غزنی دالر
15.1K subscribers
285 photos
18 videos
255 links
د کـابـل او غـزنـی پـه گـډون د افـغـانـسـتان پـه لـویو ښـارونـو کـې د افـغـانـۍ پـروړانـدې د بـهـرنـيـو اسـعـارو لـحـظـه پـه لـحـظـه نـرخـونـه.
Download Telegram
#د_اختر_دې_لمانځه_طریقه...!

د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړې
( نيت کوم د لمانځه د زړه له اخلاصه دوه رکعته واجب لمونځ کوم د لوی اختر سره د ټولو تکبیرو اقتداء کوم په دى حاضر وخت او حاضر امام پسې خاص خداى تا لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر)
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.
چی کله ولا اِله غیرُک ووایی
بیا به درې واړه تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو غږ سره درې تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله(ځووړند) كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر منځ به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى شي.

دریم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي مقتدی به چُپ وي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي د عادي لمانځه پشان كله چي دوهم ركعت ته راپورته شي
څلورم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي
او بيا درې ځله تكبير (الله اکبر) وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل شوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
یاداشت:

☆پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر هُم فرض دی.