دشاعرانوادبي جونګړه
1.8K subscribers
75 photos
1 video
1 file
283 links
https://t.me/Jonghara_233
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه!

دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ
@Umar876
Download Telegram
تکراري!
یوه شپه پۀ خوب کې تللی وم جنت ته
ښکلې حورې وې شراب و او مزې وې
یوې حورې له یوه کونجه غږ را وکړ
جنتي بچیش! دنیا کې څه کیسې وې

مال جنت کې خو مرګ نشته چې درځار شم
او د سرو، سرو اننګو بلا دي واخلم
چې له شوقه درته مړ شم بیا ژوندی شم
د سرو شونډو او لېمو بلا دي واخلم

که د خپل وطن کیسه مې درته وکړه
تکې سرې به دي شي ښکلې سترګې دواړه
د چاپو او دبنګنو کیسې پرېږده
د شرابو د ښایسته ویالې په غاړه

ما چې څو دا ویل ستونی مې را ډک شو
چې ورځ سور اور شي او شپه توره بلا شي
د افغان حال چې سړي ته ور په زړه شي
خپلې حورې ته جنت کې په ژړا شي
محمد علیم بسمل
داځل دا چینل دلته نشر کړي
غــزل

په شهادت او په زخمو باندې سینه ښکلې وه
په شهادت او په زخمو غـزل ټــــپه ښکلې وه

په شهادت به رسېدل د خواږه یار تر دیدار
په شهادت به د زلمو هره قیصه ښکلې وه

په شهادت باندې هر ځوان لکه حمزه ښکارېده
په شهادت باندې قسم د جنازه ښکلې وه

په شهادت هر یو میدان هر یو سنګر او مورچل
په شهادت هر مازدیګر هره جلسه ښکلې وه

راسره ومنه تــه دغــه عبـــیده ظهــیره
په شهادت به خړه پړه مقبِره ښکلې وه
نعت شریف

ژرمي دروغواړه روضي ته مصطفي مدني
زه دي لوګۍ ستاله نامه شمه آقامدني
مثال دحسن به دي نه کړمه پیداپرجهان
خیرالبشر،خیرالامم رسوالله مدني

رب یی ستایلۍ په طه اوپه ياسین جانانه
زلفي ولیل لري مخ دي وضحي مدني

ته دطائف خلګوپه کاڼوباندي و ویشتلې
ته په قهرنشوي تاپه مینه کړه دوعامدني

ډیرمکرم ډیرمعظم یی پرداټوله دونیا
ته یي افضل ته یی امام الانبیامدني

سپیني پوږمۍ ته دي په ګوته ایشاره وکړله
په ایشاري دي درته راغله په نڅا مدني

زه مهاجرډیر زورولۍ یم تیارو دعجم
ته مي کړه وصل ترخوږي خوږي لِقامدني

مهاجرهروي
زوریدلی زړګی

هــجـــر خـوړلی زړګی
دا غـــم ځپلی زړګی
نـور یـې نو مه زوراوه
ډیر زوریدلی زړګی

ستا دبیلتون د لاسه
ستا د نشتون دلاسه
اخ ناقــراره دی ډیر
اخ کــــړیدالی زړګی

ای بـــــې وفا جانانه
کړم دی تنــها جانانه
سینه کې زړه نه لرم
اوس تری وتلی زړګی

راسره سـتـا یـــادونه
راسره ســتـــا غمونه
تــل میلمانه وي اشنا
سم دردیدالی زړګی

نه مې هیریږی یاره
تل مې یادیږی یاره
سم لیونی دې کړمه
سم مې لویدالی زړګی

د زړه درمان جانانه
قربان قربان جانانه
زهیر دی مات کړلمه
تـا مې وجلی زړګی

     منهاج الله زهیر
یونفر هلته کډوال ده

پــر سر کـړی مـو وطن دامـن شـال ده
هره خـوا یې په باطور زلمو سمبال ده

خپلــواکۍ ده زور واکۍ کــډه بـار کړې
هروګړی دهیواد مو اوس خوشحال ده

چي پــه نــوم د تـروریـزم معــرفي وو
اوس یې وګوره هم هغه هیواد پال ده

زیـری وروړه نور دي خپل کلی اباد دی
د دې کـلــي یــو نـفر هلتـه کـــډوال ده

پــرون دلتـه تـفـرقې وې ټـول جـلا وه
نن یو شوي یو یې فکر یو یې خیال ده

خبیب هیڅ نده یو خوار عاجز بنده دی
محتـرم دی د دې خـــاوري قـلمـوال ده

طالب خبیب فراهي
چې کله مې خوښۍ د بل په غم کې کړي دي
هغې نه روسته ټولې شپې مې نم کې کړي دي

په خوله درته ویلی نه شم نه لرم جرئت
د زړه خبرې ټولې مې قلم کې کړي دي

بیخي په صور کې نه یمه خمار یمه زړګو
ها تا چې اشارې راته دې چم کې کړي دي

ارمان په لاره نه یم له ارمانه بچ روان یم 
غمونه د ارمان مې په هر دم کې کړي دي

شریره له شر ډکه زمانه ده عبدالله دا
د زهرو اثرات یی په ملهم کې کړي دي
عبدالله الکوزی
غزل:
هیلې وې مړاوې، د وطن جنت برباد پروت و
نغمې لمبه وې، په خبرو کې فریاد پروت و

د بې غرضو به تر ټولو دلته لوی جرم و
او بې پوښتني سر به پښو کې د جلاد پروت و

د افراطیت فارمولې څومره تجربه شولې پرې
سپین غر کتل په حوصله جلال اباد پروت و

د هلاکو د ستم تېغ و بېګا درد راوړی
کنډَو کنډَو ورته زړګی لکه بغداد پروت و

د هغه هیڅکله نصیب نه شو لذت د شکر
د ژبې سر باندې یې هر ځل انتقاد پروت و

د یار په سترګو کې ورک نه شوم د بڼو له وېري
لکه پاټک چې مې په مخکې د زرداد پروت و

رانه به مخ اړوي حتماً د بې مخو فتنې
که مو تر منځ دائماً داسې اعتماد پروت و

محمودي ډېرو ته طبیب زخمونه و رغول
مارجه ټپي وه او هماغسي نوزاد پروت و
ريښتنې مبارزه!!!

مبارزه مي  له تــــــــــــور غره بیا تر ترکښه کړې
ځــــــــــــــــــکه زما له نامه کرکه هر سرکښه کړې

تر استشهاده هــم راغلــــــی په ديني  روحیه يم
دځان وژنــــه مي په خدای په خپلــه خوښه کړې

په خرابي دخپل هېواد مي وجود نيم راکم سي
په وداني یې اوس هغه زوی مــــــړي غوښه کړې

لکه دا نوم چي مي طالب دی حوصله هم داسي
دســـــــــر دوښمن ته مي لا بې عوضه بښه کړې

دخپل شهــــــېد جـــانان مزار له زاهد نه هېريږي
ســـــــرته پر سپینه ډبرۍ يې ورتـــــــه نښه کړې

هدايت الله زاهد
Forwarded from انس حماسی
ورپسې مۀ کوۀ ارمان اوښکې دې مۀ تویوۀ
راګرځي نه بیاتېر دوران اوښکې دې مۀ تویوۀ

نور یې کړۀ هېر ورپسې مکوۀ ژړا بس کۀ
زړه واپس نه راځي جانان اوښکې دې مۀ تویوۀ

بېلتون وهلی یې دچا؟ ډېر زورېدلی ښکارې
پر مخ دې ځې لکه باران اوښکې دې مۀ تویوۀ

زړه خدای لپاره نوریې پرېږده نور یې مۀ یادوۀ
ورپسې مۀ کوهْ خفګان اوښکې دې مۀ تویوۀ

رنګ دې الوتی خدای! خبرپه زړه دې څه تیریږي
ببر دې سر څیرې ګرېوان اوښکې دې مۀ تویوۀ

درمل دا ستا طبیبه نکوې فائده هر چاته
زړه زخمي شوی په چشمان اوښکې دې مۀ تویوۀ

د خوښۍ وخت کې ښه پرېمانه وې أنـس حـمّاسي
تښتې چي سخته شي یاران اوښکې دې مۀ تویوۀ

أنـس حـمّاسي
زړه مې نور څخه ډکیږي او درزیګي
چې نامه دې تکراریږي او درزیګي

زما زړه لګیا الله الله ﷻ صدا کړي
انوارات پرې راوریږي او درزیګي

تصوف هم د ذکرونو مجموعه ده
هر اندام نوراني کیږي او درزیګي

ژبه پورته کړي پیوسته سترګې پټې
فکر خپل زړګي ته کیږي او درزګږي

تصوف ده عبدالله چې ظالم نفس دې
لوامه شي چې ژړیږي او درزیګي
عبدالله الکوزی
اعتبار

اعتباره! څۀ د قدر وړ وې ښۀ وې
اعتباره! اصل رنګ د ژوندانۀ وې

اعتباره! هغه شان شوکت خو ګورې؟
اعتباره! دا يو وخت ؤ، او دا تۀ وې

اعتباره! پرتمين تر کهکشان وې
اعتباره! لوړ پۀ شانې د لوړ غرۀ وې

اعتباره! نوم نښان دې دومره ستر ؤ
اعتباره! چې د هر سړي پۀ خولۀ وې

اعتباره! چې اخلاص لاړ تۀ هم لاړې
اعتباره! ښايي تۀ يې د کالۀ وې

اعتباره! انسانان دوه مخي شوي
اعتباره! کنه تۀ به داسې نۀ وې 

اعتباره! د مخلص کډوال پۀ ياد دي
اعتباره! راج کونکی پۀ هر زړۀ وې

"مخلص کډوال"
واخ دزړګي درده رانه ولاړشه  درديدلی یم
ما یواځې پریږده دغم اور کي کړیدلی یم

څه راڅخه غواړی درده پر زړګي زخمي یمه
لاس په دعاناست یم رب ته زه ډیر ژړیدلی یم

ای د یار هجران رانه ولاړشه زه دې مړ کړمه
ستا له درده زه له کلي کوره راوتلی یم

کله چې ده یارمزارته ولاړشمه سلګۍکړمه
درده ټوله عمر غم فکرو کې زنږیدلی یم

دا اختر به سنګه بې له یاره تېروم ربه ﷻ
ناست یمه ژړیږمه فکروکې رالوېدلی یم

ای بدري نور پرېږده ستړی ژوندنورشهادت غواړه
د شهادت جام ته الله دومره تګی شوی یم
قسیم بدري
غزل
(د تاریخ فریاد)

زما تاریخ نن د غفلت پر کنارې ولاړ دی
د زمانې اورته یتیم او یبلې پښې ولاړ دی

دا چې مې ویاړل په عزمونو باندې ټول قومونه
اوس د پردیو تورو تیغ ته بې اسرې ولاړ دی

څه عدالت او د اخلاص لوړې چمڼې وې زما
نن مې عزمت د غلامۍ پر دروازې ولاړ دی

بدري میدان له انګڼونو مې شو شور پورته
اوس مې آذان هم د زوال پر ازانګې ولاړ دی

چا ویل امت به شي راپورته او بیداره به شي
ما ورته خاندل چې تقدیر مې پر نعرې ولاړ دی

ولې خاموشه یې پر حال بشر خوهان د نړۍ
څنګه ګوښه جهان محسنه له غ.زې ولاړ دی
شم دې صدقه ښکلیه لالیه درنه جارشمه
اې مجاهد ځوانه زما زړګیه درنه جارشمه

دنګ چنار ځواني او دا خواره واره زلفان یاره
تورو غرو کې ژوند کړې لېونه درنه جارشمه

نشې له نظر راته زما ګلاب طالب یاره
ځانه ته لږ لوګی کړه سپېلنیه درنه جارشمه

د تکبیر په نوم دې مجاهدوړکي په جوژ راغلل
اې د ملالۍ پېغلې ټکریه درنه جارشمه

ستا ترسنګه ستاسیوري ته ما طالب دمه کړې
اې چنار چنې ګودر منګیه درنه جار شمه

احمد مدني طالب دې تل په آرمان یمه
اې د شهادت خوږه مرګیه درنه جار شمه
په هر ګل او هر يو شاخ دې نوشته شي
ازادي دې د بلبلو ترانه شي

له نفرت دې زړونه پاک لکه اینه شي
محبت دې د رڼو اوبو چينه شي

د بزګر ځمکه دې ټوله زرغونه شي
برکجن به سره غنم دانه دانه شي

زندګي دي تر شیدو، شاتو خوږه شي
مینه مینه دې په زړونو کې راشنه شي

ترېنه جوړه که  د مینې پیمانه شي
پاچاهي دې ستا له سترګو صدقه شي

پر مزار دې د شهید بله ډېوه شي
هدیره کې دې فضا شاعرانه شي

ستوري ستوري ستا یادونه دې دېره شي
دغه شپه دې د راشد د غزل شپه شي

راشد کامران
زمازړه

سـتا لـه نازه مـې خـطا شـو زما زړه
د خـمارو سـتـرګـو وار شـو زما زړه

چـې تـا نـه و غــلــي غــلــي ژړلــي
پـه فــراق دې مـبـتـلا شـو زما زړه

نــه خــنــدا نــه یـــې قـرار پـاتــي
ستا له تګ چي نه جدا شو زما زړه

ستا د غـږ سـنـدرې نـه آوري دلبره
لکـه شـمـعـه بـي هــوا شـو زما زړه

تصور کې دې بوی اخلي په هر دم
لـکـه ګـل چـې لـه صبا شـو زما زړه

یاد دې راشي مستغفر خوښي واخلي
پـه سـکـروټـو کـې جـلا شو زما زړه

ش ق !!مستغفر!!
غزل

له ویره ډکي مي شیبي !بیله تا
راپیښي سوي اندیښني !بیله تا

مخکي خوږه خوږه وه هره لحظه
اوس خوترزهرودي ترخي بیله تا

داسي په توره شپه کي غلۍ ښیم
بیخي بي خونده دي ډیوي بیله تا

تاته چي ګورمه هیڅ نه ژاړمه
خوله ژړامي سترګي سري بیله تا

نوم خبرستا دهجران له زوره
په کاڼو ولم آیئني بیله تا

که چیري کیږي بیرته راشه یاره
پري مي دزړه شولي پردي بیله تا

زه ،مهاجر،تصویرته څه او ،وایم
ورته کومه صرف ګیلي بیله تا

مهاجرهروي
خپلې ژړاګانې دې له ماسره شریکې کړه
ټولې دعاګانې دې له ماسره شریکې کړه

نیمې هیلې راز کړه او په خپل زړۀ کې یې وساته
نیمې ارزوګانې دې له ماسره شریکې کړه

شمعې غوندې اوښکه اوښکه ولې یې لږ ووایه
سپینې رڼاګانې دې له ماسره شریکې کړه

ولې دې شوخي ځان کې وژلې، ژوند مړ کړی دی
مستې اداګانې دې له ماسره شریکې کړه

رپي دې جنډه جنډه ټیکری په هدیره وجود
راشه څو ساه‌ګانې دې له ماسره شریکې کړه

ځه د یو ملنګ "جانان" په شونډو مسکا راوله
مینې! ښکلاګانې دې له ماسره شریکې کړه

جانان خدرخېل
۱۴۰۲/۶/۲۸
وطنې ټپې

وطنه بیاګلي ګلزارشوې
پرغرودي رپي بیادامن بیرغونه

وطنه ټول جنت جنت یی
درباندي اوري له اسمانه انوارونه

وطنه څه ځوانی درځارشوې
دشازلموپه وینه رنګ دي دیوالونه

وطنه ټول لعل و مرجان یې
هره ډبره دي بلهاقیمت لرینه

وطنه زمادرسره ژمنه
په خپلووینوبه دي خاوره لمبَوَمه

وطنه  غیږه دي خوږه ده
له هغه ځایه دلونګوبوی راځینه

وطنه بیاهغسي مشې
درباندي رامشه بيوخته خزانونه

وطنه نوردي ودان غواړم
چي ګاونډیان ګوته پغاغه پاته سینه

وطنه بیادعلم کورسوې
په هره لاره کي دي جوړسوه مکتبونه

وطنه کوریی دزمریو
هریوبچی دي پروطن کوي ننګونه

وطنه رنګ په وینه مشې
نوردي ودان شه داکنډرکنډرکورونه

وطنه زړه دآسیایی
ټوله جهان دي په نامه فخرکوینه

وطنه زه په تامین یم
داستاپه مینه کي ترداره پوري ځمه

وطنه ټول درته راستون شه
هاچي په بل وطن شپي سباکوینه

وطنه ته مي ډیریادیږي
مسافری کي مي زړه ډیرکوي دردونه

وطنه ټول په زلموفرش یی
په ښه میړانه به دي ساتي سرحدونه

وطنه ژونددرکي مزه کړي
نه چپه کیږي اوس دکلې چنارونه

وطنه غم مه کوه ګرانه
طالب زلمۍ به دي نورګنډي پرهرونه

وطنه ستاله میني ځارشول
اوس یی پرقبرټول مرغان ناري وهینه

وطنه ځکه راته ګران یی
داستاپرخاوره کړم پنځه وخته لمنځونه

وطنه زړه ته مي ملهم یی
ځکه دي نوم پاس په سینه باندي لیکمه

وطنه عشق دي دومره زوروُ
زلموتړله په سینو پسي بمونه

وطنه ټول دي صدقه شم
زه مهاجردي په نامه فخرکومه

وطنه تاته دي ډالۍ وي
په نازلیکلي مهاجرقاري شعرونه

مهاجرهروي