دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې
2.31K subscribers
318 photos
65 videos
35 files
1.05K links
دا کانال د اللهﷻ د رضا لپاره جوړ شوی دی چې د ملحدانو د شبهاتو په برخه کې فعالیت لری...
هر څوک چې کومه شبهه لری کولای شی د کانال مدیرانو ته یې واستوي او په چټکي سره ورته ځواب ورکول کیږی. ان شاء الله....

@Afandiatiq
Download Telegram
17. الله او د هغه تخت چیرې دی؟

شبهه:

الله انسان ته د ورمیږ له رګ نه ډیر نږدې دی (۵۰ ام سورت ۱۶ ام آیت) او په ورته وخت کې هغه پر خپل تخت یې ناست دی (۵۷ ام سورت ۴ ام آیت) هغه تخت چې د اوبو پر سر روان دی (۱۱ ام سورت ۷ ام آیت) او په ورته وخت کې دومره لرې دی چې رسيدل ورته ۱۰۰۰ او ۵۰۰۰ کلونه وخت نیسی (۳۲ام سورت ۵ ام آیت، ۷۰ ام سورت ۴ ام آیت)

ځواب:

الف)
الله انسان ته د ورمیږ له رګ نه ډیر نږدې دی.
«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِۦ نَفْسُهُۥ ۖ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ»[سُوۡرَةُ قٓ : 16]
«په حقیقت کي مونږ انسان پيدا کړي دى او آن د هغه په زړه کښي په را پيدا کېدونكو وسوسو باندي پوهیږو. او مونږ د هغه له شهرګ (د ورمیږ د رګونو) څخه هم زيات هغه ته نژدې يوو.»

ب)
پر عرش باندې استوا:
«هُوَ الَّذِى خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَى الْعَرْشِ ۚ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِى الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۖ وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ»[سُوۡرَةُ الحَدید : 4]
«همغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل؛ او بيا يې پرعرش باندي استوا وکړه. الله پر هر هغه څه باندي پوهیږي چي په ځمکه کښي ننوځي او څه چي له هغې څخه راوځي او څه چي له اسمانه راكوزيږي او څه چي په هغه کښي خيژي. تاسي چي هر چيري ياست، هغه ستاسي سره دى. تاسي چي هر كار كوئ الله یې ويني.»

ج)
عرش یې پر اوبو قرار درلود:
«وَهُوَ الَّذِى خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُۥ عَلَى الْمَآءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا » [سُوۡرَةُ هُود : 7] «او هماغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل، چي مخکي د هغه عرش پر اوبو باندي ؤ.تر څو تاسي وازمايي، وګوري، چي په تاسو کښي څوك د غوره کړو وړو خاوند دى.»
د )
د شبهه خپرونکی له وینا سره سم هغه ته رسېدل ۱۰ زرو کلونو وخت نیسی:
«يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُۥٓ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ»[سُوۡرَةُ السَّجدَة:5] «هغه له اسمانه تر ځمکي پوري د نړۍ چاري اداره كوي او د دې ادارې راپور پاس د هغه حضور ته په يوه داسي ورځ ورځي، چي د هغې اندازه ستاسي د شمېر له مخي يو رز (۱۰۰۰) كاله ده.»
ر )
د شبهه خپرونکي د وينا مطابق هغه ته رسېدل ۵۰ زره کلونه وخت نیسی:
«تَعْرُجُ الْمَلٰٓئِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُۥ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ»[سُوۡرَةُ المعَارج:4] «پرښتې او روح (جبرائیل ع) د هغه حضور ته په يوه داسي ورځ کښي ورخېژي؛ چي اندازه يې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) كاله ده.»
ز)
تناقض شتون نلری..
1. لومړی آیت (له شهرګ نه د نږدې والی بحث)، پر مونږ باندې د الله تَبَارَک وَتَعَالَی حد اکثره تسلط په معنا سره دی، نه دا چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی دې زمونږ په ورمیږ یا غاړه کې وي د آیت مضمون ته وګورئ.
2ـ پر عرش باندې قرار نیول ( استوی) د اسلامی نړۍ د علماؤ تر منځ یوه اختلافي موضوع ده، یو شمیر وایی الله تَبَارَک وَتَعَالَی د علو په توګه (نه ذاتا او حسي) پر خپل عرش باندې چې مونږ یې له کیفیت نه خبر نه یو قرار نیولی،او يو شمير نور وایی چې دا د الله د قدرت، احاطې او تدبر په معنی سره دی... د دې موضوع ډیره څیړنه زمونږ د ځواب له حوصلې بهر ده، خو د هر یوه نظر په منلو سره، د تناقض غوښتونکی شخص شبهه رد کیږی.
- که چیرې خدای د علو په توګه پر خپل عرش یې وي،او نور موارد چې شبهه خپرونکي (له هغه سره د تناقض په توګه ) ذکر کړی دي د هغه لپاره هیڅ کوم مشکل نه ايجاد وي!
ـ او که چیرې تأویل یې ومنو (او ووایو موخه یې تدبیر او قدرت دی)،بیا شبهه بر طرفه کیږی او د خدای لپاره کوم مکان ندی تعین شوی تر څو شبهه خپرونکی ادعا وکړی، چې تناقض یې ايجاد کړی دی.

3ـ پر اوبو باندې د عرش قرار نیول، د ۲ امې شمارې د توضیح مطابق ځواب ورکول کیږی.
ــ که چیرې لومړی تفسیر ومنو (پر هغه عرش باندې د الله قرار نیول چې په کیفیت یې نه پوهيږو) ښه نو، دغه عرش هم پر اوبو باندې قرار درلوده... څه! کوم اشکال لری.
ـ که چیرې دویم تفسیر ومنو،د دغې رایې علماء فرمایی،موخه دا ده چې کائنات وړاندې د اوبو په بڼه ؤ، او د الله تدبیرات پر هغه اجرا شوی دي!
... بیا هم کوم تناقض شتون نلری
ــ خو دا مشخصه نده چې شبهه خپرونکي دغه ولی ذکر کړی دی! ځکه کومه شبهه چې ده طرح کړې ده د الله د جایګاه او مقام اړوند ده نه د هغه د عرش په اړه...
او دا چې په مخکنی آیت کې یې پر عرش باندې د الله د مکان اړوند خبرې کړې وې، بیا نو کوم دلیل نلری، چې دلته د خدای د عرش مکان دې پر عرش باندې د الله د مکان د رقيب او تناقض په توګه راوړی.

4ـ څلورم او پنځم آیاتونو ته مو وړاندې توضيح ورکړې او ومو ویل،کوم موارد چې عروج کوی له یو بل سره توپير لری...لومړی د امورو تدبیر دی...چې په یوه زمانی واټن کې الله ته رسیږی...هغه واټن چې په دنيايي ژبې سره کیږی ۱۰ زره کلونه، او بل د پرښتو د عروج بحث دی چې په یوه زمانی واټن کې بره ځي، هغه زمانی واټن چې زمونږ د دنیا د خلکو په نزد ۵۰ زره کلونه دی....
ــ له همدې امله دلته له هغه ځای او مکان څخه چې «تدبیرات» او «پرښتې» د هغه لور ته ورځي کومه یادونه نده شوې! (چې شبهه خپرونکي هغه تناقض ګڼلی دی! ) بلکه «دا چې رسیدل» هغه ته د دوه متفاوتو کارونو لپاره ذکر کړی دی... او د دغو دوه آیاتونو د ذکر لپاره هم کوم دلیل شتون نلری.
5ـ واقعا د دغو آیاتونو په مینځ کې هیڅ کوم تناقض شتون نلری...

وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه مهال کولای شول چې ووایی د دغو دوه آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې د دوي د انګیرنې پر اساس الله تَبَارَک وَتَعَالَی په یوه ځای کې فرمايلي وای زما د استقرار محل پلانکی مکان دی او په بل ځای کې یې فرمايلي وای، زما د استقرار محل د انسانانو د ورمیږونو دننه دی! خو آیا داسې ده؟ نه!
نو بیا تناقض شتون نلری....
***
17. الله او د هغه تخت چیرې دی؟
شبهه
:
الله انسان ته د ورمیږ له رګ نه ډیر نږدې دی (۵۰ ام سورت ۱۶ ام آیت) او په ورته وخت کې هغه پر خپل تخت یې ناست دی (۵۷ ام سورت ۴ ام آیت) هغه تخت چې د اوبو پر سر روان دی (۱۱ ام سورت ۷ ام آیت) او په ورته وخت کې دومره لرې دی چې رسيدل ورته ۱۰۰۰ او ۵۰۰۰ کلونه وخت نیسی (۳۲ام سورت ۵ ام آیت، ۷۰ ام سورت ۴ ام آیت)
ځواب:
الف)
الله انسان ته د ورمیږ له رګ نه ډیر نږدې دی.
«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِۦ نَفْسُهُۥ ۖ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ»[سُوۡرَةُ قٓ : 16]
«په حقیقت کي مونږ انسان پيدا کړي دى او آن د هغه په زړه کښي  په را پيدا کېدونكو وسوسو باندي پوهیږو. او مونږ د هغه له شهرګ (د ورمیږ د رګونو) څخه هم زيات هغه ته نژدې يوو.»
ب)
پر عرش باندې استوا:
«هُوَ الَّذِى خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَى الْعَرْشِ ۚ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِى الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۖ وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ»[سُوۡرَةُ الحَدید : 4]
«همغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل؛ او بيا يې پرعرش باندي استوا وکړه. الله پر هر هغه څه باندي پوهیږي چي په ځمکه کښي ننوځي او څه چي له هغې څخه راوځي او څه چي له اسمانه راكوزيږي او څه چي په هغه کښي خيژي. تاسي چي هر چيري ياست، هغه ستاسي سره دى. تاسي چي هر كار كوئ الله یې ويني.»
ج)
عرش یې پر اوبو قرار درلود:
«وَهُوَ الَّذِى خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُۥ عَلَى الْمَآءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا » [سُوۡرَةُ هُود : 7] «او هماغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل، چي مخکي د هغه عرش پر اوبو باندي ؤ.تر څو تاسي وازمايي، وګوري، چي په تاسو کښي څوك د غوره کړو وړو خاوند دى.»
د )
د شبهه خپرونکی له وینا سره سم  هغه ته رسېدل ۱۰ زرو کلونو وخت نیسی:«يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُۥٓ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ»[سُوۡرَةُ السَّجدَة:5] «هغه له اسمانه تر ځمکي پوري د نړۍ چاري اداره كوي او د دې ادارې راپور پاس د هغه حضور ته په يوه داسي ورځ ورځي، چي د هغې اندازه ستاسي د شمېر له مخي يو رز (۱۰۰۰) كاله ده.»
ر )
د شبهه خپرونکي د وينا مطابق هغه ته رسېدل ۵۰ زره کلونه وخت نیسی:
«تَعْرُجُ الْمَلٰٓئِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُۥ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ»[سُوۡرَةُ المعَارج:4] «پرښتې او روح (جبرائیل ع) د هغه حضور ته په يوه داسي ورځ کښي ورخېژي؛ چي اندازه يې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) كاله ده.»
ز)
تناقض شتون نلری..
1. لومړی آیت (له شهرګ نه د نږدې والی بحث)، پر مونږ باندې د الله تَبَارَک وَتَعَالَی حد اکثره تسلط په معنا سره دی، نه دا چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی دې زمونږ په ورمیږ یا غاړه کې وي د آیت مضمون ته وګورئ.
2ـ پر عرش باندې قرار نیول ( استوی) د اسلامی نړۍ د علماؤ تر منځ یوه اختلافي موضوع ده، یو شمیر وایی الله تَبَارَک وَتَعَالَی د علو په توګه (نه ذاتا او حسي) پر خپل عرش باندې چې مونږ یې له کیفیت نه خبر نه یو قرار نیولی،او يو شمير نور وایی چې دا د الله د قدرت، احاطې او تدبر په معنی سره دی... د دې موضوع ډیره څیړنه زمونږ د ځواب له حوصلې بهر ده، خو د هر یوه نظر په منلو سره، د تناقض غوښتونکی شخص شبهه رد کیږی.
- که چیرې خدای د علو په توګه پر خپل عرش یې وي،او نور موارد چې شبهه خپرونکي (له هغه سره د تناقض په توګه ) ذکر کړی دي د هغه لپاره هیڅ کوم مشکل نه ايجاد وي!
 ـ او که چیرې تأویل یې ومنو (او ووایو موخه یې تدبیر او قدرت دی)،بیا شبهه بر طرفه کیږی او د خدای لپاره کوم مکان ندی تعین شوی تر څو شبهه خپرونکی ادعا وکړی، چې تناقض یې ايجاد کړی دی.
3ـ پر اوبو باندې د عرش قرار نیول، د ۲ امې شمارې د توضیح مطابق ځواب ورکول کیږی.
 ــ که چیرې لومړی تفسیر ومنو (پر هغه عرش باندې د الله قرار نیول چې په کیفیت یې نه پوهيږو) ښه نو، دغه عرش هم پر اوبو باندې قرار درلوده... څه! کوم اشکال لری.
ـ که چیرې دویم تفسیر ومنو،د دغې رایې علماء فرمایی،موخه دا ده چې کائنات وړاندې د اوبو په بڼه ؤ، او د الله تدبیرات پر هغه اجرا شوی دي!
... بیا هم کوم تناقض شتون نلری
ــ خو دا مشخصه نده چې شبهه خپرونکي دغه ولی ذکر کړی دی! ځکه کومه شبهه چې ده طرح کړې ده د الله د جایګاه او مقام اړوند ده نه د هغه د عرش په اړه...
او دا چې په مخکنی آیت کې یې پر عرش باندې د الله د مکان اړوند خبرې کړې وې، بیا نو کوم دلیل نلری، چې دلته د خدای د عرش مکان دې پر عرش باندې د الله د مکان د رقيب او تناقض په توګه راوړی.
4ـ څلورم او پنځم آیاتونو ته مو وړاندې توضيح ورکړې او ومو ویل،کوم موارد چې عروج کوی له یو بل سره توپير لری...لومړی د امورو تدبیر دی...چې په یوه زمانی واټن کې الله ته رسیږی...هغه واټن چې په دنيايي ژبې سره کیږی ۱۰ زره کلونه، او بل د پرښتو د عروج بحث دی چې په یوه زمانی واټن کې بره ځي، هغه زمانی واټن چې زمونږ د دنیا د خلکو په نزد ۵۰ زره کلونه دی....
ــ له همدې امله دلته له هغه ځای او مکان څخه چې «تدبیرات» او «پرښتې» د هغه لور ته ورځي کومه یادونه نده شوې! (چې شبهه خپرونکي هغه تناقض ګڼلی دی! ) بلکه «دا چې رسیدل» هغه ته د دوه متفاوتو کارونو لپاره ذکر کړی دی... او د دغو دوه آیاتونو د ذکر لپاره هم کوم دلیل شتون نلری.
5ـ واقعا د دغو آیاتونو په مینځ کې هیڅ کوم تناقض شتون نلری...
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه مهال کولای شول چې ووایی د دغو دوه آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې د دوي د انګیرنې پر اساس الله تَبَارَک وَتَعَالَی  په یوه ځای کې فرمايلي وای زما د استقرار محل پلانکی مکان دی او په بل ځای کې یې فرمايلي وای، زما د استقرار محل د انسانانو د ورمیږونو دننه دی! خو آیا داسې ده؟ نه!
نو بیا تناقض شتون نلری....
***
د روژې فقهي مسائل (۷)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱: سوال: روژه څه شي ته وايي؟
ځواب:
د روژې تعریف:
له سپېدو څخه تر لمر لوېدو د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او جماع  څخه منع ته  روژه ویل کیږي. (عالمګیری ۱/ ۱۹۴/ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور
۲: سوال:
روژه پر چا فرض ده؟
ځواب:
د روژې د میاشتی نیول پرهرعاقل، بالغ او غیر معذور مسلمان (نر/ ښځه)  باندي فرض ده.
(عالمګیری ۱/ ۱۹۵ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور

په کومو حالاتو کي روژه نیول درست نه دي؟
۳: سوال:  په کومو حالاتو کي د روژې نیول  درست  نه  دي؟
ځواب:
د حیض او نفاس درلودونکې  مېرمنې ته د روژې نیول درست  نه دي خو وروسته یې قضاء پرې لازمیږي.
( طحاوي علی المراقی ۳۴۸)
۴: سوال:  د کومو عذرونو له  کبله  د روژې نه نیول رواه  دي؟
ځواب:
ناروغه، مسافر، ماشوم  ته  تی(شیدې) ورکونکې مېرمن، د ناروغه محافظ ( کله چي د هغه روژه نیول  ناروغه  ته تاوان رسوي)، ډېر کمزوری، د تندی او لوږی له کبله مجبور، مجاهد فی سبیل الله (په دې شرط چي روژه یی جهاد ته نقصان وي) ، لېونی او بې هوښه کولای  شي  چی  روژه ونه نیسي کله چی دا عذرونه  ختم سي نو د روژې قضا دي راوړي ؛ که کوم داسی کس چی د روژې پر نیولو توان نلري په بدل کي دی فدیه (د یوې سرسایې په اندازه) ورکړي.
عالمګیری ۱/ ۲۰۲- ۲۰۸/ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور
۵: سوال: د روژې رکنونه څو دي؟
ځواب:د روژې رکنونه په عمومي ډول سره دوه دي:
لومړی: نیت کول، چي روژه نیونکی دا فیصله او کلک هوډ وکړي چي زه روژه نیسم.
دوهم: امساک، یعني له خوراک، څیښاک او جماع څخه د صبح صادق څخه تر لمر لوېدو پوري.
(قاموس الفقه/ مولانا خالد یوسف رحمانی)
د روژې شرطونه کوم دي؟
۶: سوال: دروژې شرطونه کوم دي؟
ځواب: روژه لاندي شرطونه لري:
بلوغ: که چیري یو څوک بلوغ ته نه وو رسیدلی روژه پرفرض نه ده، البته که یې دتمرین له کبله روژه نیول پروا نه کوي ښه کار دی.
عقل دی،پر لېوني روژه نسته،  او بې هوښي به نه وي.
د حیض او د نفاس څخه پاکوالی دی.
د ناروغۍ ضرر به نه وي، که چیري یو څوک داسی ناروغه وي چي روژه نیسي نیولای او یا روژه دده مرض نور اضافه کوي بیا روژه نشي نیولای.
حضر، یعني دغه روژه نیونکی به په سفرباندي نه وي، که پرسفر باندي وو بیا ورته اجازه شته چي روژه وخوري.
(عالمګیری ۲/ ۹ / مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور عالمګیری ۱/ ۲۰۲- ۲۰۸/ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور )
۷: سوال: د روژې مستحبات څو او کوم دي؟
ځواب:د امت علماء کرامو ۱۱ لیکلي دي او دادي:
۱:د لمر له لویدوسره سم ترلمانځه مخکي دروژې په ماتولو کي تلوارکول.
۲:په خرما روژه ماتول وروسته داوبودرجه ده.
۳: په هغه شي چي روژه ماتیږي دهغه شمیر به تاک وي.
۴:دروژه مات څخه وروسته دغه دعاء کول:
( اللهم انی لک صمت وبک امنت وعلیک توکلت وعلی رزقک افطرت).
ژباړه: یا الله ستا دپاره مي روژه نیولې وه، پرتا مي ایمان دی، پر تامي توکل دی، او ستا په راکړل شوي رزق مي روژه ماته کړه.
۵: د پیشلمي پر وخت باندي یو څه خوړل که څه هم یو غوړپ اوبه یا یوه ګوله ډوډۍ وي.
۶: پېشلمی ځنډول نه داسی چی شکمن وخت ته داخل شي.
۷:ژبه له هر ډول ناوړو خبرو څخه ساتل لکه غیبت، چغلي بد ویل، ښکځل کول، او داسی نور...
۸:خپلوان، مسکینان او محتاجان په خیراتو او صدقاتو کي یادول.
۹: د علم په حصول کي بوختیدل.
۱۰: تلاوت کول.
۱۱: درود شریف ویل او ذکر کول.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۷)
نور بیا...
18ـ زمونږ د خواري ریښه /سر چینه چیرې ده؟
شبهه:
آیا شر او مصیبت د شيطان له طرفه دی؟ (۳۸ ام سورت ۴۱ ام آیت ) ، له مونږ څخه ده (۴ ام سورت ۷۹ ام آیت)  او که د الله له لوری (۴ ام سورت ۷۸ ام آیت )؟
ځواب:
الف)
«وَاذْكُرْ عَبْدَنَآ أَيُّوبَ إِذْ نَادٰى رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَسَّنِىَ الشَّيْطٰنُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ»[سُوۡرَةُ صٓ : 41]
«او زموږ د بنده ايوب (ع) يادونه وکړه، كله چي هغه خپل رب ته غږ وکړ چي شيطان، زه په سخت تكليف او عذاب کښي اچولى يم.»
ب)
«مَّآ أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ وَمَآ أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ ۚ وَأَرْسَلْنٰكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفٰى بِاللَّهِ شَهِيدًا» [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 79]
«اې انسانه! تا ته چي هره ښېګڼه رسیږي د الله په پېرزوېنه رسیږي. او په كوم غم چي اخته کېږې، هغه ستا د خپلو کړنو له امله دى. اې محمده (ص)! موږ ته د خلكو لپاره د پېغمبر په حيث لېږلی یې او پر دې د خداى شاهدي كافي ده؛»
 ج)
«أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِى بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ ۗ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا هٰذِهِۦ مِنْ عِندِ اللَّهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا هٰذِهِۦ مِنْ عِندِكَ ۚ قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۖ فَمَالِ هٰٓؤُلَآءِ الْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا»[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 78] «پاته شو مرګ، نو چيري چي ياست هغه په هر صورت درتلونكى دى، كه تاسي په هر څومره محكمو(ټینګو) کلاګانو کښي هم اوسئ. كه دوى ته څه ګټه رسیږي، نو وايي: «دا د الله له لوري ده.» -  او كه څه زيان ور اوړي، نو وايي: «دا ستا له لاسه دي.» -  ورته ووايه: «هر څه د الله له لوري دي.» - اخر په دې خلكو څه شويدي چي په هیڅ خبره نه پوهیږي.»
د)
کوم تناقض شتون نلری...
۱ـ دا یوه ټوليزه قاعده ده چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی «پر جهان باندې حاکم قوانین» تعین کړی دي، او مونږ پخپله د اسبابو په جهان کې تصمیم نیسو، چې نیکي په لاس راوړو او که بدي... مثلا الله تَبَارَک وَتَعَالَی تعین کړي دي چې د یوه ګلاس وژونکو «زهرو» څښل دې وژونکي وي... او د یوه ګيلاس خوږو اوبو څښل دې د خیر او رحمت مايه وي.اوس نو مونږ پخپله تصمیم نیسو چې اوبو وڅښو او که زهر...!!
2ـ که چیرې زهر مو وخوړل او زمونږ بدن ته یې زیان ورساوه.
ـ د الله امر دی، له دې جهته چې دا قانون الله تَبَارَک وَتَعَالَی تنظیم کړی [چې زهر د وژونکي وي] (د «ج» د برخې د آیت مضمون.)
-او په هماغه وخت کې « زمونږ خپله غوښتنه» هم وه، ځکه مونږ پخپله دا غوښتی چې د الله د قانون له دې برخې استفاده وکړو (د «ب» د جز د آیت مضمون )
