المحمدی بصری څانګه
2.25K subscribers
38 photos
3 videos
41 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
نعتیه غزل/

له غرابته خالې،
له فصاحته ډکې

چې ستاله فم وتلي
له حقیقته ډکي

سترګې دي هم ښکلي وې
له محبته ډکي

کافر ترې ډار کولو،
وې له هیبته ډکي

خبرې ستاښکلي وې
له بلاغته ډکي

په ورین تندې دې کړلي
له شفقته ډکي

سهیل چې سوپري مین
وې له رحمته ډکي

سهیل جان
چي لویدلی له هر فکر او له فام یم
نو محروم به خود دمینې له انعام یم

دا چي نن دخپل زړګي په غم اخته یي
زه دهغه مات زړګي د درد انجام یم

بي وفا شوي که قاصد راته رقیب شو
نه درورسیدم دمینې پیغام یم

ته مې خدای ته پریږده یاره خلګ پریږده
زه دښُکلو په نیز بد سړی بدنام یم

ما په دار کړی خو تري نه تیریږم خلګو
زه له وخته دهغه جانان پر نام یم

زه به سپینې وایـــــم ای ذاکرمسجونه
که منصور غوندي ټوټه ټوټه اعدام یم

م: ذاکرمسجون
غزې او امت

له سرو اورونو لاندې ده سوځیږي او ړنګیږي
غزه او مقدس قدس مو ورانیږي او ړنګیږي

که چغې یې د زړه په غوږو هر مؤمن وانه وري
په حق کې د غزې به تباه کیږي او ړنګیږي

تر څو چې له امت د غرب لاس پوڅي محوه نشي
امت به ورځ په ورځ کمزوری کیږي او ړنګیږي

لږ شرم دې په تش نامه عربو ته پکار دی
اسلام نن په چړچو ترې پاتې کیږي او ړنګیږي

یو وخت کې دبدبه د ترکستان په دې جهان وه
هغوی هم د ناټو په مټ ختمیږي او ړنګیږي

تر څو چې وي هیر کړی دې امت تیر شوی برم
یووالی او وحدت به یې ورکیږي او ړنګیږي

مسلمه رابیدار شه د هر څه پوښتنه وکړه
جومات او مدرسې شهیدانیږي او ړنګیږي

امت په زوال شوی که مخبت دی په غلطه
خو هر څه مو دې سترګو وړاندې لویږي او ړنګیږي

مخبت وردګ
Forwarded from !! رحماني وصال !!
زما ازار دې وهي:

ما پۀ فراق مه ځوروه زما ازار دې وهي
راشه دخپل زړۀ مه منه زما ازار دې وهي

نن دې د وصل په سبا باندې کۀ ختمه نه کړه
یاره! دفصل تـوره شـپه زما ازار دې وهي

د پاتې ژوند مې د خوښیو روڼ سهار لالیه!
د غم پۀ دم مه لمبوه زما ازار دې وهي

ولې مې وړې د مرګ ترخولې هره شیبه پۀ بیلتون
قسم پۀ هـره سیپاره زما ازار دې وهي

خون مې دزړۀ د ماتېدو قصدً پۀ غاړه اخلې
پایله بې ګـوره نه شي ښه زما ازار دې وهي

تۀ هم بیخي اوس رحمانی وصاله! حال نه اخلې
کله ناکله خـو راځـه زما ازار دې وهي

رحمانی وصال
ده راز او نیاز خبری شولی آغاز خبری
له خپل باداره سره کړو په نماز خبری

شروع تکبیر تحریمه او په قیام خبری
بیا په رکوع اِقامه کوو مدام خبری
هم په سجدوکی تصبیح هغه وی شازخبری

په فاتحه کی دعا په قرأت کی سکون
په تشهدشاهدی باندی موتیرشی ژوندون
بیا پر جانان شی درود ده مینی ساز خبری

شی پر سلام خاتمه کړو مناجات له الله
سرکړوځوړندلاس پورته شوپه زاری اودعا
له خپل خالقه غواړو هغه ممتاز خبری

حافظ نصرته ذکر او تلاوت کړه مدام
دا دنیا تیر پانی او آخرت دی مرام
کړه ښه عمل په ژوند کی بیا کړه په ناز خبری
وحدت په کار دی

دلتــه اخلاص او صدقت په کار دی
په هــر زړګي کې محبت په کار دی
دغـــــه هـــیــواد به جوړوو په ګډه
مـــلـــي یوالی او وحدت په کار دی

