د شاعرانو کور
4.55K subscribers
112 photos
20 videos
81 links
سلامونه خوږو او قدرمنو د شاعرانو کور ته ښه راغلاست
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل لینک دی دلته هم
راسره ملگري شئ

https://t.me/httpsHomeoftenpoets123
Download Telegram
له ســــترګو وتې پر باڼه تکیه ده
یو مــــهاجره اوښکه ده تکیه ده

پروا چــــــــې نه ساتي د چا د فریاد
دا دنیاګۍ اوس پر څپل زړه تکیه ده

ازار به واخــــــــــــلې د مؤمنو زړونو
د خدای په در کې یې سجده تکیه ده

د خاکسارۍ په ګردو خړ ښه یمه
زمــــــا د ایمان پر دیواله تکیه ده

عدل انصاف چې څوک له ذهنه باسي
د هغه چــــــــــــا پر ژوندانه تکیه ده

داچي به سخته کي مو صبر کړی
زمــــوږ د اللّٰه پر فیصله تکیه ده

الیاسه هرڅه له خالقه غواړو
دغه سپیڅلۍ او خوږه تکیه ده

الیاس
غزل

له دنیا او مافیها راته محبوبه
د محبوب هره ادا راته محبوبه

هر سنت باندې یې کړم عمل په مینه
هره کړنه یې بلها راته محبوبه

قدمونه ږدم پسې د زړه له کومې
پاکه لار د مصطفی راته محبوبه

ای د لوړ خُلُق څښتنه مبارکه
د ستا مینه په ریښتیا راته محبوبه

د زړګي په غوږو اورم یې مدام زه
ستا خوږه ـ خوږه وینا راته محبوبه

عبیده یې کړم د ژوند په لاره لټه
له هر څه د ربﷻ رضا راته محبوبه

فیض الله عبیده
مؤمنــه! پـه لوړ عـــزم اراده مبارزه
له نفس او شیطان سره کوۀ مبارزه

له تنه ورته تاو کړه دتقوا محکمه زغره
د زهد په خنجــر و مختـه وړۀ مبارزه

که ورکړي ادامه د ژوند تر پای مقاومت ته
محشر کې به دي ورکړي نتیجه مبارزه

په دام د خواهشاتو دي راګیر نکړي زیر اوسه
دښمن دی لاس پکار کوي خفیه مبارزه

د صوبې تر درشله که خپل ځان رسول غواړي
نو وکــړۀ پـه سپیڅلــې عقیده مبارزه

ادیب ملا ته هم له لوی څښتنه مرسته غواړه
تـا هـم ده پیــل کــړې څـه درنه مبارزه

رحمت الله ادیب
څـــو بـــه ګـــرځئ در پـــه در له مهاجـرې زنـدګۍ
د شـیـریـن وطــن لمــنـې تــــه را واړوئ کـیــږدۍ

د رڼا له غــیـــږې مـــه وړۍ تـیـاریـکیو تــه فـنــا
پـردی کټ تر نیمي شپې وي دا وړۍ نشي شـړۍ

خدای به تیره توره شپه کړي خدای به راولي سبا
خدای بـه مـات کړي ځنځیرونه او د هر جبر کړۍ

مسـافــرو مـهــاجـــرو هـــر قــدم مــو پــه لیـمـو
درتــه ایـښې مــو پــه لاره کې د ســرو ګلو ګیډۍ

ځۍچې ورکړو یو او بل ته کلک لاسونه په وحدت
ټـــول تیار شـــو لاس په کار شو د وطن په ابادۍ

خدای دې راولي یعقوب شجاع په غـرو فنا مرغان
زرغـونـې دې شي زمـا د وطــن دښـتي او غونډۍ

یعقوب شجاع
چې کله مې خوښۍ د بل په غم کې کړي دي
هغې نه روسته ټولې شپې مې نم کې کړي دي

په خوله درته ویلی نه شم نه لرم جرئت
د زړه خبرې ټولې مې قلم کې کړي دي

بیخي په صور کې نه یمه خمار یمه زړګو
ها تا چې اشارې راته دې چم کې کړي دي

ارمان په لاره نه یم له ارمانه بچ روان یم
غمونه د ارمان مې په هر دم کې کړي دي

شریره له شر ډکه زمانه ده عبدالله دا
د زهرو اثرات یی په ملهم کې کړي دي
عبدالله الکوزی
مناجات

ستا په دربار کې مو نيولي دې لاسونه ربه
راته معاف کړه د ژوندون ټول ګناهونه ربه

مه مو شړه خالي لاسونه، بل در نه لرو مونږ
ته مو قبول کړه رانه واوره ټول عذرونه ربه

ته مهربان تر مور او پلار يې، په څو چنده ربه
درته مو ايښي په سجده باندې سرونه ربه

مونږ ته مدام ربه توفیق د عبادت راکړې ته
پراته دې ستا په عبادت کې ډېر خوندونه ربه

د حشر ورځ باندې نصیب یې کړه دیدن د حبیب
د وطن مل د زړه پوره کړه ارمانونه ربه

وطن مل
تا پورې درغلي اوږدې لارې به لنډیږي
څوک چې حقیقي په تا مین وي در رسیږي

مینه د ستا مینه رښتیا مینه ده حبیبه
ځکه مجازي مینې خو ټولې ترې شرمیږي

چا که وي اباده ستا په عشق د زړه جونګړه
لاړ شي تر دې حده چې جنون ته ورسیږي

ستا په لاره تګ انسانان خدای ته ورنیژې کړي
ستا له لارې چپ انسان له خوږ ایمان خلاصیږي

کله یې چې ګډه په رګو کې شي ستا مینه
بیا نو د منصور غوندې فدا په دار خندیږي

بسم اللّٰه فدا
غزل

په خپل اولس به ساتمه نظر لکه عمر
له دې نړۍ به هیڅ نکړم خطر لکه عمر

زه پاتې لاروی یم د سپیڅلي قافلې
سپیڅلی مې ساتلی دی سنګر لکه عمر

د هر یو پرمختللي استعمار مخې ته کلک
ولاړ لکه شمشاد، لکه سپین غر، لکه عمر

راوړې مې په فضل د مولا ده ازادي
وهلی مې له جنګه سره سر لکه عمر

تاریخ ته لا مثاله عنوانونه ور بښم
پرېږدمـه په جـهان بانـدې اثـر لـکه عـمر

راخیستی په اوږه مې د مؤمین د هیلو بار
وهلی مې کفارو ته ټـټر لکه عمر

کړه بدره! انتخاب د زړه له تله ملنګي
دعاء کې به دې یاد ساتي اکثر لــکه عـمر

مهاجر محمد بدر
مثنوي /دوه يزه

پسرلیه ! کټ مټ ستا د بڼ غاټول ؤ
پسرلیه ! زما ړنګ زړۀ پرې راټول ؤ

پسرلیه ! ستا د سرۀ ګلاب پۀ څېر ؤ
پسرلیه ! لۀ هر چا زړۀ ته راتېر ؤ

پسرلیه ! پۀ وږمو کې دا ستا سیال ؤ
پسرلیه ! ډک لۀ حسن او جمال ؤ

پسرلیه ! پۀ خوشبو کې سم سنځل ؤ
پسرلیه ! ښائسته د نرګس ګل ؤ

پسرلیه ! زۀ هم مست لکه بلبل وم
پسرلیه ! ډک لۀ شور او لۀ غزل وم

پسرلیه ! زۀ هم تاغوندې بهار وم
پسرلیه ! د خؤښۍ پۀ اوګو بار وم

پسرلیه ! زۀ هم ګل غوندې تازه وم
پسرلیه ! چې لۀ بزم اواره  وم

پسرلیه ! اوس بې سېکه  یمه ړنګ یم
پسرلیه ! اوس یو چاپسې ملنګ یم

پسرلیه ! زۀ  مئین پۀ داسې ګل شوم
پسرلیه ! چې پردی لۀ هر یو خپل شوم

پسرلیه ! ما یو داسې شخص بائللی
پسرلیه ! چې مې ړنګ زړۀ کې اغږلی

پسرلیه ! زما زړۀ ورپسې مات دی
پسرلیه ! دژوند هر خوند مې میرات دی   

پسرلیه ! ورک وصال پسې ګرځېږم
پسرلیه ! ویلې کېږم - ویلې کېږم

پسرلیه ! غزل بول قلم مې ژاړي
پسرلیه ! اوس دردونه غېږ کې نغاړي

پسرلیه ! سلګۍ وزبېښم پۀ شونډو
پسرلیه ! څړیکې - څړیکې شم تر پوندو

پسرلیه ! د ترخۀ بېلتون مېلمه یم
پسرلیه ! پۀ زړګي اره - اره یم

پسرلیه ! د تقدیر د لومې ښکار شوم
پسرلیه ! د تدبیر لۀ تخت ګوزار شوم

پسرلیه ! د زړګي درمان مې نشته
پسرليه ! یم منصور خو توان مې نشته.

