دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې
2.33K subscribers
315 photos
65 videos
35 files
1.04K links
دا کانال د اللهﷻ د رضا لپاره جوړ شوی دی چې د ملحدانو د شبهاتو په برخه کې فعالیت لری...
هر څوک چې کومه شبهه لری کولای شی د کانال مدیرانو ته یې واستوي او په چټکي سره ورته ځواب ورکول کیږی. ان شاء الله....

@Afandiatiq
Download Telegram
 
19. د الله رحمت څومره دی؟
شبهه:
الله تَبَارَک وَتَعَالَی رحمت پر ځان مقرر کړي دي (۶ ام سورت ۱۲ ام آیت) که څه هم  کولای شی ځینی له اشخاصو هدایت کړی، خو هدایت کوي یې نه (۱۴ ام سورت ۴ام آیت)
 ځواب:
الف)
«قُل لِّمَن مَّا فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُل لِّلَّهِ ۚ كَتَبَ عَلٰى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلٰى يَوْمِ الْقِيٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ الَّذِينَ خَسِرُوٓا أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ»[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 12] «له دوى څخه پوښتنه وکړه: «په اسمانونو او ځمکه کښي چي څه دي، هغه د چا دي؟» -  ووايه: «هر څه یوازي د الله دي، هغه د رحم او پېرزویني کړنچاره پر خپل ځان لازمه کړېده (له همدې امله په نافرمانيو او سرغړونو سره تاسي سمدلاسه نه نيسي.) د قيامت په ورځ به تاسي ټول هرو مرو راټول کړي، دا حقيقت هیڅ د اشتباه وړ نه دى. خو كومو خلكو چي په خپل لاس خپل ځانونه د تباهۍ په خطر کښي اچولي دي، هغوى یې نه مني.»
ب)
«وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ»[سُوۡرَةُ إبراهیم : 4]
«موږ چي د خپل پيغام رسولو لپاره هر كله كوم پېغمبر لېږلی دى، هغه ته مو د خپل قوم په ژبه پيغام ورکړيدى. تر څو چي  په ښه شان په روښانه توګه هغوى په خبره پوه کړي. بيا چي د الله چا ته خوښه شي ګمراه كوي یې او چا ته چي یې خوښه شي سمه لاره ورښيي. هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.»
ج)
کوم تناقض شتون نلری...
دغه داستان ته پام وکړئ: درې ستر موټرونه له یوې کوڅې تيريږي، په ډیر زیات ورو او آرام سرعت سره...
په یوه موټر کې خوندور خواړه دي، په بل موټر کې یو ټانکر خوږې اوبه دي، او په دریم موټر کې ډول ډول تازه میوې دي...د دغې کوڅې له خلکو یو شمیر یې له خپلو کورونو را وځي او خپله برخه او حيصه تر لاسه کوي...
خو ځینی نور یې سره له دې چې وږی او تږي دي له خپلو کورونو څخه نه را وځی...دغه مهربانه او خییر کسان د لاسپیکرونو په وسیله خلکو ته نارې وهی چې را شی هر څه مو چې زړه وي هغه واخلی... خو بیا هم ځینی کسان د خپل غرور او ناسمو ذهنتونو له امله... نه راځي ...اوس نو خپل وجدان د قاضی په توګه وګرځوي، که چیرې هغه کسان چې له خپلو کورونو یې بهر ندی راغلی له لوږې مړه شی مجرم او ګنهکاره څوک دی؟
پخپله دوی او که د موټر چلونکي؟! یا هغه څوک چې دغه مواد یې را استولي ؤ...؟ ښکاره خبره ده چې دوی پخپله...
2ـ  هیڅ شی الله ته ورته او شبیه ندی، دغه مثال مو د تاسو لوستونکو د زدکړې لپاره ذکر کړ، خو راځو د انسانانو د هدایت مقولې ته هغه هم دقيقاً همدا رنګه ده... الله تَبَارَک وَتَعَالَی خپل سپیڅلی دین را لیږلي دی، هره ورځ لاسپیکرونه نارې وهی چې راځي د بریا پر لور... خو بیا هم یو شمیر نه ورځي چې خپله برخه واخلی...
3ـ الله تَبَارَک وَتَعَالَی دغه ستر رحمت د ټولو لپاره را استولي دی... هر څوک کولای شی له هغه نه استفاده وکړی او نیکمرغه شی، خو له بده مرغه ځینی وایی نه یې غواړو...
- اوس نو سره له دې یو شمیر له همدغو کسانو (لکه د دغې شبهې لیکوال ) اعتراض کوي، کله چې د الله رحمت زیات دی... نو ولی خدای ما نه هدایت کوي؟ او دا تناقض دی.
- ښه نو تاسې کړي څه دي چې هدایت دې په برخه شی؟آیا د خدای لور ته ورغلی یې؟ اصلا کوم څه د هدایت په نامه په رسميت پیژني؟ که نه وی... بیا نو د تاسې اعتراض کول څه معنا لری؟!
4.هو، د «ب» د برخې په آیت کې الله تَبَارَک وَتَعَالَی فرمایی « هر چا ته چې وغواړي هدایت کوي یې او چا ته چې ونه غواړی نه یې هدایت کوی»،مونږ دې شبهې ته وړاندې ځواب ورکړی دی[1] او ویلی مو دي دغه د غوښتنې فعل هم د انسانانو لپاره په پام کې ونيسئ... یعنی انسان پخپله باید وغواړي، تر څو چې خدای هم د هغه لپاره هدایت وغواړي... نو کله چې انسان ونه غواړی، الله تَبَارَک وَتَعَالَی د چا لپاره د زور او تحميلي هدایت نه غواړی او نه یې هدایت کوی...
5ـ له بیان شویو مسائلو نه په صرف نظر سره، وګورئ الله تَبَارَک وَتَعَالَی بیا هم د خپل دین دښمنانو ته روزي ور کوي، هغوی ته اولاد ور کوي، امنیت او سلامتیا یې ورته مقدره کړې ده (عمومی رحمت)... آیا دا د الله تَبَارَک وَتَعَالَی د بی پایه رحمت نښانه نده؟ (خو ځانکړی رحمت د پایبندو افرادو شامل ګرځی...)
6ـ له همدې امله په پورته آیاتونو کې هیڅ کوم تناقض شتون نلری...
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه مهال کولای شول چې ووایی د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې د هدایت په پروسه کې د انسانانو اختیار هیڅ کوم رول نه درلودلای، او خدای یو شمير هدایت کولای او یو شمير نور نه... بیا الله فرمايلي زه د ټولو په حق کې مهربانه یم... خو آیا داسې دي؟؟  نه!!
مونږ ټول په دې پوهيږو چې اختیار شتون لری او یو شمیر عمدا د الله له مهرباني نه تښتي.
***
ــــــــــــــــــــ
[1] الحاد نوین باتلاق رنگین ج ۲ چاپ دویم ص ۲۶۶.
 
