صدقه دې له غیرت ثالث عمره!
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره!
په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې
وې لایق د خلافت ثالث عمره!
يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله!
مؤسس د امارت ثالث عمره!
د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره!
د جهاد ستر بنسټګر وې زموږ مشره!
قربان ستا له سیاست ثالث عمره!
پیشګویي دې شوه ثابت د زړو رهبره!
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره!
د اسلافو په قدم باندې روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره!
زه تپاند زهاد په هر کردار دې ویاړم
تا سره مې محبت ثالث عمره!
تپاند زهاد
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره!
په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې
وې لایق د خلافت ثالث عمره!
يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله!
مؤسس د امارت ثالث عمره!
د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره!
د جهاد ستر بنسټګر وې زموږ مشره!
قربان ستا له سیاست ثالث عمره!
پیشګویي دې شوه ثابت د زړو رهبره!
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره!
د اسلافو په قدم باندې روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره!
زه تپاند زهاد په هر کردار دې ویاړم
تا سره مې محبت ثالث عمره!
تپاند زهاد
زمــوږ ویــاړ زموږ ســالار زموږ رهبر ؤ
ثــانې نــه لـــري د وخــت ثالــث عمر ؤ
مقــلــد یې د مـسیــر یــمـــه جـهـانــه
د جــهــاد د اســـمان ستــوری مــنــور ؤ
د وارسا امپراطورې یې کـــړه نسکوره
یــو اواز یــو امـــارت یــو یې سنـګـر ؤ
د نــفـاق تیارې یې ورکې کړي لـه زړونو
د وحـــدت پــه تــار پـیـلی یې لښـکــر ؤ
د بیـعـت هــار یې پــه غــاړه ځکه وړمه
د اشــغال تـورو تیارو کي زریــن لـمـر ؤ
د زړه چم یې را سمسور په شریعت کړ
د ولــس پــه زړو کــي ځــکـه مــعتبر ؤ
مـتاثـر یې د تـقــوا لــه نــور بَـشــام یم
د زړه کــور کي چي سـاتلی مي اطهر ؤ
م عصمت اللّٰه بشام
ثــانې نــه لـــري د وخــت ثالــث عمر ؤ
مقــلــد یې د مـسیــر یــمـــه جـهـانــه
د جــهــاد د اســـمان ستــوری مــنــور ؤ
د وارسا امپراطورې یې کـــړه نسکوره
یــو اواز یــو امـــارت یــو یې سنـګـر ؤ
د نــفـاق تیارې یې ورکې کړي لـه زړونو
د وحـــدت پــه تــار پـیـلی یې لښـکــر ؤ
د بیـعـت هــار یې پــه غــاړه ځکه وړمه
د اشــغال تـورو تیارو کي زریــن لـمـر ؤ
د زړه چم یې را سمسور په شریعت کړ
د ولــس پــه زړو کــي ځــکـه مــعتبر ؤ
مـتاثـر یې د تـقــوا لــه نــور بَـشــام یم
د زړه کــور کي چي سـاتلی مي اطهر ؤ
م عصمت اللّٰه بشام
عالـیـــقـــــدره محترم، ثالث عمره
سیده ځو ستا پر قدم، ثالث عمره
ډاډه اوسه ستا یاران لاهم روان دي
هغه ستا پر مسیر سم، ثالث عمره
ته د وخت ولی کامل، ملنګ باچا وي
د زخمـــي امــت مرهم، ثالث عمره
ستا و ستر استقامت لره سلام دی
وي مصدر د صبر، زغم، ثالث عمره
تا وټول کُفري جهان ته ماتې ورکړه
په بوشکه او موټربم، ثالث عمره
له کامل وفا څه لاړي بي دیدنه
ستا په یاد غزل لیکم، ثالث عمره
کامل وفا
سیده ځو ستا پر قدم، ثالث عمره
ډاډه اوسه ستا یاران لاهم روان دي
هغه ستا پر مسیر سم، ثالث عمره
ته د وخت ولی کامل، ملنګ باچا وي
د زخمـــي امــت مرهم، ثالث عمره
ستا و ستر استقامت لره سلام دی
وي مصدر د صبر، زغم، ثالث عمره
