《◈دنَبِی کَرِیمﷺحَدِیثُونَه◈》
5.73K subscribers
319 photos
120 videos
4 files
190 links
ګرانو مینوالو کوشش وکړی چی ددی بیکاره مجازی نړی سه شه ګټه واخلو دغه ټلکرام باید ستاسو دثواب دګټولو وصیله شی نه دعذاب سبب ومن الله توفیق
Download Telegram
*نبي کريم ﷺ فرمايې:*
*مؤمن قبر کي داسي ويده وي لکه نازولی ماشوم چي خپل دمور په غيږه کي ويده وي .*
*رواه الطبراني في معجمه الکبير ۳۳۴*
حجاب یوازې پرده نه!🌹
بلکې د سیکولرو او ملحدینو د خوبونو لپاره تور کفن دی.🌹
ځکه خو یې په لیدو ځنکدن وي🌺
په حلال مال کی اووه(7) شیان حرام دی

یعنی په مال دقربانۍاوپه مال دغیرقربانۍ کی

(1) تریخۍ
(2) مثانه یعنی دتشوبولوځای
(3) غدودیعنی ستخ دڅرمنی لاندی غوټی اومرغوړی
(4) فرج یعنی دماده حیواناتو شرمګاه
(5) ذکر یعنی دنرمال حیواناتوشرمګاه

(6) خصیتین یعنی دنرمال ذکرسره تړلی دواړه شیان .خوټی
(7) دم مسفوح یعنی په حالت دذبحه کی بهیدونکی وینه
قال الامام محمدبن حسن الشیبانی عن مجاهدقال کره رسول الله ( ص) من الشاة. سبعا . المرار. والمثانة. والغدة. والحیاء. والذکر. والاثنیین . والدم .انتهی. :

