دید خبری آژانس | پشتو
193 subscribers
2.31K photos
2 videos
2.17K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
د چین سفیر او د بلخ والي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې ده

دید خبرې آژانس: په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ بلخ ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو، د اقتصادي دهلېزونو، پانګونې، صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او سیمه‌ییزو اړیکو د پراخوالو په تړاو خبرې کړې دي.

د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له امنیت، اقتصادي ثبات او رښتیني انځور ملاتړ کوي او ژمن دی چې په مهمو بنسټیزو پروژو کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې، چې چین له افغان صادارتو تعرفه نه اخلي او غواړي افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ مهم مرکز شي.

ورته مهال د بلخ والي د چین له سفیرغوښتي، چې د اقتصادي همکاریو د پراخوالي ترڅنګ، د مستقیمو الوتنو، سړو خونو او صادرات برخه کې د اسانتیاوو په جوړولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي وفا زیاته کړې، چې اوسني نظام له امنیت، شفافیت او اقتصادي ودې سره، نړیوالو ته د پانګونې ښه فرصت برابر کړی دی.

ویب پاڼه
| ټلګرام
ټام فلېچر کندهار کې: د روغتیايي بودیجې کمښت سختې اغېزې لرې

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر، کندهار ته په خپل سفر کې د روغتیايي بودیجې کمښت له سختو اغېزو خبرداری ورکړی دی.

ښاغلی فلېچر ویلي، چې د سلګونو روغتیايي مرکزونو تړل کېدو مېلیونه کسان له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي، او دغه کار پر پاتې روغتونونو دروند فشار راوړی دی.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاتوي:«موږ کله د بودیجې د کمښت خبره په ټولیزه توګه کوو یعنې د ارقامو او شمېرو په بڼه؛ خو زه له هر هغه چا چې دا پرېکړې کوي، غوښتنه کوم چې راشي او له داسې یوه روغتونه لکه دا چې دلته په کندهار کې دی، لیدنه وکړي، چېرې چې موږ یوازې په څو میاشتو کې اړ شوو، چې د درملنې ۴۰۰ مرکزونه وتړو، او دا له روغتیايي خدمتونو د څه باندې درې مېلیونه تنو محرومولو په مانا ده.»

نور دلته ولولی

ویب پاڼه
| ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره یوې روښانه او عملي لارې نقشې ته اړتیا ده.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، چې افغانستان ته یې د خپل سفر په لړ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي او د بشري مرستو او د ښځو د وضعیت په ګډون یې د بېلابېلو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

ټام فلېچر وايي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره یوې لار نقشې ته اړتیا ده، څو د دواړو غاړو له لوري شته ستونزې په رڼه او عملي توګه حل شي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي قطر ته د سفر په ترڅ کې په دوحه کې د حماس جهادي غورځنګ د رهبري شورا له مشر اسماعيل درويش او نورو مشرانو سره کتلي.

د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې د غزې غميزې شهيدانو ته د دعا ترڅنګ د هغوی مبارزه او مېړانه وستايل شوه او په غزه کې د اسراييلي رژيم نسل‌وژنه او د ډله‌ييزې لوږې غير انساني چلن وغندل شو.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې ښاغلي متقي په دغه کتنه کې همدارنګه ويلي چې افغان ولس د فلسطيني ورور ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پر تګلارې سخته نیوکه کوي.