تا وټول کُفري جهان ته ماتې ورکړه
په بوشکه او موټربم، ثالث عمره
له کامل وفا څه لاړي بي دیدنه
ستا په یاد غزل لیکم، ثالث عمره
کامل وفا
مرحوم ثالث عمر ته
په سرونو مو جوړ سیوری د رحمت وې ملا عمره
رب راکړی څومره ډېر ښه لوی نعمت وې ملا عمره
سلامي په دوه لاسي کړم ستا جهاد او کارنامو ته
ته د هر کافر و مخته رعب دهشت وې ملا عمره
د قوي ایمان خاونده ای امیر المؤمنینه
ته لوی غر وې د مېړانې شخصیت وې ملاعمره
د غرب هر یو امپراطور دې په راتګ کړ پښیمانه
ته یو داسې دنګ منار د ننګ غیرت وې ملا عمره
د زبیر ساپي زړګیه بت شکن مرحوم رهبره
ته ټکور د زخمي زړونو د امت وې ملا عمره
زبیر ساپی
په سرونو مو جوړ سیوری د رحمت وې ملا عمره
رب راکړی څومره ډېر ښه لوی نعمت وې ملا عمره
سلامي په دوه لاسي کړم ستا جهاد او کارنامو ته
ته د هر کافر و مخته رعب دهشت وې ملا عمره
د قوي ایمان خاونده ای امیر المؤمنینه
ته لوی غر وې د مېړانې شخصیت وې ملاعمره
د غرب هر یو امپراطور دې په راتګ کړ پښیمانه
ته یو داسې دنګ منار د ننګ غیرت وې ملا عمره
د زبیر ساپي زړګیه بت شکن مرحوم رهبره
ته ټکور د زخمي زړونو د امت وې ملا عمره
زبیر ساپی
د وخت ابوذر
څومره یک تنها، بې هدیرې د قلندر مزار
دغه د عمر دی که د وخت د ابوذر مزار
صبر قندهاره! خاورې خپل خمیر ته لاړلې
سیوري نه څلور کونجه جهان کړ معطّر مزار
راشئ دا منظر له یوه بله اړخه اوګورو
توره شپه وه، جوړ کړ قافلې پر خپل رهبر مزار
خلګ غواړي زر د ځمکې مینځ څخه را اوباسي
موږ بیا تورو خاورو ته سپارلي دي سره زر مزار
کاش چې هر سهار مو سترګې یخې په زیارت ولای
کاش کې چې یې جوړ وای د شمشاد د غره په سر مزار
خیر دی راشده میړه مري، میړانه پاتې وي
تیرې که پیړۍ شي بیا یې هم لري اثر مزار
راشد کامران
څومره یک تنها، بې هدیرې د قلندر مزار
دغه د عمر دی که د وخت د ابوذر مزار
صبر قندهاره! خاورې خپل خمیر ته لاړلې
سیوري نه څلور کونجه جهان کړ معطّر مزار
راشئ دا منظر له یوه بله اړخه اوګورو
توره شپه وه، جوړ کړ قافلې پر خپل رهبر مزار
خلګ غواړي زر د ځمکې مینځ څخه را اوباسي
موږ بیا تورو خاورو ته سپارلي دي سره زر مزار
کاش چې هر سهار مو سترګې یخې په زیارت ولای
کاش کې چې یې جوړ وای د شمشاد د غره په سر مزار
خیر دی راشده میړه مري، میړانه پاتې وي
تیرې که پیړۍ شي بیا یې هم لري اثر مزار
راشد کامران
د لوی ملا صاحب رحمه الله د تلین په ویاړ
مونږ ولېده ښکاره ستا پېشګویي هره خبره
مرحوم ملا عمره
ثابته دې نړۍ ته کړه مېړانه ښه په نره
مرحوم ملا عمره
عسکر دې په کابل کې تصفیې کوي لګیا دي
د ټولې نړۍ خلک یې نندارې کوي لګیا دي
په ارګ محمدي بیرغ وزرې غوړولې
د حسن ښاپېرۍ یې تماشې کوي لګیادي
د سپین امارت پاکه هیله سر ته رسېدلې
یاغي دوښمنان خپل ځان ته ښیرې کوي لګیا دي
هیواد دې ژغورل شوی دی دکفر له منتره
مرحوم ملا عمره
ارمان چې تا لیدلې وای یعقوب په دې مقام کې
ته لاړې دهجران غم دې خور شوی په ټول قام کې
اولس دې دې ژوندی خو لکه تن بغیر له روحه
ستا نه شتون معلومیږي په هر امر او هر ګام کې
رحمت دې وي امیر المؤمنینه ستا په قبر
د خدای نصرت مو ولیده او زور ستا په قیام کې
د فتحې ازادۍ بیرغ راوځي ستا له دره
مرحوم ملا عمره
خوښۍ دي سپین او تور پټکي دي یو تر بل تا ویږي
په ګران افغانستان بیارحمتونه را وریږي
ښاروکې ګڼه ګونه ده دامن ټغر ویړ دی
ولس د طالبانو په لیدلو نه مړیږي
هيواد مو نور له بدو سترګو ساتې پاکه ربه!