3ـ ولی یې د «ب» د برخی په آیت کې فرمایلی دي، نیکي د خدای له لوری ده؟ خو بدی زمونږ لخوا؟ و الله اعلم، ځکه چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی زمونږ خیر غوښتونکی دی او په هر حال کې غواړی چې خوش بخته شو... له همدې امله په عمومی او هر اړخیزه توګه ښیګڼې مونږ ته را کوی... خو په دې مینځ کې، یو شمير پخپلو ناسمو کړنو سره، د نیکیو د تر لاسه کولو دریڅه بندوي او د بدیو په را جذب ولو پيل کوي...له همدې امله له الله تَبَارَک وَتَعَالَی  څخه د ښیګڼو د تر لاسه کولو مجرا او دریڅه پخپل ځای یې قرار لری او د بدیو د تر لاسه کولو دریڅه زمونږ د خپلو اعمالو په واسطه ایجادیږی.
4ـ اما د حضرت ایوب (عَلَيْهِ السَّلام) داستان چې وې ويل ای خدایه شیطان زه په رنځ او بلا کې اچولی یم،دا بله موضوع ده او شبهه اچونکی د خپل ناسم ګومان پر اساس هغه د دغو آیاتونو تر څنګ درج کړی دی.
- حضرت ایوب (عَلَيْهِ السَّلام) ولی خپل درد او مصیبت شیطان ته منسوب کړ؟
ـ مفسران مختلف نظرونه لری، یو له هغو نظرونو وایی "د هغو وسوسو په خاطر ؤ چې هغه یې زوراوه(تفسیر کبیر/فی ظلال القرآن /کشاف ) داسې چې شیطان هغه ته ویل: الله ته هیر کړی یې ... یا د ایوب (عَلَيْهِ السَّلام)  اطرافیانو ته ور ته هغوي یې وسوسه کول چې له هغه (عَلَيْهِ السَّلام) نه فاصله واخلی.. (یوه بله رایه وایی، "د الله تَبَارَک وَتَعَالَی پر وړاندې د ادب په خاطر یې دا وفرمایل چې د شیطان له لوری دی.." (تفسیر نور /صفوت التفاسیر) کشاف/کشاف دواړه رایی ذکر کړي دي او نورې رایی... خو دا دواړه مشهور ترینه د اراؤ دي( والله اعلم )
- په هر صورت کې دغه آیت د تیرو توضیحاتو تر منځ کوم تناقض نلری، حتی که داسې شرایط پیښ شول او شیطان کوم مصیبت ايجاد کړ، الله پخپله داسې قوانین تعین کړي دی او اجازه یې ورکړې ده چې د بندګانو د آزمیښت او ابتلا لپاره دې دا رنګه کار تر سره شی...
- دلته ښایی سوال را پیدا شی: چې د بندګانو په حق کې د خدای آزمیښتونه نیکي دي که بدي؟
ځــواب:
نیکي ده ځکه « هر څوک د خپل توان په حد کې آزمويل کیږی» او دا آزمیښتونه؛ و الله اعلم د «اشخاصو د درجو د ارتقاء» او «د ایمان د تثبيت» لپاره تر سره کیږی... که چیرې خدای د بدي قصد درلودلی، داسې آزمیښتونه یې کول چې «د انسان په توان کې نه وای» او « قصد یې زورول وای» نه هغه امور چې بيان شول....
5ـ نو د ذکر شویو آیاتونو تر منځ هیڅ کوم تناقض شتون نلری او شبهه خپرونکی په اشتباه کې دی.
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه مهال کولای شول  چې ووایی د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې الله (جَلَّ جَلَالهُ) د جهان قوانین نه وای وضع کړی او کوم امور چې مخ ته راځي،په مستقله توګه له هغه وای...په هغه وخت کې که چیرې یوه آیت فرمايلي وای چې امور د الله له لوري دي او بل آیت ویلی چې پخپله د انسان له لوری دي، تناقض ایجادېده... خو آیا همدا رنګه دي؟ نه...! نو کوم تناقض نسته.
***
ولي مسلمانان په خرما روژه ماتوي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
داچي خرما د عربو تولید وو نو ځکه د اسلام پېغمبر ﷺ ورته بازار پیداکاو.
د یوه ملحد پر نبي کریم ﷺ اعتراض او د هغه ځواب
ما په تعلیم الاسلام راډیو ویب پاڼه کي دخرما پرازښت باندي لیکنه خپره کړې وه، چي خرما په قرآن کریم او احادیثو کي څومري ارزښت لري، نو یوه ملحد ورته لیکلی وه:
(خرما د عربو یواځنۍ مېوه وه نو ځکه د اسلام پېغمبر غوښتل چي بازار ورته پیدا کړي او صفت یې کاوه.)
ځواب: خرما یواځي د نبي کریم ﷺ په وخت کي نه بلکې دا د ۶۰۰۰ کلونو راهیسي انسانان ورسره بلد او استفاده کوي، نبي کریم ﷺ فرمايي چي تاسي روژه په ابو ماته کړئ او په خرما یې ماته کړئ، نو اوس اوبه صرف په جزیرة العرب کي وې او بل ځای نه وې؟ اوبه او خرما یې یو ځای ذکر کړیدي، په اوبو باندي شرمېدلې نو ځکه دي پر خرما باندي اعتراض وکئ، او هغه اوسنۍ ساینسي څېړنې چي شویدي هغه ټولې غیر مسلمانانو کړیدي، چي تاسي لاندي لنکونه کتلای شئ:
http://naturalsociety.com/health-benefits-of-dates-7-reasons-eat-date-fruit/
مایک باریټ لیکي: د۶۰۰۰ قبل المیلاد راهیسي دغه ښکلې مېوه انسانان استعمالوي، دغه میوه د اعصابو، هضمیې نظام، د زړه د صحت لپاره، د ویني د فشار لپاره، د زړه د حملې لپاره، د حمل لپاره او داسي نورو ناوړو ناروغیو لپاره درملنه ده.
https://www.organicfacts.net/health-benefits/fruit/health-benefits-of-dates.html
د پورتنیو ګټو څخه علاوه، خرما د قبض لپاره، د کم خونۍ لپاره، د معدې د سرطان لپاره، د ویټا منو د کمښت لپاره، د اوسپنې، مس، مګنیزیم ا و نورو معدني موادو د کمښت لپاره، د هډوکو د ټینګوالی لپاره ، د بدن د غیر منظمتوب لپاره، د الرجي (حساسیت ) لپاره، د جنسي توان لپاره، د شپې د شب کُرۍ لپاره، د نشې لپاره، د اطراحیې نظام لپاره او داسي نور ناروغیو لپاره خرما پوره علاج او درملنه ده.
http://www.nutrition-and-you.com/dates.html
https://www.healthbenefitstimes.com/health-benefits-of-dates/
http://kaheel7.com/eng/index.php/health-a-medicine/78-healing-by-dates-
همداسي په زرهاوو کتابونه ورباندي لیکل شویدي چي خُرما د انسان ژوند ده، د انسان صحت ده، داچي نبي کریم ﷺ د خرما صفت کاوه دی الهي رالېږل شوی پېغمبر وو، نو ځکه د الله له لوري دی خبر وو چي په خرما کي دومرې ګټې نغښتي دي.
یادونه: د خرما د نورو ګټو لپاره تاسي کولای شئ چي زما په فېسبوک پاڼه کي نور معلومات درسره وګورئ او یا هم زما چاپ شوی کتاب (اسلام او نوي ساینسي څېړنې لومړی ټوک) درسره مطالعه کړئ.
https://www.facebook.com/%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%A7%D9%88%D8%B3%D8%A7%DB%8C%D9%86%D8%B3-767026703339129/
د خرما په هغه اندازه ګټې دي چي که زر ټوکه کتاب ورباندي وليکل شي ناشونې ده چي ټولې ګټې یې راغونډي کړل شي.
همدغسی نبي کریم ﷺ د عسلو، د زیتونو او داسي نورو ډېرو شیانو صفتونه کړیدي، ایا دا ټول د بازار د پیداکيدو لپاره وه، العیاذبالله،؟ نه هیڅکله نه، ایا د عسلو د ګټو څخه یو څوک سترګې پټولای شي؟ نه هیڅکله نه. زه چي کله د ملحدینو سوالونه لولم په شرمېږم، و ماته هغه مبارک ایات راپه یاد شي چي الله پاک وايي چي دغه کسان تر حیواناتو لا بدتر دي، هغه ادراک او پوهه چي الله رب العزت و حیوان ته ورکړېده د هغه څخه حیوان کار اخلي خو ملحدین یې نه اخلي. روښتیا هم چي دوی هم کاڼه دي او هم ړانده دي. الله رب العزت فرمايي: صم بکم عمی فهم لایعقلون.
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
 