هغه وایي، پاکستان له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو کې پاتې راغلی او دا فرصت یې له لاسه ورکړی چې اسلامي امارت خپل یو ډیپلوماټیک متحد وګرځوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن وايي: «په افغانستان کې له ظاهرشاه نیوې بیا تر اشرف غني پورې هند پلوي حکومتونه واکمن وو. اوس یوازې د اسلامي امارت حکومت پاتې دی، چې موږ کولای شو هغه په ډیپلوماټیک بریالیتوب سره د پاکستان ملاتړی کړو، خو موږ هغوی هم له ځانه لېرې کړل.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان، روسیې او وینزویلا د نیول شویو امریکایي وګړو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې ډېر ژر د افغانستان، روسیې او وینزویلا په څېر هېوادونو کې ډېر شمېر بندي امریکایي وګړي خوشې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ټمي بروس په دې اړه وايي: «هغه همداراز په یوه ټویټ کې شاره کړې چې ۴۷ امریکایان په ناحقه نیول شوي دي. زه باور لرم چې ډیر ژر به د افغانستان، روسیې او وینزویلا په ګډون هېوادونو کې د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې دا شمېر زیات شي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما نوی راپور رد کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د هېواد د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې او جدي اندېښنې یې څرګندې کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ښځې لا هم له دې محرومې دي چې کار ته لاړې شي او یا هم له محرم پرته له خدمتونو ګټه پورته کړي او نجونې هم د زده کړو له حقه بې برخې دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د بې پولې خبریالانو بنسټ ۲۰۲۵ کال کې د بیان ازادۍ د وضعیت په تړاو خپل راپور کې ویلي، دغه کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان ازادي تر ټولو ډېره ځپل شوې او له ۱۸۰ هېوادونو په ۱۶۰ هېوادونو کې رسنۍ مالي سرچینو په ترلاسه کولو کې له ننګونو سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي، تېرو لسو کلونو کې سږ کال په لومړي ځل د بیان ازادۍ وضعیت اندېښمنونکی ښودل شوی او نړۍ په “رسمي توګه په ستونزو” کې ده.

راپور کې راغلي چې د امریکا، ارجنټاین او تانزانیا په ګډون د نړۍ په ډېری هېوادونو کې رسنۍ د مالي سرچینو کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي او د افغانستان ایران، میانمار، سوډان او اذربایجان په ګډون ۳۴ هېوادونو کې د مالي سرچینو نشتون ګڼۍ رسنۍ بندېدو او خبریالان یې د هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د می درېیمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

په دغې ورځې ځينو خبریالانو، د مشخصې کړنلارې پر تدوین او د رسنیو د قانون د توشیح پر اړتیا له ټینګار سره، اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي؛ پر اقتصادي ستونزو او د دندو پر نه خوندیتوب نیوکه کړې ده.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم له رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او په ټولنه کې یې د رسنیو رول مهم بللی دی.

د یوناما رییسې رزا اوتونبایوا ویلي، چې د خبریالانو اقتصادي ستونزو او بندیزونو، افغانانو ته د حیاتي معلوماتو رسول له خطر سره مخ کړي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده، په کندهار کې د کابل ولایت ملکي او نظامي مسوولانو ته د یوه ښوونیز او اصلاحي یو ورځني سیمینار پر مهال، په هېواد کې د اسلامي شریعت پر تطبیق ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت مشر همدارنګه ویلي، چې له سلګونو کلونو وروسته د افغانستان سیاست د دیني عالمانو په واک کې دی او له مسوولانو یې غوښتي، چې د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«عالي قدر امیرالمومنین، د مسوولانو پر دیني مسوولیت، د شریعت پر تطبیق، د ولس پر خدمت او د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې د بیدارۍ په اړه ارزښتناکه وینا وکړه او په دې اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د روسیې د امنیت شورا مرستیال، ډیمیټري مدیدیف ویلي، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادعا چې ګواکې امریکا د دویمې نړۍوالې جګړې په بریا کې تر هر بل هېواد ډېر رول درلود، “بې مانا خبرې” دي.

مدیدیف دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې مسکو او واشنګټن د اړیکو پياوړتیا او د اوکراین جګړې د پایته رسولو پر لارو چارو کار کوي.

هغه زیاته کړې، دا چې ټرمپ د مې اتمه رسمي رخصتي اعلانوي، سمه ده خو په خبره یې،هغه ادعا یې چې امریکا د بریا تر ټولو لویه ونډه لرله، “منافقانه مزخرفات” دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسراییل له لوري غزې ته د بشري مرستو د بندیز له امله زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې ډېر یې د خوړو او درملو د کمښت له امله مړه شوي او د ځینو نورو وضعیت هم ښه نه دی.

ډاکټران خبرداری ورکوی چې حتی نوي زېږیدلي روغ ماشومانو هم له کمزورۍ سره مخ وي او د شیدو، پروټینو او سبزیجاتو نشتون له امله فلسطیني ماشومان د هاضمې په ګډون د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي.

د غزې په سویل کې د ناصر روغتون د ماشومانو د څانګې مشر، یاسر اوبوغالي و ویل: «دا ماشوم څلور میاشتنی دی او د سختې خوارځواکۍ له امله یې وزن ډېر کم دی. دا ماشومان معمولاً له لکټوز سره حساسیت لري او له بده مرغه د جګړې، د پولو د بندښت، او د ځانګړو شیدو د نه شتون له امله په غزه کې هیڅ بدیل نشته.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري سبا (دوشنبه) په ننګرهار کې د کرېکټ د څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو لړۍ پیلیږي.

د فرسټ کلاس په دې سیالیو کې د هندوکش، مېوند، پامیر او ماهیپر څلور لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

د کرېکټ بورډ مسوولینو طلوع‌نیوز ته ویلي، دغه سیالۍ به د ملي او کورني کرېکټ د لوبغاړو په ګډون، د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې ترسره شي.

فرسټ کلاس سږنۍ ۱۳ سیالۍ به پنځوس ورځې دوام وکړي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، په پام کې ده چې د کوچنیو صنایعو د ودې په پار کوچنیو متشبثینو لپاره یو صنعتي ښارګوټی جوړ شي.

دغه زر جریبه پراخ صنعتي ښارګوټي به د هرات ښار په لویدیځ کې جوړ شي.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي و ویل: «د ځمکې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او ټاکل شوې چې ژر د منظورۍ لپاره مرکز ته واستول شي، څو عملاً پر دې زر جریبه ځمکه کار پیل شي.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونې د مسوولینو په خبره، سلګونه پانګوال د کوچنیو صنایعو په برخه کې پانګونې سره لېوالتیا لري.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کرنې وزارت وایې، د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۲م نندارتون د لیدونکو شمیر زیات شوی دی.

دغه وزارت د داسې نورو نندارتونونو د جوړولو لپاره هڅو د دوام خبره هم کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، غلام محمد کاظم شهامت و ویل: «د نندارتون لیدونکي د تېر پرتله زیات شوي. وزارت دا زیاتوالی د پام وړ او ګټور بولي.»

دغه نندراتون ته راغلي کسان وايي، دا ډول نندارتونونه د افغانستان د صنعت او کرنیز سکټور د ودې لپاره ګټور دي او ټینګار کوي چې باید د افغانستان له کروندګرو او صنعتکارانو لا زیات ملاتړ وشي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: اتلانتیک شورا له انډیانا بنسټ سره په همکارۍ د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۳مه نېټه د “افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د سیاست غوراویو ارزونې” پر چورلیز یوه غونډه جوړوي.

دغه شورا په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي او امنیتي لیدلوریو پر پایلو، د متحده ایالاتو سټراټېژیکو ګټو او د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي سیاست په اړه خبرې اترې وشي.

د اتلانتیک شورا د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د دې سربېره، چې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ اوږدمهاله او متحده سټراټېژي نشته؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري مرستې او د بنديانو په ازادېدو کې ځینې پرمختګونه شوي دي. موږ به په دغه هېواد د تحول په حال کې، د سیاسي او امنیتي لیدلورو، د امریکا د سټراټېژیکو ګټو لپاره د هغې پایلې او په افغانستان کې د امریکا د سیاست د پرمختګ مسیر وارزوو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام