دید خبری آژانس | پشتو
188 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
سهیل شاهین افغانستان کې د فرانسې د سفارت پرانیستو غوښتنه کړې
په قطر کې، د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره په کتنه کې له فرانسې غوښتي، چې په کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته فعاله کړي.
ښاغلي شاهین ویلي، چې د فرانسې د سفارت بېرته پرانیستل د کابل او پاریس ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم ګام کېدای شي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر په دې هکله وویل:«پرون مو دلته په دوحه کې، د افغانستان د اسلامي امارت په سفارت کې د افغانستان لپاره د فرانسې شارژدافیر ژان میرين ‌شو سره وکتل او د افغانستان او فرانسې ترمنځ پر اړیکو، له افغانستان سره د روغتیا او لرغونو اثارو په برخه کې، د فرانسې هېواد د مرستو، د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ د مثبت تعامل، د بشري مرستو او پر روان سیاسي وضعیت مو خبرې وکړې.»
فرانسه له هغو هېوادونو ده، چې د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګست له بدلونونو وروسته یې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک فعالیت درولی؛ خو لا یې هم د بشري چینلونو له لارې له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی دی.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له مشر سره کتلي دي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو د ټولنې له مشر میکېل لوپه سره کتلي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې د روغتیايي چوپړتیاوو د پراختیا او د راستنو شویو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې شوې.
ډاکتر نعیم د یادې ټولنې بشردوستانه هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت روغتیايي سکټور ته جدي پاملرنه کړې او د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.
په ورته وخت کې د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې مشر د اسلامي امارت په ځانګړي ډول بهرنیو چارو وزارت د ښې همغږۍ او همکارۍ له امله مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د مور او ماشوم روغتیا او هم د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړونې په برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
تلګرام
تورخم؛ ۱۴ موټره بې کیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ولېږدول شول
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د تورخم بندر مسوولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۴ موټره بې کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی کړی دی.
د یاد ریاست رسنیز دفتر ویلي چې دغه ۱۴ موټره بې کیفیته کچالو د نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو له لوري د دقیقې معاینې وروسته ۱۳ موټره یې بېرته پاکستان ته ورګرځولي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته او معیاري محصولات وارد کړي، څو افغانان له صحي او خوندي خوراکي توکو ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو له پاکستان څخه واردېدونکي بې‌کیفیته محصولات تشخیص او بېرته پاکستان ته ورګرځولي دي.
تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانیو غړیو افغانستان کې جنګي جنایتونه فاش کړل
د بریتانیا «SAS» یا د ځانګړو هوايي ځواکونو او د «SBS» یا ځانګړو سمندري ځواکونو په ګډون د بریتانیا د پخوانیو ځانګړو ځواکونو له ۳۰ زیاتو غړو په عراق او افغانستان کې د جنګي جنایتونو جزییات ډاګیز کړي دي.
دوی ویلي، چې په افغانستان کې د پوځي حضور پر مهال، ناقانونه وژنې، د ولچک شویو بندیانو وژل او ان د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي.
د «بي بي سي» د راپور له مخې، د دغو کسانو د شاهدۍ پر بنسټ، د «SAS» ځينې غړي نیمه شپه د خلکو کورونو ته ورننوتل او خلک به یې د خوب پر مهال وژل او یایې له وژلو وروسته د ولچکونو په لېرې کولو او د هغوی ترڅنګ د وسلې په اېښودلو سره د صحنې بڼه داسې بدلوله چې کواګي وژل شوي کسان وسله وال وو.
د جنګي جرمونو په تړاو د برېټانیا د پخوانیو ځانګړو ځواکونو څرګندونې
۱- د یوه ځوان هلک لاسونه یې ولچک کړل او ډزې یې پرې وکړې. هغه ماشوم و، ان د جګړې عمر ته لا نږدې نه و.
۲- هغوی به لومړی یو کس تلاشي کاوه، لاسونه به یې ورته ولچک کړل، بیا به یې ورباندې ډزې کولې.
۳- د بندیانو اعدامول یوه عادي خبره شوې وه. ان ځینو کسانو ته دا یو ډول روږدتیا وه. ما داسې کسان ولیدل چې له وژنو یې خوند اخیست.
