👑شاعــر کوچی زړګــی💎
129 subscribers
12 photos
8 videos
1 file
23 links
السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
خوږو د ترنم بلبلانو‌دلتـــه راسره هم
يو ځای شی رب مو راوله خوږو

ستاسو ورور💎کوچی زړګی👑

https://t.me/+9IL95E2ItD01YjVl
Download Telegram
څومره درانـــــه درانه غـــمونه په زړګي مـاتوي
څوک انځورونه سوځوي او څوک بنګړي ماتوي

دورځي کار دشپي بيا ستا خـــواږه يادونه ياره
کله چي راشي بيا مي ټـــــوله زندګـــي ماتوي

ستا دتلو بعد ياره يــوه کيسه هم خوند نه کوي
تـه بيــرتــه راشــه مــا غمــونــه ليـــوني ماتوي

ته مانه هير نه يي خو زه دي اوس هير کړی يمه
ستا ناځــــواني زما دګل پشــــان ځواني ماتوي

زه چي کوشش وکـړم چي تا له خــياله وباسمه
خو مخ ته راشي بيا مــي ټوله بي وسي ماتوي

خدايه دا يـــو جانان لرمه چي کوچی زړګی دی
که څه پرې وسو بيا مي سم دم جدايي ماتوي
👍1
اي د خوږو سترګو جانانه
په ما يي ګرانه درپسي سلګی وهمه
يو څوک وه ستا کوڅه کي تر ســهاره ګرځيده
په زړه يي وه لاس ايـــښی په کــراره ګرځيده

يوه چيغــه به يي ووته له خولي دزړګي ســره
ګریوان بـــه يي وه څــــــيري له ازاره ګرځيده

خو کله به يي زړه ته لاس نزدي کړ چي داولي
اکثــــــــره به په کلي کــــــي بيـــماره ګرځيده

زه دي د انتظـــار په مـــوده دومـــره اوخوړمه
مــــين به لانـــدې ســــيوري د چــناره ګرځيده

له تـــــاسو ټولو غـواړمه چي وکړم يو پوښتنه
کوچی زړګی رښـــتيا خلــــکو بي ياره ګرځيده
ملګرو چينل درسره نشر کړي مننه 😘

ستاسو ورور کوچی زړګی
خپـــه ومه زړګيه سړی يــــار ته ګيــــــله وګړي
خوږیږي به زړګی خو څوک پرهار ته ګيله وکړي

منمه ډيرو وران کړلي ازار دي ورپســـي شـــــه
زخمي افغانســــتانه څـوک بمبار ته ګيلــه وکړي

زيړی ماذديګريه ته يو څــــــوک رايادوي بيــــا
سلګی مي دشهــيد جانان مـــزار ته ګيله وکړي

چي ما ســــره دستړي ژوند پرلاره ګرځيدلــــو
شهــيد سي پر سجده پرورديګار ته ګيله وکړې

که ته مي نه خپليږي رب دي ما درڅخه واخلي
سړی له خپل قسمـته خپل بادار ته ګيـله وکـړي

مجبوره شي؛؛کوچی زړګيه؛؛ځيني ځيني خــلک
له کلي ډک زړه راوړي بيا نو ښار ته ګيله وکړي

کوچـــــــــــــــــــــــــــــی زړګـــــــــــــــــــــــی
اي دربــــاب په منځ کي تاره
دآشنا خيـــاله زړه مي کړي نري دردونه

يوه ټپه🍁🍂
رانجه تسبي عطر دي ښي نښي دي
کوچی زړګی يـــي ښه له کار ايستلـــی

يو بيت🍂❤️‍🩹
ځوړند ستا تصـــوير په ديواله پټ ورته ګــورمه
ژاړمـــه قســــــم ورتــه له زړه پټ ورته ګــورمه

ما ته يي راکړی دي ستا مړاوو مړاوو سترګو تـه
جـيب کي مي راوړي دي رانجه پټ ورته ګورمه

غاړه کي يي واچــوي او ستا پر لور رامڼډه کړي
شـــرنګ کــوي ځنځير دبلتــانه پټ ورته ګورمه

ترنګ د ربابه او ســــتړی غږ دزړګي ســــره بس
دا مي ده دستړي ژوند قــيصه پټ ورته ګورمه

بس دکلي منځ د کليوالو شـــور ماشور او شپه
ومي کتــــه هـــره يوه کوڅــه پټ ورته ګورمه

خدايه پاکه خير کړي کوچی زړګی خفه ده بيا
ايښی يي دی سر په ځنګـــانه پټ ورته ګورمه
کله کله يو شعر دزړه له درده
هيله کوم لايک کاروی تر څو داسي خوندور اشعار نشر کړم
شهــــــــــيد‌ يحي سنـــــ ارـــــــو رحمه اللّٰه
موږه کوچـــيان خلک يو مـــوږه به رمي څروو
ميده ميده باران دغره پر منـځ کي اوزي څروو

خير پخلا شـــه ليوني خويــونه مه کوه جــــار
دوه ورځي ژوند کي دي غمونه پر سيني څروو

نښه کوم دي هر يو يـاد دزړګي ســره قربـــــان
که موقــــع راغله بيا پــــري سمي ارادي څروو

چي درته ووايي درځمه انتــــظار مــــي وکړه
کله دوکه شو موږ او کلــه بيا وعـــــدي څروو

راځه پريږده يي وخ کوچی زړګيه څه يي کوي
دشپــــيلی غږ د غره لمـــــن کي زمزمي څروو
ما دي تـصوير په زړه نيولی ده ښه څه وکړمه
لکسي يار مـــــي خفه شوی ده ښه څه وکړمه

تل راته وایې زما تصوير راکړه څه نه وايم زه
زما له منـــــګولو نه لویدلی ده ښه څه وکړمه

ټکوم ور راته نعره کړي وايي څـوک يي قربان
ستا پخوانی يار اوس راغلی ده ښه څه وکړمه

تا چي ســــم دم ورته ترخي خبري وکړلي ځار
له کلي پټ تر شــــــاره تللی ده ښه څه وکړمه

ستا د دو سترګو کاته وژني دا کوچی زړګی بيا
دمــــرګ تر حــده رســيدلي ده ښه څه وکړمه
👍1
ته ځي بيا نه راځي او ياره زورول هم کوي
که ماذديګر وي که ماښام زما يادول هم کوي
سر دي راپورته کړه لالـــــــــ♥️يه
ما په لاسو کي سره ګـــ🌹لان راوړي دينه
ته چي تللی مازيګر هغسي نه وه
شور ماشور وه خو ګودر هغسي نه وه
♥️♥️♥️
ان شاء اللّٰه ډير ژر به مکمل سي
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
شکلی ايډيت

آواز رحمن اللّٰه زيار
شاعر کوچی زړګی

♥️♥️♥️❤️
1