي زلمو که ستاسو په شان نه شوم کباب
نه مو امير يم نه به زما وي عقيده د ايثار

د امارت بڼ يې خړوب کړ په شېرينو وينو
جاري يې وساته تر پايه سلسله د ايثار

په بدرګه د تړمو اوښکو ټول مجلس اورېده
جواده کړله يې مجلس کې چا کيسه د ايثار

ادیب جواد
امیرالمؤمنین

پهْ وینو د خپل تن یې برم وساتهْ د دین
امیرالمؤمنین شهید امیرالمؤمنین

کیسه که د هغهْ منصور د دار تاریخ لیکلې
د دې منصور به لیکي وریت وجود مُوَرّخین

کټ مټ لکه خالد بن ولید ؤ د دې عصر
خاوند د کلک اېمان او د قوي عزم متین

تر څو چې وي نړۍ نوم به د داسې تاریخ ساز
هېر نهْ شي،وي به تل د دې امت زړهْ کې راشین

شو تېر لهْ خوږ ژوندون او نازولو ارمانونو
حاصله یې رضا کړله د رب العالمین

الله دې کړي قبولې ترې د ژوند ټولې ستړیاوې
کومه زهْ دعا را سره وهْ وایئ امین

یاسینه ثمره د دې عظیمې قرباني وه
چې ښکل د ازادۍ ناوې کړو مونږه پر جبین

یاسین عبیده
مدبر امیر ملا اخترمحمد منصور تقبله الله

غزل

پوره نهم کال شولو ستا د شهادت منصوره
وینو دې رنګ راوړ حاکم شو امارت منصوره

تاریخ کتاب ستا پر مېړانه شاهدي ورکوي
نړۍ تائید کړ ستا کردار ننګ شجاعت منصوره

د عشق اورو باندې کباب کباب کباب امیره
ټوک ټوک اوجود لاړې تر پاک رب العزت منصوره

د وخت اتل وې د ایمان زور دې جهان ته اوښود
هرېږې نه له زړو سمبول وې د غیرت منصوره

ته په رښتا چه د کلک هوډ عزم متین څښتن وې
ستا له درسو او وینا اخلو مونږ عبرت منصوره

د ډرون لمبې دې په نازک بدن سړې کړې قربان
زړونه مو ویلې شول چه تا وکړ رحلت منصوره

غمجن بهیر درته دعا کړم اې د زړونو پیره
ېم اُمیدوار اَمیره ستا د شفاعت منصوره

غمجن بهیر
د شمس الشهداء شهید عالیقدر امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله اللّٰه د شهادت د نهم تلین په مناسبت.

په دين مئین، له دینه ځار منصوره
دغــــــــــــیرتونو دنګ منار منصوره

ستــا اِمارت دادی نن مخ ته روان
مـوږ ته راپاته دی یادګار منصوره

غــــــرور مات سوی دمغروري نړۍ
چي یې خوړلی زمونګ ګزار منصوره

ځان ځنې ورک دی أمن أمن دی ټول
هیواد تړلی سپین دستار منصوره

ستا سـوځیدلی وجـــــود نه هیروو
وینـــــــو دی راویستی بهار منصوره

ته چي پرې ځار شوې حقاني کوثر هم
کوي پر دې مسیر رفتار منصوره

حقاني کوثر
دشهید امیرالمومینین نهم تلین
په مناسبت
تور لوږي یی له موټر نه پورته کیږي
په لمبو کي نن اتل منصور سوزیږي

شهادت رنګین کاروان ورباندي ښکلی
دحمزه په مســـیر درومي روانیــــږي

ده احـــد احـــد ناري دجـــانـان اورم
ده مســـلیم امــــت رهبر کډه باریږي

د وِصال تمه شلیدلي هیلي مړي دي
زما ده عمـــر ارمانونه نــن قتـــلیږي

ده دونیا حوري په ژوند تري مروري
دلته تل تنکي ځوانان تري جُدا کیږي

دمنصور منصور ناري له هرکور اورم
دفِراق غشــي ده زړونو کي خښــیږي

په عــمرعلي دســتا دهــــجر زور ده
ستا له غمه پورته کیږي بیرته لویږي
عمرعلي احمد
شهید منصور تقبله الله

د زړۀ مي څاڅي ویني، فرهار فرهار منصوره
په یادو شـپه سبا شـي، خـمارخـمار منصوره

ستاد هجران  لمبومي ژوندون ایره ایره کړ
سترګې مـي سېـلابونه، آنګار آنګار منصوره

دستړي زړه چیغي مي، لازړه کي یاره ژوندي
تانـه پـس هـره لحـظه، هـزار هـزار منصوره

نـشـته دوصـل لاري نـشـته دآومـیـدوڅرک
فـراق راتـه جـــوړ کـړی ګــورآو مـزار منصوره

ستا دخـنـدانه وروسـتـه ماتـه خندا حرامه
وجود مي دی تاپسي په دار په دارمنصوره

ستاله یادونوسیوری دمستغفر سره دی
خـوتـه لانـه یــی ګــرانـه یــوار یــوار منصوره

ش ق !مستغفر!
شهید منصور ?

زمـوږ آمـیـره مـشــره، زمـوږ سـالاره مشـره
د حق د علم بردار، فتحه دې یاره مشـره

ستاهـر قـدم بـرکـت سـتاهر نظر هدایت
دصـداقــت یـــومـثـال تـه باوقـاره مشره

د شــهــیــدانــو آواز، تـا تـه دعــاوي کــوي 
ته د حق وي پلوی، د حق منـاره مشـره

زموږ تاریخ دې ویاړي، نوم دې تل پاتې پکي
دی ستا سیرت مو لاره، ته مو د کاره مشـره

ستاپه ګـوزار به ویاړو ستاپه قلم موژوندی
ته مو دصف ستوری وي ته موشهکاره مشره

وي دملت هنداره ته دامت سترګي وي
دسباخوب کړم تعبیر مستغفر یاره مشره

ش ق !!مستغفر!!
بې له شیطانه بندګي به څه وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زندګي ښه ده خوپه شتون دیوچا
چې یې نشتون وي زندګي به څه وي

شیطان خوښه ده چې بنده معلوم شي
بې له شیطانه بندګي به څه وي

دجهاد غږ چې یې له خولې نه وځي
علم به څه وي داسړي به څه وي

چې اوښکې تویې نیمه شپه کې نشي
دهغه لوی ذات غلامي به څه وي

په سخته ورځ کې معلومیږي چې نه
پریږده ددغوملګري به څه وي

مدام چې زړه کې دالله نوم نوي
بې له ګلانوپسرلي به څه وي

چې دې وه خپل مرګ لره زړه اونسي
وایه نوداسې جدایي به څه وي

چې یې جذبه دچااوچته نکړه
حازِمه داسې شاعري به څه وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
ط مطیع الله حازم
1404 / 2 / 23
غزل

زړه سپکه ومه تویوم درته قطار،اوښکي
ته یه قبولي کړه دانه دانه په شمار،اوښکي

دغزي خوري ستاله ماتو،اسویلیو قربان
له درانه غمه دي راغلي پر،رخسار،اوښکي

ددوحت زامن بیخي نااهله دي وفانه لري
وړه لورکۍ ده پاکوي څنګه دپلار ،اوښکي

غرونه خفه دي ستادیدن غواړې غازي طالبه
هیڅ نه دریږي دنښتر اودچنار اوښکي

په شنه سهاریي ستایتیم بچۍ ترلاس نیولۍ
موردي راغلې تویه وي دي پرمزار،اوښکي

زه مهاجریمه بي وسه نورمي وس ختم دۍ
بس تویه وم دي کله کله پریادګار،اوښکي

مهاجرهروي
شهید شمس الشهداء امیر المؤمنین تقبله الله


په مینه دي ځواني کړله ایره دربّ په عشق کی
تاریخ به دي نوم لیکی دزړه سره ګران امیره
حمزه غوندی فرهر شولي کباب کباب جوددي
امیر المؤمنین شهید منصوره ګران امیره



ته نه یی لارویان  دي ټول حاکم افغانستان کی
تاځار کړ خپل وجود سولی واسل ترخپل ارمانه
یتیم دي دی  کاروان هي قلندره ګران امیره


تا لاره کړه تعقیب دګران ثالث عمر جانانه
یادګار دی راته پاته ابن منصور قدردانه
خالي دي نن سنګر سو هی رهبره ګران امیره


الله (ج)دی در پوره کړی هر ارمان ټوټه بشره
جنت دي شه مسکن ای زمونږ امیر زعیم رهبره
کوثر دي شه په برخه زمونږ دلبره ګران امیره


عمریار طالب یم ستا تابعدار زعیم امیره
در ځار مي شه ځوانی هی قلندره قلندره
ته زمونږروحانی پلاروی شمس قمره ګران امیره

مولوي عمریار طالب