دښکلا او دښایست حد پرې تمام دی
که هر څو ورکړې نوښت حد پرې تمام دی
هم ګلاب دی هم نرګس هم ارغوان دی
پرې زرغون دميني کښت حد پرې تمام دی
دا دنیا هم يې په روی ده پیدا سوې
تر دې زيات لري ارزښت حد پرې تمام دی
دعشاقو په دریاب کي لامبو زنه
غرق به شې خو دپايښت حد پرې تمام دی
صفتونه دخالق دجهان ډير دي
دومره ډير چي د ډيرښت حد پرې تمام دی
دشهاب زهیر قلم زیات ستړی سوی
ځکه نور نکړي خوځښت حد پرې تمام دی
شهاب مــــــــلا
که هر څو ورکړې نوښت حد پرې تمام دی
هم ګلاب دی هم نرګس هم ارغوان دی
پرې زرغون دميني کښت حد پرې تمام دی
دا دنیا هم يې په روی ده پیدا سوې
تر دې زيات لري ارزښت حد پرې تمام دی
دعشاقو په دریاب کي لامبو زنه
غرق به شې خو دپايښت حد پرې تمام دی
صفتونه دخالق دجهان ډير دي
دومره ډير چي د ډيرښت حد پرې تمام دی
دشهاب زهیر قلم زیات ستړی سوی
ځکه نور نکړي خوځښت حد پرې تمام دی
شهاب مــــــــلا
غزل
هر څه ښه دي منظم مخته روان دي
ټول پلانونه مو ښه سم مخ ته روان دي
د وطن د آبادۍ واړه کارونه
ګړندي دي دم په دم مخته روان دي
په نړۍ کې مو د کار خلک ځلیږي
ټول د ستورو په رقم مخته روان دي
دفاعي ځواکونه ورځ په ورځ زور اخلي
په روزنه کې محکم مخته روان دي
د هیواد راتلونکی قشر او نسلونه
په کتاب او په قلم مخته روان دي
یَوه ورځ به یې د فتحې غږ موږ واورو
د هغې خوا یاران هم مخته روان دي
په ورو ورو به د نړۍ واک په لاس اخلي
د مخبت یاران په زغم مخته روان دي
مخبت وردګ
هر څه ښه دي منظم مخته روان دي
ټول پلانونه مو ښه سم مخ ته روان دي
د وطن د آبادۍ واړه کارونه
ګړندي دي دم په دم مخته روان دي
په نړۍ کې مو د کار خلک ځلیږي
ټول د ستورو په رقم مخته روان دي
دفاعي ځواکونه ورځ په ورځ زور اخلي
په روزنه کې محکم مخته روان دي
د هیواد راتلونکی قشر او نسلونه
په کتاب او په قلم مخته روان دي
یَوه ورځ به یې د فتحې غږ موږ واورو
د هغې خوا یاران هم مخته روان دي
په ورو ورو به د نړۍ واک په لاس اخلي
د مخبت یاران په زغم مخته روان دي
مخبت وردګ
خدای دي راکه?
په دعا کې دي نوم اخلم
دزړه سره خدای دي راکه
زړه مې ستا په مینه بخت
ای دلـبـره خدای دي راکه
شـپـه ده تـوره بې له تا نه
سپین بشره خدای دي راکه
د فـراق لـمبـه کې سوزم
ای قمـره خـدای دي راکه
سپوږمي پټه ده له سترګو
روڼ سحره خدای دي راکه
د امید شـمـعه مـې مړه ده
روڼ ثـمـره خدای دي راکه
هـر قـدم مې شي بې لاري
مستغفره خدای دي راکه
ش ق !! مستغفر!!
په دعا کې دي نوم اخلم
دزړه سره خدای دي راکه
زړه مې ستا په مینه بخت
ای دلـبـره خدای دي راکه
شـپـه ده تـوره بې له تا نه
سپین بشره خدای دي راکه
د فـراق لـمبـه کې سوزم
ای قمـره خـدای دي راکه
سپوږمي پټه ده له سترګو
روڼ سحره خدای دي راکه
د امید شـمـعه مـې مړه ده
روڼ ثـمـره خدای دي راکه
هـر قـدم مې شي بې لاري
مستغفره خدای دي راکه
ش ق !! مستغفر!!