کتاب الاثار ۱۷۹ :
بدائع الصنائع ج ۵5 ص 61
تنقیح الحامدیة ج 2 ص 232

ما یحرم أکله من أجزاء الحیوان المأکول، فالذي یحرم أکله منه سبعۃٌ: الدم المسفوح، والذکر، والأنثیان، والقبل، والغدۃ، والمثانۃ، والمرارۃ۔ (شامي، قبیل کتاب الأضحیۃ،۵؍۲۱۹، ۶/۳۱۱، ۹/۴۵۱، بدائع الصنائع، ۴/۱۹۰، ۵/۶۱، ہندیۃ، ۵/۲۹۰، جدید۵/۳۳۵)
امداد الفتاوی۴؍۱۱۸، فتاوی احیاء العلوم۱؍۲۳۳۳.
عن مجاہدؓ، قال: کان رسول اﷲ صلی اﷲ علیہ وسلم، یکرہ من الشاۃ سبعًا: الدم، والحیاء، والأنثیین، والغدۃ، والذکر، والمثانۃ، والمرارۃ، وکان یستحب من الشاۃ مقدمها۔ (مصنف عبد الرزاق، باب ما یکرہ من الشاۃ، المجلس العلمي ۴/۵۳۵، رقم: ۸۷۷۱، المعجم الأوسط، دارالفکر ۶/۴۸۱، رقم: ۹۴۸۰، المراسیل لأبي داؤد ۹۱، رقم: ۴۶۵)
وأما بیان ما یحرم أکله من أجزاء الحیوان سبعۃٌ: الدم المسفوح، والذکر، والأنثیان، والقبل، والغدۃ، والمثانۃ، والمرارۃ۔ (هندیۃ ۵/۲۹۰، زکریا جدید۵/۳۳۵، بدائع الصنائع، ۴/۱۹۰،
۵/۶۱، الموسوعة الفقهیة الکویتیة ۵/۱۵۲)وکرہ تحریمًا من الشاۃ سبع: ذکر الشاۃ اتفاقي؛ لأن الحکم لایختلف في غیرها من المأکولات۔ (شامي، کتاب الخنثیٰ،۱۰/۴۷۸ ۶/۷۴۹،
مجمع الأنهر، ۴/۴۸۹، ۲/۷۴۳)
حضرت ابـو هـریـرة«رض» څـخه روایـت ده:
نـبي کریمﷺ فـرمایـلې دي: په خـلـکـو بانـدې به داسې زمانه راشي چې د انسان به هـیڅ پروا نه وي چې مال یې په حلاله ګټلی که په حرامه.
رواه البخاري «۲۰۵۹»
{ 24 }
#خپل أصلي أتلان وپیژنۍ
د سپیڅليو أتلانو دجهادونو عبادتونو زهد تقوی غیرتونو او میړانو پیژندنه:
د أسلام د سپيڅلو أتلانو د سیرت مبارک څلورويشتمه ( 24 )برخه"
(د جنرال کَلُوس او والی عَزَازِیْر جنګ ته راوتل )
کله چې خالد بن وليد رضي الله عنه أبوعبيده بن الجراح او أبوبکر رضي الله عنهما ته ليکونه وليږل نو خپلو أتلو مجاهدينو ته ئي دتللو أمر وکړ دوي د (شَنِيْه)په نوم ځاي ته ورسیدل هلته ئي د عُقَابْ په نوم سپین محمدي بیرغ ښخ کړ نو له همدی وجې تر اوسه هغه ځاي (شَنِيِةَ الْعُقَاب) باندي مشهور دي بیا له هغه ځايه د ( دِيْر )په نوم ځاي ته وکوچيدل هلته تم شول دغه ځاي تر اوسه دِيْرَ خالد بن وليد‌ رضي الله عنه په نوم شهرت لري بل خوا هِرَقَل ته وخت په وخت را پورونه رسیدل هغه ټول فوجي جنرالان را وغوښتل مشوري يي ورسره وکړي هغوي ته يي وويل ما تاسو ته اول ويلي وه د عربانو مخه نيول پکار دي اوس هغوي عراق فتحه کړي ( اَرْکَةْ ) ۔( تَدَمُّرْ )۔(حُوْرَان)۔(بَصْرَي)۔ټول يي فتح کړي دلته د دَمِشْق په طرف را روان دي مونږ سره فقط دَمِشْق کي دولس زره(12000) د آسونو لرونکي تکړه جنګيالي دي زميني پیاده لښکر خو د‌ شمار نه وتلي دي نو زه وايم سر له اوسه ئي غم وخورئ که هر چا دهغوي مخه ونيوله او له فتحه شوو علاقو يي وشړل نو هماغه ټوله ځمکه قواله یا قبالة ورکوم د (کَلُوْس)په نوم يو فوجي جنرال چی تکړه او غښتلي ځوان ؤو را پورته شو هغه وويل ماته عسکر راکه زه به يي تر عربو وځغلوم هِرَقَلْ زیات خوشحاله شو هغه ته يي بيرغ او د سرو زرو صيلب او پنځه زره(5000) جنگيالی ورکړل هغه ته ئي وويل صليب هميشه وړاندي صف کي نيسه چي مرسته مو کوي ۔
(جنرال کَلُوس) صليب واخست او اِنْطَاکِيَة سیمي ته يي حرکت وکړ د(حِمَصْ) تاریخی ښار ته داخل شو هلته يو لوي وسلتون یا د اسلحی ګودام ؤو هرقسم وسله پکي وه دهغه ځاي خلکو ئي تود هرکلي وکړ مذهبي مشرانو ورته د بري دعاوي وکړي
بيا د (بَعْلَبَکْ )مشهور ښار ته ولاړل هلته ورته ښځي او نر هرکلي ته راووتل هغوي په ژړا ورته وويل د صَلِيب په خاطر مونږ د مسلمانانو له شر وژغوره هغوي زياتي سيمي نيولي او مخ په وړاندي را روان دي (جنرال کَلُوْس )ورته وويل هغوي څومره جنګيالي لري د بَعْلَبَكْ ښځو ورته وويل زيات ندي فقط پنځلس سوه(1500) جنگيالي به وي بيا(جنرال کَلُوْس) ورته وويل دهغوي مشر څوك دي۔