هرسه به سم شي او سمیږي به نور
وطن به جوړشي اوجوړیږي به نور
لار به وهو د خـپــل هــدف په لوري
راځــئ همت وکړو همت په کار دی

ســومـر سپیڅلی شریعت دی دلته
د خدای رحمت دی امارت دی دلته
راځئ د دی نیظــام ســتـاینه وکړو
د دی ســـتایـنه او صفت په کار دی

راځــئ د خـپـل هیـواد ساتنه وکړو
راځــــئ د خــپــل هیواد پالنه وکړو
راځـــئ چـی ویی کړو دیفا په مینه
د دې هـیواد ښه حفاظت په کار دی

اوس له جهان سره سیالي کوو مونږ
نـــور پـــرمختګ او ترقي کوو مونږ
د خــــــپــــل هـیواد بیا رغـونه کوو
هــیــواد ته کار او مشقت په کار دی

دا د عـــــــویــــورو افـــغانــان وطن
دا د ریـــــښــــتـــیــــنـو اتلانو وطن
مـــنهــاج الله زهیره ویاړ دی زمونږ
دا غیرتي دې پری غیرات په کار دی

منهاج الله زهیر
په سویـــــــــدا دزړه مي
باري تـــــــعالی پوهیږي

پروت پکي یو سړی دی
هــــــــغه په ما پوهیږي

زه به له وخته مـــــړ یم
څه وخت چي دا پوهیږي

دا ستا په قـــــــدر باندي
ټــــــوله دونیا پوهیږي

مابه له تا تا به له مایوسي
مرګ نو په چا پوهیږي

نن دي خنـــــــدلي چاته
زړه مي پــــه تا پوهیږي

په هـــــــر دومخي انسان
مسجـــــون مُلا پوهیږي

ذاکرمسجون
زړه !!!

لا تر څو به يې په هر ښکلې بايلم زړه
څه را پېښه ده ؟ چې بيا ځل ماتوم زړه

څه خيرات نه دى چې هر چا ته يې ورکړم
چې په قدر يې پوهيږي ورکوم زړه

ما د مينې په سودا کې تاوان يووړ
لکه مات لوښى په لپو کې يې وړم زړه

دا دى بيا مې نن د مينې ښار ته راوړى
پر پى مخو يې په نه څه خرڅوم زړه

د هندارې په څېر سم زرې زرې دى
خو بيا هم نبيل شباب راټولوم زړه

مولوي نبيل شباب
Forwarded from شاعر نصرت آغا طالب
ســـــــتا د راتلـــــو په انتظار لالیه
شپـــــــه او ورځ یــمه ناقرار لالیه

زړګی مي نه صــــــــبریږې ګله یار
شه نور راستون د خدای لپار لالیه

هېلې مې مړې هر یو ارمان مې قتل
یم جــــــــــلوهلی او بیـــــمار لالیه

درد مي نېولی په سېـــــنه کې زړګی
زخمي زړګی یمه پــــــــرهار لالیه

درته لقب مي دجــــــــانان درکړلو
راځه دیــــــدن ته پــــــه تلوار لالیه

نصـرت آغا دې ڪړمه یاد زړګڪه
هر مازیګر په خپل ګفتـــــــار لالیه

نصرت آغا طالب
د مدبر امیر سید الشهیدا امیر الؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله پاک او نازولي روح ته اهداء

چا چې دار په اور بدل کړ
چا چې وینې سوځولې
هغه لوی شهید منصور دی
چا چې غوښې دي شیندلې

چې ښودلی چا دنیا ته
د ایمان زور او قوت ؤ
په تش لاس چې چا مات کړی
د نړۍ سُپر طاقت ؤ
لولپه چې شو خپل دین ته
هغه داسې شخصیت ؤ
هغه لوی شهید منصور دی
چا چې مینه ده پاللې

څوک چې خدای ته قربان شوی
څوک چې ټوک ټوک بدن تللی
چا چې ځان له مینې ځار کړ
چا چې ځان دی سوځولی
چا چې نن په خپلو وینو
د ستر ویاړ تاریخ لیکلی
هغه لوی شهید منصور دی
چې جګړې یې وې ګټلې

چې کاروان د چا محکم دی
امارت یې چې ودان دی
چې یې نن په دنیا رُعب دی
چې حیران نن دا جهان دی
برکت یې دی ده وینو
نن په وړاندې چې روان دی
هغه لوی شهید منصور دی
پرګنې یې چې ځپلې

خدای د وبښه امیره
پر مزار د رڼاګانې
تا ځان ځار کړو خو له موږ نه
د کړې ورکې بلاګانې
زه مخبت چې ورته کړمه
تل له زړه نه دعاګانې
هغه لوی شهید منصور دی
زه د هم شم ورته ویلې

مخبت وردګ
#مدبر—امير

په سياست پوه و مدبر امير و
د مؤمنانو مفکر امير و

وه ځيرکتيا ته یې نړۍ حيرانه
شخصيت لرونکی موقر امير و

د شهامت او د ايثار نمونه
يو تاريخ سازه مبتکر امير و

د امارت د انسجام الګو شوه
زمونږ پر يووالي موثر امير و

خالده خپل په دريز کلک ولاړ و
د‌ غيرتونو مصور امير و

"خالدأنس"
Forwarded from مهاجرهروي
امیرالمؤمینین شهیدمنصور😢

زخـمي زخـمي کباب کباب منصوره
په خـپلو وینو کي خوناب منصوره

رب دي قبول پارچه پارچه وجودکړه
شـه دي نصیب دکـوثرآب منصوره

تاریـخ دي جوړ دی په زرینـوکرښو
لیک دی په وینوهریوباب منصـوره

تادحمزه غوندي ځـواني ړنکـه کړه
شولي په مینه کي کامیاب منصوره

په ایماني قوت سمبال وي مـشـره
وهـرجـابرته وي ځـواب مـنصـوره

دامهــاجــردي په فــراق کي مړدۍ
هسي ژوندیو کي حساب منصوره

مهاجرهروي
Forwarded from شعرونه
رهبر شهید

ټول مسلمه اُمت نن ستا پر دِیانت ویاړﻱ
ستا په ویاړمنو کارنامو ستا په غیرت ویاړﻱ

منصور شهیده ته په حقه لاره شولې قربان
هر مسلمان ځکه دا ستا په شهادت ویاړﻱ

ستا په ټوک ټوک پرچه پرچه او سوځیدلـﻱ وجود
فخر کوﻱ ملائِکې هم د جنت ویاړﻱ

ستا په قدم باندې چې هر چا قدمونه ایښـﻱ
امیره نه یې اوس هم ستا په قیادت ویاړﻱ

ټولې دونیا ته دې ثابته کړه ریښتیا اتل یې
تاریخ گواه دی ځکه ستا په ستر سیاست ویاړﻱ

عبدالجلیل جهادیار ګورﻱ ستا راپاتې یادګار
شهید رهبره ستا په ننګ او شجاعت ویاړﻱ

عبدالجلیل جهادیار
Forwarded from مطیع الله حازم 💘حازم💔
بې له شیطانه بندګي به څه وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زندګي ښه ده خوپه شتون دیوچا
چې یې نشتون وي زندګي به څه وي

شیطان خوښه ده چې بنده معلوم شي
بې له شیطانه بندګي به څه وي

دجهاد غږ چې یې له خولې نه وځي
علم به څه وي داسړي به څه وي

چې اوښکې تویې نیمه شپه کې نشي
دهغه لوی ذات غلامي به څه وي

په سخته ورځ کې معلومیږي چې نه
پریږده ددغوملګري به څه وي

مدام چې زړه کې دالله نوم نوي
بې له ګلانوپسرلي به څه وي

چې دې وه خپل مرګ لره زړه اونسي
وایه نوداسې جدایي به څه وي

چې یې جذبه دچااوچته نکړه
حازِمه داسې شاعري به څه وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
ط مطیع الله حازم
1404 / 2 / 23
Forwarded from !! رحماني وصال !!
د ننګ نشان منصوره:

پۀ دین فیدا پۀ دین قربان منصوره!
د مسلمه امت ارمــــان منصوره!

د قـــربانۍ او د ایــثار منار دې
رسیږي ان تر کهکشان منصوره!

تا د حمزه پۀ پلۀ قـــدم کېښودو
غشوکې مات دې کړلو ځان منصوره!

د تللي بـــــرم اِعاده دې وکړه
یې د امت د ننګ نشان منصوره!

ماده پرستو ته دې زور وښودو
د عقېدې او د ایمان منصوره!

تۀ وې امام د حقیقي عشاقو
د قافــلې او د کاروان منصوره!

بیا رحماني وصال غزل ته ایښی
ستانوم ردیف او هم عنوان منصوره!

رحماني وصال.
Forwarded from شاعر نصرت آغا طالب
*مدبر شهید آمیر المؤمنین*
*منصور تقبله الله*

د غیــرت او شـــــــجــاعت یو نمونه وه
د مــېړانې او شـــــــــهامت یو نمونه وه

منصور دار کــړلــــو بدل په سره انګاره
شو قــربان د شــــــــهادت یو نمونه وه

ګــــران امیــــــر المؤمنین زعیم رهبره
د سپېـــــــڅلي امـــــارت یو نمونه وه

وو د خــپل عصـر خــالد ابن ولید وو
د لوړ عـــزم عــــــدالت یو نمونه وه

د نړۍ سوپر طاقـت یي په ګونډو.کړو
هیبتي هوډ د مـــــــروت یو نمونه وه

د سنګر او دفــــــــــتر د زیار سړی وو
د غزا او ریاضـــــــــــــت یو نمونه وه

زموږ د سپــینې قافلي سپۀ سالار وو
د هیبـــــــــــت او دِیانت یو نمونه وه

زه نصرت آغـا ېې تل صــفت را ژباړم
د عزمت او ڪرامـــــت یو نمونه وه

نصرت آغا طالب
شهید امیر

په غېرت شجاعت
ؤ لوې غر د همت
ګران شهید ؤ منصور ؤ ؤ ؤ
شو قربان هم له دین
په خپل وینو رنګین
شې به خدای ته منظور ؤ ؤ ؤ

ته د خپل عصر او وخت یو نر اتل وې
ته د ثالث محمد عمر د لاري مل وې
مشره ستا ها لښکر
دي محکم  په هنر
اوس دي هر یو باطور ؤ ؤ ؤ

ته مو دهیلو لمر وې ای ګرانه مشره
په تا ښایسته هیواد ؤ قربانه مشره
ته ټوټه ټوټه شوې
ته لمبه لمبه شوې
په خپل وینو شوې سور ؤ ؤ ؤ

امیرالمومینینه ته مو ځیګر  وې
موږ هم لتا قربان ؤ ته مو رهبر وې
د راشد ولي زړه
وې شهید منصور ته
جوړ په زړه یې انځور ؤ ؤ ؤ

راشد ولي فراهي
غزل

زړه سپکه ومه تویوم درته قطار،اوښکي
ته یه قبولي کړه دانه دانه په شمار،اوښکي

دغزي خوري ستاله ماتو،اسویلیو قربان
له درانه غمه دي راغلي پر،رخسار،اوښکي

دوخت زامن بیخي نااهله دي وفانه لري
وړه لورکۍ ده پاکوي څنګه دپلار ،اوښکي

غرونه خفه دي ستادیدن غواړې غازي طالبه
هیڅ نه دریږي دنښتر اودچنار اوښکي

په شنه سهاریي ستایتیم بچۍ ترلاس نیولۍ
موردي راغلې تویه وي دي پرمزار،اوښکي

زه مهاجریمه بي وسه نورمي وس ختم دۍ
بس تویه وم دي کله کله پریادګار،اوښکي

مهاجرهروي
Forwarded from شاعر نصرت آغا طالب
سترګي ګلاب😘

ګل لڪـــه ګلاب سترګي
ستا لڪه افتاب سترګي

توري خـــماري ســترګي
حيـسنې مــهتاب سترګي

ښڪلي ځلــېدونکې دي
سړی کړې جذاب سترګي

ډڪې له مفــهومه دي
سم لڪه ڪتاب سترګي

ښکلي یاسمينې سترګي
ستا لکه عقاب سترګي

ستاخواږه خواږه کاته
کوي اِجتِراب ســترګي

زړه وړې رانــــه زما تل
ساته په حجاب سترګي

ګرانې دې نصـرت آغاته
دا په څه سباب سترګي

نصرت آغا طالب
غزل

لاره ورکه نه کړې او مسیر ته به د پام کوې
و ګرانه طالبه خپل تدبیر ته به د پام کوې

ساتې به د خپلې قافلې دغه عظیم عظمت
ګوره محتاط اوسه روڼ بهیر ته به د پام کوې

نفس او عقیده به د سپیڅلي مقدس ساتې
پاک احساس به غواړې او ضمیر ته به د پام کوې

موږ له تا په دغه آزادۍ کې نور څه نه غواړو
بس د شل کلن دور تصویر ته به د پام کوې

څه چې درولی نن یې ته په خپلو پښو باندې
دغسې محکم او اساس تیر ته به د پام کوې

ځان که پر مخ تللی غواړې ته په ننني عصر
بس مخبت وردګه هر تغیر ته به د پام کوې

مخبت وردګ