د شاعرانو کور
4.52K subscribers
112 photos
20 videos
81 links
سلامونه خوږو او قدرمنو د شاعرانو کور ته ښه راغلاست
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل لینک دی دلته هم
راسره ملگري شئ

https://t.me/httpsHomeoftenpoets123
Download Telegram
زما خالقه..

وکړم توبه بیا رانه وشی یو ګناه خالقه
وایم بیا نکړم رانه وشي بیا خطا خالقه

غواړم نجات لعین شیطان نه ډېر عاصي یمه زه
نـه لـرم تـاب سـتا د دوزخ او د سـزا خالقه

منم ما خپل ځان باندي ظلم او زیاتی کړی دی
خو نا امید نه یمه ستا له رحمت زما خالقه

خیر دی دا ځل هم راته عفوه وکړه یا الهي
لاســونـه لــپـه مـې نیلوی درتــه بـیـا خالقه

ته یې مالک ته یې خالق ته یې غفور او رحیم
نـکـړي زلیل حقمل پـه ورځ د حشرګاه خالقه

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ
د مسلمه امت غزې ته د ویاړونو سلام
هسکه شمله څېښتن د فخر، شو ښوونکی ولس

هغوی د سترو فلسفو یو پټ الهام پسې ورک
د عشق په ليکه دی بریا پړاو ته تلونکی ولس

د فریاد تاب یې د چا نشته، مګر هلته بیا هم
اور کې حصار ثابت قدم پاتې، منونکی ولس

وينو کې ډوب دي او نعرې کړي د اَحَد او اَحَد
لکه بلال په ګرمو شګو ځورېدونکی ولس

هر څه یې وزغمل، د صبر امتحان یې ورکړ
محکم ولاړ دی بیا هم دا هیله بښونکی ولس

چا یې له لرې تماشې د بربادۍ وکړلې
چا ته مشال د بربادۍ شو، ځلېدونكى ولس

د تېرو تورو شرنګهار یې لا مثال او عجیب
لکه طوفان د ابابیل دښمن ځپونکی ولس

شو راشدجانه په راسخې عقیدې او عزم
یوه نمونه د وخت د ویاړ تاریخ ګټونکی ولس

کفایت الله راشدجان
په هر ګل او هر يو شاخ دې نوشته شي
ازادي دې د بلبلو ترانه شي

له نفرت دې زړونه پاک لکه اینه شي
محبت دې د رڼو اوبو چينه شي

د بزګر ځمکه دې ټوله زرغونه شي
برکجن به سره غنم دانه دانه شي

زندګي دي تر شیدو، شاتو خوږه شي
مینه مینه دې په زړونو کې راشنه شي

ترېنه جوړه که د مینې پیمانه شي
پاچاهي دې ستا له سترګو صدقه شي

پر مزار دې د شهید بله ډېوه شي
هدیره کې دې فضا شاعرانه شي

ستوري ستوري ستا یادونه دې دېره شي
دغه شپه دې د راشد د غزل شپه شي

راشد کامران
خدای موپخپل کور کې هوسا کړه په موږ ګرانو
په خیر راشئ مهاجرو افغانانو

نظر د لـــوی پروردګار دی
هیواد کي امن برقــرار دی
مېنې سپېرې سوې د پردیو ظالمانو

تاسي راځئ اوس وخپل کور ته
لکه بچیان غېږې د مـــــــور ته
خاوره خوشحاله په لیدلو د خپلوانو

ستاسو څېرو کي څه رازونه
د یوه ستړی ژوند نقلـــــــونه
مینه را اوري له لـــېمو د ماشومانو

پر موږ یې حق او احترام دی
دايې وطن دایې نظــــــام دی
حبیبه ډېر ښه دی راتګ د قــــریبانو

مفتي حبیب اللّٰه حبیب
کږه پګړۍ وهلې!

