ښکلې کــــسې!
79 subscribers
3 photos
1 video
14 links
مطالعه د ذهن قوت دی
ښکلې او په زړه پوري مفیدې کیسې او اړین معلومات دلته لوستلی شئ
Download Telegram
(دردونکې کيسه)

مور خپل زوی ته وویل زویه! دوا ته اړتیا لرم، زوی یې په ژړا له کوره وواتۀ! ځکه روپۍ ورسره نه وې، کله چې زوی بیرته کور ته راځي ګوري چې د مور په مخ یې تازه تازه څو اوښکې ډنډ پاتې دي او مړه شوې ده؛ زوی یې په چیغو وژړل د مور پښې او لاسونه یې سم کړل، اوښکې یې ورپاکې کړې زړوکی یې ور په سر کړ ...
د مور سر ته حیران کېناست د مور ښي ډډې ته یې په کاغذ سترګې ولګېدې، کاغذ یې رواخیست په کاغذ کې لیکل شوي و، ای زما دزړه ټوټې! زه په دې ښه پوهېدمه چې ته زما د تداوۍ لپاره په جېب کې يوه روپۍ هم نه لرې، خو هغه وخت چې ته ما دوا پسې لیګلې هلته زما ځنکدن نيږدې شوی و، ما غوښتل چې زما ځنکدن او مرګ ونه ګورې هسې نه راسره په تکلیف شې!!!
ستا لپاره مې یوه ستره خزانه پرېښوده اوهغه هم
زما رضا.
يادونه : مور ډېره مهربانه وي، تل یې زړه وساتئ،
خدای مه کړه سبا به يې ارمان وکړئ.
#منقول
‏د باګرام بندي:
ويل يې له باګرامه تښتيدل خو امکان نه درلود مګر موږ څو کسانو د‌تښتېدلو ناکامه هڅه وکړه، ونيول شوو او څو ورځې مسلسل جزايي بلاک کې تر ډول ډول تعذيبونو او وهلو لاندې وو، مورجانه مې ملاقات ته له ډيره ليري راغلې وه ❤️، عسکرو چي خبر کړم ما له ملاقات نه انکار وکړ
‏ماځکه له خپلې مورجانې سره له کتلو نټه کوله چي دې ظالمانو سخت وهلی اوتعذيب کړی وم، مخ او سترګې مې پړسېدلې وې، بدن مې په وينو لژند وو خو ظالمانو په زور، په زخمي حالت کې چې ځنځيرونه مې په غاړو، لاسونو او پښو کې پراته په کشکولو ملاقات خونې ته وروستم مورجانې مې چې په دې حال وليدم.
‏مورجانه می د شا پر تخته ولويده او ځای پر ځای يې زړه ودريد او د شهادت مقام ته ورسيده.
بندي کيسه کوي چي ما مې مورجانې سره خبرې ونکړې خو هغې دا وروستی پيغام راکړ چي د مور او بندي زوی تر منځ يې څومره ژوره مينه وجود لري 😭
الله اکبر
دې خلکو د الله په لاره کې څومره قربانۍ ورکړې!!
یو ترجمان د خولي کیسه

یو ترجمان کیسه کوله چې یوه ورځ خپل کار ځای کې د ډوډۍ میز ته ناست وم چې د دفتر یوه ښځینه امریکایي کارکونکې هم راغله او ترڅنګ مې کښیناستله

له خبرو ښکاریدله لکه غواړي چې د خپل زړه بوج سپکولو لپاره یي څوک لټولو؛ نوموړې د خپل زړه غوټه راته داسې راوسپړله:
امریکایي میرمنې راته وویل: ستاسو دین ډېر ښکلی دین دی؛ ستاسو دین اسلام چې ښځو ته کوم حق او حقوق ورکړي هغه بل هیڅ دین او تهذیب ښځو ته ندي ورکړي

ته وګوره! ستاسو ښځې په کور کې په ارامه ناستې وي، سړي مو کار کوي؛ د ښځو ټول خرڅ او خوراک، لباس او پوښاک بلکې ټول مصارف یې د سړیو پر غاړه دي، خو زمونږ بیا داسې نده

زما میړه ماته وایي: که غواړې چې ما سره ګډ ژوند وکړې؛ ته هم باید کار وکړې او زما په اندازه پیسي وګټې

نو زه مجبوره یم چې د خپل ګډ ژوند او کور ژغورلو لپاره کار وکړم، ځکه خو له خپل کور اولادونو خپلو خپلوانو او هیواده څخه زرګونه کیلو متره لري دلته په افغانستان کې کار کوم

زما د دفتر مشر یو تور پوستی امریکایي ده، هغه خپل کمپیوټر ته ناست وي؛ خپل کار کوي او زه خپل کمپیوټر ته ناسته یم خپل کار کوم.

خو کله هم چي زما د دفتر د مشر زړه وغواړي مخکې لدې چې ماته ووایي یا زه په ذهني لحاظ دې ته تیاره اوسم راشي او له ما خپل جنسي خواهش پوره کړي، زه ددې لپاره چې کار له لاسه ورنکړم له دندې ګوښه نشم دا هرڅه زغمم

او زیاته یي کړه: دا امریکایان او غربیان چې دلته (افغانستان کې) د ښځو د ازادۍ حق او حقوقو شعارونه ورکوي دا دروغ دي. دوی پدې خبرو غواړي ستاسو ښځې بې لارې کړي؛ دا شعارونه صرف ستاسو ښځې بې حیایۍ، بې لاروۍ او بې پردګۍ ته وردعوتوي او بس...
👍1
د پند نه ډکه کېسه:

