Forwarded from صالح محمد اسحاق (صالح م اسحاق)
مناجات
دنظر په راز کي ورک یم قرار نشته
په هستۍ کي بل مقبول کردګار نشته
ما دځان جامه ترې وبښله سره شوه
اوس د ,زه, تصور پاته تکرار نشته
چي رقیب مو خبر نشي له اړيکي
په دوا ده درد یې هيڅ اعتبار نشته
ماته زه هم ورک شو هغه هم پټ شوی
په دواړو کي اوس جانانه سرشار نشته
ماله ځانه انکار کړی ته یقين یې
تفاوت کي مي دعقل اختیار نشته
ما په ځان پسي بې خوده کړه محبوبه
اجازه ده په اسحاق کي ازار نشته
صالح محمد اسحاق
دنظر په راز کي ورک یم قرار نشته
په هستۍ کي بل مقبول کردګار نشته
ما دځان جامه ترې وبښله سره شوه
اوس د ,زه, تصور پاته تکرار نشته
چي رقیب مو خبر نشي له اړيکي
په دوا ده درد یې هيڅ اعتبار نشته
ماته زه هم ورک شو هغه هم پټ شوی
په دواړو کي اوس جانانه سرشار نشته
ماله ځانه انکار کړی ته یقين یې
تفاوت کي مي دعقل اختیار نشته
ما په ځان پسي بې خوده کړه محبوبه
اجازه ده په اسحاق کي ازار نشته
صالح محمد اسحاق
نظم
ای دښارونو کناروته تللیه
دسنګرو له ماذدیګره ورکه
ولې نن داسې تری تم یی وایه
دسترګو دید مې شولو مات درپسې
دزړه له کوره مې وتلې نه یی
حالات بدل دي خو چې ته څنګه یی
دتور ګړنک دتورو غرو ماذدیکر
وچه ډوډۍ یخې اوبه او سکون
هغه خوندونه بیا په لاس نه رازي
ها دسپین غره د لویې غیږې ځخه
څه دمرغانو کاروانونه راتلل
نښتریز شور به یی تر څنګ خوند کوه
په شڼه هار به یی ویده کړل سره
غرونه راغونه چې به وه پړه پیدې
ددې همزولو شهیدانو جنډې
دنیمې شپې یاد مې ترڅو په زړه دی
چې به دستورو قافلې تاویدې
سپوږمۍ یی منځ کې لکه شوخه پیغله
ښایی ترې تیر نه وه دمینې دوران
ستورو به یوبل ته وهلې سترګې
عاشقانه انداز یی مات کړمه زه
مونږ به ویل دژوند وروستی پړاو دی
او ساه به ډوبه دفضا ښکاریده
چې به تر غوږ شو دبنګنو اواز
چیرته دغره ساده باده ذندګي
چیرته دښار د رڼاګانو ژوندون
لکه دځمکې اسمان دومره توپیر
خوږې کیسې دې راته پاتې شولې
ګرانه چې تا راته کولې مدام
هغه دمينې دوفا خبرې
اوس نو هرڅه دومره پیکه پیکه دي
داسې بې مینې او بې خونده ښکاري
زړونو کې شته دي نفرتونه غرونه
داستا په نه شتون کې جانانه وایم
ژوند دی په شان دیوقرضداره سړي
لکه دزهرو غړپ تیریږي ښه دی
په اوداسه دشهادت لمانځه ته
احمده یاره همیشه ګرځیدم
دقضایی نیت مې له سره نه وو
زما غزل به شو نیګمړی پاتې
زما دهیلو په مرۍ ناسته وه
احمده هغه دغزل ښاپیرۍ
احمد غازي
1446/9/19
ای دښارونو کناروته تللیه
دسنګرو له ماذدیګره ورکه
ولې نن داسې تری تم یی وایه
دسترګو دید مې شولو مات درپسې
دزړه له کوره مې وتلې نه یی
حالات بدل دي خو چې ته څنګه یی
دتور ګړنک دتورو غرو ماذدیکر
وچه ډوډۍ یخې اوبه او سکون
هغه خوندونه بیا په لاس نه رازي
ها دسپین غره د لویې غیږې ځخه
څه دمرغانو کاروانونه راتلل
نښتریز شور به یی تر څنګ خوند کوه
په شڼه هار به یی ویده کړل سره
غرونه راغونه چې به وه پړه پیدې
ددې همزولو شهیدانو جنډې
دنیمې شپې یاد مې ترڅو په زړه دی
چې به دستورو قافلې تاویدې
سپوږمۍ یی منځ کې لکه شوخه پیغله
ښایی ترې تیر نه وه دمینې دوران
ستورو به یوبل ته وهلې سترګې
عاشقانه انداز یی مات کړمه زه
مونږ به ویل دژوند وروستی پړاو دی
او ساه به ډوبه دفضا ښکاریده
چې به تر غوږ شو دبنګنو اواز
چیرته دغره ساده باده ذندګي
چیرته دښار د رڼاګانو ژوندون
لکه دځمکې اسمان دومره توپیر
خوږې کیسې دې راته پاتې شولې
ګرانه چې تا راته کولې مدام
هغه دمينې دوفا خبرې
اوس نو هرڅه دومره پیکه پیکه دي
داسې بې مینې او بې خونده ښکاري
زړونو کې شته دي نفرتونه غرونه
داستا په نه شتون کې جانانه وایم
ژوند دی په شان دیوقرضداره سړي
لکه دزهرو غړپ تیریږي ښه دی
په اوداسه دشهادت لمانځه ته
احمده یاره همیشه ګرځیدم
دقضایی نیت مې له سره نه وو
زما غزل به شو نیګمړی پاتې
زما دهیلو په مرۍ ناسته وه
احمده هغه دغزل ښاپیرۍ
احمد غازي
1446/9/19
Forwarded from الهام
ته ښکلا رنګ او جمال لرې ذا تي
په هر زړه کې استقبال لرې ذا تي
مینه دومره دې بېحده زړو کې پټه
ای وطنه ته کمال لرې ذا تي
لوړ قیمت لري سپېرې خاوري هم ستا
دغه کاڼې دې سره زر بوټې شفاء
جواهر یاقوت او لال لرې ذا تي
دنګه ونه قد چنار رنګ د ګلاب
ښایستونه دې پشان دي دمهتاب
دا جهان کې کله سیال لرې ذا تي
شین چمن غرونه دښتونه زرغونه
د جنت هوا دې زړونه وړي زموږ زړه
لوړ صفت حسن مرال لرې ذا تي
رب ج دې ایښی په نامه کې زیات اثر
دا جهان وي درته تل ځوړنده سر
ته ایمان توره او ډال لرې ذا تي
ایوبي الهام به رسم کړې تصویر
کتابونه به کړي ډک ستا په تفسیر
ډک له میني قیل اوقال لرې ذا تي
ایوبي الهام
په هر زړه کې استقبال لرې ذا تي
مینه دومره دې بېحده زړو کې پټه
ای وطنه ته کمال لرې ذا تي
لوړ قیمت لري سپېرې خاوري هم ستا
دغه کاڼې دې سره زر بوټې شفاء
جواهر یاقوت او لال لرې ذا تي
دنګه ونه قد چنار رنګ د ګلاب
ښایستونه دې پشان دي دمهتاب
دا جهان کې کله سیال لرې ذا تي
شین چمن غرونه دښتونه زرغونه
د جنت هوا دې زړونه وړي زموږ زړه
لوړ صفت حسن مرال لرې ذا تي
رب ج دې ایښی په نامه کې زیات اثر
دا جهان وي درته تل ځوړنده سر
ته ایمان توره او ډال لرې ذا تي
ایوبي الهام به رسم کړې تصویر
کتابونه به کړي ډک ستا په تفسیر
ډک له میني قیل اوقال لرې ذا تي
ایوبي الهام
په خپل غیرت په خپل ایمان مو لوبي ندي کړي..
لکه دابعضي په وجدان مو لوبي ندي کړي..
موږ پښتانه ټول ده پیغور له ټکِي کرکه کوو..
ده حوري پیغلي په پیزوان مو لوبي ندي کړي..
مرگ ته لبیک وایو همیش مرگ ته مو غاړه ایښي..
مرگ مو منلي خو په ځان مو لوبي ندي کړي..
ورځ ده محشر به شهیدان راته گیلی ونکړي..
ده شهیدانو په ارمان مو لوبي ندي کړي..
داچي ځانگړي یو صفحو کی ده گټلي تاريخ..
په کړي عَهَد او پیمان مو لوبي ندي کړي..
موږ ده بنده بندگي کفر گڼو نه یی کوو..
ده خداي په هیڅ یوه فرمان مو لوبي ندي کړي..
وطن کي گرځو حیدري جانانه جگي سترگي..
ستا په غزل ستا په داستان مو لوبي ندي کړي..
مولوي حیدري جانان
لکه دابعضي په وجدان مو لوبي ندي کړي..
موږ پښتانه ټول ده پیغور له ټکِي کرکه کوو..
ده حوري پیغلي په پیزوان مو لوبي ندي کړي..
مرگ ته لبیک وایو همیش مرگ ته مو غاړه ایښي..
مرگ مو منلي خو په ځان مو لوبي ندي کړي..
ورځ ده محشر به شهیدان راته گیلی ونکړي..
ده شهیدانو په ارمان مو لوبي ندي کړي..
داچي ځانگړي یو صفحو کی ده گټلي تاريخ..
په کړي عَهَد او پیمان مو لوبي ندي کړي..
موږ ده بنده بندگي کفر گڼو نه یی کوو..
ده خداي په هیڅ یوه فرمان مو لوبي ندي کړي..
وطن کي گرځو حیدري جانانه جگي سترگي..
ستا په غزل ستا په داستان مو لوبي ندي کړي..