تا د مغرور جهان غړۍ وهلې
د رب ج په مرسته دې نړۍ وهلې

ښکلوم ځکه دي په ټنډه باندي
تا د سر مستو ککرۍ وهلې

هغو نن راوسته دَ تن په وینو
چا چې نعرې د خپلواکۍ وهلې

طالبه تاته باید درکړو مډال
ځکه خو تا سپینه ماڼۍ وهلې

د آزادۍ په ننګ شهیده یاره
نن دي پر قبر سپین جنډۍ وهلې

څومره ښه ښکاري نن ارشَد تکله
یار چې پر سر ګږه پګړۍ وهلې

ارشد تکل
زړه مې نور څخه ډکیږي او درزیګي
چې نامه دې تکراریږي او درزیګي

زما زړه لګیا الله الله ﷻ صدا کړي
انوارات پرې راوریږي او درزیګي

تصوف هم د ذکرونو مجموعه ده
هر اندام نوراني کیږي او درزیګي

ژبه پورته کړي پیوسته سترګې پټې
فکر خپل زړګي ته کیږي او درزګږي

تصوف ده عبدالله چې ظالم نفس دې
لوامه شي چې ژړیږي او درزیګي
عبدالله الکوزی
د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه اللّٰه د ۱۲ تلين په مناسبت

ستا په رحلت د امت زړونه ډېر خفه شول مشره
هيلې يې مړې شوې او په زړو باندې اره شول مشره

ته يو مثال د توکل وې نمونه د غيرت
ستا غیرتونه خو تاریخ ته نمونه شول مشره

مشفق رهبر وې د سپيڅلي امارت مؤسسه!
ستا برکت وو، پردې لاړل هر څه ښه شول مشره

له سنګرونو راستانه شول ستا د حق ملګري
د کابل جان په ښکلې غيږه کې دمه شول مشره

زه وطن مل دې د ديدن په آرمان پاتې شومه
په زخمي زړه کې مې یادونه ستا مېلمه شول مشره

حامد وطن مل
*د مرحوم ثالث عمر رحمه الله په یاد کې*

د زمانې لوی امپراطور پر بحر، وبر و عمر
خدایه دا ستا له دینه زار و تیر له سر و عمر

د غرب غرور یې کړ له خاورو سره خاورې که نه
ملنګ بادشاه و، قهرمان و، قلندر و عمر

و بنسټګر د امارت د دې سپیڅلي نظام
د آزادۍ، او خپلواکۍ د کلي لمر و عمر

مونږ اقتداء ور پسې کړې د لمانځه د جهاد
د استشهاد د صف امام و، لوی رهبر و عمر

رانه پناه شو د وخت جبر کړ تر خاورو لاندې
زمونږ د هیلو، امیدونو مازدیګر و عمر

ارمان ارمان چې د جابر له کلي نه وای تللی
د دې کفري نړۍ په وړاندې لکه غر و عمر

مولوي عبدالحنان جابر
مسیرموګوره کوگ دیه لږفیکرورته وکړئ
مسیرموکړئ صراط المستقیم مسلمانانو

په کومه روان شوی یۍ ګریوان کې لږسرټیټ کړئ
روان ییه په لاره درجیم مسلمانانو

له امرنه یی هیڅ وخت سرکشي بایدونکړو
هرامربه منوزمونږدزعیم مسلمانانو

جنت ګټل سختي غواړي جنت هسې مفت ندی
رسوي موخواهیشات بیاترجحیم مسلمانانو

ځان ډوب دګناهونوپه دریاب باندی چې نکړئ
ځان ساتۍ دګناوله سقیم مسلمانانو

که غواړۍ چې خپل دین لره نورهم کړئ رامائله
نواوسئ همیشه په خوۍ حلیم مسلمانانو

په دې بیتوځان پوه کړئ دژوندچارې به موښې شي
حازم څنګه نوروکړمه ترسیم مسلمانانو
ـــــــــــــــ
ط مطیع الله حازم
1404 / 1 / 24
له سترګوڅخه ورک مې دي خوبونه وه جانانه
کرۍ شپه راسره وي ستاغمونه وه جانانه