یو سړي د څارویو میله کې پسه واخيست، کله چې کور ته راورسېد، غوښتل یې له موټر څخه یې راکوز کړي، له موټر څخه د راکوزېدو پر مهال پسه منډه کړه او وتښتېد.
سړي ورپسې منډه کړه تر څو یې را ونيسي؛ خو ناڅاپه پسه یو کور ته دننه شو !!!
دا کور دیتیمانو و !!!
د یتیمانو مور به هره ورځ په دروازه کې انتظار کاوه چې، څوک به ورته دروازه کې طعام او صدقه پریږدي ...
دغه کار به هره ورځ د دوی ګاونډیانو کاوه ...
کله چې پسه د یتیمانو کور ته دننه شو د یتیمانو مور له کوره راووتله ګوري چې، د دوی ګاونډي ابوبکر ستړی او ساه نیولی دروازې سره ولاړ دی ...
د یتیمانو مور ورته وویل چې الله تعالی دې درنه صدقه قبوله کړي ابوبکره ...
مېرمن ګومان کاوه چې دۀ دا پسه صدقه کړی دی ...
نو ابوبکر ورته وویل: الله تعالی دې قبول کړي.
او ورته یې وویل چې، ای خورې! بښنه کوه ستاسې حق کې مو ډیر تقصیر کړی ...
سړي قبلې ته مخ کړ او لاسونه یې پورته کړل او ویل یې: ای الله ته یې پخپل دربار کې قبول او منظور کړې...
په سبا ورځ د سهار لمونځ څخه وروسته ابوبکر له کور څخه بيا د حيواناتو د پلورنځي په لور روان شو، ترڅو بل پسه واخلي یو موټر یې د پسونو څخه ډک ولید او ورغی او له پروني پسه څخه یې ډیر چاغ او څورب پسه واخیست.
ابو بکر ورنه د قیمت پوښتنه وکړه؛ خرڅوونکي ورته وویل چې دا مفت دی؛ او د دې سبب دا دی چې، سږکال الله تعالی ماته ډیر زیات څاروي راکړل او ما نذر منلی ‌و چې که چیرې د میږو رمه مې زیاته شوه، نو اول اخیستونکي ته به څاروی مفت ورکوم، نو دا ستا نصیب دی.
په دې توګه الله تعالی د خپلې کړې وعدې پر اساس صدقه کوونکي شخص ته له هغه څخه غوره او نعم البدل په نصيب کړو.
#منقول

https://t.me/aslah125
#چې_تياره_شوه
#ټک_شو_چينايي_بټن_يې_ووهله د کافر په لاس جوړ شوى برق ولګېد،
رڼا ته يې په ايراني اسپنج کېناست، لږ ورسته چينايي درسترخان خور شو، وطني سبزي او تاجکۍ وريجه په کافرو غوړو کې داغل شوې يې مخې له راغله ښه پرېمانه يې ووهله،
ـ ورسته يې ورپسې هيندي ميدې ګولۍ ورواچوله.
لږ شېبه وروسته خوب ورغلى د روسۍ ګتې جوړ بيډ ته وخته سر يې د پنجابي په لاس جوړ شوو مالچو په بالخت کېښود،
ـ شېبه وروسته هوا يخه شوه کوريايي کمفل يې په سر راکش کړه،
ـ سهر د کافر په جوړ شوي مبايل په ټلۍ راپاڅېد
ـ تشناب په لور وخوځېد،
ـ چينايي ټوټۍ يې تاو کړه اوبه جاري شوې اودس يې وکړ چې پکښې د کافر په لاس جوړ شوى صابون هم استعمال کړ.
ـ هيندي جان پاک يې بدن غړي وچ کړل، ورسته ايرانۍ اينې ته ودريد، په هيندي تېلو يې ويښتان غوړ کړه او بيا چينايي برس راواخست ويښتان منظم کړ.
ـ چينايي جاي نماز يې وغوړاوه لمونځ يې اداکړ
ـ شېبه وروسته سهر ډوډۍ يې د ايرانۍ ملايي او پنجابي شاتو سره نوش کړه.
ـ لږ دمې ورسته پاڅيد د کافر په لاس جوړ شوي ماشين په واسطه د هيندي رخت څخه جوړې شوې جامې او واسکټ يې په تن کړ.هيندي رخت څخه جوړ شوى پټکى يې هم ووهلو او چينايي عينکې يې په سترګو کړې.
ـ او بيا يې د کافرو په لاس جوړ شوي عطر راواخست په جامو يې ولګول.
ـ هيندي بوټان يې پښوته واچول.
ـ د کافرو په لاس جوړ شوي موټر ته وخته.
ـ د تلويزيون په لور روان شو
ـ هلته د کافرو توليد شوي ګتې څخه په جوړ شوي چوکۍ کې د کافرو کافرو کمرو مخې ته کېناست او مرۍ يې تازه کړه
ـ او بيا يې داسې وفرمايل👇
🥰31
‏زما سفر لنډ دی

