دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز، پر سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزې ارزولې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس نور احمد نور په هغې غونډه کې چې ” پر سیمې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزو د ارزونې” تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، څرګنده کړې، چې د سیمې هېوادونه، په تېره بیا افغانستان، د اسلاماباد او نويډیلي ترمنځ له نښتو اغېزمن شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي:«د سټراتېژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال ویلي، له دې امله چې هند او پاکستان زموږ ګاونډیان دي، د تاوتریخوالي زیاتوالی به نه یوازې پر سیمه؛ بلکې پر افغانستان هم مستقیم منفي اغېز ولري. د سیاسي چارو لومړي رییس هم ویلي په کشمیر کې پر ګرځندویانو برید، پخوانۍ شخړې لا زیاتې کړې دي او په پایله کې یې، دواړو هېوادونو داسې ګامونه اخیستي، چې په سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان اغېزه کړې ده، چې کولای شو د واګه بندر تړل کېدو ته نغوته وکړو.»
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام

دید خبرې آژانس: په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي.
ښاغلي شاهین په ملګرو ملتونو کې، د اسلامي امارت د استازي حضور یوه اړتیا بولي او زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت د استازي شتوالی کولای شو، د بېلابېلو مسایلو لپاره حل پيدا کړي.
قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وايي:«په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي حضور، یوه اړتیا او د اسلامي امارت حکومت یو حق دی. په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي له حصور سره کولای شو د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره حل لار پیدا کړو.»

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي اتشې له کتابتون او اړونده هنري خونو او تالارونو څخه لیدنه کړې ده.
په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د هنر او کلتور معین، د یاد مرکز کتابتون سمبال او د بېلابېلو علومو او فنونو د مطالعې زېرمتون بللی او ویلي یې دي چې دغه شان مرکزونه کولای شي د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اړیکو او ژورو مناسباتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ایران د فرهنګي چارو مسئول دوکتور روحالله حسيني هم، د ایران له فرهنګي مرکز څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین لیدنه؛ د کلتوري او تاریخي مشترکاتو د پاللو څرګند مثال یاد کړی او ژمنه یې کړې ده چې د اسلامي امارت د رغنده فرهنګي تګلارې په رڼا کې به د افغانستان د خلکو په خدمت کې وي.

دید خبرې آژانس: د کابل ښاروالۍ له دارالامان تر ګلباغ پله پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا د کار له پیله خبر ورکوي.
دغه لار د کابل له دارلامان پیل، د کابل او لوګر تر لارې پورې غځېدلې چې په څلورو برخو وېشل شوې او د پلازمېنې اړوند له مهمو او بنسټیزو پروژو شمېرل کېږي.
د یادونې ده، چې د دغې لارې د لومړۍ برخې چارې تېر کال پیل شوې وې؛ خو د قراردادي شرکت د بې غورۍ له کبله یې چارې وځنډېدې.
تازه د کابل ښاروالۍ وايي، د دغه سړک چارې یې یوه شرکت ته په قرارداد ورکړې چې په راتلونکو شلو میاشتو کې به بشپړې شې.

دید خبرې آژانس: د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي ویلي له روسیې سره د درې کلنې جګړې د پایته رسېدو لپاره اوربند هره شېبه ممکن دی او له متحدینو یې وغوښتل چې پر مسکو نور هم فشار راوړي څو دا اقدام عملي شي.
زېلېنسکي دا څرګندونې په پراګ کې د چک له ولسمشر، پېټر پاول سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه وویل، تر هغې چې پر روسیې فشار زیات نه شي، ولادیمیر پوتین به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ رښتینی ګام وانخلي.
هغه خبریالانو ته وویل: «موږ باور لرو که فشار زیات نه شي، روسیه به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ عملي ګام وانخلي. نن ۵۴مه ورځ ده چې روسیې د امریکا له لوري د اوربند د بشپړ وړاندیز هم سترګې پټې کړې دي.»

دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښې چې په تېر لمریز کال کې د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادرې شوې دي.
کابل کې یو شمېر د غالۍ پلورونکي د دغه صنعت ارزښت ته په کتو؛ له اسلامي امارت غواړي چې د دغو تولیداتو لپاره د بازار غوړېدو په موخه په کور دننه او بهر نندارتونونه جوړ کړي.
محمد هارون، د غالیو پلورونکی وايي: «موږ هره میاشت، که هغه نندارتون د هېواد دننه وي یا بهر، ګډون پکې کوو، خو په بهرنیو نندارتونونو کې د زموږ د هېوادوالو ګډون ډېر محدود وي. یانې موږ ته یوه محدوده ساحه راکول کېږي. له همدې امله زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې باید موږ ته پراخه ساحه راکړل شي، څو وکولای شو په نړۍوال بازار کې برخه واخلو.»