منصور درمان
ستا په منصب کـــــــــــــي ده یارانو بدنونه لاړل
مسؤله پام کـــــــــــــــــړه فدایان لکه ګلونه لاړل

دا امارت دلته نافظ شـــــوه په سرو وینو باندي
امیره ځېر شه څوزیــــــــــــــــدلي اندامونه لاړل

تنکي تنکي زلمي په آور بانــــدي ایره شول دلته
ده سپن بیــــــــــــــــــرغ راتلو لپاره ګلاپونه لاړل

په دي نظام باندي منصور که ځان قربان ملګرو
ده دي نظام لپاره جنـــــــــــــــــــتي مخونه لاړل

تاته نن پاتي دي مسـؤل صیب ښه ساتنې وکړه
دې امارت راتـــــــــــــلو لپاره زمونږه زړونه لاړل

دا ده عمـــــــــــر جلال راپاتي دي یاد ګار امارت
چي هیر دي نشـــي ده غیرت ستر مثالونه لاړل

ده شهیــــــــدانو ویڼې نفس باندي بربادي نکړي
ده یتیم ستـــــــرګو نه ده آوښکو قطارونه لاړل

جیلاني شاهــــــین لاړم نن ده یو شهید مزار ته
هلته مي زړه نه ده ژونــدون ټول آرمانونه لاړل
0744412302
1404/1/24
غزل

له ویره ډکي مي شیبي !بیله تا
راپیښي سوي اندیښني !بیله تا

مخکي خوږه خوږه وه هره لحظه
اوس خوترزهرودي ترخي بیله تا

داسي په توره شپه کي غلۍ ښیم
بیخي بي خونده دي ډیوي بیله تا

تاته چي ګورمه هیڅ نه ژاړمه
خوله ژړامي سترګي سري بیله تا

نوم خبرستا دهجران له زوره
په کاڼو ولم آیئني بیله تا

که چیري کیږي بیرته راشه یاره
پري مي دزړه شولي پردي بیله تا

زه ،مهاجر،تصویرته څه او ،وایم
ورته کومه صرف ګیلي بیله تا

مهاجرهروي
نعت شریف

حسن په تا باندې تمام دی
زمــازړه یـــې خـــوږ نبي
جانان جانان،جانان مې قریشی
ته یې سپین لمر څنګ کې اصحاب دې
لکه ستورې عربي

دا ستا په نور رڼا شو تیاره جهان سبا شو
ته یې احمد محمود شیرینه
ای زخمي زړونو.ته تسکینه
دی سپین مشال جانان لري جمال جانان
نشته تشبیه نه یې ثاني
خدایه نصیب مې وکړه ورشم چې تر ښکلي مدني

سکون مې زړه ته راشي، نوم چې دي خوله ته راشي
ته څومره خوږ یې نازنینه
پـه تـا مـئـین یـم ماجبینه
لري ښایسته چشمان، دې عجیبه چشمان
اوصاف مې ډیر د یار بیخې
دی رهنماء د دي اُمت خیرالبشر دی ګلابي

څلور یاران یې ښکلي ټول اصحابان یې ښکلي
دی هر عاشق یې بهترینه
زه هم لرم درسره مینه
د راشیدي اواز خوند کړي بیخې اواز
له نظر نشي یې ځواني
د راشیدي په خوږ اواز حقمل شاعر تل شعر لیکي

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ

خوندور طرز کې
...
زما خالقه..

وکړم توبه بیا رانه وشی یو ګناه خالقه
وایم بیا نکړم رانه وشي بیا خطا خالقه

غواړم نجات لعین شیطان نه ډېر عاصي یمه زه
نـه لـرم تـاب سـتا د دوزخ او د سـزا خالقه

منم ما خپل ځان باندي ظلم او زیاتی کړی دی
خو نا امید نه یمه ستا له رحمت زما خالقه

خیر دی دا ځل هم راته عفوه وکړه یا الهي
لاســونـه لــپـه مـې نیلوی درتــه بـیـا خالقه

ته یې مالک ته یې خالق ته یې غفور او رحیم
نـکـړي زلیل حقمل پـه ورځ د حشرګاه خالقه

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ
د مسلمه امت غزې ته د ویاړونو سلام
هسکه شمله څېښتن د فخر، شو ښوونکی ولس