19. د الله رحمت څومره دی؟
شبهه:
الله تَبَارَک وَتَعَالَی رحمت پر ځان مقرر کړي دي (۶ ام سورت ۱۲ ام آیت) که څه هم  کولای شی ځینی له اشخاصو هدایت کړی، خو هدایت کوي یې نه (۱۴ ام سورت ۴ام آیت)
 ځواب:
الف)
«قُل لِّمَن مَّا فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُل لِّلَّهِ ۚ كَتَبَ عَلٰى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلٰى يَوْمِ الْقِيٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ الَّذِينَ خَسِرُوٓا أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ»[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 12] «له دوى څخه پوښتنه وکړه: «په اسمانونو او ځمکه کښي چي څه دي، هغه د چا دي؟» -  ووايه: «هر څه یوازي د الله دي، هغه د رحم او پېرزویني کړنچاره پر خپل ځان لازمه کړېده (له همدې امله په نافرمانيو او سرغړونو سره تاسي سمدلاسه نه نيسي.) د قيامت په ورځ به تاسي ټول هرو مرو راټول کړي، دا حقيقت هیڅ د اشتباه وړ نه دى. خو كومو خلكو چي په خپل لاس خپل ځانونه د تباهۍ په خطر کښي اچولي دي، هغوى یې نه مني.»
ب)
«وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ»[سُوۡرَةُ إبراهیم : 4]
«موږ چي د خپل پيغام رسولو لپاره هر كله كوم پېغمبر لېږلی دى، هغه ته مو د خپل قوم په ژبه پيغام ورکړيدى. تر څو چي  په ښه شان په روښانه توګه هغوى په خبره پوه کړي. بيا چي د الله چا ته خوښه شي ګمراه كوي یې او چا ته چي یې خوښه شي سمه لاره ورښيي. هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.»
ج)
کوم تناقض شتون نلری...
دغه داستان ته پام وکړئ: درې ستر موټرونه له یوې کوڅې تيريږي، په ډیر زیات ورو او آرام سرعت سره...
په یوه موټر کې خوندور خواړه دي، په بل موټر کې یو ټانکر خوږې اوبه دي، او په دریم موټر کې ډول ډول تازه میوې دي...د دغې کوڅې له خلکو یو شمیر یې له خپلو کورونو را وځي او خپله برخه او حيصه تر لاسه کوي...
خو ځینی نور یې سره له دې چې وږی او تږي دي له خپلو کورونو څخه نه را وځی...دغه مهربانه او خییر کسان د لاسپیکرونو په وسیله خلکو ته نارې وهی چې را شی هر څه مو چې زړه وي هغه واخلی... خو بیا هم ځینی کسان د خپل غرور او ناسمو ذهنتونو له امله... نه راځي ...اوس نو خپل وجدان د قاضی په توګه وګرځوي، که چیرې هغه کسان چې له خپلو کورونو یې بهر ندی راغلی له لوږې مړه شی مجرم او ګنهکاره څوک دی؟
پخپله دوی او که د موټر چلونکي؟! یا هغه څوک چې دغه مواد یې را استولي ؤ...؟ ښکاره خبره ده چې دوی پخپله...
2ـ  هیڅ شی الله ته ورته او شبیه ندی، دغه مثال مو د تاسو لوستونکو د زدکړې لپاره ذکر کړ، خو راځو د انسانانو د هدایت مقولې ته هغه هم دقيقاً همدا رنګه ده... الله تَبَارَک وَتَعَالَی خپل سپیڅلی دین را لیږلي دی، هره ورځ لاسپیکرونه نارې وهی چې راځي د بریا پر لور... خو بیا هم یو شمیر نه ورځي چې خپله برخه واخلی...
3ـ الله تَبَارَک وَتَعَالَی دغه ستر رحمت د ټولو لپاره را استولي دی... هر څوک کولای شی له هغه نه استفاده وکړی او نیکمرغه شی، خو له بده مرغه ځینی وایی نه یې غواړو...
- اوس نو سره له دې یو شمیر له همدغو کسانو (لکه د دغې شبهې لیکوال ) اعتراض کوي، کله چې د الله رحمت زیات دی... نو ولی خدای ما نه هدایت کوي؟ او دا تناقض دی.
- ښه نو تاسې کړي څه دي چې هدایت دې په برخه شی؟آیا د خدای لور ته ورغلی یې؟ اصلا کوم څه د هدایت په نامه په رسميت پیژني؟ که نه وی... بیا نو د تاسې اعتراض کول څه معنا لری؟!
4.هو، د «ب» د برخې په آیت کې الله تَبَارَک وَتَعَالَی فرمایی « هر چا ته چې وغواړي هدایت کوي یې او چا ته چې ونه غواړی نه یې هدایت کوی»،مونږ دې شبهې ته وړاندې ځواب ورکړی دی[1] او ویلی مو دي دغه د غوښتنې فعل هم د انسانانو لپاره په پام کې ونيسئ... یعنی انسان پخپله باید وغواړي، تر څو چې خدای هم د هغه لپاره هدایت وغواړي... نو کله چې انسان ونه غواړی، الله تَبَارَک وَتَعَالَی د چا لپاره د زور او تحميلي هدایت نه غواړی او نه یې هدایت کوی...
5ـ له بیان شویو مسائلو نه په صرف نظر سره، وګورئ الله تَبَارَک وَتَعَالَی بیا هم د خپل دین دښمنانو ته روزي ور کوي، هغوی ته اولاد ور کوي، امنیت او سلامتیا یې ورته مقدره کړې ده (عمومی رحمت)... آیا دا د الله تَبَارَک وَتَعَالَی د بی پایه رحمت نښانه نده؟ (خو ځانکړی رحمت د پایبندو افرادو شامل ګرځی...)
6ـ له همدې امله په پورته آیاتونو کې هیڅ کوم تناقض شتون نلری...
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه مهال کولای شول چې ووایی د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې د هدایت په پروسه کې د انسانانو اختیار هیڅ کوم رول نه درلودلای، او خدای یو شمير هدایت کولای او یو شمير نور نه... بیا الله فرمايلي زه د ټولو په حق کې مهربانه یم... خو آیا داسې دي؟؟  نه!!
مونږ ټول په دې پوهيږو چې اختیار شتون لری او یو شمیر عمدا د الله له مهرباني نه تښتي.
***
ــــــــــــــــــــ
[1] الحاد نوین باتلاق رنگین ج ۲ چاپ دویم ص ۲۶۶.
 
د سورة القدر اعجاز

﴿وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا﴾ [الجن: ۲۸]
⁉️ د قدر شپه کومه شپه ده؟
۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، که ۲۹ د رمضان؟

که د سورة القدر ټولې کلمې وشمیرو، نو دا پایله ترلاسه کوو:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
۱ إِنَّا، ۲ أَنزَلْنَاهُ،۳ فِي،۴ لَيْلَةِ،۵ الْقَدْرِ،۶ وَمَا،۷ أَدْرَاكَ،۸ مَا،۹ لَيْلَةُ،۱۰ الْقَدْرِ،۱۱ لَيْلَةُ،۱۲ الْقَدْرِ،۱۳ خَيْرٌ،۱۴ مِّنْ،۱۵ أَلْفِ،۱۶ شَهْرٍ
،۱۷ تَنَزَّلُ، ۱۸ الْمَلَائِكَةُ،۱۹ وَالرُّوحُ،۲۰ فِيهَا
،۲۱ بِإِذْنِ،۲۲ رَبِّهِم،۲۳ مِّن،۲۴ كُلِّ،۲۵ أَمْرٍ
،۲۶ سَلَامٌ،۲۷ هِيَ،۲۸ حَتَّى،۲۹ مَطْلَعِ
،۳۰ الْفَجْرِ

د دې سورت د کلمو شمیر ۳۰ دی، چې د قرآنکريم ۳۰ جزء او د رمضان د میاشتې ۳۰ شپو ته اشاره ده.

✔️ د دې سورت د حروفو شمیر ۱۱۴ دی، چې د قرآنکریم ۱۱۴ سورتونو ته اشاره کوي.

که د «لیلة القدر» حروف وشمیرو، نو ۹ حروف دي، چې په دریو آیتونو کې تکرار شوي:
۹ + ۹ + ۹ = ۲۷

☑️ که د سورة القدر د کلمو شمېرو ته وګورو، نو «القدر» دری ځله راغلی، د دې کلمو ترتیب ۵، ۱۰، او ۱۲ دی، چې مجموع یې:
۵ + ۱۰ + ۱۲ = ۲۷

په سورة القدر کې ۲۷مه کلمه «هِيَ» ده، چې معنی یې «هغه شپه» ده، دا د قدر شپې ته اشاره کوي.
«لیلة القدر» دری ځله راغلې، خو څلورم ځل یې د «هی» ضمیر کارول شوی، که «لیلة القدر» وای، نو دا عددې نظم به خراب شوی وای!

✔️ د "قدر" کلنه دری ځله راغلې، او د دې کلمې حروف هم دری دي:
۳ + ۳ + ۳ = ۹
۳ × ۳ × ۳ = ۲۷

د سورة القدر شمېره ۹۷ ده، چې یو عجیبه ریاضي ترتیب لري:
۹ × ۷ = ۶۳
۶ × ۳ = ۱۸
۶ + ۳ = ۹
۱۸ + ۹ = ۲۷

☑️ که د ۲۷ عدد تجزیه کړو، نو:
۲ + ۷ = ۹
۹ د رمضان میاشت ده، چې نهمه میاشت ده، او د توبې میاشت ده، ځکه چې د توبې سورت هم نهم سورت دی.

د قدر شپه د ۸۳ کلونو (۱۰۰۰ میاشتو) عبادت سره برابره ده!

🗓 د شپې پیل له ماښامه دی او تر سحره دوام کوي، نو دا وخت غنیمت ونیسئ او د یوې شپې عبادت د ۸۳ کلونو ثواب ته بدل کړئ.