هغوي ورته وويل د خالدبن وليد رضي الله عنه په نوم يو ځوان دي له عراقه ورته راغلي ۔
(جنرال کَلُوْس) ورته وويل دغه يونيم زر(1500) خوبه زه يواځي درته ختم کړم او د خالد بن وليد رضي الله عنه سر به درته نيزه کي وټومبم بيا (جنرال کَلُوْس) د دغه ځاي والي ته ورغلو خلک يي را ټول کړل دهِرَقَل ليك يي ورته ولوست چی هغه پکي ليکلي وه کَلُوْس مي سر اعلي قومندان ټاکلي بيا يي هغوي ته وويل تاسي خپل والي عَزَازِيْر لري کړي ما سره ملگري شئ زه به درته دغه عربان ختم کړم هغوي ورته وويل مونږ خپل والي په څه خاطر لري کړو دهرقل لخوانه خو څه امر نشته نو دغه خبره باندي دهغه ځای والی عَزَازِيْر زيات خفه شو زړه کي يي ورسره کينه واخسته اخر فيصله وشوه چې د مسلمانانو مقابلي ته به يوه ورځ (عَزَازِير والي) سره د لښکره وړاندي کیږې او يوه ورځ به جنرال کَلُوْس وړاندي کيږې دوي به بيا هره ورځ وار په وار د جَابِيَةْ د دروازي لخوانه له ښاره راوتل او د أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه لار به يي څارله خو هغه ور رسيدلي نه ؤو بيا يوه ورځ ورته خالد بن وليد رضي الله عنه د( شَنِيَّةْ )له لارې ور ښکاره شو ۔
د رِفَاعَةْ بن مُسْلِم رضی الله عنه څخه روايت دي کله چي له دغه لاري مونږ دِيْرَ خالدبن وليد رضي الله عنه ته ورسيدلو نو له هغي خوا د( جنرال کَلُوْس) او (عَزَازِيْر) لښکر را ووت دوي دومره زيات وه ټوله ځمکه يي لکه دملخانو نيولي وه نو خالد بن وليد رضي الله عنه چې دوي وليدل هغه د مُسَيْلَمَةَ الْکَذَّابْ ملعون څخه آخستل شوی زغره واغوستله چي هغه ډيره قوي وه بيا يي خپلو أتلو غازيانو ته وويل د دشمن په ډيروالي او مضبوطو وسلو مه ورخطا کيږئ دجنت ګټلو فرصت له لاسه مه ورکوئ همت وکړي کاميابي دحق په طرف ده أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه به هم دخپلو أتلو غازيانو سره را ورسيږې۔
نور بيا ۔دالړۍ دوام لري راسره اوسی ۔
کتاب فتوح الشام لامام واقد الواقدي ۔
جلد اول ۔صفحه 45:46:47-
حجاب یوازې پرده نه!🌹
بلکې د سیکولرو او ملحدینو د خوبونو لپاره تور کفن دی.🌹
ځکه خو یې په لیدو ځنکدن وي🌺
په مینه او محبت کي إخلاص او صداقت پکار دی】
إمام حاتم الأصم رحمه الله، وائی: کوم څوك چي دڅلورو (۴) شیانو دعوه بغیر له څلورو (۴) شیانو کوي دغه سړی په خپله دعوه کي کاذب او درواغجن دی .
1⃣👈: کوم څوك چي دالله ﷻ، سره دمحبت دعوه کوي او دی خپل ځان دحرامو څخه نه ساتي نو دغه سړی په خپله دعوه کي کاذب او درواغجن دی .
2⃣👈: او کوم سړی چي درسـول الله ﷺ، سـره دمحبت دعوه کوي او دی دمسکینانو څخه کرګه كوي نو دغه سړی په خپله دغه دعوه کي کاذب او درواغجن دی .
3⃣👈: او کوم سړی چي دجنت سـره دمحبت دعوه کوي او دی دالله ﷻ، درضـا دپاره صدقه نه کـوي نو دغـه سـړی په خپله دعوه کي کاذب او درواغجن دی .
4⃣👈: او کوم سړی چي دجهنم څخه دویری دعـوه کوي او بیا هم دی دګناهو څخه ځان نه ساتي نو دغه سـړی هم په خپله دعوه کي کاذب او درواغجن دی .
مـنبهات ابن حجـر عسقلاني: صــ: ۴۰:
سفیان الثوري رحمه الله یوه ورځ خپلو ملګرو ته وويل:
که چېرې له تاسو سره داسې یو کس شتون ولري چه خبري مو بادشاه ته رسوي نو آیا تاسو به د هغه خلاف یوه خبره وکړئ؟
ملګرو ویل: نه
سفیان الثوري رحمه الله وویل:
پس له تاسو سره داسې څوک (فرښتې) شته چه خبرې مو الله ته رسوي.
*امام بن کثیر «رح» فرمایې*
*د اســتغفار ویلو صفت ځان کې پیداکړئ*
*ځکه له دې سـره به مو رزق پیراخه شي کارونه به مو أسانه شي او بله داچې د شأن او عزت قوت به مو سیوا شي.*
‏تفسير ابن كثير : (329/4)