دزړه اه به مې کله ستاترغوږپورې در رسي
دا زړه مې بیخي ډیرکوي دردونه وه جانانه

له ډیرې مودې راسې دبیلتون په دام کې ګیریم
بیلتون دې په ماکړي ډیرظلمونه وه جانانه

زمادزړه په کورکې یاره تل ته راګرځیږې
خوته به زماپه حال نکړې سوجونه وه جانانه

دلمرله ډوبې دوسره مې هیلې میراتیږي
ډیرسخت دجدایی مازدیګرونه وه جانانه

مطیع الله حازم اوس په هغه حال بیخي نه یم
حازم کوي دمرګ ځان ته سوالونه وه جانانه
ــــــــــــــــــــــ
ط مطیع الله حازم
1404 / 1 / 16
چي ده تاریخ په سپینو پاڼو باندي داغ نشي
خدای دي بلبل کړه مجاهده چي کلاغ نشي

ده نمایشه دې خدای ساته حقیقي نعمت شي
هسي نه یاره بي ثمره غوندي باغ نشي

که غواړي داخلک تنفیظ دشریعت ومنې
پام چي پخپله وشرعي قانون ته طاغ نشي

ده اُوللامر اطاعت وکړه طغیان ونکړي
چي چرته ښکار دخپل حوَس اوده دماغ نشي

واصله ځان سره ډیوه واخله سفردي اوږدی
توره تیاره ده دې سفرکي بې څیراغ نشي

محمدواصل
غم د دنیا څه کوې دا څه کوې
یاره په ما څه کوې دا څه کوې

تا خو به ټول عمر وعدې کولې
ای بې وفا څه کوې دا څه کوې

ولې بیا مخ اړوې ولالیه
کار نا اشنا څه کوې دا څه کوې

له پخواني شوره لویدلی یم نور
زما خندا څه کوې دا څه کوې

خلک به زما په حق کې ډیر ووايي
دا عبدالله څه کوې دا څه کوې
عبدالله الکوزی
له دنیا نه مرورو وي چې پښتون راشي دنیا ته
بخت یې سم وي بخت خراب شي چې زړګی ورکي وچا ته

خدایهﷻ دا سنګه ژوندون ده نو ددې حساب به کیږي
خدایهﷻ نشته خوشحالي مو غاړې وتې یو ژړا ته

شونډې چودې چودې چودې له غمو څخه دي یاره
خندا نه کیږي په چودو زړه مو کیږي وخندا ته

ویلې کیږي ویلې کیږي زړونه روغ نه پاتې کیږي
یوسف مخیه یاره ومنه داستا د مخ ځلا ته

خدایهﷻ پو یی په دوا مې خدایهﷻ ته خو عالم ذات یی
راته راوله لالی مې زرورت ده عبدالله ته
عبدالله الکوزی
مونږ د تورو شپو په غیږ کې،درڼا په تمه تمه
ژوند مو نیم تیر شو تیارو کې،دسبا په تمه تمه

لا تر څو دا حال روان ده،دتیارو غیږ کې لوبیږو
چاودې شونډې غم زپلې،د خندا په تمه تمه

څه تنکۍ ځوانی وې ربهﷻ،څه تنکۍ ځوانۍ درځار شوې
ځان یی اور ته ور رهي کړ،د وفا په تمه تمه

د خوبو تعبیر مې داده،چې ارمان مې پوره کیږي
دا چې تم ده مورې تم ده،ستا دعا په تمه تمه

ستا د وصل په ارمان ده،مدام ستا په تمه تمه
په همدې ارمان به مړ شي، عبدالله په تمه تمه
عبدالله الکوزی
ژوند په انګار دی ،ورک مې قرار دی
ورکه لالیه ،ستا انتظار دی
ومنه ژوند مې ،په اوږو بار دی
له ژوندانه څخه نور اخلم رخستونه

بیوسه ډیر یم،له تانه هیر یم
ستا هغه یاریم ، له کوثې تیر یم
یاره دمړاوي ، او ګل په سیر یم
ستا بیلتانه کې لڪه ګل ورژیدمه

مینه روا ده ،که ناروا ده
ووایی خلکو ، دزړه سودا ده
زړګي مې نشته، وړی اشنا ده
دې کې ثواب دی که مې کړي دي ظلمونه