غزل
ـــــــــ
اوس مې هم هغه غوټې په زړه نه دي هوارې
لوټې په پرېوتي دېواله نه دي هوارې
مینه ده، شېبه شېبه پړاو د ازمېښتونو
لارې تېرې شوې خو په غره نه دي هوارې
نه تم کېږي زړه کې مې موجونه د ګیلو سم
اوړي ځي په ورخ باندې اوبه نه دي هوارې
ستا کږې خبرې د زاړه زخم په تل کې
څه هوارې شوي دي او څه نه دي هوارې
مونږ په ککریو کې مرمۍ یوړې او تېر شو
ځکه مو تڼۍ په ګرېوانه نه دي هوارې
ستا زاهد یو نوي کرب په سر باندې اخیستی
ساندې یې بې واره اوس په خوله نه دي هوارې
ــــــــــــــــــــــ
زاهد ساپی
۷ اپریل ۲۰۱۹م
ـــــــــ
اوس مې هم هغه غوټې په زړه نه دي هوارې
لوټې په پرېوتي دېواله نه دي هوارې
مینه ده، شېبه شېبه پړاو د ازمېښتونو
لارې تېرې شوې خو په غره نه دي هوارې
نه تم کېږي زړه کې مې موجونه د ګیلو سم
اوړي ځي په ورخ باندې اوبه نه دي هوارې
ستا کږې خبرې د زاړه زخم په تل کې
څه هوارې شوي دي او څه نه دي هوارې
مونږ په ککریو کې مرمۍ یوړې او تېر شو
ځکه مو تڼۍ په ګرېوانه نه دي هوارې
ستا زاهد یو نوي کرب په سر باندې اخیستی
ساندې یې بې واره اوس په خوله نه دي هوارې
ــــــــــــــــــــــ
زاهد ساپی
۷ اپریل ۲۰۱۹م
غزل?
چې د زړه نه شي آه پورته باران راشي
د فراق له شپو نه وروسته توفان راشي
په سکوت کې دې تصویر خبرې وکړي
او دخیال له هاکوڅو نه جانان راشي
دهـجـران داور لـمـبـوتـه اور بـل شوی
دوصال دهوس لـټـون ته ګریان راشي
عبادت هـره سـجـده کي دا آومید وي
چي دسترګو له حضـورنه وجان راشي
په دعاکي هره شپه په شوق لاس نیسم
چـي له درد نه مي قراربي ګمان راشي
زړه تـه سـتادتـګ اثار هـم نـدي پـاتـي
خو دعاده چي یو وار بیدارجان راشي
هـره شـپـه دي دیادونـوڅاڅـکي وینم
دمستغفر زړه ته ستادیاد زیان راشي
ش ق !!مستغفر!!
چې د زړه نه شي آه پورته باران راشي
د فراق له شپو نه وروسته توفان راشي
په سکوت کې دې تصویر خبرې وکړي
او دخیال له هاکوڅو نه جانان راشي
دهـجـران داور لـمـبـوتـه اور بـل شوی
دوصال دهوس لـټـون ته ګریان راشي
عبادت هـره سـجـده کي دا آومید وي
چي دسترګو له حضـورنه وجان راشي
په دعاکي هره شپه په شوق لاس نیسم
چـي له درد نه مي قراربي ګمان راشي
زړه تـه سـتادتـګ اثار هـم نـدي پـاتـي
خو دعاده چي یو وار بیدارجان راشي
هـره شـپـه دي دیادونـوڅاڅـکي وینم
دمستغفر زړه ته ستادیاد زیان راشي
ش ق !!مستغفر!!
