دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا او یو شمېر نورو مسوولینو سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د ۵۵ نويو مخابراتي سایټونو د جوړېدو ډاډ ورکړی دی.
د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغه څخه مننه وکړه، چې د دې ولايت لرې پرتو سيمو کې مخابراتي شبکې خدمات وړاندې کوي او د مخابراتي خدمتونو په تړاو ستونزې له نږدې اوري او د حل په موخه یې اړونده برخو ته لازمې سپارښتنې کوي.
د ښاغلي وفا په وینا اوس مهال د بلخ ولایت ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او همدا راز ځینې هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاوو بې برخې دي د نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه او ټينګار وکړ چې په دې نظام کې ټول هېوادوال حق لري چې د هر ډول خدمتونو څخه برخمن شي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې د بلخ ولايت حیرتان سوداګریزې لویې لارې په ګډون د بلخ ولايت البرز، کشنده، کلدار، چاهي، بلخ ولسوالۍ، چهارکنت ، چهاربولک، چمتال، زاري او شورتېپې ولسوالېو سربېره دې، سفید خاک اړوندو سيمو ته هم زياته پاملرنه وشي تر څو ولس له دغه خدماتو څخه برخمن شي.
ورته مهال د هېواد د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیرمولوي نجیب الله حیات حقاني په داسې حال کې چې ټکنالوژۍ يي په دې عصر کې د ټولنې له مهمو اړتياوو څخه وبلله ډاډ یې څرګند کړ، د یاد ولایت هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاوو بې برخې دي مخابراتي چوپړ په موخه به ورته ۸ نوي مخابراتي سایټونه د دولت له بوديجې څخه منظور شوي او ۱۵ ټي ډي اف مخابراتي شبکې چې پخوا منظور شوي وو دمګړۍ به يې کار پیل شي.
ښاغلي حقاني همدا راز د مخابراتي شبکو مسوولینو ته جدي هدایت وکړ چې د مسوولینو له لوري ذکر شویو سیمو کې لږ تر لږه ۵۵ مخابراتي انتنونه د ۳ میاشتو په موده کې په عاجل ډول نصب او ګټې اخیستنې ته وسپاري، چې د یادو سایټونو له جوړېدو سره به د بلخ ولایت لرې پرتو سیمو سربېره د حیرتان مسیرونه هم له مخابراتي خدمتونو سره وصل شي.
نوموړي ټينګار وکړ او له ټولو مخابراتي شبکو له استازو څخه يي وغوښتل تر څو چې یې په لرې پرتو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې نه وي فعالې کړې په ښار کې د هېڅ ډول نوې شبکې د جوړیدو اجازه نه لري.
بلخوا د مخابراتي شبکو استازو ډاډ څرګند کړ چې دغه خدمات به پر وخت د بلخ ولایت محرومو او لرې پرتو سیمو لپاره ورسوي ترڅو یاد ولایت ډېری لرې پرتې سیمې به له مخابراتي پوښښ څخه برخمنې او شته ستونزې به یې ورسره هوارې شي.
تلګرام

Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه

دید خبرې آژانس: د غزې روغتیا وزارت وایي، پر دغه تړانګه د اسرییلي ځواکونو په بریدونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو هم د عامو خلکو پر استوګنځایونو د اسرییل بریدونه تایید کړي دي.
یوه فلسطینۍ بې ځایه شوې، ام فیرس المنسي وایي: «زه له خپلو ماشومانو سره ویده وم، ناڅاپه توغندی دلته ولګېد. ماشومان له خپلو ځایونو پورته شول، ځینې یوه خوا، ځینې بل خوا ولوېدل. زه پسې روانه شوم، چیغې مې و وهلې او غوښتل مې دوی پيدا کړم. ټول مې راټول کړل او دلته کېناستو. دلته یو شهید و، بدن یې ټوټې ټوټې شوی و.»
د اسراییلو پوځ ویلي، د حماس پر وړاندې یې ځکه دغه پراخ عملیات پیل کړي چې پاتې اسراییلي بندیان ازاد او پر حماس فشار زیات کړي.
اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې خلکو ته د تخلیې امرونه کړي او زرګونه خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
د غزې اوسېدونکی، عماد ناصر ویلي: «شپه ډېره وېرونکې وه، ډېر خلک و وژل شول او ډېر ټپیان شول. دا یو وحشي پوځ دی، اسراییلي له خدایه وېره نه لري. هغوی زموږ سره د انسان په څېر سلوک نه کوي.»