*👍           ❍ㅤ      ⎙ㅤ      ⌲*
Nisar   ullah   hammad     D r⁩
*♤*

‏ⵗⵗ̥̥ ⵗ̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥ ⵗ̥̥ ⵗⵗ̥̥ ⵗ̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥̥ ⵗ̥̥̥̥

♡ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🔝
*»ـہہـ٨ــ💔ــ٨ـہہـ٨ـ«*


💓 Ї̅̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ї̅̐ ̐ї̅̐ ̐ ̐ї̅̐ ̐ ̐ ї̅̐ ̐ ̐ ̐ї̅̐ ̐ ̐ ї̅̐ ̐ ̐ї̐ ̐ ї̅̐ ̐༿⃦⃒ི⃔⃕༾ྀї̅̐ ̐ї̅̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ї̅̐ ̐༿⃦⃒ི⃔⃕༾ྀї̅̐ ̐ї̅̐ ̐ ̐ї̅̐ ̐ ̐ ї̅̐ ̐ ̐ ̐ї̅̐ ̐ ̐ ї̅̐ ̐ ̐ї̐ ̐ ї̅̐ ̐ї̅̐ ї̅̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ̐ ̐
*~><۰&•حـــــ💞ـــماد•&•><~*🫶🏻         
*`♡🕋...صِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ...☝🏻
خوشحاله يو چه مسلمانان يو !

👈 لمونځ کوم خو جادو او سحر هم کوم .
👈 لمونځ کوم خوشيطانت هم کوم .
👈 لمونځ کوم خو غلا هم کوم .
👈لمونځ کوم خو همسايه ته ازار هم ورکوم .
👈 لمونځ کوم خو چل او فريب هم کوم .
👈 لمونځ کوم خو رشوت هم خورم .
👈 لمونځ کوم خو سود هم کوم .
👈 لمونځ کوم خو غيبت هم کوم .
👈 لمونځ کوم خو دروغ هم وايم .
👈 لمونځ کوم خو منافقت او رزالت هم کوم .
👈 لمونځ کوم خو مور او پلار ته ازرا هم ورکوم .
👈 لمونځ کوم خو مسلمان ته ازار هم ورکوم .
👈 لمونځ کوم خو شراب هم څښم .
👈 لمونځ کوم خو قيمار هم وهم .
👈 لمونځ کوم خو زنا هم کوم .
《◈دنَبِی کَرِیمﷺحَدِیثُونَه◈》
Photo
خپل دموټر پر خرڅولو دمشتری څخه کمیشن آخیستل
سوال:
یو شخص دموټرانو دخرڅولو شورم لري هلته باقاعدہ دموټرانو سودا کول ليکل کېږي ۔عموما ددواړو طرفو څخه هغه خلګ کمیشن آخلی ۔ اوس شورم والا پخپله خپل ذاتی موټر پر مشتری باندي خپل دشورم والا په وساطت سره خرڅوي نو آیا په دغه صورت کي هغه د مشتری درانیونکی څخه د کمیشن طلب غوښتنه کولي سي یا نه؟حالانکہ "فاما الدلال إن باع بنفسه فليس له أن يطلب من المشتري شيئا" ددغه څخه معلومیږي چي دده کميشن آخیستل جائز نه دي ۔ مولوی صاحب محترم ستاسو به ډیره مهرباني وی که پوره معلومات راکړئ ډیره مننه ۔

جواب:
ښکاره خبره ده چي د خرید اوفروخت په معامله کی دبائع او مشتری په مابین واسطہ هغه میانڅګړی جوړیدو والا ته دفقه په اصطلاح کي سمسار یا دلال ویل کېږي ۔ دضرورت اوکثرتِ تعامل په وجہ سره فقہا ؤ د دلال لپاره کمیشن آخیستل جائز کړل کړي دي، په دغه شرط چی دکمیشن اجرت به متعین وي، د بیع معاملہ بائع او مشتری بي پخپله کوي او شورم والا به ددوي په منځ صرف واسطہ وي،څرنګه چي شورم والا پخپله خپل ذاتی موټر پر مشتری باندي خرڅوي نو په دغه صورت کې هغه دمشتری څخه کمیشن نسی آخیستلی ځکه چي په دغه صورت کي هغه دلال نه دي،بلکہ پخپله عاقد دي اوعاقد دهغه شخص څخه کمیشن نسی آخیستلی چي د هغه سره هغه عقد کوي،ځکه چي عاقد دمشتری لپاره هیڅ اضافہ خدمت یا سهولت اسانتيا نه برابره وي ، بلکہ صرف پرهغه باندي خپل موټر خرڅوي اود کمیشن جواز خود بیع او شرا ماسېوا اضافہ سهولت یعنی ددلالی کولو په وجہ سره دی ۔