غزل
مخ ته روان دی ودان ودان دی افغانستان دی
د زړو درمان دی ودان ودان دی افغانستان دی
زمونږه کور دی د سترګو تور دی د زړو ټکور دی
د ګل په شان دی ودان ودان دی افغانستان دی
زمري یې ژغوري له هره لوري جهان یې ګوري
ورته حیران دی ودان ودان دی افغانستان دی
هم مو مسکن دی زمونږه تن دی دا مو وطن دی
راباندې ګران دی ودان ودان دی افغانستان دی
آباد یې غواړم غیرت یې ژباړم ورباندې ویاړم
تل قهرمان دی ودان ودان دی افغانستان دی
جنګ پکې نسته ده زبردسته د خدای په مرسته
ښه په امان دی ودان ودان دی افغانستان دی
له هر مسیره شوم ورته ځیره غمجن بهیره
د ننګ میدان دی ودان ودان دی افغانستان دی
مخ ته روان دی ودان ودان دی افغانستان دی
د زړو درمان دی ودان ودان دی افغانستان دی
زمونږه کور دی د سترګو تور دی د زړو ټکور دی
د ګل په شان دی ودان ودان دی افغانستان دی
زمري یې ژغوري له هره لوري جهان یې ګوري
ورته حیران دی ودان ودان دی افغانستان دی
هم مو مسکن دی زمونږه تن دی دا مو وطن دی
راباندې ګران دی ودان ودان دی افغانستان دی
آباد یې غواړم غیرت یې ژباړم ورباندې ویاړم
تل قهرمان دی ودان ودان دی افغانستان دی
جنګ پکې نسته ده زبردسته د خدای په مرسته
ښه په امان دی ودان ودان دی افغانستان دی
له هر مسیره شوم ورته ځیره غمجن بهیره
د ننګ میدان دی ودان ودان دی افغانستان دی
غزل
هر څه به هیر شي د دلدار هیرول غیرممکن
د سترګو تور د زړه قرار هیرول غیرممکن
خبره دا نده چې نور صبر له زغم وتلی
خبره دا ده چې د یار هیرول غیرممکن
صبر د مینې او د زړه پیوند تازه ساتي لا
د چا په ستړي انتظار هیرول غیرممکن
چې ته پکې وې او زما خواږه یاران پکې وي
د هغه کلي او د ښار هیرول غیرممکن
موسم سپرلی ؤ ما یې هر غزل په مینه لوستو
مخبت او هغه تیر بهار هیرول غیرممکن
مخبت وردګ
هر څه به هیر شي د دلدار هیرول غیرممکن
د سترګو تور د زړه قرار هیرول غیرممکن
خبره دا نده چې نور صبر له زغم وتلی
خبره دا ده چې د یار هیرول غیرممکن
صبر د مینې او د زړه پیوند تازه ساتي لا
د چا په ستړي انتظار هیرول غیرممکن
چې ته پکې وې او زما خواږه یاران پکې وي
د هغه کلي او د ښار هیرول غیرممکن
موسم سپرلی ؤ ما یې هر غزل په مینه لوستو
مخبت او هغه تیر بهار هیرول غیرممکن
مخبت وردګ
دظلمونو انتها ده ربه فضل
د دردونو انتها ده ربه فضل
چي موږ ډال توره اوزغره غورځولې
دغمونو انتها ده ربه فضل
د اشرف المخلوقات په وجود باندي
دزخمونو انتها ده ربه فضل
دوحشي کافر له لوري باندي أوري
دبمونو انتها ده ربه فضل
اعادة کړې راته ربه ها تير برم
د خواستونو انتهاده ربه فضل
دزهیر امت د زړه پر سر دي سوي
دوارونو انتها ده ربه فضل
دشهاب زهير په لاس کي قلم وايې
دقرنونو انتهاده ربه فضل
د دردونو انتها ده ربه فضل
چي موږ ډال توره اوزغره غورځولې
دغمونو انتها ده ربه فضل
د اشرف المخلوقات په وجود باندي
دزخمونو انتها ده ربه فضل
دوحشي کافر له لوري باندي أوري
دبمونو انتها ده ربه فضل
اعادة کړې راته ربه ها تير برم
د خواستونو انتهاده ربه فضل
دزهیر امت د زړه پر سر دي سوي
دوارونو انتها ده ربه فضل
دشهاب زهير په لاس کي قلم وايې
دقرنونو انتهاده ربه فضل
مدرسې دي شي ابادي
د وطن د ابادۍ په باب فکرونه دې ښه ډیر شي
مدرسې دې شي ابادې مکتبونه دې ښه ډیر شي