د سورة القدر اعجاز

﴿وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا﴾ [الجن: ۲۸]
⁉️ د قدر شپه کومه شپه ده؟
۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، که ۲۹ د رمضان؟

که د سورة القدر ټولې کلمې وشمیرو، نو دا پایله ترلاسه کوو:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
۱ إِنَّا، ۲ أَنزَلْنَاهُ،۳ فِي،۴ لَيْلَةِ،۵ الْقَدْرِ،۶ وَمَا،۷ أَدْرَاكَ،۸ مَا،۹ لَيْلَةُ،۱۰ الْقَدْرِ،۱۱ لَيْلَةُ،۱۲ الْقَدْرِ،۱۳ خَيْرٌ،۱۴ مِّنْ،۱۵ أَلْفِ،۱۶ شَهْرٍ
،۱۷ تَنَزَّلُ، ۱۸ الْمَلَائِكَةُ،۱۹ وَالرُّوحُ،۲۰ فِيهَا
،۲۱ بِإِذْنِ،۲۲ رَبِّهِم،۲۳ مِّن،۲۴ كُلِّ،۲۵ أَمْرٍ
،۲۶ سَلَامٌ،۲۷ هِيَ،۲۸ حَتَّى،۲۹ مَطْلَعِ
،۳۰ الْفَجْرِ

د دې سورت د کلمو شمیر ۳۰ دی، چې د قرآنکريم ۳۰ جزء او د رمضان د میاشتې ۳۰ شپو ته اشاره ده.

✔️ د دې سورت د حروفو شمیر ۱۱۴ دی، چې د قرآنکریم ۱۱۴ سورتونو ته اشاره کوي.

که د «لیلة القدر» حروف وشمیرو، نو ۹ حروف دي، چې په دریو آیتونو کې تکرار شوي:
۹ + ۹ + ۹ = ۲۷

☑️ که د سورة القدر د کلمو شمېرو ته وګورو، نو «القدر» دری ځله راغلی، د دې کلمو ترتیب ۵، ۱۰، او ۱۲ دی، چې مجموع یې:
۵ + ۱۰ + ۱۲ = ۲۷

په سورة القدر کې ۲۷مه کلمه «هِيَ» ده، چې معنی یې «هغه شپه» ده، دا د قدر شپې ته اشاره کوي.
«لیلة القدر» دری ځله راغلې، خو څلورم ځل یې د «هی» ضمیر کارول شوی، که «لیلة القدر» وای، نو دا عددې نظم به خراب شوی وای!

