دید خبرې آژانس: د اسلام اباد له لوري د هند پر ځینو برخو د نننیو (شنبه) بریدونو سره د هند او پاکستان ترینګلتیاوې بې سارې کچې ته رسېدلې دي.
رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان دغو بریدونو کې د ځینو نورو برخو تر څنګ د هند اس – ۴۰۰ دفاعي سیسټم هم لمنځه وړی دی خو د هند پوځ دغه ادعا رد کړې ده.
تر دې عملیاتو وروسته، پاکستان خپله هوایي حریم نن د ماسپښین تر ۱۲ بجو په لنډمهالې توګه تړلی دی.
د هندي تر کنټرول لاندې د کشمیر یوې اوسېدونکې، مسکان و ویل: «موږ د یوې سترې چاودنې غږ واورېد، ټول بهر را و وتو. موټر مو خراب شوي و، ټول خلک وېرېدلي وو.»
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام

دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وړمه ورځ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۸۲۰ راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.
د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د تورخم له لارې ۲۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایومیټریک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۱۸۸ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۷۳ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶۱ زره ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

دید خبرې آژانس: د افغانستان، چین او پاکستان درېاړخیزه غونډه پرون (شنبې، د غويي ۲۰مه) په کابل کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې درې واړو لوریو هوکړه وکړه، چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، په دې غونډه کې چې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم ګډون درلود، له کابل سره د اسلاماباد او بېجینګ، سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.

دید خبرې آژانس: ځینې افغان کډوال، چې په ایران کې مېشت دي، له دغه هېواده غواړي، چې د دوی د جبري ایستلو لړۍ دې ودرول شي.
دوی د هېواد له سرپرست حکومت او د کوربه هېواد له چارواکو غواړي، چې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.
په ایران کې افغان کډوال صفر بارز وايي:«د افغانستان کډوال د ایران له لوري له پراخو او بېنظامه ایستلو سره مخ دي، او تر دې دمه د دغو جبري ایستلو د مخنیوي لپاره هېڅ اغېزمن اقدام نهدی شوی.»

دید خبرې آژانس: دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند د هغو څرګندونو له ردولو سره، چې ګواکې هند د افغانستان ځينې برخې په نښه کړي، ویلي، چې هند پر افغان خاوره هېڅ ډول برید نهدی کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې افغان ملت د سیمې له حقیقتونو خبر دی او پوهېږي، چې په تېر یو کال کې کوم هېواد افغان ولسي وګړي په نښه کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویکرم میسري په دې هکله وویل:«یو ځل بیا دغه بشپړه بېاساسه ادعا راپورته شوې، چې د هند توغندي پر افغانستان لګېدلي. دا ادعا په ټوله کې بېبنسټه ده. یوازې غواړم ټینګار وکړم،افغانانو ته د دې یادولو اړتیا نشته، چې کوم هېواد یوازې په یوه نیمه کال کې څو ځله د افغانستان ولسي وګړي او غیرنظامي زیربناوې په نښه کړې دي.»

دید خبرې آژانس: د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅي دروازه له اووه مياشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د سوداګرۍ پرمخ پرانيستل شوه.
د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه او ځینې سوداګر له پاکستانه غواړي چې د سوداګرۍ پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.
د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، حسيب الله ګرديزي و ویل: «د پکتيا ډنډ پټان د خرلاڅي دروازه تېره ورځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه، له پاکستانه مو غوښتنه دا ده چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل او پر دې لار د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، ډېر ځل په جزوي خبرو دغه لار تړي او په راتلونکې کې بايد ستونزې جوړې نه کړي.»

دید خبرې آژانس: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې د اوبو تنظيم برخه کې د پروژو د پرانيستې مراسمو کې وايي په نظام کې بايد هر ډول خلک داخل نشي ګنې شته امنيت ته ګواښ پېښولی شي.
عبدالطیف منصور خلکو ته د اسانتياوو برابرولو کې اسلامي امارت مسوول بولي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې نږدې درې نيم سوه چک ډيمونه جوړ شوي دي.
نوموړی زياتوي چې د اسلامي امارت شته شاوخوا اويا زره غړي د امنيت خونديتوب او هېواد څخه د دفاع لپاره بسنه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي:«کله کله موږ خپلو مسوولانو ته هم وایو، ځان ته هم وایو، ډلګي مشرانو ته هم وایو چې همدغه مجاهدین همداسې وساتئ، نه به بهرنی سړی پر افغانستان برید وکړي او نه به په دننه هېواد کې امنیت خراب شي؛ خو که ما او تا د دې په فکر کې شو، چې ډله اضافه کړو، راځه هر لوچک او لوفر او غل راوله او د ځان ډلګي دې پرې قوي کوه، بیا نو خدای دې نهکړي بیا به دغه امنیت نهوي او بیا به سر ټکوئ او بیا به موږ هم پرېښانه یو.»