د نفرت پر ریښو خدایه ج د سېلیو خزان بر کړه
محبت په تار پېلي سپینکي زړونه دې ښه ډیر شي
چې د نور په رڼا وځلي ښکلا یې شي څوچنده
رغونې ته بیل بیل نوې پلانونه دې ښه ډیر شي
چې خپل :دین دپلار وطن له پردو وژغوري په ننګه
چې شي ویاړ د تاریخو دا سي سرونه ښه ډیر شي
چې پرې جوړې شې دمینې ورورولۍزریني کرښي
ایــوبــــي الهامه دا ســې قلمونه دې ښه ډیر شي
ایوبي الهام
د وطن د ابادۍ په باب فکرونه دې ښه ډیر شي
مدرسې دې شي ابادې مکتبونه دې ښه ډیر شي
د نفرت پر ریښو خدایه ج د سېلیو خزان بر کړه
محبت په تار پېلي سپینکي زړونه دې ښه ډیر شي
چې د نور په رڼا وځلي ښکلا یې شي څوچنده
رغونې ته بیل بیل نوې پلانونه دې ښه ډیر شي
چې خپل :دین دپلار وطن له پردو وژغوري په ننګه
چې شي ویاړ د تاریخو دا سي سرونه ښه ډیر شي
چې پرې جوړې شې دمینې ورورولۍزریني کرښي
ایــوبــــي الهامه دا ســې قلمونه دې ښه ډیر شي
ایوبي الهام
تللي شهيدان ياران
نه رانه هيريږي پر سپيڅلي دين قربان ياران
تللي شهيدان ياران
ډېر ډېر مې پر زړه باندي وريږي اتلان ياران
تللي شهيدان ياران
ټوک ټوک بشرونه يې لمبه شوه د لمبو پر لار
ستون شول فاتحين تر خپل هدفه د اغزو پر لار
رنګ دتن په وينو شول دجنګ پرسپين ميدان ياران
تللي شهيدان ياران
وو لکه غمي لکه رڼا لکه افتاب زلمي
وو لکه سپرلي لکه نرګس ګلاب ګلاب زلمي
پاڼې پاڼې ولويده له ژونده په ارمان ياران
تللي شهيدان ياران
ليک يې په تاريخ کې شوې د وياړ د همتو کيسې
پاتې یې یادګار شوې د ننګونو ، غيرتو کيسې
مونږ لره يې پاتې شول ګلونه يتيمان ، ياران
تللي شهيدان ياران
لاړلو د رب و پاک حضور لره په سپين تندي
هغه له الفت او محبته ډک په ورين تندي
هغه بريالي هغه ګټونکي شول کامران ياران
تللي شهيدان ياران
الفت ملنګ
نه رانه هيريږي پر سپيڅلي دين قربان ياران
تللي شهيدان ياران
ډېر ډېر مې پر زړه باندي وريږي اتلان ياران
تللي شهيدان ياران
ټوک ټوک بشرونه يې لمبه شوه د لمبو پر لار
ستون شول فاتحين تر خپل هدفه د اغزو پر لار
رنګ دتن په وينو شول دجنګ پرسپين ميدان ياران
تللي شهيدان ياران
وو لکه غمي لکه رڼا لکه افتاب زلمي
وو لکه سپرلي لکه نرګس ګلاب ګلاب زلمي
پاڼې پاڼې ولويده له ژونده په ارمان ياران
تللي شهيدان ياران
ليک يې په تاريخ کې شوې د وياړ د همتو کيسې
پاتې یې یادګار شوې د ننګونو ، غيرتو کيسې
مونږ لره يې پاتې شول ګلونه يتيمان ، ياران
تللي شهيدان ياران
لاړلو د رب و پاک حضور لره په سپين تندي
هغه له الفت او محبته ډک په ورين تندي
هغه بريالي هغه ګټونکي شول کامران ياران
تللي شهيدان ياران
الفت ملنګ
نعت شریف
سومره ښه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
پــه هر سه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
د ســپـیـڅلې پاکې مینی یې خوند اخلم
زمـا په زړه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
سومره خوږ دی جانان سومره بهترین دی
ســه درانه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
لـــکــــه شات لــکــه شکرې تری نه څاڅي
زما په خوله لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
لـــه خــوږ نوم سره دی شونډی ښکلومه
څــه پـاسته لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
د مـــنـــهـــاج الله زهــیــر د زړه قـرار دې
ټــول خوږه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
منهاج الله زهیر
سومره ښه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
پــه هر سه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
د ســپـیـڅلې پاکې مینی یې خوند اخلم
زمـا په زړه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
سومره خوږ دی جانان سومره بهترین دی
ســه درانه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
لـــکــــه شات لــکــه شکرې تری نه څاڅي
زما په خوله لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
لـــه خــوږ نوم سره دی شونډی ښکلومه
څــه پـاسته لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
د مـــنـــهـــاج الله زهــیــر د زړه قـرار دې
ټــول خوږه لږیږي نوم د جانان خوږ خوږ
منهاج الله زهیر
نعت شریف
په بشريت کې دې چا ونه موند مثال حبیبه
رب پیدا کړی یې ځانګړی په جمال حبيبه
زه بختور ګڼم هغه چې ستا په خوا کې اوسي
چې پرې لګيږي ستا د کلي خوږ شمال حبيبه
ته د اخلاقو نمونه يې ته د مينې رهبر
ته جلبوې زړونه په څه مينه کمال حبيبه
بل ارمان نلرم بس دا ارمان پر زړه لرمه
چې ستا دکلي وای يو څو وخت کليوال حبيبه
رب مې دې ستاله شفاعت اودیدار نکړي محروم
دا په پينځه وخته لمانځه کې کوم سوال حبيبه
الفت ملنګ دی په همدې ، دی ستا د مينې ملنګ
ستا و ليدو ته له مودو نه دی ليوال ، حبيبه
الفت ملنګ
په بشريت کې دې چا ونه موند مثال حبیبه
رب پیدا کړی یې ځانګړی په جمال حبيبه
زه بختور ګڼم هغه چې ستا په خوا کې اوسي
چې پرې لګيږي ستا د کلي خوږ شمال حبيبه
ته د اخلاقو نمونه يې ته د مينې رهبر
ته جلبوې زړونه په څه مينه کمال حبيبه
بل ارمان نلرم بس دا ارمان پر زړه لرمه
چې ستا دکلي وای يو څو وخت کليوال حبيبه
رب مې دې ستاله شفاعت اودیدار نکړي محروم
دا په پينځه وخته لمانځه کې کوم سوال حبيبه
الفت ملنګ دی په همدې ، دی ستا د مينې ملنګ
ستا و ليدو ته له مودو نه دی ليوال ، حبيبه
الفت ملنګ
پر تا سلام پر تا درود د شهيدانو نبي
د څيري څيري ګريوانو د عاشقانو نبي
درته ډالۍ د لونګينو خوشبو وينو غوټۍ
د عنبرينو سرو زخمونو د ګلانو نبي
د دار په سر، وړه وړه مسکا په تاپسې ده
پاس پر انګار د سپين جنون د ليونيانو نبي
سلام سلام ای د هجرت د ستړي لارې نبي
د زنګيدلو قدمونو، د ستومانو نبي
پر ګلورينې سرې لمنې اُحُد څه کرلي؟
درپسې ژاړي د سرو کاڼو د غميانو نبي
د شهادت په انتظار څه مقدسې شيبې
د لومړۍ خط د سرسپارلو سربازانو نبي
د کوټل شوی پرهرنو د ځګيروي مقصده
د حنيف زړه د بي کسانو بي وزلانو نبي
❤️صلي الله عليه والسلم❤️
د څيري څيري ګريوانو د عاشقانو نبي
درته ډالۍ د لونګينو خوشبو وينو غوټۍ
د عنبرينو سرو زخمونو د ګلانو نبي
د دار په سر، وړه وړه مسکا په تاپسې ده
پاس پر انګار د سپين جنون د ليونيانو نبي
سلام سلام ای د هجرت د ستړي لارې نبي
د زنګيدلو قدمونو، د ستومانو نبي
پر ګلورينې سرې لمنې اُحُد څه کرلي؟
درپسې ژاړي د سرو کاڼو د غميانو نبي
د شهادت په انتظار څه مقدسې شيبې
د لومړۍ خط د سرسپارلو سربازانو نبي
د کوټل شوی پرهرنو د ځګيروي مقصده
د حنيف زړه د بي کسانو بي وزلانو نبي
❤️صلي الله عليه والسلم❤️
د اسیا زړه اوته ښکلا دجهان
در پکښي اوسي ميړني افغانان
ته کمين ګاه اوکنانه داللّٰه (ج)
په همدې تا کي مات مغرور کافران
یو مقوله په ښه انداز راغلې
په دوهم (۲) ټوک کتاب معجم البلدان
چي سي په قهر وه يو قوم ته خدای
و ليږي دا په لوري د خراسان
او په زبور کي هم خدای دا ليکلی
وروسته تر ذکر سته ایت په قرآن
چي په میراث وړي دغه ټوله ځمکه
هغه چي وي زما نيک صالح بندګان
که مونصرت ته فريشتې بیا راغلې
دا سپين بیرغ به په نړی کړو رپان
کوم شهاب زهير هميش دادعا
مولیٰ کړې يو دنړی ټول مؤمنان
در پکښي اوسي ميړني افغانان
ته کمين ګاه اوکنانه داللّٰه (ج)
په همدې تا کي مات مغرور کافران
یو مقوله په ښه انداز راغلې
په دوهم (۲) ټوک کتاب معجم البلدان
چي سي په قهر وه يو قوم ته خدای
و ليږي دا په لوري د خراسان
او په زبور کي هم خدای دا ليکلی
وروسته تر ذکر سته ایت په قرآن
چي په میراث وړي دغه ټوله ځمکه
هغه چي وي زما نيک صالح بندګان
که مونصرت ته فريشتې بیا راغلې
دا سپين بیرغ به په نړی کړو رپان
کوم شهاب زهير هميش دادعا
مولیٰ کړې يو دنړی ټول مؤمنان
قرار می نسته
تلم او راتلم آخېر خالي مکان ته ودرېدم
لاس تر گریوانه خپل محکوم وجدان ته ودرېدم
د مینی تنده مي کرۍ شپه پري خړوبه نشوه
زه هغه شپه له ستورو ډک آسمان ته ودرېدم
کله په ما چي دتهمت توره وريَزه راغله
یکي تنها داوښکو توند باران ته ودرېدم
زما د امید پیټي پشا وې چې تکل می وکړ
ځکه تنها و دې یاغي طوفان ودرېدم
قاري نثار احمد احمدي په دې ویاړم ځکه
دبې ارښتو په پـــار لوی تاوان ته ودرېدم
*ش: قاري نثاراحمد احمدي*
تلم او راتلم آخېر خالي مکان ته ودرېدم
لاس تر گریوانه خپل محکوم وجدان ته ودرېدم
د مینی تنده مي کرۍ شپه پري خړوبه نشوه
زه هغه شپه له ستورو ډک آسمان ته ودرېدم
کله په ما چي دتهمت توره وريَزه راغله
یکي تنها داوښکو توند باران ته ودرېدم
زما د امید پیټي پشا وې چې تکل می وکړ
ځکه تنها و دې یاغي طوفان ودرېدم
قاري نثار احمد احمدي په دې ویاړم ځکه
دبې ارښتو په پـــار لوی تاوان ته ودرېدم
*ش: قاري نثاراحمد احمدي*
غزل
نۀ د کاڼو کاڼو زړونو تنده ماته شوه
نۀ د غرونو او ډاګونو تنده ماته شوه
هر يو کاڼى دې وطنه سوربخن ښکاري
څۀ ناڅۀ د ګړنګونو تنده ماته شوه
هديره مو نسبتاً له کلي ستره شوه
خاورې ښه دې په ګلونو تنده ماته شوه
کندهاره انارونه دې له تندې مري
په لاهور کې د امونو تنده ماته شوه
عجیبه ده نۀ مو مخه چا نيولې ده
نۀ زمونږ د ديدنونو تنده ماته شوه
نن مې تۀ د رسنۍ له لارې وليدې
نن مې ستا په تصویرونو تنده ماته شوه
بيا خالد وزیره وار د چنارونو دى
که د ژوبلو نښترونو تنده ماته شوه
خالد وزیر
نۀ د کاڼو کاڼو زړونو تنده ماته شوه
نۀ د غرونو او ډاګونو تنده ماته شوه
هر يو کاڼى دې وطنه سوربخن ښکاري
څۀ ناڅۀ د ګړنګونو تنده ماته شوه
هديره مو نسبتاً له کلي ستره شوه
خاورې ښه دې په ګلونو تنده ماته شوه
کندهاره انارونه دې له تندې مري
په لاهور کې د امونو تنده ماته شوه
عجیبه ده نۀ مو مخه چا نيولې ده
نۀ زمونږ د ديدنونو تنده ماته شوه
نن مې تۀ د رسنۍ له لارې وليدې
نن مې ستا په تصویرونو تنده ماته شوه
بيا خالد وزیره وار د چنارونو دى
که د ژوبلو نښترونو تنده ماته شوه
خالد وزیر
غـزل?