ددي وجه څخه په صورتِ مسئولہ کی کچيري شورم والا پخپله خپل ذاتی موټر پر مشتری باندي خرڅوي نو دهغه لپاره د مشتري څخه کمیشن طلب کول غوښتل جائز نه دي ۔
وفي الحاوي: سئل محمد بن سلمة عن أجرة السمسار، فقال: أرجو أنه لا بأس به وإن كان في الأصل فاسدا لكثرة التعامل وكثير من هذا غير جائز، فجوزوه لحاجة الناس إليه كدخول الحمام۔(ردالمحتار على الدرالمختار، كتاب الإجارة، باب ضمان الأجير، ج:9، ص:87)

الدَّلَّالُ إذَا بَاعَ الْعَيْنَ بِنَفْسِهِ ثُمَّ أَرَادَ أَنْ يَأْخُذَ مِنْ الْمُشْتَرِي الدَّلَالَةَ لَيْسَ لَهُ ذَلِكَ ؛ لِأَنَّهُ هُوَ الْعَاقِدُ حَقِيقَةً وَتَجِبُ عَلَى الْبَائِعِ الدَّلَالَةُ ؛ لِأَنَّهُ فَعَلَ بِأَمْرِ الْبَائِعِ هَكَذَا أَجَابَ ثُمَّ قَالَ وَلَوْ سَعَى الدَّلَّالُ بَيْنَهُمَا وَبَاعَ الْمَالِكُ بِنَفْسِهِ يُضَافُ إلَى الْعُرْفِ إنْ كَانَتْ الدَّلَالَةُ عَلَى الْبَائِعِ فَعَلَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ عَلَى الْمُشْتَرِي فَعَلَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ عَلَيْهِمَا فَعَلَيْهِمَا۔(العقود الدرية في تنقيح الفتاوى الحامدية، كتاب البيوع، ج:1، ص: 445)
واللہ اعلم باالصواب
ط
*نبي کریم ﷺ فرمایلي...!!*
*یقینا الله تعالیﷻ له هغه انسان سره نفرت کوي ، چي د دنیا په کارونو، تجارتونو ، اوعلمونو کي ماهره وي او د دین په مسائلو کي جاهل او ناپوه وي*
﴿ 📚صحیح الجامع 1879﴾
*🖋رسول الله ﷺ فرمایي🍁*

*څوک چې یو موُمن د دنیا له درد ،غم او مشکل څخه وژغوري ،الله تعالی به د اخرت په ورځ*
*هغه له دردونو څخه وژغوري.*

*🍁(صحیح مسلم (۲۶۹۹)🍁*
*🌺رسول الله ﴿ﷺ﴾ فرمایي:🌺*
*د اللّٰه ﷻ دوه نعمتونه دي چې ډېری* *خلك په ڪې بې پروایي ڪوي.*
     *• روغ صحت*
     *• فارغه وخت*
*ڪه چېرې په دې دواړو ڪې یو هم نه وي بیا هغه وخت د روغ صحت او فارغه وخت په ارزښت پوهېږئ.*
*صحیح البخاري ﴿٦٤١٢﴾*
*[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 57]*

*وَأَمَّا الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا* *الصّٰلِحٰتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظّٰلِمِينَ*

او كومو كسانو چي د ايمان او نېكیو چلند غوره کړيدى، هغو ته به الله د هغو ثوابونه پوره بشپړ ورکړي؛ او ښه وپوهېږئ چي الله ظالمان هیڅكله نه خوښوي.