🌃 رسول الله ﷺ ته قرآن په ۲۷مه شپه نازل شوی و، خو وروسته دا شپه د رمضان په وروستیو طاق شپو کې بدلېدونکې شوه، ځکه خو نبي ﷺ وفرمایل:«تحرو الیلة القدر في الوتر من العشر الاواخر من رمضان»
قدر شپه د رمضان د وروستیو طاق شپو (۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، ۲۹) کې ولټوئ! [بخاري: ۲۰۱۷، مسلم: ۱۱۶۶]

🌷 الله اکبر!!
***
20ـ آیا په جنت کې به پوښتنې او ګروېږنې وي او کنه؟
 شبهه:
له یو بل نه به سوال ونکړي (۲۳ ام سورت ۱۰۱ ام آیت )، خو همدا شان په یوه دوه اړخیزه سوال او ځواب کې به ګډون وکړی (۵۲ ام سورت ۲۵ ام آیت) او له یو بل نه به پوښتنه وکړی (۳۷ ام سورت ۲۷ ام آیت)
ځواب:
الف)
«فَإِذَا نُفِخَ فِى الصُّورِ فَلَآ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَآءَلُونَ»[سُوۡرَةُ المؤمنون : 101]
«نو څنګه چي شپېلۍ پو کړاى شي، بيا به په هغه ورځ د دوی په منځ کښي كومه خپلولي پاتي نشي او نه به دوی يو له بل څخه پوښتنه وکړي.»
ب)
«وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰى بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ»[سُوۡرَةُ الطُّور : 25] «دوى به مخامخ پخپلو منځو کښي يو له بله (په دنيا کښي د تير شويو حالاتو په هكله) پوښتني كوي.»
ج)
«وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰى بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ»[سُوۡرَةُ الصَّافات : 27] «له هغه وروسته به دوى يو بل ته مخ واړوي او يو له بله به پوښتني شروع کړي؛»
د)
1ـ «الف» د قیامت بحث دی، «ب» د جنت بحث دی او «ج» د جهنم بحث دی (د دې آیت مخکنیو آیاتونو ته وګورئ)... آیا د دغو ځایونو «احوال» او «شرایط» له یو بل سره ورته دي، چې هغه مو له یو بل سره پرتله کړي دي؟
2ـ یوازې «الف» د جنت بحث دی، خو د شبهه خپرونکي تیتر ته وګورئ، ټول یې جنت په پام کې نیولی دی! حتی جهنم یې هم!!
3ـ دې ته ورته چې يو څوک ووایی د پوهنتون د دوستانو په یوه ټولی کښې مې وینا وکړه، خو په قضا کې د قاضی پر وړاندې مې هیڅ ونه ویل... اوس نو يو کس ( ځایونو ته په نه پاملرنې سره ) را ولاړ شی او ورته ووایی، بالآخره تاسې وینا او خبرې وکړې او که ومو نکړې؟!
3ـ د مکانونو د نه ورته والی په دلیل سره، د آیاتونو تر منځ هیڅ کوم تناقض شتون نلری.
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه وخت کولای شول ووایی د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی په یوه آیت کې فرمايلي وای جنتیان له یو بل سره خبرې کوي او په بل آیت کې یې یې ویلی وای، جنتیان له یو بل سره خبرې نه کوی....
خو آیا داسې ده؟ نه ...!! نو بیا تناقض نشته.
***
21ـ آیا پرښتې محافظې دي؟
شبهه:
له الله پرته هیڅ کوم محافظ او ساتونکی شتون نلري (۲ ام سورت ۱۰۷ ام آیت، ۲۹ ام سورت ۲۲ ام آیت)، خو (۴۱ ام سورت ۳۱ ام آیت) پرښتې پخپله وایی « مونږ د تاسې محافظانې دلته او په هغې دنیا کې یو» همدا راز په نورو سورتونو کې د هغوي رول د ساتونکو په توګه (۱۳ ام سورت ۱۱ ام آیت او ۵۰ ام سورت ۱۷ ام او  ۱۸ ام آیتونه ) او محافظان (۸۲ ام سورت ۱۰ ام آیت ) اعلامیږي....
ځواب
الف)
«أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ»[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 107]
«ايا ته نه يي خبر چي د اسمانونو او ځمكې فرمان روايي يوازي د همدې الله ده او له هغه پرته هیڅوك ستاسي خبر اخیستونکی او ستاسي مرستندوى بل نشته؟»
ب)
«نَحْنُ أَوْلِيَآؤُكُمْ فِى الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَفِى الْءَاخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِىٓ أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ» [سُوۡرَةُ/فُصّلَت : 31] «موږ د دې دُنيا په ژوند کښي هم ستاسي ملګري يوو او په اخرت کښي هم، هلته چي تاسي هر څه وغواړئ دربه کړل شي، او د هر شي هيله چي وکړئ، هغه به ستاسي وي؛»
ج)
«لَهُۥ مُعَقِّبٰتٌ مِّنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ يَحْفَظُونَهُۥ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَآ أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوٓءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُۥ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَالٍ»[سُوۡرَةُ الرّعد : 11]
«د هر چا وړاندي وروسته ټاكل شوي څارونكي دي چي د الله په حكم سره د هغه څارنه سانته كوي. حقيقت دا دى چي الله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو پوري چي هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي. او كله چي الله كوم قوم ته د سزا وركولو فېصله وکړي، نو د هغې مخنيوى د هيچا په وسيله نه شي کېدای؛ نه څوك د الله په مقابل کښي د دغسي قوم ملاتړ او ساتندوى ګرځېدلای شي.»
د )
«وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحٰفِظِينَ»[سُوۡرَةُ الانفِطار : 10] «پداسي حال کښي چي پر تاسي یې څارونكي ټاكلي دي؛»
ر )
تناقض شتون نلری....
1ـ فکر کوم شبهه خپرونکي له طولی او عرضی رابطې څخه کومه اطلاع نلری، طولی رابطه چې هماغه د مدیر مرستیال او کارمندانو مثال دی، تصور وکړئ د یوې ولسوالی د ښونې او روزنې مدیر خپل مرستیال ته وایی، پلانکی کار دې تر سره شی... مرستیال هم د ادارې کارکونکو ته وایی... د ادارې کارمندان هم د مکاتبو مدیرانو ته وایی، مدیران هم خپلو معلمانو ته وایی ...
- د عرضی رابطې پوهيدل هم ډیر ساده دي، که چیرې مو دقت کړی وي د مراتبو دغه لړۍ په روغتون کې هم شتون لری...په ښاروالي کې هم شتون لری... اوس نو ښونه او روزنه، روغتون او ښاروالي له یو بل سره عرضی رابطه لری...دغه ادارات خلکو ته د خدمت په برخه کې د یو بل په عرض کې حرکت کوی خو له یو بل څخه امر او دستور نه اخلی، بلکه هر یو یې له خپل مافوق څخه امر اخلی ( او هلته طولی کیږی)
2ـ اوس باید په دې وپوهیږو چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی د ټولې هستۍ د فرمانروا په توګه، زمونږ، حافظ، مرسته کونکي او ساتونکی دی.... اما، په دې مینځ کې یوه «طولی رابطه» هم شتون لری او ځینی کارونه یې خپلو مخلوقاتو ته سپارلی دي.خو ملحدانو دا تصور کړی دی چې دا یوه عرضی رابطه ده.
3ـ د دغې رابطې پر طولی والی باندې زمونږ ګواه، د «ج» د برخې آیت دی، چې فرمايلي دي « د پروردگار په فرمان سره»دغه محافظت صورت مومی...
4ـ یا مثلا د «د» د برخې آیت ته وګورئ، فرمايلي یې دي چې ساتونکی ګومارل شوي دي... چا هغه ګومارلی دي؟ الله تَبَارَک وَتَعَالَی.
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه وخت کولای شول ووایی چې د دغو دوه آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې د خدای او مخلوقاتو تر منځ یوې عرضی رابطې شتون درلودلی، په هغه وخت کې په یوه ځای کې یې فرمايلي وای یوازې زه د انسانانو حافظ یم او په بل ځای کې فرمايلي وای پرښتې د انسانانو حافظې دي... خو آیا داسې دي؟ نه! نو بیا کوم تناقض نشته.
اختر مو مبارک شه
دوستانو اختر مو بیا هم مبارک شه الله تَبَارَک وَتَعَالَی دې زمونږ ټولو طاعات عبادات قبول وګرځوي او د نیکیو توفیق دې را په برخه کړی.
اللَّهُ أَكْبرُ اللَّهُ أَكْبرُ اللَّهُ أَكْبرُ
لا إلَهَ إلَّا اللَّهُ
واللَّهُ أَكْبرُ اللَّهُ أَكْبرُ
و للَّهِ الحمدُ.