#هوښیار سړی د سپرلي موټر کې ناست و، یوه تمځای کې موټر ودرید، یو ځوان موټر ته وروخوت او د دې هوښیار سړي څنګ ته په خالي سېټ په ډېره بې اتیاتي کېناست، زیات سامان او بکسونه ورسره وو او په هغو یې هوښیار سړی ډېر تنګ کړ، یوه کس چې دا حالات څارل هوښیار ته یې وویل:
‏دې بې ادبه ځوان ته دې ولې څه ونه ویل؟! هغه په موسکا ځواب ورکړ: ضروري نه ده چې سړی دې سخت واوسي او په هره وړه، غټه خبره دې جګړه وکړي، زما سفر لنډ دی، راتلونکي تمځای کې ښکته کیږم...
موږ عموماً له سینو تنګ یو، په وړو خبرو سره په جنګ یو، الا من رحم الله،
‏نو زموږ د غیور ولس هر وګړی دې د دې هوښیار خبرې تکراراً او په دقت سره بیا او بیا ولولي: «ضروري نه ده چې سړی دې سخت واوسي او په هره وړه، غټه خبره دې جګړه وکړي، زما سفر لنډ دی، راتلونکي تمځای کې ښکته کیږم... »
2
اسطورې ته ورته کیسه
مونږ چې ماشومان وو، نیمایي کال مو په کلي او نیمايی مو د غرونو په بانډو کې تېراوه. د غرونو بانډې به د اوبه خور پر غاړه او د یخو اوبو چینو ته نږدې وې. چې په آسانۍ مو د څښاک اوبو ته لاس رسی وي، او هم مو څاروي په اوبو پسې سرګردان نه وي. په بانډو کې به مو د څښاک لپاره د چینې اوبه راوړې. څارویو به د روان اوبه خور پر غاړه اوبه څښلې. د غرونو بانډو ته به څړځای او ځنګل هم نږدې وو، چې شپانه او غوبانه په آسانۍ په کې مېږې، وزې او غواوې و څروي. د دې ترڅنګ څارویو ته پرېمانه واښه ،د څېړیو شنې پاڼې او د سونګ لرګي راوړي. په پرښو کې سرګړي ، بروځې او نور واښه هم ډېر را ټوکېدل. مالدارانو به په دلیو دلیو سرګړي او بروځې او نور واښه رېبل، ذخیره کول به یې چې په ژمي کې یې څاروي له لوږې سره مخ نه شي.
چې شپه به راغله، د بانډو څېره به بدله شوه. ویروونکې غوندې به وه. ځنګل او په ځنګل کې غځېدلې دره به داسې ښکارېده، لکه یوې تورې افسانوي بلا چې خوله خلاصه کړې وي. د غره شمال به د ځنګل د ونو شور زمونږ تر غوږونو رارساوه. دې شور به هم خوند کاوه او هم به نرۍ وېره ورسره وه. تر بانډو لاندې د اوبه خور د اوبو غږ به هم ښه ژوندی اورېدل کېده. ګډ وډي نه په کې راتله او ښه په ترتیب به روان و. لکه څوک ماهره چمبه ماره چې په تنهایۍ کې ورو، ورو چمبه غږوي، او په چمبه کې هم هغه سرود اړوي چې تر سلو ځلو یې هم زیات تمرین کړی وي. موږ ماشومانو به د بانډو د څپرونو له درزونو لاندې اوبه خور ته کتل. د اوبه خور پر غاړه به په شنو وښو کې د ستنو تر څوکو لږې غټکۍ وړې وړې تکې شنې رڼاوې ځلېدې. دا یو ډول ويښته لرونکې وړې حشرې وې چې د ماشومانو د غچۍ ګوتې په اندازه به وې او مونږ پشۍ ورته ویلې. د دې پشیو سترګو به شنې او زرغونې رڼاوې کولې. دا رڼاوې به د اوبه خور پر دواړو غاړو له یوه سره تر بله سره برېښېدې. د اوبه خور په رڼو اوبو کې به یې شنه او زرغون سیوري روان وو. دې ښکلیو او زړه راښکونکو رڼاوو زمونږ ماشوم ماشوم خوبونه تښتول، او ویښ یې ساتلو. په اوبه خور کې چونګښې هم وې. دا چونګښې عادې چونګښې وې،دومره ډېرې هم نه وې. په دوی کې به خال خال یوه غټه چونګښه وه. دې ته مونږ نر چونګښ وایه. دې غټې چونګښې به په کرار شومه دم، ناڅاپي یوه نیمه ناره ایسته. دا ناره به ډېره خوږه لګېده. د چا خبره د موسیقۍ په سُر او تال برابره وه. دې نارې به تر ‌ډېره تی خوري خوبولي ماشومان را ویښول. تی خوري ماشومان به چې دا څنګه راویښ شول، نود ژړا سرینده به یې هم پیل کړه. میندو به دې غټو چونګښو ته ښېراوې کولې.ویل به یې: خولې مو کولپ شه ویده ماشومان مو را ویښ کړل. دا مهال چې زه غټکی وم،د ماشومانو یو څو کیسې مې هم زده وې، نو د اوبو د دې سرودګر غږ خوږ را لګېده. چې دا را ویښ به شوم، بیا به ورته غوږ غوږ وم. پر ځان به هم نه وم خبر شوی، چې همدې غږ به لکه د زانګو ماشوم للو للو کړی وم.
په ځنګل کې رنګارنګ مرغان وو. چې لمر به راوخوت نو د ځنګل مرغانو به هم په آوازونو خولې خلاصې کړې. ځینې آوازونه خو په کې دومره خواږه وو، چې د یوې خوږې موسيقۍ د یوې لنډې ټوټې غوندې به لګېدل. په مرغانو کې یو مرغه و، چې کله کله به یې خوږ او غځولی غږ اېسته. دې مرغه به ډېر وخت د سپوږمۍ په شپه هې هې هې هې غږ کاوه. غږ یې داسې لګېده، لکه یو شپون چې پر خپله رمه غږ کوي چې ورتم شي. کله به چې د شپې له خوا په ځنګل کې د دې مرغه غږ واورېدل شو، نو شپانه به وارخطا شول. دوی به ویل چې وزبي(وزبه) بیا نارې وهي لکه چې په ځنګل کې یې پړانګ لیدلی دی.د شپنو لپاره د وزبي غږ د خطر یو زنګ وو. شپنو به پر خپلو رمو پام کاوه، چې پړانګ یا لېوه را نه شي او له شپاله د دوی مېږي، یا وزې و نه تښتوي.شپنو به د کورنۍ غړو ته ویل: وزبي نارې وهي، پر څارویو پام کوئ. د وزبي له نارو سره به د بانډو سپو هم وارخطا، وارخطا غپل. دې مرغه ته زمونږ خلکو وزبي(وزبه) وایه. یعنې د وزو څروونکی. مونږ ماشومانو ته هم د وزبي(وزبه) کیسه معلومه وه. دا کیسه مو څو څو ځله اورېدلې وه. دا کیسه چې یوه اسطوره یا اسطورې ته ورته ده داسې وه:
ــ په ډېرو قدیمو وختونو کې یو شپون و. د دې شپون د مېږو، وزو شمار نه کېده. د غره په یوه لویه ورشو کې یې مېږو او وزو ته بې شمېره شپلونه جوړ کړي وو. چې سهار مهال به یې رمې څړ ته بېولې، نو شاوخوا ټوله سیمه به مېږو او وزو ونیوه. د شپانه د هې هې هې هې تېره غږ به د غرونو تر لرې ګړنګونو رسېده. چې کله به یې هې هې هې هې اوږده ناره وکړه، په ګړنګونو کې به یې ازانګې خورې شوې. تر لرې لرې به مېږو او وزو د خپل شپانه ناره واورېده، او بېرته به په شا را وګرځېدې. میاشت په میاشت د شپانه رمې نورې هم پسې ډېرېدې. د شپانه مېرمنه مهربانه ښځه وه. خپل مېړه ته به یې ویل، چې رمې دې ډېرې شوې، صدقه او خیرات په کې کوه. خو شپون بخیل وو، د میرمنې خبره به یې په یوه غوږ اورېده او له بل غوږ به یې وتله.
👍3
د ورځې نه یوه ورځ یو ملنګ د شپانه مېلمه شو. د شپانه مېرمنې شپانه ته وویل: ګوره سړیه، د رمو شمار دې نه کېږي، دا غریب سړی چې نن ستا مېلمه ده، راځه یو ښه پسه ورته حلال کړه. غریب د ورځو ورځو نهر ښکاري، ثواب به دې وشي،ویې نازوه، دعاوې به درته کوي. شپانه سر و خوځاوه، خپلې ښخې ته یې وویل: زه پوهېږم چې څه وکړم. شپانه له خپلې مېرمنې نه په پټه د پسه پر ځای یو زوړ سپی حلال کړ. د سپي له غوښو یې په خپله ښوروا تیاره کړه. ماښام مهال یې په یوه لوی ښانک کې دمېلمه مخې ته کېښوده، ورته ویې ویل چې ملنګه دارو یې کړه، ډېر څورب پسه مې درته حلال کړی دی. ملنګ چې ښوروا او غوښو ته وکتل، په زړه کې څه اندېښنه ورتېره شوه. ناڅاپه ، په جذبه راغی او په وېروونکي غږ یې نارې کړې. کورې سپيه ، زه ستا غوښې نه خورم.
هغه وه چې د سپي له پخو شویو غوښو سپی جوړ شو،منډه یې کړه او په غپلو یې پیل وکړ. ملنګ بخيل شپانه ته مخ ور واړوه او داسې ښېرا یې ورته وکړه:
بخیله! خدای دې درستې رمې سویې او غرڅې کړه، چې در نه خورې ورې وي او ته نارې پسې وهې دوی نه راټولېږي. د ملنګ ښېرا ولګېده. یو دم د شپانه د مېږو او د وزو شپلونه مات شول. مېږې سوېې او وزې په غرڅو واوښتې. په ځنګلونو او دښتو کې خورې شوې. د شوم او بخیل شپانه زړه پښو ته ولوېده. په تښتېدلو رمو پسې یې منډه کړه. خو ورپسې و نه رسېده. آخر په مارغه بدل شو، په همدې وزبي مارغه. اوس چې په ځنګل کې پړانګ او یا لېوه و وینې نو د هې هې هې هې نارې وهي، چې هسې نه د ده مېږې او وزې به وداړي.