دید خبرې آژانس: د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د یو سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو تړون، د مالیې وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ، نن په کابل کې لاسليک شوی دی.
د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په دویمه ناحيه کې د صلاح الدین ایوبي مارکېټ د جوړولو تړون د مالیې وزارت د اداري معين مولوي دوست محمد مخلص او د فقیر محمد رحماني ساختماني شرکت د رئيس له لوري لاسليک شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د صلاح الدین ایوبي سوداګریز او استوګنیز مارکېټ پروژې ټول مساحت چې د خصوصي سکټور او عامه مشارکت پر بنسټ آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، څه باندې اووه زره متره مربع دی چې له دې جملې څخه ۳۳۶۰ متره مربع یې د ودانیزو چارو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د ننګرهار ولایت د تورخم عمري کمپ او فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال ټولو راستنېدونکو افغانانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي ویلي، چې نوموړی د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبيحالله نوراني سره یوځای د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ارزولی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند د کمپ له بېلابېلو کمېټو سره په کتنه کې د هغوی کړنې ستایلي او د لا اغېزناکې همکارۍ لپاره یې لازمې مشورې ورکړې.
فطرت څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، اسلامي امارت او خلک د راستنېدونکو هېوادوالو هرکلی کوي او په پوره ژمنتیا به یې خدمت ته دوام ورکړي.

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، له تاجیکستان سره اړیکې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواد سره په اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته.
هغه له ګاونډیو هېوادونو سره د باور کچې د لوړولو اهمیت ته نغوته کړې او ویلي یې دي، چې له تاجیکستان سره امنیتي او سرحدي ستونزې د نړۍوالو اصولو پر بنسټ حل شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند په دې تړاو وویل:«ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې به تاجیکستان یا کوم بل هېواد ته هېڅ زیان ونه رسېږي. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سرحدي مسایل د دولتونو ترمنځ د اصولو پر بنسټ څېړل کېږي. افغانستان له مقابل لوري سرحدي ځواکونو سره ښې اړیکې لري، او د ځینو قاچاقي پېښو د مخنیوي په برخه کې همکاري شوې او دوام لري.»

دید خبرې آژانس: سږکال د مۍ پنځمه، چې د قابلهګانو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، «په هر کړکېچ کې د قابلهګانو د حیاتي رول» تر سرلیک لاندې ولمانځل شوه.
قابلهګانې، د افغانستان د روغتیا سکتور یوه مهمه برخه ده، چې ان د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم، په تدریجي ډول میندو او نويو زېږېدلو ته خدمتونه وړاندې کوي.
له دې سره هممهاله، په پلازمېنه کې ځینې قابلهګانې لا ډېریو زدهکړو او کاري فرصتونو ته د زمینې د برابرېدو غوښتونکې دي.
قابله خدیجه شېزاد ویلي:«زموږ غوښتنه دا ده، چې نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شي، څو ډېرې قابلهګانې وروزل شي او د هېواد په ټولو د ولایتونو، په ځانګړې توګه لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو جوړ شي، تر څو د میندو او نوزېږو د مړینې کچه راکمه شي.»

دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین عبدالحق اخند، قطر ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې له چارواکو سره کتلي دي.
د دغه وزارت د ویاند پر وینا، په دې کتنه کې دواړو لورو د نشهيي توکو د مخنیوي او ګډو همکاریو پر مسایلو بحث کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله وايي:«معین صاحب د قطر د کورنیو چارو وزارت نشهيي توکو سره د مبارزې له مسوولانو سره کتلي دي. دواړو لوریو په دې کتنه کې له نشهيي توکو سره د مبارزې او کنټرول په اړه نظرونه تبادله کړي او د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي.»