د نظامي چارو کارپوه احمد اندړ په دې هکله وايي:«په افغانستان او عراق کې د ترسره شويو جنګي جنایتونو او جنایتکارانو د محاکمې لپاره، نړۍوالې محکمې ته اړتیا ده.»
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د برېټانیا پخوانی لومړی وزیر ډیوېډ کامرون له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ زېږدیز کال پورې اووه ځله افغانستان ته سفر کړی و او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه ته د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو خبرداری ورکړی و. خو د ډېويډ کامران ویاند بي بي سي ته ویلي چې دوی هغه مهال د برېټانوي ځانګړو ځواکونو په تړاو کوم مستقیم خبرداری نه‌و ترلاسه کړی.
اسلامي امارت وايي، دا اعترافونه د ناټو او امریکا په ګډون د نیواکګرو ځواکونو لخوا د افغان ولس پر وړاندې د شویو جنګي جرمونو پخلی کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«دا یو واقعیت وو، چې په افغانستان کې ټولو بهرنیو ښکېلاک‌ګرو ځواکونو بېلابېل جنګي جنایتونه ترسره کړي وو، تېر شل کاله د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو هره ورځ د افغانانو په وژلو او شکنجه کولو بوخت وو.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم د دغو جرمونو قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د عدالت او ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي:«د بي‌بي‌سي د پانوراما دې هېښوونکي افشاګرۍ د برېټانیا د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د غړو له لوري د خپلو همکارانو د جنګي جرمونو په تړاو چوپتیا ماته کړه. دا چاره قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د ځواب ویلو او جامع عدالت اړتیا روښانه کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د برېټانیا د پوځ مشر جنرال پاټریک سانډرز د دغو تورونو په تړاو د خپلواکو څېړنو ملاتړ کړی او د ۲۰۲۳زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د برېټانیا دولت د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره «د افغانستان په تړاو د خپلواکې څېړنې» په نوم څېړنې پيل کړې.

تلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د جنګي جنایتونو پټولو کې د یوه برېټانیايي جنرال د رول افشا کېدل
د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو یوه جنرال د افغان ځواکونو د پناه غوښتنې دوسیې رد کړې دي، څو په افغانستان کې د برېټانیا د جنګي جنایتونو په تړاو د هغوی د شاهدۍ مخنیوی وکړي.
د بي‌بي‌سي «پانوراما» پروګرام افشا کړې، چې په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان جنرال سیر ګوین جنکېنز د دغو ځواکونو د احتمالي جنګي جنایتونو په تړاو له راپور نه ورکولو وروسته، د افغان کومانډو ځواکونو د پناه غوښتنې په ردولو کې رول درلود.
دغو کومانډوګانو چې د برېټانیايي ځواکونو ترڅنګ یې د خدمت معتبر شواهد لرل، غوښتنلیکونه یې هغه مهال رد شول کله چې په برېټانیا کې د برېټانیايي ځواکونو د جرمونو په تړاو قضايي څېړنه پیل شوه.
څېړنې ښيي چې د جنکېنز لخوا ګومارل شوي افسر د غوښتنلیکونو د ردولو په موخه فشار اچوه او دا پرېکړې د هغه تر مستقیمې څارنې لاندې شوې دي.
د بي‌بي‌سي د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په برېټانیا کې د مېشتېدو لپاره د سلګونو افغان کمانډو ځواکونو د مېشتېدو غوښتنې د داسې یوه جګپوړي جنرال تر څارنې لاندې رد شوي، چې تر دې وړاندې یې د برېټانوي ځانګړو ځواکونو (SAS) پر ضد د جنګي جنایتونو د اسنادو له افشا کولو ډډه کړې وه. دغو افغان کمانډو ځواکونو په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی و.»
دا موضوع داسې مهال ډاګیزه کېږي، چې د برېټانوي ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو یوه رسمي قضایي څېړنه روانه ده.
بلخوا، د بښنې نړۍوال سازمان د برېټانوي ځانګړو ځواکونو لخوا د ناقانونه اعدامونو او سیستماتیکې پټ ساتنې د تورونو له افشا کېدو وروسته، د بشپړې ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان زیاتوي:«په افغانستان کې د برېټانوي ځانګړو ځواکونو لخوا د ناقانونه وژنو او پټولو تورونه لکه څنګه، چې د بي‌بي‌سي پانوراما لخوا وړاندې شوي؛ خورا جدي دي او د جنګي جرمونو په توګه ګڼل کېږي. د ماشومانو او ټپیانو په ګډون د بندیانو قصدي وژنې له نړۍوالو بشري قانونو یوه لویه سرغړونه ګڼل کېږي.»
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم وايي:«په ټوله کې، د ځینو هېوادونو د عسکرو له استولو سره افغانان خوشحاله نه‌وو، نه ولسي خلک او نه هم نظامیان. له همدې امله ډېری یې عقده درلوده او د غچ فکر یې کاوه. اوس هم دوی د بښنې نیت نه‌لري، ان دا چې لا هم ځیني جنرالان، لکه برېټانوي جنرالان، په زړه کې عقده لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې بي‌بي‌سي تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې د هوایي ځواکونو او د ځانګړو سمندري ځواکونو په ګډون د برېټانیا ځانګړو ځواکونو څه باندې دېرشو غړو، په عراق او افغانستان کې د ناقانونه وژنو، ولچک شویو بندیانو د اعدامولو او د ان د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د وژنو جزییات ډاګیزه کړي وو.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو، په هېواد کې پر بنسټيزو پروژو او د سړکونو پر رغولو خبرې وکړې
د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې؛ افغانستان کې پر بنسټيزو پروژو او د سړکونو پر رغولو خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوريو د تورغونډۍ بندر د عملي کار د پيل، د نويو تأسيساتو او د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو هنګرونو د جوړولو، د مزارشريف – هرات او هرات – کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين او د يادو پروژو د رغولو، له تورغونډۍ بندر څخه د سوداګريزو انتقالاتو پر زياتوالي او د اوسپنې پټلۍ پروژو د پراختيا ترڅنګ؛ په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو او د سړکونو د رغولو په اړه خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزیر ویلي دي: “اوسمهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګڼ شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې روانې دي او په دې برخه کې کورنیو او بهرنيو پانګه والو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې چې کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي”.
د کتنې په پای کې، دواړو لورو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره، د زېربنایي پروژو په برخه کې پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی دی.
تلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د ګډون کوونکي پلاوي مشورتي ناسته نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو، د پلاوي له غړيو سره د کېدونکي سفر په اړه لازم معلومات شریک کړي او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري ورته لازمې سپارښتنې شوې دي.
ټاکل شوې ده چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی، د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه، سبا تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د ریاست‌ الوزراء د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی نن د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته روان شو.
ټاکل شوې، چې یاد پلاوی به د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري.
کازان فورم د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د اقتصادي همکاریو او هر اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
په پام کې ده، چې د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوی به په دې فورم کې د ګډون ترڅنګ په یوه بله اقتصادي ناسته کې د افغانستان او روسیې د ګډو اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو په اړه هم خبرې وکړي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ټینګار کړی چې اسلامي امارت د هیواد روغتیا سکتور ته پاملرنه کوي.
د اسلامي امارت دغو دوو چارواکو د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو بنسټ مشر مایکل لیپي سره په جلا کتنو کې له هغه وغوښتل چې د روغتیا سکتور د پرمختګ، د هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدماتو د ښه کولو او د روغتیایی کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې لا نږدې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول ضیاء احمد تکل و ویل: « ښاغلي لیپي د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مور او ماشوم د روغتیا او د روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړونې برخو کې به خپلې مرستې جاري ساتي.»
په دې کتنو کې لیپي په افغانستان کې د روغتیا خدمتونو د ښه والي او پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې بې پولې ټاکټرانو بنسټ به د افغانستان له روغتیا برخې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
د هېواد ډاکټران د «بې‌پولې ډاکترانو» په څېر بنسټونو حضور د روغتیايي خدمتونو په ځانګړې توګه د لېرې پرتو سیمو لپاره ګټور او ارزښتناک بولي.
ډاکټر، اسدالله حلیمي په دې اړه و ویل: « که د میندو او ماشومانو ترمنځ وي او که د سړیو او ښځو ترمنځ، غیرساري ناروغۍ هر چیرته پیدا کیږي او باید دغو ناروغیو ته ځانګړی پام وشي. خپلې پروژې باید ډېرې کړي ځکه د غیرساري ناروغیو له امله د ناروغاتو مړینه زیاته شوې ده.»
په کابل کې یو بل ډاکټر تمیمی حکیمي بیا داسې و ویل: « موږ دا ډول بنسټونو ته که هغه بهرني وي او که کورني چې ډېری کارکوونکي یې افغانان دي اړتیا لرو. پولیو او د مور او ماشوم مړینه چې په لرې پرتو ولایتونو کې د روغتیايي پرسونل او توکود کمښت له کبله رامنځته کیږي، یوه جدي موضوع ده او موږ دې برخو کې مرستې ته اړتیا لرو.»
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د هېواد د روغتیايي سکتور پر ځان ‌بسیاینې ټینګار کړی و او ویلي یې وو، چې د دغې موخې ته د رسېدول لپاره هڅې روانې دي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزرت وایي چې د دغه وزارت له لوري موټرو ته د جي پي اس د لګولو بهیر روان دی.
دغه وسېلې چې په ځيرکو کولپونوهم مشهورې دي، هره شېبه د موټر د څارلو اسانتیا برابروي او د موټرو د سرعت په کنټرول کې مرسته کوي، چې د ټرافیکي پېښو په مخنیوي کې مهم رول لري.
د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي ویلی: « د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزرت مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو ته څه باندې اته زره جي پي اس الې لګولي دي. د دغو الو لګولو هېوادوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابروي او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او د مسافرو د خوندیتوب لپاره غوره ګام دی.»
بلخوا، یو شمېر موټرچلوونکي او ټرنسپورټي شرکتونه هم د GPS د وسېلې لګول هره شېبه د موټرو د سرعت د کنټرول او ان د موټر چلوونکو د چلند د ارزونې لپاره مهم ګڼي او وايي، چې د GPS نصبول د مسافرو د خوندیتوب له زیاتېدو سره هم مرسته کوي.
موټر چلوونکی ولي محمد په دې اړه وایي: « د دې وسیلې د لګولو ښېګڼه دا ده چې دولت کولی شي کنټرول وکړي. دولت پوهېدلی شي چې چیرته یې، څنګه یې او که سرعت دې ډېر وي نو دولت زنګ درته وهلی شي او ویلی شي چې سرعت دې ډېر دی او د مسافرو ژوند په خطر کې دی نو سرعت دې کم کړه.»
د ټرانسپورټي شرکت استازي توفیق احمد و ویل: « د جي پي اس لګول یوه اسانتیا ده او کولي شي موټر تر کنټرول لاندې ولري.»
یو شمېر سوداګر هم سوداګریزو، ترانزیټي او مسافر وړونکو موټرو ته د څارونکو وسېلو نصبول، د ټرانسپورت د امنیت او د مسافرو او سوداګریزو توکو د خوندي لېږد لپاره اغېزناک بولي.
سوداګر امید حیدري د طلوع‌نیوز خبریال ته داسې و ویل: « کله چې بهرنیو هېوادونو ته صادرات کوو، په ټولو موټرو کې جي پي اس لګول کیږي او دا د صادراتو او وارداتو بهیر کې اسانتیا راولي او زیاتولی یې شي. دا چاره د ټرانسپورټ په سکټور کې هم پرمختګ رامنځته کوي.»
د مسافر وړونکو موټرو لپاره قانوني سرعت په ساعت کې ۱۰۵کیلومټره ټاکل شوی او دا وسېلې د ناقانونه سرعت راپور ورکوي. دغه راز، مرکز له موټر چلوونکو سر په اړیکه کې وي او د هغوی لپاره ټاکل شوی سرعت په دوام داره توګه تعقیبوي.
دغه طرحه، چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړه شوه، ویل کیږي چې د ټرانسپورټ د تنظیمولو او د عصري ټکنالوژیو د کارولو لپاره د سرپرست حکومت د هڅو یوه برخه ده، او تمه کیږي چې د دغه سیسټم په پراختیا سره به د هیواد د ټرانزیټ سکټور کې روڼتیا او او اغېزنکتوب د پام وړ زیات شي.

تلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM