دحضرت محمد ﷺ حدیثونه
76 subscribers
24 photos
106 links
تاسوته ښه راغلاست وايم

دلته به تاسوته وخت پروخت

دحضرت محمد ﷺ حدیثونه

نشریږی ملتیا مووکی




ـــ👇ــ تبادلی لپاره👇


https://t.me/shiragha1400



لینګ
https://t.me/https2453
Download Telegram
‏رسول الله ﷺ فرمایي:
"د هغه چا مخ دې الله تعالی ښایسته کړي چې زما خبره واوري او بیا یې نورو ته ورسوي"
(صحيح ابن ماجه: 232)
څوڪ چې د قرآن ڪریم تلاوت ڪوي، فرښتې د هغه د دوه سترګو تر منځ تندی ښڪلوي

درسول الله صلى الله عليه و آله و سلم فرايلي:

" مِن أشدِّ أمَّتي لي حبّاً ، ناسٌ يَكونونَ بَعدي ، يودُّ أحدُهُم لَو رآني ، بأَهْلِهِ ومالِهِ:"

له ما نه وروسته به زما امت کې داسې کسان راشي چي له ما سره به داسي مينه کوي چې خپل اهل او مال به زما ديوې لحظې ديدار لپاره قربانوي”
صحيح مسلم :(2832)
د روژې نيولو پنځوس ګټې :

1 : د روژې په هره شپه کې الله تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي . ( مشکوة ١٧٣ ) .

2 : د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي ( مشکوة ١٧٣ ) .

3 : د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو شپو څخه غوره ده .

4 : رسول الله ﷺ فرمائي : چې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي . د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي . الله تعالى فرمائي : مګر روژه نيول ځکه چې دا زما لپاره ده او زه په دې سره بدله ورکووم . او خپل شهوت او خواړه زما لا کبله پرېږدي . روژه نيوونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي . يو په روژه ماتي کې او بله خوشحالي چې کله د رب تعالى سره لېدنه کېږي . د روژه نيوونکي د خولې خوشبوئي د د مُشکو د خوشبوئي څخه هم الله تعالى ډېره خوښوي . روژه ډال دى د شيطان او ګناهونو لپاره . کله چې انسان روژه وي نو د بې ځايه او ناروا خبرې او شور دې نه کوي . او که څوک ورسره جنګ کوي نو ورته دې ووائي چې زه روژه يم . ( مشکوة ١٧٣ )

5 : روژه په ورځ د الله تعالى سره خبرې کوي . (مشکوة ١٧٣) الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره .

6 : د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي .

7 : روژه نيوونکي شهوت او خواړه پرېښودل د الله تعالى لپاره وي .

8 : روژه نيوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې .

9 : روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده .

10 : د روژ ه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي .

11 : د روژ ه نيونکي د خولې خوشبوئي د الله تعالى په وړاندې د مُشکو د خوشبوئي څخه ډېره خوښه ده .

12 : روژه د کناهونو لپاره ډال دى چې انسان پرې بچ کېږي .

13 : روژه د شيطان لپاره ډال دى .

14 : روژه باطلو ته ډال دى .

15 : روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .

16 : روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کېږي .

17 : روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي .

18 : روژه نيونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي . ( متفقه عليه ) مکشوة المصابيح ١٧٣ مخ .

19 : د روژې په راتللو سره شيطانانو او پيريان تړل کېږي . ( مشکوة ١٧٣ )

20 : د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خلاصېږي . ( مشکوة ١٧٣ )

21 : په روژه کې د الله تعالى له لورې اعلان کوونکي اعلان کوي . چې اى د خير غوښتونکيه ! د خير غوښتنه کوه . او د شر غوښتونکيه ! د شر څخه ځان وساته . ( مشکوة ١٧٣ )

22: په دې سره تقوا لاسته راځي . چې دا يو ډېر ستر نعمت دى . لکه په پورتنې آيت کې يې يادونه شوې ده . بيا پنځه پنځوس ګټې په الفوائد في تزکية القلوب ج ١ مخ ١٦٤ څخه تر ٢٥٥ پورې ( الحديث ) .

23: د روژې مياشت د برکت او د خير مياشت ده . چې انسان ته په روژه نيولو حاصلېږي . ( مشکوة ١٧٣ ) .

24 : روژه د مسلمانانو لپاره سفارش کوي چې الله تعالى دا بنده وبښه . ( مشکوة ١٧٣ ) .

25: رسوالله ﷺ فرمائي : چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي د ايمان د له کبله او د ثواب د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بښل کېږي . ( بخاري ، مشکوة ١٧٣ ) .

26 : روژه د انسان لپاره مِبوطه قلعه ده . الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره .

27 : د روژې نـسبت الله تعالى ځانته کړى چې دا زما لپاره ده .

28 : روژه کې نفل عبادت الله تعالى په فرضو عبادتو سره قبلوي . ( مشکوة ١٧٣ )

29 : روژه کې فرض عبادات الله تعالى له ٧٠ عباداتو قبلوي . ( مشکوة ١٧٣ )

30 : روژه د صبر مياشت ده . او د صبر ثواب او بدله جنت دى . ( مشکوة ١٧٣ )

31 : روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده . د فقيرانو مسکينانو ، کونډو ضعيفانو سره . ( مشکوة ١٧٣ ) .

32 : د روژې په مياشت الله تعالى د مؤمن رزق زياتوي . کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو سره . ( مشکوة ١٧٣ ) .

33 : روژه ماتى ورکولو سره روژه دار انسان ته ګناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه آذادېږي . او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى ( مشکوة ١٧٣ ) .

34 : هر انسان چې روژه دار موړ کړي . الله تعالى دا داسې حوض څخه اوبه ورکړي چې بيا به نه تږى کېږي . تر دې چې جنت ته ننوځي . ( مشکوة ١٧٤ ) .

35 : د روژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او آخِر يې د اور څخه خلاصون دى . ( مشکوة ١٧٤ ) .

36 : روژه دار ته په آخِري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کېږي لکه مزدور ته چې مزدوري په آخِر کې ورکول کېږي . او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده .

37 : جنت ښايسته کېږي روژې ته د کال د اول څخه د کال تر اخره پورې . نو کله چې د روژې اوله ورځ شي نو يو ښايسته هوا راوالوځي او د عرش څخه لاندې د جنت په پاڼو د جنت په ښايسته حورو باندې او د ا حورې وائي : چې اى ربه ! وګرځوه موږ ته د جنت والاو څخه داسې خاندان چې زموږ سترګې ورباندې يخې شي او د هغوى سترګې په موږ يخې شي . د بهقي څخه دا روايت نقل شوى دى .
1
( مشکوة ١٧٤ ) .

38 : په روژه کې سحور ( پيشمنى ) راځي او په دې کې برکت وي . ( مشکوة ١٧٥ ) .

39 : روژه منع کوي نفس د غوښتنو څخه چې نور عباداتو کې دومره قوت نشته دى .
قرطبي – ٢٠٩ – ٢ .

40 : روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى . چې دا راز بل چا ته نه ښکاري . د الله تعالى څخه پرته نورو ته او نور عبادت خو ښکاره وي .
قرطبي – ٢٠٩ – ٢ .

41 : رسول الله ﷺ فرمائلي دي : هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د الله تعالى د رضا لپاره او په دې سره يې خاتمه وشي . نو دا به جنت ته داخل شي . رواه احمد الترغيب والترهيب ١٤١٠ مخ وصححه الباني .

42 : رسول الله ﷺ ابو امامة ( رض ) ته چې لازمه ده په تا باندې روژه نيول . ځکه ددې برابر نشته دى په اجر عباداتو او عمل کې . نو ابو امامة ته رسول الله ﷺ بيا دا عمل وفرمائيلو . رواه النسائي و صححه الباني . ١٤١١مخ .

43 : ابو سعيد خدري ( رض ) فرمائلي دي : چې رسول الله ﷺ وفرمائيل : هغه انسان چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده مخ او ذات په دې ورځې د روژې سره د دوزخ د اور څخه اويا کاله لرې کړي . متفق عليه .

44 : رسول الله ﷺ فرمايلي دي هر هغه انسان چې روژه ونيسي د الله په لاره کې نو د دوزخ اور به ترې د سلو کلنو په مزل لرې وي . الترغيب والترهيب و صححه الباني .

45 : رسول الله ﷺ فرمائيلي دي هر هغه تن چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده او اور تر منځ يوه کنده او لريوالى وګرځوي . لکه د ځمکې او آسمان تر منځ . الترغيب والترهيب و صححه الباني .

46 : رسول الله ﷺ فرمائیلی دي چې پنځه لمونځونه او يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او روژه تر بلې روژې مياشت پورې دا ګناهونه ختموونکى دى هغه څه لپاره چې ددې تر منځ دى . کله چې دا د غټو کناهونو څخه ځان ساتي . رواه مسلم الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٢٦ .

47 : رسول الله ﷺ فرمائيلې دي چې ماته جبرائيل ( ع ) راغئ د الله تعالى له لورې او وو یی وئیل چا چې د روژې مياشت وموندله . او ده ته بښنه ونه شوه . او د دوزخ اور ته داخل شو نو الله تعالى دې لرې کړي . نو ته پرې آمين وويلو . ( روژه نه نونکي ته رسول الله ﷺ او جبرائيل (ع) خبره کړې ده . الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٤٢ .

48 : رسول الله ﷺ فرنمائلي دي چې د الله تعالى لپاره په هر روژه ماتي کې د اور او دوزخ څخه خلاصيدونکي شته دى . ( نو روژى سره انسان د دوزخ نه خلاصېږي . الترغيب والترهيب و صححه الباني١٤٤٢ .

49 : رسول الله ﷺ فرمايلي دي چې د روژې په شپه او ورځ کې انسان الله تعالى د دوزخ څخه بچ کوي . او د مسلمانانو دعا قبلوي . الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٤٢ .