ډیر مې یادیږې ،نه مې هیریګی
لالیه ولې ، نه راستنیږې
لکه باران مې ،په زړه وریږې
دا ستا یادونه به مې روغ لیونی کړینه

کاش دې تر سنګ وی،شور وی اهنګ وی
ستا په نازکه ،غیږه کې ړنګ وی
وطن دګلو ، په رنګ کې رنګ وی
بیا به له ژونده مې اخیستی وی خوندونه

یاره رغیږم،په دې پوهیږم
که چیرته راشې، بیا ابادیږم
دیدن دې راوړه، کنه مړ کیږم
خیر ده د خدایﷻلپاره راوړه دیدنونه

عبدالله راشه ،خیر ده زما شه
رنځور زړګي ته، مې ته دوا شه
مخ ته مې کینه، او په خندا شه
له ژوندانه څخه مې نور ورک کړه غمونه

عبدالله الکوزی
ښې ډیرې به وژاړمه تاته یار
ولې مې پریګدې ستړې دنیا ته یار

نه کیږي بیخي خندا په مات زړګې
هر څو که ځان جوړ کړمه خندا ته یار

یاره زړه دې تور کړ له یاري راته
نن نه وروسته نه وایمه چاته یار

درد ده مینه دې درد کې سکون پروت ده
اور بیلتون،جنت وصل دې ماته یار

ای د غټو شنو سترګو خاونده خیر
یو ځل خو ته ووایې عبدالله ته یاره
عبدالله الکوزی
د پورې غاړې یارانو ته

بیا راغلل مستي باندې ګل زلمي غزا کوي
شور شو د تکبیر تکبیر ذکر د الله کوي

مست دي TTP ځوانان مست دي تحریکي ځوانان
بیا پر ملیشو حمله بیا کوي او بیا کوي

ربه ﷻ غواړي تا څخه جام د شهادت رنګین
ځي دجنګ ډګر لره دغه تمنا کوي

نه غواړي محکوم هیواد، غواړي یو خپلواک هیواد
نه غواړي کفري قانون جنګ په لا اله کوي

حورې جنتونه دي ، شنه رنګین باغونه دي
ځي عبدالله هغه څوک دین نه چې دفاع کوي
عبدالله الکوزی
نعت شریف

احمدیی محمدیی
محمودیی ته امین یی
له ټولونه بهتریی
امام المرسلین یی

دونیاکه مافیهاده
داستاله نورپیداده
وتاته ټول محتاج دي
وتاته یی اسراده
ټول لپي په دوعادي
وتاته په ژړادي
داستاشفاعت غواړي
شفِع المؤمینین یی

دحُسن مجموعه یی
دمیني فلسفه یی
قربان دي شم حبیبه
دزړوبله ډیوه یی
نازل پرتاقرآن دی
راوړی موایمان دی
ښکلا لتانه جوړه
طه یی هم یاسین یی

لځانه راته ګران یی
بس ته زما ارمان یی
وصال دي غواړم ګرانه
جانان مي جانان یی
خپل ژبه لنده ومه
دورود پرتاوایمه
سپوږمی لتاشرمیږي
ترټولوته حَسِین یی

بیزارله دغه ژوندیم
تړلی بندپه بندیم
دونیاراته بي خونده
وتلی زه له خوندیم
درغواړه مي روضي ته
دنوربلي جلوي ته
درګورم مهاجربه
وزړه ته مي شیرین یی

مهاجرهروي
💔ـــ

ستا په عشق بيمار دی زړه
پروت پرهار پرهار دی زړه

د يـــــو چـــا ديدن غواړي
چا پســې خـــــمار دی زړه

د چــــا د راتـلــــو په طمه
لا هـــــــم انتـــظار دی زړه

مــه يې کــړه علاج د دردو
وه طــبيبه خــــوار دی زړه

غـــم وي راسه مل هر ګړۍ
وتـې نـــــور له کار دی زړه

ســتا عـــمري ړنګ درپسې
پروت په سره انګار دی زړه

عـــمـري کندوزوال