دید خبری آژانس | پشتو
دید خبرې آژانس: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې د اوبو تنظيم برخه کې د پروژو د پرانيستې مراسمو کې وايي په نظام کې بايد هر ډول خلک داخل نشي ګنې شته امنيت ته ګواښ پېښولی شي. عبدالطیف منصور خلکو ته د اسانتياوو برابرولو کې اسلامي امارت مسوول بولي او زياتوي،…
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی چارواکی د خپلې وينا په يوه بله برخه کې وايي چې اسلامي امارت مسووليت لري ترڅو خلکوته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې د هېواد بېلابېلو برخو کې د ۳۴۰ چک ډيمونو د جوړېدو سربېره څو ستر بندونه هم جوړ شوي دي.
عبدالطيف منصور زیاتوي:«اسلامي امارت هم د هرې ولسوالۍ لپاره یو دغسې چک ډیمونه په نظر کې نیولي وو؛ ځکه ډېره زیاته وچکالي وه، بیا نو د مشرتابه محترم مقام دغو درې وزارتونو، د اوبو او انرژۍ، د کلیو پراختیايي او کرنې وازرتونو ته لارښونه وکړه، چې په هرې ولسوالۍ کې یو چک ډیم جوړ کړئ.»
ورته مهال د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د اوبو تنظيم برخه کې د ۱۵ مېليونه افغانيو په لګښت د څلورو پروژو چارې پيل شوې.
هم مهاله د پکتيا د اوبو او انرژۍ رياست لپاره د څه د پاسه ۱۲ مېليونه افغانيو په لګښت د دوه پوړيزې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
ټلګرام

Photo
هبة الله آخند استخباراتو ته:تخریبي پلانونه باید شنډ شي
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مشر د افغانستان د استخباراتو له ریاسته غوښتي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې تخریبي پلانونه شنډ کړي.
شیخ هبتالله اخندزاده د استخباراتو ریاست مسوولانو لپاره په یوه جوړ شوي سیمینار کې، استخبارات «د اسلامي نظام د ملا تیر» بللی او د شریعت پر تطبیق او پر ذهنیت جوړولو یې ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې شیخ هبتالله اخندزاده په دغه یو ورځني سیمینار کې ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام پر وړاندې تخریبي پلانونه باید ناکام او شنډ کړل شي.
ښاغلی فطرت وايي:«عالي قدر امیر المومنین په اسلام کې د استخباراتو، ارزښت، اهمیت او دنده تشریح کړه او استخبارات یې د اسلامي نظام د ملا تیر وبلل او وې ویل، چې استخبارات باید د اسلامي نظام د دښمنانو ټول فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي، اسلامي شعایرو د سپکاوي مخه ونیسي او له نورو ادارو سره په ګډه، د شریعت د تطبق هڅې وکړي.»
بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت د ډیپلماسۍ له انسټېټیوټه د څلورمې دورې د فارغینو په مراسمو کې، له کورني او بهرني شره د هېواد د ساتنې پر ټينګار سره د ملي یووالي ټینګښت مهم بللی دی.
د امیرخان متقي په وینا، اسلامي امارت د ملي ګټو پر بنسټ د کورني او بهرني سیاست جوړولو لپاره هڅې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلی:«موږ او تاسې باید راتلونکی افغانستان له شره وساتو، هم له داخل شر او هم له بهرني شر څخه، دا مسوولیت دی، الله تعالی به له موږ پوښتنه کوي. موږ د همدې لپاره شپه او ورځ الحمدالله یوه وکړې ده، له بهرنیو سره داسې تعامل ولرو، چې هېواد ته مو زیان ونهرسېږي، څنګه د مینې تعامل ولرو چې څوک د بېګانګۍ حساس ونهکړي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تېره ورځ د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په درې اړخیزه غونډه کې، له کابل سره د اسلاماباد او بیجینګ سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لا پرمختګ هیله یې وښوده.
تلګرام

Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه
سايت: Ps.Didpress.com
اینستاگرام: instagram.com/Didpress_agency
ايميل : info@didpress.com
#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه

د چین او پاکستان ځانګړو استازو د ا.ا له چارواکو سره کتنې او خبرې اترې
دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په کتنه کې یوځل بیا د اسلامي امارت دریځ روښانه کړ.
نوموړي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د متقابل درناوي او تعامل پر بنسټ د سیمهییزو اړیکو پراختیا او تفاهم ته ژمن دی.
ښاغلي حقاني همدارنګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
په دغه کتنه کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم ډاډ ورکړ، چې هېوادونه یې د افغانستان اسلامي امارت سره د ښېګڼې، تفاهم او متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.
د افغانستان لپاره د چین استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې بیجینګ به په نړۍواله کچه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد په اقتصادي پراختیا کې به فعاله ونډه واخلي.
یوشیاو یونګ همداراز امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې د روانې زیږیزې میاشتې په پای کې چین ته رسمي سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس احمد ضیاء تکل ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین او پاکستان ځانګړو استازو په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په درې اړخیزه ناسته کې ګډون کړی. په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د پانګونې د جلب او د ګډو پروژو د پیل په اړه بحثونه شوي دي.
ښاغلی تکل وايي:«همدا راز ښاغلي یوشیاو یونګ د روانې میلادي میاشتې په پای کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر له خوا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته چین ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د افغان لوري له خوا په خوښۍ سره ومنل شوه.»
د چین او پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړو استازو په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په درېاړخیزه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، پانګونې د جلب او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ګډو پروژو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«محترم الحاج نورالدین عزیزي په خپلې پرانیستونکې وینا کې د پاکستان او چین د لوړپوړو استازو د حضور مننه وکړه او د ګډو او متقابلو همکاریو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت تګلاره اقتصاد محوره ده.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه، چین او پاکستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو بولي او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدل د افغانستان په ګټه ګڼي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید په دې هکله وویل:«له پاکستان، چین او همدارنګه د سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګري زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تل هڅه کړې، چې د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګري او د توکو تبادله پراخه شي.»
بیاځلې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د افغانستان او چین ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوي؛ خو له پاکستان سره د افغانستان سوداګرې اړیکې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې ده.
په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا د افغانستان پر سوداګرۍ او ټرانزیټ هم منفي اغېز کړی، او د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو له امله د وچې مېوې صادرات ۷۰ سلنه کم شوي دي.

هندي چارواکي: د تېرې اونۍ بریدونو کې مو تر ۱۰۰ زیات وسلهوال و وژل
دید خبرې آژانس: د هند د پوځ د عملیاتو مشر، جنرال راجیو ګی، د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د هند پوځ د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د پاکستان دننه په نورو سیمو کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې له ۱۰۰ زیات جنګیالي چې مهم مشران یې هم پکې شامل و، وژل شوي دي.
اسوشیټېډ خبري اژانس راپور ورکړی چې جنرال ګی وویل، د هند وسلهوالو ځواکونو د وسلهوالو نهه تاسیسات او د روزنې مرکزونه په نښه کړي چې پکې د لشکر طیبه ډلې مرکزونه هم شامل دي.
راپور زیاته کړې چې دغه ډله هند د خپلو مهمو ترهګریزو بریدونو او د کشمیر د شخړې تر شا مسووله ګڼي.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ هغوی په بشپړ ډول ناڅاپي له بریدونو سره مخ کړل.» هغه زیاته کړه، د پاکستان غبرګون «بېنظم او ګډوډ» و.
دواړو هېوادونو تر خبرو وروسته د اوربند هوکړه وکړه چې د تېرو څو لسیزو نښتو له منځه تر ټولو جدي پوځي شخړې ته یې د پای ټکی کېږدي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د دواړو لورو ترمنځ د سپکو وسلو ډزې، توپچي بریدونه، توغندي او ډرون بریدونه وشول چې په ترڅ کې لسګونه کسان و وژل شول.
اخوا د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف هم په یوه خبري غونډه کې ویلي، د هند د چهارشنبې سهار وختي توغندیز بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځ ټول ټال ۲۶ هندي پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

پکتیکا کې زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰ نور کورونه هم جوړ شول
دید خبرې آژانس: د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو لپاره د ۱۰۰۰ نورو کورنیو د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر وکړی دی.
د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح ویلي چې دغه کورونه د یونسیار موسسې په مالي ملاتړ د ۷.۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وینا، چې په هر کور ۵ زره ل۸۰۰ ډالر لګښت راغلی، چې د یوه ښوونځي او یوه روغتیایي مرکز سربېره د ټولو اړینو اسانتیاوو په درلودلو سره جوړ شوی، چې د زيانمنو کورنيو په واک کې به ورکړل شي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د یادو کورونو په جوړېدو خوښ دي او وایي چې د دغو کورونو په جوړېدو سره به یې ژوند عادي حالت ته راوګرځي او له دولت څخه یې د نورو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته سفر وکړ
د هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ، د ازبیکستان د انرژۍ په پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، نن د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ښار ته سفر وکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کنفرانس چې د “دوامداره انرژۍ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ” ترسرلیک لاندې د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال د می میاشتې له ۱۳مې څخه تر ۱۵مې پورې په تاشکند ښار کې ترسره کېږي؛ د انرژۍ په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ د ستراتیژیو، د پرمخ تللې انرژۍ بازار د رامنځته کولو او شنه اقتصاد ته د لېږد په اړه د نظریاتو تبادلې لپاره ښه فرصت برابروي.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ د وزیر ګډون به، په اوبیزو او انرژۍ پروژو کې له ازبیکستان سره د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا، د انرژۍ سرچینو د مدیریت په برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستنه او په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.
د اوبو او انرژۍ وزیر به په یاد کنفرانس کې د اړینو موضوعاتو لکه د انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د ښه والي او په دې برخه کې پر شته ننګونو خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د “دوامداره انرژۍ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ” کنفرانس به د افغانستان، ازبیکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو (د نړیوال اټومي انرژۍ آژانس او نړیوال بانک) د استازو په ګډون ترسره شي.