قبول/لنډه کیسه
دادمحمد ناوک
نیم غځېدلی ځوان د تلیفون ګالري کې وروستي تصویر ته ځیر شو:
کلی دی، اختر دی، درې کلنې لور يې لاسونه سره کړي، دواړه د کور د دروازې مخې ته سره ناست دي!
اسویلی يې ویوست، تلیفون يې یوې خواته واچاوه:
ـ څه د کفر ملک دی، ولاکه شپه ورځ سره معلومېږي، اوس لمر ختلی که لا وخت شته!
په پرتو ملګرو يې بیا غږ کړل:
ـ پورته شئ او ناولیو، قضا کېږي!
یوه له چپرکټه، سر را پورته کړ:
ـ د ګل جان زو نوی راغلی يې، دلته لمونځ لمونځ نشته، ولې مو له خوبه باسې!
نېغ را کېنوست:
ـ توبه وباسه سوډره، وطن که د کفارو دی، موږ خو مسلمان یو!
پراته ځوان ځان بړستن کې لا پسې ونغښت:
ـ چې دغسې کلک مسلمان وې، چیشته دي په تیارو پسې منډې را وهلې!
زړه کې يې څړیکه تېره شوه، خو ځان يې کنټرول کړ، بېرته يې تکیه وکړه، غړند يې وویل:
ـ نو ګواکې دنیا او اخرت مو تبا دي، نه یوه پکې دوه کېږي او نه مو یوه سجده له وسه کېږي!
مخامخ د لرګي تاخچه باندې يې قرآن کریم ولید، لکه چې ترې وشرمیده، مخ يې واړاوه، بېرته يې په پراته ویښ ځوان غږ کړل:
ـ زه خو ځم، دا د امریکا مزې دي تاسې ته مبارکې وي!
ځوان له بړستن سره راویوست، په حیرانۍ يې وویل:
ـ رښتیا وايې!
ـ خود رښتیا وایم، دا اوس ژوند دی، مازې د کېمپ مفت انټرنیټ او د خلکو لوڅو اوږو ته مو ساعت تېر وي، ولاکه نور هیڅ شی وي!
ـ لېونی کېږه مه، خپلو کارو پسې دي وګرځه، وطن ته زنګ وکړه، ستا خو اسناد زموږ غوندې لړلي نه دي، چې لږ خواري وکړې ولا به قبول شي!
په ملنډو يې وویل:
ـ قبول، ته به وايې حج ته قبولېږم!
ځوان غوسه شو:
ـ ولا عجیب شی یې، ته اوس موږ ته پېغورونه راکوې، که دا دومره ښارو کې له ګرځېدو سره دي بیا هم امریکا ونه پېژنده!
ـ پېغور د چیشي، خو سم وایم د کفر ملک کې قبولي داسې درته ښکارېږي، لکه د جنت ټکټ؛ زه به مسلمان پاتې شم، راتلونکي نسلونه خو به مې تبا وي، یا به دلته بله کړم یا به خپله راولم، دا وطن ولاکه د موږوالو له طبعیت سره برابر وي!
ځوان راکېنوست د خپل سر په بربرو ویښتو يې لاس تېر کړ، ښویه زنه يې وګروله:
ـ ګل کریمه، تر دې ځایه چې څوک راځي، پوله پټی ورته ګرو کوي، ته خدای دغسې راورسولې، ولې بخت په لغته وهې!
ـ دا تاته بخت ښکارېږي، د باندې خلک لوڅ ګرځي، لمونځ اودس درک نه لري، ټوله ورځ يې دې قوطیو کې ایسار کړي یو، لکه زندان، مازې هغه د کاریګرو خنداوو ته خوشحاله یاست!
ـ نو تر قیامته خو به دغه حال هم نه وي، چې کارونه دي جوړ شي، له کېمپه وتلی شې، خپل کاروبار برابرولی شې، مزدوري کولی شې، د ډالرو باران به وي در باندې!
ـ دا غورې تلیفون کې د وطن خلکو ته کړه، چې چا دا حال نه وي لیدلی، ورشه مخ ومینځه سترګې دي لکه د جنت ګل دوی د کونګري داسې ښکارېږي!
ځوان خپله بړستن پرې ور وویشته، تشناب ته يې منډه کړه:
ـ د مهاجرو ازار مه اخله، ګل کریمه بچو نوی يې، ځکه مست غږېږې!
ده په زوره پسې ور غږ کړل:
ـ دا په اصطلاحاتو ملنډې مه وهه، مهاجر له مسلمانانو راتښتېدونکي ته نه وايي، چې له کفره وتښتي هغه مهاجر وي!
له تشناب يې ور غږ کړل:
ـ بیا نو ور وتښته، خپلو مسلمانانو ته!
ـ ور تښتم، د اروپا له دې رنګین جهالته ورتښتم!
ـ څه کې د فیلسوف زو!
ـ سم وایم، چې دلته د هوټلو مېزونه پاکولی شم، پخپل وطن کې د کومې ادارې، کوم مکتب، کوم هوټل مېزونه نه شم پاکولی!
د ځوان له ښويې زنې اوبه څڅېدلې، په خندا يې وویل:
ـ نو کله دي هورې څوک په رسمیت پېژني، هلته له اروپا ورغلی دغسې نیمچه مسلمان ورته ښکارېږي، لکه تاته چې موږ ښکارېږو!
ـ مسلماني زما او د الله رابطه ده، خو زه باید د وطن له برکته اخیستې انرژي په وطن کې مصرف کړم، ته هغه زما غوټه درسره راکړه، چې دلته د کېمپ مشر ته ټيټ پاس کېږم، ولې د وطن د کوم مشر لاسونه ښکل نه کړم!
۱۴۰۳/۸/۲

د کابل ـ جلالاباد دويم لين سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
اقتصادي مرستیالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغو مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر هېوادوالو هم ګډون کړی وو.
د یادونې وړ ده چې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل له بګرامیو ولسوالۍ پیل د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو له تېرېدو وروسته د ننګرهار حلقوي سړک سره نښلول کېږي.

درنو لیدونکو!
د افغانستان ملي راډيو تلویزیون د تاریخي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي مستندونو سربېره د فکري جګړې، د اشغالګرو د وحشتونو، د افغانانو د مبارزې او نور بېلابېل مستندونه له دې ټلېګرام څخه کتلای شئ!
☝️
https://t.me/rtadocumentary

أمت ته د خالد مشعل حفظه الله پيغام!
ژباړه: طالب العلم زابلي
اې د امت زامنو!
اې د امت سرلارو!
اې د مسلمانانو واکدارانو، حکومتونو او مشرانو!
اې د امت علماوو!
اې د تنظيمونو او حرکتونو رهبرانو!
تر هر نوم لاندې چې فعاليت کوئ!
دا يوه رښتينې شيبه ده.
طوفان يوازې د فلسطینیانو جګړه نه ده، بلکې دا د ګرد امت جګړه او د اقصی طوفان دی.
مسجدالأقصی ستاسې لومړۍ قبله، ستاسې وياړ او يو له ډېرو سپېڅلو ځايونو څخه دی.
دا د محمد صلی الله عليه وسلم ميراث دی.
زموږ د سيدنا عمر فاروق رضي الله عنه او له هغه را وروسته د فاتحينو او صلحاوو ملکيت دی.
اې زموږ امته!
که له دې دښمن سره د جګړې محاذ نه پرانيزئ، په داسې حال کې چې دوی ستاسې پر ضد جنګ اعلان کړی دی، نو دښمن به له تاسې څخه بل هيڅ ونه مني بې له سر ټيټولو، اما زموږ ستر امت سر ټيټي او ذلت نه قبلوي.
موږ به ان شاء الله العزيز د خپل قوم د زامنو او عربو په ګډون ټول اسلامي امت په يوه صف دا دښمن ماتوو، له نژدې هيوادونو څخه نيولې د نړۍ تر ټولو هيوادونو پورې.
له موږ سره د نړۍ حُر مسلمانان ملګري دي، چې د اقصی طوفان په مبارکو عملياتو کې يې ضميرونه او عقلونه ازاد دي.
زموږ او د دوی د دې مشترکې قضيې په حقيقت پوهيږي او اتلان مو ستايي.
دوی پوهیږي چې له دې ظالم دښمن سره نه د جګړې اساسات شته، نه اخلاق او نه هم انسانيت.
دا يوه تاريخي شيبه او فرصت دی چې موږ په يوه صف کې ودريږو، د اشغالګرو مقابله وکړو او له منځه يې يوسو.
فلسطین او اقصی آزاد کړو، زموږ د عربي او اسلامي امت ساتنه ور څخه وکړو او له دې غاصب وجود څخه بشريت ته نجات ورکړو.
دا يوه مؤقته پروژه ده چې د له منځه تللو وخت يې را نژدې شوی دی.
باذن الله تعالی
الله تعالی فرمایي:
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ
سورة القمر ـ۴۵ـ
ژباړه: ډېر ژر به دغې ډلې ته ماته ورکړل شي او دوى ټول به شا اړوونكي تښتېدونكي وليدل شي.
يو بل ځای فرمايي.
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ.
سورة محمدـ۷ـ
ژباړه :
اې مؤمنانو كه تاسې د الله (له دين) سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به كلك کړي.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

که وفاداري ځمکې ته وای نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم به له مکې نه وای وتلی؛ که قوم او قبیلې ته وای نو له قریشو سره به نه جنګیده؛ او که چیرې وفاداري کورنۍ ته وای نو له ابولهب به نه وه بیزاره؛
ایمان او عقیده تر خاورې،وینې، او قوم ډیر ګران او د اهمیت وړ دی!
#ادهم_شرقاوي

#جالب_انځور
دغه انځور په ماضي قریب کې زموږ د حیاناکه تهذیب او ټولنې عکاسي کوي!!
پخوا به چې کله ماشومانو لوبې کولې، نجلۍ به د هلک لاس نیولو یا لمس کولو څخه ډډه کوله، او برعکس به یې دا طریقه غوره کړه کومه چې انځور کې ښکاري، هلک به هغه وخت ژړل کله چې به یې معلم په صنف کې له یوې نجلۍ سره کیناوه، نجلۍ به هم ژړل کله چې به ورسره نامحرم هلک ناست ؤ.
بیشکه د فکري یرغل تر تاثیر لاندي، د اغیارو په تقلید کې موږه څومره دروند تهذیب له لاسه ورکړ😭

تل ابیب کې پر اسرائیلي عسکرو د استشهادي برید له امله ۵۶ اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
برید تل ابیب کې د اسرائیلو استخباراتي موساد ۸۲۰۰ مرکز پر غړو شوی.
الجزېرې خبري اژانس دې پېښه کې د ۶ اسرائيلي عسکرو د وژل کېدو او ۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی خو ، غزه الان خبري رسنۍ په دې پېښه کې د ۱۷ اسرائیلي عسکرو د وژل کېدو او ۴۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په رسنيو چې کومې انجونې يا ښځې راڅرګنديږي او د عوامو د خوند لپاره نشريات کوي؛ د ډېرو لوړو او ژورو نه تيرې شوي وي .
د ښځې په فطرت کې اول د حيا ديوال ماتيدل، يعنې سترګې شکيدل او بيا ميډيا کې ګپ شپ لپاره راوتل ممکن دي.
دا جرأت بغير له بې حيايې ترلاسه کول ناممکنه ده.
مشکل دا دی چې وس وخت کې د خلکو فکر بدل شوی او دا ډول ښځو ته مطرحو څيرو يا Celebrities په حيث ګوري.
حال دا چې پخوا به فاحشو ښځو هم يو څه حيا لرله، يو څه عزت نفس به ورسره وو، خو وس د حيا او عزت تعريف په فکرونو کې بدل شوی، وس وخت کې په ذليله کارونو خلک نه بې حيا کيږي بلکه دوی خپل جسمونه د ونډې په څير څارويو ته وړاندې کوي او په بدله کې د برتري احساس هم کوي .
اسامه جوهري

وایي د عسکري جګړې تر ګټلو وروسته چې فکري جګړه ونه ګټل شي، ګټلې عسکري جګړه هم بایلل کېږي. مونږ دې خدای له دې بایلات څخه وساتي.
عبدالسلام. وزیروال
عبدالسلام. وزیروال
علامه طریفی وايي:
«باطل له اره مړ دی؛ چې ځواب دې ورکړ ژوندی کېږي. باطل چې پرېږدئ؛ مړ کېږي او حق چې یاد کړئ ژوندی کېږي. یعنې باطل په پرېښودو(ارزښت نه ورکولو) مړ کړئ او حق په یادولو ژوندی کړئ.»

VID-20241030-WA0000.mp4
2.3 MB
افغانستان اوس د امن څادر اغوستی، چې له وزیر تر فقیر هر څوک پکې ډاډه ژوند او کاروبار کولی شي.
د هېواد خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي نن شپه کابل ښار کې په موټرسایکل ګرځېدلی دی.

د اولس له مینځه د اولس په مینځ کې افغان وزیران.
متقي صاحب د رموزو، اشاراتو او حرکاتو سړی دی، پر موټرسایکل مي ولید، د روښان راتلونکي صحنه مي له سترګو تېره شوه، د تېر برم او عظمت پیر ته ستون شوم چي د امت مشرانو به د امت ژوند تجربه کاوه، درک کاوه یې، او بیا به یې حکومت ورسره عیاروه.
امیرالمؤمنین حفظه الله خپله د اولس په مینځ کې پاته کیږی، ما وزیران او د امارت لوړ رتبه او ټیټ رتبه مشران په خورا عامو ځایونو کې لیدلي دي.
اولسه! اسلامي امارت له تاسو جوړ دی، او تاسو ته ستنیږي، د دا ډول معصومو مشرانو رهبري دا معنی ورکوي چي اولس معصوم دی، همدا لامل دی چې رب العزت پرې د دوی رهبري لورولې ده، دا د حمد او شکر ځای دی، کفران یې مه کړې.
حفظهم الله.
چ. نعماني

د متقي صاحب د موټرسایکل سورلۍ!
پيښه داسې وه چې ماښام ناوخته د رئیس الوزراء صاحب لخوا متقي صاحب ته حال واستول شوو چې همدا اوس د یوې ضرورې مشورې او خبرې لپاره ارګ ته راشه.
متقي صاحب وايي شاوخوا مې وکتل موټروان او ملګري یو لا نه ښکاریدل، غږ مې وکړ چې ګورم د معمول سره سم څوک وتلي، څوک کوروته تللي او زه تنها یم.
د دې لپاره چې رئیس الوزراء صاحب راته منتظر باتې نشي، ژر مې په کور کې ولاړ موټر سایکل باندې پښه واړوله او تر ارګ پورې لاړم.
دا نه ریا ده، نه ځان ښکاره کول دي اونه هم د چا لپاره نمایش، دا د یو واقعي مسلمان وزیر او د یوه اسلامي حکومت د یوه چارواکۍ عادت ده چې هيڅ تکلف او رش کش نه خوښوي، ساده ژوند لري او بې له کوم تکلفه غواړې ژوند وکړي.
نو مفسدین دې متقي صاحب او د اسلامي امارت نور مشران پخپلو ځانونو او پخپلو عیاشو، متکبرو او بې تقوا مشرانو نه قیاس کوي.
ع. وزیروال

اسلام مونږ ته د هر باط،ل فکر پر وړاندې د شدیدې مقابلې امر کوي؛
ایا تا د ابراهیم علیه السلام قیصه نده لوستې چې څنګه یې د نمرود باط،ل او ناولې افکار رد کړل؛
او د حق پر وړاندې يې پر ګونډو کړ.
سعید وفا

اسرائيل څه دی؟
ځيني کسان اسرائيل فقط یو نهه ميليوني هيواد ګڼي چې په محدوده جغرافيه آباد په ورڅېرمه اسلامي هيوادونو باداري چلوي او یو نيم میليارديز مسلمان امت يې په وړاندې عاجز دی.
خو خبره دومره ساده هم نه ده. دلته هڅه کوو د اسرائيلو د دې اوسني موقف شاليد راوپلټو او د موضوع تاريخي سوابق رڼا ته کړو.
د آخرين نبوت له زمانې وړاندې نړیوال نظم د فارس او روم له امپراطوريو تشکيل شوی و، خو د اسلام په راتګ سره چې د فارس امپراطوري ونړېده، اسلامي امت په شرق کې د غربي تمدن سیال شو. غرب چې د پخواني یونان او مقدوني سکندر له زمانې بیا د مسيحي روم تر وخت یې په نړیواله کچه د یوه مطرح قوت په حیث خپل سياسي، نظامي او فرهنګي هژموني راساتلې وه اسلام او اسلامي امت ته یې په داسې نظر کتل چې په هر لحاظ ورسره سيالي کولای شي.
له هماغه وخته داسلام او غرب شخړه راپیل شوه. په تېرو ۱۴ پيړیو کې دا شخړه له څلورو مراحلو تېره شوې چې کله یو اړخ د برلاسۍ او تهاجم په حالت کې وي او بل دفاع کوي او کله برعکس. لومړنيو پیړيو خصوصا د راشده او اموي خلافتونو په وخت کې چې مسلمانانو د غرب پر خوا فتوحات کول او غرب ګام پر ګام شاتګ کاوه د دې شخړې اوله مرحله وه. صليبي جنګونه چې غرب څه کم دوه سوه کاله په اسلامۍ نړۍ مسلسل بریدونه وکړل او ځیني سیمې یې اشغال کړې دوهمه مرحله وه. له صلیبي جګړو وروسته د مصر د ممالیکو او عثمانیانو په لاس د صلیبيانو شړل، په مدیترانه واک بشپړول او د بالقان په شمول د شرقي اروپا د سیمو فتوحات یې دریمه مرحله وه، له رنسانس وروسته په شرق او ټوله اسلامي نړۍ د اروپايانو استعماري حملې یې څلورمه مرحله و چې تر اوسه په یو شکل دوام لري.
خو په دې ټولو مرحلو کې اسلامي امت که څه هم کله کمزوری شوی، اما داسې حالت ته نه دی تللی چې په نړیواله کچه د لويو پریکړو له سټيج څخه وغورځي. په هر څومره پاشلي حالت کې یې بیا هم د غرب سره سیالي روانه ساتله.
خو سل کاله پخوا د عثماني دولت له سقوط وروسته مسلمانان په لومړي ځل د زبرځواکۍ له منصب نه وغورځېدل. په شرق کې د زبرځواکۍ منصب شوروي اتحاد اشغال کړ او بیا که به شرق او غرب يادېدل مطلب به ترې شوروي اتحاد او امريکا و. دا وخت نو د مسلمانانو غربي سيالانو لکه امریکا، برتانیه، فرانسه، المان وغیره چې د پخواني روم میراثخواره دي، دې ته یې اړتیا نه درلوده چې پاشل شوي، بې څوکه او بې ځواکه اسلامي امت سره ځان په سیالۍ کې مصروف کړي. دوی د مسلمانانو د تحقير، تذليل او د غرب په نیابت سیالۍ پاللو لپاره ورک يهودان سره راټول کړل، دولت یې ورجوړ کړ او د عربو په منځ کې یې د مطلق سياسي، نظامي او هراړخيز ملاتړ په مټ ځای پر ځای کړل.
صهيونست رژيم ته د هغه خروړي سپي کار وسپارل شو چې د کلي خان په خپله دروازه کې تړلی وي او یا هغه ناظر چې د کلي د خان په حمايه او نیابت خلکو ته ښکنځل کوي یا ورسره شخړې کوي.
اسرائیل لکه څنګه يې چې وجود د برتانيې د بهرنيو چارو د وزیر آرتور بالفور لخوا اعلان شوی او د غرب په حمايه له عدم نه وجود ته راغلي، دغه راز یې د پایښت ذمه هم غرب اخیستې. په ملل متحد کې د امریکا د ويټو حق د اسرائيل د دفاع چتر دی، د ټول شرق لپاره په اسرائيلو کې د امریکا د وسلو او نظامي وسايلو ډېپو صهيونست رژیم د نظامي تدارکاتو له اړخه بشپړ په ځان متکي کړی.
ستاسو به یاد وي چې تېر کال د غزې د جنګ له پيل سره د امریکا جنګي بیړۍ په حرکت راغلې او پنټاګون اعلان وکړ چې که هر چا په دې جنګ کې مداخله وکړه د امریکا له سخت ځواب سره به مخامخ شي.
بناء د غزې جنګ د اسلام او غرب د هماغه یو نیم زرکلن تقابل دوام دی، خو فرق دا دی چې پخوا به له اصلي غربيانو سره شخړه وه مګر اوس په حیث د امت د غرب په دروازه کې له تړلي سپي سره شخړې ته پاته شوي یو.
ع. سعید

جمعې د ورځې سنتونه:
1. د دعا د قبولیت ساعت لټول!
2. غسل کول!
3. تر ټولو غوره کالي اغوستل!
4. خوشبويي کول!
5. مسواک وهل!
6. مسجد ته وختي تلل!
7. د کهف سورت لوستل!
8. پر نبي صلی الله علیه وسلم درود ویل!
" إِنَّ اللَّهَ وَمَلٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِىِّ ۚ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا "
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب: 56]
الله او د هغه پرښتې پر پېغمبر صلي اللّٰه عليه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام وواياست.
اللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكَ عَلَى نَبِيِّنَا ﷴٍ ﷺ ❣️