غزل!!!!
ژوند به پر اوږو داســي بار ګـرزوم
خیال کي چي تصـــویر دنِـګار ګرزوم
حسن ته د ځـــــــواني ګلبشرې طالب
ګـــــــــل ددې تــــــــــازه نوبهار ګرزوم
لـــــپو کي اوبه دوِصال وچــي ســوې
لپــــــو کي مجـــبور یم انـګــار ګرزوم
نه ناهیلی کېږم چــــي ځواب راکـــړې
ســـــــوچ ذهـن کي تل داِنـــکار ګرزوم
سترګي يې دعِشق لــــه برکت څــــخه
اوس لـــــــــــه نورو ښکلو مهار ګرزوم
پښو کي بې حلال بد رنګ رقیب کړمه
تـــــــوره پســـې شام او ســـهار ګرزوم
نوم سره يې هــــــــــــر ارمان تړم زاهد
ځــــــان سره يې بلکـــــل یادګار ګرزوم
زاهد مُلا
ژوند به پر اوږو داســي بار ګـرزوم
خیال کي چي تصـــویر دنِـګار ګرزوم
حسن ته د ځـــــــواني ګلبشرې طالب
ګـــــــــل ددې تــــــــــازه نوبهار ګرزوم
لـــــپو کي اوبه دوِصال وچــي ســوې
لپــــــو کي مجـــبور یم انـګــار ګرزوم
نه ناهیلی کېږم چــــي ځواب راکـــړې
ســـــــوچ ذهـن کي تل داِنـــکار ګرزوم
سترګي يې دعِشق لــــه برکت څــــخه
اوس لـــــــــــه نورو ښکلو مهار ګرزوم
پښو کي بې حلال بد رنګ رقیب کړمه
تـــــــوره پســـې شام او ســـهار ګرزوم
نوم سره يې هــــــــــــر ارمان تړم زاهد
ځــــــان سره يې بلکـــــل یادګار ګرزوم
زاهد مُلا
وطن روان دی پس له مرګ د زندګۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
ټولو قومونو ګام اخېستی د ورورۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
تعصوب او کرکه نشته
غصب لوېشت ځمکه نشته
د شریعت وړانګې دي
ظلمونه ځکه نشته
که خدای کول زر به روان شو د سپوږمۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
سم به ځلیږي داځل
راپورته کیږي داځل
که د الله خوښه وه
وطن جوړیږي داځل
بس چې لاسونه سره ورکړو د خوارۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
غرونه په واورو ښکلي
په ژڼو ډک دي کلي
لاس کې قلم کتابچه
دانش ملنګ نیولي
کوچیان بې غمه را روان دي د کیږدۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
ټولو قومونو ګام اخېستی د ورورۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
تعصوب او کرکه نشته
غصب لوېشت ځمکه نشته
د شریعت وړانګې دي
ظلمونه ځکه نشته
که خدای کول زر به روان شو د سپوږمۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
سم به ځلیږي داځل
راپورته کیږي داځل
که د الله خوښه وه
وطن جوړیږي داځل
بس چې لاسونه سره ورکړو د خوارۍ په طرف
د آبادۍ په طرف
غرونه په واورو ښکلي
په ژڼو ډک دي کلي
لاس کې قلم کتابچه
دانش ملنګ نیولي
کوچیان بې غمه را روان دي د کیږدۍ په طرف
❤1
وخت تاته نه دریږي تۀ یې زمانو ته ولاړ
د قیمتي ژوند په قیمت یې تاوانو ته ولاړ
له دې نیمګړې دنیا څه غواړې په نیمه شپه کې
لکه ساده ملنګ یې بندو دروازو ته ولاړ
هره ګړۍ ستا د حیات له ونې څانګه باسي
تۀ د خوانۍ په هوس مست یې طوفانو ته ولاړ
په ماشومتوب د ځوانۍ تمه په ځوانۍ د پیرۍ
په تمه تمه به یې دغو ارمانو ته ولاړ
په چا شوه تېره چا کړه تېره په تقوا زندګي
څوک د عالم له غمه مړه دي څوک ځانو ته ولاړ
په ژوند کړه نښه هدیره دانش ملنګه ځان ته
سبا به نور وي ستا د قبر نښانو ته ولاړ
د قیمتي ژوند په قیمت یې تاوانو ته ولاړ
له دې نیمګړې دنیا څه غواړې په نیمه شپه کې
لکه ساده ملنګ یې بندو دروازو ته ولاړ
هره ګړۍ ستا د حیات له ونې څانګه باسي
تۀ د خوانۍ په هوس مست یې طوفانو ته ولاړ
په ماشومتوب د ځوانۍ تمه په ځوانۍ د پیرۍ
په تمه تمه به یې دغو ارمانو ته ولاړ
په چا شوه تېره چا کړه تېره په تقوا زندګي
څوک د عالم له غمه مړه دي څوک ځانو ته ولاړ
په ژوند کړه نښه هدیره دانش ملنګه ځان ته
سبا به نور وي ستا د قبر نښانو ته ولاړ
❤2
د حرم تر غېږي:
کډې تړي، روان دي بيا، پرلهپسې، خدایه
د حرمینو په سفر، ځي قافلې، خدایه
د خوشنصیبو په نصیب دې کړ سپېڅلی سفر
چې دې خپل کور لره بللي دي نږدې، خدایه
په بختورو سترګو ګوري د جانان روضې ته،
د حجاز خاوره ښکلوي، کوي سجدې، خدایه!
د بېوسۍ اوښکې به توی کړو نور تر کومې پورې؟
خو زمونږ زړونه په عجم کې سول زرې، خدایه!
چې د جانان سره په مینه صحابه روان وه
کاشکې خالد هم وای د هغې زمانې، خدایه
خالد أنس
کډې تړي، روان دي بيا، پرلهپسې، خدایه
د حرمینو په سفر، ځي قافلې، خدایه
د خوشنصیبو په نصیب دې کړ سپېڅلی سفر
چې دې خپل کور لره بللي دي نږدې، خدایه
په بختورو سترګو ګوري د جانان روضې ته،
د حجاز خاوره ښکلوي، کوي سجدې، خدایه!
د بېوسۍ اوښکې به توی کړو نور تر کومې پورې؟
خو زمونږ زړونه په عجم کې سول زرې، خدایه!
چې د جانان سره په مینه صحابه روان وه
کاشکې خالد هم وای د هغې زمانې، خدایه
خالد أنس
❤2
غزل
ټوپک په څنګ، لاس کي قلم ساتو
خپـــل ارزښتـــونه دا رقــــم ساتو
چي بیا تحریف نه سي ویاړلی تاریخ
دا ځل یې خپــله پــه قلم ساتو
موږ د نړۍ امـــن پسنــــد خلګ یو
د هر ســاه کښ د نجات غــم ساتو
بڼ مو د ژوند اوبه په اوښکو باندي
د ګل پـــه پاڼــــو کي شبنــــم ساتو
د زړه له کــوره جواب نـــــه راکوي
ځکه زخمـــو تـــه یې ملهـــم ساتو
بدیل او مثــل یې امکان نـــــه لري
خــاطِري دا نظـــام محکـــــم ساتو
احمد خاطِري
ټوپک په څنګ، لاس کي قلم ساتو
خپـــل ارزښتـــونه دا رقــــم ساتو
چي بیا تحریف نه سي ویاړلی تاریخ
دا ځل یې خپــله پــه قلم ساتو
موږ د نړۍ امـــن پسنــــد خلګ یو
د هر ســاه کښ د نجات غــم ساتو
بڼ مو د ژوند اوبه په اوښکو باندي
د ګل پـــه پاڼــــو کي شبنــــم ساتو
د زړه له کــوره جواب نـــــه راکوي
ځکه زخمـــو تـــه یې ملهـــم ساتو
بدیل او مثــل یې امکان نـــــه لري
خــاطِري دا نظـــام محکـــــم ساتو
احمد خاطِري
❤3
د حجاجو قافلې
بیا د لبیک لبیک نعرې دي
د تکبیرنو آوازې دي
حجاج روان دي بیت الله ته
څه مبارکې قافلې دي
کړي په مطاف به طوافونه
رب ته دعاوې او ذکرونه
په ملتزم به خدای ته ژاړي
پرې را وریږي رحمتونه
څه ده رڼو اوښکو باران دی
دا څه خوږې خوږې شیبې دي
په مدینه منوره کې
د ګلابونو باغچه کې
ددرودونو انګازې دي
د مصطفی نبي روضه کې
چا سلامونه دي وروړي
چا د عشاقو کلیمې دي
صفا مروا ده که حرم دی
که عرفات که ملتزم دی
د حال په ژبه ثنا وایي
هغه منا ده که زمزم دی
د حجاز خاورې نه قربان شم
څه په زړه پورې منظرې دي
ورځي په کله خپل آقاته
خیر البشر خیرالوری ته
چې همیشه یې په زړه اوري
ها د احد د غره صحراته
پر ایوبي مجاهد تېرې
په انتظار ډیرې مودې دي
م ایوبي مجاهد
بیا د لبیک لبیک نعرې دي
د تکبیرنو آوازې دي
حجاج روان دي بیت الله ته
څه مبارکې قافلې دي
کړي په مطاف به طوافونه
رب ته دعاوې او ذکرونه
په ملتزم به خدای ته ژاړي
پرې را وریږي رحمتونه
څه ده رڼو اوښکو باران دی
دا څه خوږې خوږې شیبې دي
په مدینه منوره کې
د ګلابونو باغچه کې
ددرودونو انګازې دي
د مصطفی نبي روضه کې
چا سلامونه دي وروړي
چا د عشاقو کلیمې دي
صفا مروا ده که حرم دی
که عرفات که ملتزم دی
د حال په ژبه ثنا وایي
هغه منا ده که زمزم دی
د حجاز خاورې نه قربان شم
څه په زړه پورې منظرې دي
ورځي په کله خپل آقاته
خیر البشر خیرالوری ته
چې همیشه یې په زړه اوري
ها د احد د غره صحراته
پر ایوبي مجاهد تېرې
په انتظار ډیرې مودې دي
م ایوبي مجاهد
❤1
غمخور د خپل امت یې هم شفیع المذنبین
امام الانبیاء یې هم خاتم المرسلین
افضل د مخلوقاتو یې معشوق د ذالجلال
ستایلی پاک الله یې په طهٰ او په یاسین
مشعل د هدایت دي کړ رڼا تيارۀ جهان
صادق یې، هم امین يې او امام المتقین
اعراب ډبرین زړونه دي اوبه کړه ترحم
سخا دي بې مثاله او اخلاق دي وو حسین
تاوېږي مو د زړونو په حرم کې مینه ستا
دا ستا مقدس حب مو دی و زړونو ته تسکین
د زړو په سترګو لولې صحیفې ستا د جمال
راټول دي ستا د عشق په ډیوې باندې محبین
رښتین حقاني ستا د شفاعت یم امیدوار
در یاد دي شم په هغه سخته ورځ د یوم الدین
م.رښتین حقاني
امام الانبیاء یې هم خاتم المرسلین
افضل د مخلوقاتو یې معشوق د ذالجلال
ستایلی پاک الله یې په طهٰ او په یاسین
مشعل د هدایت دي کړ رڼا تيارۀ جهان
صادق یې، هم امین يې او امام المتقین
اعراب ډبرین زړونه دي اوبه کړه ترحم
سخا دي بې مثاله او اخلاق دي وو حسین
تاوېږي مو د زړونو په حرم کې مینه ستا
دا ستا مقدس حب مو دی و زړونو ته تسکین
د زړو په سترګو لولې صحیفې ستا د جمال
راټول دي ستا د عشق په ډیوې باندې محبین
رښتین حقاني ستا د شفاعت یم امیدوار
در یاد دي شم په هغه سخته ورځ د یوم الدین
م.رښتین حقاني
❤2
غزل
هسک لکه پامیر، شمشاد
دا زما هېواد دې وي
دا د ابدالي مسکن
خلاص له شر، فساد دې وي
دا د حماسو ډګر
تاریخ ته وریاد دې وي
دا پر دین مین زلمي
تندر په الحاد دې وي
منځ کې د اولس، نظام
مینه، اتحاد دې وي
مینه کې د دین، وطن
هر زلمی فرهاد دې وي
د اسد حماس! پوره
هیله او مراد دې وي
اسد حماس
هسک لکه پامیر، شمشاد
دا زما هېواد دې وي
دا د ابدالي مسکن
خلاص له شر، فساد دې وي
دا د حماسو ډګر
تاریخ ته وریاد دې وي
دا پر دین مین زلمي
تندر په الحاد دې وي
منځ کې د اولس، نظام
مینه، اتحاد دې وي
مینه کې د دین، وطن
هر زلمی فرهاد دې وي
د اسد حماس! پوره
هیله او مراد دې وي
اسد حماس
محمد رسول الله (صلوا علیه واله وصحبه وسلم)
محمّد چې د چا نام وي لکه ته راباندې ګران شي
محمد نامي دي ډیر شي په محشر به یې اعلان شي
محمد زَما مُرشد دی محمد زَما رهبر دی
د وجود دنیا پرې ښکلې پرې ویران زړګی ودان شي
محمد نوم د احمد دی محمد نوم د محمود دی
په نامه یې اوصاف ښکلي په عمل یې ژوند روښان شي
محمد رحمت رحمت دی محمد راحت راحت دی
محمد مې ناروغ زړه لره شفاء او اطمینان شي
محمد حامِد حامِد دی محمد زاهِد عابِد دی
محمد بشیر نذیر دی په مخلوق یې لوی احسان شي
محمد خالد تسله! ستا محسِن په تا مُشفق دی
محمد رسول الله دی بختور پرې هر آرمان شي
م خالد تسل
محمّد چې د چا نام وي لکه ته راباندې ګران شي
محمد نامي دي ډیر شي په محشر به یې اعلان شي
محمد زَما مُرشد دی محمد زَما رهبر دی
د وجود دنیا پرې ښکلې پرې ویران زړګی ودان شي
محمد نوم د احمد دی محمد نوم د محمود دی
په نامه یې اوصاف ښکلي په عمل یې ژوند روښان شي
محمد رحمت رحمت دی محمد راحت راحت دی
محمد مې ناروغ زړه لره شفاء او اطمینان شي
محمد حامِد حامِد دی محمد زاهِد عابِد دی
محمد بشیر نذیر دی په مخلوق یې لوی احسان شي
محمد خالد تسله! ستا محسِن په تا مُشفق دی
محمد رسول الله دی بختور پرې هر آرمان شي
م خالد تسل
❤1
اوښکې آهونه مې چاپېر دي له ضمیره
یو کتاب غواړي
ما خو کوتاهي راوړې ده
احتساب غواړي
غټ او وړوکي راپسې دي
رانه چاپېر دي کونډې بورې ولسونه
د زندانونو خلک راغلل
په ما عارض دي هتکړۍ او زنځیرونه
غرونو رغونو مې لار بند کړه
تنګې درې او د غازیانو کګلېچونه
د اخترونو سهار راغلو
تر شا یې ولاړ دي یتیمان ګګر سرونه
هغه دی ستا قران غوصه دی
په مدرسو کې پاڼې پاڼې کتابونه
له فدایانو مې مخ پټ کړئ
ما د وفا ورسره کړي وو لوظونه
د خدای حبیبه لاس مې نیسه
نور مې رالنډ دي له هر لوري امیدونه
چېرې خلاسېږې بدرالدینه
کاشکې دریاد وای دا په وړاندې ګردابونه
م بدرالدين حقاني
یو کتاب غواړي
ما خو کوتاهي راوړې ده
احتساب غواړي
غټ او وړوکي راپسې دي
رانه چاپېر دي کونډې بورې ولسونه
د زندانونو خلک راغلل
په ما عارض دي هتکړۍ او زنځیرونه
غرونو رغونو مې لار بند کړه
تنګې درې او د غازیانو کګلېچونه
د اخترونو سهار راغلو
تر شا یې ولاړ دي یتیمان ګګر سرونه
هغه دی ستا قران غوصه دی
په مدرسو کې پاڼې پاڼې کتابونه
له فدایانو مې مخ پټ کړئ
ما د وفا ورسره کړي وو لوظونه
د خدای حبیبه لاس مې نیسه
نور مې رالنډ دي له هر لوري امیدونه
چېرې خلاسېږې بدرالدینه
کاشکې دریاد وای دا په وړاندې ګردابونه
م بدرالدين حقاني
❤1
《نوم لیڪنه ده》
دننګ میدان اوازمـوینه ده راځي اوڪنه
واستشهاد ته نوم لیکنه ده راځي اوڪنه
دعقیدي اوایمان وروسته دبـریا لاره ده
دباروتې واسڪټ بټنه ده راځي اوڪنه
دننګ غــزا دننګ سنګر دی تیارې نوسه
خاص دغلام دښمن وژنه ده راځی اوکنه
تیردرمعاف په آئنده کې دي بیانه بخښمه
دادي څـو ځلې تیروتنـه ده راځی اوڪنه
ګرم میدان زلمې تیاردي ته نوچیري ورک یي
دفیدایئ زلمو ستاینــه دی راځی اوڪنه
وعکرمه جانان ملاچانټه ټوپڪ درواخله
تشکیل تیاردی سرشندنه ده راځی اوکنه
دننګ میدان اوازمـوینه ده راځي اوڪنه
واستشهاد ته نوم لیکنه ده راځي اوڪنه
دعقیدي اوایمان وروسته دبـریا لاره ده
دباروتې واسڪټ بټنه ده راځي اوڪنه
دننګ غــزا دننګ سنګر دی تیارې نوسه
خاص دغلام دښمن وژنه ده راځی اوکنه
تیردرمعاف په آئنده کې دي بیانه بخښمه
دادي څـو ځلې تیروتنـه ده راځی اوڪنه
ګرم میدان زلمې تیاردي ته نوچیري ورک یي
دفیدایئ زلمو ستاینــه دی راځی اوڪنه
وعکرمه جانان ملاچانټه ټوپڪ درواخله
تشکیل تیاردی سرشندنه ده راځی اوکنه
💔3
اوس د تېر په شان..
اوس د تېر په شان ژوندون کې لذت نشته
باور ختم دی او سپین حقیقت نشته
مهربانه خدایه! ستا مدد مو بس دی
په عبادو کې دي دومره جرئت نشته
ورځ روانه ده د هیڅ چا ملتیا نه کړي
خو د شپې غوندي په ورځ کې راحت نشته
د دونیا بازار که هر څومره ګرمیږي
مګر خرید او فروش کې سم عدالت نشته
"جنتي" یمه عاصي در ته دي ژاړم
ربه! ستا له قدرت بل لوی قدرت نشته
ابوالعتيق جنتي مولوي
اوس د تېر په شان ژوندون کې لذت نشته
باور ختم دی او سپین حقیقت نشته
مهربانه خدایه! ستا مدد مو بس دی
په عبادو کې دي دومره جرئت نشته
ورځ روانه ده د هیڅ چا ملتیا نه کړي
خو د شپې غوندي په ورځ کې راحت نشته
د دونیا بازار که هر څومره ګرمیږي
مګر خرید او فروش کې سم عدالت نشته
"جنتي" یمه عاصي در ته دي ژاړم
ربه! ستا له قدرت بل لوی قدرت نشته
ابوالعتيق جنتي مولوي
❤2
د جمعې غم غلط
سربند د سترګو په کاسو په کار دی
مهار د دې غبرګو چينو په کار دی
د وچکالۍ وېره ده آب خوندي کړئ
پام په قطره قطره اوبو په کار دی
په رڼا ورځ پيلوزي مه بلوه
غم په ماښام کې د ډيوو په کار دی
زه دې په سترګو کې لږ ځان ته ګورم
نو انتظام د آيينو په کار دی
اوړي کې يخ سيوری د ګورو زلفو
ژمي کې تپ د اننګو په کار دی
بو المعاني نه شوم بې دِل دې کړمه
زړه دې اخيستی دی تر څو په کار دی؟
خيرخوا په پېټي باندې څه کومه؟
ما ته خو سر په دې اوږو په کار دی
سربند د سترګو په کاسو په کار دی
مهار د دې غبرګو چينو په کار دی
د وچکالۍ وېره ده آب خوندي کړئ
پام په قطره قطره اوبو په کار دی
په رڼا ورځ پيلوزي مه بلوه
غم په ماښام کې د ډيوو په کار دی
