《◈دنَبِی کَرِیمﷺحَدِیثُونَه◈》
5.68K subscribers
299 photos
119 videos
4 files
166 links
ګرانو مینوالو کوشش وکړی چی ددی بیکاره مجازی نړی سه شه ګټه واخلو دغه ټلکرام باید ستاسو دثواب دګټولو وصیله شی نه دعذاب سبب ومن الله توفیق
Download Telegram
رسول الله ﷺ فرمایي*
*«څوک چې په دغې ورځ د کهف سورت تلاوت کړي [له برکته یې] د دوو جمعو ترمنځ ورته یوه رڼا(نور) بلېږي*
*[المستدرک : ۳۳۴۹]*
*[الترغیب و الترهیب : ۷۳۶]*
فرعون په نیل کې د ډوبیدو هیڅ پلان نه درلود
لیکن ډوب شو.
شداد غوښتل چې سلونه کاله په خپل جنت کي عیش او عشرت وکړي.
لیکن په دروازه کي یي روح قبض شو.
د نمرود پلان دا و چې د ډیرو پیړیو لپاره حکومت وکړي
خو یو منګس هغه مړ کړ.
یزید د حضرت امام حسین علیه السلام په شهادت د خپل ځان لپاره د اوږدي پادشاهی پلان جوړ کړی وه
خو درې کاله وروسته هغه په ​​یو عبرتناک مرګ مړ شو او پاتي نسل يي هم له منځه ولاړ.
د هټلر اراده ډیره خطرناکه وه، غوښتل يي نړۍ ونیسي خو حالات داسې بدل شول چې ځان وژنې ته اړ شو.
په نړۍ کې هر ظالم ته یوازې یو محدود وخت ورکول کیږي.
کله د چې الله جل جلاله راونيسي
بیا د انسان خلاصون ډیر مشکل کیږي.
ټول غرور او تکبر، دې همدلته پاتې کیږي.