دید خبرې آژانس: د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۳٫۷ مېلیارد افغانیو د پانګونې په ارزښت د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د تولید پروژې عبارت دي له:
. د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲٫۷ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه
. د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه
. په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه
. په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه
. په هرات کې د ۴۳٫۲ مېګاواټه بادي برېښنا پروژه

دید خبرې آژانس: د سمنګانو ولايت د خلم ولسوالۍ په کفتارخانه سيمه کې نن سهار ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک څخه اوښتی، چې له امله یې درې تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۳۳ تنه نورټپيان شوي دي.
د سمنګانو د امنيې قومندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وايي، ټپيان د ترافيکو منسوبينو لخوا روغتون ته لېږدول شوي
نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او چټک تګ ښودل شوی ده.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
د سمنګانو د امنيې قومندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وايي، ټپيان د ترافيکو منسوبينو لخوا روغتون ته لېږدول شوي
نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او چټک تګ ښودل شوی ده.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هرات د ولایت مقام ویاند، مفتي محمد یوسف سعیدي وايي، چې د دغه ولایت والي مولانا اسلامجار، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې د سوداګرۍ سکټور فعالان شامل دي، ترکمنستان ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به په دغه سفر کې د ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا او ګډو بنسټیزو پروژو د تعقیب په موخه کتنې ولري.
د یادونې وړ ده چې دا ترکمنستان هېواد ته د هرات د والي لومړی سفر دی.

دید خبرې آژانس: که څه هم قرغېزستان له افغانستان سره لږې سوداګریزې اړیکې لري خو دغه هېواد د «کاسا زر» د برېښنا لېږد لویه پروژه، چې د افغانستان له لارې تېرېږي، مخته بیایي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېر کال د کابل او بیشکک ترمنځ ۶۶ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې تر ډېره قرغیزستان ته د هېواد صادرات المونیمي او مسي لوښې، بخاردېګونه، غالۍ، مېوې او سبزیجات دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: «د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ سوداګري په ۱۴۰۳ لمريز کال کې ۶۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې له دې منځه اووه میلیونه ډالر صادرات او ۵۹ میلیونه ډالر واردات دي.»

دید خبرې آژانس: یو شمېر روسي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له معین سره په کتنه کې، د افغانستان پر کانونونو په تېره بیا د سرو زرو او زمردو پر کانونو پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: «په دې کتنه کې چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې، د روسي شرکتونو مشرانو د کانونو په برخو کې د خپلو ظرفیتونو، فعالیتونو او تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان، په ځانګړې توګه د سرو زرو او قیمتي ډبرو، په تېره بیا زمردو، په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.»
بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د هېواد بېلابېلو کانونو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ستر فرصتونه برابر کړي او که چېرې په دې برخه کې پانګونه وشي، نه یوازې دا چې د خلکو لپاره به د کار زمینې برابره شي، بلکې د افغانستان اقتصاد به هم وده وکړي.

دید خبرې آژانس: د کاپیسا د پوهنې رییس په تګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ارتقا په مراسمو کې و ویل، د دغه ولایت ۱۰۴ ښوونځي او دیني مدرسې، ودانۍ نه لري چې ډېری یې په تګاب، اله سای او نجراب ولسوالیو کې دي.
د کاپیسا د پوهنې رییس، محمد فرید حقاني بیا وايي: «د ودانۍ نشتوالی یوه جدي ستونزه ده چې د زدهکړو بهیر یې کمرنګه کړی دی. همداراز، د پاکو اوبو نشتوالي او د مکتب د وسایلو لکه چوکیو کمبود د زدهکوونکو نورې ستونزې دي.»
د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، د دغې ولسوالۍ پوهنیز مرکزونه په ځانګړې توګه ښوونځي چې له منځنۍ کچې لېسې ته ارتقا کوي، درسي موادو او د مسلکي ښوونکو استخدام ته یې باید ډېر پام وشي.

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د عامې روغتیا د وزير مولوي نور جلال جلالي له لوري، نن د کابل د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د طبي اکسيجن د توليد، جنراټور او د برانکوسکوپي ماشينونه پرانیستل شول.
پر يادې پروژې شاوخوا يو ميليون ۶۵ زره ډالر لګښت راغلی چې د اروپا اتحاديې په مالي ملاتړ د روغتيا نړيوال سازمان له لوري پلې شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر د یادو څانګو په پرانیست غونډه کې، له اروپايي ټولنې او نړیوال روغتیايي سازمان څخه د یادو څانګو د جوړولو په خاطر قدرداني وکړه او ویې ویل چې په اندراګاندي روغتون کې چې د هېواد په کچه د ماشومانو د درملنې په برخه کې یو مهم او مشهور روغتون دی؛ د یادو څانګو فعالول به د ناروغانو د درملنې پر کیفیت مثبت اغېز ولري.