زه دې په سترګو کې لږ ځان ته ګورم
نو انتظام د آيينو په کار دی
اوړي کې يخ سيوری د ګورو زلفو
ژمي کې تپ د اننګو په کار دی
بو المعاني نه شوم بې دِل دې کړمه
زړه دې اخيستی دی تر څو په کار دی؟
خيرخوا په پېټي باندې څه کومه؟
ما ته خو سر په دې اوږو په کار دی
*نوي غزل*
مرور يـــــــم له هر چـــــــــــــانه بېګانه يم
زۀ د عشق په کار کښې ډوب يم مستانه يم
زه يې پــــــاتې ستا فراق پر دې اعراف کړم
نـــه محراب يم د مسجد نــــــه ميخانه يم
نــــــــازولـــی خپل غزل په خپل کردار يم
کـــه ډک جـــــــام يم د زم زم که پيمانه يم
چــــــې څـــــــۀ يمه پــــــه هغه نظر راګوره
خــــړ غُـــبار يـــم کــــــه د ګـــلو پروانه يم
زه"ســـادات"يې ټول يوه لپه کې ځای سوم
محبتــه زه د لــــــــوی پــــند افسانـــه يم
زبيح الله سادات
مرور يـــــــم له هر چـــــــــــــانه بېګانه يم
زۀ د عشق په کار کښې ډوب يم مستانه يم
زه يې پــــــاتې ستا فراق پر دې اعراف کړم
نـــه محراب يم د مسجد نــــــه ميخانه يم
نــــــــازولـــی خپل غزل په خپل کردار يم
کـــه ډک جـــــــام يم د زم زم که پيمانه يم
چــــــې څـــــــۀ يمه پــــــه هغه نظر راګوره
خــــړ غُـــبار يـــم کــــــه د ګـــلو پروانه يم
زه"ســـادات"يې ټول يوه لپه کې ځای سوم
محبتــه زه د لــــــــوی پــــند افسانـــه يم
زبيح الله سادات
❤1
زما د شاعرۍ د یو استاد محترم عبدالدیان تکل صيب غزل راسره ولولئ
پرې روا د مينې فقهه کې قسم دی
ستا په سترګو کې د خدای اسم اعظم دی
تشه لپه و په ښار کې، خو پاچا بیا
په صحرا کې ابراهيم بن أدهم دی
خدايه! راولې د آب حیات ورېځې
د وطن ګل که نازك دی تږی هم دی
پاڅوي د فراق مړي له قبرونو
ستا وصال خو د مريمې د زوی دم دی
په نېښ لار پيدا کوي، دا يې مزاج دی
په ژړا که غماز ړوند شي هم لړم دی
په نيتونو کې بل څه پټ دي تکله
په سلام کې برکت تر پخوا کم دی
پرې روا د مينې فقهه کې قسم دی
ستا په سترګو کې د خدای اسم اعظم دی
تشه لپه و په ښار کې، خو پاچا بیا
په صحرا کې ابراهيم بن أدهم دی
خدايه! راولې د آب حیات ورېځې
د وطن ګل که نازك دی تږی هم دی
پاڅوي د فراق مړي له قبرونو
ستا وصال خو د مريمې د زوی دم دی
په نېښ لار پيدا کوي، دا يې مزاج دی
په ژړا که غماز ړوند شي هم لړم دی
په نيتونو کې بل څه پټ دي تکله
په سلام کې برکت تر پخوا کم دی
❤5💔2
ښاپېرۍ د کوهِ قاف ورته را درومي
پر وطن کوي طواف ورته را درومي
نظـرونه ترې د بدو ستـرګو اخلي
غوړوي پرې سپين غلاف ورته را درومي
راوړي ځان سره ښکلاوې پۀ زر چنده
کړي د حسن اعتکاف ورته را درومي
د راحت اوبۀ پر زړونو باندې پاشي
د غميو غوندې صاف ورته را درومي
نفرتــونه ټــولوي زمـــوږ لۀ کوره
د الفت غمي عفاف ورته را درومي
د کينې او کرکې نوم لۀ زړونو باسي
وړي لۀ منځه اختلاف ورته را درومي
تيارې ولي پـــۀ تېرو غـــــشو برياله!
د بريا ستوري شفاف ورته را درومي
بريال هلمندی
پر وطن کوي طواف ورته را درومي
نظـرونه ترې د بدو ستـرګو اخلي
غوړوي پرې سپين غلاف ورته را درومي
راوړي ځان سره ښکلاوې پۀ زر چنده
کړي د حسن اعتکاف ورته را درومي
د راحت اوبۀ پر زړونو باندې پاشي
د غميو غوندې صاف ورته را درومي
نفرتــونه ټــولوي زمـــوږ لۀ کوره
د الفت غمي عفاف ورته را درومي
د کينې او کرکې نوم لۀ زړونو باسي
وړي لۀ منځه اختلاف ورته را درومي
تيارې ولي پـــۀ تېرو غـــــشو برياله!
د بريا ستوري شفاف ورته را درومي
بريال هلمندی
❤1
څه له ټوپک،څه له زبانه ،په ما ډزې وشوې
په تا مئین چې شوم جانانه ،په ما ډزې وشوې
یاران ولاړ وو مخامخ یي ماته غېږې راکړې
زۀ چې روان شومه له شانه ،په ما ډزې وشوې
کوَله ما په وطن ستا د حاکمیت خبره
دغه ګناه مې وه قرآنه ،په ما ډزې وشوې
ښکاري په خېټه کې نوَړۍ دې د دربار پرته ده
ستا له ممبره ملاجانه ،په ما ډزې وشوې
فـ،لسـ،طین لری دی خو راشه حال زما وپوښته
خوا کې دې پروت یم مسلمانه ،په ما ډزې وشوې
فوجي ته ورکړه درباري مفتي فتوی د قتل
مظلوم مؤمن یم پاک سبحانه ،په ما ډزې وشوې
د زندګۍ پدې وروستۍ سلګۍ کې پرې مې نږدې
کلک مې درونیسه ایمانه، په ما ډزې وشوې
بخښنه غواړمه هاشم درنه، پوره مې نکړې
نیمګړی پاتې شوې ارمانه، په ما ډزې وشوې
ـــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات
په تا مئین چې شوم جانانه ،په ما ډزې وشوې
یاران ولاړ وو مخامخ یي ماته غېږې راکړې
زۀ چې روان شومه له شانه ،په ما ډزې وشوې
کوَله ما په وطن ستا د حاکمیت خبره
دغه ګناه مې وه قرآنه ،په ما ډزې وشوې
ښکاري په خېټه کې نوَړۍ دې د دربار پرته ده
ستا له ممبره ملاجانه ،په ما ډزې وشوې
فـ،لسـ،طین لری دی خو راشه حال زما وپوښته
خوا کې دې پروت یم مسلمانه ،په ما ډزې وشوې
فوجي ته ورکړه درباري مفتي فتوی د قتل
مظلوم مؤمن یم پاک سبحانه ،په ما ډزې وشوې
د زندګۍ پدې وروستۍ سلګۍ کې پرې مې نږدې
کلک مې درونیسه ایمانه، په ما ډزې وشوې
بخښنه غواړمه هاشم درنه، پوره مې نکړې
نیمګړی پاتې شوې ارمانه، په ما ډزې وشوې
ـــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات
❤1💔1
امارت!
پر نړۍ بریښي لکه لمر امارت
د ګران امیر ثالث عمر امارت
یادګار د شمسالشهدا منصور
دی مکمل شهیدپرور امارت
جنګي سالار جلالالدین حقاني
د ورک یاسر او د رهبر امارت
اتل شهید حاجي منان محبوب
بایللی څه د غیرت غر امارت
په کارنامو یې هره سیمه ګویا
د مزمل مردي سنګر امارت
د اتفاق او ورورګلوي کور دی
چېرته دي نسي په نظر امارت
زه دل فرهار ورباندي ویاړکوم
جار سم زما د زړګي سر امارت
نورآغا دِل فرهار
پر نړۍ بریښي لکه لمر امارت
د ګران امیر ثالث عمر امارت
یادګار د شمسالشهدا منصور
دی مکمل شهیدپرور امارت
جنګي سالار جلالالدین حقاني
د ورک یاسر او د رهبر امارت
اتل شهید حاجي منان محبوب
بایللی څه د غیرت غر امارت
په کارنامو یې هره سیمه ګویا
د مزمل مردي سنګر امارت
د اتفاق او ورورګلوي کور دی
چېرته دي نسي په نظر امارت
زه دل فرهار ورباندي ویاړکوم
جار سم زما د زړګي سر امارت
نورآغا دِل فرهار
نوې غزل
بیا به سخت وي په رښتیا لکه ډبره
خدای دې نه کړي زړه د چا لکه ډبره
نه په اوښکو نه زارو باندي نرمېږي
مزاج جوړ دی د اشنا لکه ډبره
په بد نیت دګل ګوراز هم ضرر من وي
موښلي داسې خاماخا لکه ډبره
چې د بل په لاسو څوک په هوا کېږي
دا راځي ځمکې ته بیا لکه ډبره
د چا سر نه مـاتـوم د چا لپاره
دومره نه یم بې پروا لکه ډبره
نه انصاف ؤ نه زړه سوی ؤ شاکریاره
یو وخت داسې وه دنیا لکه ډبره
شاکر یار
بیا به سخت وي په رښتیا لکه ډبره
خدای دې نه کړي زړه د چا لکه ډبره
نه په اوښکو نه زارو باندي نرمېږي
مزاج جوړ دی د اشنا لکه ډبره
په بد نیت دګل ګوراز هم ضرر من وي
موښلي داسې خاماخا لکه ډبره
چې د بل په لاسو څوک په هوا کېږي
دا راځي ځمکې ته بیا لکه ډبره
د چا سر نه مـاتـوم د چا لپاره
دومره نه یم بې پروا لکه ډبره
نه انصاف ؤ نه زړه سوی ؤ شاکریاره
یو وخت داسې وه دنیا لکه ډبره
شاکر یار
❤2
*ورانهٔ غزه کې يم*
سخت زورېږم ځکه چې پهٔ سخته زمانه کې یم
وچ لوظونه پروت د لوی دریاب پهٔ جزیرہ کې
څهٔ سوي نعرې مې د دونيا شاهانو وليدې
بيا مې هم امداد نهٔ کوي زهٔ سخته صحنه کې يم
ړنګه مې اقصیٰ شوهٔ هم مې ړنګه د وطن مينه
خاورو کې لت پت يم او همدې ورانهٔ غزه کې يم
چيغې مې رساندي آن د عرش تر دنګو څکو شوې
ګونګه مړاوه هيله د شتمنو سرمايه کې يم
اوښکهٔ او فرهر مې د ايوبؒ غوندي څهره غواړي
مات غزل يم نن د «جنتي» هره ټپه کې يم
ابوالعتيق«جنتي»م
سخت زورېږم ځکه چې پهٔ سخته زمانه کې یم
وچ لوظونه پروت د لوی دریاب پهٔ جزیرہ کې
څهٔ سوي نعرې مې د دونيا شاهانو وليدې
بيا مې هم امداد نهٔ کوي زهٔ سخته صحنه کې يم
ړنګه مې اقصیٰ شوهٔ هم مې ړنګه د وطن مينه
خاورو کې لت پت يم او همدې ورانهٔ غزه کې يم
چيغې مې رساندي آن د عرش تر دنګو څکو شوې
ګونګه مړاوه هيله د شتمنو سرمايه کې يم
اوښکهٔ او فرهر مې د ايوبؒ غوندي څهره غواړي
مات غزل يم نن د «جنتي» هره ټپه کې يم
ابوالعتيق«جنتي»م