✔️ د "قدر" کلنه دری ځله راغلې، او د دې کلمې حروف هم دری دي:
۳ + ۳ + ۳ = ۹
۳ × ۳ × ۳ = ۲۷

د سورة القدر شمېره ۹۷ ده، چې یو عجیبه ریاضي ترتیب لري:
۹ × ۷ = ۶۳
۶ × ۳ = ۱۸
۶ + ۳ = ۹
۱۸ + ۹ = ۲۷

☑️ که د ۲۷ عدد تجزیه کړو، نو:
۲ + ۷ = ۹
۹ د رمضان میاشت ده، چې نهمه میاشت ده، او د توبې میاشت ده، ځکه چې د توبې سورت هم نهم سورت دی.

د قدر شپه د ۸۳ کلونو (۱۰۰۰ میاشتو) عبادت سره برابره ده!

🗓 د شپې پیل له ماښامه دی او تر سحره دوام کوي، نو دا وخت غنیمت ونیسئ او د یوې شپې عبادت د ۸۳ کلونو ثواب ته بدل کړئ.

🌃 رسول الله ﷺ ته قرآن په ۲۷مه شپه نازل شوی و، خو وروسته دا شپه د رمضان په وروستیو طاق شپو کې بدلېدونکې شوه، ځکه خو نبي ﷺ وفرمایل:«تحرو الیلة القدر في الوتر من العشر الاواخر من رمضان»
قدر شپه د رمضان د وروستیو طاق شپو (۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، ۲۹) کې ولټوئ! [بخاري: ۲۰۱۷، مسلم: ۱۱۶۶]