یوه شپه د خوب خیال راباندې واوره
سترګه پټه ده کمال راباندې واوره
یوګل واخله د جانان په ښکلي لاس کې
د خوشبو نه مې زوال راباندې واوره
یوه لاره د باران لاندې کړه ټینګه
د قدم ښـکلـی ملال راباندې واوره
یوتصویر دجانان سترګوکي راواخله
دنګاهو یوجمال راباندي راباندي واوره
یونظر دجانان سترګوکي بندي کړه
دنـظـرهــغـه جـلال راباندي واوره
یو نـغـمه دزخـمـي زړه نه راوباسه
دآرمانـونـو غـزال رابانـدي واوره
زه !مستغفر!هـم دتـوروشـپـوشاعریم
دقلـم نه یـو سـوال راباندي واوره
ش ق !!مستغفر!!
یوه شپه د خوب خیال راباندې واوره
سترګه پټه ده کمال راباندې واوره
یوګل واخله د جانان په ښکلي لاس کې
د خوشبو نه مې زوال راباندې واوره
یوه لاره د باران لاندې کړه ټینګه
د قدم ښـکلـی ملال راباندې واوره
یوتصویر دجانان سترګوکي راواخله
دنګاهو یوجمال راباندي راباندي واوره
یونظر دجانان سترګوکي بندي کړه
دنـظـرهــغـه جـلال راباندي واوره
یو نـغـمه دزخـمـي زړه نه راوباسه
دآرمانـونـو غـزال رابانـدي واوره
زه !مستغفر!هـم دتـوروشـپـوشاعریم
دقلـم نه یـو سـوال راباندي واوره
ش ق !!مستغفر!!
غزل
درد مې درمان څنګه کړم مینې راته ووایه
زړه او ارمان څنګه کړم مینې راته ووایه
یار راته ډالۍ راکړل خپله خاورو وخوړو
اوس دا ګلان څنګه کړم مینې راته ووایه
نور به سلګۍ نه وهم اوښکې به مې وچې کړم
درد او خپګان څنګه کړم مینې راته ووایه
زړه مې پکې وبایلو ما عشق کې تاوان وکړو
زه دا تاوان څنګه کړم مینې راته ووایه
وخت مې چې د ګټې ؤ ما هسې عبث تیر کړ
اوس یې جبران څنګه کړم مینې راته ووایه
دغه د فتنو وخت کې دا په دې حساس پړاو
زه مې ایمان څنګه کړم مینې راته ووایه
څنګه ورنږدې شمه زه مخبت د یار څنګ ته
ځان ترې قربان څنګه کړم مینې راته ووایه
مخبت وردګ
درد مې درمان څنګه کړم مینې راته ووایه
زړه او ارمان څنګه کړم مینې راته ووایه
یار راته ډالۍ راکړل خپله خاورو وخوړو
اوس دا ګلان څنګه کړم مینې راته ووایه
نور به سلګۍ نه وهم اوښکې به مې وچې کړم
درد او خپګان څنګه کړم مینې راته ووایه
زړه مې پکې وبایلو ما عشق کې تاوان وکړو
زه دا تاوان څنګه کړم مینې راته ووایه
وخت مې چې د ګټې ؤ ما هسې عبث تیر کړ
اوس یې جبران څنګه کړم مینې راته ووایه
دغه د فتنو وخت کې دا په دې حساس پړاو
زه مې ایمان څنګه کړم مینې راته ووایه
څنګه ورنږدې شمه زه مخبت د یار څنګ ته
ځان ترې قربان څنګه کړم مینې راته ووایه
مخبت وردګ
نعت شریف
لیکنې مبارکې دي جملې دي مبارکې
چې ستا صفت پکې وي کلیمې دي مبارکې
په کومه صحیفه او کوم کتاب کې چې ستا نوم وي