ورته مهال د قطر او مصر چارواکو ویلي، تېره ورځ یې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د غیر مستقیمو خبرو نوی پړاو پیل کړی دی.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم خپل مرکچي پلاوي ته چې دا مهال دوحه کی دی امر کړی چې له حماس سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره هلته پاتې شي.
تلګرام
سیمه ییزو سرچینو هم د عامو خلکو پر استوګنځایونو د اسرییل بریدونه تایید کړي دي.
یوه فلسطینۍ بې ځایه شوې، ام فیرس المنسي وایي: «زه له خپلو ماشومانو سره ویده وم، ناڅاپه توغندی دلته ولګېد. ماشومان له خپلو ځایونو پورته شول، ځینې یوه خوا، ځینې بل خوا ولوېدل. زه پسې روانه شوم، چیغې مې و وهلې او غوښتل مې دوی پيدا کړم. ټول مې راټول کړل او دلته کېناستو. دلته یو شهید و، بدن یې ټوټې ټوټې شوی و.»
د اسراییلو پوځ ویلي، د حماس پر وړاندې یې ځکه دغه پراخ عملیات پیل کړي چې پاتې اسراییلي بندیان ازاد او پر حماس فشار زیات کړي.
اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې خلکو ته د تخلیې امرونه کړي او زرګونه خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
د غزې اوسېدونکی، عماد ناصر ویلي: «شپه ډېره وېرونکې وه، ډېر خلک و وژل شول او ډېر ټپیان شول. دا یو وحشي پوځ دی، اسراییلي له خدایه وېره نه لري. هغوی زموږ سره د انسان په څېر سلوک نه کوي.»
ورته مهال د قطر او مصر چارواکو ویلي، تېره ورځ یې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د غیر مستقیمو خبرو نوی پړاو پیل کړی دی.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم خپل مرکچي پلاوي ته چې دا مهال دوحه کی دی امر کړی چې له حماس سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره هلته پاتې شي.
تلګرام
Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د متوازن بهرني سیاست پر بنسټ، له هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټينګار کړی دی.
ښاغلي متقي د «تهران خبرو اترو غونډې» په لومړنۍ ورځ، د داعش ډلې ځپل یې د سرپرست حکومت له لاسته راوړنو یاد کړل او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې ثبات د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ په ګټه دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«موږ په تېرو نږدې څلورو کلونو کې وتوانېدو، چې سراسري امنیت تامین کړو، د داعش او نورو فتنهګرو عناصرو ګواښونه له منځه یوسو، د ملوکالطوایفي نظام او د نشهيي توکو کښت ختم کړو او اداري فساد صفر ته راکم کړو.»
ښاغلي متقي د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه وویل چې په افغانستان کې امنیت د ټولې نړۍ په ګټه دی، او ټینګار یې وکړ چې افغانستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د متوازن بهرني سیاست د نه شتون له امله د نړیوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی.
هغه زیاته کړه: «موږ د سیمې او له سیمې د باندې هېوادونو سره د نږدې همکاریو له لارې هڅه کوو چې افغانستان د قدرتونو د تقابل پر میدان بدل نه، بلکې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکاریو پر مرکز بدل شي.»
ښاغلي متقي د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه ویلي، چې په افغانستان کې امنیت د ټولې نړۍ په ګټه دی، او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د متوازن بهرني سیاست د نشتوالي له امله د نړۍوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی.
هغه په دې اړه زیاته کړه: «موږ د سیمې او له له نړۍوالو هېوادونو سره د نږدې همکاریو له لارې هڅه کوو، چې افغانستان د قدرتونو د تقابل پر میدان بدل نه؛ بلکې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکاریو پر مرکز بدل شي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ټینګار وکړ، چې افغانستان د اقتصاد محوره پالیسۍ د لرلو پر اساس، په دې لټه کې دی، چې د هېوادونو ترمنځ د وصل په نقطې بدل شي.
ښاغلي متقي د هلمند د اوبو د تړون د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د ایران د حقابې په تړاو بد نیت نهلري.
امیرخان متقي په دې هکله څرګنده کړه:«په دې برخه کې، دا چې موږ یو شرعي او ایماني مسوولیت لرو، که یو مسلمان د تندې له امله کړېږي او موږ وکولای شو هغه ته مرسته وکړو، دا هم ثواب لري او یوه ښه پاليسي هم ګڼل کېږي.»
په دې غونډه کې، د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر هم د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره، د ښو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي:«موږ په ایران کې نږدې له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لرو. زموږ په ټولو پولو کې کورنۍ اړیکې شته؛ په اذربایجان کې له اذري خلکو سره، په کردستان کې له کردانو سره، په خوزستان کې له بصرې او عراق سره، او د هېواد په ختیځ کې له افغانستان او پاکستان سره. په عمومي ډول، موږ ټول له یو بل سره د یوې کورنۍ په شان یو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم وویل:«د ډاکټر پزشکیان په دولت کې د ایران اسلامي جمهوريت بهرنۍ پاليسي پر درېیو اساسي محورونو ولاړه ده: له ګاونډیو سره اعظمي تعامل، له راټوکېدونکو لوبغاړو سره د همکاریو پراخول، او له نړۍوالو قدرتونو سره د توازن رامنځته کول.»
په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې، د نړۍ له ۵۳ هېوادونو ۲۰۰ پلاویو او لوړپوړو چارواکو ګډون کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي هم ګډون کړی دی.

دید خبرې آژانس: د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، له روسیې تر راستنېدو وروسته، دغه هېواد ته سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
ښاغلی برادر ټینګار کوي، چې په دغه سفر کې یې د روسیې فډراسیون له چارواکو سره پر مهمو اقتصادي، سیاسي، ټرانزیټي او د پانګونې پر اړوندو موضوعګان خبرې اترې کړې دي.
ملاعبدالغني برادر په دې هکله وايي:«د روسیې د فډراسیون د صدراعظم له دوو مرستیالانو سره، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګمرکي مسایلو په تړاو خبرې اترې شوې دي.»
له دې سره هممهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې د روسیې د سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، ټرانسپورت، ټرانزیټ او د افغانانو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لېرې کولو، بانکي مسایلو او په سوداګرۍ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلو ملي اسعارو د کارولو په برخو کې هوکړې شوې دي.
ښاغلي عزیزي په دې اړه ویلي: «هوکړه وشوه، چې د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډونه لېرې شي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر وړاندې ځينې ننګونې شته چې، انشاءالله، لېرې به شي. همداراز هوکړه وشوه، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ به سوداګري د دواړو هېوادونو د دودیزو پیسو په وسیله تر سره شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د رېل پټلۍ پروژو، په ځانګړې توګه د افغان- ټرانس پروژې اهمیت ته په نغوتې سره ویلي، چې روسیې له افغانستان سره د دغې پروژې د جوړولو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
نوموړی همدا راز زیاتوي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د نفتو، د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«په افغان- ټرانس وسپنې پټلۍ پروژه کې همکاري او لېوالتیا د دغو غونډو، نندارتونونو او کنفرانسونو، یو له مهمو موضوعاتو څخه وو. روسیه غواړي په دغې تشه کې پانګونه وکړي، چې شمال او سوېل سره نښلوي او د افغانستان له لارې تېرېږي.»
په وروستیو میاشتو کې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. تر دې مخکې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي و، چې دغه هېواد له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په موخه، د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه ایستلی دی.

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ايران ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سره کتلي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وشوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه ګاونډيان وبلل او ويې ويل چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.
ښاغلي مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينګار وکړ او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د نشه یي توکو د قاچاق پر کنټرول او سیاسي اړیکو پر پراختیا تاکید کړی او غوښتنه يې کړې، چې د کډوالو د ستنولو بهير په تدريج ترسره شي، او د هغوی چارې او پانګه زيانمنه نه شي.
تلګرام
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وشوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه ګاونډيان وبلل او ويې ويل چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.
ښاغلي مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينګار وکړ او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د نشه یي توکو د قاچاق پر کنټرول او سیاسي اړیکو پر پراختیا تاکید کړی او غوښتنه يې کړې، چې د کډوالو د ستنولو بهير په تدريج ترسره شي، او د هغوی چارې او پانګه زيانمنه نه شي.
تلګرام
Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: ځينې بنګلهدېشي ډاکټران د ۱۲۰ هغو ماشومانو د درملنې لپاره کابل ته راغلي، چې د شونډې یا تالو له پرېوالي کړېږي او دغه ډاکټران به د اته ورځو لپاره په کابل کې پاتې شي.
د بنګلهدېش د یوې خیریه بنسټ مشر، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په بلنې افغانستان ته راغلی، دغه مرسته یې د افغان ولس حق بللی دی.
حمزه شهیدالاسلام، چې د بنګلهدېش د یو خیریه بنسټ مشر دی په دې هکله وايي: «انشاءالله راتلونکي کې هوډ لرو، چې د سترګو د زرګونو ناروغانو لپاره یو بل کمپ جوړ کړو او د زړه د ناروغانو جراحي عملیات هم د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ ترسره کړو.»
د افغاني سرې میاشتې ویاند مدثر همراز په دې کله طلوعنیوز ته وویل: «د دوی موخه دا ده، چې ۱۲۰ ناروغان جراحي کړي او هڅه کوي، هره ورځ له ۱۰ تر ۱۲ یا ۱۳ ناروغانو جراحي وکړي.»
د ځینو ناروغانو کورنۍ وایي، دوی د دې وس نهلري، چې خپل ماشومان د درملنې لپاره بهر ته واستوي.
د یوه تالو پرې ماشوم پلار، رحیمالله طلوعنیوز ته وايي:«له اسلامي امارت او افغاني سرې میاشتې زموږ غوښتنه دا ده، چې له بېوزلو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. موږ مالي وس نهلرو چې د خپلو ماشومانو درملنه له هېواده بهر وکړو.»
په همدې حال کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ویلي، دوی هڅه کوي چې د نړۍوالو خیریه بنسټونو همکاري جلب کړي، چې د ناروغانو درملنه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د محمد بن سلمان خیریه بنسټ ځينې ډاکټران د سترګو ناروغانو د درملنې لپاره په هرات ولایت کې دي.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، عزیزالرحمان په دې هکله څرګندوي:«ناروغان له هرات او مزارشریفه راځي، هغوی معاینه کېږي او بیا جراحي کېږي. انشاءالله، په درېیم پړاو کې به هغوی شاوخوا لس ورځې وروسته کابل ته راشي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې، دې طبي ډلې تېر کال هم ۸۵ هغه ماشومان، چې د شونډو یا تالو پرېوالی یې درلود، په بریالۍ توګه جراحي عملیات کړي دي.

دید خبرې آژانس: د افغانستان د واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سيالۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د هېواد د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې پيل شوې.
په پرانیست غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق وویل، دغه ریاست تل هڅه کوي، چې کورني سیالیو فعالیتونه لاپیاوړي شي.
ورته مهال د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان دغه لیګ د غوره استعدادونو موندلو لپاره ښه فرصت یاد کړی او له ملي سوداګرو یې وغوښتل، چې پر ځوانو لوبغاړو پانګونه وکړي.
د دې سياليو پيليزه لوبه د خراسان پوهنتون او د خوست سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ – ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به د روان کال د غبرګولي تر ۹مې نېټې دوام وکړي.
تلګرام
په پرانیست غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق وویل، دغه ریاست تل هڅه کوي، چې کورني سیالیو فعالیتونه لاپیاوړي شي.
ورته مهال د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان دغه لیګ د غوره استعدادونو موندلو لپاره ښه فرصت یاد کړی او له ملي سوداګرو یې وغوښتل، چې پر ځوانو لوبغاړو پانګونه وکړي.
د دې سياليو پيليزه لوبه د خراسان پوهنتون او د خوست سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ – ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به د روان کال د غبرګولي تر ۹مې نېټې دوام وکړي.
تلګرام
Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
د روغتیا سازمان: نږدې ۱۸۰ زره افغانانو ته خدمتونه وړاندې کړي
دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په خپل میاشتني راپور کې چې د اپرېل د میاشتې فعالیتونه پکې راټول شوي، ویلي دغه سازمان په ټول افغانستان کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي او همدا راز یې د لومړنیو، ثانوي او دریمپړاو روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا ته کار کړی دی.
دغه سازمان ویلي، په اپریل میاشت کې یې نږدې ۱۸۰ زره ناروغانو ته چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.
همداراز، ۱۹۷ طبي بستې چې د ۲۴۱ مټریک ټُنه روغتیایي توکو سره برابرې وې، توزیع کړي او ۴۲۳ روغتیايي کارکوونکو ته یې د خدمتونو د ظرفیت لوړولو او وړتیا زیاتولو په موخه روزنه کړې ده.
راپور همداراز وايي، له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره یې هم د سکرینینګ یا روغتیايي ارزونې خدمتونه برابر کړي او نږدې ۱۹۵ زره راستنېدونکو ته وړاندې شوي دي.

دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، په ایران کې د کاني موادو د کارپوهانو او څېړونکو په دویمه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه؛ نن په رسمي سفر ایران ته روان شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هدایت الله بدري به د دغه سفر په بهیر کې، په ایران کې د کاني موادو د کارپوهانو او څېړونکو په دویمه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي او ترڅنګ به یې د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګه والو سره هم وګوري.
ټاکل شوې ده چې د شرکتونو له استازو او پانګه والو سره به په لیدنو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا، د افغانستان د کاني ظرفیتونو او د کانونو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وشي.

دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې پر اسراییل، غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوي پر سر، نړۍوال فشارونه زیات شوي، د اسراییل لومړي وزیر اعلان کړی چې د غزې په تړانګه کې د لوږې د بحراني حالت د مخنیوي په موخه، دوی غزې ته د محدودو بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړې ده.
که څه هم د دغه بهیر د پیل کره وخت روښانه نه دی خو نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو لېږد به ژر پیل شي او وېش به یې د غزې په سیمه کې میشتو نړۍوالو بنسټونو لهلوري وي.
سقر جمالي، یو بېکوره فلسطینی، وايي: «هغه کړاو چې موږ یې نن تجربه کوو، نه نړۍ لیدلی او نه هم عربانو. ولې خلکو موږ یوازې پرېښودو؟»
یوسف مادي، یو فلسطینی چې په ایټالیا کې اوسیږي، وايي: «زه د ایټالیا او اروپايي پارلمان له پلاوي سره د غزې د وروڼو د ملاتړ لپاره دلته راغلی یم. موږ نړۍ ته دا پیغام ورکوو: باید د غزې د ماشومانو د ژغورلو لپاره هر اړین اقدام وشي.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه د غزې انساني وضعیت په وروستیو ورځو کې سخت بللی دی.
تلګرام
که څه هم د دغه بهیر د پیل کره وخت روښانه نه دی خو نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو لېږد به ژر پیل شي او وېش به یې د غزې په سیمه کې میشتو نړۍوالو بنسټونو لهلوري وي.
سقر جمالي، یو بېکوره فلسطینی، وايي: «هغه کړاو چې موږ یې نن تجربه کوو، نه نړۍ لیدلی او نه هم عربانو. ولې خلکو موږ یوازې پرېښودو؟»
یوسف مادي، یو فلسطینی چې په ایټالیا کې اوسیږي، وايي: «زه د ایټالیا او اروپايي پارلمان له پلاوي سره د غزې د وروڼو د ملاتړ لپاره دلته راغلی یم. موږ نړۍ ته دا پیغام ورکوو: باید د غزې د ماشومانو د ژغورلو لپاره هر اړین اقدام وشي.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه د غزې انساني وضعیت په وروستیو ورځو کې سخت بللی دی.
تلګرام
Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
نوې علمي څېړنه ښيي چې د انسان پخوانيو نیکونو به له خپلو لاسونو هم د ونو د ختلو او هم د وسایلو د جوړولو لپاره کار اخیسته.
ساینسپوهانو د Australopithecus sediba او Homo naledi نومې دوو پخوانیو انساني نوعو د ګوتو د هډوکو ضخامت د تري ډي سکین له لارې څېړلی چې ښيي دوی شاوخوا دوه میلیونه او درې سوه زره کاله پخوا ژوند درلود.
څېړنو ښودلې چې دا انسانان پر دوو پښو ګرځېدل، خو لا هم یې له ونو ختلو، نیولو او ځړیدو لپاره له خپلو لاسونو کار اخیسته.
ښايي دا کار یې د خوړو راټولولو یا له ځناورو د ځان ساتنې لپاره کاوه.
څېړونکي وايي، د لاس د هډوکو بڼه دا ښيي چې د انسانانو د لاسونو کارونه یو خطي تکامل نه دی (له بیزوګانو نه تر انسانانو پورې)، بلکې یو ګډوډ او څو اړخیز بهیر و چې هممهاله یې د ونو ختلو او وسایلو کارونې توان درلود.
دغه څېړنه په Science Advances ژورنال کې خپره شوې چې د امریکې د طبیعي تاریخ موزیم، سمیتهسونیان انسټیټوټ او نورو بنسټونو پوهان یې برخه وال دي.