المحمدی بصری څانګه
2.26K subscribers
38 photos
3 videos
41 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
نعت شریف

زه دي د میني په کتاب مین یم
زه ستا د عشق په هر یو باب مین یم
که دي دیدن د سر په بیه وشي
له سره تېر یم بې حساب مین یم

تر آن مزل کوم زه ستا په خوا کي
داسي مین یم چي بې تاب مین یم

ستا د لیدلو لوي ارمان لرمه
دیدن دي راکړه چي کباب مین یم

راشد ولي دي په خوبو کي غواړم
زه ستا د سپین مخ پر ګلاب مین یم

راشد ولي فراهي
نوۍ غزل

پرخپلو اوږو باروړمه تاوان دزندګۍ
چي ولي پوره کیږي نه ارمان دزندګۍ

چي کله مي محفل وي دیارانو بدرګه وي
تنګسه کي پیداکیږي نه یاران دزندګۍ

یه خدایه لږیې واخلې خوبنده یمه عاجزیم
ډیربوج کوي پرماباندي خفګان دزندګۍ

ته راسه غیږه راکړه باورنسته ځي تیریږي
تیریږي راستنیږي نه دوران دزندګۍ

لادنګ پرخپلو پښوباندي ولاړیمه ړنګ نیم
لانه کړمه تسلیم ځانته ګمان دزندګۍ

ځه راسه مهاجره وپاک رب ته پناه یوسو
له غمه راخلاسیږي نه داستان دزندګۍ

مهاجرهروي
چی غدار دی له خپل کوره نوی یاره
بل به څه جرﺉت وکړی ستاپر دیاره

مخامخ درسره خاندی په کټ کټ تل
له شا پښی وهی دا ستا ده قراره

لکه خښته په شپږاړخه راڅرګند شی
مخ او څټ یی نښکاریږی وی غداره

ستاپرښویی سترګی پټی بددی وایی
داسی ژڼی پر دنیاشته وی بی شماره

دا عادت چی کامیاب سړی دردیږی
که پردی نوو نو خپلوکی یی څاره

چی سکه دی نوی ورورګڼل خطاکړی
ورورهغه وی چی پیداله موراو پلاره

وه حافظ نصرت هغه چا درد راکړ
چی ملګری می ده څنګ ؤپه هرلاره
رنګین پرې ټول جهان شو روښان دیثرب ښار
ظهور چې حبیب وکړو تیارو کړه کډه بار

مین دي په اقوالو،مین ستا په جمال دي
ستا هر امتې ژاړي،ټول تږي دوصال دي
درکړی ربﷻلوړ شان دی،یې صاحب رخسار

ایږدم به پرې ګلونه،که ستا په پلونو تلمه
کو څې د مدینې به، په بڼو جارو کومه
دیدن به کله وشې،یم ډیر په انتظار

ته اسود العینین یې،روح ته  دثقلین یې
سبب مو دژوندون شوې،ته زړه دحسنین یې
په سرور سترګو ژړیږي،بلال غم کې د یار

صدیق دی که عمر دی،علې دی که عثمان دی
هر یو دي دڅنګ یاردی،دا هریو په تا ګران دی
زبیر دی،که حمزه دی،ستا مینه کې خمار

نفسې نفسې به وایې،هریو ورځ دمیزان کې
جانان غم دځان نکړې،موږخلاص به له سبحانکې
سهیل درنه قربان شه ،سهیل شه درنه زار


سهیل درمل
تیرې شوې دکُفر ورځي تیرې شوې
دلته اوس د امن مشالونه دي

اوس دخپل هیواد وجوړولو ته
ګران طالب اخیستي قدمونه دي

ورک کړی نفرتونه متحد شئ ټول
دارنګه دشیخ صاب پرمانونه دي

مینه یي پوره پري تقسیم کړې ده
ډک له خوشحالیو اولسونه دي

تنده دوطن به ټوله ماته کړې
یخه قوشتیپه څپاند سندونه دي

خپل هیواد به ښُکلی پرې اباد کړو موږ
زرو باندي بار دهیواد غرونه دي

دا ذاکرمسجون دزړه سکون اخلي
هسک چي په هر برج سپین بیرغونه دي

م:ذاکرمسجون
غزل

درد مې درمان څنګه کړم مینې راته ووایه
زړه او ارمان څنګه کړم مینې راته ووایه

یار راته ډالۍ راکړل خپله خاورو وخوړو
اوس دا ګلان څنګه کړم مینې راته ووایه

نور به سلګۍ نه وهم اوښکې به مې وچې کړم
درد او خپګان څنګه کړم مینې راته ووایه

زړه مې پکې وبایلو ما عشق کې تاوان وکړو
زه دا تاوان څنګه کړم مینې راته ووایه

وخت مې چې د ګټې ؤ ما هسې عبث تیر کړ
اوس یې جبران څنګه کړم مینې راته ووایه

دغه د فتنو وخت کې دا په دې حساس پړاو
زه مې ایمان څنګه کړم مینې راته ووایه

څنګه ورنږدې شمه زه مخبت د یار څنګ ته
ځان ترې قربان څنګه کړم مینې راته ووایه

مخبت وردګ
Forwarded from !! رحماني وصال !!
غزل/ لاړه لاړه:

پۀ خفګان کۀ پۀ خوښي وه لاړه لاړه
يوه شيبه مې دځـــواني وه لاړه لاړه

د یوې هیلې مې دمه کې جوړه نشوه
دومــره ستړې زندګي وه لاړه لاړه

د یو چا په سر د څــو ورځو لپاره
خدای را کړې پاچاهي وه لاړه لاړه

د فراق له تیارو څۀ مهال پسې وم
د وصال سپوږمۍ رهي وه لاړه لاړه

د مسکا رڼا مو شونډو نه ښکار کړې
د هجران تور ماښامي وه لاړه لاړه

رحماني وصاله! زړونه مقدس وو
مــقدسه عاشـــقـي وه لاړه  لاړه

رحماني وصال
زما ګران افغانستان

خپل جوندون به صدقه کړمه له تانه
درنــه ځـار شـم زما ګران افغانستانه

تـــه د ټــــولــې اسـلامي نړۍ اتل یې
خــــدای دې وســــاتـــه اتــله قهرمانه

تــــل د مـــیــنــی تـرانې ویه بــلـبــلــه
د نــــفـــــرت سندرې مه وایه شیطانه

مـونـږه سـپـینه لار نیولې ده روان یو
تـــــر مــــنــــــزلـــه بــه رسیږمه جانانه

کـــه د مـــات زړګــي دردونه دی لیدلی
بــــیـــا بـــــه تــــا نـــه هیرولمه درمانه

زه مــنــهـاج الله زهیر په تا زهیر شوم
چـــی مــــې ولیدلو ستا څیری ګریوانه

منهاج الله زهیر
دشهید امانت

فکر او پام دي په مسؤلیت  ساته
د شهید ماتي هیلي تل امانت ساته

ها چي د وینو زخم څخې زګېروي راخیږي
هغه ټوک ټوک صدري په لیاقت ساته

ته دڅرخیځي څوکی شولی خاوند نوی
دی د شهید برکت تل دغه نیت ساته

ها چي په یوغږ به یې سفينه ماڼې لړزېده
ها د تکبیر ږغونه همېش اوچت ساته

تل هڅک او تاند ږغېږه راشد ولي فراهي
دقلم نوک دي مدام په فهامت ساته

راشد ولي فراهي
#النبوي_بصري_څانګه
غزل/سهیل درمل

سترګو کې مې اښکې لاهم تمې دي
زړه کې مې د دردڅړیکې مبهمې دي

څنګه ترینه لري یمه خدایهﷻ نو
یار پسې مې وتې شونډې سمې دي

هرڅومره که و بهیږې ستا یاد کې
اښکې مې لا لیه لا هم کمې دي

ته چې یې پرې تللی ښکلومه یې
ستادپلونو خاورې محترمې دي

وبخښه ترتا پورې درتلائ نه شې
هیلې د سهیل ټولې نا سمې دي

سهیل
نعتیه غزل

پر زړه هجوم کوي د وصل تلوسي حبیبهﷺ
چې ستا تر ښار ځي د عشاقو قافلي حبیبه

نا ارام زړه به په ســــــینه کي بیا ارام و مومي
که مي دروغواړي خپل کلي ته څو شپي حبیبه

نُزُل درحم وای حرم وای او کچکول وای لپې
مروارید اوښکي مې لیمو کي وای پرتي حبیبه

لمر د حیات مي د ممات په نام غروب ونه کړي
را سره تم پاتې بس داسي اندیښني حبیبه

خود به د عشق د سپیڅلتیا انداز ورکیږي ترینه
چي دي ولاړ وسی و مخ ته  د روضي حبیبه

کــــه رویبار راوړ دا د میني د وصال  زیرۍ
الیاس به ږدم رب ته د شکر سجدي حبیبهﷺ

الیاس طالب
المحمدی بصری څانګه pinned «نعتیه غزل پر زړه هجوم کوي د وصل تلوسي حبیبهﷺ چې ستا تر ښار ځي د عشاقو قافلي حبیبه نا ارام زړه به په ســــــینه کي بیا ارام و مومي که مي دروغواړي خپل کلي ته څو شپي حبیبه نُزُل درحم وای حرم وای او کچکول وای لپې مروارید اوښکي مې لیمو کي وای پرتي حبیبه لمر…»
نعتیه غزل

ستا پــــــر جبین حبیبهﷺ
بیله لیده عاشق یم
څوک چې پر تا عاشق دی
او پر هغه عاشق یم

زړه کي یې ساتم مدام
ستا پر نامه عاشق یم
د قــــــدمَینو خــــاورې
راکړه رانجه عاشق یم

ستا پر سیرت باندي کړم
مُطالعه عاشق یم
که دي شم عشق کي لوګۍ
بیا څومره ښه عاشق یم

لتا نه ځار او قربان
مي شه هر څه عاشق یم
د وصال تنده او زه
جام راکـــــوه عاشق یم

دُرود سلام  نسیمه
ور وړه  تحفه عاشق یم
ستا د وطن حبیبه
پر ورځ او شپه عاشق یم

الیاس عــــجم کي پاتي
ځفلۍ زړه عاشق یم
خدایهﷻ د یار په ښار کي
راکړي دمه عاشق یم

الیاس طالب
لقد وعد ببناء وطنه الحبيب.
لقد اتخذ قادتنا هذا القرار بالفعل.

في الماضي، كانت الحروب شرسة في وطننا.
انتهى اليوم احتلال هذا البلد الجميل.

لقد رحلت روحه في رحلة الآخرة.
لقد تم عمل قافلة القرابين من قريتنا.

أنت لا تعتبرنا أبطالًا دوليين.
لقد استخدموا المدارس فقط كذريعة للنساء.

استجاب زعيم خيبر باختونخوا للأمر.
وقد جعل والدنا أمير المؤمنين هذا الاعتقاد

إن الكفار الذين يسمون أنفسهم بالكفار لا يفهمون الحكومة.
لقد كانوا يقاتلوننا لمدة عشرين عامًا.

من طين الجنة بنينا برج السلام.
لقد همس لنا عارف وفا بالسلام.

الشاعر ومؤلف: عارف وفا الأفغاني الفرأهـی
وه سترګو تې رانجه به کړمه خاوري د حرم
حاجي صاحبه راوړه یو څه حال مي د صنم

کاروان د سپینو سترو راروان دی څومره خوند کا
له هری ګناه پاک دی او مینځلې په زم زم

چي هرڅومره دي ګورمه خو زه نه په مړيږم
ستا ټول وجود سپېڅلی دی ستا هر قدم قدم

د ميني په دریاب کې مي لاهو که زه به موړ سم
سلام مي پر نبی اخر زمان دي وي هردم

ښارونو کې وتلی دی ښايسته د جانان کلې
افتخاره یاديږي هميشه مي په قلم

افتخار افغان
وطنه

دامن لمریې پردونیاوطنه
خداي خودي مه ورانه بیاوطنه

ستاپه دفاع کي ترخدای ورسیدل
ستاپه دفاع کي شول فداوطنه

خیرکه جنت نه یي تشبیه بدي کړم
لکه جنت داسي زیباوطنه

ستادشمشاد،اودپامیر،پرغرونو
کوي تک سپین بیرغ نڅاوطنه

په ایماني زیور پوښلۍ ښه یې
لرې پرکُل جهان ځلا وطنه

ځان ځاره وي ستابه ساتنه کوي
دۍ مهاجرهَرَوي !ستاوطنه

مهاجرهَرَوي
Forwarded from !! رحماني وصال !!
سینې ته د خوږو دردو الهام راوړي ماښام
تیارو کې ستا د یاد رڼا مدام راوړي ماښام

پــوهېږم منصوري مینه مې تاته رسوي
رسۍ راته ځوړندې د اعدام راوړي ماښام

هم څړیکې دخوړین زړۀ د درد پۀ ګوته ویښوي
هم تورو تورو سترګو کې ارام راوړي ماښام

شل پروت یم پۀ عجم کې لۀ قسمته مرور
احساس بیا بیا د وصل د قیام راوړي ماښام

د فکر وم اسمان ته رحماني وصال بیا لاړ
دستا پۀ یادښتو موزن کلام راوړي ماښام

م رحماني وصال
کاڼې یعقوت خاورې سره زر
لال او ګـــــــوهر لال او ګوهر
غرونه عدن ســـــــیمې نښتر
لال او ګـــــــوهر لال او ګوهر

د جــــــنتونو په مثال
کړو به یې جوړ په ښه کمال
یو رغــــــــونې ته یو ژمن
توکـــل په پاک رب لایزال
وینه او مـــــــــینه ور کوو
درمل یې کړو به هر فرهر

لاس ور کـــــوو د اخــــوت
شو به را ټول په یو وحدت
له بــــدو ســـــترګو په امان
افغانســـتان جــــنت جـنت
په قـــــوي هوډ یې جوړوو
ورتـــه مو کـــــــړی دی اشر

بیا د جګړې له تــور ماښام
نور راوتلی زمــــــونږ قــام
د تـــیارو ګډه شـــــوله بار
وشو د پاک رب ستر انعام
لپې لاســــــــــونه په دعاء
کړه مو هیواد له ستورو بر

یخې چـــــینې مسته هوأ
شیندي عطرونه یې فضاء
لکه حــــــصـه د جــــنتو
ته یــــې را و ساتې بــــقا
بدري ټاټوبی د منــــصور
د ګران یاسر او د عـــــمر

#بدري طالب
ته به نه وې !!!

څه صحنې د بېلتانه وې تېرېدلې
ته به نه وې ما به ستا لارې څارلې

دنګه ياره! ستا تصوير پر ما شاهد دى
چې به ما څنګه پرې اوښکې تويولې

سام اخيستى وم، وجود به مې لړزه کړل
ستا په مخکې زده خبرې هيرېدلې

تللى خلګ به مې واړه را په زړه سوه
لمره! ټه چې به تر غرو پناء کېدلې

ستا وعدې به ما په دا رنګه ساتلې
ورځې، شپې به مې پر ګوتو حسابلې

د عشاقو ښار ته تلم نبيل شباب
ما د ماتو زړو ټوټې راټولولې

مولوي نبيل شباب
نعتیه غزل/

له غرابته خالې،
له فصاحته ډکې

چې ستاله فم وتلي
له حقیقته ډکي

سترګې دي هم ښکلي وې
له محبته ډکي

کافر ترې ډار کولو،
وې له هیبته ډکي

خبرې ستاښکلي وې
له بلاغته ډکي

په ورین تندې دې کړلي
له شفقته ډکي

سهیل چې سوپري مین
وې له رحمته ډکي

سهیل جان