50 : رسول الله ﷺ يو صحابي ته وويل : چې ته شاهدي د ايمان ، توحيد او رسالت د رسول الله ﷺ ورکړې او پنځه وخته لمونځونه کوي او زکات ورکوي . د روژې روژه نيسي او د شپې د رمضان عبادت کوئ . نو ته د رښتينو شهيدانو څخه يې . الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٥٠.مخ .
عن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال :
قال رسول الله ﷺ :

((مَنْ قَرَأ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أمْثَالِهَا ،
لَا أقُولُ ﴿الم﴾ حَرْفٌ ، وَلَكِنْ ألِفٌ حَرْفٌ ، وَلَامٌ حَرْفٌ ، وَمِيمٌ حَرْفٌ))

رواه الترمذي.
1
‏د روژې نیولو دعاء



وَبِصَوْمِ غَدٍ نَّوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَّمَضَانَ .
1
رسول الله ﷺ فرمايي:

اَلْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُوْنَ مِنْ لِّسَانِهٖ وَ يَدَهٖ .

مسلمان هغه دی چې نور مسلمانان یې د ژبې
او لاس نه په امن کې وي .


#متفق_علیه
2
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
د رمضان د مبارکې میاشتې له راتلو سره سم،د جنتونو دروازې پرانستل کېږي
ﻣﺴﻠﻢ: ۱۰۷۹
#روژه🥰
2
Forwarded from " ډیزاینر م خالد زړګي " (م خالد زړګۍ)
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

ګرانو ملګرو د چینلو لپاره لیست جوړوم هر ملګری خپل چینل داخلوی لاندی ایډی ته دی میسج وکړی مننه 👇👇

مسؤل ورور دی م خالد زړګی
@MKhalidZarga
‏رَسُـوْاللهﷺفرمایلي
دانســـان ټول بدن دجهـــــنم
اور سوځــوي، خو دسجدې ځائ اللهﷻ
دجـــهنم پر اوربــاندي حرام ګرځولی دی.
نبي کریم( ﷺ ) فرمایلې:
څؤک چې روژه ونیسې او د تراویح لمونځ هم وکړی، له ګناه به داسې وځې لکه نوی زیږیدلی ماشؤم.
1
نبی علیه السلام فرمايلي:
که چېرې تاسې د روژې مبارکې مياشتې له فضيلت څخه خبر شوی نو هيله به مو همدا وي چې کاش ټول کال روژه اوسي. (صحیح البخاری)
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال :
قال رسول الله ﷺ :

((صَلَاةُ الرَّجُلِ فِي جَمَاعَةٍ تَزِيدُ عَلَى صَلَاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلَاتِهِ فِي سُوقِهِ بِضْعًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً))

رواه مسلم.🌺
‏په دنیا کې
بهترین مصروفیت
پر نبي کريم ﷺ باندي درود ویل دي.
صل الله عليه وسلم
عن أبي ذر رضي الله عنه قال :
صُمنا معَ رسولِ الله ﷺ ، فَلَمْ يُصَلِّ بِنَا حَتَّى بَقِيَ سَبْعٌ مِنَ الشَّهْرِ ،

فَقامَ بِنا حَتَّى ذَهبَ ثُلُثُ اللَّيلِ ، ثُم لمْ يَقُمْ بِنا في السَّادسةِ ،
وقامَ بِنا فِي الخَامسةِ حَتَّى ذَهبَ شَطرُ اللَّيلِ ،
فَقُلنا لهُ : يَا رسولَ اللهِ ، لَو نَفَّلتَنا بَقِيَّةَ لَيلَتِنَا هَذهِ فقال :

((إنَّهُ مَنْ قَامَ مَعَ الإمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ كُتِبَ لَهُ قِيَامُ لَيْلَةٍ))

رواه الترمذي.🌿
﴿يُضِلُّ اللهُ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ﴾

«اللَّهُمَّ إنَّا نَسْألُكَ الهُدَى ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنَ الضَّلَالِ»🌹
عن جابر بن عبدالله رضي الله عنهما قال :
سمعت النبي ﷺ يقول :

((إنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ))

رواه مسلم.🥀
﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ﴾

«اللَّهُمَّ اهْدِنَا ، وَاهْدِ بِنَا ، وَاجْعَلْنَا سَبَبًا لِمَنِ اهْتَدَى»🍃
عن أوس بن أوس رضي الله عنه قال :
سمعت رسول الله ﷺ يقول :

((مَنْ غَسَّلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ وَاغْتَسَلَ ، ثُمَّ بَكَّرَ وَابْتَكَرَ ، وَمَشَى وَلَمْ يَرْكَبْ ، وَدَنَا مِنَ الإمَامِ فَاسْتَمَعَ وَلَمْ يَلْغُ ، كَانَ لَهُ بِكُلِّ خُطْوَةٍ عَمَلُ سَنَةٍ أجْرُ صِيَامِهَا وَقِيَامِهَا))

رواه أبو داود.🍂
﴿تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ﴾

«اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً ، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ»🌷
﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ لَهُم مَّا يَشَاءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ﴾

«اللَّهُمَّ إنَّا نَسْألُكَ الجَنَّةَ وَمَا قَرَّبَ إلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أوْ عَمَلٍ»🌹