💐اللهمَّ صلِّ على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما صليتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم؛ إنَّك حميدٌ مجيد💐

💐💐  عید سعید فطر را بر جمیع مؤمنان و أمت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم تبریک عرض مینماییم 💐💐

🌸 تقبل الله منا و منکم، آمین!


🌸اللهم اغفر للمؤمنین والمؤمنات والمسلمین والمسلمات، الأحیاء منهم والأموات، إنک یا مولانا سمیع قریب مجیب الدعوات. آمین.

🌸رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ، وأدخلنا جناتک النعیم. آمین

🌸اللهم من کان من هذه الأمة علی باطل و هو یظن أنه علی الحق، اللهم فرُده إلی الحق ، حتی لا یضل أحد من هذه الأمة . آمین.
اللهم أحسن عاقبتنا في الأمور کلها و أجرنا من خزي الدنیا و عذاب الآخرة. آمین!
22ـ آیا هر څه د الله مطیع دي؟
 شبهه:
دا چې هر څه د الله مطیع دي په (۳۰ امه سوره ۲۶ ام آیت ) کې اعلام شوي دي،خو په څو نورو ځايونو کې له الله څخه د شیطان د مغرورانه عدم اطاعت یادونه شوې ده له هغې جملې
 ( ۷ امه سوره ۱۱ ام آیت، ۱۵ امه سوره ۲۸ ام او ۳۱ ام آیاتونه، ۱۷ امه سوره ۶۱ ام آیت، ۲۰ امه سوره ۱۱۶ ام آیت، ۲۸ امه سوره ۷۱ او ۷۴ ام آیاتونه، ۱۸ امه سوره ۵۰ ام آیت ) همدا راز په نورو ځايونو کې د ډيرو موجوداتو اړوند چې د الله له فرمان څخه سر غړونه کوي خبر ور کوي.
ځواب:
الف)
«وَلَهُۥ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَّهُۥ قٰنِتُونَ»[سُوۡرَةُ الرُّوم : 26] «په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څوك دي، د هغه بندګان دي، ټول د همغه د فرمان تابع دي.»
ب )
«وَلَقَدْ خَلَقْنٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلٰٓئِكَةِ اسْجُدُوا لِءَادَمَ فَسَجَدُوٓا إِلَّآ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السّٰجِدِينَ»[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 11] «موږ ستاسي (د پلار) هستونه پېل کړه، بيا مو ستاسو (د پلار) صورت جوړ کړ، بيا مو پرښتو ته وويل چي ادم (ع)  ته سجده وکړئ، په دې امر سره ټولو سجده وکړه خو ابليس په سجده كوونكو کښي شامل نه شو.»
ج)
تناقض شتون نلری...
1ـ الله تَبَارَک وَتَعَالَی دغه دنیا په قانون مند توګه جوړ کړې ده، او هیڅ کوم موجود نشی کولای چې د الله تَبَارَک وَتَعَالَی له قوانينو څخه سر غړونه وکړی.
2ـ یو له دغو قوانینو څخه انسانانو او پیریانانو ته د «اختیار» ور کولو قانون دی، یعنی کله چې مونږ پخپله خوښه خپل کارونه تر سره کوو،د الله له قوانینو څخه د «اختیار» په نامه د یوه قانون د اجرا کولو په حال کې یو...
3. شیطان یو پيري دی[یعنی له جناتو څخه دی]، پيريان هم د اختیار والا دي؛ لذا کله یې چې د پروردگار له فرمان څخه سر غړونه وکړه «د خپل اختیار له ځواک »څخه یې ناوړه استفاده وکړه.
مونږ د استفادې له څرنګوالی سره کوم کار نلرو... له دغې وړتیا (اختیار)څخه نفس استفاده یعنی له الهی قوانینو څخه فرمان برداری...
4ـ که چیرې الله تَبَارَک وَتَعَالَی امر کولی (قانون یې ټاکه) چې شیطان ونشي کولای سر غړونه وکړي، هیڅکله یې نشو کولای دا کار وکړی... خو الله تَبَارَک وَتَعَالَی د انسانانو او جناتو لپاره د اجباری هدایت په نامه کوم قانون ندی تعیین کړی، چې د ګناه تر سره کول دې له الهی قوانینو څخه سر غړونه وبولو...
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه وخت کولای شول ووایی چې د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې خدای په یوه آیت کې امر ور کولی چې د جناتو او انسانانو هدایت د جبری وی، خو په بل آیت کې یې ویلی... شیطان د خدای له خبرو سر غړونه وکړه...خو آیا داسې دي؟ نه!
نو بیا کوم تناقض نشته.
***
- اللهم لك الحمد حتى ترضى ولك الحمد اذا رضيت ولك الحمد بعد الرضا .
ای الله!!!!! ...

له هرې خوا حملې ده! له یوې خوا مسلمانان د شکونو او شبهاتو له لارې د اسلام پر ضد راپارول شوي، له بلې خوا یې دین پرې ایښی دی او له دین څخه تښتي، له بل لوري په عباداتو کې کمزوري شوي، حتی په لمانځه او روژه کې سستي کوي... او بله خوا یې د بمونو او توغندیو هدف ګرځولی! وینه هم د عقیدې تویېږي، هم د وجود! جګړه زمونږ پر ضد د هر ډول وسلو سره روانه ده... خو مونږ لا هم په خوب ویده یو... نه پوهېږم کوم درد بیان کړم.