د شاعرانو کور احتیاطي چینل
94 subscribers
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل دی دلته هم راسره ملگري شئ
Download Telegram
ستا د رحمت دریاب به کله په څپو راځي
نوره مې ساه له تلوسو نه په وتو راځي

دُعا که څو ده عبادت د کبریا په حضور
په تسلسل شرم٬ غیرت له پرښتو راځي

ما هم ځواني کړه نذرانه د کوم ارمان په هیله
وایي د رب حیا له دې سپینو ویښتو راځي

اوس زلیخا غوندې دیره یمه د لارې په سر
چې د یوسف کاروان د مصر له کوڅو راځي

د زړه واړه کور کې د لویې مینې شور وګوره
د ناګار خولې ته "أنا الحق" په زمزمو راځي

استاد ناګار
دا د امن کور دی
دا د امن کور دی

دلتـه محــبت عــام دی مـــړ د نــفرت اور دی
دا د امن کور دی
ګران افغانستان وطن څومره ښه سمسور دی
دا د امن کور دی

دښتې مو په امن دي
غرونه مو په امن دي
نشته د چــــاپو ویره
زړونـه مو په امن دي
کــډې د پـردو بار شـوې غــاړه غړۍ ورور دی
دا د امن کور دی

جوړ به شي اباد به شي
إن شاء الله ښاد به شي
نور به د سـیالانو سیال
دا زمــونږ هیواد به شي
غږ د پرمختګ یې اوس هرې خواته خپور دی
دا د امن کور دی

چـاچــې دلتــه جنــګ غوښتی
یــا یــې وطـــن ړنــګ غوښتی
مــونـږه کــړل ګــوزار پــښو ته
اوس یې له موږ څنګ غوښتی
هر دښمن د دې خاورې هر وخت رانسکور دی
دا د امن کور دی

نه مــني اخــطار د چا
نه مـــني ګــوزار د چا
دا د عمري وطـــــــــن
جوړ به نه شي بار د چا
ځـوان دی او غښتلی دی مټو کې یې زور دی
دا د امن کور دی

عمري پکتیاوال
د ټولنیز غفلت تاوان پر میدان و درېدی
د امت هر فرد ته په سر امتحان و درېدی

د حیاء دارو جامې یووړې د بارودو لمبو
نه شوو خبر په ننګ یې کوم مسلمان و درېدی؟!

په جومات بم و لګېد، اخ ازانګه چوپه شوله
مؤذن شهید شو پر نیمی یې آذان و درېدی

د فتنو مور به خدا زده څومره فتنې و زېږوي
که یې په وړاندې را وتلی طوفان و درېدی

د دوعاګانو وړې لپې تر دېوال لاندې شوې
مګر بیا هم را چپه نه شو اسمان و درېدی

نه بهانې وې، نه یرغل و بې ځوابه پاته
وخت ته دې هم صلاح الدینه ارمان و درېدی

د سیاسي چوپتیا په نوم انتخاب زه هم غوښتم
خو ارادو ته مې پېغور د وجدان و درېدی

محمودي مونږ چې اتحاد په پړاو ځای کې پرېښود
چې د بریو مو کاروان و روان و درېدی

محمودي انصار
ژمنه ده

ستا له هرې لویشت خاورې دفاع کومه ژمنه ده
سر مې نذرانه کې درته ايښی ګران وطنه ده

ستا له هر خواخوږي سره څنګ په څنګ ولاړ يمه
کرکه مې راغلې ستا له هر يوه دښمنه ده

خود به مې نړۍ په غيرتونو تبصرې کوي
ځکه چې ګټلې مې جګړه څلويښت کلنه ده

څوک چې ستا خلاف وي او له تاسره نفرت لري
کړې مې هغو سره دتېرو په څېر کړنه ده

څنګه به دې نه ساتي هماغه دسنګر طالب
چا دې چې دسر په بيه کړې تل ساتنه ده

خدای مو دې دا امن سل کلن او زر کلن کړي نور
نن حافظ عزير کړې له ربه دا غوښتنه ده

عزير درمان
اعدو

ايت د اعدو باندې مونږ ټول يو مأمورین
ټول ژمن يو د وطن دفاع کوو د ښکلي دين

په باب دالجهاد کي د اعداد تدریب تخنيک
په مینه وايو ټول درسونه يو مجاهدین

امير زعيم سالار زموږ ددغه سپین لښکر
ابو عبد الرحمن دئ لري ټينګ عزم متين

ولاړ لاس پر نامه يو وه هر امر ته ئې ټول
دامرِ ې مطعین يو دبیعت ئې مقبولين

تاريخ ته مو ور وړاندي کړ يو بل شانتي اصدار
ساتونکي دنهضة اسلامي يو بدر يــین

په مينه اور ته دانګو دنمرد لکه پتنګ
ساتو داسلام شمعه بله يو حواریـین

پروا نکړو په دار نه په ولچک شهاب زهيره
رڼا باندې به درومو دطٰهٰ او د ياسين

شهاب زهير
خدای پامان درنه بیلیږو معسکره
د سنګر په لور ستنیږو معسکره

خدای خبر چی سره بیا به ملاقی شو
په سپیڅلي دین ځاریږو معسکره

ټول ملګري دي ولاړ غریو نیولي
بیلتانه کې دي زړیږو معسکره

ګلورینه غیږ دي ډکه له خوندونو
له نعمت دي محرومیږو معسکره

را بخشش دی تکالیف کړه زړه له کومی
تور کړنګ په لور کوچیږو معسکره

یی کچکول د انواراتو بختوره
تر هدف تر څه رسیږو معسکره

مقدس جهادی ډېر شکر ګذار یم
چې په غیږ کې دی لوبیږو معسکره

#الحافظ مقدس جهادی
نوټ
د مبارک جګړه ایز معسکر یادښت
کړي غرق به اسراءیل وهې څپي مست فلستین
تـاریخ یـې کـړ ژونـدی دایـوبـې صـلاح الـدیـن

یو زور دسـپین ایمان ده بل نصرتي الهې ده
داڅـه تـنـدریـز وار کـوي پـه سـر دهـر بـیدین

ګـذار دابابـیل ده اوراګـیر خـاونـد دپـیل ده
زلمي دي پاڅیدلې بیا شایسته حسین حسین

له ننګ دي صدقه شم له غیرته دي قربان شم
طالـبه تا جـوړکـړی په دښـمن ده سـخت ناورین

غزا یې په زړه پوري ده ګذار یې په زړه پوري
بریـدونـه مـیـړنـې کـړي مـیـړنـې مـجـاهـدین

طالب سعید وخدای ته لپي کړي دي لاسونه
کامـیاب مـو رب لـره شـه په غـیرت مو افرین

طالب سعید
شاعره وروره قلم واخله یوغزل ولیکه
نوم دیعقوب ولیکه سرته یي اتل ولیکه


بیایي نړی ته ورښکاره که دغه ځوان شازلمی
رقیب ته خار ورکه له نوم سره یي ګل ولیکه


فاتیح دګران افغانستان شو دابچی دعمر
ورته زمری ولیکه دوخمن تي اجل ولیکه


ثاني یوسف دی نوراني مخ یي شوغلي کوي تل
هم اذادي ولیکه خال یي دکابل ولیکه


شاعرقُتَیـــــبَهْ بادغیــــسواله توسییه ده درته
دفاع وزیرابن عـــــمر دزو تسل ولیکه
د خواریو کښت ته دانګم، د ګلرنګو پاچاهي ده
اغیار بند پر بند ماتیږي ، دبګړیو خپلواکي ده

ازادۍ !زامن دې وسه،بدرنګۍ سې وچه کلکه
دشهید د‌بیلتون زخم مې، بدن کې نښاني ده

ګلاب ګل دوصل کړی، ګلاب پاشي خوشبویانې
ارمانونه زرغون سوي، ورکه سوې وچکالي ده

د جنګونو معماران مې، جوړوي دخاطر خونه
طبیبان په رنځ پوه سوي، لګېدلې دوائي ده

دعشق پېټی مې په شا دی، او په یار پسې روان یم
د یاد بزم کې ژوندون دی،د دوو سترګو اشنایي ده

لاس دې لرې له ګرېوان کړه،دجنون په رنځ اخته یم
مخ دې پټ کړه په پرده کې، نړۍ ګُلي رسوایي ده

دعمر منصور 'همَام' او، شیخ صاحب افغانستان یم
دنیاوالو ځان خبر کړی، زما سا امارتي ده

هُمَام ګل
رڼا

ښکلې رڼا راغله تر کلې د شپو ور مات شو
سپین امارت شو د باطلو بد نظر مات شو

هیواد د امن استقلال په تحفه ونازېدو
ورپکې هغه ټول پردي لښکر لښکر مات شو

بیرغ د فتحي طالب جان پر اوږو ارګ ته راووړ
د کافر قوم شور ماشور ډېر په هنر مات شو

د ګران وطن په غېږ کې وشوه جنازه د یرغل
ازادې راغله دچا زور او دچا زر مات شو

د خوب او خیال کیسه وه تښتېدل له خاورې کفار
د سپین ایمان زور ته یې بیا سوپر پاور مات شو

مهاجر ړنګ او بنګ قدم اخلي ډاډه روان دی
زمونږ په خاوره کې ظالم سور یرغلګر مات شو

عبدالباقي مهاجر
شان د افغان مو بیا ټیټ مکړې یرغلګرو پښوته
د سرو لښکرو پښو ته
دشرق اوغرب د ظالمانو د فریب ګرو پښوته

ته مو عزت ته مو جلال پخپل جلال وساته
ته مو ابرو ته مو وحدت پخپل کمال وساته
سرپه سجده مو ښکته مکړې د ډبرو پښو ته

شان د افغان مو په جهان باندې تل لوړ وساته
هر یو غلیم هر یرغلګر مو مخ ته ځوړ وساته
لوړحیثیت مو ښکته مکړې د کافرو پښو ته

سپینه جنډه سپینه پګړۍ مو تل بلنده لرې
د حق نعره مو تل ژوندۍ ها له میونده لرې
د ننګ ټاټوبی لاندې مه شه د لوفرو پښوته

دازادۍ غږ مو بیا خپ مه شه بالا دې اوسي
رعب دبدبه زمونږه تل په دا دنیا دې اوسي
جوهري کلک شه چه ټیټ نه شې زورورو پښو ته

جوهري متوکل
باطني کیف دی په اروا کې بویه څرک د رڼا
چې د زړه سترګو ته ور وښيي درک د رڼا

په عقل ډېر غاوره خلک به ګړنګ ته لوېږي
چې د معنی په سترګو نه ویني سرک د رڼا

په خروارونو کرشمې ورباندې څنګه تَلې
چې یې په تله کې ځایېږي نه چارک د رڼا

یو باندې سل دروازې درستې ورته خلاصې لره
که چېرته واورې په پستو ګوتو ټک ټک د رڼا

چې کشتیبان یې وي جانان، په کې به لاره وهي
لوی سمندر که په څپو روان وي ډک د رڼا

ساقي یو دوه ګیلاسه ماته را اروا مې تږې
دا شین آسمان خو ستا په لاس کې دی چاینک د رڼا

تیارو ځپلي دي اوږدو اوږدو خوبونو وړي
ښکلیه را ویښ یې کړه په نیم دانه سترګک د رڼا

وایي کاروانه په کې سل جنته کیف د مینې
پر چا پیرزو که شو د لویې ښکلا پړک د رڼا

پیرمحمد کاروان
1
رنځوره

د جمال خالق دې ستا د رنځ طبیب شي
‏د وطن د سردرو ګله رنځوره

‏د وطن پېغله په خپل وطن کې خانه
‏په پردي وطن کې خانه شي مزدوره

‏خدایه مست په خدایي مینه کړې دا خلک
‏چې په تا باندې مین شي نه په حوره

‏د بارودو سوداګر تالاترغه کړې
‏دونیا خلاصه کړې له دې بده تربوره

د جانان جانان وطن کوي خبرې
‏د کاروان شاعري خدای کړه مشهوره

پیرمحمد کاروان
👍3
ستا دمینې دردو واخـسـتمه جـوړ شـو رانـه مړی
تـه بـاور وکـړه جـانانه غـم دي ډیـر پـه ما پیاوړی

چي تر مینځ موفراق راغلی هغه څه دغم سحنه وه
هر ارمان مي ګوره خاورې هر ارمان مي شو نیمګړی

له سلـګو سره خـبري له دردو سـره مي ژونـد شو
زړه کړي څړیکې زړه دردیږي زړه مي تاده رانه وړی

ستا دهـجر څـپو یو وړم ګـوره یاره په بـل لوري
ژوند مي تاپـسي ورانـیږې ژوند مي تاپـسې تـړلی

رنګ تغیر زړه مي زهیر ده دزړګې په رنځ اخته شوم
زړه مـي مـات آرې آرې شـو یـاره ډیـر یـم دردیـلی

دطـالـب سعـید دزړه هـیلـې مـیـراتـي شـولـې یـاره
هیربه نشې که وخت تیرشي ته مي زړه په سرلیکلی

طالب سعید
په دنیا تیارې خورې وې، خدای پیدا کړې محمده
زمانې دې په سیرت صورت رڼا کړې محمده

دا جلال او جمال دواړه ستا له برخې مستعار دي
!اغیزمنې دې د ټول جهان ښکلا کړې محمده

کیفیت او موسمونه دې نسبت باندې وویاړي
او زرغونې شاړې ځمکې د بیدیا کړې محمده

د انسان د تهذیب سترګې شي راپورته چې ته یاد شې
لورونې، هستونې دې بیا بیا کړې محمده

خدای په خپل قوي قدرت کې یې ځانګړی پیدا کړی
د عالم په ټولو زړونو کې درزا کړې محمده

نعمت الله صدیقی
د جهاد ژوند

لکـــه چــې وو جنــتي څـرک په خوند یې نه مړیدو
د جـــهاد ژونـــد وو مــــبارک په خوند یې نه مړیدو

دکمین شپې دتعروض شپې څومره افضله شپې وې
وو د رحـــــمت د باران شړک په خوند یې نه مړیدو