❤‍🩹🖇️🤕
《◈دنَبِی کَرِیمﷺحَدِیثُونَه◈》
Photo
د ایوب صبر؟
تاسو ګورئ چې زموږ د استاد ایوب د صبر کیسه څه ده؟؟؟؟
ستاسو د وخت 3 دقیقې:
ایوب علیه السلام: الله تعالی ورته اوه زامن ورکړل
او د دوی په څیر نجونې دي، او خدای هغه ته پیسې او ملګري ورکړي، او خدای غوښتل چې هغه د هغه لپاره ازموینه او د رول نمونه وي.
د نورو خلکو لپاره!
نو ده خپل کاروبار له لاسه ورکړ، اولادونه يې مړه شول، او الله په هغه سخته ناروغي اخته کړه، چې هغه يې فلج کړ، او خلک ترې وتښتېدل، تر دې چې د هغه د ناروغۍ له وېرې يې له ښاره بهر وغورځاوه، له هغه سره پرته بل څه پاتې نه شول.
د هغه میرمن د هغه خدمت وکړ تر هغه چې هغه د خلکو لپاره کار کولو ته رسیدلی ترڅو د هغې اړتیاوې او د خپل میړه اړتیاوې پوره کړي!
ایوب اتلس کاله خپل مصیبت ته دوام ورکړ
هغه صابر دی او له هیچا شکایت نه کوي حتی له خپلې میرمنې نه... او ولې؟
د دوی حالت دې ځای ته ورسید، میرمن یې ورته وویل
یوه ورځ که تاسو خدای ته دعا وکړئ چې تاسو خوشې کړي.
ويې ويل: موږ څومره په خوشحالۍ کې يو؟
هغې وویل: ۸۰ کلنه.
هغه وویل: زه له خدایه شرمیږم ځکه چې په ما کې پاتې نه شوم
زما غم چې څومره وخت په خوشحالۍ کې پاتې شوم،
څو ورځې وروسته خلک ویریدل چې هغه به د خپل میړه انتان دوی ته لیږدوي، نو هغې نور هیڅوک ونه موندل چې کار وکړي، نو هغې خپل ځینې ویښتان پرې کړل او خپل ویښتان یې وپلورل ترڅو خپل خواړه وخوري.
د هغې مېړه ترې وپوښتل چې دا له کومه شوې، خو هغې ځواب ور نه کړ.
بله ورځ، هغې خپله بله ټوټه وپلورله
د هغې مېړه ورته حیران شو او پر هغې یې ټینګار وکړ، نو هغې خپل سر خلاص کړ او خپل رب ته یې داسې غږ وکړ چې زړونه یې صبر کوي.
هغه له خدایه شرمیده چې له هغه څخه یې د شفا او مصیبت لرې کولو غوښتنه وکړه، نو هغه وویل، لکه څنګه چې په قران کریم کې راغلي:
"زما پروردګاره، ما ته زیان رسېدلی دی، او ته تر ټولو زیات رحم کوونکی یې."
امر د مسؤل څخه راغلی:
"په خپلو پښو منډه کړه، دا یو یخ حمام او څښاک دی."
هغه روغ رمټ ودرېد او د هغه روغتیا بیرته هغه څه ته راستون شوه چې دا وه
بیا د هغه ښځه راغله او هغه یې نه پیژني.
هغې وویل: تا هغه ناروغ لیدلی چې دلته دی؟
په خدای قسم، ما تر تا په شان سړی نه دی لیدلی
سمه وه؟
ويې ويل: ته ما نه پيژنې؟
هغې وویل: ته څوک یې؟
هغه وویل: زه ایوب یم.
ابن عباس رضي الله عنهما وايي: خدای نه یوازې هغه عزتمند کړی، بلکې...
هغه خپلې مېرمنې ته هم درناوی وکړ، چې په دې موده کې یې ورسره صبر کاوه
غمجنه!
نو خدای هغه د یوې ځوانې میرمنې په توګه بیرته راګرځولې او ایوب علیه السلام ته یې د میرمنو پرته شپږ شپیته ماشومان وزیږول.
خدای تعالی فرمایي: "او موږ هغه ته د هغه کورنۍ او د دوی په څیر ورکړل
له دوی سره"
درس: هرکله چې ستاسو بار ډیر شي، د ایوب صبر په یاد ولرئ او پوه شئ چې ستاسو صبر د خدای په ستاینه سره د ایوب سمندر څخه یو څاڅکی دی.
یا رسول الله ته دعا وکړه.
*وَاعـفُ عَنَّا🕋🤍*
*اې الله ﷻ مـوږ ته بخښنه وڪړه !🥹🤲🏻*



📝🥀
هیله ده چی ده تشویق له پاره لایک استعمال کړی