🌷 الله اکبر!!
***
20ـ آیا په جنت کې به پوښتنې او ګروېږنې وي او کنه؟
 شبهه:
له یو بل نه به سوال ونکړي (۲۳ ام سورت ۱۰۱ ام آیت )، خو همدا شان په یوه دوه اړخیزه سوال او ځواب کې به ګډون وکړی (۵۲ ام سورت ۲۵ ام آیت) او له یو بل نه به پوښتنه وکړی (۳۷ ام سورت ۲۷ ام آیت)
ځواب:
الف)
«فَإِذَا نُفِخَ فِى الصُّورِ فَلَآ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَآءَلُونَ»[سُوۡرَةُ المؤمنون : 101]
«نو څنګه چي شپېلۍ پو کړاى شي، بيا به په هغه ورځ د دوی په منځ کښي كومه خپلولي پاتي نشي او نه به دوی يو له بل څخه پوښتنه وکړي.»
ب)
«وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰى بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ»[سُوۡرَةُ الطُّور : 25] «دوى به مخامخ پخپلو منځو کښي يو له بله (په دنيا کښي د تير شويو حالاتو په هكله) پوښتني كوي.»
ج)
«وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰى بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ»[سُوۡرَةُ الصَّافات : 27] «له هغه وروسته به دوى يو بل ته مخ واړوي او يو له بله به پوښتني شروع کړي؛»
د)
1ـ «الف» د قیامت بحث دی، «ب» د جنت بحث دی او «ج» د جهنم بحث دی (د دې آیت مخکنیو آیاتونو ته وګورئ)... آیا د دغو ځایونو «احوال» او «شرایط» له یو بل سره ورته دي، چې هغه مو له یو بل سره پرتله کړي دي؟
2ـ یوازې «الف» د جنت بحث دی، خو د شبهه خپرونکي تیتر ته وګورئ، ټول یې جنت په پام کې نیولی دی! حتی جهنم یې هم!!
3ـ دې ته ورته چې يو څوک ووایی د پوهنتون د دوستانو په یوه ټولی کښې مې وینا وکړه، خو په قضا کې د قاضی پر وړاندې مې هیڅ ونه ویل... اوس نو يو کس ( ځایونو ته په نه پاملرنې سره ) را ولاړ شی او ورته ووایی، بالآخره تاسې وینا او خبرې وکړې او که ومو نکړې؟!
3ـ د مکانونو د نه ورته والی په دلیل سره، د آیاتونو تر منځ هیڅ کوم تناقض شتون نلری.
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه وخت کولای شول ووایی د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی په یوه آیت کې فرمايلي وای جنتیان له یو بل سره خبرې کوي او په بل آیت کې یې یې ویلی وای، جنتیان له یو بل سره خبرې نه کوی....
خو آیا داسې ده؟ نه ...!! نو بیا تناقض نشته.
***
21ـ آیا پرښتې محافظې دي؟
شبهه:
له الله پرته هیڅ کوم محافظ او ساتونکی شتون نلري (۲ ام سورت ۱۰۷ ام آیت، ۲۹ ام سورت ۲۲ ام آیت)، خو (۴۱ ام سورت ۳۱ ام آیت) پرښتې پخپله وایی « مونږ د تاسې محافظانې دلته او په هغې دنیا کې یو» همدا راز په نورو سورتونو کې د هغوي رول د ساتونکو په توګه (۱۳ ام سورت ۱۱ ام آیت او ۵۰ ام سورت ۱۷ ام او  ۱۸ ام آیتونه ) او محافظان (۸۲ ام سورت ۱۰ ام آیت ) اعلامیږي....
ځواب
الف)
«أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ»[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 107]
«ايا ته نه يي خبر چي د اسمانونو او ځمكې فرمان روايي يوازي د همدې الله ده او له هغه پرته هیڅوك ستاسي خبر اخیستونکی او ستاسي مرستندوى بل نشته؟»
ب)
«نَحْنُ أَوْلِيَآؤُكُمْ فِى الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَفِى الْءَاخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِىٓ أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ» [سُوۡرَةُ/فُصّلَت : 31] «موږ د دې دُنيا په ژوند کښي هم ستاسي ملګري يوو او په اخرت کښي هم، هلته چي تاسي هر څه وغواړئ دربه کړل شي، او د هر شي هيله چي وکړئ، هغه به ستاسي وي؛»
ج)
«لَهُۥ مُعَقِّبٰتٌ مِّنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ يَحْفَظُونَهُۥ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَآ أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوٓءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُۥ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَالٍ»[سُوۡرَةُ الرّعد : 11]
«د هر چا وړاندي وروسته ټاكل شوي څارونكي دي چي د الله په حكم سره د هغه څارنه سانته كوي. حقيقت دا دى چي الله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو پوري چي هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي. او كله چي الله كوم قوم ته د سزا وركولو فېصله وکړي، نو د هغې مخنيوى د هيچا په وسيله نه شي کېدای؛ نه څوك د الله په مقابل کښي د دغسي قوم ملاتړ او ساتندوى ګرځېدلای شي.»
د )
«وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحٰفِظِينَ»[سُوۡرَةُ الانفِطار : 10] «پداسي حال کښي چي پر تاسي یې څارونكي ټاكلي دي؛»
ر )
تناقض شتون نلری....
1ـ فکر کوم شبهه خپرونکي له طولی او عرضی رابطې څخه کومه اطلاع نلری، طولی رابطه چې هماغه د مدیر مرستیال او کارمندانو مثال دی، تصور وکړئ د یوې ولسوالی د ښونې او روزنې مدیر خپل مرستیال ته وایی، پلانکی کار دې تر سره شی... مرستیال هم د ادارې کارکونکو ته وایی... د ادارې کارمندان هم د مکاتبو مدیرانو ته وایی، مدیران هم خپلو معلمانو ته وایی ...
- د عرضی رابطې پوهيدل هم ډیر ساده دي، که چیرې مو دقت کړی وي د مراتبو دغه لړۍ په روغتون کې هم شتون لری...په ښاروالي کې هم شتون لری... اوس نو ښونه او روزنه، روغتون او ښاروالي له یو بل سره عرضی رابطه لری...دغه ادارات خلکو ته د خدمت په برخه کې د یو بل په عرض کې حرکت کوی خو له یو بل څخه امر او دستور نه اخلی، بلکه هر یو یې له خپل مافوق څخه امر اخلی ( او هلته طولی کیږی)
2ـ اوس باید په دې وپوهیږو چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی د ټولې هستۍ د فرمانروا په توګه، زمونږ، حافظ، مرسته کونکي او ساتونکی دی.... اما، په دې مینځ کې یوه «طولی رابطه» هم شتون لری او ځینی کارونه یې خپلو مخلوقاتو ته سپارلی دي.خو ملحدانو دا تصور کړی دی چې دا یوه عرضی رابطه ده.
3ـ د دغې رابطې پر طولی والی باندې زمونږ ګواه، د «ج» د برخې آیت دی، چې فرمايلي دي « د پروردگار په فرمان سره»دغه محافظت صورت مومی...
4ـ یا مثلا د «د» د برخې آیت ته وګورئ، فرمايلي یې دي چې ساتونکی ګومارل شوي دي... چا هغه ګومارلی دي؟ الله تَبَارَک وَتَعَالَی.
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه وخت کولای شول ووایی چې د دغو دوه آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې د خدای او مخلوقاتو تر منځ یوې عرضی رابطې شتون درلودلی، په هغه وخت کې په یوه ځای کې یې فرمايلي وای یوازې زه د انسانانو حافظ یم او په بل ځای کې فرمايلي وای پرښتې د انسانانو حافظې دي... خو آیا داسې دي؟ نه! نو بیا کوم تناقض نشته.
اختر مو مبارک شه
دوستانو اختر مو بیا هم مبارک شه الله تَبَارَک وَتَعَالَی دې زمونږ ټولو طاعات عبادات قبول وګرځوي او د نیکیو توفیق دې را په برخه کړی.
اللَّهُ أَكْبرُ اللَّهُ أَكْبرُ اللَّهُ أَكْبرُ
لا إلَهَ إلَّا اللَّهُ
واللَّهُ أَكْبرُ اللَّهُ أَكْبرُ
و للَّهِ الحمدُ.