که مــو پر تن باندې د سـرو زخــمونو شـمار نه کیده
که مـو لاســو کې وو ولــچک په خوند یې نه مړیدو

راکـــټ به کـــړنګ پیـــکاه به مــستې زمـزمې کـولې
څه شـور ماشور وو د ټوپـک په خوند یې نه مړیدو

څه شــهادت وو چــې راړنـګ به شــو دحورو غیږته
څــه بـــه یـې ونیــولو کلــک په خوند یې نه مړیدو

پـــر څـــــڼو پروت غبـــار اثــر د مـلنــګي ښکاره وو
عمـري وو لــــه عـــــــجز ډک په خوند یې نه مړیدو

عمري پکتیاوال
غزل

نړۍ غداره هم ده، نړۍ واکداره هم ده!
څه عجیبه کانې دي، نړۍ په لاره هم ده!

مقتولین هم مونږه یو، د ظلم تور هم زغمو
نړۍ په مونږ مسخرې، وکړې بې خاره هم ده

له بشري ټولنې، به د خیر څه ووینو؟
یو خو احساس نه لري، یو څه مکاره هم ده

مونږ که کمزوري هم یو، خو مستانه ښکاریږو
نړۍ که مخ ته تللې، خو مري بیماره هم ده

نړۍ په ترهه کې ده، یه پګړۍ واله یاره!
ستا له قلم څخه هم، او ستا له واره هم ده!

منصور طالبه ګله! که خدای کول نیږدې ده
نړۍ راضي له تا هم، او له ریباره هم ده!

منصور طالب
روح مو په وجود کې را حصاره دی ازار دی
فکر مو تړلی مصلحته ستا په تار دی

دا کیسه ور ټوله د عربو تر ټولي نه ده
زخم د امت ده او مرحم ورته په کار دی

دا کليمه څنګه ده چې مونږ یې دفاع نه منو
څنګه څه نادره مو په څه کړی انکار دی

وا د مؤمنانو پر دفاع باندې تورن یاره
نن دې توره چېرته ده خو نن یې اصلي وار دی

سترګې یې له اوښکو تکې سرې دي او سلګۍ وهي
اوس او همدا اوس هم په غزه باندې بمبار دی

دا جهاد د چا په امر څنګه دی او څنګه دی
دا جهاد د خدای په امر څنګه دی پکار دی؟

پرې به د منصور د کرښو ژبه شي کنه یاره
نوم خو یې لیکلی کتابونو کې په دار دی

صلاح الدین منصور
نعت شریف

هر څۀ یې پۀ ښکلا قائل جهان، یې لۀ صفته ډک
طٰهٰ، یٰسین، یې بیلګې دي قران، یې لۀ صفته ډک

قربان! رسول الله دی رحـمة للعالمـین نبي
قربان! د جــنتي شــونډو بیـان، یې لۀ صفته ډک

تخلیق باندې بشر دی خو پۀ هیڅ شي کمی نۀ لري 
پۀ ذات کې هم سپیڅلی او یاران، یې لۀ صفته ډک

حسن، حُسین به ولي نازنین او شهزادګان نۀ وي؟
د داسې چا لمسيان دي باباجان، یې لۀ صفته ډک

سپوږمۍ ورته ټوټۀ ټوټه او کاڼي پرې ګویان ګویان
دا ځمکه پرې ښایسته شوله اسمان، یې لۀ صفته ډک

بلال یې ځکه میــنه کې ســکروټـو ته لبیک وایي
حسین د خوب رویـانو دی جانان، یې لۀ صفته ډک

الله دې نصیب خلاص کړي د اقا کلي ته زما او ستا
مخلص کډواله ټول عربستان، یې لۀ صفته ډک

مخلص کډوال
بې غيرله تاداسې بې خونده زندګي تېره وم
ته څه خبریې چې غمونه په زړګــي تېره وم

دمخه ښې نه روسته څه خبریې څه تېر يږ ي
اوس انتظار هَـره شېبه زه د مـرګي  تېره وم

په ځوانو هيلو باندې خاورې په بارباراړه وم
نه پوره کېږي دژوندون سخته سختي تېره وم

خــانــدم لـه زړه لـه زوره زړه کې بلا غم لرمه
په خـولـه خندا زړه کې دننه ناهـلي  تېره وم

ګلاب دزړه مې مړاوی شوی د دیدن په ارمان
ورو ورو رژېږي ددیدن چې وچ کالي تېره وم

ژونـدلکه لوبـې د ماشوم په ټوکوټوکو درومي
هیس پرې پونشومه عجیبه داځواني تېره وم

لکه سکاره مِ شورنګ تورزړه مِ ترستونې راغی
بــلا دردونه پــه زړګـي قسیم بدري تېره وم