بیا رامه ولې هغه ورځ چې زړونه مو ماتیږي
تاریخ به دې ننګونه غیرت هېر نکړي رهبره
مرحوم ملا عمره
الله خو دې نور مخ ورک د ناخوالو او د جنګ کړي
څښتن دې سپین بیرغ په دې تمامه نړۍ دنګ کړي
هرڅوک چې بې امني غواړي په دې مظلوم هیواد کې
مولا دې غم ورپېښ کړي او کورونه دې خدای ړنګ کړي
ددې وطن هرکاڼی دې په سرو زرو بدل شي
پنځه وخته لمانځه کې دا دعا دانش ملنګ کړي
څه خوند به واخلي ستا په نه شتون خلک له اختره
مرحوم ملا عمره
دانش ملنګ
مونږ ولېده ښکاره ستا پېشګویي هره خبره
مرحوم ملا عمره
ثابته دې نړۍ ته کړه مېړانه ښه په نره
مرحوم ملا عمره
عسکر دې په کابل کې تصفیې کوي لګیا دي
د ټولې نړۍ خلک یې نندارې کوي لګیا دي
په ارګ محمدي بیرغ وزرې غوړولې
د حسن ښاپېرۍ یې تماشې کوي لګیادي
د سپین امارت پاکه هیله سر ته رسېدلې
یاغي دوښمنان خپل ځان ته ښیرې کوي لګیا دي
هیواد دې ژغورل شوی دی دکفر له منتره
مرحوم ملا عمره
ارمان چې تا لیدلې وای یعقوب په دې مقام کې
ته لاړې دهجران غم دې خور شوی په ټول قام کې
اولس دې دې ژوندی خو لکه تن بغیر له روحه
ستا نه شتون معلومیږي په هر امر او هر ګام کې
رحمت دې وي امیر المؤمنینه ستا په قبر
د خدای نصرت مو ولیده او زور ستا په قیام کې
د فتحې ازادۍ بیرغ راوځي ستا له دره
مرحوم ملا عمره
خوښۍ دي سپین او تور پټکي دي یو تر بل تا ویږي
په ګران افغانستان بیارحمتونه را وریږي
ښاروکې ګڼه ګونه ده دامن ټغر ویړ دی
ولس د طالبانو په لیدلو نه مړیږي
هيواد مو نور له بدو سترګو ساتې پاکه ربه!
بیا رامه ولې هغه ورځ چې زړونه مو ماتیږي
تاریخ به دې ننګونه غیرت هېر نکړي رهبره
مرحوم ملا عمره
الله خو دې نور مخ ورک د ناخوالو او د جنګ کړي
څښتن دې سپین بیرغ په دې تمامه نړۍ دنګ کړي
هرڅوک چې بې امني غواړي په دې مظلوم هیواد کې
مولا دې غم ورپېښ کړي او کورونه دې خدای ړنګ کړي
ددې وطن هرکاڼی دې په سرو زرو بدل شي
پنځه وخته لمانځه کې دا دعا دانش ملنګ کړي
څه خوند به واخلي ستا په نه شتون خلک له اختره
مرحوم ملا عمره
دانش ملنګ
محبوب زعیم حفظه اللّٰه ته
ستا د سپین زړګي نرمښت بې انتها دی
ځکه زړو کې دې ارزښت بې انتها دی
څوک چې ستا په قدر پوه نه دي سالاره!
هغو خلګو کې کمښت بې انتها دی
په رعیت یې سيوری خپور د محبت دی
شفقت د زعیم زښت بې انتها دی
لاله زارې به کړي دښتې ستا وطنه!
کار چټک یې د رغښت بې انتها دی
عبیده به دې نو کوم ابتکار یاد کړم
ستا خدمت او ستا نوښت بې انتها دی
فیض الله عبیده
ستا د سپین زړګي نرمښت بې انتها دی
ځکه زړو کې دې ارزښت بې انتها دی
څوک چې ستا په قدر پوه نه دي سالاره!
هغو خلګو کې کمښت بې انتها دی
په رعیت یې سيوری خپور د محبت دی
شفقت د زعیم زښت بې انتها دی
لاله زارې به کړي دښتې ستا وطنه!
کار چټک یې د رغښت بې انتها دی
عبیده به دې نو کوم ابتکار یاد کړم
ستا خدمت او ستا نوښت بې انتها دی
فیض الله عبیده
زموږ زعیم زموږ رهبرثالث عمـــر وو
دجهــــان مخي ته غــر ثالث عمر وو
دغلیم سترګو ته خار وو اواغزی وو
وکفـــــاروته خطـــر ثالـــــث عمروو
داغیـــار دپرځـــولـــو په تکل کــــي
له منـبره تر سنګـــر ثالــــث عمر وو
مجـــــدد دزمانـــې اودخپـــل عصر
بت شکـــــن وو قلندر ثالث عمر وو
دهیواد دخپلواکۍتوغ یې رپاندکـړ
دخوښیو انځورګــــر ثالث عمـــروو
په فراق یې سترګي وڅڅېدې ډیري
قیمتي لکه سره زر ثالث عمــــــر وو
اې حامده دکفـــري نړۍ غـــــرور ته
ختموونکــی دمنتر ثالث عمــــــروو
صالح محمد حامد
دجهــــان مخي ته غــر ثالث عمر وو
دغلیم سترګو ته خار وو اواغزی وو
وکفـــــاروته خطـــر ثالـــــث عمروو
داغیـــار دپرځـــولـــو په تکل کــــي
له منـبره تر سنګـــر ثالــــث عمر وو
مجـــــدد دزمانـــې اودخپـــل عصر
بت شکـــــن وو قلندر ثالث عمر وو
دهیواد دخپلواکۍتوغ یې رپاندکـړ
دخوښیو انځورګــــر ثالث عمـــروو
په فراق یې سترګي وڅڅېدې ډیري
قیمتي لکه سره زر ثالث عمــــــر وو
اې حامده دکفـــري نړۍ غـــــرور ته
ختموونکــی دمنتر ثالث عمــــــروو
صالح محمد حامد
هیواد کې د جهاد و بنسټګر ملا عمر
د ننګ او د میړانې همت غر ملا عمر
لار ښود د حقې لارې حق سنګر ملا عمر
د علم او دَ پوهې سمندر ملا عمر
امام د رڼو ستورو او سالار د حق لښکر
خاوند و د ویښ فکر او نظر ملا عمر
په عجز او تقوا باندې پوښلی و جانان
د دین هریو دښمن ته و خطر ملا عمر
سمبول و د غیرت او په رښتیا د وخت ولي
روښان و درست جهان ته لکه لمر ملا عمر
ملنګ و ډګ له ننګ و په سپیڅلی دین مین
ګټونکی د جګړو او هر ډګر ملا عمر
هم پیر هم مو امیر هم مو رهبر ملا عمر
غمجن بهیره زما و د زړه سر ملا عمر
غمجن بهیر
د ننګ او د میړانې همت غر ملا عمر
لار ښود د حقې لارې حق سنګر ملا عمر
د علم او دَ پوهې سمندر ملا عمر
امام د رڼو ستورو او سالار د حق لښکر
خاوند و د ویښ فکر او نظر ملا عمر
په عجز او تقوا باندې پوښلی و جانان
د دین هریو دښمن ته و خطر ملا عمر
سمبول و د غیرت او په رښتیا د وخت ولي
روښان و درست جهان ته لکه لمر ملا عمر
ملنګ و ډګ له ننګ و په سپیڅلی دین مین
ګټونکی د جګړو او هر ډګر ملا عمر
هم پیر هم مو امیر هم مو رهبر ملا عمر
غمجن بهیره زما و د زړه سر ملا عمر
غمجن بهیر
چې ته لاړې قدمونه مـو بې سېکه
د ژوند واړه ارمانونه مو بې سېکه
یو چا غوږ کې راته وویل عـمر لاړو
شول بې هوشه اندامونه مو بې سېکه
پر دیوال د اُمت ګونګ تصویر ته ګورو
غږ یې نه شته اوازونه مو بې سېکه
پر کــعبه د ابابیل مـرغه په څېر وو
وزر مات شول وزرونه مـو بې سېکه
چې پرې غوږ د دوښمن وپیچو هوښیار شي
تر هغو مه کړې لاسونه مو بې سېکه
د عمر په شان همت پر موږ پیرزو کړې
خدایه مه کړې سنګرونه مو بې سېکه
ستا د زړه غږ به تر چا یوسي حسانه
روح یې نه شته غزلونه مو بې سېکه
ارسلا حسان
د ژوند واړه ارمانونه مو بې سېکه
یو چا غوږ کې راته وویل عـمر لاړو
شول بې هوشه اندامونه مو بې سېکه
پر دیوال د اُمت ګونګ تصویر ته ګورو
غږ یې نه شته اوازونه مو بې سېکه
پر کــعبه د ابابیل مـرغه په څېر وو
وزر مات شول وزرونه مـو بې سېکه
چې پرې غوږ د دوښمن وپیچو هوښیار شي
تر هغو مه کړې لاسونه مو بې سېکه
د عمر په شان همت پر موږ پیرزو کړې
خدایه مه کړې سنګرونه مو بې سېکه
ستا د زړه غږ به تر چا یوسي حسانه
روح یې نه شته غزلونه مو بې سېکه
ارسلا حسان
التاريخ: ٠٥/٠٤/٢٠٢٥
موضوع: غزې وتاته ګـــــــــــرم
په غوږو اورم دچا آه پر اوږو بار مي ګناهونه دي
بښنه غواړمه غزې وتاته ګرم ټول اسلامي دولتونه دي
د رب حضورکی به ولاړوي دغزې زخمي زخمي ماشوم
خدایه تاته مي راوړي څه دسرو وینو لږن قدمونه دي
آهونه مي ټوله نړۍ واوریدل یم دغزې یوه مظلومه خوکۍ
چا دلبیک نعره ونکړو که راړنګ یه ایماني برجونه دي
دلته شولې سرې داړي دلیوانو دیومظلوم په وینو !
چا یه داړي ماتي نکړﺉ که تللي دجاهِدو آیاتونه دي
خدایه داقصی پرنیازبین زړه داسرایلو قدمونه ختل
خپله کعبه موله لاس وتي لاخاموش مو ایمانونه دي
منصورشاهینه دغزې له ښار راغلي بیا تازه دوینو لوګي
خالقه ته یه شه ناصِر داڅه له ساندو ډک فریادونه دي
م منصورشاهــــــین
موضوع: غزې وتاته ګـــــــــــرم
په غوږو اورم دچا آه پر اوږو بار مي ګناهونه دي
بښنه غواړمه غزې وتاته ګرم ټول اسلامي دولتونه دي
د رب حضورکی به ولاړوي دغزې زخمي زخمي ماشوم
خدایه تاته مي راوړي څه دسرو وینو لږن قدمونه دي
آهونه مي ټوله نړۍ واوریدل یم دغزې یوه مظلومه خوکۍ
چا دلبیک نعره ونکړو که راړنګ یه ایماني برجونه دي
دلته شولې سرې داړي دلیوانو دیومظلوم په وینو !
چا یه داړي ماتي نکړﺉ که تللي دجاهِدو آیاتونه دي
خدایه داقصی پرنیازبین زړه داسرایلو قدمونه ختل
خپله کعبه موله لاس وتي لاخاموش مو ایمانونه دي
منصورشاهینه دغزې له ښار راغلي بیا تازه دوینو لوګي
خالقه ته یه شه ناصِر داڅه له ساندو ډک فریادونه دي
م منصورشاهــــــین
*غزل*
زور په حافظه کؤمه نه کیږي
زړه سره دوکه کؤمه نه کیږي
چا ویل چې نشه غم کمولی شي
زه یې هره شپه کؤمه نه کیږي
ورک یې که په تا باندې څه ونشي
خدای ته مې ګیله کؤمه نه کیږي
ټول خلک خبر شو چې خفه یمه
درد ته حوصله کؤمه نه کيږي
سوي اسویلي راشې خاموشه شم
چاته دې کیسه کؤمه نه کیږي
دا زندګي ما غوندې بدرنګه ده
څومره ېې چې ښه کؤمه نه کیږي
زه *عابدآشنا* یم د دردونو شريک
شعر د زړۀ له وینه کؤمه نه کیږي
زور په حافظه کؤمه نه کیږي
زړه سره دوکه کؤمه نه کیږي
چا ویل چې نشه غم کمولی شي
زه یې هره شپه کؤمه نه کیږي
ورک یې که په تا باندې څه ونشي
خدای ته مې ګیله کؤمه نه کیږي
ټول خلک خبر شو چې خفه یمه
درد ته حوصله کؤمه نه کيږي
سوي اسویلي راشې خاموشه شم
چاته دې کیسه کؤمه نه کیږي
دا زندګي ما غوندې بدرنګه ده
څومره ېې چې ښه کؤمه نه کیږي
زه *عابدآشنا* یم د دردونو شريک
شعر د زړۀ له وینه کؤمه نه کیږي
د زړه سکون، د روح درمانه، سړی چرته لاړ شي؟
زړونه مو تور دي له انسانه، سړی چرته لاړ شي؟
بې مینې ژوند خاموشه چم، ورپسې ټکی، ټکی
ته راته ووایه جانانه، سړی چرته لاړ شي؟
په مخامخ له پښتنو نه، چا میدان کټلی؟
دښمن ګذار کوي له شانه، سړی چرته لاړ شي؟
د ژوند په لاره کې هر ګام، له تا سره یاد شي
د یادونو له دې خزانه، سړی چرته لاړ شي؟
هره شپه د ستورو لاندې، ستا نوم زمزمه شي
په دې خاموشه اسمانه، سړی چرته لاړ شي؟
د امیدونو څراغونه، اوس خاموش شوي دي
په دې تیاره کاروانه، سړی چرته لاړ شي؟
زه عابدآشنا یم، د دردونو سره اشنا
په دې دنیا د امتحانه، سړی چرته لاړ شي؟
--
زړونه مو تور دي له انسانه، سړی چرته لاړ شي؟
بې مینې ژوند خاموشه چم، ورپسې ټکی، ټکی
ته راته ووایه جانانه، سړی چرته لاړ شي؟
په مخامخ له پښتنو نه، چا میدان کټلی؟
دښمن ګذار کوي له شانه، سړی چرته لاړ شي؟
د ژوند په لاره کې هر ګام، له تا سره یاد شي
د یادونو له دې خزانه، سړی چرته لاړ شي؟
هره شپه د ستورو لاندې، ستا نوم زمزمه شي
په دې خاموشه اسمانه، سړی چرته لاړ شي؟
د امیدونو څراغونه، اوس خاموش شوي دي
په دې تیاره کاروانه، سړی چرته لاړ شي؟
زه عابدآشنا یم، د دردونو سره اشنا
په دې دنیا د امتحانه، سړی چرته لاړ شي؟
--
🌸 *غزل —
په ناپامۍ کې چا ته هم چرته مسکا نه کوي
هسې دا ځینې خلک ډېره ناروا نه کوي؟
ما درته نه وې؟ په ښائست دې دومره مه نازېږه
اوس چې ته راشې نو زما زړګی درزا نه کوي
د چا د سترګو وعدې وې خو زړونه یې نه وو
پټ دروغ وايي، قسم خو د خدای په ژبا نه کوي
زړه مې مات شوی، خو خندا مې لا پاتې ده
ځینې دردونه هم ځان ښکاره هر چا ته نه کوي
زه د یار د ناز او نخرو نه ترې ستړی شوی یم
چې رښتیا نه وي، هغه مینه وفا نه کوي
عابدآشنا پوهیږي چې د وخت سره بدلیږي خلک
عابدآشنا د هر چا سره ځکه ملګرتیا نه کوي
په ناپامۍ کې چا ته هم چرته مسکا نه کوي
هسې دا ځینې خلک ډېره ناروا نه کوي؟
ما درته نه وې؟ په ښائست دې دومره مه نازېږه
اوس چې ته راشې نو زما زړګی درزا نه کوي
د چا د سترګو وعدې وې خو زړونه یې نه وو
پټ دروغ وايي، قسم خو د خدای په ژبا نه کوي
زړه مې مات شوی، خو خندا مې لا پاتې ده
ځینې دردونه هم ځان ښکاره هر چا ته نه کوي
زه د یار د ناز او نخرو نه ترې ستړی شوی یم
چې رښتیا نه وي، هغه مینه وفا نه کوي
عابدآشنا پوهیږي چې د وخت سره بدلیږي خلک
عابدآشنا د هر چا سره ځکه ملګرتیا نه کوي
د شاعرانو کور
د زړه سکون، د روح درمانه، سړی چرته لاړ شي؟ زړونه مو تور دي له انسانه، سړی چرته لاړ شي؟ بې مینې ژوند خاموشه چم، ورپسې ټکی، ټکی ته راته ووایه جانانه، سړی چرته لاړ شي؟ په مخامخ له پښتنو نه، چا میدان کټلی؟ دښمن ګذار کوي له شانه، سړی چرته لاړ شي؟ د ژوند…
ته خودی دغه شاعرعابداشناماته شخص یادلی ګروپ کی راواستوه بی تکلیف
نړۍ والې مُحکمې ژبه دي پرېسه
چي کوي پري فیصلې ژبه دي پرېسه
دوئ روان پرشریعت دي لاس دي واخله
خدای دې خاوري که ریښې ژبه دي پرېسه
فلسطین کي قتلې عام یه دی شروع کړی
ولي نه وهي نارې ژبه دي پرېسه
فلسطین کي چي هرڅه کیږي ته خوښ یې
خدای دي وه شرموه مړې ژبه دي پرېسه
راسخ څه وه وایې تاته رنګ دي ورک سه
چي یه نه اورې نارې ژبه دي پرېسه
1404/2/5ملامحمدنسیم الراسخ الفراهي
چي کوي پري فیصلې ژبه دي پرېسه
دوئ روان پرشریعت دي لاس دي واخله
خدای دې خاوري که ریښې ژبه دي پرېسه
فلسطین کي قتلې عام یه دی شروع کړی
ولي نه وهي نارې ژبه دي پرېسه
فلسطین کي چي هرڅه کیږي ته خوښ یې
خدای دي وه شرموه مړې ژبه دي پرېسه
راسخ څه وه وایې تاته رنګ دي ورک سه
چي یه نه اورې نارې ژبه دي پرېسه
1404/2/5ملامحمدنسیم الراسخ الفراهي
خـدایه تـوبه مي ده له داسي خلګـو
چي هیوادخرڅکي نوردي نه پیژني
خدایه دیارسترګي مي هم هیري که
داسي یارڅه کوم چي یاراوغدارنه پیږني
خدایه جانان دخپل وطنه ورکې
داسي جانان بیاڅه کوم چي افغان نه پیږني
خدایه افغان له دې وطنه ورکړې
داسي افغان بیاڅه کوم چي هیوادنه پیږني
خدایه بیادغه مسلمان تباکې
دامسلمان بیاڅه کوچي اسلام نه پیږني
خدایه نوردغه یوه دوعامي واوره
راسخ نوردغه سي څوک نه غواړي چي خدای اورسول نه پیوني
1404/2/5ملامحمدنسیم الراسخ الفراهي
چي هیوادخرڅکي نوردي نه پیژني
خدایه دیارسترګي مي هم هیري که
داسي یارڅه کوم چي یاراوغدارنه پیږني
خدایه جانان دخپل وطنه ورکې
داسي جانان بیاڅه کوم چي افغان نه پیږني
خدایه افغان له دې وطنه ورکړې
داسي افغان بیاڅه کوم چي هیوادنه پیږني
خدایه بیادغه مسلمان تباکې
دامسلمان بیاڅه کوچي اسلام نه پیږني