۲۶ اسد ۱۴۰۱ هجري شمسي
مرغۍ او ترنم

مخامخ ونه کې يوه مرغۍ دا وخت ناسته وي او رو رو چغیږي، زه له دې وړاندي هم دې مرغۍ ته ځیرشوی يم، ترټولو په ځړنده اوکم ځواکه څانګه ناسته وي او رو رو ترنم کوي، کله چې نورې مکاري مرغۍ له یوشړپ سره ونه ډکه کړي، نو دا مرغۍ چوپه شي، خو چې هغوي په بې صبري درپ وهي، والوزي او ونه ټوله وخوځیږي، نو دا مسافره مرغۍ منګولي په خاښ کلکې کړي، خو چې کله د ونې خوځیدا ودریږي نود دې نرم، ګرم اوستړی موزیک بیرته له سره شي.
ماته دا مرغۍ د ډیر لیري وطن ښکاري، ځکه خو د دې ترنم له مستيه نه، بلکې له ځوره او د فراق له درده ډک وي.
داسي ښکاري چې دا بې وزله مرغۍ هم زما په څیر تنهاده او له کلیوالو مرغیو سره ملګرتوب نلري اویاهم د مکارو مرغیو له مکره او فساده تنګه راغلی او نور زماپه ځیر له پروازه هم ستړې ده؛ بس يوازي ورسره شوې ناانډولۍ د خپل ترنم په سورکې له ځانه سره زمزمه کوي.
له دې نه ښکاري چې د مارغانوترمنځ هم زموږ په څیرمکر و فریب اونفاق شتون لري!
مکارې مرغۍ او کبرجن ټپوسان د بي وزله خو خوږ ژبو اوښکلا لرونکو مرغانو وړتیا او استعداد لاهم نشي زغمی.

مرحوم عبدالحی مطمئن نورالله مرقده
2👍1
حضرت موسې علیه سلام له الله ﷻ نه وپوښتل،؟
یا اللهﷻ کله چي ته په خپل بنده مهربانه شئ
نو څه ورته ډالۍ کوې؟
اللهﷻ ورته وفرمائل، که یې واده کړئ وي لور ..... حضرت موسې (ع) بیا ورته وویل، یا اللهﷻ که ډېر مهربانه شې نو، الله ﷻ ورته وفرمایل،دوهمه لور هم ورته عطا کوم... حضرت موسې (ع) بیا ورته وفرمایل، یا اللهﷻ که زښت ډېر مهربانه شی؟ الله ﷻ بیا ورته وفرمائل، اې موسې زه دریمه لور هم ورته عطا کوم.... اللهﷻ فرمایي، کله چي زه خپل بنده ته زوی عطا کوم... نو ورته وایم، ځا د خپل پلار بازو دی جوړ شه، او چي لور ورته عطا کوم، نو زما دي په خپله خدایي قسم وي چي زه د هغې د پلار بازو خپله جوړېږم. لوڼي د اللهﷻ نعمت دي. په قدر یې پوه شئ.!
د عبرت کیسه
ویل کېږي چې یو پاچا امر وکړ چې ۱۰ وحشي سپي تربیه کړي تر څو هر هغه وزیر پرې وداړي او وخوري چې خطا کېږي.
یوه ورځ یو وزیر غلط نظر ورکړ چې پاچا ته ښه نشو ښکاره، نو امر یې وکړ چې سپو ته یې واچوي، وزیر وویل: ما لس کاله ستا خدمت وکړ او ته اوس دغسې معامله راسره کوي!!!
نو دومره وکړه چې ما ته لس ورځي وخت راکړه، پاچا ورته وویل صحیح ده ته لس ورځي مهلت لري.
وزیر ولاړ د سپیو تربیه کوونکې ته ورغی ورته یې وویل چې زه غواړم دا سپي صرف لس ورځي تربیه کړم، د سپیو ساتوونکې وویل د دېنه به څه استفاده وکوي؟ وزیر وویل بیا به دي خبر کړم، ساتوونکې ورسره ومنله، وزیر د سپیو تربیه شروع کړه، هغوئ به یې وینځل، ډوډۍ او اوبه یې ورکولي، د استراحت ټول وسائل یې ورته تهیه کړو د لسو ورځو څخه وروسته راغی او پاچا ته یې وویل چې اوس دي امر نافذ کړه، پاچا وزیر په زندان کې واچول او سپي یې ور خوشي کړو پاجا او ملګرو یې ورته کتل مګر سپیانو وزیر ته هیڅ نه ویل او د پښو سره یې ولاړ وو، پاچا حیران شو وزیر ته یې وویل: په سپیو دي څه کړي، وزیر وویل: لس ورځي مي د سپیانو خدمت وکړ هغوئ دومره وفاداري وکړه او ستا خدمت مي لس کاله وکړ خو تا ټول هېر کړه، تاله ما سره دغسې معامله وکړه، پاچا د دې خبري په اوریدلو سره خپل سر وخوځول وزیر ته هم بخشش وکړ او نورو خلکو ته یې هم بښنه وکړه.
د دې مقصد دا دی چې څوک د چا ملګری وي یا یې دوست وي نو په یوه خبره سره هغه باید له ځانه لري نکړي او نه یې پردی وګڼي، د منصب، مقام، چوکۍ، مال او شتمنې له کبله خپل درانه ملګري هیڅکله خفه نکړي، حالات تغیېر خوري شرايط بدليږي په یو حالت څوک نه پاتي کېږي.
ښايسته او په زړه پوری ليکنه!

زه ځینې وخت سړي او ښځې ګورم چې د لمونځ په پای کې مخکې له جګېدو د جاینماز یو کونج راټولوي.
هغوی داسې ولې کوي؟
چې پوښتنه ځینې وشي نو ځواب يې معقول نه وي نران وايي چې همداسې عادت دی او ښځینه بیا وايې چې له نیکونو او مشرانو مو اوریدلي چې که جانیماز راټول نه کړو نو شیطان لمونځ پرې کوي .
پوهيږئ څومره عجیبه خبره ده!
هغه شيطان چې یوې سجدې کولو ته تیار نشو
اوس څنګه لمونځ وکړي؟
که شيطان اوس سجدې لګوي نو له اول سجدې کولو نه ولې انکاري شو؟
په هغه یوه سجده خو هغه هر څه وبایلل لاړ.
په هر صورت د یوې دقیقې لپاره به دا ومنو چې شيطان لمونځ کوي نو دې کې بده خبره څه ده ؟
پریږده چې لمونځ وکړي ستا په دې کې څه تاوان دی؟
ملګرو الله تعالی فرمايي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ اې ایمان والو له ډېرو بدګومانیو ځان وساتئ یقین وکړئ چې ځینې بدګمانۍ ګناهونه دي. سورة الحجرات
داسې ډېرې خبرې له پيړيو پيړيو بې بنياده روانې دي چې په اسلامي تاریخ کې هیڅ اهمیت نلري .
خو افسوس چې زمونږ په نسلونو کې په تیزۍ سره خوریږي .
مثال: د شپې جارو مه وهه کور خالي کیږي.
قنچي ( بياتي) خالي مه چیلوه کور کې جنګ جوړیږي.
خالي نغری مه بلوئ ماشوم نه پیدا کیږي
په کټ کې ډوډۍ مه خورئ مقروض کیږي
د دوو اخترونو په منځ کې واده مه کوئ ښه نه وي.
په داسې حال کې چې په اسلامي دین، قرآن او حدیثو کې د داسې مسایلو هیڅ ذکر شته.
د خدای په خاطر خپلو بچیانو ته داسې اسلامي روزنه ورکړئ چې څه په قرآن او حدیثو کې وي. څه چې الله ج او رسول فرمایلي! درنښت.

لا اله الا الله محمد رسول اللہ
يو تجار کیسه کوي،
چي يوه شپه په خواږه خوب په خپل کور کې بيده وم
ناڅاپه دروازه يو چا په درز درز وټکول که ګورم يوه ښځه په دروازه کې ولاړه ده!
راته يي وویل: د لوږې له لاس کړېږم که څه راکړې؟
ما له څه خبرو پس خپل نفس کابو نه شوای کړای ورڅخه مې د نفسي خواهیش یعني زنا غوښتنه وکړه
هغي په شرمناکه لهجه راته وويل: په مرګ خوښه يم، نه د الله (جل جلاله) په نافرماني او ناخوښې
بېرته يې په هغه لور مخه کړه په کومه چي راغلې وه
څه موده وروسته بيا نوموړې ښځه راغله او د زاريو پلو يي راته و غوړاوه د تېر په څېر يې راڅخه د څه غوښتنه وکړه
ما هم د تېر په شان ترې د نفسي خواهیش د مړيدو غوښتنه وکړه
نوموړې ښځي بيا هم انکار وکړ او ويې ژړل😥
زه سمدستي کور ته ولاړم دا مې هم هلته په داسي حال کې پرېښوده، چي نوره لوږې مرګ ته ور نږدې کړې وه بيا يي را غږ کړ د الله (جل جلاله) د رضا او خوښۍ په خاطر یوڅه راکړه چې ويې خورم؟
ما ورته بيا د انکار خوله کږه کړه د تېر په څېر مې بيا ترېنه غوښتنه وکړه ...
نوموړې نېکه مېرمن بيا روانه شوه په خوله يې دا وينا جاري وه: د الله (جل جلاله) تر عذاب خو نو راته مرګ ډېر غوره دی!
ما هم پسې څار ونيوی نوموړې له ځان سره څه نظم زم زمه کوئ په نظم کې یي د الله (جل جلاله) عظمت، لويې او کبريا ستايه د خپلې بې وزلۍ او نادارې ښودنه ورته کوې، او له خپله نفسه ورته شکايت کوي،
په نظم کې يې داسې هيښوونکې کيفيت انځور کړ، چي هر څوک يې په ليدو او اوريدو اغېزمنېږي!
دا يې ورستنی نظم دی :
په بيړه به خپل روح ستا له محبت نه ځار کړم ای الله(جل جلاله) شايد تا ته در نږدې، او له عذاب څخه دې لري شم!
تجار وايې: دي وينا يې په ما دومره اغېز وکړ ، چې نور مې د کاڼي په څېر سخت زړه داسې نرم شو چې ورته د ايمان رڼا په ډېره اساني لاره و مونده، د ايمان په ستر نعمت برخمن شوم ، ايمان مې قبول کړ
نوموړې ښځي ته مې وويل: را وګرځه، چي زما په کور کې چي کوم خوراکې توکې شته او تاته خوښ وې له هغوی څخه خوراک وکړه، څومره چي وړای شې هغومره درسره يوسه خاص د الله(جل جلاله) د خوښۍ په موخه ؟
نوموړې نيکې مېرمنې و الله(جل جلاله) ته لاسونه لپه کړه او ويې ويل : (اللهم کما انرت قلبه .. فاجب دعاءه...)
اى الله لکه څنګه چې دې زړه په ايمان روښانه کړ ته يې دعا هم قبوله کړه خالي لاس يې مه پرېږده !
الله (جل جلاله) يې دعا قبوله کړه نوموړې ښځه يې په حلاله نکاح د تل له پاره د ژوند ملګرې کړه !
او د ابدې ژوندون له پاره يې د خپل حقيقي مالک له لوري د تلپاتې خوښۍ، او نيکمرغۍ سند تر لاس کړ🥰
ماخذ: اصلاح البیوت
👍2
#شرط_مه_تړۍ_خوندوره📥✍️
#کیسه💪
#دکونډې_زوی_واده_وکړ 🤱ښځې يې غوښتل چه د ځوان ټوله توجه ځان ته ورواړوي ډيرې هلې ځلې يې وکړې خو ځوان به د ښځې په پرتله له خپلې مور سره ډيره مينه او ناسته ولاړه کوله
يوه ورځ يې ښځې مور ته وويل ستا زوی به ماسره او که تاسره ډيره مينه لري
مور يې وويل ته څه فکر کوې
انګور يې ورته وويل راځه چه دواړه يې معلومه کړو شرط به مو دا وي ریښتيا حال به نه وايو

