دید خبری آژانس | پشتو
188 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي اسلامي امارت مسکو ته خپل سفیر معرفي کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، اسلامي امارت یو ډیپلومات په مسکو کې د سرپرست حکومت د سفیر په توګه ورپېژندلی دی.
کابلوف د کازان د فورم د شپاړسمې غونډې په څنډه کې رسنیو ته ویلي، چې مسکو دا مهال د سرپرست حکومت لخوا د افغانستان د سفارت لپاره د وړاندیز شوي نوماند د اروزلو په حال کې دی.
کابلوف ویلي: «دا نوماند دا مهال د روسيې په ادارو کې د تأیید د پړاوونو د ترسره کولو په حال کې دی. هیله لرم چې تر بشپړېدو وروسته، یو هوکړه ‌لیک لاسلیک شي.»
کابلوف دغه راز زیاته کړې چې مسکو هېڅ پلان نه لري چې د بګرام هوايي اډه ونیسي. هغه د ډونالډ ټرمپ پرلپسې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا دا اډه له لاسه ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی: «هیڅکله نه، نه اوس او نه هم بل وخت کوم داسې موجود و. د اډې ساتلو لپاره، لومړی باید هغه په واک کې ولرئ؛ امریکایانو هغه له لاسه ورکړی دی.»
په وروستیو میاشتو کې د روسیې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ اړیکې پراخې شوي دي. تر دې وړاندې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی و، چې روسیه او د سیمې نور هېوادونه د ګډ دريځ په درلودلو سره په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالف دي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د شانګهای د همکاریو سازمان او د تهران د خبرې اترې د مجمع د غونډو د جوړېدو په درشل کې، د امیرخان متقي د سیمه‌ییزو سفرونو خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي ویلي، ښاغلی متقي د چین او د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه، ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې دغو دوو هېوادونو ته سفر وکړي.
سره له دې چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې د افغانستان اړیکې له سیمې او نړۍ سره ښه شوي، لا هم هېڅ هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: په دغه فورم کې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، سیاسي ثبات ټینګ شوی او اقتصادي فعالیتونه هم، د زیاتېدو په حال کې دي.
په دې غونډه کې ملا عبدالغني برادر دې ته په پام سره چې د سالنګ لومړی تونل د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی او دغه راز د ودانیزو چارو او انجنیرۍ په برخه کې روسیه ښه تجربه لري، د سالنګ د دویم تونل په جوړولو کې هم له افغانستان سره د مسکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي وايي: "د سالنګ د دویم تونل له جوړېدو سره، چې واقعاً موږ د سویلي آسیا او مرکزي آسیا ترمنځ د نښلېدو شاهدان یو، دا پروژه کولای شي چې افغانستان او سیمه کې، په اوسنيو شرایطو کې د خپل حیاتي اهمیت له مخې، یو ډېر مهم او اساسي رول ولوبوي."
په دې فورم کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو، روسیې ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو، د افغان‌ ټرانس پروژې او د شمال- سویل د اقتصادي دهلېز په تړاو هم بحث شوی دی.
د په اقتصادي برخه کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي، هېواد یې د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان ملاتړی دی او چمتو دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
په ودانیزو او سیمه ییزې پراختیا کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال هم ویلي، چې مسکو له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي دوه‌ اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم اېستلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان‌جان الکوزی بیا وايي: "اوس مهال اړتیا ده چې له منځنۍ آسیا هېوادونو او له خپله روسیې فدراتیف سره اړیکې پراخې شي، دا یوه ډېره لویه مصرفي سیمه ده او یو ستر بازار دی. زموږ تولیداتو ته هلته اړتیا ده، برسېره پر دې زموږ د کرنې او کانونو سکتورونه هم ظرفیت لري چې باید ورسره خبرې وشي."
بلې خوا، ښاغلي برادر د خپل پلاوي په ملتیا د موردوویا له ولسمشر سره هم کتلي او د افغانستان او دغه هېواد ترمنځ یې د اقتصادي، سوداګریزو، صادراتي او وارداتي مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په تړاو خبرې کړي دي.
د موردوویا ولسمشر هم ویلي، د دغه هېواد پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اویرچوک په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه نن د افغانستان – روسیې د سوداګریز فورم د پرانیست‌غونډې په پای کې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې لاسلیک شول.
ياد هوکړه ليکونه د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ؛ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا؛ د دواړو هېوادونو د یوشمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او همداراز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې لاسلیک شول.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ايران د بهرنيو چارو د وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې پلاوي کې، چې د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم شامل دی، په پام کې ده، چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير تهران د خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او پر دوو اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عدليې وزير شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي نن سهار د سن پټرزبورګ د نړیوالې حقوقي مجمع په ۱۳مه ناسته کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته لاړ.
په دې حقوقي ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د عدليې وزيران، قضايي چارواکي او حقوقي متخصصين برخه اخلي او د اسلامي امارت د عدليې وزير به په ‌کې د قوانينو د څرنګوالي، په نړیوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتیا، د عدالت د ټینګښ او د نړیوالو تعاملاتو پر وړاندې د اسلامي امارت د دریځ په اړه وينا وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د نړیوالې حقوقي مجمع دا ناسته سبا نه بل سبا د روسیې د سن پټرزبورګ په ښار کې پيلېږي او د درېیو ورځو لپاره به دوام ومومي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د ملي پراختیا شرکت رییس تورخم ښارګوټي کې د اداري کمپلیکس د پرانیستې مراسمو پر مهال وايي، روان لمریز کال کې به په هېواد کې سترې پروژې پیل کړي.
عبدالرحمان عطاش زیاته کړې چې د تورخم ښارګوټي د اداري کمپلیکس د جوړېدو چارې په ۱۵ ورځو کې بشپړې شوې.
د ملي پراختیا شرکت رییس، عبدالرحمان عطاش و ویل: «په پام کې ده چې د ملي پراختیا شرکت سږ کال سترې پروژې پیل کړي او د دغه اداري کمپلیکس پرانیسته د کډوالو لپاره ښه پېلامه ده.»
د امارتي شرکتونو ادارې رییس، احمد جان بلال و ویل: «سږ کال به د امارتي شرکتونو له لوري د اسلامي امارت په کچه سترې پروژې پلې شي.»
د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف او ځینو سیمه ییزو مسوولینو هم د دې کمپلیکس په پرانیستغونډه کې ګډون کړی دی.
دین محمد حنیف و ویل: «په پنځلس ورځو کې د دغه ډول ودانۍ جوړول د ملي پراختیا شرکت د وړتیا څرګندونه کوي.»
د اسلامي امارت دغه چارواکی له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ایستلو پر لړۍ په نیوکې سره وايي، له کډوالو د سیاسي وسیلي په توګه کار اخیستل کېږي.
د اقتصاد وزارت سرپرست په دې اړه زیاته کړه: «ګاونډیو هېوادونو لومړی د کډوالو ښه هرکلی وکړ خو وروسته یې ورو ورو له هغوی د سیاسي وسیلې په توګه کار واخیست، کډوالو موږ ته د خوږې ګوتې حیثیت لري.»
دغه غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: «افغان انجینرانو، ملي پراختیا شرکت او په افغانستان کې نور شرکتونه دغه وړتیا لري چې په سختو او کړکېچنو شرایطو کې دغه ډول ودانۍ هېوادوالو ته جوړې کړي.»
د امارتي شرکتونو ادارې د مالوماتو پربنسټ، دغه کمپلیکس پر شاوخوا ۳۲۰۰ متره مربع ځمکې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړ شوی دی چې ۶۰ اداري خونې او یو د کنفرانسونو تالار لري.

تلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
د قزاقستان د اوبیزو سرچینو مرستیال اصلان عبدالرحیم‌اوف، په افغانستان کې د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي په استانه کې په یوې غونډه کې ټينګار کړی، چې د دغه کانال جوړېدل کولای شي د قزاقستان د اوبو امنیت ته ګواښ رامنځته کړي او په دغه هېواد کې به د سیردریا سیند اوبه د پام‌وړ کمې کړي.
د ټایمز اف سنټرال اسیا ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د «بایتاق قزاقستان» ګوند رییس هم ویلي، چې شونې ده د قوش‌تېپې کانال د امو سیند ۲۵ تر ۳۰ سلنې اوبه واړوي.