هغوی د سترو فلسفو یو پټ الهام پسې ورک
د عشق په ليکه دی بریا پړاو ته تلونکی ولس

د فریاد تاب یې د چا نشته، مګر هلته بیا هم
اور کې حصار ثابت قدم پاتې، منونکی ولس

وينو کې ډوب دي او نعرې کړي د اَحَد او اَحَد
لکه بلال په ګرمو شګو ځورېدونکی ولس

هر څه یې وزغمل، د صبر امتحان یې ورکړ
محکم ولاړ دی بیا هم دا هیله بښونکی ولس

چا یې له لرې تماشې د بربادۍ وکړلې
چا ته مشال د بربادۍ شو، ځلېدونكى ولس

د تېرو تورو شرنګهار یې لا مثال او عجیب
لکه طوفان د ابابیل دښمن ځپونکی ولس

شو راشدجانه په راسخې عقیدې او عزم
یوه نمونه د وخت د ویاړ تاریخ ګټونکی ولس

کفایت الله راشدجان
په هر ګل او هر يو شاخ دې نوشته شي
ازادي دې د بلبلو ترانه شي

له نفرت دې زړونه پاک لکه اینه شي
محبت دې د رڼو اوبو چينه شي

د بزګر ځمکه دې ټوله زرغونه شي
برکجن به سره غنم دانه دانه شي

زندګي دي تر شیدو، شاتو خوږه شي
مینه مینه دې په زړونو کې راشنه شي

ترېنه جوړه که د مینې پیمانه شي
پاچاهي دې ستا له سترګو صدقه شي

پر مزار دې د شهید بله ډېوه شي
هدیره کې دې فضا شاعرانه شي

ستوري ستوري ستا یادونه دې دېره شي
دغه شپه دې د راشد د غزل شپه شي

راشد کامران
خدای موپخپل کور کې هوسا کړه په موږ ګرانو
په خیر راشئ مهاجرو افغانانو

نظر د لـــوی پروردګار دی
هیواد کي امن برقــرار دی
مېنې سپېرې سوې د پردیو ظالمانو

تاسي راځئ اوس وخپل کور ته
لکه بچیان غېږې د مـــــــور ته
خاوره خوشحاله په لیدلو د خپلوانو

ستاسو څېرو کي څه رازونه
د یوه ستړی ژوند نقلـــــــونه
مینه را اوري له لـــېمو د ماشومانو

پر موږ یې حق او احترام دی
دايې وطن دایې نظــــــام دی
حبیبه ډېر ښه دی راتګ د قــــریبانو

مفتي حبیب اللّٰه حبیب
کږه پګړۍ وهلې!

تا د مغرور جهان غړۍ وهلې
د رب ج په مرسته دې نړۍ وهلې

ښکلوم ځکه دي په ټنډه باندي
تا د سر مستو ککرۍ وهلې

هغو نن راوسته دَ تن په وینو
چا چې نعرې د خپلواکۍ وهلې

طالبه تاته باید درکړو مډال
ځکه خو تا سپینه ماڼۍ وهلې

د آزادۍ په ننګ شهیده یاره
نن دي پر قبر سپین جنډۍ وهلې

څومره ښه ښکاري نن ارشَد تکله
یار چې پر سر ګږه پګړۍ وهلې

ارشد تکل
زړه مې نور څخه ډکیږي او درزیګي
چې نامه دې تکراریږي او درزیګي

زما زړه لګیا الله الله ﷻ صدا کړي
انوارات پرې راوریږي او درزیګي

تصوف هم د ذکرونو مجموعه ده
هر اندام نوراني کیږي او درزیګي

ژبه پورته کړي پیوسته سترګې پټې
فکر خپل زړګي ته کیږي او درزګږي

تصوف ده عبدالله چې ظالم نفس دې
لوامه شي چې ژړیږي او درزیګي
عبدالله الکوزی
مونږ د تورو شپو په غیږ کې،درڼا په تمه تمه
ژوند مو نیم تیر شو تیارو کې،دسبا په تمه تمه

لا تر څو دا حال روان ده،دتیارو غیږ کې لوبیږو
چاودې شونډې غم زپلې،د خندا په تمه تمه

څه تنکۍ ځوانی وې ربهﷻ،څه تنکۍ ځوانۍ درځار شوې
ځان یی اور ته ور رهي کړ،د وفا په تمه تمه

د خوبو تعبیر مې داده،چې ارمان مې پوره کیږي
دا چې تم ده مورې تم ده،ستا دعا په تمه تمه

ستا د وصل په ارمان ده،مدام ستا په تمه تمه
په همدې ارمان به مړ شي، عبدالله په تمه تمه
عبدالله الکوزی