#نوټ
که مو وه لوستل تاسو یئ هم نشر کړئ
*د جُمعې لمونځ (اهميت او فضيلت)*

د جُمعی لمونځ په هر عاقل ،بالغ ،آزاد ،مقيم ، نارينه او تندرست مسلمان فرض دی ، او په نا بالغو،ناروغو ،ړندو ، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی ، لکن که ويې کړي نو د دوی د جُمعی لمونځ به وشي په دغه ورځ بيا د ماپښين لمونځ ته ضرورت نشته .
د جُمعی لمونځ د اسلام له سترو شعائرو څخه دی ددې له فرضيت نه منکر کافر دی او څوک يې چې پرته له څه عذر يوازې د سستۍ او بې پروايۍ له وجی دا لمونځ پريږدي فاسق دی .
د فرضيت دليل :
[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْع] (الجمة ۹ ).َ
ژباړه: مؤمنانو! کله چې د جُمعی په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو دخدای ج د ياد لپاره په بيړه ورځی او اخيستل او خرڅول پريږدی .
په دغه لمانځه کې د بيړی د ورتګ حکم ځکه دی چې دا لمونځ پرته له جماعت څخه نه ادا کيږي او بل دا چې د نورو لمونځونو په شان قضايې هم نلري .
د جمعې د لمانځه اهميت او فضيلت :
ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ غُسْلَ الْجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الْخَامِسَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ الْمَلائِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ» (البخاري ) .
ژباړه : څوک چې د جمعې په ورځ د جنابت د غسل په شان غسل وکړي او په اول وخت کې د جمعې لمانځه ته لاړ شي داسې (اجر لري ) لکه اوښ چې صدقه کړي او که څوک دوهم وخت کې (وروسته له هغه) لاړ شي داسې دی لکه غوايی چې صدقه کړی وي او څوک چې دريم وخت (وروسته له هغه) لاړ شي داسې دی لکه پسه يې چې صدقه کړی وي او څوک چې په څلورم وخت کې لاړ شي داسې دی لکه چرک يې چې صدقه کړی وي او څوک چې په پنځم وخت (وروسته لاړ شي ) داسې لکه هګۍ چې صدقه کړې وي .مګر کله چې امام د خطبې لپاره پاڅېږي ملائکي خپل قلمونه او ليکل پرېږدي او خطبې ته عوږ نيسي .
ابو عبس رضی الله عنه وايي کله چې زه د جمعې لمانځه ته تللم له رسول الله صلی الله عليه وسلم مې واورېدل چې فرمايل يې :«مَنِ اغْبَرَّتْ قَدَمَاهُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». (بخارى:۹۰۷)
ژباړه : د چا په قدمونو باندې چې د الله تعالی د لارې ګرد او غبار ولويږي په هغه باندې د دوزخ اور حرام دی .
لکه څنګه چې د جمعې د لمانځه ادا کول لوی اجر لري همداسې د هغه ترک کول ګناه او انسان لپاره لويه بدبختي ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من ترك الجمعة ثلاث جمع تهاوناً، طبع الله على قلبه» (صحيح الحاکم و اصحاب السنن)
ژباړه : څوک چې د سستی له وجې د دريو جمعو لمونځونه ترک کړي الله تعالی به د هغه په زړه باندې مهر ولګوي .
يعنې : زړه به يې د منافق زړه وګرځوي چې د خير څخه به محروم او نصحيت به يې په زړه اثر نکوي او زړه به يې سخت شي .
همدارنګه فرمايي : څوک چې پرته د څه عذر څخه د جُمعی لمونځ پرېږدي د هغه نوم به د منافق په حيث سره په کتاب د لوح المحفوظ کې وليکل شي چې نه يې ليکل له مينځه تلی شي او نه هم بدلېدلای شي . (مشکوة باب جمعه ).
۵۳— پوښتنه
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
لس جريبه د کښت مځکه او هنداري لرم، مور او خويندي مي هم راسره شريکاني دي آيا پر دوی هم اختری کيږي که يوازي پر ما کيږي؟
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
سائِـل ☜ حیات الله
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔐
📚جوابوونکی📚
محترم مفتي فيض الله حقاني صاحب
۵۴ — پوښتنه
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
حُجاج به په مکه مکرمه کي اختری کوي که نه؟
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
سائِـل ☜ نېک محمد صبغت الله
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔐
📚جوابوونکی📚
محترم مفتي فيض الله حقاني صاح
۵۵ — پوښتنه
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
حاجي چي کله په حج کي شکريه حلالوي آيا پر ده باندي اختری سته؟
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
سائِـل ☜ قاري سيد ولي مسرور
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔐
📚جوابوونکی📚
محترم مفتي فيض الله حقاني صاحب
۵۱ — پوښتنه
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
که څوک دوه تولې سره زر ولري او نقدي پيسې ونه لري نو پر ده باندي اختری سته که يا؟
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔒
سائِـل ☜ هلال احمد حليم
ــــــــــــــــــــــــــــــ🔐
📚جوابوونکی📚
محترم مفتي فيض الله حقاني صاحب
{ 35 }

#أصلي أتلان څوک دي؟
خپل أصلي أتلان وپیژنۍ۔
د سپیڅليو أتلانو دجهادونو عبادتونو زهد تقوی غیرتونو او میړانو پیژندنه:
د اسلام د سپيڅلو أتلانو د سیرت مبارک پنځه ديرشمه (35)برخه"
(د وَرْدَان په مشرۍ د دَمَشْق په طرف د نوی زره (90000)لښکر تیارول)
کله چې رَافِعْ بِنَ عُمَيْرَ الطَّائِي رضي الله عنه په ضِرَار بن الْأَزُور رضي الله عنه پسې روان شو نو خالد بن وليد رضي الله عنه د مارشال وَرْدَان په لښکر بريد وکړ هغوي ماتي وخوړه او په منډه شول أتل غازيان ورپسي شول ترهغې ور پسي وه چې هغه ځاي ته ورسيدل چي رَافِع بِن عُمَير ۔ ضَرَار بن الأَزُور ۔او خَوْلَة بِنتَ الْأَزَور رضي الله عنهم پکي له هغه سلو تنو وژلو فارغ شوي وه چی ضرار رضی الله عنه یی روان کړی وو!
أتلوغازیانو چي د مارشال وَرْدَان د عسکرو د آسونو دخپو گردونه او دهغوي چغې واوريدلي پوي شول چې أتل غازيان بريالي شوي او هغوي يي پسي را خستي دوي ورته کمين ونيولو او حمله يي ورباندي وکړه کوم کسان چې په لاس ورغلل هغه يي ووژل نور په نورو لارو وتښتيدل أتلو غازيانو غنيمتونه راټول کړل او د دَمِشْق په طرف لاړل ۔
هِرقَل ته چې خبر ورسيدلو چی د مارشال وَرْدَان ځوي مړ شوي او خپله په تيښته بريالي شوي زرگونه مړي تری پاتی دی او ضِرَارْ بِنَ الْأَزُور رضي الله عنه هم تري خلاص شوي زيات غمجن شو خو بله لاره يي نه لرله يو ليك يي وَرْدَان ته وليکلو ۔
ما أَجْنَادِين ته نوی زره(90000) لښکر درليږلې ته دهغوي مشر شوی ځکه ته يو بهادر ځوان يي د ځوي په مرگ مو خفه شوم ته هغه ټولي لاري بندي کړه چې فلسطین ته تللي چې له مسلمانانو هلته کومك ورنشي او د دَمِشْق خلك له محاصري وژغوره ۔
ليک پوسته رسان وروړو هغه ته د أَجْنَادِيْن خلک هرکلي لپاره ورغونډ شوي وه هغه ته يي دځوي دمرگ غمرازي وکړه بيا وَرْدَان ورته دهِرَقَل ليک ولوست هغوي وويل مونږ تيار يو هر قسم مقابله وکړو ۔
دغه وخت کې خالد بن وليد رضي الله عنه دَمِشْق ته دخپلو أتلانو سره رسيدلاي ؤو هغه ته د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وحې ليکونکي شُرَحْبِيل بن حَسَنَة رضي الله عنه لیک چی د عُبَاد بن سَعْدَ الْخَضْرمِي رضي الله عنه په لاس یی ور ليږلې ؤو ورسیدو ! هغه ورته ليکلي وه اَجْنَادِيْن ته د وَرْدَان په مشرۍ نوي(90000) زره رومي عسکر د خپلو جنرالانو او قومندانانو سره رسيدلي هغوي غواړي تاسي پسی درشي خبر دار اوسه او مونږ ته هم امر کوه ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه چې ليك ولوست په بيړه د دَمَشْق شرقې دروازې ته لاړو او أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته يي ليک ولوست او مشوره يي هم تري وغوښتله هغه ورته وويل زمونږ اميره مسلمانان ټول تيت پرک پراته دي شُرَحْبِيل بن حَسَنَه رضي الله عنه خپلو غازيانو سره په بَصْرَه کي دي مُعَاذبن جَبَل رضي الله عنه په حُوْرَان سیمه کي دي يَزِيد بن اَبِي سُفْيَان رضي الله عنه په بَلْقَاء کي دي نُعْمَان بن مُقَرَّنْ رضي الله عنه په تَدَمُّرْ او اَرْکَةْ سیمه کي دي عَمْرَوبْنَ الْعَاص رضي الله عنه په فلسطین کي دي زه وايم ټولو ته ليکونه واستوه چې کومکي غازيان را وليږې تر څو د نوي(90000) زره رومي عسکرو د مقابلي وړتيا پيدا کړو ۔
خالدبن وليد رضي الله عنه يي مشوره ومنله او داسي ليک يي ټولوته وليکلو له.
اول {بسم الرحمن الرحيم} وروسته اي عَمْرَوبْنَ الْعَاص رضي الله عنه هرقل نوي زره (90000) لښکر اَجْنَادِيْن ته جمع‌ کړي غواړي مونږ پسي دَمِشْق ته راشي نو مسلمانان غواړي هغوي پسي أَجْنَادِيْن ته ورشي تر څو يي په خپله جاله کي هگئ ور خوسا کړي ته هم اَجْنَادِيْن ته راشه مونږ به هلته ومومي همدغه عبارت باندي يي شُرَحْبِيْل بن حَسَنَة ۔عُبَّاد بن سَعْد ۔يزيد بن ابي سفیان ۔مُعَاذبن جَبَل رضي الله عنهم ته بيل بيل ليکونه وليږل دټولو ليکونو اخر کي يي دا آيات مبارك وليکلو ۔:
يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ: (32)
ترجمه۔
دوي غواړي چي ووژني رڼا د الله جل جلاله په خولو خپلو باندې او الله جل جلاله پوره کوونکي د رڼاخپلي دي اگرکه دوي بده گڼی رڼا ته رسيدل دغه کافران ۔
دغه متن لرونکي ليکونه يي ټولو اميرانو ته وليږل بيا يي خپلو أتلو غازيانو ته أمر وکړو خپل دغنيمت مالونه خوراکي توکي هرڅه له ځان سره بار کړي او حرکت وکړئ۔
نوربيا ۔دالړئ دوام لری راسره اوسي ۔
ليکوال: حبل الله المتين "
فتوح الشام للواقدي جلد اول صفحه 《 65:66 》
*‏رسول ﷺ فرمائي:*
*کله چې یو څوک په یو نېک کار کي ستاسي مرسته وکړي، نو بدله یې ورکړئ، که بدله نسي ور کولای نو دعاء ورته وکړئ.*
*(صحیح الجامع ۵۹۳
ایا ښځه به هم تکبیرات تشریق وايي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد
دغه تکبیرات تشریق د نهمې د ذوالحجی (د عرفات) د ورځې د سهار دلمانځه څخه وروسته شروع کیږي بیا د ذوالحجې تر ۱۳ د مازیګر تر لمانځه پوري، چي ټول ۲۳ لمونځونه کیږی، ددې تکبیراتو ویل پر هر نر، ښځه، مقیم، مسافر، امام، مقتدی او منفرد باندي واجب دي، نر بې په لوړ اواز سره وايي او ښځه بې په ټیټ اواز سره وايي.
(وقالا بوجوبه فور کل فرض مطلقا) و لو منفرداً او مسافرل او امرأة لانه تبع للمکتوبة الی عصر الیوم الخامس (أخر ایام التشریق و علیه الاعتماد) والعمل والفتوی علی عامة الامصار و کافة الاعصار. (الدر المختار شامی ج: ۲ ص: ۱۷۹ )لکن المرأة تخافت. (الدر المختار شامی ج: ۲ ص: ۱۸۰ سعید)
په تکبیرات تشریق کي څو ضروري مسئلې سته:
۱: تکبیرات تشریق به د سلام ګرځولو څخه فوراً وروسته ویل کیږي، که چیري یا اودس مات سي او یا خبرې وسي دغه د تشریق تکبیرونه ساقط سوه او نه صحیح کیږي.
۲: که د تشریق د تکبیرو پر مهال کوم لمونځ قضاء سي او وروسته یې راګرځوئ، د تکبیرو ورځې نه وي ختمي سوي ضرور به د سلام ګرځولو څخه وروسته د تشریق تکبیرونه وایاست.
۳: تکبیر تشریق صرف یو ځل ویل واجب دي، زیات ویل یې واجب نه دي.
۴: که چا د تشریق تکبیرونه هېر سول، ددې تکبیرو قضا نسته خو د الله ﷻ څخه به معافي غواړي.
۵: په دغو مبارکو شپو او ورځو کي تر تکبیر تشریق بل افضله ذکر نسته، کوښښ وکړئ دا خپل عام ذکر وګرځوئ.
یادونه: حجاج په منی کي سر له سبا د شنبې په ورځ او په افغانستان او پاکستان کي به د يک شنبې په ورځ د سهار د لمانځه څخه وروسته به د تشریق تکبیرونه شروع کوي .
د اختري مسائل (6 برخه)
عبدالغفار جُبیر
مسئله: #۳۸
که په اختری کی د شریکانو د یوه نیت د غوښو لپاره وی یعنی لاندی کول یا د غوښو خرڅولو لپاره ؤ نو د ټولو شریکانو اختری نه صحیح کیږی، با ید داسی کسان سره شریکان سی چی د ټولو نیت د اختری کولو وی.
(ردالمحتارج۵ص ۲۲۹)
مسئله: #۳۹:
ښه خبره داده چی غوښی دری برخی شی، یوه برخه ئې خپل اولاد ته پریږدی، یوه برخه ئې دوستانو ته ورکړی او یوه برخه ئې خیرات کړی.
د اختری غوښی که غنی او یا هم مسکین ته ورکړی صحیح کیږی،ځینی کسان وایی چی فلانی اختری کړیدی غوښی مه ورکوی دا غلته ده، که ئې اختری کړی وی که ئې نه وی کړی خیرات ورته صحیح کیږی او که یو سړی عیال داره وی او مسکین وی نو کولای شی چی ټوله پخپله و خوری بلکې ښه کار دی. (درمختارعلی هامش ردالمحتارج۵ ص ۲۳۰)
مسئله: #۴۰:
که په شریکانو کی یو شریک کافر ؤ، شیعه ؤ، بریلوی ؤ او یا ئې عقیده د کفر وه نو دا اختری نه صحیح کیږی، ټول به درست مسلمانان وی.
(احسن الفتاوا ج۷ص ۵۰۹ بحواله شامی)
مسئله: #۴۱:
د لیونی حیوان اختری صحیح کیږی.
(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۱۲)
مسئله: #۴۲:
که یو سړی غوا واخستل او د رانیولو په وخت کی ئې دا نیت ؤ چې که چیری بل څوک پیدا شو راسره شریک به ئې کړم نو اوس که نور خلګ ورسره شریکان شی د ټولو اختری صحیح دی او که د را نیولو په وخت کی ئې د شریکانو نیت نه وکړی بلکې د پوره غوایی نیت ئې کړی ؤ چی زه به دغه غوایی یواځی اختری کوم اوس که یو څوک له ځانه سره شریک کړی روا دی مګر مکروه کار دی شراکت هم هغه وخت صحیح کیږی چی دغه غوا اخیستونکی شتمن سړی وی که مسکین ؤبیا څوک له ځانه سره نشی شریکولای ځکه چی ځنی علماء ‌کرام وایی چی پر مسکین باندی اختری په رانیولو نذ ر کیږی نو چی نذر شو نور څوک له ځانه سره نشی شریکولای.
(هندیه ج۵ص ۳۰۴)
مسئله: #۴۳:
غوښی به په وزن سره جلا کوی، د بیلګی په ډول سره کله چی په غوایی کی ۷ کسان شریکان شی نو دا غوښی دی په ترازو سره جلا کوی په اټکل سره دی نه ویشی ځکه که د یوه لږه اندازه او د بل کس ډیره اندازه شی بیا سود پکښی راځی او سود اخیستونکی او سود ورکونکی دواړه ګناه کاره دی. دا په هغه صورت کی که چیری دوی تقسیم سره کاوه او که یی تقسیم نه سره کاوه بیایی وېش نه دی ضروری، لکه د یوه کور خلک.
او که چیری د غوښو سره سر پښی لری کلمې او پوست هم شریک کړی نو هر طرفته چی سر یا پښی یا پوست یا لری او کلمې وی که د هغه څخه غوښی کمی شی پروا نلری او که په کوم طرف کی چی لری، کلمې، سر، پښی او پوست وی که د هغه طرف غوښی ډیری شی بیا هم سود دی او دا ناروا دی او شریکان ګناه کاران دی که یو بل ته بخشیش وکړی هم دواړه ګناهکاره دی پکار داده چی په ویش کی پوره احتیاط وشی.
(شامی ج۵ ص ۲۲۳)
مسئله: #۴۴:
پوښتنه:
د اختری شیدی او خوشایی کارول یعنی شیدی خوړل او خوشایی سوځول پخپل په کور کی روا دی که نه؟

ځواب:
د دغو درو ډوله اختریانو پر شیدو او خوشایو نفع اخیستل روا دی:
۱: چی د خپل کور ساتلی حیوان وی
۲: چی د اختری په نیت یی نه وی رانیولی
۳: د اختری په نیت یی خو اخیستی وی مګر ټول خوراک یی د خپله کوره وی یعنی په صحرا کی پخپله خوله خوراک نه کوی؛ او که چیری یی په صحرا کی خوراک کاوه بیا نو احتیاط دادی چی سړی خپله ددی اختری شیدی او خوشایی استعمال نکړی او خیرات یی کړی.
(احسن الفتاوی ج۷ص۴۷۸ بحواله قاضی خان)

نور بيا ...
أبوبکر رضي الله عنه خالد بن ولید رضي الله عنه ته لیک ولېږلو، ورته یې لیکلي وو:

“د کافرو خلاف جهاد کې تېزي کوه، نرمي ورسره مه کوه، په هغه کافرو چې مسلمانان یې ش ه ي دان کړي برلاسی شوی پرې سخت عذاب ورکړه، ویې وژنه”.

د اسد، غطفان او د عربو نورو مرتدو قبیلو چې کله د خالد رضي الله عنه د سخت جنګ ترخه وڅکل، ابوبکر رضي الله عنه ته مدینې ته راغلل د صلحې او جوړ جاړي غوښتنه یې ترې کوله
ابوبکر رضي الله عنه ورته دوه اختیاره ورکړل چې یا سخت جنګ ته تیار شئ او یا زما شرطونو او خبرو ته غاړ کېږدئ

دوی وویل:
جنګ خو مونږ تجربه کړ او مونږ پکې تاوانیان شو، خو دا دوهم اړخ یې څه دی؟

أبوبکر رضي الله عنه ورته وویل:
“له تاسو څخه به اسلحې او اسونه اخستل کېږي، او په داسې حال کې به پرېښودل کېږئ چې د اوښانو د لکیو پسې به اوسئ، اوښان به څروئ او ځمکې به پامولوئ، چې دا کار په عربو کې شرم او پېغور ګڼل کېدو
بله دا چې له مونږ څخه مو چې څوک شهيدان کړي او زخمیان کړي د هغوی دیت به ورکوئ، او له تاسو چې څوک وژل شوي د هغوی دیت مونږ نه درکوو،
او دا ګواهي به ورکوئ چې زمونږ شهیدان په جنت کې دي او ستاسو وژل شوي په اور کې دي”

عمر رضي الله عنه وویل:
“ستا دا خبره چې زمونږ د شهیدانو دیت به ورکوئ ، دا ناسمه ده، ځکه زمونږ ملګري د الله په دین شهیدان شوي، نو دیت یې نشته”
ابوبکر رضي الله عنه له دې خبرې په شا شو چې د شهداو دیت واخلي

عمر رضي الله عنه یې د نورو خبرو په اړه وویل:
“ ډېره ښه نظریه دې وړاندې کړه”.

البدایه والنهایة

اسلامي أمت چې کله پیاوړي او عزتمن و کافرو ته یې شرطونه ایښودل، د الله د دښمنانو سره یې نرمي نه کوله، بلکې سختي یې ورسره کوله تر هغې چې د الله شرعې ته تسلیم او غاړه کېږدي.

*رضي الله عن الصحابة الکرام*
‏رسول الله ﷺ فرمایي:

هغه کس ډېر تاواني دی، چې الله ﷻ یې په زړه
کې د هیڅ انسان لپاره نرمښت نه وي پیداکړی.

(صحیح الجامع ٣٢٠٥)




~*♡پـ۪ٜـ۪ٜه۪ ز۪ٜ‌ړه۪ پـ۪ٜـ۪ٜࢪهـ۪ٜـ۪ٜࢪ♡*~
قال رسول الله ﷺ: لاَ يَدْخُلُ الْجَنّةَ خِبٌ وَلاَ بَخِيْلٌ وَلاَ مَنَّانٌ

(ترمذی)

ژباړه:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: فريب کاره، بخیل او هغه څوک چې خپل احسان پر بل چا اچوي، جنت ته به داخل نه شي.

🪻🌾🏔️⛰️

📚📝🏞️
*رسول الله ﷺ فرمایلي دي:*
*په زکات سره د خپلو مالونو ساتنه وکړئ ، په صدقې سره د خپلو ناروغيو علاج وکړئ او په دعا سره مو خپل مصائب رد کړئ. (بيهقي)*🪻🌾🏔️⛰️
د عرفې په ورځ لاندې کارونو ته متوجه شئ!

۱- کوښښ وکړئ چې پدې مبارکه ورځ روژه ونيسئ، ځکه د رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه به ورته معاف کړي. (سبحان الله څومره بهترین چانس)

۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي، تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي، چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي، چې هېر يې نه کړئ.

د تکبير الفاظ دا دي:
الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰه ﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.

۴- غوره ذکر پکې دا دی:
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- دا يوه ورځ ده، ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.

۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتماً وکړه ځکه د مرګ نېټه معلومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې توبی وخت پيدا نشي.

۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.

۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.

يادونه؛ راتلونکې یکشنبه د عرفې ورځ ده.

د ثواب په نیت یې د نورو ملګرو سره هم شریک کړئ، هر مسلمان چې پرې عمل کوي، نو موږ او تاسې ته به یې ثواب رسېږي .والسلام
*داهم داختري 10مسائل!🌹


مسئله: 01:👇
*که هلک یا انجلی د لوی اختر په ورځو کی بالغان شول او دوی غنیان وه پر هر یوه اختری واجب دی .*
(هندیه ج۵ ص ۲۹۳)

مسئله: 02:👇
*یوه غنی سړي اختری رانیوی او اختری یی لاندی کړی،او وروسته مسکین شو، نو پر دغه سړی اختری نشته.*
(عالمګیری ج۵ ص ۲۹۲)

مسئله: 03:👇
*که شتمن او غنی سړی اختری رانیوی او مړ شو یا ورک شو بل اختری به حلالوی.*
(تحفة الغزنویه بحواله خلاصة الفتاوی)

مسئله: 04:👇
*که مسکین سړی اختری رانیوی وروسته مړ شو، ورک شو او یا هم ورڅخه غلا شو بل اختری پرنشته.*
(بزازیه علی شامی هندیه ج۶ ص ۲۹۲)

مسئله: 05:👇
*پر یوه سړی اختری واجب ؤ د اختری ورځی تیری شوی اختری ئې ونکړ،اوس به دغه سړی د هغه اختری قیمت خیراتوی.*
(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۳۴)

مسئله: 06:👇
پوښتنه:
*که یو سړی د اختری يه نیت بزه، غوا، اوښ یا میږ رانیول او وروسته لنګه شوه په دی به څه کوی؟*
ځواب:
*ددی حیوان بچی دی ددی حیوان سره یو ځای حلال کړی، او ددغه بچی د غوښو خوراک به نکوی که ئې و خوړلی بیا دی قیمت خیرات کړی، او مستحبه خبره داده چې ددې حیوان بچی دی ژوندی و یو مسکین ته ورکړی مننه
*رسول الله ﷺفرمایلي:*
*زما هر امتي ته بخښنه کيږي:*
*مګرهغه چاته نه کيږي چي خلک په خپله ګناه*
*باندي خبروي اوفخر پری کوی...!*

*(بخاري شريف)*


📿📖.



~*♡پـ۪ٜـ۪ٜه۪ ز۪ٜ‌ړه۪ پـ۪ٜـ۪ٜࢪهـ۪ٜـ۪ٜࢪ♡*~
💟هغه لس صحابه كرام چې پر ژوند د جنت زېري ورکړل شوي:
💛1:👈 أبو بكر الصديق رضي الله عنه.
💜2:👈 عمر بن الخطاب رضي الله عنه.
💙3:👈 عثمان بن عفان رضي الله عنه.
4:👈 علي بن أبي طالب رضي الله عنه.
💚5:👈 ابو عبيدة بن الجراح رضي الله عنه.
💛6:👈 سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه.
💜7:👈 زبير بن العوام رضي الله عنه.
8👈: عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه.
💙9:👈 سعيد بن زيد رضي الله عنهما.
💚10:👈 طلحة بن عبيد الله رضي الله عنه.

🔹🔸🔹 🔸🔹🔸🔹 🔸🔹🔸🔹 🔸🔹🔸🔹

🔴🔴🔴قال رسول الله ﷺ :

💛 ١ - أبو بكر في الجنة.
💜٢ - وعمر في الجنة.
٣ - وعثمان في الجنة.
💚٤ - وعلي في الجنة.
💙٥ - وطلحة في الجنة.
💛٦ - والزبير في الجنة.
💜٧ - وعبد الرحمن بن عوف في الجنة.
٨ - وسعد في الجنة.
💚٩ - وسعيد في الجنة.
💙١٠ - وأبو عبيدة بن الجراح في الجنة .

وفي لفظ: "عشرة في الجنة ... "

[ ‏رواه الترمذي ( ٣٧٤٧ )، وقال: حسن_صحيح ] 📚
رضي الله عن الصحابة أجمعين.






~*♡پـ۪ٜـ۪ٜه۪ ز۪ٜ‌ړه۪ پـ۪ٜـ۪ٜࢪهـ۪ٜـ۪ٜࢪ♡*~
وقصاب ته غوښه یا څرمن په اجرت کي ورکول】
مـعـززو مسلمانانـو وروڼـو په اوس زمانه کي په خلګـو کي دا رواج دی چي ګله دقـربانی دحلالولو دپـاره قـصاب راولي نــو بیا دوی وقصاب تـه په اجرت او مزدوری کي غوښه او څرمن ورکوي ايا دا جواز لري كيا .

🌺【الجواب والله الموفق للصواب: حامدًا ومصلیًا】👇
نـو مسئله داده چي زموږ عـلماء او فـقهاء حضرات وائی: چي وقصاب ته څرمن او یا غوښه په مزدوري کي ورکول جواز نه لري بلکي وقصاب ته به جلا مزدوري ورکوي .
البته که بیا هم یو چا وقصاب تـه غوښه او یا څرمن په اجرة او مزدوري کي ورکه نـو دهغه غوښو او څـرمني پـه مـــــقدار قیمت او پیسي صدقه کـول واجب دي: والله سـبحانه وتعالى أعلم بالصواب وإليه المرجع والمآب .

💐【والدلائل علی ما قلنا】👇
قال ابن نجـیم رحـمه الله تعالی: ولایعطی أجـرة الجـزار مـنها شیئا والنهي عنه نهي عن البیع لأنه في معنی البیع لأنه یأخذه بمقابلة عمله فصار معاوضة کالبیع .
البحر الرائق: جـ: ۸: صـ: ۲۰۳: کتاب الأضحیة: أجرة الجزار هل تأخذ من الأضحیة: مطبع: المکتبة الوحیدیة: بشاور .
وهکـذا في رد المحـتار علی الدر المخــتار: جـــ: ۶: صـــ: ۳۲۸: کتاب الأضحیة: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
🌺【والدلیل الثاني】👇
وقال في الهندیة: ولا یعطي أجرة الجزار والذابح منها .
الفتاوی الـهـندیة: جـــ: ۵: صـــ: ۳۰۱: کــتاب الأضحـــیة: الباب السادس في بـ یان مـا یستحب في الأضحیة والانــتفاع بـها: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
وهکــذا فی البدائع الصنائع: جـــ: ۵: صـــ: ۸۱: کتاب التضحیة: فصل في بـیان مـا یستحب قبل التضحیة وبعدها ومـا یکـره: مطبع: المکتبة الوحیدیة: بشاور .
🌺【والدلیل الثالث】👇
ولو اجر لا یجوز وعلیه أن یتصدق بالأجر .
الفتاوی الـهـندیة: جـــ: ۵: صـــ: ۳۰۱: کــتاب الأضحـــیة: الباب السادس في بـ یان مـا یستحب في الأضحیة والانــتفاع بـها: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
وهکـذا في رد المحـتار علی الدر المخــتار: جـــ: ۶: صـــ: ۳۲۸: کتاب الأضحیة: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته .
محرر المسئلة: عبدالولي وقار
دقربانی غوښه پر (❸) حصو تقسیمول مستحب دي】
مـعـززو مسلمانانو وروڼـو زموږ علماء او فقهاء وائی: دقربانی غــوښه پـر (❸) حـصو باندي تقسیمول مستحب دي پــه هغه درو (۳) حصو کي یـوه حصه وفقـراؤ ته ورکول دوهمه حصه وخپلو قریبانو تـه ورکول یا ددوی میلمستیا په کول او دریمه حصه دخـپل ځان او دخـپلو بچیانـو دپـاره پریښول مستحب او بهتره عمل دی .
او که یـو څوک ټول غوښه دخپل ځان او دخپلو بچیانو دپاره زخیره کي پروا نه لـري بلکي جائز دی: والله ســـبحانه وتعالى أعلم بالصواب، وإليه المرجع والمآب .

💐【والدلیل علی ما قلنا】👇
قال الحصکفي رحــمه الله تعالی: ویأکل مــن لحـم الأضحــیة ویأکل غـنیا ویدخـر، ونـدب أن لا یـنقص التصدق عــن الثلث، وندب ترکه لذي عیال توسعة علیهم .
قال ابن عابدین رحــمه الله: قــوله: (ونـدب) قال فی الـبدائع: والأفضل أن یتصـدق بالثلث، ویتخـذ الثلث ضــیافة لأقـربائه وأصدقائه، ویدخـر الثلث: ویستحب أن یأکل مـنها، ولو حبس الکل لنفسه جــــاز لأن القــربة فی الاراقــة والتصدق باللحــم تطوع .
رد المحتار علی الدرمختار: جــ: ۶: صــ: ۳۲۸: کـتاب الأضحیة: فروع: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته، باکستان: .