خدایه نوردغه یوه دوعامي واوره
راسخ نوردغه سي څوک نه غواړي چي خدای اورسول نه پیوني
1404/2/5ملامحمدنسیم الراسخ الفراهي
چی پورته کړم لاسونه په دوعا رسول الله
دیدن دی ده روضي غواړمه دا ستا رسول الله
یوځل په خوب کي راسه ای اقاروسول الله
یودغه مي ارمان دي ای اقارسول الله
ته خوږنبي اکرم یې محمدرسول الله
درودونه سلامونه دي پرتاوي ای اقارسول الله
هم ته يې توروشپوته بل مشال رسول الله
هیڅوک ستاوه مقاته رسیدای نسي اقارسول الله
سلام درباندي وایم هرسهاراوهرماښام رسول الله
قبول یه ده راسخ څخه که داسوال رسول الله
1404/2/4
ملامحمدنسیم الراسخ الفراهي
دیدن دی ده روضي غواړمه دا ستا رسول الله
یوځل په خوب کي راسه ای اقاروسول الله
یودغه مي ارمان دي ای اقارسول الله
ته خوږنبي اکرم یې محمدرسول الله
درودونه سلامونه دي پرتاوي ای اقارسول الله
هم ته يې توروشپوته بل مشال رسول الله
هیڅوک ستاوه مقاته رسیدای نسي اقارسول الله
سلام درباندي وایم هرسهاراوهرماښام رسول الله
قبول یه ده راسخ څخه که داسوال رسول الله
1404/2/4
ملامحمدنسیم الراسخ الفراهي
د غزې له سپين رخساره وينې
څاڅي
له ګــلاب او لـه چنــــاره وينې څاڅي
دغزې پرماشومانوبل اورونه
دغزې ترماشومانوویني څاڅي
پرغزې یه دی جوړکړی سم قیامت دی
په غزې کي تریارانوویني څاڅي
دغزې دحال خبره مسلمانه ولي چوف یې
په غزې کي ترمایانوویني څاڅي
په غزې کي دسِنوارمشررکم خلګ قربان سول
په غزې کي ترسهاره ویني څاڅي
زبه نورڅه درته ولیکم گل سي فلسطینه
دراسخ یارترقلم بیاترماښامه ویني څاڅي
1404/2/3راسخ الفراهي الجلستاني
څاڅي
له ګــلاب او لـه چنــــاره وينې څاڅي
دغزې پرماشومانوبل اورونه
دغزې ترماشومانوویني څاڅي
پرغزې یه دی جوړکړی سم قیامت دی
په غزې کي تریارانوویني څاڅي
دغزې دحال خبره مسلمانه ولي چوف یې
په غزې کي ترمایانوویني څاڅي
په غزې کي دسِنوارمشررکم خلګ قربان سول
په غزې کي ترسهاره ویني څاڅي
زبه نورڅه درته ولیکم گل سي فلسطینه
دراسخ یارترقلم بیاترماښامه ویني څاڅي
1404/2/3راسخ الفراهي الجلستاني
هره شپه مي دې ژاړلې له خپل ځانه سره
په سلګـو سلګـو ویده شــم له ارمانه سره
بی له درده بل څه نشته زما داسې ژوند دئ
زه یـم مـل تــل له دردونــو له خفـګـانه سره
دلتـــه سـل رنګــه خبري په هر چا پسې شي
څــه ګنــاه ده محبت کــړل لـه انســــانه سره
بـی له لتــانـه بـاور وکــړه بـیخـي نـه تیـریږي
معیــن الله شاکـر ډیر تنګ یـم له هجرانه سره
شاعر معین الله شاکر
په سلګـو سلګـو ویده شــم له ارمانه سره
بی له درده بل څه نشته زما داسې ژوند دئ
زه یـم مـل تــل له دردونــو له خفـګـانه سره
دلتـــه سـل رنګــه خبري په هر چا پسې شي
څــه ګنــاه ده محبت کــړل لـه انســــانه سره
بـی له لتــانـه بـاور وکــړه بـیخـي نـه تیـریږي
معیــن الله شاکـر ډیر تنګ یـم له هجرانه سره
شاعر معین الله شاکر