د قزاقستاني چارواکو په اند، د دغه کانال له جوړېدو سره، ازبیکستان او ترکمنستان به کمې اوبه ترلاسه کړي او په پایله کې شونې ده، چې د سیردریا له سینده ډېرې اوبه واخلي؛ هغه موضوع چې کولای شي له دغه سینده د قزاقستان ګټه اخیستنه ۴۰ سلنه کمه کړي.
د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس وسیم صافی په دې هکله ویلي:«موږ کولای شو چې د سبزیو، غلو دانو او غوړ لرونکو نباتاتو په برخو کې ځان‌بسیاینې ته ورسېږو، او خپلې اړتیاوې د همدې کانال او د هغه شاوخوا کرنیزو ځمکو له لارې پوره کړو.»
د دې څرګندونو په غبرګون کې، د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د دغه کانال جوړول به هېڅ هېواد ته زیان ونه رسوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د قوش‌تېپې کانال هېڅ ګاونډي هېواد ته زیان نه‌رسوي، او د اسلامي امارت سیاست د ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره، د ښه ګاونډیتوب پر اصل ولاړ دی.»
په دې راپور کې همداراز راغلي، چې د قوش‌تېپې کانال جوړېدل او د منځنۍ اسیا د اوبو پر امنیت د هغه احتمالي اغېزې، د استانې په وروستي نړۍوال کنفرانس کې له مهمو موضوعاتو وو، چې په‌کې د تاجیکستان، قرغیزستان، افغانستان او ترکمنستان استازو د دغې پروژې پر اغېزو او د سیمې د اوبو د وېش پر پراخو مسایلو خبرې کړې دي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پرون ناوخته په تهران کې له خپل ایراني سیال ډاکټر سيد عباس عراقچي سره په کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي متقي په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې بللې او په ګڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا ته په پام، د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی يوه اړتيا ياده کړې ده.
هغه همدارنګه د افغان کډوالو د کوربه ‌توب له امله د مننې ترڅنګ ویلي چې اسلامي امارت ژمن دی، خپلو کډوالو هېوادوالو ته په هېواد کې د بيامېشتېدو زمينه برابره کړي او له ايراني لوري يې وغوښتل چې د افغان کډوالو په راګرځولو کې د تدريج اصل په پام کې ونيسي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير ايران کې د افغان بندیانو د انتقال او د اسانتياوو په اړه د ایراني چارواکو د‌ پاملرنې غوښتنه کړې ده.
مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې همکارۍ مخ پر پراخېدو وګڼلې.
په ورته وخت کې ايران د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ، چې دواړه هېوادونه د خپلو دوه اړخيزو اړيکو نوي پړاو کې ګام پر ګام پرمختګونه ولري او زياته يې کړه چې زموږ اړيکې د پراختيا پر لور ځي.
ډاکټر سيد عباس عراقچي وويل د افغان کډوالو بېرته تګ بايد تدريجي او باعزته وي او په ايران کې يې افغان کډوالو ته د لا زياتو اسانتياوو ژمنه

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند، د روسیې د فدراسیون د تاتارستان جمهوریت ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته، تېره شپه کابل ته راستون شو.
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د خبر له مخې، ملا عبدالغني برادر آخند د کابل نړیوال هوایي ډګر کې رسنیو ته وویل چې د دې سفر پر مهال یې د کازان په ښار کې د ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړ او د تاتارستان جمهور رئیس او د موردوویا جمهور رئیس سره یې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټورې لیدنې ترسره کړې.
نوموړي زیاته کړه چې د روسیې د فدراسیون له دوو مرستیال لومړي وزیرانو سره یې هم لیدنې درلودې او د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، د روسي سوداګرو له لوري په افغانستان کې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
ملا برادر دا سفر د لاسته راوړنو ډک وباله او څرګنده یې کړه چې د سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ فورم هم پرانیستل شو او د ترانسپورت، ترانزیت، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې پنځه مهم تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.
د راپور له مخې، د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د نږدې ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د ۲۰ زره نړیوالو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

تلګرام