مولوي حیدري جانان
خدای د ابدي لري خدای تل د آباد لري
سیوری ده دې پاک نظام خدای د پر هیواد لري
امن د جاري اوسي وي د ابدي حُریت
خوښ د وي زموږ وطن تل یې د خدای ښاد لري
دا نظام چې دلته وي دا خلک چې کار کوي
دا وطن به وي خپلواک خدای به یې آزاد لري
نه ټیټوي سر چاته نه د چا کوم زور مني
کوم خلک چې ننګ لري مینه د جهاد لري
یو ځای د کونړ سیند دی بل ځای د آمو اوبه
دا وطن پامیر لري څوکه د شمشاد لري
نه به یې شي سیال پیدا نه به یې مثال چیرته
داسې به وطن جوړ شي داسې یو مراد لري
هر وخت یې ملا تړی دی ګران دی ورته دا نظام
ځکه چې مخبت وردګ تل پرې اعتماد لري
مخبت وردګ
سیوری ده دې پاک نظام خدای د پر هیواد لري
امن د جاري اوسي وي د ابدي حُریت
خوښ د وي زموږ وطن تل یې د خدای ښاد لري
دا نظام چې دلته وي دا خلک چې کار کوي
دا وطن به وي خپلواک خدای به یې آزاد لري
نه ټیټوي سر چاته نه د چا کوم زور مني
کوم خلک چې ننګ لري مینه د جهاد لري
یو ځای د کونړ سیند دی بل ځای د آمو اوبه
دا وطن پامیر لري څوکه د شمشاد لري
نه به یې شي سیال پیدا نه به یې مثال چیرته
داسې به وطن جوړ شي داسې یو مراد لري
هر وخت یې ملا تړی دی ګران دی ورته دا نظام
ځکه چې مخبت وردګ تل پرې اعتماد لري
مخبت وردګ
د اختر رنګین سهاره
د خوښیو انتظاره
د وطن له څنډو تاو شه
په مسکا دې وهه لاره
وه خوشبو خوشبو لونګه
وه راځه ده یار تر څنګه
د عطرونو نو بهاره
په ګلونو باندې رنګه
د اختر رنګین سهاره
جم او جوش پر وطن جوړ کړه
په خوښیو هر زړه موړ کړه
نوې نوې زیري راوړه
په خوښیو باندې واوړه
ګلدوزي څادر مې یښي
پر اوږو ځمه له خیاله
له خدیزه تر لوېدیزه
تر جنوبه تر شماله
د اختر رنګین سهاره
لیري لیري وطنونه
د یارانو سره څنک کي
خنداګاني یو په بله
د ګلانو سره څنګ کي
غم اخیستې پر سر کډه
له دې ګران وطن له غیږي
امن امن ژوند ته ګوره
خدایزده بل رقم لګیږي
د اختر رنګین سهاره
جنګ او اور د سوله کړي
کور وو کور د سوله کړې
هر زړه : زړه ته ور ترغاړي
ورور او ورور د سوله کړې
په مسکا شه بیا ځل را شه
د خپه زړونو خندا شه
د زخمې وجود ملهم شه
ته درمل ته یې دوا شه
د اختر رنګین سهاره
ارمانونه ېې پوره کړه
امیدونه ېې تازه کړه
امارت دې نور بلند شي
څه دردونه یې ویده کړه
ایوبي الهام ته غوږ شه
ای اختره یو څه راوړه
خالي لاس ګوره رانه شې
اه نعره د مظلوم واوره
د خوښیو انتظاره
د وطن له څنډو تاو شه
په مسکا دې وهه لاره
وه خوشبو خوشبو لونګه
وه راځه ده یار تر څنګه
د عطرونو نو بهاره
په ګلونو باندې رنګه
د اختر رنګین سهاره
جم او جوش پر وطن جوړ کړه
په خوښیو هر زړه موړ کړه
نوې نوې زیري راوړه
په خوښیو باندې واوړه
ګلدوزي څادر مې یښي
پر اوږو ځمه له خیاله
له خدیزه تر لوېدیزه
تر جنوبه تر شماله
د اختر رنګین سهاره
لیري لیري وطنونه
د یارانو سره څنک کي
خنداګاني یو په بله
د ګلانو سره څنګ کي
غم اخیستې پر سر کډه
له دې ګران وطن له غیږي
امن امن ژوند ته ګوره
خدایزده بل رقم لګیږي
د اختر رنګین سهاره
جنګ او اور د سوله کړي
کور وو کور د سوله کړې
هر زړه : زړه ته ور ترغاړي
ورور او ورور د سوله کړې
په مسکا شه بیا ځل را شه
د خپه زړونو خندا شه
د زخمې وجود ملهم شه
ته درمل ته یې دوا شه
د اختر رنګین سهاره
ارمانونه ېې پوره کړه
امیدونه ېې تازه کړه
امارت دې نور بلند شي
څه دردونه یې ویده کړه
ایوبي الهام ته غوږ شه
ای اختره یو څه راوړه
خالي لاس ګوره رانه شې
اه نعره د مظلوم واوره
دغزې اختر😔
څنګه ولمانځي اختر !غزه خفه ده
کباب شوې ده پرهر !غزه خفه ده
تورلوګي یه بیاله ښاره پورته کیږي
پرې هواردغم ټغر !غزه خفه ده
دپیغلوټو،منګي مات زره زره دي
بمبارشوۍ یه ګودر !غزه خفه ده
قرباني څه کوي وچه ډوډۍ نشته
څه مودې کیږي نهر !غزه خفه ده
واک یې ټوله دیهودو په قبضه کي
ماسیره ده لراوبر !غزه خفه ده
خدایه ته یې له اسمانه مدد وکړي
کړي دوعاوي مهاجر !غزه خفه ده
مهاجرهروي
څنګه ولمانځي اختر !غزه خفه ده
کباب شوې ده پرهر !غزه خفه ده
تورلوګي یه بیاله ښاره پورته کیږي
پرې هواردغم ټغر !غزه خفه ده
دپیغلوټو،منګي مات زره زره دي
بمبارشوۍ یه ګودر !غزه خفه ده
قرباني څه کوي وچه ډوډۍ نشته
څه مودې کیږي نهر !غزه خفه ده
واک یې ټوله دیهودو په قبضه کي
ماسیره ده لراوبر !غزه خفه ده
خدایه ته یې له اسمانه مدد وکړي
کړي دوعاوي مهاجر !غزه خفه ده
مهاجرهروي
*وخته*
راته ونه دریدي تیر شوي بي پروا وخته..
قسم په خدای چي قیمتي وې ده پخوا وخته
ووایه بل ځلي راگرځي او که نه چی لاړي..
اي ده صفا مسلماني او ده حیا وخته..
ده سلو بدو لارو مل دي کړمه بد دي کړمه..
بیخي نامرده یی بیخي یی بي وفا وخته..
چي ده ډالرو په قیمت واي هیڅ خبره نه وه..
را گرځَوْلِي مو که را گرځیداي تر شا وخته..
زه به دي هرڅه ده تاریخ پاڼو کي ولیکمه..
ده ماشومتوب وخته ده کلي او صحرا وخته..
لکه گړَي راته دي څه ناڅه وقفه ونکړه..
تیر شولي لاړي لکه خوب او لکه ساه وخته..
زه حیدري جانان دي کمه ځواني وستایمه..
نه دي دمه راکړه او نه دې کړم هوسا وخته..
مولوي حیدري جانان
راته ونه دریدي تیر شوي بي پروا وخته..
قسم په خدای چي قیمتي وې ده پخوا وخته
ووایه بل ځلي راگرځي او که نه چی لاړي..
اي ده صفا مسلماني او ده حیا وخته..
ده سلو بدو لارو مل دي کړمه بد دي کړمه..
بیخي نامرده یی بیخي یی بي وفا وخته..
چي ده ډالرو په قیمت واي هیڅ خبره نه وه..
را گرځَوْلِي مو که را گرځیداي تر شا وخته..
زه به دي هرڅه ده تاریخ پاڼو کي ولیکمه..
ده ماشومتوب وخته ده کلي او صحرا وخته..
لکه گړَي راته دي څه ناڅه وقفه ونکړه..
تیر شولي لاړي لکه خوب او لکه ساه وخته..
زه حیدري جانان دي کمه ځواني وستایمه..
نه دي دمه راکړه او نه دې کړم هوسا وخته..
مولوي حیدري جانان
بله ډیوه !
ستا،انتظاردۍ !ډیوه بله ساتم
زړه ناقرار،دۍ !ډیوه بله ساتم
اوښکي یوه نده چي ودریږي
راځي قطاردۍ !ډیوه بله ساتم
ستادراتلووعدي په ګوتوشمارم
دګوتوشماردۍ !ډیوه بله ساتم
لالیه زه درسره مینه لرم !
درته اظهاردۍ !ډیوه بله ساتم
لاروته ګورم ګوندي رابشي ته
لاروته څاردۍ !ډیوه بله ساتم
زما مهاجر !هیلي ایره ایره دي
ارمان پداردۍ !ډیوه بله ساتم
مهاجرهروي
ستا،انتظاردۍ !ډیوه بله ساتم
زړه ناقرار،دۍ !ډیوه بله ساتم
اوښکي یوه نده چي ودریږي
راځي قطاردۍ !ډیوه بله ساتم
ستادراتلووعدي په ګوتوشمارم
دګوتوشماردۍ !ډیوه بله ساتم
لالیه زه درسره مینه لرم !
درته اظهاردۍ !ډیوه بله ساتم
لاروته ګورم ګوندي رابشي ته
لاروته څاردۍ !ډیوه بله ساتم
زما مهاجر !هیلي ایره ایره دي
ارمان پداردۍ !ډیوه بله ساتم
مهاجرهروي
اختر او استقلال
لمانځو دي اختره د خوښیو استقلال دی
جوړ مو په هيواد کي امنیت دی، ورک د جال دی
لر او بر ځلا کوي په ښه ازاده فضا
بیا وطن په ټټر وهلی زرین خال دی
وره اولسونه په ارامه دمه شوې دي
خدای دي هسک لري دا درحمت زرين شال دی
دا نیظام او ازادي دي تل مدام خدايه
شکر یې ادا کړي چي همدا د شکر حال دی
تل وي قايم راشد ولي دا اسلامي نظام
ډاډه اولسونه که جنوب دي که شمال دی
راشد ولي فراهي
#النبوي_بصري_څانګه
لمانځو دي اختره د خوښیو استقلال دی
جوړ مو په هيواد کي امنیت دی، ورک د جال دی
لر او بر ځلا کوي په ښه ازاده فضا
بیا وطن په ټټر وهلی زرین خال دی
وره اولسونه په ارامه دمه شوې دي
خدای دي هسک لري دا درحمت زرين شال دی
دا نیظام او ازادي دي تل مدام خدايه
شکر یې ادا کړي چي همدا د شکر حال دی
تل وي قايم راشد ولي دا اسلامي نظام
ډاډه اولسونه که جنوب دي که شمال دی
راشد ولي فراهي
#النبوي_بصري_څانګه
د خوشۍ یو اختر دی
په هیواد کي امنیت دی
د خوشۍ یو سپین سحر دی
اختر دی اختر
ولسونه دمه شوي
که په لر دی که په بر دی
اختر دی اختر
امنیت دی ډاډ ګیرنه
د طالب مینه پالنه
په هیواد کي خپره شوې
د وطن کړي ښه ساتنه
له نیمروزه تر کابله
په خدمت ولاړ لښکر دی
اختر دی اختر
که ګودر دی که چینار دی
او که کلی که هم ښار دی
دی په امن او امان کي
له ماښامه تر سهار دی
تل دي هسک وي زمونږ برم
زموږ د هیلو زرین لمر دی
اختر دی اختر
محبت او ورورولي ده
په هر کورکي خوشحالي ده
ګونډي بوري یتیمان هم
په مسکا دي سوکالي ده
د راشد ولي زړه ښاد دی
څه د ميني خوږ منظر دی
اختر دی اختر
راشد ولي فراهي
په هیواد کي امنیت دی
د خوشۍ یو سپین سحر دی
اختر دی اختر
ولسونه دمه شوي
که په لر دی که په بر دی
اختر دی اختر
امنیت دی ډاډ ګیرنه
د طالب مینه پالنه
په هیواد کي خپره شوې
د وطن کړي ښه ساتنه
له نیمروزه تر کابله
په خدمت ولاړ لښکر دی
اختر دی اختر
که ګودر دی که چینار دی
او که کلی که هم ښار دی
دی په امن او امان کي
له ماښامه تر سهار دی
تل دي هسک وي زمونږ برم
زموږ د هیلو زرین لمر دی
اختر دی اختر
محبت او ورورولي ده
په هر کورکي خوشحالي ده
ګونډي بوري یتیمان هم
په مسکا دي سوکالي ده
د راشد ولي زړه ښاد دی
څه د ميني خوږ منظر دی
اختر دی اختر
راشد ولي فراهي
غزل !!!
زړه کې د هجر سرې لمبې وساتو
که ستا د ياد بلې ډيوې وساتو
موږ ته عيبونه خلګ عام را ښيي
ضرورت نسته چې آينې وساتو
د هر غليم راتګ ته ځير و اوسى
بايد چې تورې مو تيرې وساتو
په ژوندانه هيڅ باور نسته قربان
بيا ولي مېنځ کې فاصلې وساتو!؟
کرکه، نفرت، عناد او بغض واړه!
څه له په زړونو کې کينې وساتو!؟
د مينتوب څومره قيصې وساتو!؟
څومره لا نورې خاطرې وساتو!؟
نبيل شبابه! اوس عزت په روپو دى
په کار ده ځان سره پيسې وساتو
مولوي نبيل شباب
زړه کې د هجر سرې لمبې وساتو
که ستا د ياد بلې ډيوې وساتو
موږ ته عيبونه خلګ عام را ښيي
ضرورت نسته چې آينې وساتو
د هر غليم راتګ ته ځير و اوسى
بايد چې تورې مو تيرې وساتو
په ژوندانه هيڅ باور نسته قربان
بيا ولي مېنځ کې فاصلې وساتو!؟
کرکه، نفرت، عناد او بغض واړه!
څه له په زړونو کې کينې وساتو!؟
د مينتوب څومره قيصې وساتو!؟
څومره لا نورې خاطرې وساتو!؟
نبيل شبابه! اوس عزت په روپو دى
په کار ده ځان سره پيسې وساتو
مولوي نبيل شباب
غزل:
مۀ مړه کوه ډېوې: رڼا، سفر لا ډېر پاتې دی
شپه ده اوږده او تر سبا سفر لا ډېر پاتې دی
تازه ـ تازه مې د ځوانۍ غوټۍ پۀ ګل راغلې
که ژوندون لنډ دی خو زما سفر لا ډېر پاتې دی
شا شا ته مه راګوره، درومه د منزل پۀ لوري
پام! لارویه چې دا ستا سفر لا ډېر پاتې دی
قدم محکم اخله پۀ ډاډ او اطمنان مخ ته ځه
لا نیمایي دی، تر بریا سفر لا ډېر پاتې دی
زه به لا نور څومره کړېږم او دردېږمه به
زه یم همدې ته وار خطا سفر لا ډېر پاتې دی
اطاعت وکړئ او د خدای امر ته غاړه کیږدئ
لا امتحان دی د هر چا سفر لا ډېر پاتې دی
ښه کوه ښه غواړه چې خدای درته هم ښه وغواړي
لار ده اوږده مخبت اشنا سفر لا ډیر پاتې دی
مخبت وردګ
مۀ مړه کوه ډېوې: رڼا، سفر لا ډېر پاتې دی
شپه ده اوږده او تر سبا سفر لا ډېر پاتې دی
تازه ـ تازه مې د ځوانۍ غوټۍ پۀ ګل راغلې
که ژوندون لنډ دی خو زما سفر لا ډېر پاتې دی
شا شا ته مه راګوره، درومه د منزل پۀ لوري
پام! لارویه چې دا ستا سفر لا ډېر پاتې دی
قدم محکم اخله پۀ ډاډ او اطمنان مخ ته ځه
لا نیمایي دی، تر بریا سفر لا ډېر پاتې دی
زه به لا نور څومره کړېږم او دردېږمه به
زه یم همدې ته وار خطا سفر لا ډېر پاتې دی
اطاعت وکړئ او د خدای امر ته غاړه کیږدئ
لا امتحان دی د هر چا سفر لا ډېر پاتې دی
ښه کوه ښه غواړه چې خدای درته هم ښه وغواړي
لار ده اوږده مخبت اشنا سفر لا ډیر پاتې دی
مخبت وردګ
لا پروت یی په څهره کي دي اثر ده انقلاب..
امیرالمؤمنين مو دي رهبر ده انقلاب..
اي خدایه ته یی ساته ده عمر ده لاس یادگار دي..
راپاته دې یعقوب ابن عمر ده انقلاب..
په هرڅه باندي ارځي یقیني ده سر سړي دي..
ژوندي دي وې غازي ملا برادر ده انقلاب
ده ویښ ضمیر څښتنه گران سراج ابن جلاله..
ساتلي مو هم هسي دی ممبر ده انقلاب..
تدریب ده انقلاب او معسکر ده انقلاب..
داځل به ده اجل غشی ښه لري رانه گرځي..
په شاتو یی گنډلي دي پرهر ده انقلاب..
هر مشر به مو ځان وو وجهاد ته وقف کړي..
لا اوس هم پری شاهد دی هر سنگر ده انقلاب..
ښه تاندي حماسي جزبي څښتن ولي راکړي..
قیامت مو راوستلي وو په سر ده انقلاب..
ده حیدري جانان قلم هم ښه کلک مجاهد وو..
همیش به یی ستایلی وو لښکر ده انقلاب..
مولوي حیدري جانان
امیرالمؤمنين مو دي رهبر ده انقلاب..
اي خدایه ته یی ساته ده عمر ده لاس یادگار دي..
راپاته دې یعقوب ابن عمر ده انقلاب..
په هرڅه باندي ارځي یقیني ده سر سړي دي..
ژوندي دي وې غازي ملا برادر ده انقلاب
ده ویښ ضمیر څښتنه گران سراج ابن جلاله..
ساتلي مو هم هسي دی ممبر ده انقلاب..
تدریب ده انقلاب او معسکر ده انقلاب..
داځل به ده اجل غشی ښه لري رانه گرځي..
په شاتو یی گنډلي دي پرهر ده انقلاب..
هر مشر به مو ځان وو وجهاد ته وقف کړي..
لا اوس هم پری شاهد دی هر سنگر ده انقلاب..
ښه تاندي حماسي جزبي څښتن ولي راکړي..
قیامت مو راوستلي وو په سر ده انقلاب..
ده حیدري جانان قلم هم ښه کلک مجاهد وو..
همیش به یی ستایلی وو لښکر ده انقلاب..
مولوي حیدري جانان
صلی الله علیه وسلم
نورالبصره خیرالبشره
زه دې قربان شم خوږ پیغمبره!
ټوله آمین یې طهْ یاسین یې
حسن ښایست کي ماه جبین یې
احمد محمود یې شمس او قمره!!
نور او رڼا یې مینه وفا یې
افضل بهتر یې دوست دالله یې
یا مصطفی یې نبي سروره!!
سپرلی شبنم یې زړه دحرم یې
ډېر مکرم یې خیرو الامم یې
بهار بهار یې ای ناز پروره!!
عشق او اغاز یې ګل یې اوناز یې
د هرچا زړه کې پټ یې او راز یې
د سترګو تور یې د زړګي سره!!
ستا روحاني یم ستا امتي یم
ستا بادغیسوال یم ستا ارماني یم
دیدن دې راکړه زړه او دلبره
روحاني بادغیسوال
نورالبصره خیرالبشره
زه دې قربان شم خوږ پیغمبره!
ټوله آمین یې طهْ یاسین یې
حسن ښایست کي ماه جبین یې
احمد محمود یې شمس او قمره!!
نور او رڼا یې مینه وفا یې
افضل بهتر یې دوست دالله یې
یا مصطفی یې نبي سروره!!
سپرلی شبنم یې زړه دحرم یې
ډېر مکرم یې خیرو الامم یې
بهار بهار یې ای ناز پروره!!
عشق او اغاز یې ګل یې اوناز یې
د هرچا زړه کې پټ یې او راز یې
د سترګو تور یې د زړګي سره!!
ستا روحاني یم ستا امتي یم
ستا بادغیسوال یم ستا ارماني یم
دیدن دې راکړه زړه او دلبره
روحاني بادغیسوال
غزل
هیواده! ما دې دښتې غرونه او درې ساتلې
ستا په لمنه! کي مې څومره قافلې ساتلې
اولس چې غېږه راکړه مینه یې د زړه چې راکړه
ما يې له ګردو او غُبار سترګې لیمې ساتلې
داسې نازک لکه ښېښه زړونه مي ورنکړه هېڅ
له یرغلګرو مي د زړونو آئينې ساتلې
مرغان نعرې راوهې غواړې مي په دې خاطرچې
ما ورته هر وخت د آوبو یخې چینې ساتلې
چاچي برک برک ورته کتلې ما ترې سترګې وېستې
هغه له ځانه سره تېټې او ړندې ساتلې
زه روحاني بادغیسوال! نه یم وار خطاه و مرګ ته
ما مي په زړه کي دایمان کلکې رېښې ساتلې
روحاني بادغیسوال
هیواده! ما دې دښتې غرونه او درې ساتلې
ستا په لمنه! کي مې څومره قافلې ساتلې
اولس چې غېږه راکړه مینه یې د زړه چې راکړه
ما يې له ګردو او غُبار سترګې لیمې ساتلې
داسې نازک لکه ښېښه زړونه مي ورنکړه هېڅ
له یرغلګرو مي د زړونو آئينې ساتلې
مرغان نعرې راوهې غواړې مي په دې خاطرچې
ما ورته هر وخت د آوبو یخې چینې ساتلې
چاچي برک برک ورته کتلې ما ترې سترګې وېستې
هغه له ځانه سره تېټې او ړندې ساتلې
زه روحاني بادغیسوال! نه یم وار خطاه و مرګ ته
ما مي په زړه کي دایمان کلکې رېښې ساتلې
روحاني بادغیسوال
غزل
څه په ستړيا څه په زحمت مي تېرکړې
ژونده! نور بس ډېر په غفلت مي تېرکړې
له ماشومتوب تر سپېن ژېر توبه پورې
ټول په بهتان او په غیبت مي تېرکړې
چې مې په ژېرې کې سپېن تار پیداشو
پوه سوم په کېن بغض نفرت مي تېر کړې
وخته !له تاخو ګېله نلرمه خپله ګرم یم
زه ملامت یمه چې ماپه هلاکت مې تېرکړې
بد ګماني او بد ويل او په درواغو کې ټول
په ناپهمۍ او په بدنیت مې تېرکړې
ما روحاني بادغیسوال! کومه ګټه وکړه لتا
چې مې په حِرس او په شهرت مې تېرکړې
روحاني بادغیسوال
څه په ستړيا څه په زحمت مي تېرکړې
ژونده! نور بس ډېر په غفلت مي تېرکړې
له ماشومتوب تر سپېن ژېر توبه پورې
ټول په بهتان او په غیبت مي تېرکړې
چې مې په ژېرې کې سپېن تار پیداشو
پوه سوم په کېن بغض نفرت مي تېر کړې
وخته !له تاخو ګېله نلرمه خپله ګرم یم
زه ملامت یمه چې ماپه هلاکت مې تېرکړې
بد ګماني او بد ويل او په درواغو کې ټول
په ناپهمۍ او په بدنیت مې تېرکړې
ما روحاني بادغیسوال! کومه ګټه وکړه لتا
چې مې په حِرس او په شهرت مې تېرکړې
روحاني بادغیسوال
سېندونه د وطن
شور وهې څپې وهې سېندونه د وطن
شنه او زرغونه به شې باغونه د وطن
دښتې او میرې یې شوې خړوبې په اوبو
جوړ په چټکتیا شوه کانالونه د وطن
نور به شې راشنه سپیره ډاګونه د هیواد
نور به لاله زار شې هسک دنګ غرونه د هیواد
لا به نور پوره شې ارمانونه دهیواد
نور به راژوندې شې امیدونه د هیواد
څومره مقدس مو دې لعلونه د وطن
کار غواړې خدمت غواړې پالنه دا وطن
ساه غواړي ساتل غواړې ساتنه دا وطن
غواړې رغونه جوړونه درملنه دا وطن
ځان په یو وحدت غواړې او ژمنه دا وطن
ورځ په ورځ جوړیږې سړکونه د وطن
مټي مو پیاوړې دې په مټو کې مو زور دی
دا هیواد د ټولو افغانانو یو ګډ کور دی
دا مو په هډو وینو سرو باندې سمسور دی
دا مو د بابا هسکه شمله ټېکری د مور دی
جوړ به شې آباد به شې قومونه د وطن
دا د شملورو میړنیو زلمو خاوره ده
دا د اتلانو ننګیالیو زلمو خاوره ده
دا د روحاني بادغیسوال! زړه چې ده
ځاله د زمرو ده د زمریو زلمو خاوره ده
اوس شکر په امن دې ښارونه د وطن
روحاني بادغیسوال
شور وهې څپې وهې سېندونه د وطن
شنه او زرغونه به شې باغونه د وطن
دښتې او میرې یې شوې خړوبې په اوبو
جوړ په چټکتیا شوه کانالونه د وطن
نور به شې راشنه سپیره ډاګونه د هیواد
نور به لاله زار شې هسک دنګ غرونه د هیواد
لا به نور پوره شې ارمانونه دهیواد
نور به راژوندې شې امیدونه د هیواد
څومره مقدس مو دې لعلونه د وطن
کار غواړې خدمت غواړې پالنه دا وطن
ساه غواړي ساتل غواړې ساتنه دا وطن
غواړې رغونه جوړونه درملنه دا وطن
ځان په یو وحدت غواړې او ژمنه دا وطن
ورځ په ورځ جوړیږې سړکونه د وطن
مټي مو پیاوړې دې په مټو کې مو زور دی
دا هیواد د ټولو افغانانو یو ګډ کور دی
دا مو په هډو وینو سرو باندې سمسور دی
دا مو د بابا هسکه شمله ټېکری د مور دی
جوړ به شې آباد به شې قومونه د وطن
دا د شملورو میړنیو زلمو خاوره ده
دا د اتلانو ننګیالیو زلمو خاوره ده
دا د روحاني بادغیسوال! زړه چې ده
ځاله د زمرو ده د زمریو زلمو خاوره ده
اوس شکر په امن دې ښارونه د وطن
روحاني بادغیسوال
د محبت په رنځ رنځور یمه دوا نلرم
ستا د دوو سترګو له تاسیره څه پنا نلرم
یاد دي بيخي له کار استلی یمه دنګه یاره
خوب کي هم تا یادوم بيله تا خندا نلرم
هیلي مي ماتي دي د زړه په دایره کي پرتي
باور دي وسه زما یاره ژوند بي تا نلرم
د زهر زهر زماني غیږ کي مي نسته ارام
په بدو وا وښتلم دښو ورځو ملتیا نلرم
هر ګام دژوند چي مي اخیستی پر اغزو مي اِښی
ماشوم توب ښه وو دځوانی ژوند کي ښکلا نلرم
دمحافظ شباب دهیلو غوټی ګل لا نشوي
مزل پر غرو دی له سختیو لار جلا نلرم
محافظ شباب
ستا د دوو سترګو له تاسیره څه پنا نلرم
یاد دي بيخي له کار استلی یمه دنګه یاره
خوب کي هم تا یادوم بيله تا خندا نلرم
هیلي مي ماتي دي د زړه په دایره کي پرتي
باور دي وسه زما یاره ژوند بي تا نلرم
د زهر زهر زماني غیږ کي مي نسته ارام
په بدو وا وښتلم دښو ورځو ملتیا نلرم
هر ګام دژوند چي مي اخیستی پر اغزو مي اِښی
ماشوم توب ښه وو دځوانی ژوند کي ښکلا نلرم
دمحافظ شباب دهیلو غوټی ګل لا نشوي
مزل پر غرو دی له سختیو لار جلا نلرم
محافظ شباب
د حسد او له کیني؛ زړونه مو ډک دي
د باطلي رابطي؛ زړونه مو ډک دي
یا باداره یا رحمانه رحم وکړي
د ګنا یي کبیري ؛زړونه مو ډک دي
دغیبت او دبهتان په ځنځیر بند یو
خواهیشات بي اندازي؛ زړونه مو ډک دي
یو او بل ته دنفرت په نظر ګورو
نظرونه مو نیزي؛ زړونه مو ډک دي
له غمو پرته نور څه در پکي نسته
زهر زهر زماني؛ زړونه مو ډک دي
محافظ شباب دي هسي دوکه کړی
دځوانی له آیني؛ زړونه مو ډک دي
محافظ شباب
د باطلي رابطي؛ زړونه مو ډک دي
یا باداره یا رحمانه رحم وکړي
د ګنا یي کبیري ؛زړونه مو ډک دي
دغیبت او دبهتان په ځنځیر بند یو
خواهیشات بي اندازي؛ زړونه مو ډک دي
یو او بل ته دنفرت په نظر ګورو
نظرونه مو نیزي؛ زړونه مو ډک دي
له غمو پرته نور څه در پکي نسته
زهر زهر زماني؛ زړونه مو ډک دي
محافظ شباب دي هسي دوکه کړی
دځوانی له آیني؛ زړونه مو ډک دي
محافظ شباب