ټول متن مبارک دی او نقطې دي مبارکې
چې ستا پر مزار اوري د باران پشان حبیبه
د خدای د رحمتونو دا جلوې دي مبارکې
په خوله د عاشقانو دې نو بل رقم ته خوند کړي
سیرت دې په زړه پورې دی قصې دې مبارکې
ممتاز وي او سعید وي په دنیا او آخرت کې
ستا مینه چې پکې وي دا سینې دي مبارکې
چې ستا د مخ وصال وې د خوبونو په دنیاکې
بس نور د زند ګۍ ورځې او شپې دي مبارکې
ارمان د ایوبي مجاهد پاکه مدینه ده
ستا کلی مبارک دی ستا کوڅې دي مبارکې
ایوبي مجاهد
لیکنې مبارکې دي جملې دي مبارکې
چې ستا صفت پکې وي کلیمې دي مبارکې
په کومه صحیفه او کوم کتاب کې چې ستا نوم وي
ټول متن مبارک دی او نقطې دي مبارکې
چې ستا پر مزار اوري د باران پشان حبیبه
د خدای د رحمتونو دا جلوې دي مبارکې
په خوله د عاشقانو دې نو بل رقم ته خوند کړي
سیرت دې په زړه پورې دی قصې دې مبارکې
ممتاز وي او سعید وي په دنیا او آخرت کې
ستا مینه چې پکې وي دا سینې دي مبارکې
چې ستا د مخ وصال وې د خوبونو په دنیاکې
بس نور د زند ګۍ ورځې او شپې دي مبارکې
ارمان د ایوبي مجاهد پاکه مدینه ده
ستا کلی مبارک دی ستا کوڅې دي مبارکې
ایوبي مجاهد
نعتیه کلام!!!
لکه سپېدې داسي عینیني لري لکه افتاب داسي روڼ زړه لري
حد داخلاقو دی پرې بشپړ تمام زما جناب داسي روڼ زړه لري
له برکته یې تیارې ختمې سوې دونیا په نور دایمان وځلېده
هره وینا کي يې خواږه پراته دي ګل دګلاب داسي روڼ زړه لري
ټول بشریت ته يې تحفه راوړې زموږ اقا لو معجزه راوړې
پرې نازل سوی دی قرآن مجيد دی انتخاب داسي روڼ زړه لري
په محبت کي يې بېمار دي زړونه ترېنه لوګی دي او ترې ځار دي زړونه
سر يې په عشق کي نظرانه اېږدمه په هر يؤ باب داسي روڼ زړه لري
خوار زاهد نه لرم الفاظ د وصف دمکرم او دممتاز وصف ته
ددره ناوي په پار يم بلکل يمه !
تراب تراب داسي روڼ زړه لري
هدایت الله زاهد
لکه سپېدې داسي عینیني لري لکه افتاب داسي روڼ زړه لري
حد داخلاقو دی پرې بشپړ تمام زما جناب داسي روڼ زړه لري
له برکته یې تیارې ختمې سوې دونیا په نور دایمان وځلېده
هره وینا کي يې خواږه پراته دي ګل دګلاب داسي روڼ زړه لري
ټول بشریت ته يې تحفه راوړې زموږ اقا لو معجزه راوړې
پرې نازل سوی دی قرآن مجيد دی انتخاب داسي روڼ زړه لري
په محبت کي يې بېمار دي زړونه ترېنه لوګی دي او ترې ځار دي زړونه
سر يې په عشق کي نظرانه اېږدمه په هر يؤ باب داسي روڼ زړه لري
خوار زاهد نه لرم الفاظ د وصف دمکرم او دممتاز وصف ته
ددره ناوي په پار يم بلکل يمه !
تراب تراب داسي روڼ زړه لري
هدایت الله زاهد