💐اللهمَّ صلِّ على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما صليتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم؛ إنَّك حميدٌ مجيد💐

💐💐  عید سعید فطر را بر جمیع مؤمنان و أمت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم تبریک عرض مینماییم 💐💐

🌸 تقبل الله منا و منکم، آمین!


🌸اللهم اغفر للمؤمنین والمؤمنات والمسلمین والمسلمات، الأحیاء منهم والأموات، إنک یا مولانا سمیع قریب مجیب الدعوات. آمین.

🌸رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ، وأدخلنا جناتک النعیم. آمین

🌸اللهم من کان من هذه الأمة علی باطل و هو یظن أنه علی الحق، اللهم فرُده إلی الحق ، حتی لا یضل أحد من هذه الأمة . آمین.
اللهم أحسن عاقبتنا في الأمور کلها و أجرنا من خزي الدنیا و عذاب الآخرة. آمین!
22ـ آیا هر څه د الله مطیع دي؟
 شبهه:
دا چې هر څه د الله مطیع دي په (۳۰ امه سوره ۲۶ ام آیت ) کې اعلام شوي دي،خو په څو نورو ځايونو کې له الله څخه د شیطان د مغرورانه عدم اطاعت یادونه شوې ده له هغې جملې
 ( ۷ امه سوره ۱۱ ام آیت، ۱۵ امه سوره ۲۸ ام او ۳۱ ام آیاتونه، ۱۷ امه سوره ۶۱ ام آیت، ۲۰ امه سوره ۱۱۶ ام آیت، ۲۸ امه سوره ۷۱ او ۷۴ ام آیاتونه، ۱۸ امه سوره ۵۰ ام آیت ) همدا راز په نورو ځايونو کې د ډيرو موجوداتو اړوند چې د الله له فرمان څخه سر غړونه کوي خبر ور کوي.
ځواب:
الف)
«وَلَهُۥ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَّهُۥ قٰنِتُونَ»[سُوۡرَةُ الرُّوم : 26] «په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څوك دي، د هغه بندګان دي، ټول د همغه د فرمان تابع دي.»
ب )
«وَلَقَدْ خَلَقْنٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلٰٓئِكَةِ اسْجُدُوا لِءَادَمَ فَسَجَدُوٓا إِلَّآ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السّٰجِدِينَ»[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 11] «موږ ستاسي (د پلار) هستونه پېل کړه، بيا مو ستاسو (د پلار) صورت جوړ کړ، بيا مو پرښتو ته وويل چي ادم (ع)  ته سجده وکړئ، په دې امر سره ټولو سجده وکړه خو ابليس په سجده كوونكو کښي شامل نه شو.»
ج)
تناقض شتون نلری...
1ـ الله تَبَارَک وَتَعَالَی دغه دنیا په قانون مند توګه جوړ کړې ده، او هیڅ کوم موجود نشی کولای چې د الله تَبَارَک وَتَعَالَی له قوانينو څخه سر غړونه وکړی.
2ـ یو له دغو قوانینو څخه انسانانو او پیریانانو ته د «اختیار» ور کولو قانون دی، یعنی کله چې مونږ پخپله خوښه خپل کارونه تر سره کوو،د الله له قوانینو څخه د «اختیار» په نامه د یوه قانون د اجرا کولو په حال کې یو...
3. شیطان یو پيري دی[یعنی له جناتو څخه دی]، پيريان هم د اختیار والا دي؛ لذا کله یې چې د پروردگار له فرمان څخه سر غړونه وکړه «د خپل اختیار له ځواک »څخه یې ناوړه استفاده وکړه.
مونږ د استفادې له څرنګوالی سره کوم کار نلرو... له دغې وړتیا (اختیار)څخه نفس استفاده یعنی له الهی قوانینو څخه فرمان برداری...
4ـ که چیرې الله تَبَارَک وَتَعَالَی امر کولی (قانون یې ټاکه) چې شیطان ونشي کولای سر غړونه وکړي، هیڅکله یې نشو کولای دا کار وکړی... خو الله تَبَارَک وَتَعَالَی د انسانانو او جناتو لپاره د اجباری هدایت په نامه کوم قانون ندی تعیین کړی، چې د ګناه تر سره کول دې له الهی قوانینو څخه سر غړونه وبولو...
 
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه وخت کولای شول ووایی چې د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې خدای په یوه آیت کې امر ور کولی چې د جناتو او انسانانو هدایت د جبری وی، خو په بل آیت کې یې ویلی... شیطان د خدای له خبرو سر غړونه وکړه...خو آیا داسې دي؟ نه!
نو بیا کوم تناقض نشته.
***
- اللهم لك الحمد حتى ترضى ولك الحمد اذا رضيت ولك الحمد بعد الرضا .
ای الله!!!!! ...

له هرې خوا حملې ده! له یوې خوا مسلمانان د شکونو او شبهاتو له لارې د اسلام پر ضد راپارول شوي، له بلې خوا یې دین پرې ایښی دی او له دین څخه تښتي، له بل لوري په عباداتو کې کمزوري شوي، حتی په لمانځه او روژه کې سستي کوي... او بله خوا یې د بمونو او توغندیو هدف ګرځولی! وینه هم د عقیدې تویېږي، هم د وجود! جګړه زمونږ پر ضد د هر ډول وسلو سره روانه ده... خو مونږ لا هم په خوب ویده یو... نه پوهېږم کوم درد بیان کړم.
یوال نوح هراري، د اسراییلو یو مشهور مورخ او لیکوال چې ډېر زیات پلویان لري، تازه ختیځې آسیا ته سفر کړی دی. هغه په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د څو انځورونو خپرولو ترڅنګ لیکلي: "د ختیځې آسیا سفر له خپل میړه سره، زما لپاره یو ویاړ و."
په لومړي نظر کې ښایي دا جمله یوه ټایپي تېروتنه وبلل شي، خو داسې نه ده؛ هراري له هغو کسانو څخه دی چې همجنس‌ګرایي ته تمایل لري، او هغه کس چې ورسره ملګری دی، خپل "میړه" بولي.
څومره خواشینوونکی ده چې نننی واکمن تمدن، د زور او شتمنۍ په مټ، د بشر د تباهۍ لار هواروي او هر ډول بی نظمي او بد اخلاقی توجیه کوي. د انسان د فطرت د ژغورلو او د انسانیت د درناوي لپاره، اړینه ده چې د دې ورانوونکي سیلاب پر وړاندې ودریږو او یو نوی لوری پرانیزو.

ژباړه
ماشاءالله

د افغانستان د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې یوې انجلۍ د قرآن کریم مصحف د خامک‌دوزۍ په وسیله ګنډلي دی.

د باختر آژانس د راپور له مخې، دغه هنري اثر چې پنځه جلده دی، هر جلد یې شپږ جز لري، او هر جلد په ځانګړي ډول جلا شوی دی. د هر جلد اوږدوالی ۷۰ سانتي‌متره، سور یې ۵۰ سانتي‌متره او وزن یې ۱۰ کیلوګرامه دی.
په دې هنري اثر کې ۱۵۰ متره د صندل ټوټه، او ۱۲۰۰ رول (ګوټکه)  د مختلفو رنګونو تار کارول شوی دی. دا قرآن‌کریم دغې انجلۍ په خپله د خپلو ګوتو په مټ، د پنځو کلونو په موده کې خامک‌دوزي کړی دی.
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

دوستانو ان شاء الله ډیر ژر به د کانال فعالیت بیا پیل کړو راسره مله اوسی
بِسْــــــــــــــــــمِ ﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم

إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ
‏﴿ربَّنا لا تُزِغ قُلُوبنا بعدَ إذ هَدَيتَنا﴾ .
***
23ـ آیا الله شرک بښی؟
شبهه
:
شرک له بد ترینه ګناهونو څخه ګڼل کیږی، خو داسې په نظر راځي چې د قرآن لیکوال په دې ندی توانیدلی په دې اړوند چې الله شرک بښی او که نه یې بښی قاطع تصمیم د ونیسی.په (۴ امه سوره ۴۸ او ۱۱۶ ام آیاتونو کې ) وایی نه یې بښی او په (۴ امه سوره ۱۵۳ ام آیت کې ) وایی بښی یې، ابراهیم د خپل خدای په توګه د لمر سپوږمۍ او ستورو په عبادت سره په شرک کې اخته کیږی (۶ امه سوره ۷۶ او ۷۸ آیاتونه ) خو مسلمانان دا فکر کوي چې پیغمبران ګناه نه کوي.
ځواب:
وړاندې له دې چې د آیاتونو خواته ورشو، دا ټکی په پام کې لرئ چې قرآن «ویونکی» لری نه «لیکوال/لیکونکی». قرآن د الله تَبَارَک وَتَعَالَی کلام دی، نه د رسول الله ﷺ لیکنه.
الف)
«إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرٰىٓ إِثْمًا عَظِيمًا»[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 48] «الله یوازي شرك نه بښي، له دې څخه پرته چي نوري هر څومره ګناهوي دي، چي د هغه چا ته خوښه شي وربښي یې. چا چي له الله سره كوم بل څوك شريك وګاڼه، هغه ډېر غټ درواغ غوټه کړل او د ډيري لویي ګناه خبره یې وکړه.»
ب )
«يَسْـَٔلُكَ أَهْلُ الْكِتٰبِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتٰبًا مِّنَ السَّمَآءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا مُوسٰىٓ أَكْبَرَ مِن ذٰلِكَ فَقَالُوٓا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَيِّنٰتُ فَعَفَوْنَا عَن ذٰلِكَ ۚ وَءَاتَيْنَا مُوسٰى سُلْطٰنًا مُّبِينًا»[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 153]
«دا اهل كتاب، كه نن ستا څخه غوښتنه كوي چي له اسمان څخه كومه ليكنه پر هغو نازل کړه؛ نو له دې څخه ډيري غټي مجرمانه غوښتني دوى مخکي له موسى(ع) څخه کړيدي. هغه ته دوى ويلي ول چي: موږ ته په څرګند ډول خداى راوښيه او د همدې سركښۍ له امله په ناڅاپي توګه پرې تندر رالوېدلی ؤ. بيا دوى خوسكى خپل معبود ونيو، په داسي حال کي چي دوى ښكاره څرګندي نښي نښانې ليدلي وې. د هغه له پاسه هم موږ له دې ور تېر شوو. نو موږ موسى(ع) ته ښكاره فرمان (غلبه) ورکړ.»
ج)
«فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ الَّيْلُ رَءَا كَوْكَبًا ۖ قَالَ هٰذَا رَبِّى ۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَآ أُحِبُّ الْءَافِلِينَ() فَلَمَّا رَءَا الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هٰذَا رَبِّى ۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمْ يَهْدِنِى رَبِّى لَأَكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّآلِّينَ()فَلَمَّا رَءَا الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هٰذَا رَبِّى هٰذَآ أَكْبَرُ ۖ فَلَمَّآ أَفَلَتْ قَالَ يٰقَوْمِ إِنِّى بَرِىٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ()»
[سُوۡرَةُ الاٴنعَام :76/ 78]
كله چي شپه پرې خوره شوه، نو هغه يو ستورى وليد، ویې ويل: دا زما رب دى (ستاسي په په ګومان) خو كله چي هغه (ستوری) پرېوتی، نو ویې ويل په پرېوتونكي پوري زما زړه تړلى نه دى.()بيا یې چي كله سپوږمۍ ځلانده تر سترګو شوه، نو ویې ويل: دا زما رب دی، (ستاسي په ګومان ) خو كله چي هغه هم پرېوتله، نو ویې ويل كه زما رب ما ته لارښوونه نه واى کړي، نو زه به هم له ګمراهانو څخه شوى واى.()بيا چي كله یې لمر روښانه وليدی، نو ویې ويل دا زما رب دی، (ستاسي په زعم ) دا تر ټولو لوى دى. خو كله چي هغه هم پرېوت، نو ابراهيم (ع) اواز وکړ: "اې قومه! زه له هغو ټولو څخه بيزار يم چي تاسي هغه له خداى سره شريك ګڼئ.()»
د)
تناقض شتون نلری...
1ـ یوه کلیدی نکته شتون لری، که چیرې هغې نکتې ته متوجه شی پوهیږي چې د دغو آیاتونو تر منځ کوم تناقض شتون نلری
-د «الف» په برخه کې ذکر شوی آیت په دقت او پام سره تلاوت کړئ...
- هلته الله تَبَارَک وَتَعَالَی فرمایي پرته له شرک نه هره ګناه چې وغواړم بښم یې.
-منظور پرته له توبې بښنه ده، یعنی هره ګناه که تر سره کړو، پرته له توبې کولو، د بښلو «احتمال» یې شتون لری...
- خو د شرک لپاره «حتما» باید «توبه» تر سره شی، او کنه بښنه به نه وي ..
2. اوس، د «ب» د برخې آیت تلاوت کړی، څرګنده ده چې بنی اسرائيلو د خوسکي د عبادت له کولو وروسته توبه وکړه او الله تَبَارَک وَتَعَالَی هم د هغوي توبه ومنله .
- پوهيږو ملحدان د آیت د ترجمې په مطالعې سره وایی، د توبې کلمه چیرې ده؟ مونږ هغه څه چې په برانتیز کې وي نه منو، ځکه چې د تاسې خپله خبره ده... وايو د سورت بقرې ۵۴ ام آیت ته مراجعه وکړئ هلته صراحتاً د خوسکي له عبادت کولو نه وروسته توبې ته اشاره شوې ده.
3ـ د «ج»د برخې د آیت بحث له بیان شویو مطالبو سره توپیر لری ځکه ابراهیم (عَلَيْهِ السَّلام) د استدلال او مناظرې په مقام کې دا کار تر سره کړی دی... نه دا چې د ستورو او سپوږمۍ عبادت کونکي د شی.
- کله یې چې نمرودیانو ته وویل: زه د لمر عبادت کوم ځکه چې له ستورو او سپوږمۍ څخه روښانه او ستر دی، خو د غروب پر مهال یې وفرمایل دې خو هم افول پيدا کړ! نو د خدای توب وړ ندی... دا خبره یو ډول د استدلال او د مخاطب را ایسار ول دي.
-ممکن ملحدان ووایی دا له کومه معلومه ده چې دا کار یې د مناظرې لپاره وکړ؟ ورته وایو له کومه ځایه چې پیغمبران د بشریت د تاریخ تر ټولو موحد ترین کسان دی او تل یې له شرک او بت پرستي سره مبارزه کړې ده، که چیرې حضرت ابراهیم (عَلَيْهِ السَّلام)  داسې يو کس وای (لکه څنګه چې تاسې وایی ) هيڅکله په دې نه بریالی کیده چې داسې یوه مقام ته ورسیږی... (په داسې حال کې چې یو له سترو پیغمبرانو څخه د وی... د تاریخ ستر بت شکن -علی نبینا و علیه صلوات و السلام-)
وروستي خبر...............
شبهه خپرونکو هغه وخت کولای شول ووایی د دغو آیاتونو تر منځ تناقض شتون لری، چې خدای ویلی وای شرک له توبې سره هم نه بښم... او په بل آیت کې یې ویلی وای ما شرک وروسته له توبې وباښه... خو آیا داسې دي؟ نه! نو بیا کوم تناقض نشته.
***
"له دارویني لیدلوري، د حقیقت، ښیګڼې، ښکلا، او زموږ د دې شیانو سره د مینې توضیح ډېر ستونزمن دی."
دا خبره د آنتوني اوهر له کتاب "له ارتقا ها خوا (Beyond Evolution)" څخه اخیستل شوې ده. هغه یو ندانم‌ګرا فیلسوف دی، او دا جمله یې د دې لپاره کارولې چې وښيي طبیعي انتخاب یا داروینیسم نشي کولی ځینې لوړې مفکورې لکه حقیقت، اخلاق او ښکلا په سمه توګه توضیح کړي.
عقـل او شــهوت

اهل علم وايي:
۱ـ ملائکو ته الله تعالی عقل ورکړ،
خو له شهوته يې محروم کړل.
۲ ـ حيواناتو ته يې شهوت ورکړ.
خو د عقل څخه يې محروم کړل.
۳ـ
انسان يې له دواړو برخمن کړ؛
اوس که د چا عقل پر شهوت غالب شو،
نو تر ملائکو هم غوره دی
او که يې شهوت پر عقل غالب شو، نو له حيواناتو هم بدتر دی.