👑شاعــر کوچی زړګــی💎
129 subscribers
12 photos
8 videos
1 file
23 links
السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
خوږو د ترنم بلبلانو‌دلتـــه راسره هم
يو ځای شی رب مو راوله خوږو

ستاسو ورور💎کوچی زړګی👑

https://t.me/+9IL95E2ItD01YjVl
Download Telegram
ستا سترګو ته مي لپو کي رانجه راوړي دي
ما ګــله په بټــوه کي ســــتا باڼه راوړي دي

ډاډه دي يـــم پر نوم زه اي حــسينه منوره
روضي ته ما د اوښـــکو ميلمانه راوړي دي

عجیبه ده يو قبر باندی داسي وه ليکــــلي
زه هم وم مسلمان خو ما نن څه راوړي دي

يخ ژمي دی او واوري راوريــږي دزړه سره
له ځان ســـره مي ګله ښه ساړه راوړي دي

تکه توره شپه او ستا تصویر ته ګورم زه هم
بل څنګ کي مي يادونه بيا زاړه راوړي دي

غزل مــي دخپل زړه په وينو وليکه شاعره
کوچی زړګيه مـــــا لانده ليــــمه راوړي دي
1
خوږو ملګرو دازما نوی چينل دی دلته به تاسو ته نوي اشعار نشر کيږي

ستاسو ورور کوچی زړګی 🍂
1
زه هم لکه دستړي فلسطين په شانتي وران يم
تـــــــه هــم لکه عرب زما هيڅ نه کوي پوښتنه

چـــي کــله تا راوکتــــل ډيــر لـــري ولويــــدمه
سم دم دي پرما وکړله د ډرون په شان چاودنـه

زه هم لکه ودان افغانـــــستان غوندي زړګکــــه
جانان مي کــړي ورو ورو زما د زخم درمـــــلنه

درانه يو پښـــتانه يو يو مو قــوم يــو ملت ده
نور کاش په اتفاق شـــو ورکه‌ کړو د نفرت ونه

چي کله زه در ياد شومه موبايل ته دي ورشه
کوه پر خپل واټساب ماته مسيجي کله کلــــه

کوچی زړګیه دا درسره قــول کوم ګــــــــوره
ګنډم به دي هر زخم زه د زلفو په تار ګــــــــله
👍2