ځوان چه کله کور ته راشي ميرمن او مور يې سم شور جوړ کړی وي دی هميش خپلې میرمن ته وايي سمه شه او مور ته هيڅ هم نه
بله ورځ چه کور ته راغی ګوري ميرمن يې په زوره زوره چغې وهي
ځوان يې پوښتنه وکړه څه شوي
ښځې يې ورته وويل مور دې راڅخه ګاڼه ټوله غلا کړې دې سره ځوان په میرمن ګزار وکړ
میرمن يې پوه شوه چه شرط مې وبایله او خاوند ته يې وويل
ايا غواړې چه کور مو درته پریږدم ځوان ورته وويل ټولې دروازې خلاصې دي هيڅوک ستا مخه نشي نيولی
ميرمن يې غوښتل چه تر دروازې بهر ولاړه شي چه کیدای شي خاوند مې راتاو کړي خو هغه هيڅ ونه کړه
بیرته راوګرځيده او سړي ته يې وويل
اخر خو دا راته ووايه چه ته ددې مور سره دې دا څومره مينه لرې چه نور د دنيا په سر هيڅ هم نه وينې علت يې څه دی
ځوان ورته وويل
داسې مه وايه چه زه د دنيا په سر صرف مور وينم نور هم وينم خو د هر چاسره مور ځکه نشم برابرولی چه
زه وړوکی وم پلار مې همدې غمخوارې ته پریښودم
نه مې هیریږي په کور او کلي به يې ماته ډوډۍ راپيدا کړه چه ماشوم مې وږی دی ما ته به يې راکړه ما به پوښتنه ترې وکړه مورې ته هم نس لرې کنا دروغ به يې راته ويل چه نیمه مې ځان ته پریښې خو مالیدل چه نور به هيڅ هم نه و ما به دومره وخوړه چه مور ته هم څه پاتې شي ځان به مې دې ته موړ ښوده او چه کله به ما ځان په خوب واچاوه هغې به لما پټه باقي ډوډۍ دخپلو اوښکو سره خوړله

ماسره د مور مې ټول عمر تیر شو شکایت مې وانه وریده او ستا په درېو مياشتو هر قسم تکليفونه راغله هغه هم د هغه چا چه زه يې د خپلو ټولو دردونو او غمونو کې بیا هم په مسکا رالوی کړی یم نن تا څرنګه دداسې يوې پرشتې سره برابره کړم

مور یې د دروازې شاته ولاړه وه اول يې په چپه اخر يې په زوره چغې کړې چه وه خدایه ټولو ميندو ته همدغسې اولادونه ورکړې
ځوان ورغی او خپله مور يې کلکه غيږ کې ونيوله او دواړو ژړل
میرمن يې چه دا قیصه واوریده پوه شوه چه بیشکه مور مور وي
👍2👏1
له عبرت ډکه کیسه !

یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدي درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول ، دي استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ دوخت په تیریدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه اوشپه او ورځ به یې دا کلمه ویله . یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډیر سخت یې ژړل کله چې هغوی دژړا دلامل پوښتنه وکړه ده ورته کړه : یوي پیشو زما طوطي مړ کړ هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې !!که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه اوښایسته طوطي درته راوړو ، استاد ورته وویل : پرطوطي نه ژاړم ، ژاړم پردي چې کله زما طوطي پیشو ونیو نو هغه په چغارو پیل وکړ اوتر مرګه یې چغې وهلي زما د طوطي لا اله الا الله ډیره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه اویواځې چیغي یې پر خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه اوزړه ته یې نه وه لوید لي او نه دزړه له تله پرې پوهیدی اوبیا استاد وویل : زه ویریږم چې موږ ددي طوطي په څیر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه دمرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه داویره پکار ده چې هسي نه زموږ زړونه هم دهغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره یې شاګردانو هم په ژړا پیل وکړ ...
😭1
له پنده ډکه کیسه😢
#جنتي_ښځه

پیغله واده شوه، له خاوند سره یې ډېره مینه درلوده
ښځي به هر وخت خپل خاوند د سهار جماعت لمانځه ته راوېښوی،
یوه ورځ داسي وسوه چي خاوند یې له خوبه راویښ کړ خو جماعت ته په تللو کي ور څخه ځنډ وشو
مسجد ته چي ورسېدی لمړی جماعت تري تېر سوی ؤ،
په دوهم جماعت کي یې لمونځ اداء کړ،
د مسجد امام یې خواته ورغلی، ورته وه یې ویل:
ته د فلانکۍ ښځي خاوند نه یې؟ سړي ټکان وخوړ،
ته زما ښځه څه پېژينې؟ دا نوم دي له کوم ځایه زده کړی؟
امام ورته وویل: په اللهﷻ قسم چي نن مي په خوب کي د لمړي جماعت لمانځه مقتدیان په جنت کي ولیدل له مونږ سره یوه ښځه هم وه، ورڅخه ومي پوښتل: راته وه یې ویل فلانکۍ ښځه یم د فلانکي سړي مېرمن یم،
سړی په منډه او خوشحالۍ د کور په لور راوګرځیدی چي خپلي ښځي ته د جنت زیری ورکړي، خو چي کور ته ننوت د خپل ژوند د ملګري حالت یی بل ډول وو
هغې ښځي د کائناتو خالق ته خپل روح سپارلی وو او وفات شوې وه😢
__
د سهار په خوب ویده انسان فکر کوي چي یو ګوړی به خوندونه واخلم او آرام به وکړم
خو دا غریب د هغو زړونو په مزو ندی خبر چي د اللهﷻ په وړاندي ولاړ وي،
که مو پوره لوستلې وي نو د ثواب په نیت یې درسره نشر کړئ.!!
ـــــ
[سُوۡرَةُ إبراهیم : 40]
رَبِّ اجْعَلْنِى مُقِيمَ الصَّلٰوةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ

اې زما پروردګاره! ما د لمانځه قائموونكى وګرځوه او زما له اولاد څخه هم (داسي خلك را پورته کړه چي دغه عبادت اداء کړي) زموږ ربه! زما دُعا قبوله کړه.🙏😢
👍1
#لنډه_کیسه
د امریکایي #سپي وژل.

ملګری وای: ۲۰۱۰ کال وه امریکایې وحشیانو پر افغانانو سخت له وحشته ډک بمبارونه کول ورسره څنګ ته یې #شپنۍ چاپې هم زیاتې وي یاد مې ندي چې د وړي موسم وه او که د ژمي خو دومره مې په یاد دې چې بارانونه او بادونه بیخي زيات وه، د مازدیګر لمونځونه مو د کلي په جومات کې وکړل له جومات څخه راووتلو موږ شپږ ملګري وه او دوه #موټرسایکله راسره وه همدا چې موټرسايکلې مو چالانولې مخامخ مې چې وکتل زموږ د کلي سپین ږیری (حاجي سیف الدین) په لاس یې راته د دریدلو اشاره وکړه د ملګرو هم ورته پام شو
همدا چې راورسیدلو په لوړ غږ یې وویل: ائ پتنګانو څنګه يې؟ چیرته راوان یې لږ خو ارام کوئ کنه.
ما ورته وویل: سیف الدین کاکا الله ج مو راته وساته ټول ښه یو خیرت خو به وه.
لږ موټرسایکلو ته رامخته شو او په ټیټ غږ داسې چې بل څوک یې وانوري وویل: بیګاته بیا راشئ.
ما د سمه ده په اشاره ورته سر وخورولو.
د سیف الدین کاکا کور د ابراهیم کاریز نومي سمې ته نیږدې وه چې اکثره وخت به امریکایانو هلته چاپې اچولې، تیز باد لګیدلو ددې پخاطر چې خلک پوه نشي او هغه خلک چې موږ ته ځای راکوي د عسکرو او امریکایانو له خوا په نښه نشي د شپې به ناوخته ورتللو دا کار به مو د خپل ځان د ساتلو لپاره هم کولو چې بمبار ونشي د ماخستن له لمانځه وروسته زه او دوه نور ملګري په یو موټرسایکل ورغلو موږ بیخي ستړي وه، د چای او ډوډۍ خوړلو وروسته ما کاکا ته وویل: سیف الدین حاجي صیب سخت ستړي یو که ویده شو څنګه به وي؟
هغه وویل: په ارامه ویده شئ دا ستړیاوې به مو ان شاءالله قبولې شي دا کافر به زر ورک شي.
موږ هر ملګری په خپل ځای کې ويده شولو، له حجرې بیرون بیخي تیز باران او باد لګیدلو ډېر په درانده خوب ویده یم چې په لوړ غږ راویښ شوم دا لوړ او د #ورخطایۍ غږ د عمر وه او ماته یې نارې وهلې (خلیله ائ خلیله جیګ سۀ #چاپه ده) امریکایان راغلي، همدا چې دا غږ مې تر غوږو شو په هغه بیستر چې پروت وم راته سور اور شوه سترګې مې چې خلاصې کړې د #ډرون غږونه مې هم واوریدل پوه شوم چې #غټه_چاپه ده په همدې وخت کې مې سترګې په سیف الدین کاکا ولګیدلې نارې یې وهلې ائ پتنګانو #هلئ_هلئ زر کوئ ځانونه پټ کړئ چې پيدا مو نکړئ
عمر او نصرت ولاړ وه ما ورته وویل: هلئ زر کوئ موټرسايکل دې همدلته وي، موږ او تاسې سره بیلیږو د حجرې له دروازي ووتلو هر یو ځانته ځانته راوان شولو، زه د باغ طرف ته راوان شوم باغ وړکی وه لږ مخته هوارې کندې او لوړې ژورې وي ځان مې همدغو لوړو ژورو ته برابر کړو بیخې تیز باد او باران وه په همدې کندو کې لږ لږ اوبه او هغه ویلې خاوره چې د اوبو په څیر وي یعني هغه د لیو په شان چې نرمه وي ډنډ ډنډ ولاړې وې، یو دم مې په غوږو د #سپي غږ ولګیدلو چې زما څخه تقربناً زیات لیرې وه اما د ثانيو په تیریدلو سره د سپي غږ رانیږدې کیدلو چې پوه شوم سپی زما طرف ته راروان ده زه په همدغو پستو خټو کې سره له اسلحې ورته پټ شوم داسې چې له خټو سره مې فرق نه کیدلو لکه په اوبو کې چې سړی ټول ننوزي همداسې په خټو کې ننوتلم، سپی چې رانیږدې شولو پوه شوم چې د امریکایانو سپی ده امریکایانو به اکثره ځايونه په سپیو کتل دا سپی یې هم د همدې لپاره خوشی کړه وه چې دغه ځایونه وګوري سپی په همدې خټو کې ګرځیدلو بوی یې کش کولو کتل یې چې دلته آیا څه شته کنه؟
له ځان سره مې وویل: یا الله فقط نن مې وساته بیا دې چې هر ځای قبول وم حاضر یم.
ما همدا فکر او دعا کوله چې سپی بیخي رانیږدې شولو مخکې له دې چې سپی وغاپي په سپي مې حمله وکړله خپل ښی لاس مې د سپي خولې ته ور ننباسلو چې څنګه مې لاس ورننباسلو لاس مې مخکې له دې چې سپی خپله خوله را بنده کړي او زخمي مې کړي لاس مې پکې ودرولو د خپل لاس پاسنې یعني د ګوتو برخه مې د سپي زامې ته کړله او د څنګلې برخه مې غاښو او ژبې ته کړه چپ لاس مې خولې ته په بیړه ورننباسلو او د سپي ژبه مې ټینګه ونیوله او پوره زور مې ورکړلو همدا چې زور مې ورکړو ژبه مې ترې راوباسله سپی همدلته ځای په ځاي وغورځیدلو همدا چې وغورځیدلو پوه شوم چې مړ شو په همدې حال کې دا فکرونه هم راسره وه چې که کوم امریکایي عسکر دې ووینې هغه ویره یو طرف ته د سپي د غپا چې ښا که اوس وغاپي او امريکايان راشي بیا به څه کوي؟ دا ویره بل طرف ته
خو چې سپی مې ووژلو شکر مې وباسلو شاوخوا مې وکتل امریکایان نښکاریدل زر را جیګ شوم له سپي نه ۵ میتره وړاندې یوه بله کنده دغه رقم د چیکړو او خټو کنده وه ځان مې ورخطا کړو، د ډرون غږونه هماغسې راتلل زه په همدغه لیو کې هماغسې پروت وم تر ډېره مې له دې ويرې چې څوک مې ونه ویني هیڅ ځان نه ښورولو یو ساعت وروسته امریکایان راغلل خپل سپی یې چې ولیدلو ورته ژړل یې زما له خټو سره هیڅ فرق نه کیدلو له سره تر پښو له خټو سره یورقم وم ځکه خو بیخي امریکایانو ونه پیژندلم، امریکایان چې بیرته راوان شول زه بیخي په ځان پوه شوی هم نه وم #حیرانونکې وه زه په همدغو خټو کې وید
1👍1
ه شوه وم، سهار همدغه ځای ته #کلیوال راغلل آوازه اچول شوې وه چې په دغه ځای کې کوم مجاهد شهيد شوه ده خلک له یو بل سره غږیدل ددوي غږ مې چې واوریدلو زه له خټو را پورته شوم ټول یو دم شاته لاړل او ورخطا شول چې زه یې ولیدلم هیڅ یې نه پیژندلم.
😢
یا الله ته زموږ د ټولو قربانۍ قبولې کړه او موږ په خپل مسیر قایم ولره.
😢1
‏يو عرب خپله قیصه کوي.
میرمن مي په کوم ځای كي وظیفه لري، تنخوا أخلي، د کار رئیس یي تر ما ډیر وخت ورسره تیروي، تر ما هغه ډیرې خبرې ورسره کوي، له ما د هغه څخه ډیره ویریږي، تر ما له هغه څخه ډیر توقعات أو أمیدونه لري.
کله چي زه ورته تلیفون وکم، کله ځواب راکړي أو کله یي نه راکوي، خو چي رئیس یي زنګ ورته ووهي و تلیفون ته ویریدلي ور منډه کړي، خپل آواز ورته نرم کړي، أو په ټولو خبرو کي "نعم. نعم. طیب. طیب " ورته وایي، یعني سمه ده سمه ده.
زما سره يي د آواز أو خبرو بڼه بدله ده ، کله چي د یو کار غوښتنه تري وکړم په ډیرو اعتراضاتو أو بحثو یي بیرته پښیمانه سم.

رئیس یي و خپل کاري دفتر ته ور وغواړي په ساعتونو ساعتونو دروازه ور پوري بنده وي، رئیس یي د کار په أړه تفصیلات ورته بیانوي، د رخصتۍ په ورځو کي تلیفون ورته وکړي په ساعتونو ساعتونو خبرې سره کوي، کله چي زه مداخله وکړم دا راته وایي: ته غواړې چي ما له وظیفي څخه پسي واخلي، ته غواړې چي زما راتلونکی خراب شي؟
خلاصه داچي دا احساس کوم لکه د میرمني رئیس چي مي په ټولو شیانو کي زما سره شریک وي، أو په دې شراکت کي ځان راته هیڅ سړی نه ښکاري، رئیس یي روپۍ ورکوي، أوامر ورته صادروي، هغه یي د ژوند محور ګرځیدلی دی، کله خو زه له ځان سره ووایم چي کاش زه یي رئیس وای.
دا عرب وایي: نو فیصله مي وکړه چي نور باید نارینه سم، أو له دې حالته ځان را وباسم، نو یوه ورځ مي ځان تیار کړ ، غاړي مي تازه کړي چي ښځي نور زه ، زما او ستا تر مینځ دریم کس نشم زغملای، نور دا تحمل نشم کولای چي رئیس دي په کټ کټ درسره خاندي، أو په ساعتونو ساعتونو خبرې درسره کوي، نور زغم نلرم چي هره ورځ دفتر ته د تلو نه مخکي په اینداره کي ګورې أو د رئیس لپاره دې ځان سینګاروې، نور باید و دې وظیفي ته استعفاء ورکړي.
ددې خبرې له أوریدو سره سم مي میرمنې طلاق را څخه وغوښت ، اوس دایو په محکمه کي د قاضي د راتلو انتظار کوو.

د مخلوط عمل بیا داسي نتائج وي.